دلیموکښت

سريزه

داچې افغانستان يو کرنيز او زراعتي هيواد دى چې دخپل موقيعت اوښه اقليمي شرايطيو په درلودلو سره د نباتا تو د زړه پورې ودې او تو ليد لپاره د لوړو او ژورو سطحو په موجوديت سره د مختلفو اقليمونو درلودونکى دى چې په همدې اساس د زياتو سبزيجاتو او ميوه جاتو اصلى ټاټوبې ښود ل شوي دي . هغه ميوه جات چې د خپلې ودې او ښه توليد لپاره سړې هوا ته ضرورت لري دهيواد زياتې سيمې د يخ او وچ اقليم لرونکى دي اوهغه ميوه جات چې ګرم وده ييزه موسم ته ضرورت لري دهيواد ځينې سيمي دنوموړي اقليم لرونکي دي چې د اډول غوره شرايطيو په لرلو سره په بيلا بيلو ولايتونوکې بيلابيلي ميوي روزل کيږي همداعلت دي چې دهيواد %85 وګړي دزراعت په شغل مصروف دي نولدي څخه معلوميږي چې د هيواد اقتصاد  د فوق العاده زراعت په  مسلک پوري اړه لري او ميوه جات د هيواد د زراعتي توليداتو يوه ستره برخه تشکيلوي چې هرکال مختلفى ميوي په زيات مقدارسره بهرنيو او ګاونډيو هيوادونو ته صادريږي چې په مقابل کې زيات اندازه اسعار لاس ته راځې اود اقتصاد د پياوړتيا سبب ګرځي خو متاسفانه زمونږ هيواد د دوه نيمو لسيزو جنګونو اوناقراريو له امله د زراعت سکتور زيات زيانمن شوى دى او د زراعتي توليداتو او محصولا تو کچه يې خورازياته  ښکته شوي ده نو د ميوو روزلو په هکله دعلمي معلوماتو په وړاندي کولو سره کيداي شې چې د باغ لرونکو اوميوه روزونکو کلني

 حاصلات د کميت او کيفيت له نظره څوځلي زيات اوپه زراعتي محصولا تو کې به د ليدلو وړ بدلون رامنځ ته شې څرنګه مو چې د مخه ذکرکړل چې افغانستان دزيات شمير ميوه په خاص ډول د تل شنوميوو د پيدايښت ټاټوبى ګڼل شوى نو ليموهم  دهغه ميوه جاتو له جملى څخه دي چې د ښه اقتصادي  غذائې او طبى ارزښتونو لرونکى دى . دسريزي په پاي کې بايد ددې خبرى يادونه وکړم لکه څرنګه چې د لوړو زده کړو وزرات د قانون او لايحي سره سم د کرنى پوهنځى د څلورم کال محصلين د دوه مسلکى اوعلمي موضوع ګانو د ترتيب ، تنظيم اوارائې دنده په غاړه لري چې يويې په لومړني سمستر کې او بل يې په دوهم سمستر کې ټاکلى شوى وختونه دي چې ماته هم ددې لړۍ او پړاو موقع راورسيده چې د هارټيکلچر اوځنګلونو ډيپارټمنت لخوا د راکړل شوي موضوع  د ليمو روزنې تر عنوان لاندي ترتيب ، تنظيم اوارايه کړم . د موضوع د ترتيب ، تنظيم په اړوند د رهنما او د سيميناراستادرشاد احمد ( شيرزاد )  څخه ډيره مننه کوم چې ما سره يې د موضوع د ترتيب په اړه نه هيريدونکې لارښونى او مرستې کړي دي .

