د سلاد چغندر روزنه
لیکوال:محمد يوسف ( ملنګزى )
سريزه:
څرنګه چىافغانستان يو زراعتي هيواد دى او ګن شمير خلک يي په کرنه بوخت دي نو افغاننستان د ګڼ شمير سبزيجاتو روزني لپاره مساعد اقليم لري نو د همدي کبله يو شمير کروندګر د سبزيجاتو په کرنه او روزنه بوخت دي چي د يو هيواد د طرقۍ لپاره دوه فکتورونه چي د زراعت او صنعت څخه عبارت دي لومړنې وسيله ګڼل کيږي.
د هيواد په اکثرو ولايتو نو کي زيات سابه لکه رومي،کچالو،مرچک،کاهو کرم ،بادرنګ،ګلپى په کرنه باندي لګيادي چه همدي لاري دخپل ژونداړتياوي اومشکلات حل کوي .
چه دنوموړوسبزيجاتوله جملىڅخه يوه اندازه په داخل د هيواد او نور يي په خارج کي په مصرف رسيږي چه بهرنيو هيوادونو ته د سوداګروپواسطه انتقالږي چه دهمدي لاري څخهزمونږ هيواد ته په زياته اندازه خارجى اسعار په لاس راځى اودخارجى اسعارولاسته راوړولويوه مهمه منبع همده سبزيجات دي کوم چى داهيواد داصادراتو ( 30 ) فيصده جوړوي .
سره له دي افغانستان دښه اقليم اواب هواپه لرولو سره دزياتوسبزيجاتو يوښه ټاټوبى دي .اويوشميرکروندګريى په کرنه اوروزنه بوخت دي خودنورو
دهيوادونو په نسبت کم حاصلات ورکوي چى ښايى علتونه يى دکيمياوي سرو نه استعمال اواصلاح شووتخمونواو وراټيوکمبود اونشتوالى دي .
اوله بلى خواڅخه زمونږپه هيواد کى دترانسپورتى مشکلاتو په لرولو سره دا يو ډيرستونزمن کاردي په مناسب وخت کى موجوده سبزيجات مارکيټ ته غرضه کړي نوهيله منديو چه ډول مشکلات به راتلونکى کى دعصري تکنالو
ژى په استعمال سره رفع شي اوزمونږ دسزيجاتو توليد لوړ مقام پيداکړي
.نو په لهذامادخپل ځان لپاره مناسبه وګڼله چه دخپلى تحصيلى دوري په نهايى کال کى دلمړي سمستر سيمنار موضوع په سلا دچغندر په روزنى ترعنوان
ترتيب اودستاسودمحترمو حاضرينو په وړندې يى ارايه کړم نوپه دي برخه کي دخپل قدرمن استاذ پوهنيار رشاداحمد (شيرذاد ) څخه دزړه له کومى مننه کوم چى له ماسره يى ددي سيمنار په ترتيب نه ستړى کيدونکى هلى ځلى وکړي .
په درنښت
محمد يوسف ( ملنګزى )
تاريخچه:
سلادچغندر د لومړي ځل لپاره د مديتراني،اروپا،اوشمالي افريقااصلي يابومي نبات دې چي پخوا زمانو کي ددي وحشي ډولونوڅخه په طبابت کي ورڅخه کار اخستل کيده چي د لومړي ځل لپاره دپخوونکي سبو په ډول کرل شوې دې
د ميلادنه دري ياڅلور پيړى مخکي سلادچغندرد انسانانو د استعمال اود حيواناتود ګياه په طور استعماليده چي پخواني يونان اومصري خلکولپاره دطبعي وړ عذا وه اودوې به خلکوته دغوښين سلاد چغندرو تجويز کاوه چه مصرې خلکوبه دا سلادچغندرد هغوي د ظاهري بڼى.رنګ اود
دپخيدوپه په اساس طبقه بندى کړى وه( Hypocotyls) هايپوکوټايل
سلادچغندر د دوه مقاصدو لپاره کرل کيده چي يو يي دتازه استعمال لپاره اوبل يې په فابريکه کي د پروسس لپاره استعماليده .
