دکچالو دتولید علمي کړنلارې

لیکوال :سمیع الله (سرفرازی) وردگ

پیـــــــــــــــــلېزه:

کچالو دغنمواو وریجو په شان دنړۍ دمهمو خوراکی موادو له ډلی څخه شمیرل کیږی دافغانستان طبیعی محیطی شرایط دکچالو لپاره خورامساعد دی .

 په افغانستان کښی کچالو دوهم با ارزښته اوعایداتی نبات دی. کچالو په   وردګو ،بامیان ،غزنی، بدخشان، بغلان، کابل ، لوګر،ننګرهار،لغمان،کنړ.کښی کرل کیږی 

د۱۹۷۷-۱۹۷۹ کال داحصاءیه له مخی دکچالو کرنه په افغانستان کی۱۹۰۰۰ هکتاره اوپه بعضی کتابونوکی۱۴۰۰۰ ښودل شوې ده اوتولیدات یی ۲۰۰۰۰۰ ټن دی چی حاصل یی په یوهکتارکی ۱۰۵۲۶ کیلوګرام یا ۲۱۰۵ کیلو په یو جریب کی دی.(۴)

هغه هیوادونه چی په هغه کی کچالو په تجارتی ډول تولیدیږی عبارت دی له روسیه ،اوکراین، هند او پولینډ څخه . په نړۍ کی ټوله ساحه چی کچالو نیول ده ۱۸ ملیون هکتاره ده چی کلنی حاصل یی ۲۹۵ ملیون ټنه دی.

 زمونږ حاصل یظر نوروهیوادونو ته ډیرکم دی اویواځینی علت یی دښه اوباکیفیت تخم نه درلودل دی . که مونږ دتخم دتولید پرمختللو کرهنیزعملیات په کار واچوو کولای شو چه ښه اوباکیفیت تخم تولید کړو.ځکه چه مونږ دښه تخم تولید لپاره ښه مسا عدی لوړی ارتفاع لرونکی سیمی لرو چه په پسر لی کښی اوځنی ټیټی سیمی چه په منی کښی دکچالو تخم تولید ولای شی.دتخم کچالو دخوراک دکچالو سره فرق لری.دتخم کچالو لږ زیات زیار اوپاملرنی ته اړتیالری اوباید دخوراکی  کچالو څخه په یوه خاصه فاصله وکرل شی .که څه هم بزګران دښه بازارموندنی لپاره غټ کچالو خوښوی خودتخم لپاره له ۲۵-۸۰ ګرامه کچالو باید استعمال شی.

داډیره مهمه خبره ده چی دزیات حاصل دلاس ته راوړلو لپاره باید دکچالو ښه جنس تخم په کافی اندازه اودښه جنس تخم کمی ددی سبب کیدای شی چی د کچالو  دتخم تولید په ټپه ودروی.

په نړی کی دکچالو دښه جنس تخم اوحاصل ورکوونکی قسمونه اواصلاح شوی کرنیزی عملی دکچالودحاصل دلوړوالی سبب شوی دی .دسالمو تخمونو ساتل اوزیاتول دبزګرانو په کرونده کی کولای شی دتخم قیمت راټیټ کړی اوپه نتیجه کی په زیات مقدار تخم تولید کړی اوداکارددی سبب کیږی چی غریب بزګران دښه جنس تخم په ټیټه بیه ترلاسه کړی. که چیرته دکچالو ښه جنس تخم او دکرنی ښی طریقی پکارواچول شی دادواړه ددی سبب کیږی چی په حاصل کی زیاتوالی منځ ته راوړی.(۳)

 

پس منظر:

کچالو چی علمی نوم یی  Solanum tuberosum اود solanaceae  په کورنۍ او د  sloanum  په جنس  پوری اړه لری.

