دترنج روزنه

سريزه:

داچې افغانستان يو کرنيز او زراعتي هيواد دى چې دخپل موقيعت اوښه اقليمي شرايطيو په درلودلو سره د نباتا تو د زړه پورې ودې او تو ليد لپاره د لوړو او ژورو سطحو په موجوديت سره د مختلفو اقترنجنو درلودونکى دى چې په همدې اساس د زياتو سبزيجاتو او ميوه جاتو اصلى ټاټوبې ښود ل شوي دي . هغه ميوه جات چې د خپلې ودې او ښه توليد لپاره سړې هوا ته ضرورت لري دهيواد زياتې سيمې د يخ او وچ اقليم لرونکى دي اوهغه ميوه جات چې ګرم وده ييزه موسم ته ضرورت لري دهيواد ځينې سيمي دنوموړي اقليم لرونکي دي چې د اډول غوره شرايطيو په لرلو سره په بيلا بيلو ولايتونوکې بيلابيلي ميوي روزل کيږي همداعلت دي چې دهيواد %85 وګړي دزراعت په شغل مصروف دي نولدي څخه معلوميږي چې د هيواد اقتصاد  د فوق العاده زراعت په  مسلک پوري اړه لري او ميوه جات د هيواد د زراعتي توليداتو يوه ستره برخه تشکيلوي چې هرکال مختلفى ميوي په زيات مقدارسره بهرنيو او ګاونډيو هيوادونو ته صادريږي چې په مقابل کې زيات اندازه اسعار لاس ته راځې اود اقتصاد د پياوړتيا سبب ګرځي خو متاسفانه زمونږ هيواد د دوه نيمو لسيزو جنګونو اوناقراريو له امله د زراعت سکتور زيات زيانمن شوى دى او د زراعتي توليداتو او محصولا تو کچه يې خورازياته  ښکته شوي ده نو د ميوو روزلو په هکله دعلمي معلوماتو په وړاندي کولو سره کيداي شې چې د باغ لرونکو اوميوه روزونکو کلني حاصلات د کميت او کيفيت له نظره

 څوځلي زيات اوپه زراعتي محصولا تو کې به د ليدلو وړ بدلون رامنځ ته شې

څرنګه مو چې د مخه ذکرکړل چې افغانستان دزيات شمير ميوه په خاص ډول د تل شنوميوو د پيدايښت ټاټوبى ګڼل شوى نو ترنجهم  دهغه ميوه جاتو له جملى څخه دي چې د ښه اقتصادي  غذائې او طبى ارزښتونو لرونکى دى . دسريزي په پاي کې بايد ددې خبرى يادونه وکړم لکه څرنګه چې د لوړو زده کړو وزرات د قانون او لايحي سره سم د کرنى پوهنځى د څلورم کال محصلين د دوه مسلکى اوعلمي موضوع ګانو د ترتيب ، تنظيم اوارائې دنده په غاړه لري چې يويې په لومړني سمستر کې او بل يې په دوهم سمستر کې ټاکلى شوى وختونه دي چې ماته هم ددې لړۍ او پړاو موقع راورسيده چې د هارټيکلچر اوځنګلونو ډيپارټمنت لخوا د راکړل شوي موضوع  د ترنج روزنې تر عنوان لاندي ترتيب ، تنظيم اوارايه کړم . د موضوع د ترتيب ، تنظيم په اړوند د رهنما او د سيميناراستادرشاد احمد ( شيرزاد )  څخه ډيره مننه کوم چې ما سره يې د موضوع د ترتيب په اړه نه هيريدونکې لارښونى او مرستې کړي دي .

تاريخچه:

لومړۍ پخواترميلاد: کومي څيړني چي دلومړي ځل لپاره دترنجوپه باره کي ترسره  شويدي په چين کي يوعالم ( Taga) په نامه دميلاد څخه  مخکي  ٢١٩٧_ ٢٢٠٥) بي سي دميلاد څخه ژوند کوو پخپل کتاب کي په نامه  پرکنګ) کي دکوچنيوچوکترو، ترونجو اونارنجو نومونه ليکي دي .

