دلوړوزده کړووزارت
دکابل پوهنتون
دکرنې پوهنځۍ
دباغدارۍ څانګه
د قلمو په ذريعه د انگورو د تکثير لارې چارې
ترتيب کوونکى: غيرت الله (يوسفزى)
د سيمينار استاد: پوهنوال نورالدين (قاسمي)
لارښود اسـتــاد :پوهنمل مسعود (سعيد)
نيټه ١٣٨٨ه ش
سريزه
انگور د افغانستان د ملي اقتصاد په ملي پياوړتيا او د خلکو په خوراک کې ستره ونډه لري. همدا اوس د افغانستان ٧٠٥٠٠ هکتاره ځمکه کې انگور روزل کيږي چې د هغوى د يو کال د توليد اندازه ٥٠٥٠٠ مټريک ټنه اټکل شوې ده.
سره ددې چې افغانستان کې تر اوسه پورې د انگورو د روزنې او د انگورو د محصولاتو د سمون او ساتنې لپاره د کرهنې عصري تکنالوژي په ډاډمنه توگه په کار نه ده وړل شوې.
د افغانستان د انگورو ډولونه د Vinfera په شپيشز پورې اړه لري، افغانستان د نوموړي انگورو د اصلي ټاټوبي څخه گڼل کيږي چې په کې د نوموړو انگورو د روزنې لپاره اقليمي شرايط په زړه پورې دي چې د دې اقليمي شرايطو څخه هم اوږد، نوری او وچ دوبى او نسبتاً سوړ ژمى دى چې البته د Vinfera انگور په کې په زړه پورې وده کوي.
د دې لپاره چې په افغانستان کې د انگورو روزنه يوه علمي بڼه غوره کړي او په يو هکتار ځمکه کې د انگورو د توليد اندازه د نړۍ د نورو هيوادونو سره سيالي وکړي بايد د انگورو د روزنې او ساتنې لپاره عصري کرنيزه تکنالوژي په کار واچول شي.
په افغانستان کې انگور په تجارتي ډول د پروان، قندهار، هلمند، جوزجان، هرات او غزني په ولايتونو کې روزل کيږي
څرنگه چې په هيواد کې انگور لومړنۍ ميوه ده چې هم يې کرل په تجارتي ډول اهميت لرونکي او هم يې حاصلات د اهميت لرونکي دي نو له دې کبله د انگورو کرل په افغانستان کې زيات شي نو لازمه خبره ده چې د انگور د تکثير لپاره د يوې داسې طريقې څخه کار واخستل شي چې په لږه ساحه او کم وخت کې د انگورو زيات تعداد نيالگي توليد شي او هم يې د ميوې کيفيت او کميت غوره او په زړه پورې وي او د والدينو خواص او صفات په کې په مکمل ډول سره وجود ولري. سره له دې چې کوم ارثي بدلو ن په کې رانه شي او د في واحد حاصل يې لوړ شي.
د انگورو تاريخچه
د انگورو تربيه او روزل په نړۍ کې ډير زوړ تاريخ لري، د انگورو تاريخ دا هم څرگندوي چې نوموړې ميوه د ميلاد څخه ٢٤٤٠ق م کاله د مخه د مصر خلکو روزله او گټه يې ورڅخه اخستله او همدارنگه په شمالي امريکا او اروپا کې د انگورو د پاڼو او تخمونو د پاتې شونو څخه داسې څرگنديږي چې نوموړې پاتې شونې او بقاياوې د جيالوژيکي دورې په دريم پړاو پورې اړه لري.
انگور د لومړي ځل لپار ه په منځنۍ اسيا او تورې بحيرې او کسپين بحيرو په جنوب کې او ښايې افغانستان کې پيدا شوي وي چې نوموړې سيمې يواځې د Vitis Vinfera د انگورو اصلي او مورنى ټاټوبى بلل کيږي چې نوموړې نوعه د نړۍ د ټولو انگورو په سلو کې ٩٠ برخې تشکيلوي .
د انگورو تقسيميدل د نړۍ نورو برخو ته د مذهبي عقيدې له مخې د هغوى استعمال پورې اړه لري د مثال په ډول کوم قسمونه چې په تازه او د مميزو په ډول خوړل کيده ايران، افغانستان، پاکستان، هند او د افريقې شمالي برخو ته تيت شول خو د انگورو هغه قسمونه چې شراب ورڅخه جوړيږي ٦٠٠ کاله د ميلاد څخه دمخه لومړى يونان، ايټاليا بيا فرانسې او په اخر کې جرمني ته يو وړل شو چې نن ورځ د نړۍ د لس مليونو هکتارو څخه زياتو ځمکو کې انگور کرل کيږي.