منشا اوتاريخچه

د ليمو انګريزي نوم (c.auratifolia) دي چي د ستروس په كورني پوري اړه لري چي د قبل الملاد څخه څوكاله مخكي د هندوستان په شااوخواسيمو كي په وحشي ډول ترسترګو كيد لو اووروسته له هغه څخه د نوموړي هيواد خلكو دوحشي حالت څخه اهلي حالت ته راوګرځولو بياوروسته يونان اوهمداسي د نړي نوروهيوادوته د نوموړي نبات ډيرونه پراخه شوه

يونانيان لومړني خلك و چي د دغه بوټي له اوبوڅخه يي  د ډيرو زخمونو پريمنځلو اود پوستكي د چاود يد لو لپاره ورڅخه كاراخستلو اوهمدارنګه د دغه ميوي د شربتونوڅخه داشتها د زياتوالي لپاره كاراخست ،په همدي شان د نوروشربتونو اوغذايي موادوپه ساتنه كي هم ورڅخه كاراخيست

ځيني علما په دي اند دي چي كوچني ليمو په نهمه عيسوي پيړي كي په مصر او عراق كي وپيژندل شول او همدارنګه د نومړ ي نبات څخه په باغ كي د زينتي بوټو په حيث هم ور څخه كار اخستل كيدو .

خو متاسفانه چي په سړو او نيمه سړو منطقو كي ميوه نه توليدوي خو د ګل د ښايست له كبله ورته ډيره پاملرنه كيږي

همدارنګه مصريان خلكو ته د دغي خبر ي په توصيه وو چي  كه چيرته د يو چا داوبو څښلو زيرمي يعني څاګان ، او چيني خرابي او به ولري يعني ميكروبي وي نو بي غير له دي څخه چي دا اوبه وا يشول شي په يوه ګيلاس كي يو څو څاڅكي د ليمو د اوبو اچول ډير موثر تماميږي او د څښاك لپاره چمتو كيږي .

د كوچني ليموطبي ارزښت :

كوچني ليمو له هغو بوټو څخه دي چي د ميكروبونو ضدعضوي تيزابو نه لري او حتي تر دي پوري چي كه چيرته كه سړي په سفر كي وي او د څښلو د او بو كومه پاكه او صافه زير مه ورسره موجوده نه وي او ويل كيږ ي چي كه چيرته دغه او به وڅښم نو كيداي شي ماته ځيني ناروغي پيښي كړي كه يوڅو څاڅكي ليمو او به ورته علاوه شي نو د غه او به بلكل د څښلو وړ كرځي

او همداسي ويل شوي د ي چي د عيسي ع د تو لد څخه نيږدي ۴۰۰ كاله مخكي پيږندل شوي دي يعني په هغه زمانه كي يو مشهور سړي چي تيو فراسټ نوميده څيړني كړي دي

مګر په څلورمه ميلادي پيړي كي چي كله مسيحيان په صلبي جګړو كي فلسطين ته ورسيد ل نو د كوچني ليمو وني يي تر سترګو شولي چي په هغه ځمكه كي كرل شوي وي او همدارنګه يو مشهور بوټي پيږندونكي چي پلين نو ميده هغه ليمو د زهرو ضد درملو په نوم ياد كړ او د پلين دغه نظر يه په دوهمه پيړي بيا تر څيړني لاندي ونيول شوه او دا خبره تري جوته شوله چي ليمو واقعا د بد ن هر درد له منځه وړلي شي

ابن سينا چي يو مشهو ر عالم دي د دغي ميوي توصه يي خلكو ته په ور ځني ژوند كي كوله او ويل يي چي  د ليمو اوبه د بدن د ډيرو مرضونو د دفعي په خاطر استعماليږي د مثال په ډول د تبي او همداسي د ګنګسي د مرضونو د له منځه وړلو لپاره استعماليږئ

همدارنګه كه چيرته سړي و غواړي چي ځان ډنګر كړي نو د سهار له طرفه په يو ه ګيلاس او بو كي د نوموړي ميوي او به ګډي كړي او يوه اندازه شات هم ورسره ګډ ا و ويي څښي نو د غرمي تر پايه پوري به هيڅ نه وږ ي كيږي او د چاغوالي له د غه مشكل څخه به خلاص شي

