دچرګانودناروغيومخنيو ي او کنترول

دچرگانوپه فارمونو کي بايوسيکورتي ترسره کول

ذبيح الله (قانت)

 

دBio کلمه دژوند اوsecurity   (څارني )امن اوژغورني په معني دي

دبايو سيکورتي اصلي مفهوم دناروغيو مخنيوي،حفظ الصحه.،ضد عفوني

کول ،صفاکول ،دمړوجرگوړولري کول اوبالاخره دوحشي مرغانو ،ځناورواو

سيل کونکو څخه دفارم په امن ساتلو څخه عبارت دي .

اساساًداهغه روزمره کړني او عمليات دي کوم جي دجرگانو دناروغيو

دمخنيوي او تاوانونولپاره ورڅخه کاراخستل کيږي.

يعني بايد پوره ډاډ او اطمنان موجودوي چي چرگان روغ رمټ اوټيک وي

داغيزمنه بايو سيکورتي پروسيجرپه تطبيق سره کيداي شي چي دساري ناروغيو او افتونوخپريدل او نشريدل دفارم په داخل او ديو فارم څخه بل ته

مخنيوي وشي

دچرگانو عامه ساري ناروغي لکه coccidiosis ،laryngotracheitis  اوmareks دچرگانو توليدونکو اوروزونکو لپاره يو دايمي چلنج دي او کوﻻي شي چي په مخفي توگه (chronically ) دفارم توليدات کم کړي . په فارم کي داغيزمن بايو سيکورتي په تطبيق سره دفارم ټول اړوندصحي مشکلات کميږي..  دناروغيودتداوي دمصارفوڅخه  مخنيوي کيږي  ،دفارم تاوانونه کميږي اوبالاخره دفارم گټورتيالوړه اوښه کيږي ،همدارنگه بايو سيکورتي د عاجلو ناروغيو په مقابل کي ښه دفاع ده دناروغيو دمخنيوي هيڅ ډ ول پروگرام پرته له دي کار نه ورکوي او دناروغيو دکنترول لپاره ډيره ارزانه او اغيزمنه وسيله ده

دچرگانو ناروغي په څه ډول خپريږي:

دناروغيو او افتونو عاملين دچرگانو فارم ته کيداي شي دهگيو په انتقال،الوتونکو مرغانو ،خلکو ،موټرونو،سامان الاتو ،لباسونو دپښوموزو يا بوټانو.،اوبو ،غذا او دغذاکڅوړه ،دفرش موادو ،وحشي حيواناتو،چيچونکو حشراتو او نورو پواسطه انتقال مومي .

فارم ته دچرگانو سټاک ،فرش مواداو غذاراوړل:

فارم ته دچرگانو يا چرگوړورانيولو څخه مخکي بايدځني تخنيکي مشوري دچرگانو دتماهرينو څخه ترلاسه شي ځکه چي دنامعلومصحي اويا خرابوصحي حالت په درلودلو سره په ډيره اساني سره دنويو داړونکوچرگانو له ﻻري فارم ته ناروغي  راوړل کيږي.   تعويض کوونکي سټا ک بايد دمعتبره اوډاډمن منبع څخه ترﻻسه شي . نوي راغلي سټاک بايد لومړي معاينه او بيا په صفا کړل شوي او ضد عفوني شوي اطاق (shed)کي واچول شي . چرگان بايد ديو عمر او وزن لرونکي وي اوټول په يو وخت کي په فارم کي واچول شي

_((All-in ,all-out system))  دفرش مواد (litter) اوغذا هم بايد دډاډمن اومعتبرمنابع څخه ترلاسه شي

دهرفلاک لپاره بايد تازه فرش استعمال شي ،صفا،وچ اوجذب کونکي فرش

ضروري گڼل کيږي داډول فرش دمختلفوساري ناروغيو اودمحيط ککړتيا څخه مخنيوي کوي

  • فارم ته دليدونکودراتگ کنترول :-

يواځي هغه خلکوته  دراتلو اجازه ورکول کيږي څوک چي دفارم دچارو سره اړونددي . دفارم شاوخوا ساحه بايد احاطه شوي وي  ټول ليدونکي (visitor) بايد يواځي دشخصي شوي لاري څخه داخل شي په داسي حال کي چي درجستر کتاب کي ئي امضاْ کړي او خپل لباس او بوټان ئي بدل کړي وي . په فارم کي دکاليواو بوټانو بدلولو ځاي او دلاس او ځان  مينځلو ځاي موجود وي  دفارم دروازه بايد بنده وساتل شي تر څو خلک اويا موټران پرته له اجازي داخل نشي .

کارمندان :

دفارم کارمندان بايد په دي وپوهول شي چي دفارم څخه دباندي نورو کورني الوتونکو او حيواناتو سره دهغوي تماس فارم ته دنارغيو دخپريدو سبب کيږي . دښه منجمنت غوښتنه داده چي هغوي  ته بايد اجازه ورنکړل شي چي خپلو کورونوکي چرگان وساتي . دفارم کارمندان هم بايد دنورو ليدونکو په شان خپل لباس او بوټان بدل کړي .کارمندان بايد په ناپاکه او ملوث ځاي کي خپل لباس  وانه غوندي . دفارم په داخل کي ديوي کوټي څخه بلي کوټي ته دورتگ په صورت کي لومړي بايد دځوانو چرگانو کوټه  وکتل شي وروسته دغټو چرگانو کوټي ته داخل شي او دکوټو دتگ په وخت کي هم خپل لباس بدل کړي

   ميخانيكي او نقليه واسطي:-

ټول ليدونکي بايد خپلي واسطي  دفارم څخه بهر پارک کړي . هغه لاري يا موټري چي دضرورت له مخي فارم ته داخليږي بايد پاکي او ضد عفوني کړل شي  هغه لاري چي مړه شوي چرگان انتقالوي بايد فارم ته داخل نشي. ميخانيکي وسيلي ټولي دناروغيو دخپريدو چانس زياتوي بايد دفارم څخه لري او محدوديت ورباندي ولگول شي .

