په قوریه کښې د زردالو روزنه

لیکوال: کلبدین ((ملتیار))ګلاب

پیلیزه:

افغانستان يو کرنيز هيواد دى  او د دې هيواد په سلو کې ۸۵ فيصده وګړي  د کرنې په چارو بوخت دي. مېوې اوسابه  د کرنې د هارتيکلچر يا باغدارۍ  مهمه څانګه جوړوي، د کرنې يو مهم سکتور بلل کيږي  او د هيواد په ملي اقتصاد کې ستره ونډه لري.

 د ۱۳۵۰ کا ل په لومړۍ نيمايي کې  د افغانستان د ميؤو صادراتو د هيواد د ټولو صادراتو په سلو کې له ۳۷ برخو څخه زياته ونډه درلودله.مېوې په افغانستان کې په پراخه  تجارتي پيمانه روزل کيږي  او ددې لپاره چې  د زړه د خوښې مطابق  ونې او ميوې په لاس راوړو  نو بايد نباتات د غيرزوجي تکثير (Asexual Reproduction  ) په واسطه تکثير شي.

 تر جنګونو پخوا په افغانستان کې په ۱۴۳ زره هکټاره ځمکه کې  ميوې توليديدلې  او دهيواد  د ميوو کلنې توليدات ۹۲۰ زره ټنو ته رسيدلي وو . سره له دې چي د افغانستان د ميوؤ  په روزنه کې  عصري تکنالوجى په کار اچول شوې نه ده  خو بيا هم ميوې پکې زياتې توليديږي  دا ځکه چې  د افغانستان اقليم ،آب او هوا  د ميوو د توليد لپاره خورا مساعده ده .  ميوې( په تيره بيا پاڼريژې ميوې (Deciduous fruit ) يو داسې اقليم ته اړتيا لري  چې د اوړي هوا ئې توده،وچه او دورځې له پلوه پريمانه لمر ولري  او ژمې ئې نسبتاً سوړ وي. دميؤو باغونه  د افغانستان په ټولو ولايتونو کې روزل کږي  مګر په ځينې ولايتونو کې د ځينو نورو په پرتله ډير روزل کيږي ، د مثال په ډول  کند هار، هرات ،اروزګان ،زابل ، غزني ،  وردګ،پروان او ځينې نور، د نورو ولايتونو په پرتله د ميوؤ په توليد کې زيات مشهور دي. ونې او باغونه ئې زيات مقدارميوې توليدوي . ددې لپاره چې په افغانستان کې بڼوالي( باغداري)  علمي بڼه غوره کړي  او دميوؤ  دتوليد اندازه ئې  د نړۍ  له نورو هيوادونو سره سيالي وکړاى شي  بايد دهغوې د روزنې  ،سمون او ساتنې لپاره  عصري کرنيزه تکنالوژي په کار واچوله شي او ميوې  د غير زوجي تکثير په واسطه  تکثير شي  او دتخم له تکثير څخه مخنيوې وشي  ځکه تخم خپله نوعه نه ورکوي او بل دا چې ژر په حاصل نه راځي  او دې  هدف ته درسيدو لپاره فني کدرونه  او علمي نشراتوته اړتيا احساسيږي  تر څو بزګران د تخم جمع کول  د بوزغلي لپاره او دپيوند په مهارتونو باندې وپوهول شي. 

په درنښت

ګلبدين (مليار)ګلاب

 

پس منظر:

د زردالو ميوه له ډير پخوا څخه رواج او د خوړو وړ ګرځيدلې وه .همدارنګه د علاجي موادو په توګه يي هم استعمال درلود چې د چين لرغونو طبيبانو به د ټوخي د ارامولو لپاره د زردالو له زړو (مندتو) څخه استفاده کوله.

پخوا د زردالو لومړنې کور ارمنستان گڼل کيده له همدې کبله د نوعې نوم يي ارمنيکا کيښودل شوى وه خو اوس ټولو پوهانو ته جوته شوې چې زردالو د لومړي ځل لپاره په چين او سايبيريا کي پيدا شوى او د نړۍ نورو هيوادو ته انتقال شوى دى.

زردالو د چين د شمال ختيځو برخو څخه سرچينه نيولې او هلته د تيرو درى زره کلونو څخه زيات کرل کيږي او له هغه ځايه لويديځ پلو ته په ټوله منځنۍ اسيا کې خپاره شوي.