د كلسيم بهترينه منّبع ورڅخه جوړيږي او هغه داچي د چرګي له هګي سره د ليمو د او بو يو ځايوالي په داسي شرط سر ه چي لومړي هګي ښه پريمنځل شي او له هغه وروسته د ليمو او به ورعلاوه شي او دا وبه د دو ساعتو لپاره په يوه ساړه ځاي كي ايښودل كيږي  او وروسته له هغه څخه هګي راايستل كيږئ او دغه او به په زياته پيمانه سره دكلسيم در لو دو نكي دي او وروسته له هغه به نوموړي او به د شاتو سره  يو ځاي وڅښل شي ، او د هګي څخه چي د ا مهال يي پوست نرم دي بايد تر ي استفاده وشي ، د ستوني د در د لپاره هم د ليمو او به ډيري موثر ي دي يعني يوه قاچوغه د ليمو او به د دو قاچوغو عادي او بو سره يو ځاي كيږ ئ اووروسته له هغه نوموړي اوبه غرغړه كيږئ ، د زكام لپاره ډير مهم شي چي دي هغه هم د ليمو  او به دي يو څاڅكي د ليمو او به په يو ه قاچوغه عادي او بو كي حل شي او وروسته له هغه د پزي په واسطه سره كش كړل شي همدارنګه د معد ي او د كلمو د كمزوري لپاره  ليموله پو ټوكي سره يوځاي په يوه ګيلاس او بو كي حل كړي او وروسته يو قاشوغه شات ورعلاوه كړي او يو ساعت مخكي له ويده كيدو څخه هغۀ وڅښي نو دغه مريضي به په خپل وار سره له منځه ولاړه شي د پزي د ويني كيدلو يعني خونوبيني د مخنيوي لپاره يو اندازه مالوچ د ليمو په اوبو باند ي ككړكړي او وروسته يي په پزه كي د ننه كړي

دهغو خلكو لپاره چي وري او شونډي يي ويني كيږ ي د ليمو خوړل له پوست سره ډير ګټور تماميږي دغه ډول د وجود د بخار او داغونو د منځه وړلو لپاره د ليمو اوبه او يوه اندازه د خوړلو مالګه سره ګډ كړي وروسته په نوموړي اوبو خپل ځان غوړ كړي دغه مرض به هم په خپل وار سره له منځه لاړشي

همدارنګه د لاسو نو د پوست د نرموالي لپاره د ليمو اوبه او ګلسرين يوه منظم مخلوط جوړ شي البته دواړه په يوه معينه اندازه سره ګډ شي او خپل لاسونه مخكي له ويده كيدوڅخه پري غوړكړي وويني چي څومره اندازه سره ستاسو لاسونه نرموالي پيدا كړي دي ،د ژمي په اوږدو كي د لاسونو د يخ وهلو د مخنيوي لپاره هم د ليمو او به ډيري موثري دي او بل داچي د ليمو اوبه د كلمو د تيږو د منځه وړلو لپاره هم استعماليږ ي ، ويل كيږ ي چي د ليمو او به د معدي د جوش ، بد هضمي ،تبي په خاطر د استعمال وړ دي ، د هغو چا لپاره چي (سلګي ) كوي د ليمو د او بو د يخ ټوټه د ژبي په سره ايښودل كيږي چي د نومو ړ ي ناروغي څخه د خلاصون لاره ده د ستوني د پريمنځلو لپاره د استعمال وړ بريښي د زخمونو د پوست د چاوديدلو ځايو معالجي په خاطر هم د ليمو اوبه د استعمال وړ دي ، د ويښتانو د پريمنځلو لپاره ډير موثر د ي دويښتانو د خير ي او غوړو د له منځه وړلو لپاره استعماليږ ي چي د ا پروسه په لاندي ډول سره ده چي ددوه داني ليمو په يوه ليتر اوبو كي علاوه كيږ ئ اووروسته پر ي ويښتان مينځل كيږئ ، د حافظي د قوي كولولپاره د استعمال وړ بريښي او هغه داچي د ليمو اوبه په يو پاك دستمال بآندي اچول كيږي او هغه د پزي پواسطه سره كش كيږ ي البته داهغه وخت چي يو شي په ياد راوړي او همدي شان د روح د ارام والي په خاطر باند ي هم د د غي  ميوي له اوبوڅخه استعماليږي اوهغه داچي د ليمو يوڅاڅكي اوبه په يوه كاسه ګرمو اوبو كي اچول كيږي البته ددغه ګرمو او بو د تبخير په نتيجه سړي ته ارام وربښي ،او بل هغه څوك چي د سترګو د ديد اندازه يي كمه وي د ليمو اوبه ورته ضروري دي چي په روزمره غذاكي ورڅخه كارواخلي .