 داوبواوغذا برابرول او رسول:

دژورو څاگانو او نلونو او به دمايکرو بيالوجيکي ککړتيا خطرکموي .که چيري دامنابع موجود نه وي دويالو او دريابونو اوبو څخه هم استفاده  کيداي شي  په دي شر ط چي دکلورين اويا نوروموادوپواسطه يي خفظ الصحه  ترسره

شي ديو اوبو لوښي لپاره  2-3 ppm کلورين کفايت کوي اوبه بايد پاکي او تازه وي په اوړي کي يخي اوبه او په ژمي کي گرمي اوبه استعمال شي  او به بايد مالگه ونلري د1ppm  څخه ډيره مالگه دستونزو سبب کيږي . غذابايد عالي کيفيت ولري غذابايد بلانس شوي توکسن ونه لري  اودهضم وړوي  دتوکسن ډيره کمه اندازه هم دچرگانو په حاصلخيزي کي اثر کوي دهغوي معفيت ټيټوي  اودناروغيودخپريدو زمينه برابروي . غذا او اوبه دناروغيود

مخنيوي لپاره ډير مهم دي ځکه اکثره واکسينونه او دواگاني هم له او بو او غذاسره تطبيق کيږي . ملوثه او اکثره اوکسدايز شوي غذاچي بدبوي لري مسترد شي .

·      وحشي الوتونکي او نور حيوانات:

دکورني الوتونکو   يا چرگانو او وحشي الوتونکو ترمنځ دارتباط مخنيوي شي ټول فارم او دهغه اطاقونه  داسي ډيزاين شي چي وحشي الوتونکي او مږګان او نور خزندگان پکښي ځاي جوړ نکړي  غذا او اوبه هم بايد ددوي دملوث تيا څخه وساتل شي  نورحيوانات هم بايد دچرگانو فارم په خواکي ونه ساتل شي .

Preditors   (ځناور ):

پدي کي موږکان ، پشکي ، سپي او نور وحشي ځناورو او الوتونکي شامل  دي .داطبعي دښمنان نه يواځي دغذا دضايع کيدو سبب کيږي بلکه دځينو

ناروغيو لکه Salmonella   سبب کيږي .

 تنظيم اواداره :

دښه تنظيم او اداري غوښتنه دادي چي په لږمصرف سره زيات عايد لاس ته راشي په مناسب او علمي توگه دچرگانو څارني او روزني ته منجمنت ويل کيږي .منجمنت په کار پوه پرسونل او منيجر غواړي  ځکه چي هغوي دي روغو او صحتمند چرگانو دگټور اقتصادي اهميت څخه خبر تيا لري

 دناروغي مخنيوي :

دناروغيو په مخنيوي کي دواکسين او دوا تطبيقولو پروگرام شامل دي چي په

مناسب وخت کي په فارم کي تر سره شي .  دچرگانو دمعافيت سويه بايد لوړه وساتل شي ترڅو دوبائي او عاجله ناروغيومخه ونيول شي .

 داذيتونو اومزاحمتونوکمول :

دچرگانولپاره دمناسبي کوټي ،اوبه خورو ،دانه خورواونورسامان الاتواو ښه منجمنت شتوالي داذيتونو په کمولو کي مرسته کوي .

 حفظ الصحه يا Sanitation :

دموادو،سامان الاتو اوهغه خلکو چه فارم ته داخليږي او دهغه خلکو صفا والي چه دفارم په داخل کي کار کوي دټولو ضدعفوني کول او صفا کول پکي شامل دي . ملوث شوي شيان لکه دغذاخلطي يابوجي ،سامان اولوازم او نور بايد فارم ته داخل نشي که چيرته داخلول دپورته شيانو ضروري وي بايد قوي ضد عفوني شي .  همدارنگه دفارم شاوخوا ساحه (surrounding) بايد صفا اووخت په وخت ضدعفوني شي .استعمال شوي دفرش مواد ،مړه چرگان دفارم څخه لري واچول شي فارم بايد ديوا ل يا پنجره ولري ترڅو دهرډول مداخلو څخه ژغورل شوي وي .

اكثره ساري  ناروغي ديوفارم  څخه بل ته په لاندي توگه خپريږي .

١-:- فارم ته دناروغه چرگانو داخلول .

٢:- دهغوچرگانو داخلول چي دناروغي څخه روغ شوي وي دناروغيومهم انتقالونکي.

٣:- دهغوتوليدونکو او کارکونکوبوټان ت او کالي چي ديو فارم څخه بل ته يا ديو اتاق څخه بل ته تگ را تگ کوي .

٤:- دملوث شيانو سره تماس کول کوم چي دناروغيو دعاملينو پواسطه ملوث شوي وي .

٥:- دمړو شويو چرگانو جسدونه چي  په صحي توگه نه وي ښخ شوي .

٦:- ځناور  ،وحشي الوتونکي او نور وحشي حيوانات .

٧:- نا پاکه او به .

٨:- حشرات .

٩:- ملوث دفرش مواد .

١٠:- دهگيو انتقال

§ څومره بايو سيکورتي ته اړتياده؟

ددي لپاره چي تخمين کړي څمره بايو سيکورتي ته ستاسو فارم اړتيا لري لاندي (٣) دري فکټورونو ته پام وکړي .                                              

   1:-Economics

2 :-Common  Sense

Relative risk:-3   

نوي راوړل شوي  چرگان دبايو سيکورتي لپاره غټه خطره ده  ځکه  چي دهغوي دناروغي حالت نامعلوم وي  کيداي شي چي داچرگان په ناروغي اخته وي ياداچي دناروغي څخه نجات موندلاي وي چي په دي صورت کي دناروغيو دانتقالونکي په تو گه عمل کوي .كه چيري ستاسو  په فارم کي د    All- in-all out  منجمنت لپاره شرايط برابر نه وي پدي صورت کي کولاي شي چي ټول نوي چرگان دټولو نارو غيولپاره تر څارني لاندي ونيسي  .دو يني دتشخيص ټست  دساري  ناروغيو لپاره هم کيداي شي چي پدي وخت کي عملي کړي . دچرگانو دانتقالولو لپاره يواځي دپلاستيکي بکسو څخه کار واخلي . لرگين بکس په سختي سره پاکيږي اوهم داوږدي مودي لپاره

ناروغيو دانتقالولاي شي . دنوي چرگانو دوړوچرگوړو په شمول  دچرگانو دغايطه موادو ،بڼګو او گرد سره په تماس کي ساتلو څخه مخنيوي وکړي .دچرگانو لپاره په فارو کي يو پاک او صفا زون جوړ کړي يعني دفارم نږدي شاوخوا  بايد واښه او نور گيا ونلري ترڅو موږکان ،څرمخکي،څمڅاري اوحشرات دقارم داخل ته دورتگ لپاره تشويق نشي . دفارو دهر shed  لپاره جدا بوټان اوموزي استعمال کړي ترڅو دناروغيو دميخانيکي انتقال څخه مخنيوي وشي . بوټان او موزي بايد ضدعفوني شي دغذابوجي هم بايد ضد عفوني شي . دچرگانو دمختلفوگروپونو سره دتماس په صورت کي هر ځل خپل لاسونه په صابون صفا ومنځي اوبه خور او دانه خور هر ورځ بايد ضد عفوني کړي .دفارم دصفاکولو او ضد عفوني کولو لپاره بايد يو دوراني پلان ولري  همدارنگه فارم بايد وچ وساتل شي اوهغه ته لمر ورکول دناروغيو دعاملينودوژلو لپاره ډير گټور او اغيز من دي .