زردالو د لومړې ځل لپاره د چين د تيان شانيا په غونډيو کې راښکاره شول او له دې وروسته د اسيا هرې خواته خپاره شول .

ويل کيږي چې اسکندر مقدوني له يوې جګړې څخه وروسته يونان ته يوړل او له هغه ځايه په

ايټاليى ،فرانسې او په پاى کې په ټوله  اروپا کې تيت او خواره شول.

زردالو اکتشاف کونکو سپوږمې ته په فضا کې د خوړو په موخه هم له خانه سره وړي دي .

نن  د زردالو دکرلو اساسي ساحې د مديترانې ملکونه ، اروپا ، منځنې اسيا ، امريکا او افريقا دي چې ترکيه د نړي د وچ کړل شوو زردالو % ٨٥ برخه توليدوي .

   علمي طبقه بندي

زردالو د Rosaceae په Family او Prunus  په جنس او د  Armanicaپهspp  پوري اړه لري چي علمي نوم له Prunus  armaniaca خخه عبارت دى چې د prunophora په Subgenus  پورې اړه لري.

دزردالو او الوچو تر مينځ دوه رګه کيدنه (hybridization)  اوسمهال ډير عموميت لري چې لاسته راغلې ميوه يي د زردالو او الوچو څخه په يوازې ډول غوره وي .ځينې مهمې دوه رګه نوعې يي په لاندې ډول دي :

·       (plumcot)  چې % ٥٠ په کې زردالو او % ٥٠ الوچې برخه لري .

·       (Aprium)  چې %٧٥ په کې زردالو او %٢٥ په کې الوچې برخه لري .

·       (pluot)  تر ټولو مشهوره دوه رګه نوعه ده چې پدې کې %٧٥ الوچې او %٢٥ زردالو برخه لري

 

د نباتي نړۍ له طبقه بندې سره سم د زردالو علمي طبقه بندي ياScientific classification په لاندې ډول ده .

Apricot

Scientific classification

Kingdom:

Plantae

Division:

Magnoliophyta

Class:

Magnoliopsida

Order:

Rosales

Family:

Rosaceae

Genus:

Prunus

Subgenus:

Prunus

Species:

P. armeniaca

 

Binomial name

Prunus armeniaca
L.

 

بوتانيکي خصوصيات

د زردالو ونې د وړو څخه تر متوسطو پورې قد لرونکې پاڼريژې ونې دي چې په عمومي توګه د کروندې او بڼ په ساحو کې د ١٢ فټو په اندازه روزل کيږي خوپه عامه توګه کولاى شي چې په خپلو اصلي ساحو کې تر ٤٥ فټو پورې هم لوړه شي .

يو کلنې څانګې او سپرونه يي نري،دوه مخيزه ګل لرونکې او د نورو سخت زړو ميوو په نسبت د لنډ عمر لرونکې دي .

پاڼې يي پلنې او زړه ته ورته شکل لري چې تر درې( ٣) انچو پورې پراخوالې لري او د نورو سخت زړو ميوو څخه پلنې دي او د پاڼو څوکى يي رخه داره دي .

گلان يي د مارفولوژې له مخې د شفتالو ،الوچو او ګيلاسو سره ورته والې لري .

ګلان يي سپين رنګه دي چې په يو کلنو نودو(سپرونو) باندې را ښکاره کيږي او د يوې غونچې په شکل سره ښکاري چې پنځه ګلپاڼې او پنځه ګلملې پاڼې لري .

د زردالو ونې په خپله القاح کيدونکې دي چې کوم پولينيزر (ګرده ورکونکې ) ته اړتيا نه لري .خو ځينې يي لکه ريلانډ او پرفکشن بيا ګرده ورکونکو ونو ته اړتيا لري .

ميوه يي د سخت زړو يا ډراپ له جملې څخه ده چې اندازه يي د  ١.٥څخه تر ٢.٥ انچو پورې ده چې د يوه

 طبيعي درز لرونکې ده .

د ميوې خوړونکې برخه يي په عمومي توګه شفافه او نرمه ده چې اکثرا نارنجي رنګ لري خو د سپين رنګ لرونکې نوعي يي هم شته .