په افغانستان کښې د کوچیني لیمو کښت ته کتنه:

د افغانستان منطقي د پوره لمر او وچې هوا او داسي نورو خصوصياتو له نظْره چې ورته برخه شوي دي په ډير شمير هيوادو كې نه ترسترګو كيږي نو كه چيرته پاڼريژ و او هميشه شنو ونو ډيرونه په علمي شكل زياته شي نو دابه د د نيا يو لوي باغ شي اوبيا مونږكولاي شو چې ژوند د هر اړخ مصارف (لښتونه )  د همدغه ميوو له خارجي او داخلي ماركيټونو په لرلو سره پوره كړو.

دافغانستان په ځينو نيمه استوائي سيمو كې لكه ننګرهار ، لغمان ، خوست ، كندهار ، كې ترروزني لاندې نيول شويدي خو په كمه اندازه باندې يواځي دننګرهار ستروسو په انكشافي پروژه كې په تجارتي ډول ترروزنې لاندې نيول شويدي چې دعايد كلنى اندازه يي په خاص ډول سره نده معلومه ځكه چې سردارمحمدداؤد خان له پاچاهى څخه لاس په سرشو نو له هغه وروسته هيچا په پوره ډول پام لرنه نده كړې .

اوكيدلاي شي چې په زينتي باغونو كې د ښه ښائست په خاطر ترروزني لاندې ونيول شي البته په سړو سيمو كې ځكه چې هغلته  د حرارت درجه ټيټه ده او ميوه نه توليدوي ځكه چې اكثريت هارمونونه غير فعال وي .

دليمو دبا غونو جوړونه

د باغ د جوړولو د مخه بايد د ساحې ټاکنې ،جعرافيوي موقيت ،د اقليم ارزښت ،د خاوري ارزښت ،کثافت او ميخانيکې ټرښت ته پام وشې .د ځمکې د لاندي اوبو ژوروالي بايد مناسب  وي  د باد  دضررن نه  محفوظ وي غښتلي او شتمني خاوري   ولري .د باغ  جوړولو  په  کارګري  پلان کي بايد د ځمکي  هوا رول  ژوره قلبه  ،کود  شيندل ،د لرګيو او ميخونو  برابرول او انتقال  ا ود باغ   د ساحې ويش  په  وړو ټوټو د ويالو ويستل دکود او نيالګيو ليږدونه ، د کندو ويستل  ،د نيالګيو د پاره په کندوکي د سرو استعمال د خړوبولو لپاره د جويچو برابرول او د اوبخور نه وروسته د ملچ جوړول شامل دي

د ليمو نباتي ځانګړتياوې :

د ليمود هميشه شنو ونو له جملې څخه شميرل كيږي چې د دغه بو ټي لپاره دوه شيان ډير ضروري دي چې عبارت دي له اقليم او خاورې څخه د دغه لپاره چې ليمو د ستروسو له كورني څخه يو بوټي دي بايد د خاورې ژوروالى په لومړي ځل كې په نظر كې ونيول شي او بل داچې د ريښو دودې طرفه ته كوم موانع وجودو نلري تر څو د ريښو د ودې د مخنيوي سبب وګرځي .

خاوره بايد ښه ذهكشي شوي او نرمه وي او د اوبو سطحه نبات ته نژدې نه وي ځكه چې دري مشكلات رامنځته كوي .

الف : د اكسجن د كاز كمبود .

ب   : د ريښو ورستوالى .

ج    : د واټرلاګنګ مشكل رامنځته كوي ، او خاوره بايد سنډي لوم وي ترڅو په هغه كې اوبه په ښه شكل سره نفوذ وكړي او د ابولګو لو پروخت دما لګو د تجموع سبب ونه گرځي .