 دپرسونل ټرين کول (Staff training)

پرسونل ته بايو پوه ورکړل  شي ترڅو دناروغيو نښي وپيژني او په وخت سره دهر ډول غير عادي حالتونو راپور ورکړي . دمړيني او نارو غي ريکارټ بايد واخستل شي . زياته مړينه ، دهگيو لږتوليد او تنفسي علايم بايد مخکي له مخکي دناروغيو پرابلمونه وښودل شي . که چيري يو غير عادي يا شکمن حالت وکتل شي ژرترژره ورباندي عمل وشي . او وترنري هدايتونه پام کي ونيسي  .په چټکي سره دغير عادي اويا غير نارمل حالت وضيعت په پام کي ساتل دناروغيوپه تشخيص کي اغيز من دي او دعاجلوپيښو سره مرسته کوي

مړه شوي چرګان بايد ژرترژره وسوزول شي او يا ښخ کړل شي .

 دناروغيو دعاملينو دژوندي پاتي کيدو موده

ناروغي .                                                   دژوند موده دچرگانو څخه لري

Infections barsal  Disease:1 . ــــــــــ                   مياشتي

Cocidiosis:2                                             مياشتي

3:Duck plague                                          ورځي

4:Fowl cholera                                         هفتي

5:coryza                                               دساعتو نو څخه تر ور ځيو

6:Marek Dis                                            دمياشتو څخه پورته

New castle 7                                            دورځي څخه تر هقتو

8:Mycoplasmosis                                    دساعتونوڅخه تر ورځو

9:Salmonellosis                                         هفتي

10 Avian tuberculosis                                 کلونه

 دچرگانو دفارم صفا کول او ضد عفوني کول

دچرگانو دبايو سيکورتي په پروگرامونو کي اغيزمنه ضد عفوني کول او صفاکولو پروگرام يو مهم گام گڼل کيږي . هرکله چي يو فارم دچرگانو څخه خالي شي مخکي لدي چي نورچرگان يا چرگوړي ورته راوړل شي  دهغي دضد عفوني کولو او صفاکولو پروگرام بايد عملي شي .

دپاکولو او ضد عفوني کولو اصلي هدف په فارم کي دپاتوجنونو دتعدادکمول  (دناروغيودعا ملينو ) دي

دپاتوجنونو دتعداد په کمولو سره هم دچرگانو فارم کي دناروغيو کموالي رامنځ ته کيږي..

پاکوالي او ضدعفوني کول دکوم ناروغيودعاملينوپه کموالي کي کمک کوي؟

داعاملين عبارت دي له بکتريا ، ويرسونه ، پرازيتونوڅخه . زمونږ لپاره داډير مهم ده چي تشخيص کړو کوم عاملين مونږ له منځه وړو . ځکه چي ځني ضدعفوني کول دځنو نارو غيوعاملينو باندي اغيزمن نه دي . ددي لپاره چي په اعظمي توگه ضدعفوني کولو او صفاکولو څخه گټه واخلو بايد دناروغيو عاملين تشخيص وي او دهغوي په لمنځوړلو کي او کمولو کي ورڅخه استفاده وکړو.

 دصفاکولو او ضدعفوني کولو لپاره لومړي گام کوم دي

دصفاکولو او ضدعفوني کولو پروگرام کي لومړي گام صفاکول دي .

صفاکول يا پاکول دارگانيکي موادو لري کول دي  په فزيکي توگه ((پارو، وينه ،جسدونه )) مخکي له دي چي دضدعفوني کولو پروسه شروع شي لومړي بايد دغه ارگانيکي يا عضو مواد لري کړل شي ځکه چي دناروغيو عاملين اکثره په دي موادو کي    ځان ساتي   (پټوي ) او کيداي شي چي

دضد عفوني کولو وخت کي ژوندي پاتي شي  همدارنگه مهم ده چي ټول

تعمير يا بلاک مخکي له ضدعفوني کولو صفا  ومينځل شي .

صفاکولو پروگرام په دوه برخو ويشل کيږي .

1:Dry cleaning        وچ صفا کول

2: Wet cleaning      لونى صفاكول  

 

دوچ صفاکولو او لوندصفاکولو ترمنځ کوم توپيرونه موجود دي ؟

:- په فزيکي توگه دعضوي موادو لري کول دوچي صفاکولو څخه عبارت دي لکه دغذا ،دفرش مواد اوپارولري کول . دوچ صفاکولو پروسه پخوا تر لوند صفا کولو ترسره کيږ ي . دلوند صفاکولو پروسه لکه چي دنوم څخه يي معلوميږي داوباداستعمال څخه عبارت  دي .

دلوند صفاکولو لپاره څوقدمونه  وجود لري لکه (( soaking ,washing ,rinsing and drying )) همدارنگه مهم دي چي په لمده پروسه کي ځني عضوي مواد داوبو په ډيرقوي فشار سره له منځه يوسو يالري کړو .دمناسب لوند صفاکولو روستي گام دادي چي تعمېر په ډير چټکي سره بيرته وچ کړل شي . که چيري داکار په چټکي سره صورت ونه مومي ممکنه ده چي دلمدوالي په صورت کي دپخواڅخه ډيري بکترياوي پکښي نمو وکړي ځکه چي لمده بل ورته ښه زمينه برابروي . دښه صفاکولو پواسطه کيداي شي  20% پاتوجن له منځه يووړل شي .

