د لـــــــــــــــــوړو زده كــــړو وزارت
د كــــابل پوهنــــــــــــــــــــــتون
د كـــــــرهنې پوهنـــــــځې
د هــــارټيكلچر څانگه
د کرم روزنه
ترتيب كــوونكي: سميع الله( رحــــــــــــــيمي)
لارښود اســــتاد: پوهنوال نور الدين (قاسمي)
د سيمينار استاد: پوهنوال نور الدين (قاسمي)
دوهم سمسټر: كال: ۱۳۸۸ ﮬ ش
ســــريزه:
سابه زمونږ په ورځنۍ خوراكه كي لويه برخه لري داسـي خواړه نشته يا به ډير كم وي چي سابه وركي نه وي سابه د غذا خوند زياتوي.
دا چي سابه د افغانســتان د اقتصاد په پياوړي كيدو كي ډيره زياته ونډه لري او هر كال يوه زياته اندازه مختلف سابه بهرنيو هيوادونو ته صادريږي او له دي دركه د ياد وړ اندازه خارجي اســعار لاس ته راځي. د افغانستان طبيعي شرايط د سبو روزني لپاره خورا مســـاعد دي او څرنګه چي تر اوسـه پوري د سبو د فني او علمي اصولو څخه ډيره لږه يا هيڅ استفاده نه ده شوي نو له دي كبله د سبو په اړه د علمي معلوماتو په وړاندي كولو ســـــره كيداي شي چـي د افغاني بزګرانو او كروندګرو كلني حاصلات د كميت او كيفيت له نظره څو ځلې زيات شي.
نو له دي كبله مي وغوښتل چي د كرم د روزني په اړه خپل ســــــيمينار جـــوړ كړم چي په دغـــه سيمينار كي راسره محترم استاد پوهنوال نور الدين قاسمي چي زما د دي سيمينار لارښود اســتاد دي د زړه له كومي ور څخه مننه كوم چي بي ساري مرسته يي را سره وكړه.
هيله ده چي دغه معلومات زمونږ ګرانو محـصلينو او محترمو بزګرانو ته ګټور ثابت شـــي تر څو په اينده كي زمونږ محـصولات (كرم) په ملي او بين المللي (نړيوالو) ماركيټونو كي ښـــه ماركيټ ولري.
مننه
ســــــميع الله (رحيمي)
كرم (Cabbage) :
د كــــــرم عــلـــــمي نوم Brassica Olereca L دي او ورايټي يي Capitata ده. كرم د Cole crop سبزيجاتو د ډلي مهم غړي دي كرم په ټوله نړۍ كښي خاص شهرت لري او د هغو سـبو له ډلي څخه دي چي پاڼې يي په خام او پاخه ډول سره استعماليږي.
د كرم پيدايښت او تاريخچه:
په عمومي توګه داسي عقيده موجوده ده چي د كرم اوسني كرنيز ډولونه د هغو وحشي ډولونو څخه منځ ته راغلي دي كوم چي د اروپا د قاري د ساحل په مختلفو برخو كښي د يونان څخه نيولي تر انګلســــتان پوري په تباشيري ډوله خاوره (Chalk Rock) كښـــي موجودي دي. د كرم څخه د ډيرو لرغونو وخت را پدي خوا بشر استفاده كوله.
د كرم علمي طبقه بندي:
Cabbage Scientific Classification |
|
Plantae – Plants |
Kingdom: |
Tracheobionta – Vascular plants |
Subkingdom: |
Spermatophyta – Seed plants |
Superdivision: |
Magnoliophyta – Flowering plants |
Division: |
Magnoliopsida – Dicotyledons |
Class: |
Subclass: |
|
Order: |
|
Brassicaceae – Mustard family |
Family: |
Brassica L. – mustard |
Genus: |
Brassica oleracea L. – cabbage |
Species: |
وحشــي كرم واښه ورته (Herbacious) او عمومآ څو كلن عمر لري مګر ځني وختونه دوه كلن وي. كرنيز كرم (Cultivated Cabbage) د عمر له حيثه دوه كلن دي چي په لمړي كال كي حاصل كوي او په دويم كال كي د ژمي د يخنيۍ وروســـته ګل او تخم توليدوي. د كـــرم كرنيز ډولونه يو له بله ډير توپير لري. هغوي د پاڼو د جسامت ، رنګ او همدا رنګه د سرونو (Heads) د جســـامت له نظره مختلف دي. كرم په پراخه پيمانه د يوي صحي غذا په څير مشهور دي.
