کوپراتيف او د کوپراتيف اصول

ترتيب کوونکی: عبدالشاکر(سليم)

  د کوپراتيف پيژندنه :

         د کوپراتيف ( cooperative ) کليمه يو ه انګليسی کلمه ده ، چی د (cooperation  ) څخه اخستل شويده، چی لغوی معنی يي مرسته تعاون او همکاری ده . او په پراخ مفهوم سره د ګډو اقتصادی او ټولنيزو موخو دلاس ته راوړلو په منظور د ګډو هلو ځلو او مشترک کوشش او تلاش معنی ورکوی .

د کوپراتيف په اړه يو لړ تعريفو نه وړاندی شوی ، چی ټول يي په لږ توپير سره يو بل ته ورته والی لری او په لاندی ډول دی.

۱: هغه  مرسته او تعاون کوم چی د کوپراتيف د غړو له پاره او د يوی ټولنی د غړو د ستونزو د رفع کولو لپاره رامنځته کيږی  کوپراتيف څخه عبارت دی.

۲: کوپراتيف د هغه داوطلبانه سازمان څخه عبارت دی ، چی د کوپراتيف د غړو د اقتصادی، ټولنيزو او کلتوری ستونزو د حل او د دوی د ګډو اميدونو او غوښتنو لپاره تاسيس او په د يموکراتيک ډول سره اداره کيږی.

۳: کوپراتيف يو داسی ټولنه ده، چی د ګډو علايقو خاوندان دټاکلو مقصدونو لپاره ، چی د يوی ښی او موفوع اقتصادی وضعی راوستل دی. ديمو کراتيکی اداری پراساس د پانګی په پوره کولو کي ورته ونډه اخيستنی له لاری او د ګټی او تاوان په منلو سره هغه جوړوی.

 د پورتنی تعريف څخه څرګنديږی چي د يو لړ خصوصياتو درلودونکي دی دا خصوصيات عبارت دی له :

لمړی: داچی کوپراتيف د داسی کسانو لخوا جوړيږی ، چی په خپلو هدفونو او مقصد ونو کي سره يو وی او يو ډول اړتيا وی لری

دوهم : د کوپراتيف مقصد يوازی د ګټی لاس ته راوړل نه بلکی غړوته د ټولنيز او اخلاقی مرستو رسول هم جوړوی.

دريم : کوپراتيف کی د استثمار مسله نشته او د ديمو کراتيک نورمونو په وسيله اداره کيږی.

 

ب: د کوپراتيف اصول:

      د کوپراتيف اصول يا اساسات عبارت د هغه لارښونو څخه دی چی د هغی په مرسته  د کوپراتيف مادی او معنوی ارزښتونه څرګنديږی . د کوپراتيف اصول او پرانسيپونه له ډيرو ازميښتونو او تجربو څخه وتلی دی او اوس تغير شکل موندلی . چی د ټولو لپاره د منلو وړدی.

دلته د کوپراتيف اصول او پرانسيپونو ته لنډه کتنه کوو او هغه پړاوونه په ګوته کوؤ چی بيا تر ننی وخت پوری را رسيدلی دی.

       د کوپراتيفو نو د ښــــــــــــه او سالم رشد او انکشــاف لپاره او هم ددی کوپــــراتيفونو تــرمنځ د همکارۍ لپاره په محلی ، ملی او بين المللی سطحه د کوپراتيفونو بين المللی اتحادی جوړی شوی او د کوپراتيفونو د انکشاف لپاره ځينی پرا نسيپونو وضع کړل چی داپرا نسيپوته په لمړنی او د ثانوی پرانسيپونو په نامه مشخص شول.

 

لمړی اصول او پرانسيپونه:

 چی د انګلستان دروجديل د سيمی اوسيدونکو لخوا په کال (۱۸۴۴)م کال  کی منځ ته راغلی او پلي شوی دی . هغه عبارت دی له:

 ۱: ازاد او په خپله څوښه غړيتوب لاس ته راوړل

۲: ديمو کراتيکه اداره 

۳: د ونډ او د پانګی په اساس د ګټی ويش

۴: د غړو د معاملاتو  په تناسب د ګټی ويش

وروسته ځينی نور پرانسيپونه د کوپراتيف جوړونکو پوهانو لخوا پر پور تنيو اصولو باندی علاوه کړل .

 او د ثانوی پرنسيپونو نوم ورته ورکول کيږی . چی هغه عبارت دی له .

۱: په مذهبی او سياسی چارو کی بی طرفی

۲: د کوپراتيف د غړو ښوونه او روزنه

۳: په نقده توګه د راکړی او ورکړی معاملو سرته رسونه

همدارنګه په کال( ۱۸۴۸)م کی المانی عالم رايفايزن د کرنيز کر يدتی کوپراتيف لپاره يو شمير اصول رامنځته کړل ، چی د کرديت او صرفه جوی کوپراتيف د ټولنو اصول په نامه ياديږي.

وروسته په کال( ۱۹۶۶)م کی د کوپراتيف د نړيوالی اتحادی له خوا يو کميسون موظف شو تر څو د کوپراتيف اصول او پرانسيپونه وروسته له ازميښت او تجربی څخه تثبيت کړی چي بيا د دی کميسون د کار په نتيجه کی لاندي اصول او پرانسيبونه ومنل شول.

