د لوړو زده کړو وزارت
کابل پوهنتون
د کرنې پوهنځی
د هارټيکلچر څانګه
د ځمکپوښنې طرح
Landscape Design
ترتيب کوونکی: شيراز
لارښود استاد: پوهنمل سيد مسعود (سعيد)
د سيمينار استاد: پوهنوال قاسمي
دويم سيمسټر ۱۳۸۸ لمريز
سريزه (Preface):
ټولی ستاينی او تعريفونه هغه ستر رب ته چې انسان يې په څه عجبه او ښکلي فطرت پيدا کړ او بيا يې په سيارو کې ځمکه ورکړه چې هوا، اوبه او ښکلی فرش لری. بيا يې په بشر کې د ښکلا پېژندنی هنر ايښی دی. رشتيا هم ښکلا پېژندنه هنر دی، خو د الله د دې ورکړی او پاشلی ښکلا چې زمونږ په فطرت کې څرخی او خواره واره پراته دي انسجام ورکول تر ټولو لوړ هنر دی. دغه هنر لينډ سکپ به نامه باندې يادېږي چې په مختلفو عصرونو کې کارول شوی هنر دی يعنی نوی نوم دی بلکی دا طبعيت د ښکلا زړه ژبه ده د يونان تاريخی اثار د فرعون هرم او د هغی په شاو خوا د ويالو او تالابونو اثار د د پاکستان سند د ولايت هړپه، د هند تاج محل د ايران د سعد آباد ماڼی او په همدې شان په اروپايي او نور پرمختللی هېوادونه په دی هنر مزين دی او هر کال له دې لارې زيات عايد لری.
زمونږ هېواد له بل هر هېواد نه دې هنر ته ډېر اړ ليدل کېږی ولی چې په فطری ډول د ښکلو منظرو لرونکی دی. دا هنر که څه هم دلته څه نوی خبره نه ده بلکه ډېره زړه سابقه لری چې مثالونه يې د کابل باغ بابر، بلخ، هرات او د هېواد په نورو برخو کې يې يو شمير اثار ليدل شوی دی. خو تاريخی نادو دو دا هنر وژلی دی. نظر د دې هنر اهميت ته چې په چاپيريال کې يې لری او د تفريح او تسکين باعث ګرځی ما ضرور وګڼل چې د دې مهم هنر له پراخو ابعادو څخه صرف د دې هنر پېژندنه او هغه لازم عناصر دروپېژنم چې په دې هنر کې کارول کېږی، تر څو دا هنر ژوندی او د جامع د خدمت باعث شی.
د لېنډ سکېپ تاريخچه:
الله عز وجل د انسان د مستقر کيدو لپاره يوه ډېره ښکلی سياره ورکړه چې خلاص آسمان ښکلی تمکن لرونکی فرش لری او د تنفس لپاره يې اکسيجن ورکړ او د رب دا احسان چې انسان ته يې روح ورکړ د خو او بدو تميز يې ورته په فطري ډول ورکړ، په ضمن کې يې ورته ښکلا پېژندنه هم ورکړه، د دغې ښکلا پېژندنی فکر له هغه وخت نه چې دی کری ته راغلی ورسره دی چې په نتيجه کې يې انسان له خپل الله ورکړي دې نعمت نه يعنې ځمکې څخه په پوره ډول استفاده وکړه او د تاريخ په اوږدو کې يې مختلف تمدنونه رامنځ ته کړل.
او تل يې هڅه کړی چې ښه واغوندي او ښه و اوسي او داسې ماحول جوړ کړی چې د ده طبعيت د ارامښت باعث شی. همدغه وجه ده چې د دوی تمکن به هم په هغو ځايو کې وه چې چېرته به سرسبزي وه د اوبو غاړې به وې نو دوي به هلته اوسېدل، خو دغه عصرونه په هغه حال پاتی نه شول د نفوسو ازدحام نړۍ په هغه ساده محور څرخيدو ته پرېنښوده تر دی چې د تخنيک عصر خو د طبعيت اصلی تزئين له منځه يوړ د کيمياوی وسلو استعمال، د صنعتی ګازونو انتشار، د موټرو لوخړو او داسې نور عوامل راجمع شول چې هغه ښکلی طبعيت يې خراب او ويجاړيدو ته برابر کړ، دا ګازونه د ځمکې د کرې د ګرموالي باعث شوي دي.
د ښارونو د نفوسو ازدحام د ښار وګړی د لحظه سکون په ارمان دی، چې يوه ګړۍ په هغه زوړ فطرت کې کښېنی دا مشکل يوازې د ښاريانو نه دی، بلکه ټول انسانيت دخپل ورک شوی فطرت غوښتونکي دی. له دغو مشکلاتو سره سره يو شمېر بااحساسه انسانان شته چې نړۍ ته د خپل تمکن په سترګه ګوري، هڅه او هاند يې کړی چې طبيعی ښکلا په خپل ماحول کې حفظ کړی حتا چې په خپلو کورونو کې خپل ورک فطرت پيدا کړي او هماغه فطرت حس کړی چې الله ورته ورکړی و.
همدغه عوامل سبب شو، چې د دې ورانيو بديل پيدا کړی هغه بديل نړۍ شاته پرېښی و، نو يو ځل بيا فکر پيدا شو چې بايد له هغه کار واخلی او د خپل ژوند څو شېبې د الله د دې نعمتونو له انسجام څخه لذت واخلی.