د انگورو طبقه بندي
د انگورو طبقه بندي په دوه ډوله يعنې تکسانوميکي او په هارټيکلچري توگه سرته رسيږي چې هر يو ډول يې په لاندې توگه بيانيږي
١. د انگورو تکسانوميکي طبقه بندي:
انگور د Rhamnales په Order د Vitacae په کورنۍ او دوه جنسونو يعنې Munsominiana او Vitis پورې اړه لري او د Vitis جنس پورې ٦٠ نوعې اړه لري. د Vitis جنس په دوه فرعي جنسونو تقسيم شوى دى چې يو يې د Euvitis او بل يې د Muscadiana څخه عبارت دى.
د انگورو علمي نوم Vitis vinifera دى چې د نړۍ د ټولو اهلي انگورو په سلو کې ٩٠ برخې تشکيلوي.
٢. د انگورو هارټيکلچري طبقه بندي:
د استعمال له مخې انگور په څلورو برخو تقسيم شوي دي چې هر يويې په لاندې ډول سره دي
الف.. تازه انگور
ب.. د مميزو انگور
ج. . د شربت انگور
د. . د قطى کولو انگور
د انگورو د تکثير مختلفې طريقې
په افغانستان او د نړۍ په نورو هيوادونو کې انگور په مختلفو طريقو سره تکثير کيږي چې هره طريقه يې فايدې او نواقص لري.انگور د تخم، قلمې، پيوند او ليرنگ په ذريعه تکثير کيږي. که چيرته انگور د تخم په ذريعه تکثير شي نو هغه نيالگي چې د تخم په ذريعه تکثيريږي ځنې نيمگړتياوې لري چې په لاندې ډول دي .
تخم څخه په لاس راغلى تاک ژر په ميوه نيولو نه راځي ، د تخم څخه په لاس راغلى تاک خپل جنس نه ورکوي ، هغه نيالگى چې د تخم څخه زرغونيږي د ميوې کيفيت او کميت يې خراب وي .
نو له همدې کبله د انگورو تکثير د تخم په واسطه د بزگرانو لخوا نه غوره کيږي بله دا چې ځنې داسې انگور شته چې تخم نه توليدوي لکه کشمشي انگور چې تخم نه لر ي نو داسې تکثير په زوجي ډول هيڅ امکان نه لري. د پورتنيو نقطو په نظر کې نيولو سره د انگور د زوجي تکثير څخه ډډه کيږي او بزگران يې نه خوښوي.
د قلمو په واسطه د انگورو تکثير
په افغانستان کې ځنې ميوه لرونکې او ځنې بې ميوې ونې د قلمو په واسطه تکثير کيږي. انگور که څه هم په نورو طريقو سره تکثير کيداى شي مگر په افغانستان کې يې عمومي ډول د قلمو په واسطه تکثير دى.
د قلمو په واسطه تکثير ډيرې گټې لري چې په لاندې ډول دي.
1. د قلمو په ذريعه تکثير ارزانه، چابک او اسانه وي .
2. قلمې د پيوند په شان د تکثير مخصوصو طريقو ته اړتيا نه لري .
3. په قلمو کې د پيوند او نيله بوټي Root stock تر منځ د نه موافقې يا Incompatibility پرابلم موجود نه وي .
4. نوي بوټي له هر حيثه مورني بوټي ته ورته وي.
مخکې له دې چې قلمې په باغونو کې وکرل شي د يو کال لپاره په بوزغليو کې روزل کيږي تر څو چې هلته څه نا څه وده وکړي او نيلې اوباسي او په دوهم کال باغونو ته انتقاليږي .
په بوزغلي کې د انگورو کرل ( قلمو کرل) څو گټې لري چې په لاندې ډول دي .
A. د لږې زراعتي ساحې استعمال د دې امکان پيداکوي چې لومړى کال د قلمو، اوبه خور، امراض، حشرات، هرزه گياوې او سرې ورکولو ته په خاصه توگه پاملرنه وشي
- څرنگه چې قلمې په بوزغلي کې گڼې کرل کيږي د يو کال لپاره لږه زراعتي ساحه له کاره اوځي .