۱: ازاد او په خپله خوښه غړيتوب لاس ته راوړل

۲: ديمو کراتيکه اداره

۳: د غړو  دمعاملاتو په تناسب د ګټی ويش

۴:کوپراتيفی ښوونه او روزنه

۵: کوپراتيفی اتحاديي جوړول

        په اوس وخت کي  په ټولو هيوادونو کی له همدغه پورتنی اصولو او پرانسيپونو څخه د کوپراتيف په جوړونه کی کار اخيستل کيږی.

په هغه جريده کی چی په افغانستا ن کی د ( ۱۳۸۰ او ۱۳۸۵هـ ) کلونو په منځ کی د انتقالی او جمهوری حکومت جوړيدو سره خپوره شويده په هغی کی د کوپراتيف اصول او پرانسيپونه داسی ذکر شوی.

۱: ازاد او په خپله خوښه غړيتوب لاس ته راوړل

۲: ديموکراتيکه اداره

۳: په اقتصادی مسايلو کی د غړو فعاله ونډه اخيستنه

۴: د عمل کولو استقلال او ازادی

۵: د غړو لپاره ښوونه او روزنه

۶: د کوپراتيف تر منځ پيوستو ن

۷: د ټولنی پرمختګ په نظر کی نيول

نو په نتيجه کی ويلی شو چي کوپراتيف شپږ اساسي  پرانسيپونه لري او هغه عبارت دي له:

۱: ازاد او اختياری غړيتوب

۲: ديمو کراتيکه اداره

۳: په سهمونو باندی د ګټی د ويش معدوديت

۴: د معاملاتو په تناسب د مازار ويش

۵: د کوپراتيفونو په چارو کی  تربيه او تبليغ

۶: د کوپراتيفونو نړيوالی اړيکی او پيو ستو ن

 

  1. ازاد او اختياری غړيتوب:

په کوپراتيفونو کی غړيتوب ازاد او اختياری دی. او د ټولنی هر غړی چی د کوپراتيف د شرايطو مطابق د ټولو صفتونو لرونکی وی. بيدون د کوم قيد او شرط څخه په کوپراتيف کی د اشتراک حق لری. نژادی، سياسی ، مذهبی او منطقوی موضوعات په کوپراتيفونو کی د غړيتوب په اړه په نظر کی نه  نيول کيږی .

     او په کوپراتيفونو کی د افرادود شموليت مانع کيدلی نشی ازاد او اختياری غړيتوب دا معنی هم لری.  چی افراد بايد جبراّ او د هغوی د خوښی په خلاف په کوپراتيفو نو کی شامل نشی بلکی افراد بايد تشويق شی او د کوپراتيفونو اقتصادی او سياسی ګټی ورته بيان شی. ترڅو د هغو ی ذهنيتونه د کوپراتيفونو غړيتوب لپاره کاملاَ اماده شی او افراد د کوپراتيفونو غړيتوب لپاره پخپله خوښه داوطلب شی او کوپراتيف د عضويت لپاره خپله تقاضا وراندی کړی.

  1. په کوپراتيفونو کی ديموکراتيکه اداره ( ولسواکه اداره )

     په کوپراتيفونو کی ديموکراتيکی اداری څخه مقصد د کوپراتيفونو په چارو کی د ټولو غړو د مساوی حقوقو درلودل دی . پدی معناچی هر غړی د کوپراتيف په اداری چارو کی او تصميم نيولو کی ديوی رايي حق لری يا په بل عبارت د کوپراتيف په اداری چارو کی هر غړی د مساوی قدرت لرونکی وی.

        همدارنګه ديموکراتيکه اداره دا مفهوم هم افاده کوی چی کوپراتيف اداري چاري د غړو د انتخابي نمايندګانو په واسطه چي د کوپراتيفونو په عمومی غونډه کی تعين شوی دی پر مخ بيول کيږی.

د يمو کراتيکه اداره د امفهوم هم افاده کوی ، چی د کوپراتيف ريس په انتخابی ډول سره ټاکل کيدای شی يعنی د غړو د رايو په اساس ټاکل کيږ ي. که چيری د کوپراتيف ريس درست او لازم اجرا‌ءت ونکړی ،نود کوپراتيف غړی د اعتراض حق لری . او د هغه څخه اعتماد سلب کولای شی.

  1. په ونډوباندی د ګټی د ويش محدويت :

     د سرمايي په ونډو باندی د ګټی د ويش محدوديت د کوپراتيفونو د ډيرو عمده پرانسيپونو د جملی څخه دی . که چيری د ګټی ويش د سرمايي په ونډو باندی محدود نه دی. نو کوپراتيفونو به د تجارتی مؤسساتو او سهامی شرکتونو شکل ځان ته غوره کړاي وی.

د ګټی ويش په ونډو باندی معمولاَ وروسته ددی نه چی د مازاد يوه برخه د ذخيری او احتياطی فنډ لپاره وضع شوی وی تر سره کيږی .

      د يادونی وړ ده چی د ګټی يا مازار ويش په سهمونو باندی چی د هغه مکمل قيمت کوپراتيف ته ورکړل شوی نه وی صورت نه نيسی او ټول هغه سهمونه د کوپراتيف د ګټی څخه استفاده کولا شی. چی د هغه سهم مکمل قيمت کوپراتيف ته تاديه شوی وی.