کرم (Vitamin B) ، (Vitamin C) او معد نياتو خصـــوصآ كلسيم (Ca) له پلوه خـورا بډاي بريښي.
اقليمي اړتياوې (Climate) :
د افغانســتان طبيعي شرايط د كرم د روزني لپاره په زړه پوري بريښي. په افغانســـــــتان كښي د مختلفو ارتفاعاتو په استفادي كولو سره كيداي شي چي كرم د كال په هره مياشت كښي په تازه ډول وخوړل شي. كرم په سوړ بخن لوند اقليم كښي ښه وده كوي. كرم د سوړبخن موسـم (Cool Season) ســــبو په نوم شهرت لري. خو سره د دي هم د تودوخي په مختلفو درجو كښي د روزني توان لري.
د افغانستان په تودو سيمو كښي په ژمي او د پسرلي په لمړۍ برخه كښي توليديږي مګـر په سړو سيمو كښي د كرم حاصل د اوړي او مني په مياشتو كښي ماركيټ ته وړاندي كيږي.
د كرم د ويكفيلډ د ګروپ واړه سخت شوي بوټي تر (-9.4°C) پوري مقاومت كولي شـــي، مګــر د كوپن هاګن (Copenhagen) د ګروپ بوټي د (-7°C) څخه په ټيټه تودوخــه كښي مقاومت نشــــي كولي د كرم د روزني لپاره مياشتني اعظمي تودوخه د (15°) څخه تر (18°C) ده. منځنۍ تودوخه ښــائي چي د (24°C) څخه زياته نشي.
خاوره او د خاوري تيارول (Preparing the Soil) :
كرم په مختلفو خاورو كښي روزل كيداي شي. د ژر حاصـــــــل لپاره شګلني (Sandy) يا شـــــګلني لوم (Sandy Loam) خاوره غوره ده. د ناوخته لوړ حاصل لپاره د كلي لوم يا ســيلټ لوم خاوري څخه گټه اخستل كيږي.
په هغه ځايونو كښي چي اوبه ډيرې وي د كرم د روزني لپاره شګلني خاورې انتخابيږي، مګــــر په وچو ځايونو كښي كلي خاوره ښه نتيجه وركوي ځـــكه چي هغه د لندبل د ســـــاتلو توان لري. د كرم د روزني لپاره د خاوري PH د 6 تر 8 په شاو خوا كښي دي. پدي PH كښي زياته اندازه فاســفورس (P) د كرم د بوټو د استفادي وړ وي. خاوره بايد په پوره اندازه عضوي مواد ولري.
د سرې استعمال (Fertilizer Usage):
كرم د هغو سبو له ډ لي څخه دي دي چي زياتې اندازي سري خصوصآ د نايټروجن او پوټاشيم ســري ته ضرورت لري. څرنګه چي كرم ډيره بدني وده كوي او هغـــه د خلكو د اســـتفادي وړ ګرځي له دي كبله د خاوري څخه زياته اندازه غذائي مواد لري كوي.
بزګران وائي چي كه جوار د كرم څخه وروسته و كرل شي نو حاصل يي د هغو جوارو له حاصـــل څخه ټيټ وي كوم چي د جوارو پسي كرل كيږي.
د سري ډول او اندازه د خاوري په ډول او اقليمي شـــرايطو سره توپير كوي. په هغــه ځــاي كښــــي چي حيواني سره نه استعماليږي د كرم د وختي حاصــــل لپاره په يوه جريب ځمكه كښي د 16KgN، 7KgP او 13KgK د سري استعمال د سري ښه اندازه ده.