د لېنډ سکېپ د هنر کار کوونکي د تاريخ په ادوارو کې ډېر زيات دی، مثلا د عراق د بغداد د لېنډ سکېب تمدن د دجلې او فرات شاو خوا پرتې سيمې او همدا رنګه د مصر د نيل د سيند شاو خوا سيمې د لېنډ سکېپ ښې نمونې وې، خو دې هنر د مغولو په دور کې ډېر رشد وکړ، بيا د انګرېزانو د راتګ سره چې آسيا ته راغله د دې هنر بېلګې يې له ځان سره انګلستان او خپلو نورو مستعمرو ته وېوړې او له دې سره دا هنر په نړۍ کې بيا راژوندی شو،(۶) چې نن دې هنر ته له بل هر وخت نه ډېر اشد ضرورت دی، نو لازمه ده چې د دې هنر په اساساتو پوه شو، چې په لاندد ځمک پوښنې طرح:
لېنډ سکېپ يوه انګرېزي کلمه ده چې د ځمکې د پوښنې معنا ورکوي يعنې لېنډ ځمکه او سکېپ د پټولو يا پوخولو په معنا دى، خوځينې به وايي چې ځمکه خپله خپله يو پوخ دى. ځمکه د مختلفو طبقو جوړه ده، دې او دې ورته نورو مسئلو او پوښتنو ته چې ځمک پوښتنه څه معنا؟ ځمک پوښتنه چېرته په کارېږي؟ د دې څه ضرورت دى؟ د دې شروعات او تاريخچه؟ د دې اساسي عناصر؟ او له دې طرحې او کار اچونې لپاره زمونږ وړانديزونه او ضرورتونه څه دي؟ و غيره پوښتنو ته يې په ننني سيمينار په لنډه توګه ځواب وايو.
ځمک پوښنه يعنې څه؟:
ځمک پوښتنه يا لېنډ سکېپ يوه انګرېزي کلمه ده چې د ځمکې د پوښنې معنا ورکوي يعنې لېنډ ځمکه او سکېپ د پټولو يا پوښولو په معنا دى.
د ځمکې د قشر تزئين يا ښکلول دي په يو لړ زينتي نباتاتو، طبيعي موادو چې د کتوونکو د تفريح يا ساعت تېرۍ باعث شي. ځمک پوښنه د پارکونو څخه نيولى تر کورونو حتا تر کوټو پورې د تزئين په موخه کارېداى شي. د دې ضرورت ځکه پېښ شو چې د ښارونو د نفوسو ازدحام د ښار وګړی د لحظه سکون په ارمان دی، چې يوه ګړۍ په هغه زوړ فطرت کې کښېنی دا مشکل يوازې د ښاريانو نه دی، بلکه ټول انسانيت دخپل ورک شوی فطرت غوښتونکي دی. له دغو مشکلاتو سره سره يو شمېر بااحساسه انسانان شته چې نړۍ ته د خپل تمکن په سترګه ګوري، هڅه او هاند يې کړی چې طبيعی ښکلا په خپل ماحول کې حفظ کړی، نو دې برخې ته يې توجه پيدا شوه. ځمک پوښتنه د انسانيت د پيدايښت سره سمه پيدا شوى ده، خو مصري او يوناني تمدونونو کې د ځمک پوښنې اثار شته.
ځمکه پوښنه د لاندې عناصرو څخه جوړه شوى ده چې دا عناصر يو له بله نه بېلېدونکي اجزاء دي. د دوى په عدم موجوديت کې ځمک پوښنه نميګړى ده.
د لېنډ سکېپ اساسات (Principles of Landscape):
د لېنډ سکېپ تعريف:
لېنډ سکېپ (Landscape) د دوه کلمو څخه اخيستل شوی،چې لېنډ يعنې ځمکه او سکېپ پټېدلو ته وايي، چې په پښتو کې ورته ځمکه پوښنه وايي. لېنډ سکېپ يو عملي پوهه او ارټ دی چې په لېنډ فارم کې د لېنډ سکېپ نور عناصر ځای په ځای کوي.
دا يوه مسلکی منصوبه بندي، اصول او قوانين دی چې ډېر پراخه فکر ته ضرورت لري. چې د نقشو، پلان، اداره او ترتيبولو هنر دی چې د طبعيت او اشخاصو جوړ شوی اشياء چې هغې کې د کلتور او ساينس پوهې لحاظ ساتل شوی وی په دې شرط، چې د طبعيت منابع پکی حفظ شی.(۱)
همدارنگه ويلى شو:
د منابعو ساتنه او نګرانۍ سره هم تړاؤ لری چې د هغې به نتيجه کې يې محيط د خدمت او استفاده وړ وګرځی او د تفريح هدف هم ترسره کړي دغسې هنر ته لېنډ سکېپ وايي.
بل تعريف:
لېنډ سکېپ يوه نقشه خو يوه له ازمايشونو او چېلېنجونو ډک مسلک دی.(۲)
لېنډ سکېپ يا ځمکه پوښنه د طبيعت د ښکلا زړه ژبه ده چې د تفريګاه او سياحت ځايونه په جوړولو کې عمده رول لوبوی په لېنډ سکېپ کې نقشی، پلانونه د موادو اداره، ترتيب خيال ساتل کېږي، يعنې په ځمکه پوهنه کې بايد د نقشه مطالعه، تجزيه او لا تعداده مشکلاتو د حل توانايی پرته وی او د دې لپاره چې مونږ پدې مسلک کې کار وکړو بايد د دې توانايی ولرو چې په پراخه ساحه کې کار وکړو. د ساحی مشکلات وګورو او مکمله پوهه بايد پيدا کړو چې دغه مسايل حل کړو، ځکه دغه هنر له Civil Engineering ، ,Ecology جغرافيه, Socialogy ، Psychology ، هارټيکلچر او تجارت سره نژدې تړاو لری دا يواځې د هارټيکلچر علم ندی دا يو عليحده علم دی چې په دې کې تقريبا د يو عادی پارک له پاره لوړ نظر او مفکوره په کارېږي، تر څو خلکو ته د دلچسپۍ او توجه او د ښه فرصت زمينه برابره شي.