دميلادنه وروسته : لومړي سړي چي دميلادنه وروسته دترنجوپه باره کي څيړني ترسره کړي دي د( pliny) پنوم ياديږي اوهغه يوکتاب دطبعي تاريخ ( Natural history) نوميده وليکه اودميلادنه ( ٧٧) کاله وروسته نشرشو. اوده په پخپل کتاب کي نارنجوته مختلف نومونه ورکړل چي عبارت دي له ( Malus medica) او( Malus Assyria ) په نومونوياديږي

داسلام نه وروسته : کله چي عربي امپراطوري دپراختياغوښتني په وخت کي خپله امپراطوري پراخه کړه نودهمدي پراختياپه وخت زيات شميرعرب دافريقا شمالي برخواو( Spain) ته خپاره شول عربودخپل قدرت اوپيسوپه زور وکړي شول چي درومي امپراطوري څخه زياته پراختياومومي . اواروپا ته يي له ځان سره دهغوي دسائنس اوکرني په باره کي زيات معلومات انتقال کړل دنارنجو سره دعربو بلدتيادهغوي دمشهور ليکوال مسعود دويناڅخه په ښه توګه څرګنديدلي شي . 

ترنج:

دترنجوميوه چي دتل شنوميوو ستره برخه جوړوي اودميوو د( Berry) له ډلي څخه ده اود( Hisperidium) پنوم ياديږي . ترنجود( Geraniales) په ارډراود( Gerniinoae) په سب ارډر اود ( Rutaceae) په فاميل پوري اړه لر ي اود( Aurantioideae) سب فاميل د( Citreae) په ( Tribe) اود( Sitrinoae) په ( Sub tribe) پوري اړه لري دسټريني سب ټرائيب ( ١٣) جنسونه لري اودترنجواوياترنجوته نژدي اوياورته ميوي دهغه په دريو( ٣) جنسونولکه ( Citrus، FortunellaاوPoncirus ) پوري اړه لري

د ترنجو اقتصادي او غذايي ارزښت

غذايي ارزښت:داچي ويټامين سي په بدن کي نه زيمه کيږي ،نودمنځني کچه يوشخص لپاره په ورځ کي يوه دانه کينويامالټه ويټامين سي ضرورت پوره کولي شي ځني خلک يوڅل د( ٥) څخه واخله تريودرجن ( ١٢) پوري خوري چي يوازي يوه دانه کافي ده پاتي نوري بي ګټي ګڼل کيږي ترنجوميوځانګړي خونداوکيمياوي ارزښت لري دګلوکوز سکروزاوفرکتوزکچه پکي ډيره ده اودويټامينونوله پلوه شتمني ميوي دي چي اسکاربيک اسيد ونډه پکي خورالوړه ده دويټامينونوله ډلي څخه د( A,B1,B2,C اوPP په ګوته شوي دي

اقتصادي اهميت:دامهال په افغانستان کي ترنج دنوروپاڼريژوميوو په پرتله  په لږه تجارتي پيمانه روزل دافغانستان په نيمه استوئي سيموي کي واقع دي . اقليم يي وچ او دورښت کچه يي لږد کابل کي ( ٣٠٠) ملي متره اوپه ننګرهارکي کلني ورښت ( ١٥٠) ملي متروته رسيږي  دهيوادځني سيمي لکه ختيځ اوجنوب  لويديځ په دوبي کي ډير تودي اوپه ژمي کي منفي درجي ته نه ريسږي اويوازي کله کله لږه منفي تودخه پکي ليدل کيږي  دسنمدردسطحي څخه د( ٨٠٠- ١٢٠٠) متره دلوړوالي درلودلوله کبله ترنج ( نيمه استوائي نباتات ) پکي ښه روزل کيږي ترنج په لږ تيزابي اوخنثي خاوروکي په زړه پوري وده کوي . خوکه چيري هرکال منرالي سري چي فزيالوژيکي تيزابي بڼه ولري علاوه شي ښي پيلي رامنځته کوي . دننګرهاردوادي دپراختياپروژه کي دلمړي ځل لپاره په کال ( ١٣٤٣) دهډي اوغازي ابادپه فارمونوکي دترنجوباغونه کيښودل شول چي په ( ١٣٤٨) کال کي بهره برداري ته چمتوشول..