فولينډ.اوايټاليا کى کرل کيږى (USA) غټ سلادچغندر په روسيه .فرانسه .
په نژدي کالونوکى په امريکا کى ( 14 ) لکه اکړه. ځمکه کرل شوي ده .
چى (400000 ) سي. ډبليو . ټي دسلا دچغندرد تازه مارکيټ لپاره استعمال شوي و او اضافى مقدار (200000 ) ټنه دپروسس لپاره دکارخانۍ لپاره کرل کيده دامريکا متحده ايالاتو په زياته اندازه توليدونکى ساحى دنيويارک څخه عبارت دي .
دسلادچغندر:
دسلادچغندر Grade or table Beat زیات شهرت لری، د Chenopodiaceous په نباتی کورنۍ پوری اړه لری علمی نوم یې Beta vagaries دی
دوه کلن بوټی دي ، لمړي کال کې پنډي ګردي غوښينى نيلى او اوږدډندر اوغونچه ډولى پاڼى توليدوى په دوهم کال کى سلادت چغندر ګلان اوتخمونه تشکيلوي دګلانوډنډرونه يى (60) څخه تر (120 ) سانتى مترو لوړولى ته رسږي ډير ګلان يى په پيډيسل ډوله ډنډرونوکى جوړږي .
ګلملى پاڼى يى دګلانو وروسته په جوړښت پيل کوي هغه سختيږى اوپه مکمل ډول تخمونه احاط کوي پدي توګه دسلادچغندروتوليد شوي تخمونه په واقعيت کى ميوه ده ځکه چى دهري ميوى په دننه کى (4 -2 ) پوري تخمونه پکى موجودوي .حقيقى تخمونه وړه پختورګى ډوله اونصواري رنګ لري دساتنى عادي شرايطو لاندي دهغوي (6 -5 ) پوري ژوندي پاتي کيږي .
علمى طبقه بندي
Scientific Classification))
Beet |
||||||||||||||||
A selection of beets (beetroot) at a grocery store |
||||||||||||||||
|
دسلادچغندروډولونه :( Types of Beats ) :
دسلادوچغندروډولونه دبڼى اوپخوالي په اساس طبقه بندي شوي دي . خودلته صرف دووه مهموډولونونومونه ذکرکو چى عبارت دي له :-
ارلي وانډر (Early wonder ) اوداوکرابى مصرى څخه .
(Roby queen) دانوعه سلادچغندرپه قطى کولو کى جهانى شهرت لري .
(Red Ace hybrid) دنوعه سلادچغندر دتودوخى په مقا بل کى مقاومت لري اوهمد ارنګه (Cercospora L S) دناروغى په مقابل کى مقاومت لري .
اقليمى شرايط :
دسلادچغندر دسړو په مقا بل کى خورا سخت دي . اودسوړبخن موسم دسبوپه نوم ياديږي . هغه په توده هواکى ښه وده کوي مګر په سوړ بخنه هواکى دښه کيفيت حاصل توليدوي ښه کيفيت دسلادچغندر لوړه اندازه شکره لري .اودنيلوداخلى رنګ يى ټول سورتور وي .
دنامساعدوشرايطولاندي دسلادچغندر ود داخلى برخورنګ په متناوب ډول سپين او تور وى .
درنګ داډول توپير ښودنه په توده هواکى خورا زياته وي په يوه تجربه کى دښه رنګ شکري موادو په اندازي پوري اړه نه درلوده مګر د شکرى موادو لږوالى د ناوړه رنګ سره رابطه ښودله.
ځينى وختونه دسلادچغندرو بوټىمخکى لدي چى نيلى يى پوره پنډوالى ته و رسيږي دګلانوډنډرونه تشکيليږ .که چيرته دسلادچغند
روبوټى دسانتى ګراد ( 10 -4 ) درجوسره او (10 ) ورځويازتى مودي لپاره مخامخ شى . نوهغوى په پټيوکى دګلانوجوړښت ته چمتوکيږي .
کله چه دسلادچغندروبوټى دوه مياشتى په سوړ بخنه شنه خونه کى وروزل شي.