لېنډ سکېپ يوه ډېره ښه سابقه لرونکی مسلک دی، نو ضرور ده چې نظر دغه ځغلنده تخنيک ته د لېنډ سکېپ ماهر بايد ښه اګاهي ولری. لوړ معماری ذهنيت او هر اړخيزه معلومات لرونکی اوسی او په عليحده ډول د هرې پروژې له پاره يو نايابه طرز رامنځ ته کړی، دلته غواړو چې د دې خبری وضاحت وکړو چې دا د نقشې د اصولو هنر دې چې خوښول يې د خلکو پورې اړه لری چې هغو ورته په کومه زاويه ګوري.
يقينا کله چې د مسلک سرحدات پراختيا مومی، نو د علم يوه بله دروازه خلاصه شی يعنې هغه وخت سړی يو تخيل کې لاړ شی، اول رواني خاصيت او خواص په زهن کې اچول کېږي. اقتصادي او اجتماعی مسايل د ساحی ښکلا د خلکو ځوابونه او خوښۍ په کې شاملی وی. دا هغه پوړونه دی چې د ځمکې پوښنې انتهايي وظيفه ده چې هغوی بهرني تجارب زېږوی چې د هغه نتيجه کې يوه ارامه او ښکلی فضا منځ ته راځي چې دغه فضااو ماحول د وخت په تېرېدو خپله ښکلا لازياته وی. د هر هنر خپل طرز وی چې يو هدف څنګه افاده کړي، مثلا يو نقاش خپل احساس د يوه انځور په شکل اظهاروی، يو مجمه ساز له مختلفو اشياوو کار اخلی او يو تصوير کاګی، يا يو استاد د يوې موضوع د روښانه کولو لپاره مختلف وسايل په کار اچوي، دغه شان ځمکه پوښنه هم د خپلو عناصرو په واسطه روښانه کېږي. هغه اساسي عناصر په لاندې ډول بيانېږی:
د لېنډ سکېپ عناصر (Basic Elements of Landscape):
اول ـ فزيکي عناصر يا د ځمکې پوښتنې عملي عناصر
دويم ـ هغه عناصر چې د نقشې د ښودلو يا د آييډيا د تشريح کولو توانايي ولري، لکه پنسل، کاغذ، مارکر، رنګ، تخته و غيره.
زمونږ موضوع فزيکي عناصر دی چې په لاندې ډول دی:
- Land form (د ځمکې شکل)
- Plant Material (نباتي اجزاء)
- Building (معماري او مهارتونه)
- Pavement (جادې او لارې)
- Site Structure (ساحوي ساختمان)
- Water (اوبه)
- Design Process (د ډيزاين پروسه)
د ځمکې شکل يا لېنډ فارم (Land Form):
د فزيکي عناصرو تر ټولو مهم عنصر ګڼل کېږي، چې تل په لېنډ سکېپ کې حاضر دی او د ټولو فعاليتونو مرکز دی، ټول هنری او عملی عناصر د دې پر مخ عملی کېږي.
تعريف:
د يو تصوير يا انځور نمايش په يوه طبعی منظر کې د لېنډ فارم په نوم يادېږی، ځينې يې داسې تعريفوي، چې لېنډ سکېپ د لېنډ فارم مجموعه ده.
د شکل له مخې په دوه ډوله دی:
اول، Macro Land Form لکه غرونه، غوندۍ، هوارې، څوکې و غيره...
دوهم ډول Micro Land Form عبارت دي له متغيره ارتفاعګانو، د شګو امبارونه د کاڼو حرکت او خوخښت.
د Land Form ډېر تعريفونه دی چې بايد له يو څوو يې يادونه وکړو،
لېنډ فارم د ټولو عناصرو د ښکلا تخت دی، د کار کولو تخت دی په دې تخت کې د عناصرو انسجام يو ډول ډياګرام يا نقشې ته ضرورت لری چې دغه نقشه اول د کاغذ پر مخ ليکل کېږی، چې دې کاغذ ته Base Sheet وايي.
يو مسلکی لېنډ فارم لاندې خواص لری:
1. Aesthetic Character.
2. Spatial Sensation.
3. View.
4. Drainage.
5. Micro Climate.
۱. د ښکلا خاصيت (Aesthetic Character):
دا چې لېنډ فارم مختلف شکلونه لری، نو يو انتخابي شکل بايد ليدونکی ته يو ښکلی منظر ورکړی.
۲. رغبت ( Spatial Sensation):
د رغبت (جلبولو) احساس يعنې په زړه پورې وی چې ليدونکی ورڅخه خوند واخلی.
۳. منظره (View):
لېنډ فارم بايد له هرې نطقې د ښې منظرې ورکوونکی وی او د تفريح ورکوونکی وی.
