دسرو املوکو روزنه
لیکوال: نورمحمد صاحبزاده
سريزه
دا چې افغانستان يو کرنيز هيواد دى او د خپل موقعيت د پلوه چې د سمندر له سطحې څخه په مختلفو اندازو لوړې او ژورې لري په همدي لحاظ د مختلفو ميوه جاتو د کرلو لپاره مناسب بريښي. هغه ميوې چې يخې هوا ته اړتيا لري زمونږ په ګران هيواد کې ډيري چې ګرم او اوږده دوه ايز فصل ته ضرورت لري د هيواد ځينې سيمې د نوموړي اقليم درلودونکي دي چې د دې غوره شرايطو په درلودلو سره د هيواد په بيلا بيلو سيمو کې بيلا بيل ميوې روزل کيږي د همدي امله زمونږ په سلو کې ٨٥ برخې وطنوال په کې لوړې سلنې جوړوي. ميوه جات زمونږ د هيواد کرنيز توليداتو ستره برخه جوړوي چې د هيواد زيات کروندګر ان د ميوه جاتو په کر باندي بوخت دي خو په خواشينۍ سره بايد ووايم چې نيږدي درې لسيزو جګړو او نااراميو کله څرنګه چې د هيواد وران او دوانولو مخ ډف کړي همدارنګه په کرنيزو چارو کې يي هم خنډونه رامنځته کړي دي او د کرنيز محصولاتو کچه يي ټيټه کړيده نو کولاى کولاى شو چې د سبزيجاتو د روزلو په هکله د علمي معلوماتو او مناسب تکنالوژي په وړاندي کولو سره کيداى شي د ميوو په کروندو کې او حاصلاتو کې د کميت او کيفيت له نظره د پام وړ مثبت بدلون رامنځته شي.
د لوړ زده کړو وزارت د مخکيني قانوني طرحې په درلودلو سره د کرنې پوهنځى محصلين د دوو علمي او مسلکي موضوع ګانو د ترتيب ، تنظيم او ارايي دنده په غاړه لري چې يوه يي په له لومړي سمستر او بله يي په دوهم سمستر کې ټاکل شوي دي چې ماته د دې لړۍ په رارسيدو سره د هارټيکلچر د څانګې له لوري د سرو املوکو روزنې تر عنوان لاندي د يوه د يوه موضوع د ترتيب ، تنظيم او ارايې دنده را په غاړه شويده چې په اړوند يي د محترم لارښود استاد رشاد احمد " شيرزاد " څخه په مننې چې ماته يي لازمي لارښوونې او مرستي کړيدي هيله مند يم چې په راتلونکي کې هم د ځلانده لمر غوندي روښانه او روښنايي تر ډيرو لري سيمو پوري و ځليږي او دا خړ هيواد په خپلو وړانګو سمسور او نيکمرغه کړي.
د سرو املوکو تاريخچه
اصلي او لاتيني نوم د سرو املوکو Diospyrus kakil دى چې د Ebenaceae کورنۍ پوري اړه لري او د فلوريډا په ايالت کې څو کالو لپاره کرل شوي دي. د لمړي ځل لپاره تجارتي انواع د املوکو ٢٢٧٥٠ ونې وکرل شوي چې په اوس وخت کې يي زيات کرل کيږي چې د دې دواړو انواعو سخت او نرم د فلوريدا په شرقي سيمه کې وکرل شو چې د فلوريډا کې د نرم قسم يي د سخت څخه ښه حاصل ورکړ او د خلکو د خوښۍ سبب وګرځيد چې بيا وروسته د ده ونې د فلوريډا په مرکزي او جنوبي سيموکې هم وکرل شو.
د M.C.Perry د قومندانۍ پواسطه په ١٨٥٦ م کال کې ور وپيژندل شول. د امريکا د زراعت وزارت څو نوعې په ١٨٧٠م کال کې د امريکا جنوبي برخې ته وارد کړل او ويي کرل. د فلوريدا د پوهنتون پروفيسر Harold Hume يو له هغه اشخاصو څخه وه چې لمړي ځل د امريکا په متحده ايالاتو کې د املوکو لپاره مطالعه وکړله او د املوکو د طبقه بندي سيستم ته يي انکشاف هم ورکړه چې په اوسنۍ وخت کې هم د املوکو طبقه بندي هماغه سيستم دى چې د همدي سيستم څخه اوس هم استفاده کيږي.