له ډيرو تجربو څخه وروسته دا ښكاره كيږي چي كوم كرم د حيواني ســــري په مقابل كښي ښــــه عكس العمل ښكاره كوي. د حيواني سري يا خـــاوري اصلاح كوونكو بوټو ګټه دا ده چي هغــه د وديز فصل په اوږدو كښي په تدريجي ډول نايټروجن د بوټو استعمال ته چمتو كوي.
د كرم بوټي د نيلو سطحي سيستم جوړوي چي د هغه په ښه ډول د شيندل شوي سرې څخه استفاده كوي ، د ښـــو نتيجو د لاس ته راوړلو لپاره ســـره بايد د (5-10cm) په ژوروالي د (Band) په ډول واچوله شي.
د بوټو توليد (Plant Production) :
په افغانســــــــــــتان كښـــــي د بوټو د توليد لپاره له مشـــــــخصو طريقو څخه اســـــتفاده كيداي شـــــي.
۱ - په تودو ســـــيمو كښي چي د كــرم حاصل يي په ژمي كښي رسيږي د كرم تخم دي د پټيو په مناسبو برخو يا ســــړو خونو (Cold frame) كي د اوړي په پاي كښــي يا په مني يا د ژمي په پيل كښي وكرل شي.
2- په سړو سيمو كښي د كرم تخم د ژمي په پاي يا د پسـرلي په پيل كښي په تودو خونو (Hotbeds) يا شنو خونو كښي وكرل شي او د څه ودي كولو څخه وروسته دي په مناسـب وخت كښي پټيو ته مستقيمآ انتقال شي.
3- غوره ده چي په تودو سيمو لكه ننګرهـــــــــار او لغــمان كي د كرم تخم د اوړي په پاي يا مني كي په مناسبو ځايونو يا سړو خونو كښي وكرل شي او د 6 څخه تر 10 اونيو وروســته دي پټيو ته انتقال شي.
د يوه جريب ځــمكي لپاره د تخم اندازه د تخم په ژونديتوب (Validity) ، د روزن ځـاي په پاملرني او د بوټو د روزني په طريقو پوري اړه لري. كه روزن ځاي په پوره غور ســـره په ښه توګه تيار شـــي نو د يوي ټاكلي اندازي تخم څخه به ډير بوټي لاس ته راشي.
د تيغ وهـــلو وړ نيم كيلو ګرام تخم د 8 جريبه ځمكي لپاره پوره اندازه بوټي توليدوي كه تخم په بهــرنيو روزن ځايونو كي وكرل شي او له هغه ځاي څخه مستقيمآ پټيو ته انتقال شي پدي صورت كښـي نيم كيلو ګرام تخم يوازي د څلورو جريبه ځمكې لپاره د ضرورت وړ شمير بوټي توليدولي شي.
د بوټو كرل او فاصله (Spacing and planting):
كه د كرم بوټي د انتقال تر مخه په ښـــه توګه ســـخت شوي وي نو په ټولو سـيمو كښـــــي چي يخ وهنه (Frost) يي ډيره سخته نه وي د كرم بوټي بايد په پســرلي كښي د وخته كله چي پټي كار كولو ته چمتو وي له تكثيري ساختمانو څخه پټيو ته انتقال شي.
سخت شــــوي بوټي تر (-5.6°C) او غير سخت شوي بوټي تر (-2.1°C) مقاومت كولي شي. په هغـــو ســـيمو كښي چي د يخ وهني خطر وركښي نه وي كرم هر وخت كښي پټيو ته انتقال كيداي شي پداســــي شرط چي اوبه او د ودي لپاره ورته مناسب شرايط مساعد وي.
د بوټو تر منځ فاصــــله د زياتي اندازي پوري د بوټو په ډول پوري اړه لري. واړه ډولـــونه له جــــرزي ويكفيلډ (Jersey Wakefield) او كوپن هاګــن (Copenhagen) د نهـالونو تر منځ (30-85cm) په فاصله كرل كيږي، او د قطارونو تر منځ فاصله يي 60-90cm وي.
