دافغانستان په ملي اقتصادكې دكرنې رول

كرهڼه دافغانستان دملي افتصاد لويه او ډيره مهمه برخه ده چې دكارځواك  يا بشري نيرو ۶۱%اوټول نفوس ۸۱-۸۵%برخه يې بوخته ساتلي ده په افغانستان كي دكرهني دسكتور (څانګې) فغاليت درضايت وړ نده دا په ټولنيره توګه دكرهنې په دوديزولا رو چارولاره ده بي سواده اوناخبره وګړي نه هڅول كيږي او ترټولو مهمه داچې طبعي وخيموپيښو لكه سېلاب ، دملخانو بريد څخه ناخبرتيا ،دتكنالوجۍ ورورسته پاتې والى ،

دوديزي لاري چاري دبزګرانو دپوهي دسوېي تيټوالې او ترويجي خدمتونو نشتوالي يې مهم توكى دي افغانستان په بنسټيزه توګه ددټيټي سويې توليدونكى کرنیز هيواد دي  پدي حالت كي مونږ دترويجي خدمتونو اغيزمنتيا ته اړ تيا لرو دكرهني عنغنوي لاري چاري په نو يو ساينسي لارو چارو اړولو ته کرنیز ترويج وايې چي دا تكنالوجي  لكه دحاصلاتو زياتوالي ، دناروغيو او دحشراتو دبريد په وړاندي مقاومت ،کرنیزو چارو سمون،تجارتي سري  دنيالګيو دخوندي ساتلو لاري چاري رانغړي مونږ دا ويلايې شو چې ترويجى خدمتونه دكرهني په پرمختياكي مهمه ونډه لري کرنیزه پرمختيا او دكليوالي وګړو ترمنځ پراخ بدلون دکرنېز ترويج خدمتونو په واسطه ترسره كيږي دانه يواځي پرمختللي تكنالوجي دكرهني له څيړنيزو مركزونو څخه بزګرانو ته ليږدوي بلكي دبزګرانو داهميت وړ پوښتني او ستونزي نوموړي مركزونو ته هم رسوي په دي طريقه زمونږ کرنیز ساينس پوهان له ساحوي ستونزو څخه باخبره ساتل كيږي

زماسيمنا ر چې ددكرهني او ترويج خدمتونو په اړه دي  ددووبرخولرونكي دى

يعني دافغانستان کرنیزه برخه او په افغانستان كي ترويجي خدمتونه زه هيله من يم چي دا به په ښه توګه ترلاسه شي زه او زمونږ دكرهني ځانګړي پوهان دي ته چمتو يوو چي دكرهنې دپرمختياله لاري خپل هيواد ته خدمت وكړوهمدارنګه دا ليكنه دافغانستان كليوالي پرمختيااو کرنیزه څانګه كي دترويجي خدمتونو اهميت په ډاګه كوي

 

دافغانستان دکرنې دسكتورپيژندنه

دافغانستان په بنسټيزه توګه يو کرنیز هيواد دي چې تر ۸۰% زيات وګړي يْ په كليوالي سيمو كي ژوند كوي په ۱۳۰۴كال كي کرنیز ارزښت دټول          D.G.P ۴۸.۵% اټكل شوي دي دټول هيواد دځمكي د۱۲% کرنیزه ، دكښت وړ ۴۶% دايم څړ ځايونه  او ورشو ګاني ۳%ځنګلونه او پاتي ۳۹%غيري کرنېزي برخي جوړوي كرهنه په افغانستان كي دملا دتير حيثيت لري كه څه هم دڅوولسيزو  جګړو او وروستيو پنځه كلنونو وچكاليو کرنیزفغاليتونو ځپلي دي  چي  دطبعي سرچينو په كمو لو كي لويه ونډه درلود لي ده غنم اووريجي ،جوار،اوربشي ،ږدن ،يې دغلي حاصلات جوړوي يني مهمي او مشهوري ميوي يې ،انګور،مڼي ،هندواڼي  ،خټكي ومندتي او اناردي همداسي .مولي ،كچالو ،رومي بانجان ،پالك دسبزي جاتو له جملي څخه دي پورتني ټول محصولات دكورني مصرف او بهرته دليږدولو لپاره توليديږي وچي ميوي او مندتي دافغانستان صادرات دي