اکثره ونې په دوهم کال ميوه کوي خو د ميوې د ورکړې موده يي ٣-٥ کالو پورې ده .او د پخيدو تر وخته پورې د ٣-٦ مياشتو ته اړتيا لري چې هغه هم د کرونکې نوعې پورې اړه لري

   

  د زردالو ارزښت

 الف :اقتصادي ارزښت :

زردالو د ټولو سخت زړو يا سټون ميوو له ډلې څخه يوازنې سخت زړې ميوه ده چې د افغانستان په صادراتي ميوو کې غوره ځاي لري .  په افغانستان کې د زردالو يواځې دوه قسمه يعني اميري او قيسي خورا مشهور دي .

 زردالود سخت زړو  په ټولو ميوو کې يواځنې ميوه ده چې په افغانستان کې يي له زړو  څخه هم استفاده کېږي  او په لويه پيمانه په بازارونو کې خرڅون لري .د افغانستان  زردالو اوږده تاريخ لري او محلي نوعي ئي کلکي ياد Hardy دي چې د ښه کيفيت لرونکي او په ټولو کي د امراضو مقاومې دي .افغاني زردالو تازه او وچ استعماليږي چې وچ زردالو دهند ، روسي ، اوکراين او د چک جمهوريت په مارکيټونو کي خرڅيږي.

    په افغانستان کې د زردالو يوه برخه په تازه ډول خوړل کېږي  او ستره برخه يي وچېږي چې د کښتې په ډول ورڅخه استفاده کېږي .چې د قندهار د ميوو په فابريکه کې ورڅخه مربا هم جوړيده . دنړي د زردالو توليد په ميټرک ټن سره:

       

دهيوادنوم

توليد په متريک ټن

ترکيه

500000

د ايران اسلامي جمهوريت

225000

هسپانيه

159200

پاکستان

121000

اوکراين

112000

فرانسه 

107500

مراکش  

 104350

چين  

98000

يونان

80000

مصر

  79844

د امريکي متحده ايالتونه

73660

جمله

1660554

 

د يا دولو وړ ده په تيرو کلونو کښې د نړۍ لس د زردالو  توليدونکې هيوادونه په لاندې ډول دي :

Top Ten Apricot Producers — 2005
(1000 tonnes)

 Turkey

390

 Iran

285

 Italy

232

 Pakistan

220

 France

181

 Algeria

145

 Spain

136

 Japan

123

 Morocco

103

 Syria

101

World Total

1916

Source:
UN Food & Agriculture Organisation (FAO)
[2]

 

ب:غذايي ارزښت:

د زردالو په ترکيب کې زيات شمير غذايي مواد وجود لري .د زردالو ميوه،زړې او کنډ يا سريښ په لسګونو بيلا بيل مرکبات لري .

زردالو (مندتې)تر نورو ميوونهه(٩)ځلې او له شليلو څخه دوه ځلې ډير ويټامين اى لري او د هغوې دميوې د کاربوهايدريتو،پروتينو،فاسفورس او نياسينو پيمانه هم تر نورو ميوو خورا زياته ده .

د زردالو ميوې په سلو ګرامو خوړونکې برخه کې :

اوبه  =  ٨٣-٩١   ګرامه

شکري مواد  =  6.7- 10.4  ګرامه

غوړ(شحميات) = 0.5  ګرامه

پروتين = 0.5- 1.3  ګرامه

انرژي  = 28 -70 کلوري انرژي لري .

 

بر سيره پر دې په سلو ګرامو خوړونکې برخه کې :

ويټامين سي = 6- 100  ملي ګرامه

کيروتين = 1.8 ملي ګرامه

تيامين = 0.04  ملي ګرامه

ريبو فلاوين = 0.07  ملي ګرامه

نياسين = 1.5  ملي ګرامه

فوليک اسيد = 1 - 4 ميکرو ګرامه

کلسيم = 8 -47 ملي ګرامه

اوسپنه = 0.4-1.2 ملي ګرامه په خپل ترکيب کې لري

ج:طبي ارزښت :

له ډير پخوا څخه زردالو د علاجي موادو په توګه استعماليدل چې د چين لرغونو طبيبانو به د ټوخي د ارامولو لپاره د زردالو له زړو (مندتو ) څخه استفاده کوله .

