د مټرو روزنه
رحمنُ الله ((افسرزی))
سريزه:
څرنګه چه افغانستان يو زراعتي اوکرنيز هيود دي اودنفوسو زياته برخه يي په کرنه اومالدارۍ بوخت دي اودزيات شمير زراعتي بټو دروزني دپاره امکانا
ت پکي ليدل کيږي ځکه چه په کافي اندازه دلمرانر
ژي ښه محيطي او اقليمي شرايًط په ښه کيفيت او کميت سره دزراعتي محصولاتو دتوليدزيري ورکوي
نوپه همدي اساس يي ځيني ميوي او سابه نړيوال
شهرت لري .څرنګه چه دمټرد افغانستان په اقتصادي
پياوړتيا اودخلکو په خوراک کي ستره ونډه لري او همدا رنګه دپوره غذااو پروتيني موادو ردلودونکي
دي همدارنګه مټر يواځيني دانه لرونکي سابۀدي چه
په زياته پيمانه قندي مواد لري اود افغانستان په اکثره
مناطقوکي دروزني وړدي او زيات خلک ورځيني په شنه اوتازه ډول اويا دقطۍ اوکنسروا په شکل استفا
ده کوي اودنړې په مختلفو مارکيټونو کي دنورو کنسروا شوو حبوباتو سره خپل رقابت ښکاره کوي
دا چه مټر دومره داهميت وړدي نو ځکه مي ﻻزم وګنړله چه په مټرو کي موضوع وا خلم چه د ننګرهارپوهنتون دکرني پو هنځي دهار ټيکلچرد
څانګي په موفقه يي ترتيب کړم چه عنوان يي دي
مټروروزنه او ګرانو هيواد والو ته يي ديو سيمينار په شکل اريه کړم .هيله کوم چه ستا سو پاملرني وړ وګرځي . زه په دي ليکنه کي د محترم حکم خان (حبيبي) او د ګران استاد ارشا د احمد ( شيرزاد ) څخه مننه کوم او همدارنګه د محترم استاد سيد جان (عبدياني ) دنيکۍ پوې هم په غاړه وړم چه ما سره په دي ليکنه ډيره مرسته کړيده .
رحمن الله ( افسرزي )
تاريخچه :
دمټرو پيدايښت لرغوني تا ريخ لري او وحشي ډولونه هيڅکله ليدل شوي نه دي مټر دلرغوني يو نانيانو او روميانو لخوا روزل کيده ځيني موً ريخين په دي عقيده دي چه يو لرغوني مصري بوټي دي .
مټر١٤٩ ق م په وخت کي د روزني لاندي وو داسي ويل کيږي چه لري غوني خلکو د مټرو لوبيا او نسکو ترمنځ دقيق تشخيص نه شوکولي له دي کبله سخته بريښي چه په دي پوه شو چه تاريخي اسناد د کوم يوه په باره کي کيکل شوي دي شواهد څرګندوي چه د مټرو دپيدايښت ټاټوبي اسيا ده خو ځيني شواهد وايي د اسيا اقريقا او ارو پا خلک يي د٢٠٠٠ کلونو را پدي خوا استعمالوي تازه مټر (Garden Pea ) په منځنۍ او شنالي اروپا کي روزل کيده او په يولسم پيړۍ کي په انګلستان کي مټر خورا مهم زراعتي محصول وه.
دمټرواهميت:
مټردغذاداهميت له کبله خورا مهمه سبزي ده چه روزمره د استعمال وړده چه دغذا له حيثه غني مواد
لري چه په زياته پيمانه پرتين،کيروټين،کاربوهايدريت اوويټامين لري اودوچ وزن په حساب په هرسلوګرامو
کي ٧ ګرامه پروتين لري معموﻻَ په معتدله سيموکي کرل کيږي چه شنه پلي په تازه ډول او داني دکانسروا
اوقطۍ په شکل استعماليږي او همدارنګه د شوروا په جوړولو کي اود سلات او سالن کي تري استفاده کيږي اوخپله مټر Nitrofication هم دي کيداي شي يوه
اندازه نايتروجن هم په خاوره کي نسب کړي
مټر معموﻻً دسړو په مقا بل کي مقاوم نبات دي اود کيمياوي سرو زيات استعمال ته هم ضرورت نه لري.