 

دکرنې په اړوند احصايوي ارقام يا دکرنې احصايه

دوروستيو دوولسيزو لپاره کرنیزه شميره سېستماتيكه ټولونه او تحليل نه

دي ترسره شوي داوږدي مودي جګړي دمعلوماتو  رامنځ ته كړي هغه اوس دمركزي شميرني  دفتر دکرنیزي احصايې دراټولو لو او تحليل ته تياري نيسي

۱:جدول-(۲۰۰۲-۲۰۰۳)كال كي كارول شوي ځمكه په هكتار

کال ۲۰۰۳

کال ۲۰۰۲

دمساحت له مخي دځمكي استعمال

شماره

۶۵۲۲۳

۶۵۲۲۳

   دځمكي ټولنيز مسا حت

۱

۱۳۸

۷۵

وريجي غلي

۲

۳۰۰۰۰

۳۰۰۰۰

وريجي او وښياڼه

۳

۱۷۰۰

۱۷۰۰

ځنګل

۴

۵۵۶۱۳

۵۵۷۷۰

غيري کرنېزه ځمكه

۵

۲۵۶۱۳

۲۵۷۷۰

نوره ځمكه

۶

۹۶۱۰

۹۶۵۳

کرنېز مساحت

۷

 

سرچينه :دكرهني وزارت

 

۲:جدول- كرهني ته چمتو شوي ځمكي مساحت (حاصل په    هكټار) ۲۰۰۲-۲۰۰۳ كالكي

کال ۲۰۰۳

کال ۲۰۰۲

كرهنتوكي

شماره

۴۲۰۷۰۰۰

۳۷۳۷۰۰۰

Cerial cropغلي داني-

۱

۳۴۸۰۰۰۰

۲۶۸۶۰۰

Wheat       غنم       -

۲

۲۶۰۰۰۰

۳۸۸۰۰۰

Riceوريجي

۳

۲۴۰۰۰۰

۳۴۵۰۰۰

Barley           اوربشي

۴

۲۱۰۰۰۰

۲۹۸۰۰۰

Corn                 جوار

۵

۱۷۰۰۰

۲۰۰۰

Millat

۶

۴۳۴۰۰۰

۲۶۲۰۰۰

 كچالوجوغنه (لبلبو)

۷

۳۵۰۰۰۰

۲۳۰۰۰۰

Potato                                                         كچالو

۸

۸۳۰۰۰

۳۸۰۰۰

Sugar can

۹

۱۰۰۰

۱۰۰۰۰

 Sugar beat  جوغنه(لبلبو)

۱۰

۵۸۴۰۰

۶۸۹۰۰

مندته(زړي ) او زيتون

۱۱

۴۲۱۰۰

۵۰۰۰۰

لوبيا (وچ زړي)

۱۲

۷۰۰۰

۹۰۰۰

بادام

۱۳

۳۲۰۰۰

۵۰۰۰

غوز

۱۴

۲۲۰۰

۲۸۰۰

پسته

۱۵

۸۰۰

۱۰۰۰

Nut sues

۱۶

۲۴۰۰

۱۱۰۰

 Olive زيتون

۱۷

 سر چينه دكرهني وزارت

 

۳-جدول: دنباتاتو حاصلا(   MT     )(۲۰۰۲-۲۰۰۳)