 

 دصفاکولوڅخه روسته بايد څه وشي ؟

دضدعفوني کولواو صفاکولوپه پروگرام کي ضدعفوني کول وروستي پروسه دي پدي پروسه دهغه ضدعفوني کونکي څخه کار اخستل کيږي کوم چي پاتوجن کموي يائي وژني . ضدعفوني کونکي ډير ډولونه لري . اوهغه بايداستعمال شي کوم چي دمربوطه پاتوجن په مقابل کي اغيزمن دي .

دضدعفوني کونکي عمده ډولونه کوم چي استعماليداي شي:  ١:الديهاد((لکه فورمالين ،فورموالديهايد او گلوترلديهايد ))

٢:کلورين ازادونکي اجنټ لکه سوديم هاېدروکلورايد،کلورين ډاي اکسايد او کلوروامين 

٣:ايوډوفورس ((لکه فوويدون ،ايودين ،اوپولوکزامودين ))

٤:فينول لکه تراي کلوسان او نور

 پاتوجنونه دمختلفو ضدعفوني کوونکو مقابل کي څومره حساس دي ؟

ضدعفوني کونکي دبکتريا- وايرونواوفنجاي مقابل کي ډيراغيزمن دي مگردپرازيتونو مقابل کي موآثرنه دي ،په مجموع کي د پاتوجنونومقاومت په  لاندي شيانو پوري اړونددي .

1:-Spores ((cloistral disease like botulism)     acid fast bacteria mycobaceriaلکه

((Avian tubutvulosis)) mycobacterium avium

2:- gram negative bacteria ((pseudomonas .coli, salmonella))          3:-  fungi (Candida) [crop mycosis] aspergs                           

  4:- Non-envelopeded viruses ((enteroviruse and denoviruses))

5:-gram positive bacteria ((staphylococcusaureus ))                

6:- lipid enveloped viruses ((uvianinfluenzavirus))                           

همدارنگه سپورتشکيلونکي بکترياپه سختي سره تخريبيږي نسبت له وايروسي څخه .

 ايا داسي ځني شرايط چي شته چي دضدعفوني کونکي په موثريت اغيزه وکړي ؟

:- بلي داسي شرايط او اسباب شته چي دضدعفوني کونکي موثريت باندي اغيزه کوي لکه مخکي چي موورته اشاره وکړه دعضوي موادو شتون کولاي شي چي دضدعفوني کونکي خاصيت اواغيومنتيا کمه کړي حکه چي پاتوجي په هغه کي پټ ساتل کيږي .نورعوامل لکه ph اوصابون اونور.

 حفظ الصحه اوضدعفوني کول :

دچرګانوپه رموکي دنارغي مسله نن ورځ په چرګانوکي دهغه پراخه مشکلاتو څخه شميرل کيږي چي دزيات مقدارچرګانويا چورګوړساتنه ديوقفس لاندي اودحدڅخه زيات جمع کيدل دناروغي کنټرول زيات مشکل کوي .چرګانوته ناروغي په مستقيم اوغيري مستقيمه توګه انتقاليږي چي مستقيم ضرريي دمرګ په صورت کي اوغيري مستقيم ضرريي داقتصادله نظره دمستقيم ضررڅخه خطرناک دي ددي ترتيب په ګله کي دناروغيودمنځته رتلل علاوه په مرګ توليداتودکموالي اودغذايي موادودکموالي سبب ګرځي چي په دي وجه دچرګانوګله خپل اقتصادي ارزښت له لاسه ورکوي نوپه افغانستان کي دچرګانودساتني لپاره توسيعه داده چي دامراضوکنټرول ته زياته توجووشي په دي اړه دمخنيوي مسله دتداوي څخه زيات داهميت وړده ځکه اول دزيات تعداد دچرګانوساتنه په يوځاي کي تداوي مسله مشکلوي ،تداوي قيمته تماميږي ،دچرګانوزياتي خطرناکي ناروغي لکه ويروسي ناروغي چي مطمينه تداوي نه لري په دي لحاظ تدابيروضع شي چي دتداوي پرځاي دناروغيومخنيوي وشي په يوفارم کي دناروغي دمخنيوي دپاره دري عملي لاري وجودلري .

١- دحفظ الصحه مراعت کول

٢- دضدعفوني کولوداوصولومراعت کول

٣- دلازموواکسينونوڅخه استفاده کول .

دتعريف له نظره نن ورځ حفظ الصحه دعام سلامتي په عنوان دي دموضره محيطي شرايطودمنځه وړلوپه عنوان چي په سلامتي کي زيات موًثريت  موجوددي هغه نقطي چي بايدمراعت شي دادي .

١- دسالم چورګوړي انتخاب :داصل اوسالم چورګوړوبرابرول دهرفارم تهداب اوتيږه تشکيلوي  هيځ يوفارم دمشکوکواوضعيفوچرګوړودساتني څخه دښي نتيجي اوکافي عوايدوانتظارنشي لرلي چرګوړي بايددهغه منابع څخه تهيه شي چي چورګوړي دنژادله نظره مکمل اطمناني وي اوچورګوړي دهغه سالمومورګانوڅخه توليدشوي وي چي دمکروبي اوانتقاليدونکي ناروغيولکه

CRD ،pollaram)  (څځه نه وي دحفظ الصحه شرايط پدي تشکيلاتوکي په سټنډرداندازه صورت نيولي وي ترځوحاصل شوي وي چورګوړ سالم وي .

دروغوچورګوړولپاره :

الف :هغه چورګوړي چي دمعايناتوپه مهال ټول ياپه قسمي ډول بدن يي مرطوب وي بايدلري شي .

ب: هغه چورګوړي چي  دفلج نښي نښاني بايدوپيژندل شي اولري شي ددي کاردترسرکولولپاره دچرګوړي دغاړي پوستکي نيول کيږي اوپورته کشکوي سالم چرګوټي عکسل العمل ښکاره کوي اوپه تيزي  سره پښي اووزرونه اچوي که چيري چورګوړي فلج وي نوعکسل العمل نه ښايي اوزيات يويادوه پښي راغونډي کړي .

ج-کوم چرګان چي دنوم پړسوب لري بايدچي وپيژندل شي اوجلاکړل شي ددي علايم پدي شکل دۍ چي چرګوړي دفرش په مخ خوب وړي وي اومري دګيډي شاوخواګرځي غاړوته شوي دي پدي شکل دنوم ځاي په اساني سره شواوتشخيصولايي شو.په سالموچرګوړوکښي پدي برخه کي هيځ ډول پړسوب اوترشح نه ليدل کيږي .پداسي حاﻻ کښي چي کوم چرګوړي دنوم پړسوب ولري پدي محل کښي زيات پړسوب ديواندازه ترشح سره يادنوم پړسوب لري دچرګوړوهغه رمي چي دنوم پړسوب لري بي دکوم نيژدي کيدوهغه بايدنابودکړل شې .