دکچالو اصلی ټاټوبی پیرو اوجنوبی امریکاده اوفعلا په ټوله نړی کی رواج لری دکرنی بعضی متخصصین کچالو دسبزیجاتو اوبعضی یی په صنعتی بوټو پوری مربوط ګڼې.کچالو په ۱۶ پیړی کی دپرتګالی تجار په واسطه هند ته راوړل شول .  که څه هم په افغانستان کی د کچالو کرنی تاریخ دقیق څرګند ندی خوداسی اټکل کیږی چی دامیرعبدالرحمن دسلطنت په وخت کی رواج شویدی.(۳)

امریکا ته دکولمب دراتګ دمخه کچالو دجنوبی امریکا څخه پرته په نوره نړۍ کښې موجود نه وو . دکچالو یوزیات شمیر ډولونه چی یو له بله ډېر توپیرلری دجنوبی امریکا دپیرو بولیویا په سیمه کی تر کرنی لاندی دی .کچالو دشپاړسمی پیړۍ په پای کی هسپانویانو له جنوبی امریکا څخه اروپا ته راوړل په ۱۸ او۱۹ پیړیوکی کچالو په اروپاکی دانسانی اوحیوانی غذا په څیر انکشاف وکړ.(۱)

وحشی اواهلی کچالو دواړه دسولانم به جینس پوری اړه لری کچالو تقریبا ۲۰۰۰ سپشیزونه لری چی په دی ډله کی ۱۵۰ سپشیزونه غوټی (تیوبر) جوړولی شی دکچالو مختلف سپشیزونه دکروموزومونو مختلف شمیر لری.(۱)

که څه هم دکچالو په اړه په افغانستان کی تحقیق ندی شوی خو دلومړی څل لپاره په ۱۳۴۸ه ش کال کی شروع شو.په ۱۳۵۱ کال کی تقریبا ۵۲ نوعی دکرنی دتحقیقاتی انستتیوت لخواددارالامان په فارم اود بامیان ولایت دلب دریا په فارم کی تر څیړنی لاندی ونیول شول. په کال ۱۳۵۶ ه ش کی ۱۹ نوعی د CIP  دموسسی لخوا دکرنی څړنیز انستتیوت ته دچا پیریال سره دتوافق په خاطر راولیږل شول چی دهغی له جملی څخه دسپارتان ،کاردینال او دایمونت زیات حاصل ورکړی وو.(۴)

 

دکچالو غذایی ارزښت:

کچالو ډیرغذایی ارزښت لری چی نه تنها انرژی تولید وی بلکه دپروتین، ویتامین، اومنرال دلوړکیفیت په لرلو سره په ورځنیو خوړوکی ډیر مهم رول لری.کچالو ۷۷،۵٪ اوبه ۲۲،۵٪وچ مواد په ۱۰۰ګرام کی ۱۹،۴ ګرام کاربوهایدریت دوه ګرام پروتین ۱ ګرام شهم اویوشمیرویتامینونه لکه B1,B2,B6,C لری.(۳)

مهمترینه ماده په کچالوکی نشایسته ده چی معمولا د۲۵-۹ په ۱۰۰ کی ده نموړی محصول دبی ۳ ویټامین هم لری په تیره بیا دکچالو په پوست کی په متوسط ډول ۳۰ ملی ګرامه وجود لری.(۵)

کچا لو دهغه چالپاره چی بدن یی اسیدلری ښه دارو همدارنګه دسوی ددرد دآرامولو لپاره دخام کچالو پټۍ ښه درمل بلل کیږی.(۴) 

کچالو ادرار زیاتوې نو دمثانی اوګوردې لپاره مفید دی همدارنګه دکچالو ساقه اوپاڼې دسولانین دمادی درلودونکې ده دنموړوځخه په جوش شکل  دخوب وړونکې اودعصابودآراموونکی  مادی په حیث استفاده کیږی (۶)

همدارنګه په کچالو کی یوه زهری ماده چی سولانین نومیږی هم موجوده ده ا وشین رنګ لری چی په طبعی ډول یی اندازه د۰.۱-۰.۰۱ پوری ده که چیرته نموړی ماده د۲۰-۳۰ پورته شی دصحت لپاره خطر لری دنموړی مادی دمخنیوی لپاره باید کچالو په شفاف لوښو کی وساتل شی او دحرات په ۴ درجه کی زخیره کړی شی.(۱) 

دکچالو دتکثیر طریقی:

کچالو په دریو طریقو سره تکثیر کیږی.