Dr. Robert او Judge Wure په ١٩٦٠-١٩٧٠ کلونو په جريان کې څو مشهور جاپاني کلتيوارونه وارد کړل. او پروفيسر Ralph Sharpe د فلوريدا په پوهنتون کې تحقيق وکړ او بيا يي نسلګيري ته يي شروع وکړه.
په ١٩٨٠م کال کې د جاپانيانو پواسطه نوي کلتيوارونه وپيژندل شو. د فلوريدا تاريخ د سرو املوکو په کښت واضح دي څو کلتيوارونه چې په فلوريدا کې کرل کيده Seedling وه د املوکو نوم عموماً اسيايي نوم دى چې همدا اوس مهم انواع په کې کرل کيږي.
مبداء او منشاء (Origin)
منشاء او مبداء د سرو املوکو چين دى چې څو پيړۍ روزل شوى دى او چې له ٢٠٠ زره مختلفي نوعې د املوکو په چين کې روزل شوي دي او هم په څو کالو کې کوريا او جاپان ته پراختيا موندلي ده او په ١٨٠٠م کال کليفورنيا ته معرفي شو.
توافق (Adaptation)
Persimmon يو نبات دى چې په هغو سيمو کې چې معتدله ژمى، نرم اوړى چې معتدله وي ډير ښه توافق کوي او د حرارت په صفر درجه د فارنهايت کې هم وده کولاى شي او همدا د صفر درجه د فارنهايت د استراحت حالت درجه هم ده په کوم وخت کې چې د استراحت په حالت کې وي او هم د کم استراحت د وخت دده نبات په کمه اندازه د ١٠٠ کالو کې کولاى شي چې د خپلې سړې هوا ضرورت پوره کړي البته دغه د استراحت حالت دنبات د عدد په نظر د پسرلي په شروع او يا د پسرلي په اولو کې او يا د يخنۍ په اخر کې له منځه ځي. او پاڼه يي ٢٦ درجه د فارنهايت حرارت کې نمو نه شي کولاى. سره املوک په ګرم اوړي کې او يا هغه منطقي چي دښتي ولري او يا ګرمي وي ښه نه ورکوي او شايد ګرموالى د پوستکي د سوځيدو باعث هم وګرځي.
د سرو املوکو د ونو کرل (Tree Planting)
سرو املوکو بوټي بايد په معتدلو سيمو خاورو کې او يا وچو سيمو کې وکرل شي او په هغو سيمو کې د سرو املوکو بوټي وکرل شي کوم چې وچه هوا لري تر څو د يخ وهنې د ضرر څخه خلاص شي . د املوکو نيالګي په ځمکه کې د دسمبر او فبروري په مياشتو کې وکرل شي او ريښي چې تر څو په ځمکه کې ښخيږي بايد لنده بل کې وساتل شي. بوټي بايد هغه وخت وکرل شي چې ٣/٢ برخې يي شاخه بُري شوي وي. کوم بوټي چې په ګلدان کې واخيستل شي د کال په هر وخت کې کرلى شو او کله چې په ګلدان کې پاتي شي بايد اوبخور صورت ونيسي.
کله چې ونه په ګلدان کې وي د ٦ مياشتو لپاره پاتي شي نو په بهترينه طريقه دي وکرل شي او ريښي بايد په پراخه ډول وکرل شي. ريښي پراخه شي د ټکان پواسطه چې دغه عمل په ژمي کې د استراحت په حالت کې بايد وشي ځکه ريښې ښه غذايي مواد تر لاسه کړي او وده يي سريع شي او پيوند شوي بوټو ته بايد ټکان ورنه کړل شي.
کومې کندې چې د بوټي کرلو په وخت ويستل کيږي هغه بايد ١x١ کې وويستل شي تر څو ريښه په پراخه ډول نمو وکړي او ماتي شاخې بايد د کر څخه مخکې شاخه بُري شي يعنى قطع شي له منځه يوړل شي او ريښي په منځ کې بايد خاوره واچول شي تر څو کنده پوره ډکه شي او ونه ځاى په ځاى محکم شي او د اوبو د ذخيرې لپاره بايد د خاورې يو کوټې ديوال جوړ شي تر څو اوبه ذخيره شي او خاوره د ښي او يا د بلي وسيلي باندي لږ Compact شي تر څو د خاورې منځ کې خلا پاتې نشي د فصل په اول د نمو حالت کې په هفته کې يو ځل يا دوه ځل اوبخور شي د کر په وخت کې سره نه استعماليږي د اپريل او اګست په مياشت کې کم سره ورکولاى شي کله چې قد يي ٢-٣ فوټه شي او ساقه د پاڼو پواسطه پوښ شي نو په دې وخت کې هرزه ګيا بايد کنترول شي
موقيعت (Location)
د دې ونو لپاره بايد هغه ساحې انتخاب شي کوم چې لمر په کافې اندازه ولري او کوم چې تغير لرونکي هوا ولري يعنى وخت کې د اقليم تغير له مخې سوري منځ ته راځي او دغه سوري نبات ته کوم زيان نه رسوي او نبات کولاى شي خپل فعاليتونو ته دوام ورکړي او کومو سيمو کې چې يخوالى زيات وي نو په هغه سيمو کې لمر په کافي اندازه ضروري دي او بايد د باد او زياتې د يخې هوا څخه محافظت ورکولاى شي.