غټ ډولونه په قطارونو كښـــي دننه د 50 څخه تر 55cm په فاصله وكرل شي. كه د كرم واړه يا متوسط ډولونه مطلوب وي نو د هغه واړه ډولونه دي بايد وكرل شـــي او يا دا چي د لويو ډولونو بوټي يي نژدي سره وكرل شي چي پدي صـــورت كښي په قطــارونو كښــــي دننه فاصـــله د (38cm) څخه ډيره نه وي (30cm په اندازه فاصله غوره ده).
للون (Weed Control) :
څرنګه چي كرم د نيلو ســـطحي سيستم لري له دي كبله ضرور ده چي د بوټو نيلي د للون په وخت كښي زيانمنې نشي. كله چي بوټي واړه وي يا خاوره سخته نه وي للون تر سـره كيږي. كله چي بوټي ډير غټ شي ښائي چي للون ډير سطحي وشي . د كرم ډيري ريښې د د ځمكي ســـــــــطحي ته نژدي د (5cm) په ژوروالي كښي پيدا كيږي.
كله چي بوټي واړه وي بايد په پوره اندازه للون تر سره شي تر څو د ځمكي د مخ د پاســـه د وچو وښــو پوښ (Mulch) وساتل شي او هرزه ګياه كنټرول شي. د بوټو د نيمائي ودي ورووسته چي هــــرزه ګياه په زياته پيمانه مضره نه وي للون مهم ندي.
د (Hoe) د آلي سره د لاس پواســـــطه خصوصآ په پسرلي كښي كله چي هرزه ګياه چټكه وده كوي للون ضروري وي. كله چي بوټي د سرونو په جوړلو پيل وكړي پدي وخت كښي بايد للون متوقف شي. د مني او پسرلي په فصلونو كښي دري للونونه ضرور دي ، مګر د ژمي په فصل كښي لږ للون تر ســره كيږي.
د كرم ډولونه (Cabbage Types) :
په نړۍ كښي د كرم زيات شمير ډولونه شته دي په 1915 ع كال كښي د كرم 243 ډولونه ثبت شوي وو. په افغانستان كښي د كرم د ډولونو شمير او يا دا چي د كرم ډولونه شته دي خو لا تر اوســـه معلوم ندي.
د کرم مختلف ډولونه په ٨ ګروپونو باندي ويشل شوي دي.
1- Wakefield and Winningstad group
پدي ګروپ كښي هغه كرم شـــامل دي چي واړه او څوكه ور وي. بوټي يي د وخته حاصــــل وركوي او د وختي حاصـــل د لاس ته راوړلو لپاره كـــرل كيږي. د دي ګـــروپ مشــــهور ډولونه د جوزي ويكفيلډ او چارليسټن ويكفيلډ څخه عبارت دي.
۲- Copenhagen Market group :
دا ګروپ خوصـآ د كوپن هاګن ماركيټ د شــــته والي له كبله خورا مهم دي د كوپن هاګن ماركيټ غټ او ګرد سرونه (Heads) لري. او په هر وديز فصل كښـي د وخته حاصـــــل وركوي. دا ډول كرم كلك ســـــرونه ، مغز (Core) ئي كوچني او لږې بانديني پاڼې (Outer leaves) لري. پاڼې يي كوچني او رنګ ئي شين وي.
3- Flate Dutch or Drumhead group:
د نورو ګروپونو څڅه د هوارو ســـرونو د تشكيل په ذريعه تشخيص كيږي دا ډول كرم متوسـط يا غټه وده لري او ډيرې باندينې پاڼې لري. د پاڼو رنګ يي شين دي ، ســــرونه يي لوي ، هـوار او جامد (Solid) دي.
د دي ګروپ مشهور ډولونه د Succession او All Head early څخه عبارت دي. او د سـړي هوا په مقابل كښي ډير مقاومت لري.