اوبياپټيوته انتقال شى . نوزيات شميريىدګلا نوپه جوړښت پيل کوي .
سلادچغندرولپاره خاوره اودخاوري تيارول:
سره ددي چي سلادچغندر د خاورو په ټولوډولونو کي کرل کيږي مګرهغه په ژوره نرمه لوم خاوروکې چي مناسب اندازه لندبل ولري او زهکشي شوي وي په زړه پوري وده کوي د لوړ حاصل لپاره سيلټ لوم خاوره غوره بريښي په هغه صورت کي چه د سرو استعمال پروګرام منظم وي او شګلني خاوري هم قناعت بښونکې معلوميږې
د سلاد چغندرو لپاره مطلوب پي ايچ د شپږو(6)څخه تراوو(7) پوري په شاوخوا کي دې. د کرلو لپاره بايد خاورهپه ښه توګه تياره شي اود خاوري سطحه بايدښويه او نرمه وي
په خاوره کي ښايي چه د هروخت لپاره لوټي موجودي نه وي په ښه خاورو کي د سلاد چغندرو نيلي بايدد (70) څخه تر (90) سانتي مترو ژوروالي ته رسيږي
کرنه او فاصله
سلادچغندر مستقيماپه پټيو کي کرل کيږى مګرکله دوختى حاصل د
پاره په شنوخونو يا تودوخونوکى هم کرل کيږى،
په تکثيري ساختمانونو کى تخمونه څواونى دانتقال ترمخه کرل کيږى. اوياپټيو ته انتقال مومي. په دى توګه (2-3 ) اونى وخت پورى چغندروحاصل لاسته راځى .
دچغندر بوټى دسروپه مقابل کى خورا سخت دي په هغوځايونوکىچه
سخت يخ وهنه نه ريسږي .نوتخمونه داوړى په پاى .منى،اوژمى کى دوخته کرل کيږى . په هغو ځايونوکى چه زيات ساړه وي ،
دتخمونوکرنه ترهغه وخته پورىځنډيږي .چه دسړوخطرله مينځه لاړشي .دکابل په شاوخواسيموکى دوخته حاصل دپاره بايددسلاد
چغندرتخم په تکثيري ساختمانوکى وکرل شي . تخم بايد په يوجريب ځمکه کى د( 1.8 ) چخه تر( 2.7 ) کيلوګرامو په اندازه وکرل شي .
دقطارونوتر منځ فاصله دا( 45 ) څخه تر( 60 ) سانتى مترو په اندازه جوړکړل شي .
په قطارونوکى دننه دبو ټى ړنکى کول د( Thinning ) ترهغه
وخته پوري ځنډيږى . ترڅوچى بعضى بوټى پوره اندازه وده وکړى
اودبل ځاى ته دانتقال وړشي اوباقى بوټى ځاىپه ځاىدانکشاف لپاره
په پټى کى پاتى کيږي . هره دتخمى پنډوسکه د ( 1 ) يوڅخه تر (6)
پوري بوټى دځمکى څخه راوباسي .
په عمومى توګه بوټى په قطارونوکى دننه (7.5 ) څخه تر( 10) سانتى متره په فاصله ړنګى کيږي .په هغوپټيو کى چى دسلاد چغندر
په کي دپروسس کولو په خاطر توليديږي نوړنګى کيږي .
په هغوپټوکى چى دسلاد چغندرپه کى دبيى دلوړوالى په خا طر کرل شوي وي اويا کرل کيږي نوداډول بوټى نه ړنګى کيږي اويواځى هغه په خپل حال پريښودل کيږي .
خو بغضى مرضى بوټى دقطارونو دمنځ څخه ويستل کيږي اوهغه دخاورولاندي کيږي .