کال ۲۰۰۳

کال ۲۰۰۲

كرهنتوكي

شماره

۴۲۰۷۰۰۰

۳۷۳۷۰۰۰

غلي داني – Ceria crop

۱

۳۴۸۰۰۰۰

۲۶۸۶۰۰

غنم

۲

۲۶۰۰۰۰

۳۸۸۰۰۰

وريجي

۳

۲۴۰۰۰۰

۳۴۵۰۰۰

اوربشي

۴

۲۱۰۰۰۰

۲۹۸۰۰۰

جوار

۵

۱۷۰۰۰

۲۰۰۰

ږدن

۶

۴۳۴۰۰۰

۲۶۲۰۰۰

كچالو+جوغنه لبلبو

۷

۳۵۰۰۰۰

۲۳۰۰۰۰

كچالو

۸

۸۳۰۰۰

۳۸۰۰۰

   ګني

۹

۱۰۰۰

۱۰۰۰

جوغنه

۱۰

۵۸۴۰۰

۶۸۲۰۰

مندته اوزيتون

۱۱

۴۲۱۰۰

۵۰۰۰۰

لوبيا

۱۲

۷۰۰۰

۹۰۰۰

بادام

۱۳

۳۲۰۰

۵۰۰۰

غوز

۱۴

۲۲۰۰۰

۲۸۰۰

پسته

۱۵

۸۰۰

۱۰۰۰

نحود باب

۱۶

۲۴۰۰

۱۱۰۰

زيتون

۱۷

  سرچينه دكرهني وزارت او     FAO       او     WFP

 
۴:جدول :۲۰۰۲-۲۰۰۳كال كي دميوو اوسبزيجاتو كرل شوي ځمكه(هكتار)

شميره

كرهنتوکی

۲۰۰۲

۲۰۰۳

۱

ټوله ميوه

۱۰۲۰۱۰

۱۴۲۷۰۶

۲

ليمو

۷۷۰

۱۰۰۹

۳

مڼي

۲۳۵۰

۳۹۳۵

۴

ناك

۳۲۰

۴۳۵

۵

مندتي

۵۱۵۰

۷۰۰۷

۶

شفتالو او تنكي شفتالو

۱۹۲۰

۲۶۱۱

۷

الوچې الوبالوګيلاس

۴۵۰۰

۶۱۱۹

۸

Stone fruitiness fresh

۳۰۰۰

۵۵۷۹

۹

Berries ness

۶۶۰۰

۸۹۷۵

۱۰

انګور

۵۲۰۰۰

۶۶۴۶۰

۱۱

هنداڼه

۷۸۰۰

۱۱۲۰۰

۱۲

خټكي

۲۱۰۰

۸۹۶۰

۱۳

انځر

۳۳۰۰

۴۰۰۶

۱۴

Fruit freshness

۱۰۷۰۰

۱۴۵۵۰

۱۵

نارنج مالټه

۱۵۰۰

۱۸۶۰

۱۶

نباتي تيل

۱۴۵۵۰۰

۸۳۵۵۰

۱۷

لمرګلي يا افتاب پرست ګل

۱۱۵۰۰

۱۵۷۵۰

۱۸

كونجتي زړي

۳۵۰۰۰

۱۸۹۰۰

۱۹

پنبه دانه

۶۰۰۰۰

۳۰۰۰۰

۲۰

Line seed

۳۹۰۰۰

۱۸۹۰۰

۲۱

Vegetable freshness

۵۷۰۰۰

۲۲۹۴۹

۲۲

يوشمير طبي بوټي

۵۷۰۰۰

۲۲۹۵۹

۲۳

Anise boding      feld

۴۵۰۰

۴۵۰۰

 

سرچينه او  دكرهني وزارت او FAO

۵جدول: په ۲۰۰۲-۲۰۰۳كال كي مالداري

شماره

څاروي

کال ۲۰۰۲

کال ۲۰۰۳

۱

غوا –غوايي

۳۷۱۵

 

۲

اس

۸۷۷۳

 

۳

اوزه

۷۲۸۱

 

۴

چرګ اوچرګي

۱۲۱۵۶

 

۵

اسونه

۱۴۱

 

۶

خره

۱۵۸۸

 

۷

كچري

۲۵

 

۸

اوښان

۱۷۵

 

سرچينه دكرهني وزارت F.A.OاوW.F.P

 

لكه څنګه چي مونږ وويل ټكنالوجي او کرنیزي لاري چاري لومړني اودوديزي دي او دبزګرانو كار پوهنه اومهارتاومعلومات په ټيټه كي دي له همدي امله په  يو وااحد كي محصولات ډيرلږدي