  1. د معاملاتو په تناسب د مازاد ويش:

     د مازاد ويش د غړو د معاملاتو د حجم په تناسب د کوپراتيفونو د شپږ ګونو پرنسيپونو له جملی څخه دی . او ګټه د کوپراتيف په اصطلاح کی د مازاد په نامه ياديږی.

او د هغه د ويش طريقی د شرکت سره فرق لری پدی ډول چی ګټه په سهامی شرکتونو کی د غړودسهمونو د سرمايي د ميزان په تناسب ويشل کيږی.

مګر دکوپراتيفونو مازاد د معامالاتو د حجم په تناسب چی غړی يي د کال په جريان کی د کوپراتيف سره کوي ويشل کيږی . د معاملاتو په تناسب د مازاد د ويش پرانسيپ چی په کال (۱۹۶۶) م کی کوپراتيفونو د بين المللی اتحادی له طرفه تصويب شوی دی داسی حکم کوی.

هره اندازه ګټه او پيسی چی د کوپراتيف د معاملاتو په صورت کی انجمن ته رسيږی د هغه د غړو پوری تعلق لری. او بايد په عادلانه ډول سره وويشل شی ترڅو يو غړی د نورو غړو څخه  زياته استفاده ونکړی.

د مازاد ويش په کوپراتيف کی په لاندی ډول صورت نيسی:

الف: د مازاد د يوی برخی انتقال د ذخيری يا پس انداز حساب ته:

داعمل د کوپراتيف د مالي بنياد د انکشاف او تقوی لپاره ترسره کيږی.

ب:  د مازاد د يوی برخی انتقال د عامه خدمتو حساب ته .

ج:  د متباقی ګټی يامازاد د کوپراتيف د غړو د معاملاتو د حجم په تناسب ويشل کيږی . داپرانسيپ د کوپراتيفونو د ډيرو مهمو اصولو څخه عبارت دی ځکه چی دا پرانسيپ د ګټی د عادلانه ويش يواځنی مناسبه لاره ده .

همدارنګه دا پرنسيپ په کوپراتيف کی د لازياتو معاملاتو لپاره د غړود تشويق وسيله ده .او هم ددی پرانسيپ له طريقی څخه په کوپراتيف کی د صرفه جوی او پس انداز امکانات برابريږی او هم د سهم لرونکو سرمايه په کوپراتيف کی تقويه کيږی.

  1. د کوپراتيفو نو په چارو کی روزنه او تبليغ:

د کوپراتيف غړی بايد د کوپراتيفی چارو او فعاليتونو څخه خبرتيا ولری. نو په دي اساس دغړو د خبرتيا لپاره . د کوپراتيف په اړه تعليمات او تبليغات وشی د اپرانسيپ د کوپراتيف د کارمندانو او مستخدمينو لپاره د ښوونی او روزنی د شرايطو د برابرولو په مقصد او د خلکو خبرول د کوبراتيف لپاره د اساساتو په بنسټ اقتصادی، سياسی او اجتماعی ګټو رتوب لپاره ډير ضروری دی.

    ښوونه او روزنه د کوپراتيف د انجمن لپاره او د کوپراتيفی جنبش د تبليغ په منظور  يو ضروری امر دی ښوونه او روزنه د کوپراتيفونو په ارتباط په ملی بين المللی او مختلفو سويو بايد په دوامداره ډول سره عملی شی. ځکه چی د کوپراتيفونو نهضت نه يواځی اقتصادی  او معملاتی جنبه لری. بلکی د تعليمی او تربيو ی جنبی پکی د خاص ارزښت لرونکی ده.

  1. د کوپراتيفو نو نړيوالی اړيکی او پيوستون ارزښت:

د کوپراتيفونو بين المللی سازمان په کال ( ۱۹۶۶ ) کی د کوپراتيفونو نړيوالی اړيکو او پيوستون مسله د کوپراتيفونو د يو مهم پرانسيپ په صفت وپيژندله او داسی پريکړه يي وکړه چی کوپراتيفونه د خپلو غړو او ټولنی لپاره د يو سلسله ښه خدمتونو د تامين په منظور بايد  د کوپراتيفونو ترمنځ په محلی او بين المللی سويه همکاری، تعاون او د تجربو تبادله موجوده وی.

ددی لپاره ددی پرانسيپ تطبيق د کوپرانتيفونو تر منځ ارتباط هم غږي منځ ته راوړي  او دکوپراتيفونو غور ځنګ ، پياوړتيا او هم د کوپراتيفونو ترمنځ د تجربو په تبادله کی په ملي او بين المللی سطحی کی ډير کومک کوي . ددي لپاره چي کوپراتيفونه په يو هېواد کی  د کوپراتيفونو د بين المللی اتحاديی لخوا په رسميت وپيژندل شي. مجبوراو مکلف دي .

 چي پورته ذکر شوي شپږ عمده پرانسيپونه په ډير دقت سره مراعت کړي او پرته له دي نه  د کوراتيفو نو د نړيوالی اتحادي مرستو څخه محروميږي.