خاوره (Soil)
املوک په القلي خاوره او مالګينه خاورو سره حساسيت لري او کومې خاورې چې عضوي مواد لري او ښه زهکشي شوي وي او د ځمکې لاندې تر ٣ مترو پورې اوبه وي او لوم خاوره تر ترټولو زياته بهتره ده او مناسب PH يي ٦.٥ – ٧.٥ پوري ټاکل شوي دي. دا چې املوک Top Root سيستم دى ژورې ريښي لري نو هغو سيمو کې وکرل شي کم چې زيات کار لري.
اوبخور (Irrigation)
کله چې ونه وکرل شي نو د سرو املوکو مقاومت د وچکالي لري نو خصوصاً هغه وخت چې د تکثر زيات سريع وي هم تر ٦ هفتو پوري مړاوي کيږي نه د سرو املوکو پاڼې
د اوبخور د باران مقدار ويش او د ابخور سيستم او د خاورې نوعې پورې اړه لري او زيات اوبخور د Sandy Soil په حالت کې ورکول کيږي او دوهم ځل Clay خاورې د پاسه او دريم ځل د D.Virginana خاورې د يو ونې لپاره په داسي حال کې چې دوه ريښې پرې استوار وي د ريښو سيستم پراخه ولري او د وچکالي په حالت کې کم تر کم يو هفته دوام هم کولاى شي او کيداى شي د زياتې وچکالي په حالت کې پاڼې وغورځوي او بيا شنې شي. او ريښې کيداى شي د Phyto Phohora پواسطه و وخت ريښې له منځه لاړ شي چې دغه ناروغې د رطوبت له امله منځ ته راځي.
اوبخور کيداى شي د عصري سيستمونو پواسطه هم تر سره شي او سره ورسره هم استعمال شي يو ځاى او د نبات په تغذيه کې مثبت بدلون منځ ته راوړيز د Sprinkler irrigation سيستم هم غوره طريقه د اوبخور ده. د ده لپاره ښودل شوي ده.
د سرې استعال (Use of Fertilizer)
د سرو املوکو ونه د سرې لپاره اړتيا لري په فلوريدا کې کوم د سرې استعمال لپاره مطالعه نده شوي خو د دنيا په نورو سيمو کې لکه جاپان هيواد غوندې دسرې استعمال تجربې کړي دي.يو ونه بايد په کال کې ٣ ځلې سره ورکولاى شي. په هغه حالت کې چې ونه د استراحت په حال کې وي يعنى دوه هفتې مخکې له دې چې پاڼې وکړي په دوهم ځل د Jun او د August او د دسمبر په اوايلو کې ورکول کيږي . د ٧-١٠ کالو وروسته د يو توليدي منبع په حيث تبديل کيږي چې په دې وخت کې هم د سرې د اړتيا زيات ليدل کيږي. هغه ونې چې رسيدلي وي lb/Hec ١٢٠-١٠٠ نايتروجن او پوتاشيم د په يو هکتار کې او هم د يو پونډ ٤/٣ برخه د يوه ونې لپاره استعماليږي. په لمړي ځل له سلو کې ٥٠ برخې او دوهم او دريمه مرتبه کې په سلو کې ٢٥ برخې استعماليږي. نايتروجنې سرې استعمال د ميوې د لويدلو باعث هم کيږي فاسفورس د lb/hec ٥٠ په اندازه او کال کې ٨/٣ برخې د يو ونې لپاره د ضرورت په وخت کې ورکول کيږي دغه تولې سرې استعماليږي او هم په پسرلي کې د مکنيزم استعمال شته چې اندازه lb ٥٠-٣٠ مګنيزم په اوله مرتبه کې سرې سره يو ځاى استعماليږي. په عمومي ډول lb ١٠-٧.٥ د هر ونې لپاره (١٠-١٠-١٠) NPK نسبت کومې ونې چې په پسرلي کې کرل شوي وي او سره ورکول شوي نو بايد سره نوره د کر څخه وروسته کم ورکول شي. هغه ونې چې يو کلنې وي ٨/١ برخې او رسيدلي ونې lb ٤/٣ برخې اضافه استمعاليږي او وروسته هر کال د يو ونې لپاره lb ١.٢-١ اندازه په هر کال تيريدو سره زياتيږي او کوم چې PH د ٧ څخه زيات وي په پاڼو کې زيړ والي او سپين والى د ده کموالي نښه ده. د مګنيزم کموالي د پوتاشيم او کلسيم د لوړوالي څخه منځ ته راځي او د پاڼو د ودې مخنيوې کوي او تور داغونه رامنځته کوي او د پاڼو غاړو کې هم نښه ليدل کيږي چې دا مګنيزم د کمبود علايم دي.