د سرى استعمال:
دلوړحاصل دلاسته راوړولودپاره ضروري ده چه چغندر په دوامداره توګه وده و کړۍ .اودناوړه شرايطوپواسطه ئي دودي مخه ونه نيوله شي. نوښائي چه په يوجر يب ځمکه کى د(5) څخه تر (5.7) ټنو په اندازه ښه خوسا شوي حيوانىسره ښه نتيجه ورکوى حيوانى حوسا شوى سره په شګلنواوشګلنولوم( خاوروکى ښه نتيجه ورکوى،
همدارنګه حيوانى سره په کلى خاوروکى دخاورى ساحتمان له ښه کيدو له کبله غوره بريښى،
يوجريب ځمکه کى (27 -32 ) کيلو ګرام نايتروجن (20- 24 ) کيلو ګرامه فاسفورس اود ( 19-23 ) پتاشيم دسرى يوه مناسبه اندازه وى کله چه بوټى (10-15 ) سانتى متره لوړوالى ته ورسيږى ،
غوره به داوي چه هغوىته نوره اندازه نايتروجن سره هم ورکړل شى ،
خونايتريت لرونکى سره دنوروپه پر تله ښه ښکاري ،
للون:
علمى څيړونوښودلى ده چه دمچر( Macher)هرزه ګيادسلادچغندروحاصلات راټيټوي .
په سلاد چغندرو کى سطحي للون سرته رسيږي . که چرته هرزه ګياه موجوده نه وي نوناوخته للون دګټى په ځاى تاوان رسوي .ځکه چه دهغه دنيلودتخريب سبب ګرځى .
دچغندروزيات شميرنيلى دځمکى په سطحه کى واقع وي للون د (5)
سانتى متروپه ژوروالى ډيرى ګټوري نيلى له مينځه وړي .
للون دلاس ياما شينونو پواسطه اجره کيږي . خوپه لاس سره للون په قطارونوکى دننه هرزه ګياه له منځه وړولولپاره غوره بريښى اوښه توګه هرزه ګياه له مينځه وړي .
دهرزه ګياودکنترول لپاره ځيني دګياه وژونکوکيمياوي موادو څخه هم استفاده کيږي چه هغه مواد عبارت دي له ( 2 -4 D ) Herbicides)) اونوروڅخه .
اوبه لګول Irrigation
دسلادچغندرولپاره لومړنى سيرى رطوبت کى ډيرمهم دي مګرډک
سطحى اومناسب اوبرخو د(Seedling ) دنمو ،او دهاپيوکوټايل لومړنى دنمولپاره ضرورى ګڼل کيږي .
Water laging) ) کيداى شي چه دپاڼودسوروالى اودنبات دودي مخنيوي کوي دسلادچغندر خپل سايز دوروستى ودي په نيمايى کى پوره کوي نوپدي خاطر مناسب رطوبت برابروى پدغه وخت کى ضرورګڼل کيږى .
دسهاراومازيګرپه وخت اوبه لګول د فنکسيوناروغيو څخه مخنيوي کوي.
داوبودکموالى اوبودکموالى دخاوري ضعيفه زهکشى په نتيجه کى ډيرکيفيت دسلادچغندرلاسته راځى .
دسلادچغندرو راټولو ل:
کله چه دسلاد چغندرونيلوقطر ترد(3 ) سانتى متروپوري ورسيږي دهغوي بايد دمارکيټ دپاره راټولى اوګيډى کړى شي .
په اوسنى وخت کى په باندنيو هيوادونوکي دسلاد چغندردماشينونو
پواسطه راويستل کيږي . اوپاسنى برخى ورڅخه پريکولاي شي .
دنړي په ځينو سيمو کي هغه لاتراوسه دلاس په زريعه په ځمکى څخه راويستل کيږي .
کله چى داسلادچغندردپټى څخه راويستل شي نوداسلادچغندر (4) دانى پوري دپاسنى برخو سره کيډئى اويوله بله سره تړل کيږي . کله چى وتړل شي .نو له دي څخه وروسته داسلادچغندرپريمنيځل کيږي.
اونښتى خاوري ورڅخه جلا کيږي .
بيا داسلادچغندر پولى ايتلين ) په پلا ستيکى کڅوړوکى اچول کيږي اوله څخه وروسته بازارته هرزه کيږي .
سا تنه (Protection )
کله چى دساتن ځاى هواډيره وچه وي . داسلاد چغندرداوبودضايع کيدو له کبله مړاوي کيږي .