دمعاصرو دواګانو په ترکيب کې د زردالو تيل يا غوړ د ځينو هغو دواګانو د ويلي کونکو په موخه استعماليږي کوم چې د ستنې يا نيښ لگولو له لارې په يو غړي کې او يا د پوستکې لاندې ورکول کيږي  .

پوهان په دې اند دي چې زردالو د وينې په تقويى کې څه نا څه رول لري لکه څنګه چې وينې ته لا زيات فعاليت ور بښي .

روغتيايي پوهان زياتره د زړه،شراينو او د وينې د لږوالې يا کمزورۍ  د ناروغې لرونکې د زردالو خوړلو ته تشويقوي .

زردالو د اى او سي ډير زيات ويټامينونه لري (د ميوو په ډله کې يوازې زردالو د مانجو او شفتالو تر څنګ د ويټامين اى په ړومبې کتار کې راځي چې د نورو ميوو څخه نهه (٩) ځلې او له شليلو څخه دوه څلې ډير ويټامين اى لري)لکه څنګه چې د اوسپنې او په ځانګړې توګه د پوتاشيم زيرمې هم لري لدې کبله د انسان د معافيت د سيستم په پياوړتيا کې ښه رول لري.

لکه څنګه چې زردالو اوسپنه او ويټامين سي لري نو جسم د وينې له کمښت او کمزورتيا څخه ژغوري . همدارنګه د زردالو ميوه زيات شمير داسې ويټامينونه لري چې د اعصابو ساتنه کوي او د نمو په عمليه کې ورسره مرسته کوي چې ستړيا او ستوماني له مينځه وړي .

 

د:زينتي ارزښت:

داچې د زردالو ونې په پسرلي کې د وخته خپل سپين رنګي او ښکلي گلان را سپړي نو د باغونو ساحې ته يوه زړه را ښکونکې منظره ورکوي . له بلې خوا منظم کرل شوي باغونه هم د چاپيريال په ښکلا کې ستر رول لوبوي .

همدارنگه د زردالو ځينې نوعې لکه پرونس مم  او پرونس ډاسيکارپا  په ځينو هيوادونو کې د زينتي ونو په شان روزل کيږي .

Prunus dasycarpa ehrh   And   Prunus mume  Sieb

 

د زردالو د قوريي موقيعت  

د لوړ کيفيته نيالگيو د لاسته راوړلو  لپاره د روزنځاى د ځاى غوره کول ټاکونکى رول لوبوي.

روزنځاى بايد تامين کيدونکى سيمي په مرکز کي ولري او د ساحي له مخې بايد د ټولو ترکيبي برخو لپاره کفايت وکړي اوهمدارنگه د اوبو لگولو د شبکي لپاره د اوبو زيرمي ولري.

بايد د ځاى او موقيعت ناهمواري ، محيطي او اقليمي شرايط او همدارنگه د ځاى او هوا رژيم   تر ټولو زيات په پام کي ونيول شي.

 څومره چي ممکنه وي روزنځاى بايد د کور په نږدي ساحو کي جوړ شي ځکه چي ددي ساتنه او روزنه اسانه کيږي.

همدارنگه د روزنځاى د ځاى ټاکل په داسي ځاى کي وشي چي د کار د ډير ښت په نتيجه کي گڼ شمير نيالگي توليد کړي چي دا نيالگي د Layering , Cutting, Seed او Budding د لاري په روزنځايونو کي وده کوي.

په هغه ځاى کې چې روزنځاى جوړيږي بايد Water Table ييm 1.5-2 څخه  پورته نه وي او خاوره 5 – 7 پوري   ph ولري.

همدارنگه کافي غذايي موادو او پستې خاورې ولري تر څو اوبه او هوا په ښه ډول پکښې  نفوذ وکړي.

هغه ساحه کي چي روزنځاى پکښې  جوړيږي بايد د مالگو ، هرزه گياوو او ناروغيو څخه پاکه وي.

 

الف: خاوره

دزردالو دروزني له پاره ژورې، زهکشي شوې (زيم ايستل شوي)

  Sandy Loam

، دښه لنده بل  لرونکې او دغذايي موادو دجذب ښه توان لرونکې خاورې خورا داهميت وړدي .خو په مالګينو خاورو کې بايد ونه کرل شي .