C. د بوزغلي څخه د قلمو د انتقال نه وروسته په باغونو کې د کرلو لپاره په مناسبه فاصله د انگورو د بوټو موجوديت تامينيږي .
د قلمو لپاره د ونو انتخاب
د قلمو لپاره بايد د داسې تاکونو څخه واخستل شي چې سالم، قوي او ښه پاخه شوي وي. همدارنگه د قلمو لپاره ښه تاک هغه تاک دى چې رسېدلى وي، ښه وده يې کړي وي، منځنۍ اندازه ميوه يې توليد کړې وي او دمني د سړې هوا لخوا تاواني شوي نه وي.د انگورو له هغه تاکونو څخه قلمې وانه خستل شي چې په تندي او نباتي ناروغيو سره مخامخ شوي وي او يا دمني په سرکې د حشرو په واسطه پاڼې لوڅې شوي وي او يا د سړې هوا په واسطهيې زيان ليدلى وي. همدارنگه د افغانستان په زياتو سيمو کې د انگورو د ميوې د راټولول څخه سمدستي وروسته باغونو ته حيوانات خوشې کوي.
تاکونه له پاڼو څخه د هغوى پواسطه لوڅيږي چې البته له نوموړو تاکو څخه هم بايد قلمې جوړې نه شي ځګه چې لاندې نواقص لري .
د قلمو د زخمي کيدو سبب گرځي ، د تاک پنډکونه له منځه ځي ، نوموړو تاکونو کې غذايې مواد کم جوړيږي .
د يو کلنو يا دوه کلنو تاکونو څخه بايد قلمې جوړې نه شي ځکه د هغوى لرگي خام وي. د انگورو هغه تاکونه چې په منځني ډول توده سيمه کې روزل شوي وي ښه پخيږي او ښه تغذيه کيږي چې له هغوى څخه په زړه پورې قلمې په لاس راتلاى شي مگر په تودو سيمو کې د روزل شوو تاکونو څخه هم بايد قلمې جوړې نه شي. او همدارنگه يو باغ بايد يواځې له يو ډول انگورو څخه جوړ شي او د انگورو څو ډولونه په کې ونه کرل شي.
بايد ووايو چې د انگورو په تاکونو کې کله ناکله داسې ارثي تغيرات چې کيداى شي د دې بدلون په اساس د انگورو د تاک يوه برخه به داسې تغير وکړي چې ميوه يې د تاک د نورور برخو څخه فرق ولري او ځانگړي جوړښت او خواص ولري چې نوموړې عمليه د Mutation په نوم ياديږي
بزگران بايد تل د داسې تغيراتو څارنه وکړي ځکه چې ځنې وختوه د ارثي خواصو تغير په واسطه داسې تاکونه منځته راځي ې ډير اعلى خواص په نورو تاکونو کې نه ليدل کيږي او هغه حتماُ تکثير شي تر څو بايد د دې تغيراتو څخه په زړه پورې استفاده وشي او د انگورو يوه نوې ورايټي رامنځته شي .
د تکثير لپار د قلمو انتخاب
قلمې بايد د تاک د استراحت په وخت کې واخستل شي څو ورځې وروسته له هغې چې د انگورو تاکونه پاڼې له لاسه ورکړي او يا څو او نۍ پخوا تردې چې په پسرلي کې تاکونه په وده پيل وکړي ور ځنې اخستلاى شي ځکه چې ښايې کمزورې او ناروغې قلمې د ژمي د سړې هوا په واسطه په ژمي کې مړې شي. بايد کوښښ وشي چې د اخستلو او خوښولو تر منځ وخت کې قلمې لمندې وساتل شي او وچې نه شي. قلمې بايد د رسيدلو، ښه تغذيه شوو، د منځني اندازې غټوالي او لنډو بند لرونکو يو کلنو نودو څخه جوړې شي، د نودو د بندونو د ډير لندوالى د ناروغى او کمزورتيا نښه ده او د نودو د بندونو اوږودوالى د چټکې ودې څخه نمايندگي کوي. هغه نودي چې پلن اړوخونه لري د قلمو لپاره يې بايد له استعمال څخه ډډه وشي .