 

د اقليم او مناسبي خاوري انتخاب

   دترنجواقليم: هغه سيمي چي مديتراني اقليم لري دترنجودکرلولپاره مناسبي دي پدي سيموکي دترنجو دميوي دپوټکي رنګ روښان وي اوهغه سيمي چي ډيرلوند وده ايزموسم لري اوپه ژمي کي تودي شپي ولري اوپه مني کي دهوا سوړالي ( ١٣) سانتي ګراد وي دترنجويعني نارنج کمزوري کيږي 

دترنجودکرلپاره مناسبه ځمکه :دترنجووني شپږمتره ژوري نيلي زغلوي اود اته متره په لري والي وده کولي شي هغه خاوري چي اوبه پکي نفوذ ونکړي او اوبه پکي ډنډيږي چي په پايله کي مالګي پيداکوي دترنجودکرلپاره مناسبي ندي دترنجودښه پيداوارد ترلاسه کولولپاره ( Sandy loam) خاوري سري اوعضوي موادو لرونکي وي

 

دترنجو دروزنځاي جوړونه:

روزنځاي دبڼوالي په  پرمختګ کي کاري رول لوبوي نوپراخه اوپه زړه پوري صنعتي روزنځاي جوړولوته پوره پاملرنه وکړوترڅودکرنيزو فارمونو دبيااحيااواحداث لپاره چي دکوروراني جګړي په ترڅ کي يوازي دننګرهار وادي دپراختياپروژي په ميکانيزه فارمونو دترنجو( ١٨٠٠) هکتاره باغونه ويجاړشويدي ، دسټندرد نيالګيودتوليدلپاره بايد سټندرد روزنځاي جوړشي روزنڅاي بايد دغه برخي ولري .

١- مورني باغ ، ٢- تکثيري برخه چي تودي خوني اوسړواولمر دوړانګوڅخه ژغورل شوي برخي په پام کي نيول کيږي ، ٣- تشکل برخه ، ٤- لوګي توليدونکي دستګاه،

 

دترنجو دتکثير لاري چاري:

دسترو سو تخم خپل ډول نه ورکوي بلکې په ميو او نورو خواصو کې توپير  رامنځ ته کيږې ، نوددي لپاره چې خپل ډول ميوه ورکړې دپيوند په واسطه تکثير کيږې، دنيله بوټې په ډول دري پاڼيز نارنج او تريو نارنج استعماليږې په ټولنيز ډول نيله بوټي په کرښو کې چې ترمنځ مسافه يې ( ٦٠-٤٥) سانتې متره  ساتل کيږې او دبوټو ترمنځ فاصله يې (٢٥-٢٠) سانتې متره پريښودل کيږي ترڅود پيوند کونکې لياره مناسب ځاې او اسانتياوې موجودې وې تيله بوټې  يو کال وروسته پيوند ته اماده کيږې  او داوخت پڼدوالي  دپنسل هومره رسيږې ، ترنجو تکثير په لاندې ډول ترسره کيږې

  1. د ذخي پواسطه
  2. قلمي پواسطه
  3. ليرينگ

 

دترنجو دتخم لاسته راوړل:.

کله چې نارنج او دري پاڼيز نارنج ميوې پخي شې دونو څخه يې راټولوې يا پخپله په ځمکه تويږې  د( ٣٠ –٤٠) ورځو وروسته چې پوستکي يې نرم شې دفشار په نتيجه کې زړي و با سې بيا پکې اوبه اچوي اوښه يې مينځې بيا يې دفرش دپاسه نري هواروي او دسيوري په موجوديت کې دتودى هوا يا دباد په وسيله يې وچوي

 

لومړي کروندي ته دنيله بوټو ليږدول:

نيله بوټي دکب ،وري په مياشتو کې ويستل کيږې چې سالمه او ويشل شوي نيله  ايز  سيستم لرونکې نيالګې ګيډې کوي  چې هره ګيډې  (٥٠)نيله بوټې لري .بيا تري دنيله ايز سيستم (٣/١) برخه غوڅوي اوپه لمدو ټوټو کې يې لومړي کروندي ته دکينولو لپاره وړي

 

دترنجو دبا غونو جوړونه:

دباغ دجوړولو دمخه بايد دساحې ټاکنې ،جعرافيوي موقيت ،داقليم ارزښت ،دخاوري ارزښت ،کثافت او ميخانيکې ټرښت ته پام وشې .دځمکې دلاندي اوبو ژوروالي بايد مناسب وي دباد دضرر نه محفوظ وي غښتلي او شتمني خاوري ولري .دباغ جوړولو په کارګري پلان کي بايد دځمکي هوارول ژوره قلبه  ،کود شيندل ،دلرګيو او ميخونو برابرول او انتقال  اودباغ دساحې ويش په وړو ټوټو دويالو ويستل دکود او نيالګيو ليږدونه ، دکندو ويستل  ،دنيالګيو دپاره په کندوکي دسرو استعمال دخړوبولولپاره دجو يچو برابرول او داوبخور نه وروسته دملچ جوړول شامل دي

 

دترنجو لپا ره دسرو استعمال:

حيواني اوکيميا وي سري:

 دترنجو دباغ جوړول دمخه بايد د(٣٠-٤٠)ټنو پوري عضوي سري بايد استعمال شې او ورسره (٩٠-١٢٠)فاسفورس په هر هکتار ځمکه کي وشيندل شې . په تيزابي خاوروکي چونه اوپه القلي خاورو کې جبسم (ګچ) غوره رول لوبوي . په هرکال دسترو سو په يو جريب  باغ کې داړ تيا په صورت کې (١٥-٣٠)کيلو ګرمه پوري (KCL)علاوه شې ښايې ښي پايلي به رامنځ ته کړي  .خود(K) لوړ غلظت دجستو (Zn) او
(Mg) مګنيشم جذب کموي

  -شنه سره.

دترنجو په بڼ کي بايد دشني سري مختلف قسمه واښه وکرل شي چې دا دزمري  دمياشتي په پاي  او د وږي په پيل کي پلي لرونکي نباتانو کرنه دخاورو ړنګيدو او پريمنځلو بهير کمزوري کوي داوبو جذ بول اسانه  او همداشان دخاوري عمومي جوړښت اصلاح کو ي .

دترنجواوبه لګونه:

اوبه دترنجولپاره لکه نوروميوه لرونکو ونو په څيرخورا اړين لامل ګڼل کيږي . داوبوکموالي دترنجو وني په ډيرشميرسره فزيالوژيکي عمليوباندي اغيزه لري په کوموسيموکي چي ديوکلن باران اندازه په منيځني توګه ( ٥٠) سانتي متره پوري رسيږي هلته دترنجودخړوبه ولولپاره اړتياپيداکيږي له بده مرغه دهيواد دترنجو هيڅ يوه سيمه ديوکلن ورښت اندازه ( ٥٠) سانتي متروپوري نه رسږي  نوددي کبله دترنجوباغونه دتل لپاره خړوبولوته اړتيالري

دترنجو شاخبرى:

دڅړنو په ترڅ کې ثابته شوي ده چې پرته دناروغو وچو او نورو عيب لرونکو ښاخونو دپري کولو نوره شاخبري دپيداوارو  په لوړ والي کي دپام وړ تغير نه راولي .دترنجو پخواني اوسابقه  توليدونکي هيوادونه لکه جاپان ،هسپانيه او ايټاليا کي چي دکر ځمکي په کي لږي او دبشري قوي دډيروالي له کبله مارکيټونو ته دښه کيفيت دميوو دتوليد په خاطر کرنيزو چاروته ډيره پاملرنه اړولي ده په جاپان کي هر کال  دترنجو په باغونوکي شاخبري ترسره کيږې چي په پايله کي هر کال هکتار کي دونو شمير ډيريږې