درښتيا په لاندي ډو ل كتلي شو

شميره

غله

۲۰۰۳كال كي دافغانستان حاصلات kg/jreeb

په۲۰۰۳كي دپاكستان حاصلات                      kg/jreeb

۱

پنپه او مالوچ

۳۴۵

۵۷۲

۲

ګني

۲۵۰۰۰

۴۹۷۳۸

۳

غنم

۱۵۰۰

۲۳۷۵

۴

وريجي

۱۳۳۳۳

۱۹۷۰۲

۶: جدول : دافغانستان او پاكستان دغلي دحاصلاتو  ترمنځ پرتله

سرچينه دكرهني وزارت  .F.A.O دپاكستان دكر

 

۷جدول: په ۲۰۰۴كال دنباتاتوحصلات

شماره

كرهنتوكي

ټول توليدH.T )

حاصلاتKG/ha

۱

غلي داني Cerial crop

۴۲۰۷۰۰۰۰

۱۳۷۷

۲

غنمWheat

۳۴۸۰۰۰

۱۵۰۰

۳

وريجي  Rice

۲۶۰۰۰۰

۱۳۳۳

۴

اوربشي Barley

۲۴۰۰۰۰

۸۸۹

۵

جوارcorn

۲۱۰۰۰۰

۸۴۰

۶

ږدنMallet

۱۷۰۰۰

۸۵۸

۷

كچالو+جوعندر

۴۳۴۰۰۰

۱۷۸۰۹

۸

كچالوPotato

۳۵۰۰۰۰

۱۶۶۶۷

۹

ګنيSugar can

۸۳۰۰۰

۲۵۰۰۰

۱۰

جوغندر لبلوSugar beat

۱۰۰۰

۱۲۴۸۶

۱۱

مندته.زړي اوزيتون

۵۸۴۰۰

۱۰۷۰

۱۲

لوبيا

۴۲۱۰۰۰

۱۰۷۱

۱۳

بادام

۷۰۰۰

۱۲۲۸

۱۴

غوز

۳۹۰۰

۱۲۵۸

۱۵

پسته

۲۲۰۰

۶۰۸

۱۶

Natsues

۸۰۰

۸۸۹

۱۷

زيتوOlive

۲۴۰۰

۱۰۰۰

سرچينه دكرهني وزارت او F.A.Oاو W.F.P

په ۲۰۰۳ كال كي رښتنې  G.D.Pتر۱۵.۷% پوري وده كړي په وده كي دكرهني ۱۶.۹% دصنعت ۱۱.۹%او

 نورو خدمتونو ۱۶.۶% برخه ده  د

G.D.P  ۴۸.۵%كرهني څانګه ۳۰.۷%خدمتونو څانګه ۱۹.۴%صنغت او بيا رغونه ۱.۴%وا ردات اوماليه ده

                             

 صنعت او بيا رغونه ۱۹.۴%                                     

   خدمتونه ۳۰ .۷%                                      

 واردات او ماليه ۱.۴%

 

كرهڼه ۴۸.۵%

۲ : بڼه د افغانستان د ملي اقتصاد جوړښت

 

دافغانستان كرنې  كړند لاره

په افغاانستان كي ترټولو ښى ګډې ترويجې لارې چاري ترويجې زده كړي عيري رسمې او يا په بله وينا  له ښوونځي بهر دخپلې خوښې زده كړي دي  او داسي تعريف  كيداې شي چې له رسې چوكاټ څخه بهر ديوې ډلې لپار ه دځانګړي اړ تيا په بنسټ تنظيم شوي سيتميكې ښووني ته ويل كيږې دا دكرهنې دترويج دلويانو دسواد زده كړي منډ تر ړي او دروعتيا او خوړو پروګرام رانغاړي ده ترويج مامورينو لومړي مسوء ليت  دكلي والي ټولنې پوهول دي ځني تخنيكونه اولاري چاري داسې دي چې دترويج مامورين تري دزده كړي چاپيريال جوړوي او نويو زده كونكو ته زيات معلومات اوكارپوهنه ليږدولي شي دښي لارې چارې په ټاكنه كي لاندي ټكې بايد په پام كي ونيول شې

۱- يوه لاره چاره له بلي غوره نه ده نوله همدي امله په افغانستان كې دترويج كاركونكې دي  حالت ته وړ تخنيك وټاكي