د قلمو اخستلو لپاره بايد داسې نودي غوره شي چې خارجي پوستکى يې پاک او صاف وي او د انگورو د ډول اصلي رنگ يعنې تيت نصواري يا گلابي ډوله نصواري رنگ ولري او چې کله غوڅې شي نو داسې پوستکى يې شين، کلک او له خوږوبي ډک وي. قلمې بايد د نودو له منځنيو برخو څخه جوړې شي ځکه چې د نودو څوکې او بيخونه لږ زيرمه شوي غذايې مواد لري.
د انگورو د قلمو تيارول
هغه قلمې چې په بوزغلي کې د يو کال لپاره روزل کيږي بايد د يو څخه تر يو نيم (١.٥-١) سانتي متر پنډوالى او اوږودوالى يې د (٤٦-٣٦سانتي متر پورې ورسيږي چې د نوموړي طول څخه بايد قلمې کوتانه وي. د پيوند بوټي لپاره قلمې بايد څوکو کې ٦.٤ ملي مترو څخه لږ پنډوالى و نه لري. د قلمو اوږودوالى د خاورې په ډول پورې اړه لري د مثال په ډول په شگلنو خاورو کې اوږدو قلمو ته اړتيا ده څو د خاورې له ژور لمدوالي څخه گټه واخلي
د افغانستان په ځينو سيمو کې چې د اوبو کموالي ستر عامل دى د يو متر په اوږودوالي سره اوږدې قلمې هم استعماليږي.
د قلمې بيخ بايد زخي يا بند ته ډير لنډ گرد غوڅ شي ځکه چې که چيرته د زخې يا بند څخه لږ ټيټ غوڅ شي نو بايې زخم په اسانۍ سره نه جوړيږي د قلمې څوکه بايد د ١٩-٢٥ ملي مترو پورې له زخې يا بند څخه پاس د ٤٥ په زاويو سره ريونده غوڅه شي. د قلمې د څوکې ريونده غوڅونه دوه گټې لري، لومړى دا چې د خښولو په وخت کې له سړي سره مرسته کوي چې قلمې سرچپه خښې نه کړي او دويم دا ې د پسرلي د بارانونو په وخت کې دقلمو د څوکو په ټپونو کې د باران څاڅکي راټوليدلى نشي چې په دې ډول د فنگسونو د تکثير او فنگسي ناروغيو څخه مخنيوى کيږي .
د قلمو د تيارولو مناسب وخت
په عمومي توگه د انگورو قمې په داسې وخت کې له تاکونو څخه اخستل کيږي چې هغوى د استراحت په حال کې وي په خارجي هيوادونو کې عموماً د انگورو قلمې د مني په پاى يا د ژمي په سر کې له تاکونو څخه اخستل کيږي
که چيرته په وديز فصل کې د تاکونو وده په درست ډول سره سرته نه وي رسيدلي او ساقې يي په پوره ډول سره کلکې شوي نه وي نو غوره به داوي چې تر هغه وخته پورې د قلمو تيارول وځنډول شي چې تر څو د سړو خطر له منځه ولاړ شي ځکه چې د نابالغو تاکونو په ژمي د سړو په واسطه له منځه ځي او مړه کيږي او د کرلو په وخت کې بايد د قلمو لپاره استعمال نه شي.
د تاکونو څخه د پريکولو وروسته ښايې د قلمو د وچيدو مخه ونيول شي، څرنگه چې د افغانستان په سړو سيمو کې ژمى د يوې خوا ډير سخت او د تاکونو د ځينو څانگو د وچيدو خطر موجود دى او د بلې خوا د قلمو د ساتلو وسايل هم نشته نو شه به داوي د استراحت په حال کې وي او د قلمو د کرلو وروسته هوا ورو ورو ودې کولو ته مساعده شي.
د قلمو بنډل کول او ساتل
په خارجي هيوادونو کې د لويو باغونو د بوزغليو د احداث لپاره قلمې د مني په پاى کې يا دژمي په پيل کې د تاکونو څخه غوڅوي بيايې د ساتلو لپاره بنډل کوي چې هر بنډل کې سل يا دوه سوه قلمې موجودې وې په داسې حال کې چې د قلمو بيخونه يو طرف ته او سرونه يې بل طرف ته وي او نوموړي بنډلونه د دوه سيستمونو پواسطه تړل کيږي او په هر بنډل کې يوه پيژند پاڼه يا ليبل ږدي چې په نوموړې پايه کې د انگورو ډول د قلمو شمير د لاسته راوړلو ځاى او نور اړونده معلومات ليکل شوي وي که چيرته د تاکونو څخه پريکړل شوې قلمې د زيات وخت لپاره ساتل کيږي په دې صورت کې په نسبتاُ ساړه ځاى کې چې نه ډير وچ او نه ډير لوند وي (مناسب رطوبت) ولري اچولى شي.