  

دترنجو عمده ناروغي:

الف: فزيالوژيکي ناروغي

  1.  دمسو(Cu ) دکموالي ناروغي
  2. منګانيز (Mn) دکموالي
  3. دجستو ى  Znکموالي دجستودکموالي ناروغي
  4. دمولبدينيم  Moکموالي  دمولبدينيم کموالي

ب: دترنجوحشرات

١- ملخان :

٢- تاروګان :

٣- دترنجو سپږي

٤- دترنجوکنې

 

ج:دترنجو فنګسي ناروغي :

 -دنيله ورستوالې ( Foot rot)

- دپتري پوستکي ( Scaly Bark )

 -ژاوليني ياکندي ناروغي:

 -دنيالګيوناروغي: 

دترنجوشکول اوسمبالول:

دترنجودشکولوسمبالولو، انتقالولو اوزيرمه کولوپه وخت کي بايد له ډيرپام څخه کارواخستل شي چي دترنجوميوي ټپي ، غوڅي او ورستي نشي ځکه بيادترنجودپلورولواوخوړلوغوښتني کميږي

نتيجه ګيري:

دترنجوميوه چي دتل شنوميوو ستره برخه جوړوي اودميوو د( Berry) له ډلي څخه ده اود( Hisperidium) پنوم ياديږي

دترنجواقليم: هغه سيمي چي مديتراني اقليم لري دترنجودکرلولپاره مناسبي دي پدي سيموکي دترنجو دميوي دپوټکي رنګ روښان وي

دسترو سو تخم خپل ډول نه ورکوي بلکې په ميو او نورو خواصو کې توپير  رامنځ ته کيږې ، نوددي لپاره چې خپل ډول ميوه ورکړې دپيوند په واسطه تکثير کيږې دباغ دجوړولو دمخه بايد دساحې ټاکنې ،جعرافيوي موقيت ،داقليم ارزښت ،دخاوري ارزښت ،کثافت او ميخانيکې ټرښت ته پام وشې .دځمکې دلاندي اوبو ژوروالي بايد مناسب وي دباد دضرر نه محفوظ وي

اوبه دترنجولپاره لکه نوروميوه لرونکو ونو په څيرخورا اړين لامل ګڼل کيږي . داوبوکموالي دترنجو وني په ډيرشميرسره فزيالوژيکي عمليوباندي اغيزه لري

دترنجودشکولوسمبالولو، انتقالولو اوزيرمه کولوپه وخت کي بايد له ډيرپام څخه کارواخستل شي چي دترنجوميوي ټپي ، غوڅي او ورستي نشي ځکه بيادترنجودپلورولواوخوړلوغوښتني کميږي

سپارښتنې:

١- په لمړى قدم کى دولت بايد د ترنجو د اصلاح شوو ورايټيانو په لاسته رواړلو کى د زراعت وزارت سره پوره پوره همکاري وکړي .

٢- دولت بايد د ترنجو د باغونو په جوړولو سره باغوانانوته لازمى مشورې او لار ښوونې ورکړي تر څو باغوانان وکولايشى چه خپل باغ په لوړ کيفيت سره وروزى

٣- دولت بايد د ميوه جاتو دانتقال لپاره د ترانسفورت زمينه برابره کړي .

٤- دولت څخه زما دا غوښتنه ده چه دميوجاتو مقاومي ورايټي باالخصوص د ترنجو اصلاح شوي ورايټي له بهر څخه زمونږ هيواد ته معرفى کړي .

ماخذونه:

   1   – شير زاد بازمحمد ۱۳۶۳ هـ ش تل شنوپاڼوميوې دكابل پوهنتون خبرونه ص ، ص ، ۳۰ -  ۳۳

   -  2 www.alim.blogfa.com

 www.lim./foodfactas. Htm -    3

 http//vegtive- propagation      -  4

Insects. Lime.edu/extantion /1-5362 -    5

 FortunellaFortunella fruit

http://shenban.bloguna.tolafghan.com   لومړی مخ