۲-په پروګرام كې دي  دښوونې څو لارې چارې وكاروي  دا ثابته شوې ده چې يو زده كونكي ته له ګڼو لارو نوي معلومات ليږديداي  شي

۳- كله چې دوه لاري وكارول شي نو په پروګرام كي موجود معلومات لا زيا ت تقويه كيږې

۴- داړتيا په مهال ليد توكې  visual aidsاوليكلي شيان وكاروي په افغانستان كې ځنې لارې چاري ارزښت لري اوځنې يې نه لري

مونږ په افغانستا ن كي دپراختيا لارو چارو له بيلا بيلو ډولونو سره بلد يوچې په لاندي ډول يې يادولي شو.

۱-انفرادي  :دكوراوكروندي  ملاقات،كور ليدنه ،تظاهر پاېله ، دفتري ملاقات، ځاني ليكونه او ټيلفون غږونه

۲- ډليزى چارې: څرګندونې .غونډې .ډليزى خبرې اترې  ،مركې جرګې ،سمپوزيم ،سمينار ، لكچر ،دبزګرانو روزنيز ښوونځې سفر ،څيړنځمكهand field flag methods,  tour, field day, field trip,   دالاري چاري اشنا نه دي

۳- پراخې لاري چارې :چاپي ميډيا ، ورځپاڼې ، مجلې ، پوسټرونه رساله ، راډيو او ټلويژن

 په افغانستان كې دپورتنيو لارو چارو څرګنده پايله ډيره په زړه پورې مهمه دكاروني او دپام وړ ده ځكه په افغانستان كې دبزګرانو زيات شمير بي سواده دي له همدې امله دوې چاپي مطبوعات نشې كارولې ،

Tvعام نه دي ځكه چې دبريښنا ستونزه شته دكروندې ملاقاتونه هم يو ه ښه او اشنا لاره ده خو داچاري زيات شمير دترويج كاركونكو ته اړتيا لري په داسې حال كې چې دترويج كار كونكو شمير لږ دې تشريحې ميتود ډير دكارونې وړ دې ځكه چې په سترګو ليدنه زر زړه ته پريوزي Result demoslerationياڅرګند پايله نتيجوي نمايشې قطاعات هغه لاره ده  چې د نمايشې قطي په واسطه دنوې تمرين  منلو ته دخلكو هڅه ونه ده  داچاره دڅو ډلې بزګرانو دروزنې اوهڅونې لپاره ددوې په كرونده كې  كارول كيږې په افغانستا ن كي دتكنالوژې ليږلو لپاره دايوه موءثر ه لاره چاره ده راډيو ترويج بله چاره اوكارول شوي تخنيك دي په افغانستان كي دراډيو ارزښت په لاندي ډول سره دي

۱- دنورولارو په پر تله ډيرو خلكو ته ژر رسيږې

۲- ددي ځانګړتياوي داسې چمتو شوي دي  چې بيړنې حالات يې كنټرول او په لږ وخت كې تري معلومات تري ترلاسه كيداې شې

۳-په بشپړه توګه بي سواده يا ښه لوستي خلكو ته رسونه ښه اواسانه ده

۴- دټلويژن په پرتله  يې بيه ارزانه ده

۵-په افغانستان كي راډيو  يوه په زړه پوري ميډيا ده

۶- دا په ډيرو ځايونوكې ډيرو خلكو ته رسيږې لكه خلك راډيو په پټي كې په كور كې او په كوم بل ځاي كې اوري

۷- دراډيو داوريدو پر مهال بزګران ګڼ شمير نوركارونه هم ترلاسه كولاي شي په افعانستان كې (راډيو افغانستان) هره ورځ دكرنې لپاره يو ساعت پروګرام لري داپروګرام هره ورځ دشپږو نه تر اوو بجو پوري خپريږې كرهنه اومالداري دكليوالو اوبزګرانو لپاره يوپه زړه پوري پروګرام دي دترويج دكارپوهانو په واسطه  په ښه كيفيت جوړيږې همدا دنګه  دننګرهاردراډيو هم په اولنې دري ورځو كې ددهقان پروګرام لري په افغانستان كي غونډي په عملې توګه موضوغ خپلولي شي غونډ ي دبزګرانو بنسټيزي اړ تياوي اوغوښتني او دترويج مامورين اړيكې سرته رسوي دغونډي يو ارزښت دادي چې بزګران او ترويج مامورين مخامخ سره ګوري اوددي امكان هم شته چې دنو  ي فكر اوتمرين څرګندون هم وشې او همدارنګه پوښتني هم كولاشي په غونډه كي دترويج مامورين زرغبرګون ترلا سه كولاشې