۱- دتیوبرپه وسطه: په نموړی طریقه کی سالم کچالو په مزرعه کی انتخابیږی اودوه یا دری هفتی مخکی دحاصل ټولولو څخه دهغی ساقه لری کیږی ترڅوچی کچالو سخت شی او د۴۰-۵۰ ګرامه وزن ولری البته په جداګانه ډول دتخم لپاره زخیره اوساتل کیږی.

۲- دتخم په واسطه: په نموړی طریقه کی دکچالو تخم کرل کیږی اوله هغی څخه مایکروتیوبر په لاس راځی او تکثیر کیږی.

دکچاو اصلی تخم د۱-۲ سانتی متره قطرلرې اوپه لمنڅ کی یی کوچنۍ دانی لیدل کیږی چی شمیر یی تقریبا ۳۰۰ ته رسیږی اوژیړ یا ژیړ نصواری رنګ لری.

۳- دانساجو دکښت طریقه (تیشو کلچر) : په نموړی طریقه کی سالم کچالو ته دحرارت په لوړه درجه کی نمو ورکول کیږی اود مرستمیک یا نهایی نمو چی دهغی څخه لاس ته راځی انساج اخیستل کیږی اوداګر اګر په محلو لو نو کی په لابراتوارکی تکثیرکیږی اوپه پلاستیکی کڅوړوکی په ګل خانه کی او وروسته په کرونده کی کرل کیږی.

دیادونی وړ ده چی دتخم اودانساجو په واسطه تکثیر زیات لګښت ته اړتیا لری اوزیاته داستفادې وړ نده او په پرمختللو هیوادوکی ورڅخه استفاده کیږی خو دتیوبرپه واسطه تکثیر زیات داستفادې وړدی.(4)

 

 دکچالو دتخم دتولید لپاره ا صلاح شوی کرنیزې عملی لارې

۱. دکروندې تیارول:

دکچالو لپاره ښه خاوره ریګی لوم اوسیلټ لوم ده په نموړی خاوره کی کچاو یو شان عوټۍ تولید ولای شی .

دکچالو دکرځمکه دتخم دکرلو ترمخه تیاریږی ،که چیرې امکان ولری داوړی په موسم کې دکچالو ځمکه قلبه شی اوشدیاره پاتی شی. داکاردخاوری سره انتقالیدونکی ناروغیو اوګنده بوټودکنترول سبب کېږی کله چی دکچالو لپاره ځمکه تیاره شوه په هغی کی دکچالو کښت صورت نیسی.دځمکی دقلبه کولو عملیی زیاتره دخاوری په نوعی پوری اړه لری یعنی که خاوره مټینه وی څو ځلی قلبی کول ته اړه لری اوکه خاوری ریګی خواص درلوده کمو کرنیزو عملیو ته ضرورت پښیږی.(۲) 

۲.  دکچالو دتخم دتولید لپاره دپاک تخم سرچینه:Seed source

که چیری وغواړو دکچالو دتخم ښه جنس ولرو اوتولید یی کړو ترټو لو لومړی باید دتخم منبع معلومه وی اودبااعتماده سرچینو څخه واخیستل شی او کوم تخمونه چی بزګران یی تولیده وی باید د۴-۵ کالو وروسته عوض شی ، دیادونې وړده چې تخم باید دنامعلومو منابعو څخه وانه خیستل شی.(۲)

ممتازه اوپر حاصل نوعی چی دتجربوڅخه لاس ته راغلی عبارت دی له کفری چندراموکی، کفریلوکروسی ۳۷۲۱ هندی نوعی دی چی ددی جملی څخه  چندرامکی زودرس نوع ده.(۴)

دکچالو محلی نوعی عبارت دی له ۱- شین ګلی ۲- سپین ګلی ۳- چارمغز پاڼی

 

۳. دتخم اندازه اومقدار: Seed size and rate

دتخ دتولید اوتکثیر لپاره باید چی د۴۰-۸۰ ګراموپوری د کچالو وزن وی اوپه زیاته اندازه نیشونه ولری نو داتخم دکرلو لپاره مناسب دی. دکچالو دتخم مقدارپه یوه جریب ځمکه کی د۴۰۰-۶۰۰ کیلو ګراموپورې سفارش ورکول شوی دی مګر دامقداربیا هم دتخم داندازی پورې تړلی دی.(۲)

غټ کچالو باید په دوه یاڅلورحصو تقسیم نشی ځکه چی په خاوره کی په میکروب اووایروس باندی دهغی دملوث کیدو امکان شته اوهمدارنګه اوبه دهغی څخه خارجیږی او چملکیږی.