په هغو خاورو كې اګر كه ښه حاصل خيزه هم وي خو چې ژوري وي مناسبې نه بريښي ، او بهترين پي اچ له شپږ څخه تر8.6 پورې .

د ليمو ډيرونه (تكثير) :

د كوچني ليمو ډيرونه په زوجي او غير زوجي ډول سره ترسره كيږي د ليمو يو ډول چې د نمبودي په نوم سره ياديږي كه چيرته پخپله د هغه تخمونه وكرل شي نو بيرته خپل اصلي جنسيت له لاسه نه وركوي .

او په ليمو كې زخه پيوند ، او شاخچه پيوند او ليرنك رواج لري خو پندوك پيوند پكې ښه نتيجه وركړيده د پيوند  كولو پر وخت كې بايد ساينس اوRootstock بايد له غورو ونو څخه ځانكړي شي روټ ستا ك بايد ومرضونو داوبو د كموالي سره حساسيت ونلري او همدارنګه لرونكى داوږدو ريښو وي ساين هم په خپل وارسره د ښې ميوې توليدونكي وي د امرضو او حشراتو په مقابل د مقاومت د رلودونكى  وي ساين هغه وخت انتخاب شي چې ميوه په ونو كې وجود ولري (دهغه ونو څخه د ښې ميوې لرونكي و ي ) او دې پيو ند پروخت روټ سټاك له 2.5 څخه تر 3 سانتي مترو ډبل والي ولري او ساين نه بايد د پنسل قلم څخه ډبل وي له يو كلنو نودو څخه انتخاب  شي البته چې د ښه روښانه رنګ اولرونكي له ډيرو غذايي موادو وي تر څو په ښه شكل سره كيلس توليد كاندي او پيوند خطا ونخوري  د كچني زياتره  د باد په واسطه سره القاح كيږي .

 

دليمو دتخم لاسته راوړل .

کله چې ليمو او دري پاڼيز ليمو ميوې پخي شې دونو څخه يې راټولوې يا پخپله په ځمکه تويږې  د( ٣٠ –٤٠) ورځو وروسته چې پوستکي يې نرم شې د فشار په  نتيجه کې  زړي  و با سې  بيا پکې اوبه اچوي اوښه يې مينځې بيا يې د فرش د پاسه نري  هواروي  او  د سيوري  په  موجوديت کې د تودى هوا يا د باد  په وسيله يې وچوي

د خاوره او د خاورې تیارول:

د ليمو لپاره غوره خاوري سنډ ي لوم خاوري دي د دي په خاطر چي كوچني ليمو د ستروس له كورني څخه دي په ارته اوپراخه اندازه باندي ريښي خپروي نوبايد ښه زهكشي شوي اونرمه خاوره مجوده وي اواوبه نه بايد د ريښوساحي ته وي اوباغ بايد په داسي ځاي كښي جوړشي چي هري خواته د باد د مخنوي لپاره كوم موانع  وجود  ونه  لري

كله چي د ليمو لپاره خاوره تياره ؤ بايد اصلي باغونو ته نژدي نه وي ځكه چي د دوه رګي مشكلات پكي رامنځ ته نشي اوبايد د باغ ساحه په داسي ځاي كي شتون ولري چي دي اوبو زيرمه د كال په اوږد و كي له دي خاطره چي د ستروسوكورني په زياته اندازه اوبوته ضرورت لري د باغ جوړولو په وخت كي ښـه تجزيه شوي عضوي سره علاوه شي اووروسته له هغي نه كيمياوي سري ته پراختيا وركړي داهغه وخت علاوه كيږي چي كله د خاوري اوپاڼي د تجزيي پروخت له نوموړو عناصرو كمبود ترسترګوشي

لومړي نايتروجن :  د هغه عناصرو له جملي څخه دي چي دامينو اسيدو ، پروتين اوكلوروفيل په پياوړتياكي په زياته اندازه رول لري نوموړي عناصر د ود ه ايزفصل په اوږد و كي د ۴۰۰څخه تر gr۶۰۰ پوري يوي وني ته علاوه كيږي