۴. د اوبو وتل (Drainage):
باران او نورې اوبه چې لېنډ فارم يې په مکمل ډول نه شی جذبولی د لېنډ فارم د تخريب سبب ګرځی. د اوبو وتلو ته بايد يوه سالمه لاره پيدا کړو يعنې سلوپ او يا ميلان ورکړو، ځکه ډېر سلوپ د خاورې د خرابېدو باعث ګرځي. د حويلۍ سلوپ بايد ۱ فيصد وی او هغه چې نباتي پوخ لری ۱۰ فيصده سلوپ ورکوو.
۵. کوچنی اقليم (Micro Climate):
د لمر رڼا، توده او سړه هوا وغيره اقليمي عوامل په لېنډ فارم خاصه اغېزه لری د ماسپښېن لمر د ګرمۍ له نګاه نه ډېر مختلف دی نسبت د سهار او مازيګر حالت ته، د لېنډ فارم سمت هم په خپل ځان کې د لمر او هوا سره ارتباط لری.
د لېنډ فارم اصطلاحات:
په لېنډ فارم د پوهېدو له پاره د هغې د اصطلاحاتو پېژندل هم ضرور دی:
1. Contour Lines
2. Value and Color
3. Hachures
4. 3D – Model & Computer Graphics.
۱. Contour Lines
دا هغه خطونه دی په نقشه کې ډېر استعماليږي يعنې ټولې هغه نقطې چې په نقشه کې وصل وی د Contour Lines په نامه يادېږی.
د دې خطونو تغييرات د درجه بندۍ په نامه يادېږي، چې دا درجه بندي ډېره اهمه ده يعنې په دې پروسه کې باید لاندې ساحې په کې نښې شی.
A : د زهکشۍ خاص سيستم بايد جوړ شی.
B :د نورو عناصرو ځايونه په کې معلوم شی.
C : يو ښکلی پلان په کې ترسيم شی.
پورتني خطونه هېڅ کله پر يو بل پراته نه وي.
۲. Huchures واړه عمودی او افقی خطونه دی چې د نقشې د ډکون لپاره پکارېږي.
۳. Value & Color د رنګ ارزښت ډېر جامع دی رنګ په نقشه کې خاصې علامی لری .
۴.MODEL
:د لېنډ فارم نمايش لپاره ترټولو موثره طريقه Model جوړول دي، ماډل د کاڼو، خاورو، شيشو، لرګيو او فوم و غيره اشياوو څخه
جوړيږی.
۵. Computer Graphics :
د ډيزاين يا پلان د ښودلو لپاره لېنډ فارم خپل Software (سافټ وئير) لری، د سافټ وئير خوبي دا ده چې هر وخت خپل کار کتلی شو.
د لېنډ فارم د ساخت له مخې په لاندې ډول دی:
۱. Level Land Form (Plain or Flat Land Form) :
هوار لېنډ فارم د پارک چمن لپاره تر ټولو مناسب شکل دی. او مختلفه کارونه په کې په اسانه ډول سرته رسېږي.
۲. Concave Land Form :
د دوو محدبو لېنډ فارمونو ترمنځ جوړيږی.
۳. Convex Land Form :
محدبه لېنډ فارم ښه مثالونه يې غرونه، غونډۍ و غيره دی. اکثرا نظامي چوڼيو لپاره انتخابېږي. او دا د ډېرو پخوا زمانو څخه رواج لری. پاچاهانو به د غرور له امله په غونډيو کې قصرونه جوړول.
۴. Valley يا دره:
دره د غرونو منځ کې تشکيلېږی.
۲. نباتی مواد يا عناصر (Plant Material) :
په لېنډ سکېپ کې ډېر کارول شوی عنصر ګڼل کېږي، نباتات لېنډ فارم ته ژوندۍ روحيه ورکوي، چې د لېنډ فارم د ښکلا په نامه يادېږي. نباتات لېنډ فارم ته ښکلا سرسبزي او لباس ورکوي. لېنډ فارم ته د کاليو مثال لری.نباتی عناصر يو داسې معمار ته ضرورت لری، چې د نباتاتو اقليمي شرايط ښکلا اندازه او حتا د هغوی په امراضو پوه وی.
د نباتاتو کښېنول او د هغوی تربيه وکولی شی په نباتاتو کې بايد وپېژنو چې نمو کوم شکل نيسي، کوم رنګونه بايد سره يو ځای شي هميشه سبزه نبات او پاڼريژي نبات چېرته او کوم ځاي کښېنول شی.
د دې سره سره بايد د پاڼو رنګونه اندازه، شکل په نظر کې ونيول شی.
نباتات مختلف اقسام لری، چې په لاندې ډول ذکر کېږي:
۱. غټې ونې
۲. متوسطی ونې
۳. وړې ونې
۴. زينتي بوټي
۵. متوسطې زينتي بوټي
۶. نباتي پوښونو يا چمن
پورتني ټولو نباتاتو ته بايد مناسب موقعيتونه انتخاب شی.
د ګېری په نامه يو لېنډ سکېپ پوه نباتات د وظايفو له مخې په څلورو ډولو وېشلي:
1. Engineering use of Plant.
نباتات دلته د خاورې په تحفظ کې ستر رول لوبوی.
2. Aesthetic use of Plant.
د ښکلا او زړه راښکونکي مناظرو په ايجاد کې ستر رول لوبوي.
3. Climate Control use of Plant.
په دې کې سيوری جوړول، د هوا تصفيه او هم د تندو بادونو د ممانعت باعث ګرځي.
4. Archetecture use of Plant.
په معمارۍ کې تر ټولو مهم رول لوبوي،
پورتني ټول ذکر شوي شيان په لېنډ سکېپ کې ضرور دی چې بايد به نظر کې ونيول شی.