شاخه بُري او روزنه (Training and Pruning)
د سرو املوکو ونې د امريکا په متحده ايالاتو کې د اصلي مرکزي ساحو د سيستم له مخې اصلاح کيدل (Modify Feed Central Leader) د دې سيستم لاندي د ونو دوه د طبعي په قسم نده چې شاخه بُري نه وي شوي او رسيدلي وي. د ١٤٥ ونو شاخونه په يو هکتار ځمکه کې کرل کيږي چې د هرې دوه ونو تر منځ فاصله ft ١٥ او د هر قطار تر منځ ft ٢٠ بايد وي او پنډک د پورته په طرف قطع کيږي او داسې هدايت ورکول کيږي چې پندکونه اړخيزه وده وکړي. ٦-٣ شاخونه بايد داسي شي چې ft ٣ له ځمکې څخه اوچت او ft٤ اوچت د هغه نقطي څخه او يو دايروي شکل بايد ورکول چتر په شکل باندي.
د سرو املوکو سايز او شکل (Tree Size and Shape)
د سرو املوکو ونه د Sime dwarf له جملي څخه ده چې ارتفاع يي ٦-٨ فوټو ته رسيږي. شاخونه او شاخچې د دې نبات يو ګرد شکل لري چې ددې قسم ونو نومونه يي Makaula-Jiro ، Ichikiki-Jiro او Sime dwarf املوک ميل د دې لري چې اوچت وي يو د بل څخه دري صنف وني لوړ قد لرونکي له جملي څخه دي او عمودي ډول هميشه وي او ميوي سره او ګرد او مدور شکل لري.
د سرو املوکو د ونې نمويي عادت (Growth Habit)
Persimmon يو نوع د ونې ده چې څو ساقې او يا يو ساقه لري او پاڼې غورځوونکې ده چې معمولاً ٢٥ فوټه اوږودوالي لري يو تزيني شکل لري دا ونه ښايست هم لري او ښه پاڼې لري او ښه شاخونه چې د ظاهر ٠ښکاره) دير ښه ښکاري. او ځيني داسي شاخونه لري چې دير نازک او باريک وي چې د باد او طوفان مقاومت نه لري اوبوټي له منځه ځي.
د سرو املوکو پاڼې (Foliage)
ددې پاڼې متناوب شکل لري چې ٧ اينچه طول او ٤ اينچه عرض لري چې اکثرکم رنګ دي او شين رنګ ته ميلان لري او د وخت په تيريدو سره رنګ نور هم شين ته اوړي او د خزان په وخت خپلې پاڼې په زيړ رنګ بدلوي او يا نارنجي او سور رنګ ته ورته باندي اوړي او د پاڼو څخه يي تازه او يا وچې وي د چاى په قسم هم استفاده کيږي.
ګل ( FLOWER )
ګﻻن دسرواملوکو د Calyx اوTube پواسطه پوښل شوي دې چې ددغه Calyx Tube د Leaf axils څخه دلمړې کال دودې په وخت کې توليديږې .
ښځينه ګلان يې انفرادې دې او کريمې رنګ لرې اومذکرګلان داسې په ونه کې توليديږې چې ١—٥ ګلان په يوشاخچه کې توليديږې اودودې په مرحله په نظررارسيږې چه سرواملوکوونې مذکراومؤنث دي چې بعضې داسي هم شته چې دواړه مؤنث او مذکر ولري.
ميوه (Fruit)
د سرو املوکو ميوه په دوه صنفونو باندي ويشل شوي دي.