د زردالو ونې د نورو ټولو سخت زړو ميوو څخه د القلي خاورو په مقابل کې زيات مقاومت لري خو بيا هم د هغوي د ښي ودي لپاره بايد دخاوري پي اچ له ٥.٥ نه تر ٦.٥ پوري اوسي .

 

ب:د اوبو سر چينې

د اوبو د سر چينو په هکله خاصه توجه پکار ده ځکه چې په روزنځاى کې د  نيالگيو لپاره ډيرو اوبو ته اړتياوي احساسيږي.

د يو روزنځاى 1m حاصلخيزه ساحه د 10 – 20 liter اوبو لپاره ضرورت لري چې د حرارت درجه بايد هم په پام کې ونيول شي.

که چيرې د باران اوبه کافي نه وي نو ضرور ده چي روزنځاى د کومې بلې سر چينې  څخه خړوب شي. پدي صورت کي د کال په اوږدو کي بايد کافي اندازه  اوبه موجودې وي.

کوچني روزنځايونه بايد د کور په نږدې ساحو کي جوړ شي ځکه چي د کور د استعمال شوو اوبو څخه هم استفاده کولاى شي خو پدې شرط چي ناولې نه وي يعني د صابون کوم تاثيرات پکې موجود نه وي.

د روزنځاى د خړوبولو لپاره د باران او مصنوعي اوبو څخه پرته د ځمکي لاندې اوبه بايد په نظر کي ونيول شي که نوموړې اوبه ژورې واقع شوي وي د لوندوالي  لږوالې(کمښت) پياوړې کيږي او که نږدې وي د لوندوالي کمښت  دومره نه واقع کيږي.

د يادونې وړ ده چې د ځمکې لاندې اوبه د ځمکې مخ ته 1.5 – 2m زياتې نږدې نه وي ځکه نيالگي د خاوري په ډيرو لنديدو سره زيانمنيږي او که چيرته د اوبو سطحه نږدې وي نو بايد د هغې وچول په پام کې ونيول شي.

برعکس په هغو خاورو کې چې د اوبو سطحه يي ټيټه وي بايد په مصنوعي توگه د کومې بلې سر چينې څخه استفاده وشي.

ج:اقليم

کوم ځاى چې د زردالو  د روزنځاى لپاره غوره کيږي بايد په کافي اندازه پراخه او هواروي. ډير نشيب ونلري يعني Slop يي 2 – 3 څخه زيات نه وي .

جړ او نشيب د خاورې تخريب پياوړي کوي چې د خاورې د پستولو او د نيالگيو روزل د ستونزي سره مخامخ کوي .

هغه ساحه چي ډيره ناهمواره وي او د سيلابي اوبو لاندې واقع کيږي هم پدې هکله مناسب نه بريښي. ښه به داوي چې د ټاکلې ساحې طبعي زهبرونه په پام کي ونيول شي. د بلې خوا ډير ټيت ، ډير لوړ او جبه زار ځاى کې هم روزنځاى   مناسب نه گڼل کيږي په دې ډول روزنځايونو کي د لنده بل د زياتوالي له پلوه نيالگي د ډير لوندوالي سره مخامخ کيږي. يخ يي وهي او نتيجه کي يي وده ځنډيږي.

د ځمکې د سطحې لوړوالې د 1m2 په ساحه کي بايد  2cm وي. په کومو ځايونو کي چي د Slop تغيرات زيات وي بايد د ترننگ څخه کار واخيستل شي.

با د په خپل وار سره روزنځاى ته ډير زيان رسوي په ژمي کې واوري بادوي او نبات وچوي ، د هغوي يخ وهنه پياوړى کوي، په اوړي کې خاوره زياته چوي، نيالگي کږوي او هم يي ماتوي.

 

د زردالو د باغ د کرلو سيمي:

زردالو په ټيټو يا هوارو ځمکو لکه ( کندهار او ننگرهار ١٠١٥  متره) او همدا رنگه په لوړو ځمکو لکه  (لوگراو کا بل ١٨٠٠ متره ) ( وردک ، پروان ، غزني، کاپيسا ، هرات ٢٢٠٠ متره)  کي کرل کيږي.