تخمی کچالو باید داستراحت دوره چی د۳-۲ میاشتو پوری ده بشپړه کړی اومخکی دکرلو څخه باید دڅو جوانو درلودونکی وی .همدارنګه باید دقطع کوونکو چنجیو لپاره باید ۵۰۰ ګرامه  دپیترکس په یو جریب کی اویا دوه کیلو ګرامه فیورودان په یو جریب کی مخکی دکرلو څخه دبستر دآماده کولو په وخت کی استعمال شی.(۴)

 

۴. دتخم تیارول:Seed preparation

دتخم دتولید په مقصد چې کچالو کرل کیږی د۱۰-۲۰ورځی مخکی دکرلو څخه دیخو خونونه  ویستل شې اوپه ازاده هوا کې په یوه نازکه طبقه باندې ر ڼایی ته هموار واچول شی تر ځودنیش لپاره تیارشی. ددی لپاره چی دکچالو ښه کرونده ولرو اوتیغ وهل هم یو قسم وی .دکچالو تخم بایدنیشونه ولری اوکوښښ وشی چې دکچالو دډیرۍ څخه وراسته او بی نیشه تخم لرې کړی.

 

۵. دسری استعمال: Fertilizer application
    دحیوانی سری استعمال دکچالو لپاره زیات مهم دی ځکه چی حیوانی سره دخاوری ساختمان اصلاح کوی په خاوره کی داوبو دساتنی موده زیاتوی اوځمکه نرمه ساتی نو ځکه لازمه ده چی په زیاته پیمانه دکچالوپه کرونده کی استعمال شی.(۴)

دکیماوی سری استعمال په افغانستان کښی ۷۵ کیلوګرامه یوریا او ۵۰ کیلوګرامه   ډی ای پی په یوجریب کچالوکښی.سفارش ورکول شوی دی .دفارمی سری داستعمال څخه وروسته پټی باید قلبه شی ترځو دقلبی په واسطه سره دخاورې سره ګډ وډه شی.نیمایی مقدارنایتروجنی سرې اوټول مقدار دفاسغورسی اوپو تاشیمی سرې مخکې له کرلو څخه په لیکه کې باید واچول شی اوپه مساویانه ډول ټولی کروندی ته ورسیږی. اودنایتروجنی سرې پاتی برخه دخاورې ورکولو په وخت کې باید استعمال شی .لارښونه کیږی چه یوریا باید هیڅکله دتخم دکرلو سره یوځای استعمال نشی څکه چه یوریا په مستقیم تماس کچالو خسا کوی.(۲)

۶. دکرلو وخت:Planting time

دکچالو دتخم دکرلو وخت زیاتره دسیمی په آب هوا اونوع پوری اړه لری همدارنګه د تودوخی په لوړه درجه  کې مختلف قسمونه دکچالو مختلف عکس العمل له ځانه ښکاره کوی یعنی کچالو هغه قسمونه چی دګرمۍ په مقابل کې مقاومت لری اودپخېدو موده یې زیاته وی نسبت هغه انواعودکچالو ته چی دپخیدوموده یی لنډه وی دوخته کرل کیږی .اوبه خورد کچالو دکرلو څخه مخکښی ددیې سبب کیږی چې د کچالو د تیغ وهل فیصدی لوړه کړی اودحرارت دکموالی سبب وګرځی.(۲)

دشپی لوړه تودوخه دورځی دلوړی تودوخی يه پرتله حاصل ته زیات تاوان رسوی یوی څیړنی ښودلی ده هغه کچالو چی دورځی له پلوه ۲۳-۱۲ درجه دیسانتی ګیراداودشپی له پلوه ۱۴-۱۰ درجوکی وروزل شی لوړحاصل یی ورکړی همدارنګه دخاوری تودوخه دحاصل په اندازه کی بی اغیزی نده.(۱)

کچالو په ټیټتومنطقو د۵۰۰-۳۰۰ مترلکه ننګرهار، لغمان اوکنړپه دوه وختونو کی کرل کیږی لومړی ۲۰-۱ دمیزان دتخم لپاره او۱۵ دقوس باندی یی حاصل را ټولول کیږی چی دادتخم لپاره دکچالو دټولولو ښه وخت دی ځکه چی پدی وخت کی نباتی سپږۍ په زیاته پیمانه وجود نلرې اودحاصل لپاره ددلوی په میاشت کی حاصل را ټولول کیږی.

