دپاکې هوا منځ ته راوړل

شنه نباتات د کلورفیل اودلمر درڼا په شتوالي کې کاربن دای اکسایداو اوبه په قند باندې اړوي چې د هغه په نتیجه کې اکسیجن ازادیږي. نوموړی نباتات کاربن دای اکساید دمایکروسکوپیکي سوریو(Stomata) دلارڅخه  جذبوي  اوپه عوض کې یې اکسیجن ازادوي. انسانان ،حیوانات اوکارخانې په زیاتې اندازې سره اکسیجن مصرفوي او په عوض کښې یې کاربن دای اکسایدازادوي .  د افغانستان   تخمیني ۱۷ میلیون نفوس په تخمیني توګه په ورځ کې ۲۳.۲ میلیون ټنه اکسیجن تنفس کوي. یوسړی چې په شعبه کښې کارکوي ښایی په لسو ورځوکې ۹ کیلوګرامه اکسیجن مصرف کړي، حال داچې یوبل سړی چې مزدوري کوي ښائی په ورځ کې ۲.۷ کیلوګرامه اکسیجن مصرف کړي. دغنمو په یوه حاصلخیره خاوره کې چې د خاورې مخ یې په غنموباندې پټ وي  په یوه جریب کې په ورځ کې  د ۲ څخه تر ۲.۵ ټنه اکسیجن ازادیږي. نوموړي نباتات په نوموړې موده اوساحه کې ۴ ټنه کاربن دای اکسایدمصرفوي اوپه عوض کې یې دوه ټنه اکسیجن ازادوي چې د ۹ تنو(نفرو) دپاره د یوه کال په موده کې کافي دی.پاتې د نه وي چې حاصلخیزې خاورې د هوا کاربن مونو اکسایدهم استعمالوي. پوهانو د Aspergillus   او Penicillum   دوه ډوله فنجي تشخیص کړي چې د هوا کاربن مونواکسایدلیرې کوي.نوموړي ژوندي موجودات په حاصلخیزوخاوروکې په زیاتې پیمانې سره موندل کیږي. نوموړي مایکروسکوپيکي موجودات  دوه میلیونه  ټنه کاربن مونواکساید په خپل استقلاب کې مصرف کوي چې د انسانانوپه وسیلې ازادیږي. دا ددې معنی نلري چې د هوا کاربن مونو اکسایدبه دومره زیات نشي چې د انسانانوپه زیان تمام نشي.

دکروموتوګرافي علمي څیړنې ښيې چې یوه لنده حاصلخیزه خاوره په یوه جریب کې  د دو څخه تر پنځلسو کیلوګرامو سلفردای اکساید دیوه کال په موده کې جذب کولای شي.

نوموړې علمې څیړنې دا هم ښيي چې خاوره نشي کولای چې دهواټول ناوړه غازات جذب کړي ترڅوچاپیریال ناولی نه شي.

 

ماخذ:

عبدالقهار ثمین(۱۳۷۶)، دکیمیاوي سرو د استعمال  لارښود،دCoAR  خپرونې ، ص ص ۱۳۹ـ ۱۴۰

_______________________________________________________________________________

 یادونه : دا چې کتاب  کلونه وړاندې لیکل شوی ،هغه محال د افغانستان تخمیني نفوس  ۱۷ میلیون او تخمینی اکسیجن چې په ورځ کې مصرفیږی ۲۳.۲ میلیون ټنه ښودل شوي.  اوس چې د افغانستان نفوس وده کړې  اوټول نفوس ۲۷ میلیون اټکل شوی په تخمیني توګه په ورځ کې ۳۶.۸ میلیون ټنه اکسیجن تنفس کوي.

 

سرپاڼه