٣ – هغه چرګوړي چي ضعيف اوهغه چي نقارکج اوغري عادي وي بايدحذف شي ددي ازمايش علاوه يوورځني چرګوړي کولاي شوچي بڼکودوضيعت اوکيفيت اندازي لرنحي تشخيص کړودارنکي دوزردخلاصولواودهغي ليدل چي دداخلي بڼکوپواسطه دفبول وړده معموﻻً ديوورځني چرګوړوبدن دژيړبڼکوپه واسطه پوښل شويوي وي داصلي بڼکودزياتي غواساري په وزرونوکي ليدل کيږي پستي بټکي اواصلي بڼکي چي دهغي په دننه کي نښتي وي دچرګوړودوري په شروع کي دکمرکي بڼکوڅايي اصلي بڼکي نشي په وړوچرګوړوکي چي هرځومره دبڼکووده تيزه وي دچرګوړوپه تيزه وده اوکيفيت دلالت کوي په ښه اوسالموچرګوړوداصلي بڼکووده دکرکي بڼکوڅخه تيزه وي ولي برعکس کوم چرګوړي چي ضعيف وي داعمل يي هم برعکس ترسره کيږي په کلي ډول يادونه کووچي هيځ کله صعيف اومشکوک انتخاب نکړوځکه ضعيف چرګوړي ديوخوامري اودبلي خوادچرګوړوفارم ته دميکروبي انتفال اواخته کيدوسبب ګرځي .

٢- مناسبه تغذيه  کوم نژادونه چي نن ورځ ساتل کيږي جنټک دنظره مسطريع نمواوزيات توليدلرونکي دي ددوجي مناسبه جيره بايدکميت اوکيفيت دنظره بلانس وي ځکه چي ددي دکمبودپوجه په ګله دناروغي اثرات ښکاره کيږي .پدي خاطرجيره بايددنژاد،عمر،محيطي شرايطو،موسم ته حساراودچرګوړوپه اختارکي ورکړي همدارنګه دقيفاً دنژادي جدول سرسم دورځني ،اوني غذااندازه معلوم کړو.ځرنګه چي دغذاداندازي کموالي يادحدڅخه زياتوالي په ګله کي دتغذيوي نارغيوسبب ګرځي اودميکروبونودخپريدولپاره شرايط برابروي .

٣- دفارم دجمع کيدومناسب شرايط :ددي لپاره چي ناروغي په اساني سره ديوفارم څخه بل فارم ته نقل نشي نوضروري ده چي دمرغداري فارم يودبل څخه کافي فاصله ولري دافاصله دقيقاً نده مګربهتره ده چي  1km وي ،مرغداري پدي عصري ساتنه کي چي په لسونوزره چرګوړي په يوفارم کي په بندشکل ساتل کيږي نودفارم دجوړښت مسله اودچرګوړوجمع کيدل په زيات اندازي سره داهميت وړده باالخصوص دچرګوړود تهويه مسلي ته زياته توجووشي دفارم داخل ته دهواجريان دچرګوړودوزن اوتعدادسره مستقيمه رابطه لري اوهرځومره چي د فارم دچرګوړوتعدادزيات وي په هغه اندازه دهواجريان اضافه شي .دالوتونکودتعدادله نظره بايدچي د (Stander) جدول په نظرکي ونيول شي ،

٦- دگلوساتنه دغمرپه لحاظ : دناروغيوپه مخنوي کي دعمرمسله ډيره مهمه ده بايدالوتونکي ممکن چي دميکروبي اوپرازيتي ناروغيوحاصل وي (Coccidosis)  بدون دهيځ ډول علائمودناروغيودښودلو څخه په اساني سره کولي شي چي څوانوالوتونکوانتفال اوچرګوړي اخته ګړي پدي خاطربايدچي واړه ځوان اوزاڼه چرګان سره يوځاي ونه روزل شي حتا داسي توصعه کيږي په هغه فارم کي چي دزيات عمرچرګوړي روزل شويوي ونه ساتل شي .

باالخصوص (دومقصده اوتوخمي چرګوړي )هم تري جدا وساتل شي اودزيات اطمناي لپاره هغه کارګران چي دغټوچرګانوپه فارمونوکي کارکوي دوړوچرګوړوځاي ته دتګ راتګ څخه منع کړاي شي دبلي خوادهرعمر چرګوړي دخپل هم سن سره په جدا ځاي کي واچول شي اوورسته دضدعفوني کولوڅخه پکي ددوهم ځل لپاره چرګوړي واچوي اوهځ کله په يوځاي اويوفارم کي دمختلف عمرلرونکي چرګوړي ديوبل په خواکي ونه ساتل شي .

٧-دمختلف النوع الوتونکويوځاي نه ساتل :دمختلف النوع الوتونکوساتل په يوځاي کي دحفظ الصحي له نظره دنارغيودخپريدواحتمال زيات ده ځکه دبعضي الوتونکوبدن بدون دکوم علايم ښودلوڅخه دمختلفوناروغيوعوامل لري چي دتماس په واسطه يي نورالوتونکوته انتقالوي لکه (Black hood) چي دفيل مرغانوپه واسطه سره په اساني سره انتقاليږي چي داناروغي دالوتونکولپاره دزياتوتلفاتوسبب ګرځي وحشي الوتونکي زياتي ناروغي ديوفارم څخه بل فارم ته انتقالوي چي ددي کاردمخنيوي لپاره بايددجاليوپنجرواوداسي نورواستعمال وشي دمږکانواونورومضره حشراتوموجوديت علاوه له دي چي غذايي موادمصرف وي دسامانونودخرابوالي دبعضي وختونه دوړوچرګوړودمړيني سبب ګرځي ددي په خواکي دبعضي ناروغيوپه انتقال کي هم رول لري ددي په خاطربايدداسي تدابير ونيول شي چي فارم ته دمضره حشراتودننوتلومخه ونيول شي .

0-     دکمزورواوناروغوچرګانوتشخيص : کمزوره اوناروغه چرګوړي دمرغداري لپاره داخته کيدومنشه ده پدي وجه دناروغه اوکمزوروچرګوړوپه نښه کول اوپه چالاکي سره دهغه جلاکول په فارم کي دناروغي دخپريدوڅخه په مخنيوي کي خاص اهميت لري .