دوهم کښت یی دجدی په نیمایی کی دی اودثوردمیاشتی په ورستیوکی یی حاصل راټولوکیږی.

 په شمال ختیځو سیمو کی لکه بغلان، کندز اوتخارکی دقوس ۱۵نه دجدی تر۱۵ پوری کرل کیږی او دثورپه آخر اوجوزاکی یی حاصل راټولول کیږی په نموړو سیمو کی دواوری اوباران څخه زیاته استفاده کوی نوځکه لږ اوبو ته ضرورت پښیږی.

په متوسطه ارتفاعاتوکی لکه کابل، پروان، لوګر، غزنی،وردګ اومیدان کی دحمل په میاشت کی کرل کیږی  اودسرطان په میاشت کی یی حاصل راټولول کیږی مګر د تخم  دلاسته راوړلو په خاطرلږڅه ناوخته کرل کیږی اودسنبولی په آخر کی یی حاصل راټولول کیږی.(۴)
په لوړومنطقو کی لکه بامیان دثورپه میاشت کی کرل کیږی اودمیزان اوعقرب په میاشت کی یی حاصل راټولول کیږی . 

کچالو دنمو له پلوه په دریو ګروپو ویشل شوی دی.

۱- هغه کچالو چی ودیزفصل یی ۱۲۰-۹۰ ورځی پوری وی.

۲- هغه چی ودیزفصل یی د۱۵۰-۱۲۰ ورځی وی.

۳-هغه چی ودیز فصلیی د ۱۸۰-۱۵۰ ورځی وی. (۴)

 

۷. دکرلو طریقه :Planting method

کچالو په څلور طریقوسره کرل کیږی

۱- په همواره ځمکه کی کرنه

 ۲-په جویه باندی کرنه

۳- دجویه په یواړخ باندی

۴-دجویه په دواړو اړخونو باندی(۴)

کله چی ځمکه دکچالو دکرلو لپاره تیاره شی دهغی څخه وروسته باید په ځمکه کی لیکې ویستلی شی ،فاصله په مابین د دوو لیکو کې ۶۰-۷۰ سانتی متره په نظرکې ونیول شې اوپه دې ویستل شوو لیکو کې کچالو ایښودل کیږی اوفاصله په مابین ددوه تخمونو دکچالو کی ۲۰ سانتی متره ښودل شوېده.وروسته دکرلو څخه په کچالو باندی دلاس،بیل،قلبی یا پشتی جوړوونکې ماشین په واسطه ۱۲-۱۵ سانتې متره پورې خاوره واچول شی.دکچالو دکرلوپه وخت کې ۲-۳ کیلو ګرامه فیو رادان ایس چی درمل په یو جریب ځمکه کې باید استعمال شی. داباید په پام کې ونیسو چې پریکړل شوی تخم دکچالو دتخم دتولید لپاره مه کری.(۲)

۸. اوبه خور:Irrigation

مناسبی اوبه دکچالو ودی اونمو لپاره ډیر ضروردی دابو کموالی که څه هم دلنډی مودی لپاره و ی کچالو زیانمن کیږی څکه  چی په وچه خاوره کی تیوبر نمونشی کولای برعکس زیاتی اوبه په خاوره کی داکسجن کموالی رامنځ ته کوی .(۳)

دآبیارۍ حساس وخت  دتیوبر دتشکیل وخت دی اوپه دی وخت کی دابو کموالی دکچالو په نموباندی بد تاثیر لری.