4- Savory group:
د دي ګروپ كرم د ګڼو او ګونجي (غونجي) شـــوو پاڼو په واســطه تشخيص كيږي. پاڼې يي تيز شين رنګ لري. د نومــــوړي ګروپ كيفيت تر نورو ګـــروپونو لوړ تخمين شــــوي دي، مګـــر د ســـــوداګرۍ زيات ارزښت نلري د دي ګروپ مهم ډولونه د Chieftain او Drumhead څخه عبارت دي.
5- Danish Ballhead group:
پدي ګروپ كښي د كرم خورا مهم ډولونه شـــــامل دي. د رســــيدلو بوټو وده يي متوسـطه ده او بانديني پاڼې يي لږې دي. رنګ يي شين دي. سـرونه يي كلك وي. دا ډول كرم زياته موده ســــاتل كيداي شـي. دا ډول كرم د تازه ماركيټ ، تخمر يا (Saure Krout) او د ذخيري لپاره غوره ګڼل كيږي. دا ډول كرم نا وخته پخيږي.
6- Alpha group Cabbage :
پدي ګروپ كښي د كرم ژر پخيدونكي ډولونه شـــامل دي. سرونه يي د ويكفيلډ په پر تله كوچني ، ګرد او ډير كلك دي. بوټي يي واړه او نژدي فاصله كښـــي كرل كيږي. دا ګروپ د ســـــوداګرۍ له نظره ښه ارزښت لري او مشــهور ډولونه يي د St. John Day او Badger Market په نوم ياديږي.
7- Volga group:
د دي ګروپ مهم ډول د والګا په نوم ياديږي. د پخــوالي په وخت كښي يي بوټي خورا غټ او څو بانديني پاڼې لـــــري. دا ډول كــــرم نا وخــــته پخيږي او په زياته پيمانه تر كـــرنې لاندي نه دي.
8- Red Cabbage group :
د كرم د نورو ډولونو څخه د زيات بانجاني سره رنګ په درلودلو سره تشخيص كيږي له بلي خوا هغه د ډنماركي توپ ډوله كرم ته زيات ورته والي لري ، مګر حاصل يي عمومآ تر هغه ټيټ وي. ځنې ډولونه يي د ډنماركي توپ ډوله كرم څخه مخكي او ځنې نور يي د هغه سـره يو ځاي پخيږي او مهــــــم ډولونه يي د Round Red Dutch او Large Red څخــــــه عبارت دي.
د كرم په بوټو كښي د بي وخته ګلانو جوړښت:
Premature seeding or bolting:
د عادي اقليمي شـــرايطو تر لاندي كرم او يو شـمير نور دوه كلن سابه په لومړي كال كښـي بدني وده كوي او په دويم كال كښـي د ژمي د سړي هـــوا ســـره د مخامخ كيدو وروســــته د ګلانو په جوړښت پيل كوي كله داســــــي پيښيږي چـي كه كرم په مني (په تودو سميوكي) يا پسرلي (سړو سيمو) كښي نا وخته وكرل شي په اتفاقي ډول د ســــړي هوا د راتګ له كبله كه تاكلي موده دوام وكړي هغـــــه ګل كولو ته چمتو كيږي پدي توګه كرم د بدني ودي په عوض په لومړي وديز فصل كښي ګلونه تشكيلوي او باغوانانو ته ډير اقتصادي تاوان رسـيږي. د ګل كولو توان د سړو سره د مخــــامخ كيدو په وخت كښــــــي د كرم د بوټو په غټوالي پوري اړه لري. واړه بوټي چـي د پاڼو پراخوالي يي د (2.5-3cm) څخه زيات نه وي تر 6 مياشتو پوري په ټيټه تودوخه كښي ګل كولو ته نه چمتو كيږي. كه بوټي غټ او د پاڼو پراخوالي يي د (5-7cm) پوري وي پدي صورت كښي د (5-10°C) كښي د (30-60) ورځو لپاره مخامخ شــــي نو زيات شـــــمير ئي د ګلانو ســـــاقي جوړوي. هر څومره چي د ســـــړو دوام زيات وي په هغه اندازه زيات بوټي د ګل كولو توان پيدا كوي.