نباتي ځانګړتیاوې:
د مټرو علمي نوم Pisium sativum دي يو کلن واښه ډوله نباتاتو ته ورته دي چه دحبوباتو فاميل پوري اړه لري اومحوري ريښه لري چه ١٠٠ سانتي متره پوري ژوري تللي شي او هم نا زکه علفي ساقه لري چه د ساقي منځ يي خالي دي او تقريباً ٦٠_١٢٠ سانتي متره پوري لوړيږي ځيني مستقيم اوځيني څوکي پڅي وي .
بڼک ډوله مرکبي پا ڼي Pinnatly compound لري چه تعداد يي ٣_١ جوړو پوري رسيږي او اخيرنۍ پاڼه يي په پيچک باندي ختميږي ګلي سا حه يي دپاڼو په څنګونو کي تشکيليږي چه تقريباً ٩_٢ ګلان لري . غټ ګلان چه ګل پاڼي اوګل ملي پاڼي وباسي په دي وخت کي ګل کا ملاً بنفش يا شين رنګ اختيارکړي وي
دمټرو ميوه عبارت دپلي څخه ده او دانه يا تخم يي ګرد او غونچي شکل لري چه د مغز څخه عبارت ده او مټر پړسيدلي پلي لري چه د ٨_٤ سانتې متره پوري اوږدوالي لري چه د شکل له مخي يودبل سره فرق لري اودننه خوا څخه يي يو قطارتخمونه موجود وي چه هر پلي کي تقريباً ٤_١ اخمونه لرموجودوي دمټرو تخمونه معموﻻً ښويه غونجي شنه اوژيړوي عموماً مټر پيچکونو په واسطه خپل ځان محکم ساتي .
دمټرو دپا ره اقليمي شرايط:
دتازه خوراک لپاره مټر په نسبتاً سوړ بخنه هوا کي ښه وده کوي اوپه تودو سيمو کي هغه مني ژمي او پسرلي دوخته کرل کيږي هغه سيمي چه داوړي په منځ پا اخر کي مټرروزل کيږي عموماً تودوخي لرونکي وي يعني دتخم دټوکيدني اصغري تودو خه ٤.٤ درجي وي اودپوره اندازه اوبو لرونکي وي.
دمټرو تخمونه نسبتاً ټيټه تودوخه کي يعني ١٧سانتي ګراد کي ښه توليديږي چه لوړه درجه دحرارت دمټرودپاره ٢٤درجي سانتي ګراد ښودل شويده چه په زياته اندازه تخمونه په کي ټوکيږي تردي لوړه تودوخه کي سره ددي چه خوسا هم شي لږ شمير په کي ټوکيږي . که دوديزپه اوږدو کي تودوخه لوړه شي نوحاصل ورسره کميږي په هغو سيمو کي چه دپسرلي په وخت کي مټر روزل کيږي دمټرو نا وخته کرنه دمټرو دلږوالي سبب کيږي .
دمټرو دپاره خاره بايد پوره لمدبل ولري دمټرو واړه بوټي دمړيني اويخ وهني په مقابل کي زيات مقاومت لري مګر ګلان اوشنه پلي يي دزياتي يخ وهني له کبله زيانمن کيږي.
مټر يخ اومرطوب اقليم ته ضرورت لري او منا سبه حرارت درجه دمټرولپاره ٢١ سانتي ګراد وي اولوړ حرارت کيداي شي دمټرو په ضرر تمامه شي او همدارنګه مټر دزيات باران سره توفق لري اوزيات حاصل تري ﻻس ته راځي .اود مټرو تخم په يخمو اونيمه يخو سيمو کي ﻻس ته راځي اودښه حاصل په زيات والي کي وچه هوا زيات تا ثير لري .
اوپه خاره منطيقوکي قناعت بخش حاصلپ د مټرو څخه په ٢٠٠٠ متره ار تفاع کي د بحر دسطحي څخه په ﻻس را ځي
دمټرو لپاره ډير لوړ حرارت دهغوي دپنډکونو اوګل درژولو سبب ګرځي.