تعمير Building :
د فزيکي عناصرو له جملې څخه دريېم عنصر دی، چې په لېنډ سکېپ عليحده ځاي لری په دې کې ټولې چارې د يوه دېوال دننه اجراء کېږي. معماری او تعمير د انسانانو ابتدايي ځای او کار ګڼل کېږي، ټول انسانی فعاليتونه خوب، خوراک ، د ماشومانو پالنه، زده کړه او اجتماعي ژوند د تعمير معمارۍ پورې اړه لري.
د عمارت په جوړولو کې بايد هموار ځايونه انتخاب شی. ځکه لاندې فايدې لری.
۱. د هوارولو مصرف نه لري.
۲. د زياتو موادو لګولو ته ضرورت نه پېښېږي.
۳. مغلقه نقشه نه لري.
هواره نقشه يو نقص لری هغه دا چې اوبه کېدای شي چې اوبه سمې ونه وځی، خو دا هم دومره غټ مشکل نه دی.
د تعمير د جوړولو نه مخکې لاندې تدابير په نظر کې نيول کېږي:
د تعمير په جوړولو کې بايد لاندې درې خبرو ته متوجه او بيا نظر ډيزاين ته عمليات ترسره شي.
اول: آيا د څو تعميرونو جوړول دی، لکه پوهنتون، کمپنۍ و غيره جوړول دي.
دويم: آيا د يوه تعمير جوړول هدف دی، لکه د کور، مسجد و غيره جوړول دي.
دريېم: آيا په يوه تيار جوړ شوی ساختمان کې ترميم او اضافه ترې هدف دي.
په تعمير کې لاندې اجزاء خاص اهميت لری:
۱. د تعمير نقشه ۲. د تعمير او لېنډ فارم ترمنځ رابطه ۳. د تعمير او نباتاتو ترمنځ رابطه ۴. د تعمير دېوالونه ۵. د تعمير پياده رو.
د تعمير نقشه:
د عمارت نقشه بايد په ټولو اصولو برابره جوړه شی، يعنې که عمارت له داخل او خارج څخه وکتل شی هم ښکلا لرونکي و اوسی په عمارت کې کولای شو د ساحې د ديد لپاره ټوله شيشه ولګوو.
د تعمير او لېنډ فارم ترمنځ رابطه:
يو تعمير بايد لېنډ فارم سره په رنګ او نورو صفاتو کې هم غږې وي.
د تعمير او نباتاتو ترمنځ رابطه:
يو تعمير بايد د نباتاتو په واسطه مزين شوی وی، مختلف او رنګا رنګ نباتات په کې کرل شوی وی.
د تعمير دېوالونه:
دېوالونه مختلف وظايف لری:
تحفظ بښوونکی دی.
د تعمير اندازه حدودو ښودونکی دی
د تعمير پياده رو:
په تعمير کې پياده رو د مختلفو نقطو ترمنځ ، لکه: د کوټو ترمنځ، د حويلۍ او کوټو ترمنځ، د تعمير او لېنډ فارم ترمنځ د پورتني او لانديني پوړ ترمنځ و غيره نقطو اتصال د تعمير د پياده رو په واسطه کېږي.
په تعمير کې عموما لېنډ فارم ته نظر ساتل کېږي، چې د هغې د ډيزاين مطابق د تعمير رنګ او روغن کېږي.
يو تعمير بايد ښه بهرنی شکل او چوګاټ ولری. يو ښه تعمير بايد له داخل او خارج نه د يو ښه منظر لرونکی وي. تعمير په لېنډ سکېپنګ کې يو مهم عنصر دی، چې مختلف وظايف سرته رسوی.
د مېلمستون، هوټلونو او داسې نورو مهمو ساختمانونو څخه ترې استفاده کېدای شی.
پياده رو (Pavement) :
پياده رو يو داسې عنصر دی، چې د لېنډ سکېپ د ښکلا په زياتولو کې خاص رول لری. د نقشې د هدف د ترلاسه کولو لپاره د پياده رو جوړول حتمي خبره ده. پياده رو له کلکو لوازمو څخه دی.
پياده رو هم د لېنډ سکېپ د ډېرو مهمو عناصرو څخه دی، چې د لېنډ سکېپ ټولو ښکلاوو ته اتصال ورکوی، لارې مختلف اشکال لری، لارې ممکن ډېرې وړې او تنګې و اوسې او ممکن لارې ډېرې پراخه وجود ولری، خو د لارو وسعت ډيزاين پورې اړه لری.
پياده لارې د لېنډ سکېپ په تعمير کې ستر رول لوبوي. په لارو کې استعمال لپاره بايد قوي او مضبوط مواد استعمال شی. د لارو جوړېدل په تعمير کې د نقشې هدف ته اطمينان ورکوي. پياده لارې د مختلفو نقطو وصلونکي وی.
پياده رو کې استعمالېدونکي اساسي مواد په لاندې ډول دي:
وړه باجره
خښتې
ټايلونه (کاشی)
تيږي
کانکرېټ
اسفالټ
او په بعضو حالاتو کې د لرګيو څخه هم کار اخيستل کېږي. پياده رو کې کلک او جوخت، تغير ناپذير مواد استعمالېږي. نسبت نباتاتو ته يو څه ګران پرېوځې. پياده رو يو څه د ګرم والی خاصيت هم لری.
د پياده رو وظايف په لاندې ډول دی:
اول: د استقامت (Direction) يا لارښود په حيث وظيفه اجراء کوی.