په افغانستان کي د زردالو د کرنې ساحو لوړ والې   د ٤٠٠ څخه تر ٢٠٠٠ مترو پوري دى .

 

زردالو او سړه هوا :

ددي لپاره چې په پسرلي کې د زردالو او زخي په نورمال ډول وده وکړي او وغوړيږي بايد په ژمي کې ورته له ٨٠٠-١٢٠٠ ساعتو پوري سړه هوا (سانتي ګراد له ٧ درجو څخه ټيټه )ورسيږي .

په اوړي کې د زردالو د ميوو د ودي د پخولو لپاره مناسبه او په زړه پوري تودوخه د سانتي ګراد له   ٢٢-٢٧ درجو پوري ټاکل شوي او تر دي سړه او ګرمه هوا دواړه تاوان لري .  

د:ډيزاين

يو ښه ډيزاين شوى روزنځاى د روزنځاى په ادارې يا Management پوري اړه لري

د شروع څخه مخکې غوره خبره داده چې يوه نقشه جوړه شي چې د کوچنې او لويى قوريي لپاره يو شان اصول ولري.

د روزنځاى گرد چاپيره د يوه ديوال جوړول ددې باعث گرځي چې د روزنځاى نيالگي د حيواناتو د ضرر څخه وژغورل شي.

په ځمکه کي سيمي جالې ښخول يا استعمال د هغه نقصان څخه مخنيوي کوي چي د سويانو ، موږکانو ، شکاڼو او ديته ورته ژوو څخه منځته راځي.

د روزنځاى بسترونه د (Seed, Cutting  او وړو بوټو ) لپاره استعماليږي کيداى شي چي په خاوره کي مستقيما تخمونه وکرل شي او يا په گلدانيو کې وکرل شي.

بسترونه ښايي 1m عرض ولري او اوږودوالې يي غير انتخابي يا None Selective  وي.

د بسترونوSize  او شکل داسې بايد جوړشي چې اوبه ورکول او خيشاوه يي په سمه توګه  سرته ورسيږي.

د بسترونو پراخوالې 40 – 60cm پوري   وي.

 ددې لپاره چې بوټو ته ښه لمر ورسيږي نو بايد چې بسترونه  ختيځ او لويديځ لورې ته  جوړ شي پدي شرط چي   ميلان (Slop) يي مونږ ته اجازه راکړي.

د ځمکي يوه برخه چې څو متره مربع ساحه  ولري د تخمونود اچولو لپاره په روزنخاې کې  انتخاب شي .

په روزنخاى کې د وړو بوټو لپاره د سيوري جوړول ډير مهم دي خکه چې سيورې جوړول  د روزنخاى نيالګي د لمر د شديدو وړانګو څخه ژغوري .

د سيورې د جوړښت لپاره د لرګي  د چوکاټ له پاسه واښه،باڼس،باجره،پلاستيک ... اچول کيږي .

د کوچنيو نيالګيو سيوري د ٥٠ سانتي متروپه لوړوالي جوړيږي  او په هغه روزنځايونو کي چې لوى وي د سيوري لوړوالې دومره لوړ وي چه تګ را تګ پکې وشي.سيوري جوړونکي  بايد ٥٠% د لمر وړانګي تيرې کړې  او هم بايد دوې په اساني سره ورڅخه تيرې شي .

 

مهم نيله بوټي او ورايټې

د روټ سټاک ټاکنه او غوړه کول :

1.      زردالو. Apricot

2.      شفتالو ( Peach ):  Lovell ،  Nemaguard ، : Nemared  ډولونه

3.      الوچه  Plum

 

دزردالو ډولونه

Verities of Apricot

وطني ډولونه  Native Varieties◘ :

د زرغونيدو د ارتفاع په تفاوت دزردالو ورايټې ګانې په لاندې ډول دي.

د ټيټويا هوارو ځمکوډولونه :

     چارمغزي ، قيسي ، ساقي، نوري، تراوت او بادامي.

د ټيټو او هوارو تر منځ سيمو ډولونه:

     قيسي ، ساقي ، نوري، تراوت او بادامي.

د لوړو ارتفاع لرونکو سيمو ډولونه :

    اميري او بيدمشکي معرفي شوي.