دوهم : فاسفورس د هغه عنا صرو له جملي څخه دي چي د انزايمونو ، نيو كليو پروتين او ادينوسين تراي فاسفټ په پياوړتياكي په پوره اندازه رول لري د پاڼي اوخاوري د تجزيي پرمحال چي له ۰،۰۷% څخه لږوي نودي فاسفورس علاوه كول ضروري بريښي چي له ۶۰څخه تر gr۶۷ هري وني ته علاوه شي

دريم : پوتاشيم په هغه منطقو كي چي د خاوري ph ډيرلوړوي علاوه كيږي او د هرجريب لپاره له ۱۵څخه تره Kg۳۰ علاوه شي اوهركله چي وچ وزن په اسا س باندي د۰،۲۵%  څخه كم شي نو پتاشيم ورته علاوه كيږي  پتاشيم د هغه عناصرو له جملي څخه دي چي د حجرو په ښيرازي اواوبوساتلوكي په بوټوكي توان راولي

د ليمو لپا ره دسرو استعمال

حيواني اوکيميا وي  سري: د ليمو د  باغ  جوړول  د مخه  بايد د(٣٠-٤٠ ) ټنو پوري عضوي  سري  بايد استعمال شې  او  ورسره (٩٠-١٢٠)فاسفورس په  هر هکتار ځمکه کي  وشيندل شې . په تيزابي خاورو کي  چونه  اوپه  القلي خاورو د اړ تيا په  صورت کې کې جبسم (ګچ) غوره رو ل لوبوي . په هرکال د سترو سو په يو جريب  باغ کې

 (١٥-٣٠)کيلو ګرمه پوري (KCL)علاوه شې ښايې ښي پايلي به رامنځ ته کړي  .خود(K) لوړ غلظت دجستو (Zn) او
(Mg) مګنيشم جذب کموي

  -شنه سره.

د ليمو په بڼ کي بايد د شني سري مختلف  قسمه واښه وکرل شي چې دا د زمري  د مياشتي  په  پاي  او د وږي  په  پيل کي پلي لرونکي نباتانو کرنه د خاورو ړنګيدو او پريمنځلو بهير کمزوري کوي  د اوبو جذ بول اسانه  او همداشان  د خاوري  عمومي جوړښت اصلاح کو ي .

اوبه لګونه:

_ ليمو د ستروس د كورني له جملي څخه شميرل كيږي په زياته پيمانه اوبوته ضرورت لري خصوصاً په هغه خاوره كي چي د اوبوساتلو ظرفيت پكي لږ وي لكه ريګي خاوري كوچني ليمو مخكي له دي څخه چي پاڼي يي غونجي شي بايد اوبه وركړل شي اوله هغه اوبوڅخه ډډه وشي چي په هغه كي د مالګو اندازه له pp۲۰۰۰ څخه زيات وي  له دي خاطره چي په ځمكه كي د زياتومالګو د جمع كيدو سبب ګرځي ، د باغ ساحه بايد لږڅه نشيب ولري تر څو هغه اضافي اوبه په ښه ډول له باغ څخه خارج شي ترڅود اوبو د ډنډ كيد و سبب ونه ګرځي

 

د ښاخونو غوڅول (شاخه بوري )

ليمو چي د ستروس له كورني څخه دي په زياته اندازه شاخه بوري ته ضرورت نه لري لكه څرنګه چي پاڼريژي ميوي ورته ضررت لري له دي خاطره پاڼريژوميوغذايي مواد په ريښوكي زخيره كيږي اوبرعكس د تل شنوپاڼو ونو غذايي مواد په شاخونو شاخچو اوپاڼو كي زخيره كيږي كه چيرته په زياته اندازه شاخه بوري پكي ترسريه شي نودي سالبري مشكلات پكي رامنځته كيږي په قد كاږه وچ اومريض شاخونه تر لري شي