دمټرو ډولونه:
په نړۍ کي د مټرو زيات ډولونه شته دي خو ﻻ تراوسه مهلوم نه دي چه په افغا نستان کي دمټرو څوډ ولونه کرل کيږي . دتخم له نظره مټر په دوه ډوله دي يعني وحشي تخمونه ښويه اودځينوزيږه وي دمټرومختلف ډولونه دمختلفومقاصدو لپاره روزل کيږي دقطۍ کولومټرپه دوه ګروپونو پوشل شوي دي .
لکه د اﻻسکه ګروپ اوخواږه يا شکري لرونکي ګروپ
دقطۍ کولو په صنعت کي وړو مټرو ته تر جيع ورکړل شوي ده ځکه چه اخيتونکي ېې دوړوکوالي اولوړ کيفيت له مخي ښه بولي دقطۍ کولو دډولونو پوستکي بايد کلک وي ترڅو د پروسس په وخت کي هغوي خپل اصلي بڼه وساتلي شي .
دمټرو هفه ډولونه چه دکنګل کولو لپاره استعماليږي ښايي چه تور بخن رنګ او نازکه پوستکي ولري دمټروډولونه د بوټو دجسامت له نظره هم يودبل سره توپير لري ځيني واړه اوځيني لوړ اوتکيه ته اړه لري ټيت ډولونه وختي اولنډ وخت حاصل ورکوي چه دا خاصيت دپروسس کولولپاره غوره بريښي مګرد تازه لپاره نا مطلوب بريښي چه دمټرو دځيني ډولونوعمده خواص په ﻻندي ډول دي .
جدول: دځينو مټرو خواص
ډول |
استعمال |
دپخوالي دمودي ورځي
|
تخم |
لوړوالي په سانتي متر |
دپلي رنګ |
په ٢٨ ګرامه کي دداني شمير |
اﻻسکه |
قطۍ کول |
٥٧ |
ښويه |
٧٠ |
تت شين |
١٤٠ |
امير |
دکوراو مارکيټ لپاره |
٥٨ |
ښويه |
٩٥_٧٥ |
تت |
١٢٥ |
اپي سويټ |
پروسس کولو لپاره |
٨٩ |
زيږ |
٧٥ |
تت شين |
١٧٠ |
ليټل مارول |
کورني ايتعمال لپاره |
٦٤ |
زيږ |
٤٥ |
تور شين |
١١٠ |
پيرايډ |
قطۍ کولو لپاره |
٦٤ |
زيږ |
٧٥_٧٠ |
منځني شين |
١١٦ |
وانډو |
عمومي |
٦٦ |
زيږ |
٦٠_٧٠ |
تور شين |
١٣٧ |
دمټرو دپا ره دبستر اماده کول:
مټر په مختلفو خاورو کي دروزلووړدي دوختي حاصل لپاره Sandy laom خاوره غوره ده دلوړ حاصل لپاره چه د حاصل وختي توب په کي نه وي مطلب Silty laom or Clay laom خاوره په زړه پوري بريښي .
د خاوري زهکشي دمټرو په روزنه کي زيات ارزښت لري .په هغو ځايونو کي چه مټر روزل کيږي دلوړ حاصل لپاره ښايي چه پوره عضوي مواد موجودوي دمټرو د کرني دپاره دخاري بهترين پي اچ ٦_٥يا ٧_٥ دي عموماً مټر په تيزابي خاورو کي مقامت نه شي کولي اوپه مالګه لرونکو خاورو کي په متوسطه توګه مقاومت کوي نتايج څرګندي هغه خاوري چه په حيواني سرو يا د بوټو په چپه کيدو سره اصلاح شوي وي د مټرو دروزني لپاره خورا مساعدي وي په ځينو تجروبو کي داسي څرګنده شويده جه دضروري عضوي موادد هغه فکتور چه رمټرو دبوټو لپاره دجوړښت سره مستقيم رابطه لري .
ښا يي چه دمټرو خاوره په مکمل دول تياره شي.