د]دچاپیریال  حفظ الصحه

دمحيط حفظ الصحه په الوتونکوکي دناروغيو په خپريدوکي دتوجه وړکموالي راوړي په دي لحاظ دفارم په حفظ الصحه کي دلږ وخت په مصرف  سره دفارم په داخل کي ددرانده تلفاتو او خساراتو څخه مخنيوي  کوﻻي شو هفه مهمي نقطي چي يو فارم لرونکي يي بايد په نظر کي ونيسي په دي ډول دي

١_ چرگوړي بايد دداسي منبع څخه واخستل  شي چي دهغوي حفظ الصحوي اوضد عفوني شرايط کاملاً مراعت  کړل شوي وي چرگوړي بايد چي (ممOmphalitis  Polluram) ) ناروغيو څخه پاک او عاري وي اوLymphiodleucosis)) فيصدي يي کمه وي                                                          

 ٢-يو ورځني او تازه اخستل شي يا وارد شوي چرگوړي بايد دغټو اوتخمي چرگانو سره يوځاي نشي اوفارم کي دمخطلف عمر لرونکي چرگوړو دساتلوڅخه مخنيوي وکړل شي

٣- دچرگوړو دپنجري پر مخ دجالي استعمال چي دمرغيو ،کوترو اونورو وحشي الوتونکو مچانو پنجري ته دداخليدو څخه مخنيوي کوﻻي شي ځکه دا مرغان علاوه لدي چي ډيره عذا په مصرف رسوي  ممکن دچرگوړو په فارم کي دناروغيودانتقال او اخته کيدو ســـــبب گرځي بايد چي په دقيق ډول دهغي دننوتلو ﻻري ترځنگ موږگ ،پيشو،سپي اوداسي نورو دننوتلو څخه مخنيوي وکړي

٤ – دهر ډول سيال کوونکودليدونکو په خاص ډول دچرگوړو دژوند په اولو شپو او ورځو بايد جدً مخنيوي وشي ځکه چي داکار علاوه لدي چي فارم نه دمختلفو ناروغيو دداخليدو سبب گرځي دچرگوړو ارامتيا دمنځه وړي

٥ – دفار م دداخليدو په لاره کي بايد يولوښي چي ضد عفوني موادلري فارم ته دناروغيو په داخيليدو کي مرسته کوي په دي ډول کوم کسان چي فارم ته داخليږي لکه کارګران ،ډاکټر،ليدونکي پدي اوبوکي پښي ضدعفوني کړي او بيافارم ته داخل شي .همدارنګه دموټرودمينځلواوضدعفوني کولو لپاره يوتالاب په فارم کي موجودوي ديادولو وړده چي کومه غذاچي چرګوړوتهورکول کيږ دحفظ الصحي له مخي داطمينان وړوي.کله چي مونږچرګان اوچورګوړي دفارم څخه وويستل  شي نو بياي پاکوو اود(   (Co2 دود ورکوو بيا وروسته فضله مواد او نور اضافي شيان داطاق يافارم څخه باسو اوضد عفوني دراوړلو پواسطه ځکه مينځل کيږي چي اضافي مواد په اساني سره لري شي اوبيا

  داوبواوضدعفونى موادوپواسطه په لوړفشارسره مينځو بهتره داده چه که امکان وى په يوه داسى ډنډکى چى هلته پکى يوه ضدعفونى ماده لکه کرستليک اسېد ولرى ومينځل شى ددى ګټه پدى کى ده چه تقريباً  ٥٠%  مکروبونه ددى اوبو په واسطه له منځه وړل کيږى  . لکه چه په فارم کى ناروغى وليدل شى نودضدعفونى کولوڅخه وروسته بايد فارم ته دودورکړل شى اودفارم خوااوشاتقريباً  ٥ متروپه اندازه چارچاپيره دامونيم څلورګونى ترکيبات وشيندل شى ترڅوچى دناروغۍ څخه مخنيوى وکړى  په يواځي ډول ياد ( formalin ) سره يوځاى استعمال شى دمينځلواوضدعفويى کولوميخانيکى ماشينونه کولايى شى چى  ٩٠% دهګيودپوستکى ککړتيادمنځه وړى وروسته دچرګانودهګيودمينځلوڅخه بايدهګى په سريع ډول وچى کړل شى اوپدى وخت يى دحرارت درجه د ( C ٣٠ _٣٥ ) وى ترڅودبکترياودنفوذڅخه باقى پاتى شي اودهګيوپرمخ موجودياشته ميکروبونه هګيوته دداخليدوڅخه مخنيوى وشى اودارنګه يوتعدادناروغى  ديوفارم څخه بل فارم ته نقلوى دډيرومناطقوپه فارمونوکى دچرګانوهګيوته ګازورکول کيږى چه معمولاً د ( formalin ) دګازڅخه استفاده کوى داګازدهګيوپه پوستکى ترسره کيږى ددى ډول هګى  ( steril ) اودبچى ويستنى په ماشين کى ايښودل کيږى

دچرګانولپاره مناسب ځاي برابرول

دچرګانولپاره بايدمناسب ځاى برابر کړاي شى ددى لپاره چى دچرګوړو فرش ديخنى څخه وساتل شى اولندبل يى کم کړاى شى نوپه کارده چه نرم فرش ورته برابرشى ددى کارلپاره مونږدآرى بور،درندى بور،پروړه ،دشولوپک اونوروڅخه استفاده کيږى .