د کوپراتيفونو طبقه بند‌ي:

     دا به ډيرمشکل کار وي چي په نړي کي د کوپراتيفونو ټول ډولونه د هغوي د څانګړتياؤ سره يو ځاي طبقه بندي او تشريح کړو،ځکه په نړي کي د کوپراتيف مختلف ډولونه موجود دي.

مګرد هغه مسلکي، ټولنيز او اقتصادي فعاليتونه له مخي  يا دهغه د خدماتو له مخي چي په ځانګړي برخو کي کوپراتينونه لري.

کيداي شي په ساده توګه هغوي په طبقه بندي وويشو يا يي طبقه بندي کړو.

  مګر بايد په ياد ولرو چي دغه ډول ويشتنه يا طبقه بندي کول ډير لنډ او نيمګړتياوي به ولري.

د دي لپاره چي کوپراتيفونه د انکشافي سير،مقصدي فعاليتونو له طريقه د معاملاتواو فعاليتونو د اجراتو، ريشتو او مسلکيانو له له نظره ښه وپيژنو  نو هغه په لاندي ډول طبقه بندي او تشريح کوو.

الف:- د انکشافي سير له نظره کوپراتيفونه:

د انکشافي سير له  نظره کولي شو کوپراتيفونه د پيدايښت د وخت نه يعني د ١٩ پيړي څخه مخکي تر ننئ ورځي پوري ته دوه برخو ويشو.

١ – عنعنوي کوپراپيفونه:- څرنګه چي مخکي ذکر شول چي د ګډو فعاليتونومختلفو ټولنو کي  ډله ايزي مرستي د پخوانه موجود وي نو پدي اساس ويلاي شو چي  عنعنوي کوپراتيفونه عبارت د انسانانو هغه عنعنو  فعالينونوڅخه دي کوم چي  د (١٨٠٠ )م کال څخه د مخه ؤ.چي په نړي کي موجود ؤ،چي  اکثراًئي  په چين، مصر،اروپا او اريايانو په وخت کښي ليدل کيده.

چي ټولنيړ شکل ئي درلوده نه رقابتي يا اقتصادي ډول، چي نن ورځ دغه ډول کوپراتيفونه په معاصر و علومو کي نه څيړل کيږي.

٢-عصري کوپراتيفونه:- دا هغه  کوپراپيفونه دي چي  اکثره ئي اقتصادي بڼه لري.او د ١٩ميلادي پيړي څخه پيل شويدي.

ددغه مؤسساتو تشکيل اقتصادي او حقوقي مقرراتو او قواعدو درلودونکي دي. دغه ډول کوپراپيفزنه مرکزي او غير مرکزي ډولونه لري.

نن ورځ د کوپراپيفونو اقتصادي تيوري د نني عصري کوپراپيفونو د ودي او تکامل په اساس پراختيا موندلي او ښه شويدي او دملي اقتصاد او تصدي اقتصاد پشان داهميت وړ ګرځيدلي

ب:- د تصدي اقتصاد له نظره  کوپراپيفونه :

     په حقيقت کي کوپراتيفونه،تهيوي،خدماتو،استهلاکي او توليدي تصديګاني دي.چي د نورو تصديو په  څير اقتصادي پرانسپونه  تعقيبوي. او خپل فعاليتو نو ته  پدغه ډول پراختيا ورکوي.

      د کوپراتيفي فعاليتونو پراختيا او وده په مستقيم ډول د اعضاو لخوا صورت مومي او يا دا چي د دولت  لخوا حمايت د هغوي د کارونو په پرمختګ کي ګټور تماميږي.

نو په همدي اساس  هنليز(henlez) کوپراتيفونه په دوه برخو ويشلي چي عبارت دي له د  لمړني يا منفرد کوپراپيفونه او دوهمي يا مرکزي کوپراتيفونه.

١-لمړني(منفرد)کوپراتيفونه:- داهغه کوپراتيفونه دي چي فعاليتونه يي د مرکزي اداري له خوا نه ترسره کيږي بلکي د ځانګرو اشخاصو له خوا تر سره کيږي او دغه کوپراتيفونه په انتفاعي او مؤلد کوپراتيفونه باندي ويشل کيږي.

a - انتفاعي کوپراتيفونه:

ددغه ډول کوپراتيفونو هدف د غړو ګټه پورته کونه جوړوي ، چي دغړو او نورو تر منځ معاملي روا کاربولي چي  له دغه ځايه په زياته کچه دغه ډول کوپراتيفونه د تجارت په ساحه کي ليدل کيږي.

انتفاعي يا تجارتي کوپراپيفونه د مختلفو اقتصادي مؤسساتو سره اړيکي لري.اود شيانو   په پلورلو او پيريدلو،تمويل،توليد کي د هغوي سره همکاري کول.

دغه ډول تصديو اړيکي ډيري زياتي په نظرکي راځي .

b – مؤلد کوپراتيفونه:

د دي  کوپراتيفونو نو اصلي هدف د کوپراتيفونو د توليدي قدرت زياتوالي تشکيلوي،او ددي منظور لپاره د اعضاؤ فعاليتونه د کوپراتيف لخوا پلانيږي.او کنتروليږي. په دغه کوپراتيفونو کي ټول کوښښونه په مشترکه  ډول د اقتصادي فعاليتونو او معاملو د انجامولو لپاره تر سره کيږي چي ښه مثال يي په المان او سويډن کي ليدل کيږي.