دسانتى ګراد په صفر درجه ( 0 ) اوپه سلو کى ( 90 ) برخونسبتى لندبل لندبل کى سلاد چغندر (4 )څخه تر( 6) مياشتو پوري دسانتى وړوي دسانتى ترمخه ښا ئى چه دسلادچغندرروپاسنى برخى لري شي . اودرجه بندي ( Sorting ) په واسطه دي ناروغه سلاد چغندر
د روغو سلاد چغندروڅخه بيل شي دپاسني برخوسره سلاد چغندر په ورته شرايطو کى (1) يوڅخه تر (2) دوه اونيوپوري ساتل کيږي .
دساتنى دپاره دسلادچغندرو دپاسه يخ اچول غوره بريښى .
هغه لوښى چى سلادچغندر ورکى پراته وي بايد دهواپوره جريان سره مخامخ وي
نتيجه ګيري:
سلاد چغندر د لومړي ځل لپاره د مديترانې ، اروپا او شمالي افريقا اصلي يا بومي نبات دى .
سلاد چغندرد chenopodiaceae په کورنې پورې اړه لري او دوه کلن نبات دى .
سلاد چغندر دوه مهمې نوعې ارلي وانډر early wonder)) او اوکرابي مصري دي .
سلاد چغندر په ژوره لوم خاورو کي چي مناسبه اندازه رطوبت ولري ښه وده کوي او هم په شګلنو خاورو کي د ښه کيفيت حاصل ورکوي. سلاد چغندر د سوړ بخن موسم د سبو په نوم ياديږي او په سوړ بخنه هوا کي د ښه کيفت حاصل توليدوي .
حيواني ښه خوساشوي سرې په شګلنو او شګلنو لوم خاورو کي ښه نتيجه ورکوي خو نايتريت لرونکې سره د نورو په پرتله ښه بريښي .
د سلاد چغندر تخمونه مستقيمآ په پټيو کي کرل کيږي مګر کله کله د وختي حاصل لپاره په شنو يا تودو خونو کې هم کرل کيږې .
په لاس سره خيشاوه په قطارونو کي د هرزه ګياوو د له منځه وړلو لپاره غوره بريښي .
سطحي او مناسب اوبخور د seedling د نمو اود hypocotylد لومړني نمو لپاره ضروري ګڼل کيږي .
کله چي د سلاد چغندرو د نيلو قطر تر ٣ سانتې مترو پوري ورسيږي بايد مارکيټ ته عرضه کړاى شي .
د سلا د چغندر د سانتي ګراد په صفر درجه او په سلو کې د ٩٠ برخو نسبتي لنده بل کي سلاد چغندر
د ٤-٦ مياشتو پوري ساتل کيږي .
سپارښتني:
١- کروندګر بايد د ټولو سبزيجاتو د اصلاح شوو تخمونو څخه استفاده وکړې .
٢- کروندګر بايد دا دول تخمونه د باوري منابعو څخه تر لاسه کړي .
٣- دولت بايد د هر څه نه مخکې د سبزيجاتو لپاره مقاومې ورايټي ګانې تحقيق کړي .
٤- دولت بايد د نمايشي قطعاتو په جوړولو کي بزګرانو سره لازمه همکاري وکړي .
٥- دولت بايد د سبزيجاتو د ساتني لپاره د سټوريج په جوړولو کي هلې ځلې ګړندۍ کړي .
٦- دولت بايد د تازه سبزيجاتو د پلورلو لپا ره په هرځاى کې د مارکيټ سيستم تيار کړي .
ما خذونه
١- حمزه خيل پوهاندډاکترنورګل کال ( ١٣٦٣ه ش) سبوروزنه .
٢- سعيدى پوهنيار نصيراحمد متخصص سبزيجات کال ( ١٣٥٣ ه ش)
چطورميرويند .
٣- انټرنيټى پاڼه: htt: // en. Wikipedia.org/celery
٤- Encarta –CD insiclophidia search web
http://shenban.bloguna.tolafghan.com لومړی مخ