په عمومی ډول اوبه باید ۷-۱۰ ورځی وروسته ورکړل شی په اافغنستان کی کچالودجویه اوپه مارپیچی ډول اوبیږی.(۴) 

کله چی ځمکه دکچالو دکرلو لپاره تیاره شی دکرلوپه وخت کې باید په ځمله کې په کافی انازه لنده بل موجودوی کچالو دکرلوڅخه مخکښی اوبه خور ددې سبب کیږی چی کچالو یو شان تیغ ووهی. که چیری دکچالو دکرلو ترمخه اوبه خورونه شی باید وروسته دکرلو څخه ژرترژره دکچالو دکروندوته اوبه ورکړل شی اوپاتی اوبه خورد الوګانو کروندې ته هغه وخت ورکول کیږی کله چی ورته ضرورت پیښ شی دکچالو داوبه خور موده ز یاتره دخاورې دنوع پوری اړه لرې لکه ریګی خاوری دمټینو خاورو په نسبت په مکرر ډول اوبو ته ضرورت لری دا باید هیر نه کړوچی د کچالودښه حاصل دلاسته راوړلو لپاره سپکی خاوری اومناسب اوبه خور ته ضرورت لری دکچالو په کردونده کښی باید داوبو سطحه دپشتې دارتفاع دنیمایی څخه ښکته وی .زیات اوبه خور دکچالو حاصل کموی اوکچالو خساکیږی د۱۲-۱۵ ورځی مخکې دساقو دپریکول څخه دکچالو په کرونده اوبه خور باید بند کړی شی .(۲)

۹. کرنیزې عملیی:Inter- cultural operation

دکچالو دکرلو څخه یوه میاشت مخکښی ځمکه باید اوبه خورشی. کله چې پټی ته دکرلوترمخه اوبه ورکړل شی دګنده بوټو زیات قسمونه وده کوی اووروسته داګنده بوټی دقلبی کول په واسطه له منځه ځی اوکرونده دکرلولپاره تیاریږی . دکچالو بوټی څه وخت چی د۸-۱۰ سانتی مترپه اندازه نمو وکړی (دکرلوڅخه ۳۰-۲۵ ورځی وروسته ) دلاس یا قلبی په واسطه پشتی او لیکی جوړیږی اودنایتروجنی سری پاتی نیمایی اندازه (یوریا) په لیکه کی اچول کیږی دسری داچولو څخه وروستته پشتې ته خاوره ورکول کیږی که چیرې خاوره ورکول پشتوته یوڅه وځنډیږی ددې امکان شته چی سټولونونه زیان ومومی اود کچالو دحاصل دکمو والی سبب ګرځی .(۲)

 

۱۰. څارنه او دنامطلوبو بو ټو لرې کول :Monitoring and rouging

ددی لپاره چی دکچالو دتخم ښه جنس ولرو .دناروغو اوبېګانه بوټو څارنه دالوګانو په کرونده کې ډیره ضروری ده. د کچالو دکروندې څخه کم ترکمه درې ځلی کتنه وشی ترڅو وکولای شوبیګانه او ناروغه بوټی دکروندی څخه لرې کړو اوعلایم لکه تورخالونه ،دپاڼو تاوېدل اونوروایروسی امراض دکچالو کرونده کې ولیدل شی باید دکروندی څخه ژرترژره لرې کړای شی.لومړی روګنګ دشنه کېدو څخه وروسته اوبوټی ته دخاورې ورکولوترمخ باید سرته ورسیږی دوهم روګنګ د۵۰-۴۰ ورځی دکرلو وروسته صورت ومومی اودریم روګنګ دساقو له پری کول ترمخه باید سرته ورسیږی ترڅو دښه جنس لرونکی اومطمین تخم لاس ته راشی دابایدپه پام کښې ونیسو چی دناروغ اوبیګانه بوټوسره یوځای کچالو دکروندې څخه ویستل شی ترڅو وایروس سالموبوټوته انتقال نشی.(۲)

 