په هيڅ ډول شرايطو لاندې بايد قلمې په ازاده هوا کې و نه ساتل شي، د سانتي گراد (٧-٥) سانتي گراد کې په لندو شگو يا د ارې لانده بور کې قلمې خښوي او سړو ځايونو کې ساتي چې د ساتلو د ا کار ښه نتيجه ورکوي که د ساتنې ځايونه موجود نه وي کيداى شي چې قلمې په ذخيره خانه کې د لندو شگو په ډيري کې وساتل شي، غوره به داوي چې د شگو ډيري د لرگيو په تختو، وښو او نورو هغه شيانو سره چې د شگو په وچيدو يا ډيرې تودوخې مخه نيسي وپوښل شي، دا ډول اقدام هغه وخت چې کله قلمې په پسرلي کې ناوخته کرل کيږي، په گرم ځاى کې د قلمې مخکې له دې چې نيلې تشکيل کړي په وده پيل کوي چې په نتيجه کې د هغوى تکثير د ناکامۍ سره مخ کيږي، که چيرته قلمې يو څو اوونۍ ساتل کيږي هغوى بايد ٦-١٠ سانتي مترو په ژوروالي سره په هغه چقوره کې چې زيم يې وتلى وي پټې شي. که خاوره ډيره شگلنه وي نو لازم دي چې په هغو باندې په تودو ورځو يو څه اندازه اوبه وساتل شي.
په گرمو او بې زيمو خاورو کې د قلمو د کرلو غوره وخت هغه دى چې کله قلمې تيارې شي او په وچو تودو سيمو کې لکه جلال آبادکي کيداى شي چې قلمې د بوزغليو په خاورو کې چې زيم يې وتلى دى وساتل شي
د بوزغلي احداث او ساتنه
قلمې لومړى بايد چې په بوزغلي کې وکرل شي او په مستقيم ډول د هغوى څخه د انگورو باغ جوړ نشي ځکه چې شايې د ځينو پيښو له کبله په باغ کې يو شمير قلمې وچې او په قطارو کې ناغه توب منځته راشي نوموړى ناغه توب بيا يو کال وروسته د نورو قلمو په واسطه ډکيدلى شي خو د نوموړو باغو تاکونو سره په يو وخت کې ميوه توليدولى شي او د نورو کرنيزو عملياتو لکه ښاخه بورې دوا پاشلو او داسې نور وخت کې ستونزې رامنځته کوي د بوزغلي خاوره بايد ريگي (Sandy loam) لومي خاورې وي. په بوزغلي کې د انگورو قلمې د قلمې د څوکې څخه تر دويمې زخې پورې ژورې کرل کيږي. په ګرمو سيمو او قوي خاورو کې په بوزغلي کې د قلمو تر منځ فاصله بايد ٥ سانتي متره او د قطارونو ترمنځ فاصله ١٢٠ سانتي متره وي په سړو سيمو او کمزورو خاورو کې د قلموتر منځ فاصله ٧.٥-١٠ سانتي مترو پورې وي. د دې لپار ه چې د مني د سړې هوا د را رسيدو څخه پخوا له قلمو څخه رسېدلې تاکې توليد شي بايد په پسرلي کې او د دوبي په لومړي وختونو کې قلمې ته ژر ژر اوبه ورکړل شي او د دوبي وروستي وختو کې د هغوى په خړوبولو کې ځنډ را نه شي او ٦ يا ٨ اونۍ پخوا له دې چې وده يي ودريږي بايد اوبه بالکل ورنکړى شي.