دچرګوړودفرش ضخامت په اولوورځوکى ( ٥ ) سانتى متره په اندازه اوپه تدريج سره دموادوپه زياتولوسره زيات کړاى شي دچرګوړودفرش لپاره باېدداسى موادانتخاب کړاى شى چه رطوبت جذبونکى وى که چيرى دچرګوړى دپښولاندى فرش د ( %٥ ،٠ )د(cu so4) نيل توتيا  (/liter gr٥)په محلول کى دچرګوړودفرش دپاسه سپري کړل شى ښه نتيجه ورکوى داموادهغه وخت کى سپرى کيږى چه لمرته اچول شوى وى دسپرى کولوپرمهال بايدښکته اوپورته کړل شى ترڅوټولوبرخوته يى محلول ورسيږى همدارنګه دهرمتر مربع ځاى لپاره  ( ٥، ٠ – kg ١ ) پورى اوبه نه رسيدلى چونى ميده شوى دذکرشوموادوسره ګډکړل شى دچونى مقدار نظر موسم ، رطوبت اوهواته سنجول کيږى په دى معنى چى کله هواګرمه وى  ( ٥،٠ ) کيلوګرامه اوکله چه هوابارانى وى دهر متر مربع لپاره يوکيلوګرام توسعه کيږى په فرش باندى دموادوجوړولووروسته اوبه جذبونکى کاغذهوار کړاى شى اوکله چه په دى کاغذ( ٤ -٥ ) ورځى تيرى شى بيادى لرى کړاى شى دکاغذدهوارولوڅخه وروسته لمړى  brooder داطاق په وسط کى کيښودل شى اب خورى ، دانه خورى په  brooder   کى ايښودل کيږى دانه خورى اب خورى اونوروسايل بايدلمړى ضدعفونى شى دغه ذکرشوى وسايل بايدمخکى دچرګوړودراوړلوڅخه امتحان کړل شى اوکه کوم عوارض لرى بايدترميم کړاى شى .

دضدعفونى کولواوصول

دچرګانودفارم دصحيح اودقيق ضدعفوني کولو سره کولاي شو چي فارم ته دمختلفو ناروغيودداخليدوڅخه مخنيوي وکړو.ددي وجي څخه په مرغداري کي ضد عفوني کول يوه اساسي اوبهترينه عمليه بلل کيږي چي بايدهرفارم لرونکي دخپلوچرګا دساتني لپاره داکارترسره کړي.

هغه عمليه ياهغه مواد چي دميکروبونودنمواوفارم داخل ته يامحيط ته دناروغيومخنيو ي کوي دضدعفوني موادوپنوياديږي.هغه موادچي په ضدعفوني کولوکي پکاروړل کيږي بايدچي دانسان حيوان اوالوتونکو دپاره ذهري اوضرري نوي په سختو اوبوکي دانحلا ل قابليت ولري عملا دهغي تاثير دميکروبونو څخه غير په بل شي نه وي هواسره دتماس په نتيجه کي ثبات ولري په دو امداره توګه سموميت رامنځته نکړي دحيواناتو په محصولاتو کي دزيات وخت لپاره پاتي نشي (په هګيو اوغوښو کي) اقتصادي وي بعضي ضدعفوني فقط دميکرو بونو دنمواوتکثر څخه مخنيوي کوي اودميکروبونو حيا تي فعاليتونه محتلوي په موقت ډول مګر کله چي دهغي تاثير ختم شي نوميکروبونه بيا فعاليت پيل کوي مګرځيني ضدعفوني مواد شته چي بلکل ميکروبونه وژني نوبايد چي په مرغداري کي ددي ډول موادوڅخه کارواخيستل شي چي ددي ډول موادو تاثير دلاندي عواملو مربوط دي.

§دهرضدعفوني موادوخاصيت دغلظت په زياتوالي سره زيات اوپه رقيق والي سره کميږي نوبايد چي دکمپني دهدايت سره سم اوپه  Standerdشکل استعمال شي.

§دحرارت په زياتوالي سره دهري ضد عفوني مادي تاثير وياتيږي ددي وجي څخه په مرغداري کي دضد عفوني موادوسره دحرارت يوځاي کول ښه نتيجه ورکوي.

§په اخته محيط کي دضد عفوني مادي پاتي کيدل: داسي ډير کم ضدعفوني موادوجودلري چي دوړاندي فاصلي څخه تاثيروکړي اوميکروبونه دمنځه يوسي بلکي هميشه يواندازه وخت ته ضرورت لري چي دميکروبونو په وړاندي تاثير ښکا ره کړي اوهغه نابود کړي ددي وجي هرڅومره چي دضدعفوني مادي داثر وخت زيات وي په هغه اندازه زيات ميکروبونه دمنځه وړي اواثريي اطميناني اوقطعي وي.