د ميوو ټولونه

_كله چي د ميوي رنګ زيړشي يعني د مني په اخر كي د هغو نښواونښانو څخه چي هغه د رنګ زيړوالي ،د شربتونو او عضوي تيزابونو د اندازي زياتوالي ،د پخواپه نسبت   د ميوي  نرم والي ، اوهمداسي د زړوسختوالي د دي خبري ښاكرندوي چي ميوه د ټولولو قابليت لري

ميوه ټولول بايد وروسته له غرمي څخه چي كله شبنم پورته شي په ټولولو شروع وشي د ټولولو پرمحا ل له زيني څخه

كارواخستل شي اوونه ونه ښورول شي په سوټيو اولكڼو ونه وهل شي داځكه چي ميوه نيونكي سپرونه اونودي له مينځه ځي اوراتلونكي كال په ښه ډول ميوه نه نيسي .

هغه ميوې چې د لمر پواسطه سوزيدلي او يا چاوديدلي وي بايد ذخيره نشي له هغه څخه سمدلاسه په  پروسس كې كارواخستل شي او نوري ميوې د رنګ ، خوند ، او د پخوالي په اساس درجه بندي شي او په كاغذي يا لرګينو كريټو  كې ځاي په ځاي شي او په كريټو نو باندې فشاروارد نشي تر څو هغه خرابي شي .

 

نتيجه اخستنه

ليمو د موهمو طبي بوټو څخه ګڼل كيږي چي د نړي په زيات شمير هيوادونو كي په زياتو درمولوكي د استعمال وړدي ، اود ويټامين سي اوعضوي تيزابونو په  زړه پوري  منبع ګڼل كيږي

ليمو د استوايي اونيمه استوايي سيمو خوښه ونكي دي اوله پخوزمانو څخه خلكو پيژندلي دي اود ژوند په ډيرواړخونوكي ورڅخه استفاده كيږي

د دي لپاره چي د هيواد ډيرملي اوبين المللي اسعارمو په لاس راوړي وي نو په ورته سيمو كي ورته پراختيا اوترروزني لاندي ونيسي

څرنګه چي د افغانستان مشرقي زون لكه ننګرهار ،لغمان،كنړ اوكندهارسيمي ورته مناسبي دي بايد په ښه ډول ترروزني لاندي ونيول شي .

 د دي لپاره چي ملي اوبين المللي ماركيټ مو خپل كړي وي ليموته بايد د باغ منظم سستم جوړشي اوترروزني لاندي ونيول شي كه وغواړو چي پورتني لاسته راوړني مو خپلي كړي وي د كرني وزارت خصوصا د هارټيكلچر څانګه په زياته پيمانه سره خپلي هڅي دعامو د هقانانو سره خپلي هڅي د ليمو په رواجولوكي ګړندي كړي .

سپارښتني

١- زما ددولت څخه د ا تقاضا ده چه د باغدارانو د ميوه جاتو د خرڅلاو لپاره مارکيټ برابر کړي .

٢- د دولت څخه دا غوښتنه کوو چه د باغدارانو د ميوه جاتو د انتقال لپاره د ټرانسفورت مشکل حل کړي.

٣- د دولت څخه دا غوښتنه کوو چه دميوه جاتو باالخصوص د ليمو مقاومي ورايټيګانې د بهر څخه هيواد ته معرفي کړې

٤- د دهقانانو څخه داغوښتنه ده چه د ميوه جاتو توليد ته رشد ورکړې تر څو د هغوي اقتصاد پياوړى شى .

٥- دهقانانو څخه د اغوښتنه کوو چه د امراضو او افاتو په ليدلو سره د زراعت مامورينوسره مشوره وکړى او د هغوي لارښوونې تعقيب کړې .

 

ماخذونه

   1   – شير زاد بازمحمد ۱۳۶۳ هـ ش تل شنوپاڼوميوې دكابل پوهنتون خبرونه ص ، ص ، ۳۰ -  ۳۳

  2 www.alim.blogfa.com

www.lim./foodfactas. Htm -    3

 http//vegtive- propagation      -  4

Insects. Lime.edu/extantion /1-5362 -    5

د لیمو میوهد لیموه میوه

http://shenban.bloguna.tolafghan.com   لومړی مخ