دمټرو د تخمونو کرنه او فاصله:
مټر دسړو په مقابل کي نسبتاً مقاوم دي اوپه ډيره توده هواکي ښه حاصل نه ورکوي . خصوصاً که هوا دګلانو او پليو په جوړښت کي ډيره توده وي لدي کبله په هغو سيموکي چه مټر ور کي په اوړي کي روزل کيږي بايد هلته وختي وکرل شي وختي کرنه دهغوي دډولونو لپاره ډيره مهمه ده چه ناوخته کرل کيږي ددي لپاره چه ناوخته کرنه حاصل کموي غوره به دا وي چه دمختلفو وقفوکي راټولولو لپاره ناوخته اووختي حاصل ورکونکي يوځاي وکرل شي تر څو دحاصل په ټولولو کي بريالي شو ناوخته کرنه له هغه سيموپرته چه اوړي يي سوړوي لږګټور په نظرراځي . ژوره کرنه دتخم دزر غونيدو دخنډ سبب کيږي . دمټرو زرغونيدل پهClay siol کي ښايي چه تخمونه ٥_٢ سانتي متره په ژور والي او په شګلنو خاورو کي ٥.٣ سانتي متره په ژوروالي وکرل شي په کورونو اوباغچو اوځيني وختونه دتازه ما رکيټ لپاره مټر په قطارونو کي چه يوله بل تقريباً ١٢٠_٦٠ سانتي متره په فاصله کرل کيږي اوږده ډولونه يي سيمانو مضبوطو تارونو پواسطه چه هغه په پايو باندي غزول شوي وي تړل کيږي هغه مټر چه پروسس کيږي يا تازه مارکيټ لپاره توليديږي د ماشين په واسطه کرل کيږي چه دقطارونو تر منځ فاصله يي ٥.١٧ سانتي متره ړي ښايي چه په پټيو کي پوره اندازه تخم وکرل شي تر څو چه په يو متر کي ديوي ساقي لرونکي ډولونو بټو شمير ٢٢_٢٠ پوري وي هغه ډولونه چه څو ساقي توليدي اوځولي دوله وده لري بايد په يوه چره کي دهغوي د بوټو شمير ١٨_١٥ ته ور سيږي اوپه قطارونو کي دننه ٥_٢ سانتي متره په فاصلي سره اعظمي حا صل له ﻻس راځي ددي لپاره چه تخم په پوره اندازه بوټي توليد کړي هغه بايد په ځينو کيمياوي موادو سره معامله شي په مټرو کي دننه هر زه ګياوي په کيمياوي موادو سره کنټرول شي هغه پټي چه للون له کي اجرا کيږي ښايي چه دقطارونو تر منځ فاصله زياته وي کوشش دي وشي چه للون ډيرژرونشي څرنګه چه دمټرو بوټي په چټکۍ سره غټيږي لدي کبله زيات للون ته اړتيا نه لري دمټرو دکرني لپاره ځمکه په سمه توګه چمتوکيږي اود لښتي اويولي دپاسه کرل کيږي د هغو ډولونو لپاره چه ژر رسيږي دقطارونو تر منځ واټن د٣٥_٣٠ او دبوټوتر منځ واټن ١٠_٨ سانتي متروپوري ښودل شوي .دمټرودکرني په وخت کي په هره کنده کي ٣_٢ داني اچول کيږي دتخم ژوروالي ٣ سانتي متره ښودل شوي دمټرودتخم اندازه په منځنۍ توګه په يوجريب کي ١٠_٩ کلوګرامه پوري تعين شوي که چيري تخم دافتونو پواسطه زيانمن شوي وي بايدزيات شي.
دکيمياوي سري استعمال:
سره ددي جه مټر دزيات شمير نورو سبو په پر تله د يخنۍ په مقابل کي لږ عکس ا لعمل ښکاره کوي مګر بيا هم هغوي ته د کيمياوي سري استعمال ضروري ګڼل کيږي .
دنړۍ په ځينو سيمو کي مټر دکيمياوي څخه پرته روزل کيږي اوبيا ډيره لږه سره غواړي دنړۍ په ځينو بخو کي په يو جريب ځمکه کي ٢.٦٨_٤.٤٥ کلوګرام پوري سوپر فاسفيټ دمټرو حاصلات زيات کړي دي دنړۍ په ځينو سيمو کي په يوجريب کي نايروجن ٦.٩ کلو ګرام فاس فورس ٤.٦ اويوتا شيم ٤.٨ کلوګرامه سپارښتنه کيږي دافغان کيمياوي سري د شرکت له مخي په يو جريب کي ٣ کلو ګرام يوريا او ٢٥ کلوګرام ډاي امونيم فاسفيتټ سپارښتنه کړيده د حيواني سرو استعمال دکيميا وي سرو اندازه کموي بايد ووايو چه دنايروجني سري په استعمال سره دمټرو کميت اوکيفيت دواړه زياتيږي او ځانته پوتا شيم اوفاسفو
رس دقناعت وړ نه بريښي سره بايد هيڅکله دکرل شوو تخمونوسره په تماس کي نه شي .