د كرم ډولونه يو د بل په نســــــبت د ګل د تشكيل له نظره توپير لري. د ګوپن هاګن ماركيټ ډول د جرزي ويكفيلډ د ډول په نســـبت د ګل كولو سره ډير حســــاسيت لري. د بي وخته ګلانو د توليد د مخنيوي لپاره ښائي چي:
ü د ګلانو د جوړښت په مقابل كښي مقاوم ډولونه وكرل شـي.
ü بوټي دي ډير وختي په پټيو كښــــــي نه كـــــرل كـــــــيږي.
ü وختي دي د بوټو د بدني ودي د تحريكولو څخه ډډه وشـي.
هير دي نه وي چي د جبريلين هارمــون د ګلانو په جوړښت كښي د ســـــړي هوا د اغيزو عوض كيداي شي. جبريلين د هغو طبيعي موادو د پاره عوض كيږي كوم چي ســړي هوا له كبله په بوټو كښي توليديږي. د جبريلين په استعمال سره د نسلګيرۍ پروګرامونه په لنډه موده كښي تر ســـره كيداي شي.
په رسيدلو بوټو كښي د ګلانو جوړښت:
د يو لړ تجربو څخه ښكاريږي چي كه د كرم رســـــيدلي بوټي په مني كښي د ســـړو د راتګ څخه مخكي په شنه خونه كښي د (15-21°C) كښي واچول شي ګلان نه كوي ، مګر كه د شـني خوني د تودوخي درجه د (9-14°C) پوري وي ګلان او تخم تشكيلوي.
د ګلانو د جوړښت لپاره په مساعدو شرايطو كښي د كرم د بوټو وده دوامــــداره بڼه نيســــي او د ځانګړو بوټو څخه په مختلفو وختونو كښي څو حاصلات لاس ته راتلاي شي.
له پټيو څــــــــخه د كـــــــرم راټولول (Harvestion Cabbages) :
كله چي د كرم ســرونه په كافي اندازي پيړوالي ته ورسيږي بايد له بوټو څخه را پري كړي شي ، ځكه چي د سوداګرۍ لپاره زيات ارزښت لري.
په وديز فصل كښي متوســط پخيدونكي ډولونه (Mid Season) او نا وخته پخيدونكي ډولونه تر هغه نه شكول كيږي تر څوچي ئي سرونه مكمل او ســـخت نشي. د كرم سرونه په غټ چاكو سره له بوټو څخه جلا كيږي. د شكولو په وخت كښي بايد د كرم ســــرونه ټپي نشي. كرم بايد د (2-3) تاويدونكو (پيچونكو) پاڼو (Wrapper leaves) ســــره پري كړي شي ، ځــكه چي دا ډول پاڼې سرونه له ټپي كيدو او مړاوې كيدو څخه ساتي.
د كرم مطلوب ســــرونه د (1.1-2.2Kg) پوري وزن لري خــو وړو ســــرونو ته يي ډيره ترجيح وركول كيږي.
ساتنه ((Storage of Cabbage:
كه د افغانســــتان د مختلفو ارتفاعاتو څخه ګټه واخستل شي كيداي چي د كرم د زيرمي كولو څخه پرته د كال په هره مياشت كښي په تازه ډول استفاده وشي. سره د دي هم د كرم ســــاتنې ته ځنې وختونه ضرورت پيښيږي. په ساتن ځاي كښي د كرم د ساتنې لپاره ضـــروري شــــرايط په لاندي ډول دي. کرم د (5-6) مياشتو پوري په 0°C په (98-100%) نســـبتي لندبل کښي ذخيره کيداي شي.
§ د ســــــاتني لپاره دي د كرم مناسب ډول انتخاب شي.
§ كرم بايد له هر ډول ناروغيو يا ټپونو څخه خالي وي.
§ كرم دي د كنګل كيدو نقطي ته نژدي يو شان (Uniform) تودوخه كښي وســــــاتل شي.