کله چې قلمو نيلې توليد کړې او پوره نوده گي توليد شي نو د څوکو زخې نژدې د پولو (Mud) خاورو له تاک څخه جلا او لرې شي تر څو په نوموړې نقطه کې نيلې توليد نه شي. قلمې په لومړي وديز موسم کې په بوزغلي کې نودې توليدوي او له دوه زخو څخه نوې نودې توليدوي په مني کې د پاڼو د توئيدو وروسته او يا په راتلونکي پسرلي کې پخوا تر دې چې وده پيل شي نيلې لرونکې کوچنۍ تاکې ويستل کيږي او هغوى د ٢٥ يا ٥٠ په شمير سره يوځاى د بنډل په توگه تړل کيږي او د انگورو اصلي باغ (ځاى ته) انتقاليږي. تر ايستلو وروسته بايد ډير پام وشي چې د تاکونو نيلې وچې نه شي.
د انگورو په باغ کې تر کرلو وروسته او له کرلو مخکې بايد د کوچنيو يو کلنو تاکونو ټولې نودي په بيخ کې غوڅې شي او يواځې يوه نوده د دوه زخو په اوږودوالي سره لنډه شي.
که چيرې په بوزغلي کې قلمو داسې تاکونه توليد کړي وي چې د هغوى د نودو اوږودوالي تر ١٥ سانتي مترو او پنډوالى ٣.٣ سانتي مترو څخه لږ وي بايد نوموړې تاکې د بوزغليو څخه ونه ويستل شي.
په قلمو باندې د هارموني موادو استعمال
په قلمو باندې د هارموني موادو استعمال خصوصاُ (Auxine) د قلمو د نيلو په تشکيل کې حياتي اهميت لري Indole Butaric Acid او Neptholine Acitic Acid هغه مصنوعي اکسينونه دي چې د نيلې په تشکيل کې په زړه پورې برخه اخلي چې Indole Butaric Acid په عمومي ډول زيات استعماليږي ځکه چې هغه د قلمو لپاره په مختلفو غلظتونو کې زهري ندى او د يو زيات شمير بوټو د قلمو څخه د نيلو راوتل تحريکوي ځنې نوموړي کيمياوي مواد د پوډر په شان په شوکاڼي (Tale) کې اچول شوي وي او د قلمو بيخونه د کرلو تر مخه ورکې غوټه کيږي نوموړي هارموني مواد په خالص ډول هم پيداکيږي او د بوټو تکثير کونکى کولاى شي چې د خپل خواهش په مطابق غليظ محلول يا پوډر ورڅخه جوړ کړي. قلمې په مختلفو طريقو له اکسينو سره معامله کيږي چې هره طريقه په لاندې ډول ده
- د پوډرو په شکل د اوکسين استعمال: په هر اکسين لرونکي لوښي باندې د هغه د استعمال لارښوونه معمولاً ليکل شوى وي. هغه قلمې چې په سختۍ سره نيلې اوباسي بايد د اکسينونو زيات غلظت سره او هغه چې په اسانۍ سر هنيلې اوباسي د اکسينونو د لږ غلظت سره معامله شي خو د انگورو په قلمو کې بايد اکسين د لږ غلظت سره استعمال شي د قلمو بيخونه د اکسين د استعمال په وخت کې بايد تازه غوڅ شي او د معامله کولو په وخت کې د اکسين په پوډرو کې غوټه شي او د غوټه کېدو څخه مخکې بايد قلمې په اوبو کې لمدې شي تر څو چې د غوټه کېدو په وخت کې پوره اندازه اکسين ورپورې ونشلي او د معامله کيدو څخه وروسته بايد قلمې فوراُ وکرل شي.
- د اکسينو د رقيق محلول طريقه: په دې صورت کې د قلمو بيخونه په رقيق محلول کې د ٢٤ ساعتو لپاره ايښودل کيږي. د خالص اکسين ١٠٠ ملي گرامه په ١٠ ملي ليټره الکولو کې حل کړى شي بيا نوموړى محلول په يوليتر اوبوکې اچوي چې په دې ترتيب I.B.A محلول چې په يو مليون برخو کې يې غلظت ١٠٠ برخې دي په ااسانۍ سره جوړيږي
- د اکسينو د غليظ محلول استعمال :غليظ محلول پچې په يو مليون برخو کې د ٥٠٠-١٠٠٠٠ پورې برخې لري په دې ډول محلول کې د قلمو بيخونه د لنډ وخت يغنې ٥ ثانيو پورې اايښودل کيږي. د دې نه علاوه د انگورو هغه قلمې چې د جست (Zn) سره ورته اچول شوي وي د ښه کيفيت ډيرې نيلې تشکيلوي دا ځکه چې جست په بوټو کې اکسين زياتوي.