دمحيط داخته کيدواندازه:-  

دضدعفوني موادوتاثير په هغه محيط کي چي ډير ملوث اوککړوي  کم دي پدي خاطر بايد دضدعفوني مادي داستعمال څخه مخکي دمحيط کثافات اوچټلي کمه کړو اول بايد چي مواد غايطه اودچرگانو ککړفرش لري کړي شي اطاق ،وسايل،په اوبواو خيري لري کونکو موادو پواسطه پاک کړاي شي اوبياضدعفوني مواداستعمال شي پدصورت کي ضدعفوني موادښه تاثير کوي طبعي ضدعفوني کونکي:دلمر،رڼا،ميکروبونه دلمر اورڼاپه مقابل کي خصوصآپه زياته اندازه دمستقيمي رڼا په مقابل کي خپل فعاليت دلاسه ورکوي دلمر درڼاګرموالي چي(O2 ) سره يوځاي وي دميکروبونوزهري تاثيرات په سرعت سره کموي لدي وجي دلمر رڼا يواقتصادي لاسته راوړونکي ضدعفوني ماده ده چي خوشبختانه الله(ج) افغانستان ته دانعمت په زياته اندازه ورکړيدي .مختلفي رڼاګاني ياوړانګي لکه(Ultraviolet)دميکروبونواوبکترياو دوژني سبب ګرځي له بلي خوا دلمردرڼاغورزيدل دالوتونکو په بدن په مستقيم ډول دهغوي په بدن کي دVit D دتوليدسبب ګرځي پدي اساس هغه فارمونه چي دلمر درڼا څخه برخه مند دي په ډيره کمه اندازه دVit DاوCa دکمبود اوهغه ناروغي چي دهغي دکمبودپه نتيجه کي منځ ته راځي  مخامخ کيږي خونه يواځي داچي ميکروبونه وژني اوبيولوژيکي تاثير لري اودارنګي دحرارت په توليدسره ميکروبونه دمنځه وړي ولي په اکثره فصلونو دکال کي دنور حرارت دومره زيات نوي چي دميکروبونودلمنځه وړني لپاره کافي وي ولي دلمردرڼاسره دبيولوژيکي رڼايوځاي کيدل دميکروبونودوژلولپاره زياتوالي ورکوي .ددي ډول وړانګو په فارم کي داستعمال پخاطر دکارپوهانو دهدايت سره سم دهغه ٣٠ واټه ګروپونو څخه کاراخلي کوم چي ٢٥٣٧ اوږدموج لرونکي دي  هرګروپ  بايد چي ١متر ساحه کي دچورګړو باندي دچت نه راځوړن کړل شي هرګروپ ٣٠ متره مکعب دفارم چت لپاره پکاردي کوم کسان چي ددي کارلپاره ګمارل شوي وي هغه بايد چي دکارپرمهال عينکي اومخصوصي جامي واچوي په هغه فارمونوکي چي ددي ډول وړانګو څخه برخه مند دي پ زياته اندا زي سره يي دان ډي دناروغي څخه مخنيوي کړيدي اودچرګوړو په وزن کي هم زياتوالي راغلي دي هغه اندازه غذاچي ديوکيلوګرام غوښي لپاره مصرفيږي په هغي ٤\٨ فيصده کموالي راغلي دي ددي ډول وړانګو چي ډيري حساسي دي فقط په هغه مرغداري کي چي ډير مجهز اوکافي فني امکانات لري کارواخيستل شي  يخه هوا هيڅ دميکروب ضد تاثير نلري صرف دميکروبونونمو اووده ځڼدکوي اوميکروبونه خپل فعاليت دوهم ځل شروع کولايشي پدي وجه په مرغداري کي ديخي هواڅخه صرف دچورګوړو دغوښي دساتني اودهګيو په جمعه کولو کي استفاده کوي.دچرګانو دفارم چت ،ديوالونه ،شااوخوا باندي دلمر دوړانګو لږيدل دفارم محيط کي دميکروبونو دجمعه کيدو اوککړيدو کي کموالي راولي په هغه فارمونو کي چي کافي لمر اوجنوب خواته پنجري  لري  او دلمر رڼا يي په چت لګى په زيات مقدار سره د بکترياو او وايروسونو د اخته کيدو خطرکموى ددى وجهى نه کوم فارمونه چى پنجري نلرى بايد د فارم ضد عفونى کولو ته زياته تو جه وشى ددى لپاره زيات مصرف په نظر کى وينول شى د لمر رڼا مکروب وژونکى تاثير د لمر په رڼا کى د ماورابنفش وړانګو موجوديت دى نن ورځ په مرغدارى کى د ماورابنفش وړانګو څخه د بعضو امراضو د ضد موادو په حيث استفاده کوى په خاص ډول هغه ناروغى چه د هوا د لارې انتقاليږى د تحقيقاتو له مخى هغه ماورابنفش وړانګى چه ( ٢٥٣٧) انګسټرون اوږد موج لرى په هغو وايروسونو چه په هوا کى موجود دي د مختلفو ناروغيو سبب ګرځى وژونکى تاثير کوى مثلاً  هغه فارمونو کى چه د ماورابنفش وړانګو د لګيدو په وجه د New casttal virus   په (٣٠) ثانيو کى ، د laryingtarchitis عامل په (٦٠) ثانيو کى د Bronchitis  عامل په (١٢٠) ثانيو کى له منځه وړى همدارنګه هغه فنګسونه اوبکترياوي چه په هوا کى موجود دى وژنى په کم وخت کى د ماورابنفش وړانګو په اړه تحقيقات ښى چى دا وړانګي د وايروس د DNA په جوړښت کى تغيرات راولى او دهغى د وژنې سبب ګرځى په عملى ډول نن ورځ د برايلر چرګوړو د روزنې په فارمونو کى د هغى د ناروغى د مخنيوى لپاره کوم چه د هوا له لارى انتقال صورت نيسى  ND ماورابنفش وړانګو څخه کار اخلى او ډيره قناعت کوونکى نتيجه ورکوى .

 فزيکى ضد عفونى کول :-

   حرارت ډير ښه فزيکى ضد عفونى کوونکى دى د حرارت څخه د مرغدارى لپاره ډيره ښه استفاده کولايشو ممکن چه وچ يا لوند حرارت وى په وچ حرارت کى د لمبى څخه دفارم د ضد عفونى لپاره استفاده کيږى پدى شکل چه دلمبى حرارت کوم چه توليږى مکروبونه او د هغوي هګي (Oocytes)  په ښه ډول له منځه وړى د لمبى ورکول د ديوال هغه کونجونه چد درزونه اوسوري لرى او دارنګه چت او نور وسايل لکه دانه خورى او آب خورى چى دناروغى د خپريدو خطر يي زيات دى کولايشو کنټول کړو پدى وجه هغه فارمونو کى چه د اخته کيدو خطريي زيات وى کيمياوي موادو او حرارت څخه  په رضاعيت سره کار اخلى لمبه ورکول چه په ارامۍ او احتياط سره صورت ونيسى ترڅو دد جوګه شى چه مکروبونه او پرازيتونه له منځه يوسى معمولاً په خارجى نړى کى د لاس او موټر لمبه شيندونکو څخه کار اخلى لوند حرارت ضد عفونى کولو له نظره ډير ښه ده مګرد وچ حرارت په تناسب قيمته تماميږى اما مطمين دي د اوبو بخار، جوش اوبه ډيري ښه ضدعفونى شميرل کيږى جوش اوبه معمولاً ( ١٠٠) د رجى حرارت لرى لدى څخه کم حرارت په مقابل کى مکروب مقاومت لرى د جوش اوبو څخه د مرغانچى د بچى ويستنى وسايل پنجري دانه خورى آب خورى لپاره د ضد عفونى څخه کار اخستل کيږى .

  • کيمياوي ضد عفونى مواد :- هغه کيمياوي ضد عفونى مواد چه په مرغدارى کى پکار وړل کيږى ممکن يو د لاندى ترکيباتو څخه وى فورملين ، د امونيا څلورګوني ترکيبات ، فينولى مواد ، ايوډين ،کلورين چه د دوي هر يو خاصيت په دې ډول دى .

دموادونوعه

کلورين

ايودين

فينول اوکريزول

دامونياڅلورګوني ترکيبات

فورملين

دمصرف مقداردضدعفوني لپاره

٢٠٠٠

ـــــــــــــــ

١٠٠٠

٤٠٠٠

ــــــــــ

دبهسازي لپاره

٥٠

ــــــــــــ

٥٠٠

٢٠٠

ـــــــ

داوبو مصرف

مصرف لري

ــــــ

ـــــــــــ

مصرف لري

ـــــــــ

PH

اسيدي

اسيدي

اسيدي

قلوي

+

بکتريوسايد خاصيت

+

+

+

+

+

بکتريو ستاتيک خاصيت

_

_

+

+

+

دفنګسونو ضد

_< ‍

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more