دوهم: حرکت ته زمينه برابره وی.
فرش بندي (Paver) کول:
خښتې تيږي او ټايلونه د فرش بندۍ لپاره استعمالېږي. فرش بندي د فرش د لګولو په وخت کې يو څه مصرف لری. تېږې هم ډېر زيات اشکال لری، چې نظر هر قسم ته بايد نظر وشی. په فرش بندۍ کې خښتې هم راځي. د خښتو لګول د لا جذابيت لری. خښتې مختلف اقسام لری، چې نظر ډيزاين ته بايد وکارول شی.
تيږي (Stone) :
د تيږو مختلف اقسام د پياده رو په جوړښت کې نظر په ډيزاين ځای په ځاي کېږی.
کاشی (Tile):
ټايل نري باريکه اجسام دي، چې د پياده د پوخ لپاره د کانګريټ سره جوخت لګول کېږي، مختلف رنګونه او شکلونه لری، په ضمن کې يو نقص لری يعنې کله چې لوند وی و ښويېدلو سبب ګرځی.
د سيمنټو پياده لاره:
دا د سيمنټو چغل او اوبو څخه د يو ځای کېدو سره منځ ته راځي.
خښتې (Bricks) :
له خښتو استعمال په پياده رو کې او د هغې په ښکلا کې ستر رول لوبوی، ځکه خښتې مختلف اشکال او رنګونه لرونکي وی. خښته اصلا د خاورې له پخولو څخه منځ ته راځی.
باجری (Gravel) :
باجرې عموما په هوارو پياده روونو کې اچول کېږي، چې مختلف رنګونه لری. په پياده رو کې د باجرې اچول د ډول ښکلا سبب ګرځی، خو باجرې بايد به سلوپ پياده رو کې وا نه اچول شی، ځکه چې د انسان د خويېدو سبب ګرځي او باجري له پاسه نه د ښکته په لور راتويېږی.
د ساحې ساختمان (Site Structure):
د لېنډ سکېپ د عناصرو له جملې څخه يو عنصر Site Structure هم دی، چې د لېنډ فارم د سينګار په نامه هم يادېږي. د دې عنصر وظيفې د ساحه د ساخت معلومول دی. او په ساحه کې د ټولو عناصرو ترمنځ ارتباط ساتی.
د ساحې ساختمان د 3D په نامه هم يادېږي. محکم دايمي اثر لرونکی دی. عموما د ساحې په ساختمان کې د ټول لېنډ فارم لارې تر کتنې لاندې نيول کېږي. تنګې، پراخې لارې څېړنې لاندې نيول کېږي. او په دې لارو کې لاندې اجزاء هم په نظر کې نيول کېږي.
د پياده رو لپاره د Site Structure وظيفه دا ده چې هغوی ته يوه اندازه سهولت بخښي. يعنې د پياده رو لپاره د زينو، کټارو، دېوالونو جوړول، چې د تګ راتګ سره ښکلا هم منځ ته راوړي.
په Site Structure کې لاندې مواد استعمالېږي:
1. Steps.
2. Ramps.
3. Wall & Fencing.
4. Seating.
5. Rest and Wait Points.
زينې (Steps):
په دې کې له يوې ارتفاع نه بلی ارتفاع ته حرکت څېړل کېږی. يعنې Move up Move Down په کې سرته رسول کېږی.
ډېرې ګټې او په ضمن کې ځه نواقص هم لری، چې يو نقص يې د ختلو راختلو مشکل له يوې ارتفاع نه ګڼل کېږي.
Steps يو سهولت او ښکلا لرونکی منظره ګڼل کېږي. په Steps کې د خښتو، لرګيو او تيږو څخه استفاده کېږي. د زينو يو نقص دا ده چې سايکل، ځغلنده چوکيو لپاره مساعد نه دی. او د واورو او يخک نيولو به صورت کې ډېر خطرناک وی.
د زينو په نقشه کې بايد د زينو ټيټ والی او جګ والی ته پاملرنه وشی. زينه بايد پراخه او هموارې ولری. د زينې دواړو خواوو ته بايد دېوال يا کټاره وجود لری، چې د ختولو لپاره سهولت ايجاد کړي او د غورځېدو ممانعت وکړي.
پراخه زينه (Ramps):
د تګ راتګ دوهم غټ عنصر دی. له زينو سره دومره فرق لری چې پراخه او آزاد ماحول لری. د ناستې تګ راتګ او نورو فايدو لرونکې دی.
دا زينې يو څه اندازه افقې ساحې ته ضرورت لری او د دې زينو ميلان بايد ۸ فيصده وی، که چېرته افقې فاصله ۱۲ متره وی، نو ۱ متر ارتفاع مناسبه ده.(۳)
دېوالونه او کټارې (Wall and Fences):
دېوالونه او کټارې دا هغه عناصر دي چې په لېنډ فارم کې مختلف استعمال لري. دا دېوالونه او کټارې له تيږو، خښتو، لرګيو او اوسپنو څخه جوړېږي.
لوړ او ټيټ دېوالونه د مختلفو اهدافو لپاره استعمالېږي. په دېوالونو کې سوري پرېښودل، چوکاټونه جوړول او په هغه کې ډيزايينونه کول يا د اوسپنو پنجرې او دېوالونه جوړول او په دې وسپنو کې مختلف ډيزايينونه جوړول. ليدونکو ته د توجه او تفريح سبب ګرځي. دېوالونو سره د نباتاتو يو ځای کول د لا ښکلا سبب ګرځي.