اما مؤلد کوپراتيفونه چي د ګډو اشتراکي کارونو د اقتصادي مؤلديت لوړيدلو پر بنياد  ولاړ دي.په دولتي او خصوصي  کوپراتيفونو باندي تقسيميږي.

 

٢- دوهمي (ثانوي )کوپراتيفونه:

 داد هغه کوپراتيفونو د ډولونو څخه عبارت دي،چي د مرکزي اداري لخوا يي کارونه پر مخ بيول کيږي.

طرح،تطبيق،کنترول او پلانونه يي غړو پوري اړه لري او اداري رول يي دولت پوري تړل کيږي.

ج:- د موخو پر بنسټ د کوپراتيفونو طبقه بندي(داهدافو په اساس کوپراتيف)

      د کوپراتيفونو  غړي د يوه  يا څو ځانګړو مقصدونو يا اهدافو په خاطر په کوپراتيفونو کي سره راټوليږي.او دغه هدف ته د رسيدو په خاطر ګډ کارونه ترسره کوي. او داهدافو په لحاظ کوپراتيفونه په دوه ډوله ويشل کيږي.

 

١- يو مقصده کوپراتيفونه)واحد المقصد کوپراتيف) :

      دا هغه کوپراتيقونه دي، چي د يوي  موخي ياهدف د لاس ته راوړلو پخاطر تشکيليږي.

د مثال په ډول د زراعتي محصولاتو د پلورلو کوپراتيفونه يا د قره قل کوپراتيفونه او نور چي ځانګړي اقتصادي فعاليتونه لري.

 

٢-څو مقصده کوپراتيفونه (کثيرالمصد کوپراتيف):

     ددغه ډول کوپراتيفونو د فعاليت ساحه ډيره پراخه ده او د ډيرو هدفونود لاس ته راوړلو پخاطر جوړيږي. چي عمومي کوپراپيفونه ګڼل کيږي.په عمومي ډول زراعتي کوپراتيفونه څو موخيزه دي.چي د ضروري توکيو د جوړولو فعاليتونه  په برکي نيسي.

همدارنګه خدماتو سرته رسول او د ښووني او روزني پر مخ بيول.

د:- د معاملاتو د سر ته رسولو پخاطر د کوپراتيفونونه :

      لکه څرنګه چي اقتصادي فعاليتونه مختلف ډولونه لري.نو ويلاي شو چي کوپراتيفونه هم    د معاملاتو د سرته رسولو له مخي مختلف ډولونه لري.چي په لاندي ډول يي توضيع کیږی.

١-د معاملا تو د اجراء کولو کوپراتيفونه: چي دغه ډول کوپراتيفونه د ځان او نورو تصديو لپاره معاملي تر سره کوي.

٢- د محل د ټاکلو پر بنسټ کوپراتيفونه: يعني په کوم ځاي کي د کوپراتيف جوړول مناسب دي يعني په کلي اوښارونو کي کوپراتيفونه.

٣-د غړو د موقف په اساس کوپراتيفونه:يعني بزګران،کسبګران،مامورين او نور.

٤-د معاملاتو د ډولونو د اجراء کولو په اساس کوپراتيف:يعني شيان او خدمات تهيه کول او په خرڅلاؤ يي رسول.

 

1. د ځان واکمني په لحاظ د کوپراتيفونو ډولونه:

د ځان واکمنۍ ( خود داريت) څخه هدف د کوپراتيفونو په مقابله کي د کوپراتيفونو د غړو آزادي ده، چي دغه د هغوي د فردي آزادۍ،د ګډ کار، د ښه اداري ، ښووني ، معقولو تصاميمو او پريکړو سبب ګرځي.د تصاميمو  نيو نه د پريکړو ځواکمنۍ او د موخو ټاکل بايد  د کوپراتيفونو د عمومي قواعدو سره په تضاد کي واقع نه شي. مګر بايد هير نکړو په هغو هيوادونو کي ، لکه افغانستان چي په ځانګړي ډول د زراعت په سکتور کي کوپراتيفونه مکلف دي. د اساسي قانون او دولتي ادارو  په رعايت کولو او زراعت پوري تړلو او د دولت سره په هم اهنګي سره رفتار وکړي پداسي حال کښي چي په اروپايي هيوادونو او د امرېکا په متحده ايالاتو کي ليدلاي شو .

کوپراتيفونه د خپلو ځانګړو اساس نامو مطابق او د دولت د لارښووني او کنترول څخه پرته خپل فعاليتونو ته سمون ورکړي.

هـ:- د وظايفو په اساس د کوپراتيفونو ډ ولونه:

     څرنګه چي کوپراتيفونه د مختلفو هدفو د تر سره کولو په خاطر په يو هيواد کښي جوړيږي. نو پدي اساس کوپراتيفونه مختلفي وظيفي سر ته رسوي.د وظايفو له نقطي نطره کوپېراتيفونه په لاندي ډولونو ويشل کيږي.