11-دنباتاتو ساتنه: Plant protection

دکچالودکرلوپه وخت کی په یوجریب ځمکه کی ۳ کیلوګرامه حشره وژونکی دانه داردرمل چی سیستمیک خواص ولری لکه فیورادان ، اچول کیږی چی دادرمل دتوری سپږی ، شاپرک اویا دپا ڼو ملخ په مخنیوی کښی مهم رول لری اوهمدارنګه دوایروسی ناروغیو څخه مخنیوی کوی. د۴۵-۴۰ ورځو پوری ددانه دار حشره وژونکی درملو تاثیر پاتی کیږی دوه یا دری دواپاشی دکنفید ورایس ایل ۱۰۰ درملو په واسطه ۲۰-۱۵ سی سی په شل لیتره پمپ کښی چه دیوه جریب لپاره دوه پمپ کفایت کوی دکچالو په ځمکه کې په وقفه د۱۵-۱۲ ورځو استعمالیږی بیا همداموده دسپږیو په حملې پورې اړه اری دآتشک بعدی ناروغۍ دمخنیوی لپاره یوه دواپاشی دډایتین ایم ۴۵ یا منکووزیت ،درملوپه واسطه یوجریب دکچالو ځمکه کې ۳۵۰ ګرام ددواړو نوعو یعنی حساس اومقاوم نوعو لپاره استعمالېږی. دآتشک بعدی په مقابل کی دکچالو حساس قسمونه بیا په وقفه د ۱۵-۱۰ ورځو کې دډایی تین ایم ۴۵ درملو په واسطه دواپاشی تکرار شی مګر دا دوا پاشی بیا هم په اب هواه پوری اړه لری که چېری داناروغۍ په دی درملو کنترول نه شی موږ کولای شو چه په عوض کې یی ریډومل ۸۰۰ ګرام پّ یو جریب ځمکه کې دواپاشی کړو.(۲)

 

۱۲. دساقې پرې کول:

دکچالو په پاڼوباندې دسپږو دزیاتی حملې اونفوس ترمخه باید چی دکچالو ساقی  نژدی پریکړی شی . دکچالو ویستل شوې څېلۍ دپشتو له پاسه باید واچول شی ترڅو لوڅ کچالو دلوړی تودوخی اولمر دمستقیمو وړانګو دخطر څخه وساتل شی. دکچالو دشاخچو دوهم ځل ودی باید مخنیوی وشی ترڅو حشره ونه کړی شی چه وایروسی ناروغۍ انتقال کړی.

 

۱۳ ‎.دحاصل راټولول:Harvest

مخکی دوخت څخه دکچالو دحاصل راټولونه دهغی په کمیت اوکیفیت باندی منفی  تا ثیر لری.یعنی دهغی پوست نازک او ژر زخمی کیږی اوپه وایروسی اوبکتریای ناروغیو باند ی اخته کیږی دکچالو دپخیدو عالایم دپورتنی قسمت وچیدل دی .(۳)

دساقی دپریکولو څخه ۱۵-۱۰ ورځی وروسته دکچالو باید ټول شی ترڅو دکچالو پوستکی پنډ اوکلک شی کچالو دبیل یا قلبی یا تراکتور پواسطه واویستل کیږی اودلاس پواسطه باید راټول کړی شی داباید هېرنکړو چې دکچالو درایستلو په وخت کې دخاورې لنده بل په منځنۍ سطحې سره (نه ډیر لمده اونه ډېره وچه وی ) ترڅو کچالو متضررنشی وراسته کچالو دراویستلو په وخت باید جداشی ترڅو دکچالو سالم تخم ته زیان ونه رسیږی دکچالو راجمع شوی تخم د۱۵-۱۰ ورځو لپاره دډېرۍ په شکل وساتل شی اودکچالو دجمع کولو اوانتقال په وخت باید چې ډېراحتیاط وشی ترڅو کچالو دزخمې کېدو څخه خوندې پاتی شی.

۱۴. درجه بندی:Grading

دکچالو دډېرۍ کولو څخه وروسته کله چې پوستکی دکچالو کلک اوپنډشودکچالو دتخم درجه بندی شروع کېږی اوداکار ددې سبب کیږی چی دکچالو په مارکیټ کښی دخرڅلاو ښه بازار پیداکړی په عمومی ډول دکچالو تخمونه په څلوروډولودرجه بندی کېږی چه اول اودوهم اندازه یی دتخم لپاره استعمالیږی.

۱)  وړوکی اندازه کچالو ۲۵ګرامه څخه کم وزن ولری.

۲) منځنۍاندازه کچالو ۶۰-۲۵ ګرامه وزن ولری.

۳) عټه اندازه کچا لو ۱۰۰-۶۰ ګرمه پورې وزن ولرې.