راک وال استعمالول په دېوال کې د لاجذابيت سبب ګرځي.
ناسته کول (Seating):
د ناسته لپاره بايد محکم، وچ پاک ځای وجود ولری. د دمې انتظار مشاهدې، مناظرې، مطالعې، خوراک ځايونه بايد د ناستې په ځايونو کې وجود ولري. چوکۍ بايد د انګليسې U حرف په شکل کېښودل شي.
دمه او تم ځايونه (Rest and Wait):
دمه او تم ځايونه په پارک کې ډېر اهم او د اهميت وړ ګڼل کېږي، نو بايد په داسې ځايو کې جوړ شی چې د آرام او سکون باعث شی. ښه سيوری ولری او يخنۍ په صورت کې د لمر نه د خوند اخيستلو ښه فرصت مهيا کړی.
اوبه (Water):
اوبه يو بل فزيکي عنصر دی، اوبه د ښکلا خړوبولو او نورو جامع کمالاتو لرونکی عنصر دی، د حوضونو او افشارونو فوارې او څپييزې اوبه او د هغو شور هر يو ځانته يوه شفافه ښکلا لری. اوبه يوه شفافه ښکلا ده، چې د هوا د يخ والی، ښه آواز لرونکې عنصر او د څښلو لپاره کارول کېږي. د اوبو شتون د ډېرو تمدنونو د شتون باعث شوی دی. بې له دې ژوند ممکن نه دی، دې سره سره د ښکلا او زينت سمبول هم دی، خو کله کله د طوفانونو باعث هم شی. (۴)
د اوبو عمومي او فزيکي خواص:
Plasticity شکل منونکی:
اوبه يو شکل منونکی عنصر دی نظر دې خواصو ته کله د حوض کله د يو غټ جهيل شکل غوره کوي.
د اوبو حرکت (Water Movement) :
د حرکت له مخې دوه ډوله دی:
اول: ولاړې اوبه، لکه ښه مثالونه يې جهيلونه، حوضونه و غيره دی.
دويم: متحرکې اوبه، لکه ښه مثالونه يې چينې، سيندونه، ابشارونه و غيره دی.
د اوبو غږ (Water Sound):
د اوبو غږ يو دلچسپه او آرامه روح پسنده غږ ګڼل کېږي.
د اوبو انعکاس (Water Reflection):
په ولاړو اوبو کې د تصوير تشکيل او د لمر د وړانګو انعکاس ته وايي.
د اوبو سلوپ (Water Slope):
سلوپ اوبو ته سرعت ورکوي.
اوبه د لاندې هدفونو لپاره استعمالېږي:
اول: اوبه د څښلو غټه ذريعه ده.
دويم: اوبه د خړوبولو عامل دی.
دريېم: د محيط ساتنه کوي، په دې ډول چې د ماهيانو روزنه، د کښتيو چلېدل ټول په همدې کې سرته رسېږی.
اوبه د ښکلا د استعمال لپاره:
ولاړې اوبه د شپې له خوا د ګروپونو موجوديت کې ډېر ښه منظر لری، د حوضونو او تالابونو جوړښت خپله خپله ښکلا لرونکی وی، چې ښه مثال يې د تاج محل حوضونو دی.
اوبو په مختلفو شکلونو بهيږي. د فوارو اقسام هم مختلف دی. فوارې کېدای شی اوبه د سپرې په شکل او يا د هوايي اوبو په شکل او يا د يوې نرۍ دارې په شکل اوبه خپرې کړي.
اوبه کله کله د مجسمو په خولو کې د ږدل شوو فوارو په شکل کارول کېږي.
لنډا دا چې د اوبو په استعمال کې بايد د هغې شکل اندازه ميلان، اداره ټول په نظر کې ونيول شی.
د ډيزاين پروسه (Design Process):
هغه شپږ عناصره چې مخکې ذکر شول،د هغوی ترکيب او له هغه ترکيبه د يوې ښکلې ساحې منځ ته راتلل په ډيزاين پورې اړه لری. د ډيزاين پروسه د لېنډ سکېپ اخری عنصر دی.
د يوې کاميابې پروژې لپاره د دغو عناصرو متحد کېدل د يوه ښه ډيزاين پورې اړه لری.
تعريف: د ډيزاين پروسه د مشکلاتو د حل د پروسې په نامه هم يادېږي.(۵)
د ډيزاين پروسه يوه مغلقه او پيچيده موضوع ده، يعنې د مختلفو مراحلو يو چوکاټ دی.
دا مراحل په لاندې ډول دی:
اول د پروژې پيدا کول، بيا د پروژې د لاسليک، د ساحې د څېړنه، د پروژې حدود، توپو ګرافي، اوبه، د دېوال ضرورت، برق، ګاز او ټلېفون لری او که نه. سرک او د ښار ترمنځ فاصله، د پروژې موقعيت دا هغه خبرې دی چې په لېنډ سکېپ کې د هر څه نه ضروری دی.
د خپل مشتری خواهش چې په کوم شکل له مونږ څخه ډيزاين غواړي مکمل يادداشت او بيا يې لاسليک کړو.
يو ډيزاينر بايد ډېر ځيرک او هر قدم په ډېر احتياط اوچت کړي. يوه وړه غلطی کېدای شي د ډيزاينر د سترې پښېمانتيا او ناکامۍ سبب شی.
يو ډيزاينر بايد د ټولو عناصرو د انسجام اعلی لياقت لرونکی وی.