که چيرته هارموني مواد په زياته اندازه استعمال شي د قلمو د ژوبليدو سبب کيږي. له زياتې اندازې اکسين د قلمو د زخو د انکشاف مانع گرځي. په همدې ډول زيات اکسين د پاڼو زيړوالى، توليد، د ساقو د توروالي او د هغوى د مړينې سبب گرځي. د ځينو ونو قلمې د اکسين د استعمال وروسته ښې نيلې وباسي.
اکسين بايد تازه په تازه استعمال شي د اکسين زاړه محلولونه زهرناک خاصيت غوره کوي، په شوګاڼي کې اچول شوى اکسين د څو مياشتو لپاره خپل فعاليت ساتلى شي.
د پيوند شوو قلمو کرل
د انگورو د تاکونو د کرلو مسافه په يو شمير عواملو لکه د انگورو ډول، د انگورو د ميوې استعمال د خاورې قسم، د سيمې تودوالى، د روزنې سيستم او داسې نورو پورې اړه لري.
د نړۍ په نورو هيوادونو کې د انگورو د تاکو د قطارونو ترمنځ مسافه ٣-٤ مترو پورې او د تاکونو تر منځ مسافه يې د ٢.٥-٣.٥ مترو پورې رسيږي.
په افغانستان کې د انگورو د تاکونو مسافه د هيواد په بيلا بيلو سيمو کې توپير لري د مثال په ډول په کندهار کې د انگورو د قطارونو تر منځ فاصله ٣.٥ متره او د تاکونو ترمنځ فاصله يې ٢ متره رواج لري، په داسې حال کې چې د پروان په ولايت کې د قطارونو تر منځ فاصله ٢.٥ متره او د تاکونو ترمنځ فاصله يې هم ٢.٥ متره رواج لري او په ځينو سيمو کې نوموړې مسافه ٣x٣ کې عموميت لري. لمړى بايد په بوزغلي کې د انگورو قلمې وکرل شي بيا يو کال وروسته نيلې لرونکې يو کلنې تاکې د انگورو په اصلي باغ کې وکرل شي د تار دجې په واسطه بايد د تاکونو قطارونه او په هر قطار کې د انگورو د تاک او د هغې د لرگينې تکيه ځايونه وټاکل شي. په قطار کې د تاکو ځايونه بايد د لرگين موگي او يا د خاورې د کيندلو په واسطه په نښه شي، د انگورو تاکې په پسرلي کې پخوا تر دې چې تاکې په وده پيل وکړي کرل کيږي. د افغانستان په تودو سيمو کې لکه قندهار، هلمند او فراه کې کيدلى شي چې د انگورو تاکې د بوزغلي څخه د قوس او جدي په مياشت کې وکاږل شي او بيا د ودې د پيل کيدو پخوا په پسرلي کې وکرل شي دا کار د دې سبب گرځي چې د کرلو تر وخت پورې د تاکونو زخمونه ترميم شي او د کرلو وروسته هغوى ټوله خپله انرژي په وده مصرف کړې وي،.
د افغانستان په سړو سيمو کې لکه غزني، پروان، لوگر او کابل کې چې د انگورو تاکې په پسرلي کې پخوا تر دې چې وده پيل شي د بوزغلي څخه ويستل کيږي او د کرلو تر وخته پورې د هغو نيلې په اوبو کې ډوبې ساتل کيږي تر څو د وچيدو څخه يې مخنيوى وشي، مخکې تر خښولو بايد نيله لرونکې تاکې غوڅ يعنې ښاخ پرې شي په هر يو کلن تاک باندې بايد يوه قوي نوده خوښه شي او نوموړې خوښه شوې نوده د يو يا دوه زخو په اندازه لنډه غوڅه شي.