(١) د توليدي وسايلو د تهيه کولو کوپراتيفونه:

      د اکوپراتيفونو وظيفه لري چي د غړو د ضرورت وړ توليدي وسايل او مواد لکه کيمياوي سري، اصلاح شوي تخمونه،د حيواني  او نباتي افتونو ضد دواګاني او هم تخنيکي وسايل تهيه او خريداري کړي.پدي کوپراتيفونو کي اکثراًد ميخانيکي وسايلو څخه  په اشتراکي ډول استفاده کيږي. دي نوعه کوپراتيفونو په ابتداء کي په فرانسه کي ښه انکشاف کړي ؤ.  او بزګرانو په اشتراکي ډول سره د هغي څخه استفاده کوله

 

2.د بازاريابۍ کوپراتيفونه:

     دا هغه کوپراتيفونه دي  چي  د کروندګرو د کرنيزو محصولاتو د خرڅولو لپاره مناسب بازارونه د هيواد په داخل او په خارج کښي پيدا کړي.

ددي ډول کوپراتيفونو د جوړولو سره د کروندګرو محصولات په لوړ قيمت خرڅيږي. او ټوله ګټه کروندګرو ته رسيږي.

لدي کبله دا نوعه کوپراتيفونه د کروندګرو د اقتصادي ژوندانه د ښه والي لپاره  ډير عمده نقش لري.            

3. استهلاکي کوپراتيفونه ( د عامه احتياجاتو د تامين کوپراتيفونه):

     د اکوپراتيفونه د غړو او نورو خلکو لپاره اوليه ضروري مواد نسبت په ټيټه بيه (ټيټ قيمت) سره برابروي.دا نوعه کوپراتيفونه د اوليه موادو قيمتونو د ثبات لپاره ډيره مرسته کوي، او د اوليه موادو د قيمتونو د نقصان څخه مخنوي کوي له دي کبله ددي کوپراتيفونو جوړيدل هم خاص اهميت لري.

 

4. توليدي کوپراتيفونه:

       دا کوپراتيفونه اکثراً په پرمختللو هيوادونو کي د توليدي عواملو او منابعو څخه د مؤثري استفادي لپاره د زراعت په سکتورکي جوړيږي توليدي کوپراتيفونه کيداي شي. چي د يو شخص محصول او شخصي فعاليت په اړوند جوړ شي.

مثلاً د شيانو د توليد لپاره د زنبور داري کوپراتيفونه،د وريښمو لپاره د وريښمو د چينجيو کوپراتيفونه او د وړيو لپاره د پسونو د ساتلو کوپراتيفونه او داسي نور.

        همدارنګه توليدي کوپراتيفونه د مختلفو کرنيزو محصولاتو د توليد لپاره هم جوړيږي. په داسي کوپراتيفونو کي ټول توليدي وسايل او منابع لکه ځمکه ،او به، د کار حيوانات، ميوه لرونکي وني او داسي نور په اشتراکي او کوپراتيفي ډول سره تر استفادي لاندي نيول کيږي. توليدي کوپراتيفونه د توليدي عواملو او منابعو څخه د اعظمي او زياتي استفادي لپاره ډير خاص اهميت لري.

     دهمدي هدف په نظر کي نيولو سره او د توليدي عواملو د مؤثر او مطلوب استعمال د پاره په پرمختللو هيوادونو کي زياتره محصولات د توليدي کوپراتيفونو پواسطه توليد او بازار ته عرضه کيږي.

 

5- دقرضي کوپراتيفونه .

     د قرض کوپراتيفونه د نورو کوپراتيفونو په څير يو مشخص تعداد خلکوته د مشخصي ګټي د دفاع پر اساس، اداري استقلال او فردي مسؤليت په اساس قرض ورکوي  تجارتي قرض د کوپراتيفونو وسايل د زراعتي قرضي کوپراتيفونه دي. يا دا چي د قرضي کوپراتيفونه يوازي د خپلو اعضاؤ لپاره د محددو حلقو په اساس په لاندي اصولو فعاليت کوي.

١- مشخصي ګټي څخه دفاع ٢- اداري استقلال ٣- فردي مسؤليت.

 

   د قرض کوپراتيفونه دوه ډوله دي.

(١)  د قرضي تجارتي کوپراتيفونه (٢)د قرضي زراعتي کوپراتيفونه.

(٢)  ددي کوپراتيفونو خصوصيات په لاندي ډول دي .

د قرضي ورکول يوازي د کوپراتيف اعضاؤ ته ورکول کيږي. او کوپراتيف دا حق نلري چي کوم دريمګړي شخص ته  قرضه ورکړي.

      مګر د بانکونو نور فعاليتونه ټولو اشخاصوته قرضه ورکوي.او دا بادي په ياد ولرو چي د قرضي کوپراتيفونو پانګه د هر مملکت د اصولو په اساس مختلفه ده.

.کريديتي کوپراتيفونه دا وظيفه لري چي د کوپراتيفونو د غړو لپاره د قرضي اسانه شرايط او مالي منابع پيدا کړي.د کريديتي کوپراتيفونو مفکوره په ابتداء کي په جرمني کي د ريفايزون (refaizon)  لخوا په (١٨١٨-١٨٨٨) کلونو په منځ کي معرفي شوه،تر څو د غريبو کروندګرو لپاره د قرض منا سب شرايط برابر شي.