لنډيز (Conclusion):
لېنډ سکېپ د دوه کلمو څخه اخيستل شوی دی، چې Land په معنا د ځمکې او Scape په معنا د پوښولو او پټولو دی. که دواړه سره يو ځای شی ځمکه پوښنه ترې جوړېږی.
لېنډ سکېپ يوه عملی هنر او پوهه ده، چې ټول عناصر يې په لېنډ فارم کې ځاي په ځاي کېږي.
لېنډ سکېپ د طبيعت د ښکلا زړه ژبه ده، چې د ځمکې پوښنې به نامه يادېږي، چې دغې خړې ځمکې ته ښکلې پوښ او تزئين ورکوي، چې د ليدلو سره يې انسان د آرامښت او خوښۍ احساس کوی.
په دغه ځمکه پوښنه (لېنډ سکېپ) کې اووه عمده عناصر د يادولو وړ دی، چې په لاندې ډول دی:
1. Land Form.
2. Plant Material.
3. Building.
4. Pavement.
5. Site Structure.
6. Water.
7. Design Process.
د لېنډ سکېپ يو کار پوه بايد د پورتنيو عناصرو په لوړو ژورو کاملا پوه او برلاسی وی.
او د يوې پروژې په تفکيک او تجزيه کې پوهه ولری. او وکولاي شی چې نوموړو عناصرو ته يو ښکلې ترکيب ورکړي، چې يو ښکلې بهرنۍ چاپيريال جوړ کړي. د دې لپاره چي په ژوند کې يو څه اندازه تسکين او د طبعيت هغه ورکه ښکلا ليدونکو ته اماده شی.
لېنډ سکېپ د سينګار او زينت سره سره د هوا په تصفيه، سرسبزۍ، د خاورې په تحفظ کې ستر رول لوبوي او ليدونکو ته د ښه تفريح زمينه مساعده وي. د ننني ککړ چاپيريال په تصفيه کولو کې خپل مسؤليت اداء کړو، په تيره په ښارونو کې د لېنډ سکېپ اهميت ډېر زيات دی، تر څو ښاري وګړي په لنډه فاصله د دې مصروف ژوند يو څو شيبې د دې هنر له ښکلاوو څخه لطف اندازه شی.
او خلکو ته په تيره بيا زمونږ ګرانو او زورېدلو هېوادوالو ته د تفريح او سياحت لپاره زمينه مساعده شی او د دوي د خوښۍ او ساعت تېرۍ لامل شی.
سپارښتنې (Recommendations):
دا چې لېنډ سکېپ يو وسيع علم دی، فايدې يې هم وسعت لری.
لېنډ سکېپ له دولت نه نيولی تر شخصی پانګه والو پورې يو هڅوونکې هنر دی (۷)، چې د دې هنر په نتيجه کې د نړۍ مختلف شخصي او دولتي سکټورونه هر کال په ميليونو ډالر عايد لاس ته راوړی.
دا چې زمونږ هېواد ته الله د لېنډ سکېپ د کار لپاره ښايسته زمينه مساعده کړی، نو لازمه ده چې دې سکټور ته د دولت خاصه پاملرنه وشی، ځکه تر اوسه د لېنډ سکېپ پوهاوې د پوهنتون په کچه هم نه ترسترګو کېږي. عام وګړي خو لا پرېږده!
نو لازمه ده چې د پوهنتون په کچه تېره بيا د زراعت په فاکولته کې يو عليحده ډيپارټمنټ ورکړل شی، تر څو د دې هنر پوهاوې د پوهنتون په کچه او بيا په عامه کچه منځ ته راشی.
دولت بايد د لېنډ سکېپ لپاره مختلف تدابير ونيسی او خلکو ته زمينه مساعده کړي، چې د خپلو کورونو او چاپيريال په سرسبزۍ کې چې د لېنډ سکېپ موخه ده برخه واخلی.
دولت بايد د سرسبزۍ ساحې معلوموې او داخلی او بهرني پانګه وال وهڅوي، چې په دې برخه کې سرمايه ګذاری وکړی، دې سره به زمونږ د چاپيريال اقليمي وضع او روحي آرامښت مثبته وده واخلي او د ملک په سطح به د عايد د لاسته راوړلو يوه ذريعه هم شی.
د نړيوالو او داخلي پانګوال خصوصا چې دې هنر کې سرمايه ګذاری کوی سپارښتنه کوم، چې راشي او په لاندې مساعدو ځايونو کې سرمايه ګذاری وکړی، تر څو د دوي منفعت او د چاپيريال د ودې باعث شی:
الف: د کابل باغ بالا.
ب: د کابل د قرغی سيمه.
ج:د ننګرهار د بهسودو او درونټی په شاوخوا سيمه.
د: د غازى بند په خاکجبار کې .
ه: د باميانو بند امير.
او داسې نورې ښکلی او ښايسته مساعدې سيمې شته چې د لېنډ سکېپنګ سرمايه کارانو ته مفيدي تمامېدلای شی.
اخيستنې (References):
1. James 1987 (Hand Book), California, Page No: 81.
2. The American Society of Landscape Archetect 1981, Page No: 346.
3. Profession in Land Form, 1974, Page No: 256.
4. Mass: G. & L. Merrian Company 1977, Page No: 646.
5. Robert, Access for all, (Hand Book), Tree Design 1977, Page No: 59.
6. U.S Dept. of Housing, Washington D.C. (Hand Book) 1986, Page No: 238.
7. Landscape Artechecture and Business Relationship, 1984, Page No: 260.