دمټروپه کروندو کي په اساسي اوتغذيوي بڼه استعما
ليږي په يو جريب ځمکه کي ديوريا دسري اندازه ٢٠ کلوګرامه اوددډاي امونيم فاسفيټ سري اندازه ٢٥ کلوګرامه منا سبه ګڼل کيږي
څرنګه چه دمټرو بوټي دليګوم (Leguminacaea) دکورنۍ څخه دي کيداي شي چه يوه اندازه نايروجن دخپلوريښو په واسطه په ځمکه کي زيات کړي اوله دي کبله دنايتروجن لرونکي سري استعمال تهدومره اړتيا نه لري دمټرو بوټي دودي لنډ پړاو لري خو يوه زياته اندازه اوبه لګوي دمټروله کرلو څخه مخکي ځمکه ښه وتره کيږي اوورپسي کرونده ددوه هدفونو لپاره خړوبوي جه يو يي بوټو وده اوبل يي دخاوري سړه ساتل دي يادځمکي ديخي ساتني لپاره دي .
اوبه لګول :
څرنګه چه مټر Winter crop دي نوپه همدي اساس زياتو اوبو په هم ضرورت نه لري خو بيا په ځينو سيمو کي فرق کوي ځيني عواملو پوري اړه لري لکه د خاوري ډول دوده يز فصل په اوږدو کي دباران اندازه د بادونو شدت او داسي نور .
په Clay siol کي چه داوبو دجزب توانايي يي کمه ده نو مټر په ٤-٥ ځلي اوبه ورکول کيږي اوپه شګلنو خاورو چون Leaching صورت نيسي نو اوبه هلته ډيري ضايع کيږي ٥-٦ ځلي اوبه ورکول کيږي خو دګل دمرحلي په وخت کي بايد په مناسبه اندازه اوبه ورکړاي شي مټرو فصل لنډپړاولري او ٩٠-١٢٠ ورځي په بر کي نيسي .
له بوټو څخه دپليو راټولول:
دکورني استعمال اوتازه مارکيټ لپاره دمټرو پلي دﻻس په واسطه راټوليږي . په ﻻس سره په واسطه درټولول دمټرو بيعه خورا لوړوي ځني بزګران دوه يادري ځلي مټر دبوټو څخه راټولوي مګر دنورو حاصل راټولول په يو وار پايي ته رسيږي په اخيرنۍ طريقي سره ټول بوټي له ځمکي څخه را ايستل کيږي اوټول پلي ورڅخه راټوليږي سره ددي چه په يوځي توګه دپليو راټولول ارزانه تماميږي مګرپه څوځلي سره راټولول اکميت اوکيفيت دزياتوالي سبب کيږي په ځينو باندينيو هيوادونوکي دمټرو پروسس کولولو
لپاره په مخصوصو ماشينونوسره راټولوي دپليورا
ټولولو وخت دپليودرنګ له مخي ټاکل کيږي ښايي چه دپليو راټولول په وخت کي دپلي دنازکو دانو سره په ښه توګه ډک شوي وي اورنګ يي دتورشنه څخه کم رنګه شنه ته بدلون په حالت کي وي .
دپليو راټولول دي په داسي وخت کي پيل شي چه دپليو کميت اوکيفيت يودبل په ضرر تمام نه شي ډيرو
څيړنو ښودلي ده چه دمټرودحاصل اوکيفيت تر منځ معکوسي اړيکي موجودي دي را ټول شوي پلي دهر
څه دمخه بايد مارکيټ ته انتقال شي ځکه چه را ټول شوي پلي دوخت په تيريدو سره خپل توجارتي کيفيت دلاسه ورکوي اودپليو حاصل د٦_٤ الي ١٠_٨ ټنه في هکتار ښودل شوي .