- هغه ونې کومې چې سخت پوښښ توليدوي تر څو چې هغه پخې شي نرميږي.
- هغه ونې دي چې نرمه ميوه توليدوي او دا يو اصلاح شوى کلتيوار دي او د مربا په شان کيفيت لرونکې وي.
تر څو له دې څخه د خوراک په برخه کې استفاده وشي او دغه نوعې زيات د سړو سيمو سره توافق لري تقريباً تازه او نرم شکل په قسم وي.او کوم چې سخت قشر لرونکي دي هغه يو ګرم اقليم ته ضرورت لري چې دغه ميوي پخې شي او د حاصل څخه استفاده وشي.
د ميوو لويدنه (Fruit Drop)
ميوه لويدنه په مختلفو وختونو د ودې کې رامنځته کيږي چې دغه ميوه رسيدنه او لويدنه درې مرحلې لري او دا په درې وختونو کې صورت نيسي.
- په لومړي مرحله کې د ګلبرګ لويدل د دوامدار شکل د ٢-٣ هفتو پوري د ګلبرګ مخنيوي دالقاح لپاره زمينه مساعديږي او زيات ګلان د القاح له مخې ميوه نيسي.
- په دوهمه مرحله کې د ميوې لويدنې په Jun مياشت کې صورت نيسي چې معمولاً Jun Dropping په نوم سره ياديږي.
- په دريمه مرحله کې دغه ډول غير معمول دي خو جولاى او اګست او سپتمبر مياشتو کې صورت نيسي دا په ځيني باغونو کې صورت نيسسي چې دا هر کال لازم نه دي چې صورت ونيسي او دا هغه وخت صورت نيسي کله چې کافي اندازه لمر نه وي رسيدلى او مرض باندي اخته وي.
د ميوو رنګړي کول (Fruit Thinning)
د ميوو د ودې لپاره او د ښه کيفيت ميوې د لاسته راوړلو لپاره د رنګړي کولو حالت ضروري او لازم دي.
د سرو املوکو ونه يو کلنې ميوې سره توليدوي چې ميوه اندازه کوچني وي ولې بل کال ته همدا ونه لويه ميوه توليدوي.ځوانې ونې کومې چې په يو محيط کې انکشاف په وخت کې کم ميوه نيسي که د ميوې زياتوالى لاسته راوړو نو شاخه بُري ته ضرورت لري چې همدغه وخت د ميوو کيفيت ښه والى مومي او ونه بار زيات نيسي.
رنګړي کول د ميوې د لاس پواسطه دغه ګل سرته رسيږي په يوه وړه څانګه کې بايد ١-٤ ميوې پاتې شي يا د ٦ اينچو په اندازه د ميوو تر منځ فاصله موجوده وي ميووې رنګړي کول د ميوې رنګ ، خوند ، بويي باندي تاثير لري. د رنګړي کولو پواسطه ميوه کيفيت ښه والى مومي.
ميوې پخوالى (ripening Fruit)
کله چې د سرو املوکو سخت قشر نرم شي او ښه خپل اصلي رنګ اختيار کړي دغه ميوه پخه وي او ميوه د پخوالى په وخت د سخت قشر څخه بيله شي چې ميوه خرابه نشي.او کومې سيمي چې د حرارت درجه ٧٠ سانتي ګريد وي د ١٠ ورځو لپاره ساتل کيږي. ميوه هغه وخت ټوله شي چې ونه کې لا پوره نرم شوي نه وي. پخوالى او نرم والى د ميوې کولاى شو چې د د خامو وريجو پواسطه ٣-٥ ورځو پوري ښخ کړو انو په ٢٤ ساعتو يخې هوا سره معامله کړو د Ethylene هارمون سره.
د ميوې فصل (Fruit Season)
د ميوې د فصل په وخت کې مارکيټ ته بايد هغه وخت انتقال شي چې رنګ يي مناسب اولازم وي او هغه ميوه د مارکيټ ته انتقال شي کوم چې د مارکيټ کې د خرڅيدو وخت پوري خپل جنسيت تر لاسه ورنکړي او د فصل هغه وخت کې راټول شي مناسب دي کوم چې مارکيټ ښه ولري او کافي اندازه قند ولري او تر يوې مياشتي پوري مونږ کولاى شو د ونو څخه ميوې راټول کړو او مارکيټ ته يي انتقال کړو.