 

په افغانستان كې دترويج دڅانګې كړنې اودندې

۱-په كليوالو سيمو كې په عملې توګه دنويو کرنیزو كړنو ننداره

۲-دا صلاح شويو تخمونو ګڼ ډولونو دكيمياوې سرې زيانمنونكوو اښو ضد درمل او فنګس ضد درمل دتاثيراتو او ګټو څرګندونې برابرول

۳- راډيوې پرواګرامونو جونو جوړول۴

۴—داصلاح شوى توليد ټكنالوژي په اړه بزګرانو ته ښوونه او روزنه وركول

۵- دواكسين كارونه پرمخ بيول

۶-دمخدره توكو دكنټرول په پروګرام كې بر خه اخيستل

۷-D.D.R له پروګرام سره مرسته كول

۸-له ټولو كليوالي ترويجې پروګرامونو سره مرسته كول  اوپه كې برخه اخيستل  چې دحكومت او NGO په واسطه برابريږي ې په كې دلكچرونو او دغونډو په ترڅ كې  دنوي کرنیزي ټكنالوژې كارونى ته وده وركول كيږې  همدارنګه دبيلا بيلو ميډيا ګانو په وا سطه بزګرانو ته ګټورو معلومات برابريږې كرهنه دافغانستان دملې اقتصاد مهمه بر خه ده دانه يواځې دبهرنۍ پانګې په ترلا سه كولو كې لويه ونډه اخلي بلكې  دوګړو لپاره  دكارلويه سرچينه هم جوړوي۶۱-۶۴% په شاوخوا دكاركونكيو شميره په كرهنه بوخت دې او ۴۸%DGP هم له همدې برخې څخه ترلاسه كيږې په ۱۳۸۲كال كې په اټكلې توګه دنفوس ۸۲% فعاله برخه دكرهنې په بر خه كې بوخته ده په افغانستان كې ۸۰%نفوس په كليوالې سيمو كې ژوند كوې او ۸۱-۸۵%نفوس په كرهنه او مالدارې كې بوخت دې دا فغانستان كليوالې زګړې او بزګران يې خبره په  تفكراو كړنه كې كمزورې دي له همدې امله يې اقتصاد هم ضعيف دې دكليوالې خلكو پرمختګ  چټك نه دې ددې ساده وګړي خو ددي دا معنا نه ده  ددي پرمختګ نه غواړې دا فغانستان كليوال او بزګران ډير زيات  ريښتنې (صادق) دې دوې په هره برخه كې دخپل ژوند هو ساينې ته اړ تيا لري له فعال ترويجې خدمت څخه پر ته چټك اقتصادې وده او پر مختګ نه شې ترلا سه كيداې له همدي امله نوموړيو خدمتونو ته اړ تيا لرو .او له اوږدې جګړې وروسته دكليو دبيا روغونې مرخله پيل شوې ده په افغانستان كې ديو نوي حالت درامنځ ته كيدو وروسته په دې ټولو برخو كې سمون جاري پيل شوې دې  په افغانستان كې دنوې حالت درامنځ ته كيدو وروسته پدې ټولو برخو كې يسمون چارې پيل شوې دې  ددوديزكارپياوړونكې ځمكنې محصولاتو او داسې صنغت په اړه كليوالې ميډيا   دصادراتو په اړه ښه انځور دې داښكلى  افغاانستان ډيري مودي ته اړتيالرې چې له ځمكنې فعاليتونو څخه باور پرهيواد نې  سرچينو لكه كليوالي  وګړې واړوې داداوږدي مودې ښوونيز سيستم  روزل شوو كارګرانو، خرڅلاو ښه بازاراوځنې نو روسوداګريزو ملاتړي خدمتونو ته اړتياده مونږدكليو دپرمختك هدف ترلاسه كولي شو دا سي كړنې په كليوالې اقتصادې پرمختك كې تر سره كيداې شې له پرمختللي كرهنې  څخه پرته چټكه اقتصادې پرمختك او وده نشې ترلاسه كيداې ترويجې خدمتونه بزګرانو ته داوړتيا وربښې  چې له ساينسي كرهنې ،ښو تخمونو ښه اوبخور سيستم  او دنيالګيو ايښودو لويو دمندونو نوي لارو چارو څخه ګټه واخلې همدارنګه دكرهنې پرمختك دبزګرانو په ښوونې پوري هم اړه لري زمونږداقتصاد دپرمختك دپاره داړينه ده چې  مونږد كرهنې په څانګه له نوې تكنالوژې سره اشنا شو اواصلاح شوو تخمونو بيلا بيل ډولونه ،كيماوې سري ا و دحشراتو ضد درمل وكارو دكرهنې پرمختيا هغه عمليه ده چې دتشويقولو له پاره دغوښتنې وړ بدلو ن ن په كښت او كركلې كې رامنځ ته شې په اوس وخت كې مونږ په افغانستان كې په دريو والسواليو  ولايتونو  او دكليو په كچې دكرهنې دترويج مامورين لرو چې دوې په كليو كې يوه ځانګړې دنده  لري دكرهني ترو يج دموء ثريت دپاره دوړ پوهې بزګرته ګټه رسونه او په بيلا بيلو مراحلوكې ازمايل اړين شرط دې دبزګرانو په ملتيا اوددوې دچاپيريا حالاتونه نږدې دڅيړنې Researchesقبلولو  لوړي پوړې ته رسيدلې شو مونږ بايد دكرهنې په محصولاتوكې مثبت بدلو ن راوړ او په اخره كې مونږ داهدفونه له ښو ترويجې مركزونو څخه ترلاسه كولې شو