§
منځنۍ اندازه لندبل چي د مړاوي كيدو مخنيوي وكړي د كرم په ساتنه كښي زيات ارزښت لري.
نتيجه ګيري
د کـــرم علـــمي نوم Brassica olereca L او ورايټي يي Capitata ده. کرم د Cole crop د ســـبزيجاتو د ډلي مهم غړي دي. د کرم اوسني کرنيز ډولونه د هغو وحشــي ډولونو څخه منځ ته راغلي دي کوم چي د اروپا د قاري د ساحل په مختلفو برخو کښــــي چي د يونان څخـــه نيولي تر انګلستان پوري په تباشيري ډوله خاوره کښي موجود دي.
وحشي کرم واښه ورته (Herbacious) او عمــومــآ څو کلن عمر لري ، مګر ځنې وختونه دوه کلـــن وي. کرنيز کـــــرم (Cultivated Cabbage) د عمــــرله حيثه دوه کلـــــن دي. کـــــرم د Vitamin B ، Vitamin C او معدنياتو خصوصآ کلسيم له پلوه خورا اهميت لري.
کرم په سوړ بخن لوند اقليم کښي ښه وده کوي د کرم د روزني لپاره مياشـــتني اعظمي تودوخه د 15°C څخه تر 18°C پوري ده. کرم په مختلفو خــــاورو کښي کرل کيږي خو د ژر حاصـل لپاره شګلنه خاوره يا شګلنه لوم خاوره (Sandy loam) غوره ده. او د نا وخته حاصـــل لپاره د کلي لوم يا سيلټ لوم خاورى څخه ګټه اخستل کيږي.
د کرم د روزني لپاره د خـــاوري PH د (6-8) پوري دي. کرم د ســـري زياتي اندازي ته ضرورت لري خصوصآ د نايټروجن او پوټاشيم سرو ته. په هغه ځاي کښي چي حيواني سره نه استماليږي د کرم د ښه حاصل لپاره په يوه جريب ځــــمکه کښي د 16KgN ، 7KgP او 13KgK ســــرې استعماليږي. د کرم د بوټي په سړو خونو (Cold frame) او تودو خونو (Hot beds) کښــــي توليديږي.
د تيغ وهــــلو وړ نيم کيلو ګرام تخم د ٨ جريبه ځمکى لپاره کفايت کوي او که تخم مســــــتقيمآ په روزن ځاي کښـــي وکرل شــــي نو د نيم کيلو ګرام تخـم د ٤ جريبه ځمکى لپاره نيالګي توليدوي.
د کـــــرم د واړه ډولونو بوټو تر منځ (30-45cm) پوري فاصــله او د قطارونو تر منځ يي (60-90cm) فاصله او د غټو ډولونو د قطـارونو دننه يي (50-55cm) فاصله ضرور ده.
په کرم کښي بايد سطحي للون (Weed Control) وشــي ځکه چي د کرم اکثره ريښي د ځمکي په (5cm) کښي موقيعت لري.
کله چي د کرم سرونه په کافي اندازي پيړوالي ته ورسيږي بايد له بوټو څخه پري کړي شي او يا هغه وخت له بوټو څخه پري کړي شي چي مارکيټ ته آمــــاده وي. د کـــرم مطلوب ســـــــرونه د (1.1-2.2Kg) پوري وزن لري.
ما ًخـــــــــذونه (References) :
1- حــــــمزه خيل ، نورګل ، 1363 ، د ســـــــبو روزنه ، د کابل پوهــــــنتون خپرونې ، ص ص 204-195 .
2- دانشور ، محمد حسين ، چاپ سوم ، 1383 ، پرورش ســبزي ، انتشارات دانشـــــــــګاه شهيد چمران ، ص ص 344-342 .
3- ظاهريان ، ګل احمد ، 1388 ، لکچر نوټ ، د ســـــــــبو توليد ، د کابل پوهنتون خپرونې ، ص 20 .
4- Http://www.google.com
5- Http://www.wikipedia.com