د تاک ټولې ماتې شوې نيلې بايد غوڅې او روغې نيلې ١٠ سانتې متره د لرگينې تکيې څخه لرې وکيندل شي وروسته له هغې د دې تاک په کنده کې بايد داسې نيغ ښخ شي چې لومړى د پټي لنده سر سري خاوره ورباندې واچول شي بيا دې تاک لږ څه کش شي تر څو يې د خښولو لوړوالى مناسبه بڼه غوره کړي. اچول شوې خاورې دې په پښو سره ودربول شي تر څو تاک د بوزغلي د اندازې پورې تر خاورو لاندې پټ شي او له کرلو وروسته سمدستي بايد تاک خړوب شي، په کومو سيم کې چې د اوبو نشتوالى او مالگينې خاورې اساسي ستونزې د کرلو تشکيلوي نو د کرلو وروسته په کوچنيو تاکونو کې داسې تور پلاستيک غوړيږي چې ٣٠-١٠٠ مايکرو مترو پورې پيړوالى او ٥٠-١٥٠ سانتي متره پلن اوسي چې نوموړى پلاستيک زياتې گټې لري. د خاورې تودوخه توده ساتي، تاک ژر په وده پيل کوي او د تاک هوايې برخه د پسرلي د سړې هوا څخه ژغوري په همدې ترتيب د پلاستيک لاندې ناوړه بوټې په کې وده کولاى نه شي او همدارنگه په وچو سيمو کې د خاورې د سطحې او د پاڼو د سطحو څخه د تبخير اندازه کموي چې په دې توگه ژر ژر خړوبولو ته اړتيا نه پيداکيږي.
نتيجه گيري
انگور که څه هم په نورو طريقو سره تکثير کيداى شي مگر په افغانستان کې په عمومي ډول د قلمو په ذريعه تکثير کيږي حکه قلمې داسې ونې او بوټي توليدوي چې هغه له هره حيثه د مورني بوټي سره مشابه وي. قلمې بايد د استراحت په وخت کې يعنې د مني په اخر او پسرلي په اولو کې د مښلو تاکونو څخه اخستل کيږي او بيا د يو کال لپاره په بوزغلي کيږي روزل کيږي او په مني کې د پاڼو د توئيدو وروسته او يا په راتلونکي پسرلي کې پخوا تر دې چې وده پيل شي نيله لرونکې کوچنۍ تاکې ويستل کيږي او هغوى ٢٥ يا ٥٠ په شمېر سره د بنډل په شکل تړل کيږي او د انگورو اصلي باغ ته انتقاليږي، د انگورو په باغ کې تر کرلو وروسته او د کرلو مخکې بايد د کوچنيو يو کلنو تاکونو ټولې نودې په بيخ کې غوڅې شي او يواځې يوه نوده د دوه انچو په اوږودوالي سره لنډه شي او په باغ کې په مناسبه اندازه ٣X٣ په اندازه کيښودل شي او بيا هر کال د مني په اخر او د پسرلي په اولو کې شاخه بوري کيږي خو بايد په ياد ولرو چې د انگورو باغ د يوې نوعې انگورو څخه جوړ شي.
سپارښتنې
1. څرنگه چې د انگورو روزنه د هيواد په مختلفو برخو کې توافق لري په کار ده چې باغداران دې د افغانستان د مشهورو او ښو نوعو څخه استفاده وکړي.
2. څرنگه چې انگور د نړۍ په سطحه دوهمه ميوه توليدونکې بوټي دي نو پکار ده چې د انگورو روزنه په نوې عصري تکنالوژۍ سره سرته ورسيږي تر څو خلک ورڅخه په اعظمي توگه استفاده وکړي.
3. همدارنگه په هيواد کې د تازه انگورو او د مميزو د ساتلو لپاره ذخيره خانې جوړې کړى شي تر څو د زيات وخت لپاره د تازه انگورو څخ استفاده وشي
4. په اخره کې د کرنې وزارت ته پيشنهاد کوم چې دوى باغدارانو او بزگرانو ته د انگورو د روزلو نوې عصري تکنالوژي برابره کړي تر څو باغداران او بزگران د هغې څخه په اعظمي توگه استفاده وکړي او په کم وخت کې ښه جنسيت لرونکي انگور تر لاسه کړي.
ماخذونه References
١- حمزه خيل٠ن ١٣٥٩ه ش٠دنباتاتودتکثيرلاري٠دکابل پوهنتون خپروني٠ص-ص(٦٥-٦٦)
٢- په افغانستان کې د باغونو اصلاح شوي تخنيکونه F.A.O
٣- شيرزاد٠ب١٣٧٧ه ش٠په افغانستان کي دانګوروروزنه٠دکابل پوهنتون خپروني٠ص_ص(١٥_٢٠)
٤- From Encarta CD
٥-llLewis’H.secrats of the plant propagation storey publication’1984 p-p(92-106)