ګرده افشاني (Pollination)
د ګرده افشاني لپاره بايد د املوکو څو کلتيوارونو انتخاب شي تر څو په زياتې اندازې سره ګرده افشاني تر سره شي ځکه چې مذکر او مؤنث ګلانو تر منځ القاح ښه صورت ونيسي د املوکو دغه ورايټي د القاح لپاره ضرورلري. Gailey, Zenjimard, Akagaki, Waseomiya او ګرده افشاني په کې Cross Pollination په کې صورت نيسي او له دغو ونو څخه استفاده Astringent او Non Astringent نوعو څخه استفاده کيږي.
د سرو املوکو ګرده افشاني د حشراتو ، د لاس او باد پواسطه صورت نيسي. ګرده افشاني لپاره Pollinizer ونو ته ضرورت لري په ١٦ ونو کې بايد ٨ ونې Pollinizer ونې وي او د شاتو مچيو څخه بايد هم استفاده وشي.
حاصل راټولول (Harvesting)
د ميوو د حاصل راټولولو وخت د اګست د مياشتي څخه شروع تر سپتمبر مياشتي پوري دوام کوي. سره املوک هغه وخت راټوليږي چې خپل رنګ زيړ والي طرف ته ميلان ورکړي او د راټولولو وخت کې بايد د سرو املوکو څخه شنه املوک جُدا کړو يعنى کوم چې سخت وي هغه له نرم املوکو څخه جُدا کړو نو لازمه ده چې په دې طريقې سره حاصل راټول کړو.
تکثير (Propagation)
Root Stock اکثره په سرو املوکو کې تکثير کيږي چې د فلوريدا او امريکا کې اصلي ټاټوبى يي Diospyro-Virginana په نوم ياديږي کوم چې مورنى بوټي دى. هغه وړې ميوې لري او نرم جسم او خوندوره ذايقه لري. مورنى بوټى د فلوريدا څخه نورو ممالکو ته انتقال شوي دي چې د ريښو سيستم پراخه او ښه دى چې مورنى بوټى د اوبو ساتلو د خپلو ريښو پواسطه اهميت لري او همدارنګه د تخم د توليد له مخې او د پاڼو د توليدولو قدرت له مخې زيات اهميت وړ دي. سره املوک همدارنګه د مورنې نسل Seedling D-Kaki له مخې او د مورني بوټي D-Lobos او همدارنګه Chip Budding, Bark Grafting او T-Budding پواسطه تکثيريږي.
ناروغې (Diseases)
د پاڼو او ميوو نرموالى يې مهمه ناروغي ده چې د Spp-Cercospona عامل پواسطه د پاڼې څخه شروع کوي دغه ناروغې منځته راوړي او همدارنګه کله چې د اګست په مياشت کې ميوه شروع شي دوامدار ډول د ميوې سپتمبر او اُکتوبر مياشتو پوري ادامه کوي پيدا کيږي او وروسته د دريو او څلورو هفتو ګلانو او د پاڼو پراختيا کوي او د ده اغيزې د اوړي او خزان تر اخره پوري قابل د توجه دي. د اګست او د اُکتوبر د مياشتو تيريدو پوري د ده زيان کميږي.
نتيجه ګيري
- د سرو املوکو علمي نوم Diospyros kaki دى او منشاء يي چين هيواد دى.
- د سرو املوکو د کر لپاره مناسب PH د ٦.٥ څخه تر ٧.٥ پوري دى.
- د سرو املوکو د تکثير په وخت کې بايد اوبخور منظم شي ځکه د ٦ هفتو وروسته اوبخور له امله پاڼې مړاوي کيږي.
- د سرو املوکو حاصل يي د اګست د مياشتي څخه شروع تر دسپتمبر مياشتي پوري راټوليږي.
سپارښتنې
- د دولت او دهيواد بزګران بايد په هغه سيمو کې چې د تودوخې د حرارت درجه ٧ سانتي ګريد وي او ميوه تر ١٠ ورځو لپاره وساتي.
- د هيواد بزګران بايد هغه وخت ميوه ټوله کړي چې په ونه کې لا پوره نرم شوي نه وي تر څو د انتقال په حالت کې زيان ورته ونه رسيږي.
- د کرنې مسلکي اشخاص بايد سره املوک په القلي او مالګيني خاورو کې ونه کرل شي ځکه ورسره حساسيت لري او په هغه خاورو کې وکرل شي چې د عضوي موادو څخه غني وي او ښه زهکشي شوي وي.
- سره املوک بايد په هغه سيمو کې وکرل شي چې د ژمى يي معتدله او اوړى يي نرم او معتدله وي.
http://shenban.bloguna.tolafghan.com لومړی مخ