۴) اود۱۰۰ ګرامه څخه زیات وزن ولری.

له دی څخه علاوه  موږ کولای شو ددې څخه دټیټې اوغټې اندازې کچالو هم په یخو خونو کښې ذخیره کړو اوبیا یې دتخم لپاره استعمال کړو مګر دکچالو دکرلو فاصله په مابین ددوو کچالو کې دکچالو داندازی په اساس تعینیړی.

دکچالو تخم به بازارکښی دخوراک دکچالوپه نسبت باید په لوړ قیمت خرڅ شی .

 

۱۵. په درملو دتخم ککړول :

درجه بندی شوی کچالو دمعمولی پاکو اوبو په واسطه ومینځل شی اووروسته دمینځلو څخه د یوریک اسید په ۳٪ محلول کې د ۲۰ دقیقو لپاره غوټه کړای شی ترڅو دسطحې ناروغی لکه  جرب تورداغونه اوبیکتریای اماضو مخه ونیول شی اوهمدارنګه کولای شوچی  دیوریک  اسید ۵٪ محلول دکچالو له پاسه دواپاشی کړوچې داکارهم دناروغیو دمخنیوې سبب کیږی په درملو  ککړشوی کچالو لومړی باید په سیوری کې وچ شی او وروسته دوچوالی څخه په بورۍ کې واچول شی اوپه یخو خونو یا ذخیره کښی په منظم ډول ځای په ځآی شی ترڅو دچاپر یال دتودوخی لوړه درجه دکچالو په تخم منفی اغیزه ونه کړی.

  پایــــــــله:

کچالو دغنمواو وریجو په شان دنړۍ دمهمو خوراکی موادو له ډلی څخه شمیرل کیږی دآفغانستان طبعی محیطی شرایط دکچالو لپاره خورامساعد دی .

 په افغانستان کښی کچالو دوهم با ارزښته اوعایداتی نبات دی. کچالو په   وردګو ،بامیان ،غزنی، بدخشان، بغلان، کابل ، لوګر،ننګرهار،لغمان،کنړ.کښی کرل کیږی 

د۱۹۷۷-۱۹۷۹ کال داحصاءیه له مخی دکچالو کرنه په افغانستان کی۱۹۰۰۰ هکتاره اوتولیدات یی ۲۰۰۰۰۰ ټن دی چی حاصل یی په یوهکتارکی ۱۰۵۲۶ کیلوګرام یا ۲۱۰۵ کیلو په یو جریب کی دی.

په نړی کی دکچالو دښه جنس تخم اوحاصل ورکوونکی قسمونه اواصلاح شوی کرنیزی عملی دکچالودحاصل دلوړوالی سبب شوی دی

دافغانستان په هره سیمه کی که وغواړو دکچالو دښه جنس تخم تولیدکړو باید لاندی ټکی په پام کی ونیول شی.

۱- خاوره باید دنیماتودونو اوناروغیو لکه معمولی جرب،دکچالو ورستوالی اوبکتریا یی ناروغۍ ونلری.

 ۲- لږ ترلږه باید د۸۰-۹۰ ورځو یا دکچالودکروندی په شاوخواکی نباتی سپږی موجودی نه وی ترڅوکچالو په نورمال ډول خپله وده سرته ورسوی.

 ۳- که دکچالو دودی په وخت نباتی سپږی ولیدل شی باید فوراحشره وژونکی سستیمک درمل استعمال شی.

 

ماءخذونه

۱-  حمزه خیل،نورګل،کال۱۳۶۳” دسبوروزنه“ د کابل پوهنتون خپرونی  ص  ۷۰-۶

۲- عارف.رضوی،سیدجاوید کال۲۰۰۶ع ” دآلوګانو دپاک تخم دتولید لاسی     کتاب“ ICP,ICARDA) ( ص۸-۱ .

۳- حسینی .سکندر،کال۱۳۷۹” سبزیها“ ناشر اداره کتابخانه های سیاراریک ص۷۶-۸۱

4- http://www.Ferishtaseyid.blogfa.com

5- http://www.eresaneh.com

6-http://www.ardalan.id.ir/forum/post-1657.html

7-http://www.google.com/potato seed pruduction

سرپاڼه