     مونږ پوهيږو چي کروندګر د زراعتي محصولاتو د کر په وخت کي اوهم د ځيني کوچنيو توليدي پروژو د ايجاد او فعالولو لپاره پيسي يا پولي منابعو ته اشد ضرورت لري.بناءً د انوعه کوپراتيفونه د زراعتي محصولاتو د سطحي د لوړوالي او هم د کرني د سکتور د انکشاف لپاره ډير مؤثر نقش لري. د دي کوپراتيفونو د جوړيدو په نتيجه کي کروندګر د محل د سود خوران د لوړ سود او اقتصادي فشار څخه خلاصيږي .د يادوني وړده چي ددي کوپراتيفونو جوړيدل په پرمختيايي او غريبو هيوادونو کي د کروندګرو د ژوند د ښه والي لپاره ډير عمده نقش لري.

 

٥:-د زراعتي محصولاتو د پروسس کوپراتيفونه:-

 د اکوپراتيفونه د کروندګرو د زراعتي محصولاتو د پروسس کولو لپاره جوړيږي.لکه د شيدو،ميوو او سبزيجاتو پروسس همدارنګه د سورت د درجه بندي او بسته بندي او هم ليبل کول ددي کوپراتيفونو پواسطه تر سره کيږي. مونږ پوهيږو چي اکثراً کرنيز محصولات د پروسس څخه پرته په عادي شرايطو کي ډير ژر ګنده او فاسديږي. بناًء هغه محصولات چي په عادي شرايطو کي ګنده کيږي ،بايد پروسس شي، په وروسته پاتي هيوادونو کي کوچني مؤلدين او کروندګر هر يو په انفرادي ډول سره ددي توان نلري ، چي د محصولاتو د پروسس کارخاني يا فابريکي جوړي کړي لدي کبله د کرنيزو محصولاتو د ګنده کيدو څخه د مخنيوي لپاره دداسي کوپراتيفونو جوړيدل ډير خاص اهميت لري.

په افغانستان کي د زراعتي قرضو کوپراتيفونه:

     د زراعتي کوپراتيفونو د جوړيدو څخه هدف د بزګرانو د متقابلو ګټو اجتماعي او اقتصادي ښيګړو د بهبود او ښه والي په خاطر دي . چي دغه کوپراتيفونه د زراعتي توليداتو د ښه سازمان کولو او خامو موادو د برابرولو،ياپيريدلو  پروسس او د زراعتي او مالداري محصولاتو د پلورلو د ودي او انکشاف او همداشان په زراعت کي د طريقو او علمياتو او د اعضاء د صنعتي او زراعتي اړتياؤ د برابرولو او نقدو قرضونو د ترويج په برخه کي لازمي مرستي سر ته رسوي.

دا چي زمونږ په ګران هيواد کي زراعتي سکتور د هيواد په اقتصادکي د ملا د تير حيثيت لري. د کوپراتيفونو اهميت د پام وړموضوع ده.څرنګه چي دملي عايد %٧٠ د زراعتي محصولاتو څخه په لاس راځي او دا چي  زراعت  د صنعت سکتور لپاره د خامو  موادوستره منبع ده.

       او همدارنګه د زراعت سکتوردبزګرانو لپاره دمشغولتيا لوي مدرک دى نو دولت د زراعت د ودي او انکشاف لپاره د کوپراتيفونو ايجادول ضروري ګڼلي، ترڅو د کوپراتيفونو لپاره د هيواد د بزګرانو د ژوند د لوړيدو لپاره لازمه اقدامات تر سره کړي. او د خلکو د کلتوري او ټولنيړ حالت  په ښه کولو کي يو مثبت ګام تر سره کړي دي.

       چي ددغه سياست په اساس  کليوالي صنايع او زراعتي انکشاف د بانک د تاسيس په لمړنيو کلونو (١٣٣٣-١٣٣٧) کي څلور کوپراتيفونه تاسيس شوي چي عبارت دي له:

 ١-  لوګر زراعتي کوپراتيف.

٢- استالف زراعتي کوپراتيف.

٣- کوهدامن زراعتي کوپراتيف .

٤- غزتي زراعتي کوپراتيف.

      وروسته په هيواد کي د کوپراتيفونو شميرته زيادښت  ورکړل شو. چي پشپړ هدف يي  د کومکي فعاليتونو او کوپراتيفونو جوړول د ي چي په همدي اساس يو لړ ابتدائي کوپراتيفونه په( ١٣٥٤)هـ ش کال کي په کابل ،بغلان ،ننګرهار،لوګر ،کندهار،هرات ،بلخ او جوزجان       کي تا سيس شول چي شمير ئي په کال(١٣٥٤) کي د( ١٣٥٣) په نسبت د ٤٦ کوپراتيفونو په اندازه زيات وه چي دکوپراتيفو د غړو عمومي شميره(١٣٨٠٠) تنو ته رسيده د دغه پروژو د تمويل لګښت په کال ١٣٥٤ هـجري کي (١٣٠٣) ميليونه افغانۍ د دولتي بوديجي لخوا او (٦٥٧٠٠٠) ډالره ورسره د خارجي ممالکو له لوري وه .

و:- دا قتصادي نظام په لحاظ کوپراتيف:

    دا چي په نړي کښي مختلف اقتصادي نظامونه وجود  لري نو پدي اساس کوپراتيفونه هم مختلف ډولونه لري لکه هغه کوپراتيفونه چي د غربي نړي د ازاد بازار په نظامونو کي فعاليت لري د مخ پرودي هيوادونو کي د کوپراتيفونو سره توپير  لري.