دمټروساتنه:
ددي لپاره هغه مټرچه دمارکيټ دپاره عرضه کيږي بايد په ښه حالت کي ورسيږي ښايي چه مټر يخ وسا تل شي که دراټولولو په وخت کي مټر تاوده وي بايد په يخو اوبوکي دغوټه کولو په واسطه ژرترژره يخ شي که چيري مټر پريمينځل شي نو ﻻزمه ده چه تر هغه وخته پوري کنګل وساتل شي ترڅوچه دهدف ځاي ته ورسيږي شنه مټر په صندقونو کي ديخ اچولو
په واسطه اويا دصندقونودپا سه ديخ په واسطه اويا ددواړو طريقوپه واسطه په يخچال لرونکوموټروپوا
سطه په ساړه ډول لري ځايونوته رسول کيږي تازه اوشنه مټر دوه ونۍ اويا تردي زياتي مودي لپاره په صفر درجه دسانتي ګراد کي په ساتن ځاي کي ساتل کيدي شي تجروبي څرګندوي هغه مټر چه سانتي ګراد په ٤.٤ درجو کي ساتل شوي وه د١٨_٥ ورځو
پوري يي حالت ښه وو اوهغه چه دسانتي ګراد په صفر درجه کي ساتل شوي وو يوه ونۍ يي نور هم و
ساتل شو. اوهغه چه د سانتي ګراد په ٢١ درجو کي ساتل شوي و پنځه ورځي وروسته دپلورلووړنه وو.
شنه مټر په سړه هواکي ددوه اونيو لپاره په ښه توګه ساتل کيږي دشنو نخودو دساتني لپاره ډيره ښه تودو
خه دسانتي ګراد صفردرجه ښودل شوي ده اوکرني تخم يي له دوه څخه تر څلورو کلونو پوري ساتل کيداي شي .
نتيجه ګيري :
١– عموعاً هغه مټر چه دقطۍ اويا کنسروا لپاره کرل
کيږي د هغوي پلي بايد دلاس په واسطه راټول شي اودماشين خخه خودداري وشي .
٢– دمټرو تخمونه د کرني څخه مخکي بايد دکيمياوي موادوسره معامله شي .
٣– په مټروکي زيات رطوبت دمټرودبوټودخوسا کيدواومړيني سبب کيږي بايد دزيات اوبه خور څخه ډډه وشي او په معين وخت کي اوبه ور کړل شي .
٤– په مټروکي للون بايد سطحي وشي او په مټروکي بايد زيا ت للون ونه شي ځکه چه دوي چټکه نمولري اوژرغټيږي .
سپارښتني :
ګرانو هيودالواو بزګرانو ته زما سپارښتني په لاندي ډول دي ز
١ – دمټرو هغه وريټي بايد دکرلولپاره انخاب شي چه په هغه محيط کي توافق اوښه حاصل ورکړي .
٢ – مټر بايد په هغو سيمو کي وکرل شي چه ترانسپورتي اسانتياوي ولري .
٣ – مټر بايد په شګلنو خاورو کي وکرل شي ځکه چه په شګلنو خاوروکي ژرحاصل ورکوي او مارکيټ کي ورته تقاضا زياته وي .
٤ – مټرنه يوازي په مهلي ډول وکرل شي بايد په تجارتي دول هم وکرل شي .
٥ – مټرنه يوازي دتازه خوراک دپاره وکرل شي بلکي دپروسس کولو لپاره هم دکرل شي چه زمونږ په هيواد کي دغه طريقه لا تر اوسه رواج نه ده .
و من للهِ توفيق
ماء خذونه
١ – حسيني س سابه دګرځنده کتابتونونو دخپرونو لړۍ د(١٣٧٩) ه ش کال .
٢ – حمزه خيل ن ګ دسبوروزنه دکابل پوهنتون خپر ونه.
٣ – سبزيجات مناطق حاره ونيمه حاره وزارت عالي ومسلکي حمهوري اسلامي افغانستان پوهنتون کابل تخت نظر ا - دهپور - ح فيظاقي .
http://shenban.bloguna.tolafghan.com لومړی مخ