 

وړانديزونه

لكه  څرنګه چې په سيمنار كې وويل شول سره له دې چې ترويج په افغانستان ښه پوره سابقه لرې ا  و له جګړو څخه يې مخكې كلونو كې ښه پوره خدمت كړې اما دكرنې  په پرمختيا كې غوره رول  ادا كړې نه دې متائسفانه فعلا هغومره چې توقغ كيږې هغومره زمونږ ترويجې خدمات پياوړې مئوثر ګټور اوپراخه ندې حال  داچې دكرنې پرمختيا مستقيما دترويجې حلاتودكيفيت ساحې اواغيزمن والي  پوري مربوطه ده ددغه ملې اهميت په نظر كې نيولوسره لاندي څو پيشنهادونه  دذكر كولو وړ بولم

۱-هيله كيږې چې دكرنې وزارت په ولايتونو كې دكرنې رياستونه دكرنې پوهنځې  او دكر نې په مسلكې ليسو كې په ميلې ژبه دتريج علم دترويج ميتودونو اودترويج عوره حدماتو په هكله كتابونه منابغ او ماخذونه ولر

۲-دترويج (Extension) ) دڅانكې مامورين او(worker)بايد دبا تجربه مسلكې بهرنيو اودخلې استاذانو له خوا دټرينګ لاندي ونيو ل شې

۳-دترويج دمامورينو ساحوې امتيازات اود معاش پ هكله بايد پاملرنه وشې

۴-دترويج او دريسرج روابط بايد لا زيات نږدې شې

۵- دتوليد ساحي ته بايد دتكنالوژې او علمي لاسته راوړنو دانتقال په برخه كې دراډيو،اخبا ر،ټي وې ،څخه پوره زياته استفاده وشې

۶- درايو ا وتلويزيون  زراعتي پروګرامونه بايد مستقيما دترويج دڅانكې مشخص اومسللكې شخص چې دزراعت دفاكولتې څخه فارغ وې تر نظر لاند نشر كړ

۷- بايد اختصاصي ترويجې مجلې ،نشرات،پوسترونه، سيار فلمونه ،پروجكتورونه اوسلايدونه چمتو شې او په لري پرتو سيمو كې بزګرانو ته وښودل شي

سرپاڼه