      د دولتي اقتصاد په نظامونو کي لکه په افغانستان کي د کوپراتيفونو ماهيت اقتصادي اړخ درلوده. پداسي حال کښي چي د پانګوالۍ سيستم يا نظام د کوپراتيفونو هدف د قدرت    او رقابت لاس ته راوړل دي او اقتصاد د ازاد تشبث خواته راکشوي.زراعتي کوپراتيفونه زمونږد هيواد دولتي تمويل، مرکزي اداري کوپراتيفي پرانسيپ او دسته جمعي خصوصياتو درلودونکي دي.

ز:- د مسؤليتونو په لحاظ د کوپراتيفونو طبقه بندي:

د مسؤليتونو په لحاظ کوپراتيفونه په دوه برخو ويشل کيږي.

١-د محدود مسؤليت کوپراتيفونه:

٢-غير محدود مسؤليت کوپراتيفونه: 

 

نتيجه گيري :

  • لکه څرنګه چي د موضوع په لمړنيو پاڼوکي  ورته اشاره وشوه، چي کوپراتيف داسي يو اقتصادي ټولنيز سازمان دى چي  غړي ئي په خپله خوښه  ديو ګډ مقصد لپاره ګډي هلي ځلي کوي ، نو پدي  اساس په دوي کي د اعتماد روحيه ژوندۍ کيږ.ي ،انساني احساس يي لوړيږي او په نتيجه کي  شخړي  چي د وروسته  پاتي والي زيږنده  ده  کميږي او حتي  تر د ي چي له منځه  تللي دي .
  • دکوپراتيفونو دجوړولو په صورت کي  د کوپراتيف غړي کريدت په مناسبه بيي  لاس ته راوړي ، او دسود ورکولو څخه خلاص دي او د خپل ضرورت وړ لګښتي مواد په مناسبه بيه لاس ته راوړي ، کچير ته  د دوى دمحصولاتو اخستلو ته  څوک حا ضر نه وي   نو دولت او د بزګرو   کوپراتيفو نو اتحادي  ددوى د محصولاتو له پاره په داخل او خارج  کي  بازار پيداکوي ، چي  دا  امکان او امتياز يو  بزګر ته چي په کوپراتيف کي غړيتوب نه لري  نشته  دي .
  • د کوپراتيف زيات شمير غړي د ليک او لوست له نعمت څخه د کوپراتيفونو د ښونيزو پروګرامونو له برکته برخمن کيږي .
  • نور هيوادونو  چي  زمونږ  هيواد  ته ورته ټولنيز اقتصادي شرايط  درلودل دکوپراتيف جوړولو نتيجي دا مسئله ثابته کړيده ( خصوصاً په هغو هيوادونو کي چي دکوپراتيف جوړولو پروسه دهغه اصولو او پرانسيپونو مطابق جوړه شوي وي چي کوپراتيفونه د يو هيواد په مختلفو برخو او کوپراتيفي غړو په ژوندانه کي  د پام وړ بدلون را منځنه ته کولاي شي .

 

وړانديزونه :

  • څرنګه چي افغانستان يو د هغو هيوادونو له جملي څخه دى چي د پرمختک  دلاري څخه ډير وروسته پاتي دى ،ملي اقتصاد ئي په زراعت ولاړ دى او دنفوسو زياته برخه ئي بزګر او کروندګر تشکيلوي ،او ددي طبقو مالي توان  ډير  ناڅيزه  دى ،نو دولت ته پکار ده چي د بزګرانو لپاره د قرضي کوپراتيفونه تهيه کړي، تر څو په لمړي وخت کي د هغي سره مرستي وشي .
  • بين المللي ټولنه او حکومت بايد د نړيوالو کوپراتيفونو اتحاديو او داخلي کوپراتيفي اتحاديو ترمنځ هماهنګي رامنځته کړي تر څو نظريات او تجربي سره تبادله او ستونزي له منځه  لاړي شي .
  • حکومت بايد حکومتي مامورينو ته اوليه مواد  دکوپون له لاري توضيع  کړ ي ، تر څو  د مامو رينو تشويش د اوليه موادو  په اړه رفع  کړي  او د بل طرفه په داخلي مارکيټونو کي قيمتونه ثابت او ا حتکار له  منځه  لاړشي .

 

ماخذونه :

1-  بلوچ ، غلام نبي ، لکچر نوټ ،دريم ټولګي اول سمستر .

2- حـــــــــداد ، حفيــــظ اللـــه ، نقـــش کوپـــــــراتيفهـــــا زراعتـــــي در تغيــــــر مناســـــــبات توليــــــــــدي  ١٣٦٤ هـ ش .

3- خلف ، عبدالرزاق ،اصول کوپراتيف ،١٣٦٣ هـجري شمسي .

4- سيحو ن ،سيف الدين ، اقتصاد ، ١٣٨٠ هجري شمسي .

5- محمد طيب ، کوپــــــراتيف زراعتي ،سازمــــــان  و تدويـــن کتب علوم انساني دانشګاهها (سمت ) شماره انتشار ٨٧١ .

سرپاڼه