غير معمول ورايټي د ارتفاع په تفاوت:

 ◄ د ټيټو هوارو ځمکو ډولونه  :

      ټام کات 

◄د ټيټو او هوارو تر منځ سيمو ډولونه :

 (سره مغز لرونکې )Red fleshاو    Old cup    

د لوړو ارتفاع لرونکو سيمو ډولونه : ◄

مور پارک  Moor park اميري  او  Ameri                          .                                                                                                                           

 چې د متحده ايالاتو په سلو کې ٨٠ برخې کرونکې Blenheim همدارنګه

نوعه ده ډير شهرت لري . ددې تر څنګ

Tilton,Wenatchee Moorpark, perfection,Earlicot       له مهموکرونکوانواعو څخه شميرل کيږي.  

د تخم لاسته راوړل او د هغې ساتل

د تخم په شنه کيدو کې يو هم په مناسب وخت کې له ونو او ميوو څخه د تخم راټولول دي.

 تخم بايد چاودلې نه وي او همدارنگه بايد خام راټول نشي.

ځنې تخمونه د ميوې د غوښينې برخې څخه ښه جدا کيږي لکه زردالو او ځينې د ميوې د غوښينې برخې پورې سخت نښتې وي.

د ميوو د تخمونو د راټولولو وخت د ميوو په ډولونو پورې اړه لري. هغه ميوې چې تخمونه يي له پخيدو وروسته د ټوکيدنې وړتيا لري لکه د ستروس خاندان ، لوکا ټ... هغه وخت راټوليږي کوم وخت چې تخمونه يي کرل کيږي ( د ميوي څخه ويستل کيږي )

مگر د پاڼريژو ميوو تخمونه له پخيدو څخه سمدلاسه وروسته راټوليږي.

د چاقو په ذريعه کولاى شو چې ميوه څيري کړو او زړې ترې راوباسو او که چيرې په زړې پورې د ميوې غوښينې برخې   نښتې وي بايد په يو ستل يا طشت کي په اوبو پريمنځل شي.

د پاڼريژو ميوو تخمونه وروسته د ويستلو څخه بايد لمر ته واچول شي تر څو وچ شي او پيا د ټوکر او يا د کاْْغذ په کڅوړو کې خوندي کړاى شي.

د ستروسو تخمونه وروسته د ويستلو څخه وچيدولو ته اړتيا نه لري ځکه دا ډول تخمونه د وچيدو له امله دتيغ وهنې يا  Germination قابليت له لاسه ورکوي.

همدارنگه د پاڼريژو ميوو تخمونه سمدلاسه نه کرل کيږي بايد اول Stratification شي.

ډير شمير بوټي او ميوي شته چي تخمونه د ميوې د پخيدو په وخت کې چوي او تخمونه غورځوي چې هغوي ته Dehiscent Fruit وايي لکه سفيدار ، وله ، Been ، پياز ، کرم او ځيني نور.

ډير شمير ميوې شته چې تخمونه يي د ميوې پورې کلک نښتې وي پدي صورت کې ميوې او تخم دواړه د تخم په نامه ياديږي مثالونه يي لکه غله جات ، رومي بانجان ، توربانجان ، مرچک ، بادرنگ ،مڼه ، د ځمکي توتان ، او توتان...

بايد وويل شي چي ددي ډول بوټو او ميوو تخمونه   د ميخانيکي تخمر  او جاليو کي د پريمينځلو په ذريعه يو له بله جلا کيږي.

 

د بوزغلي لپاره د اړتيا وړ تخمونو د اندازې معلومول

ديوې واحدې ټوټې ځمکې لپاره د تخمونو اندازه په يو شمير عواملو پورې اړه لري.لکه:
•    دميوې ډول
•    د کرلو مسافه
•    په سلو برخوکې د تخمونو ټوکيدنه
•    خالص والې يا سوچه والې
•    په يو کيلو ګرام کې  د تخمونو شمير

د بوزغلي د نيالګيو د تخم اندازه د لاندې فارمول پواسطه معلوميږي.

W= A. S / D. P. G. L
  
L:  په سلو برخو کې د لابراتواري ټوکيدنې اوسط (د عشارئې له مخې).         
W: د تخمونه هغه اندازه چې بايد په يوه واحده ټوټه ځمکه کې وکرل شي.

A:  د کرلو د مسافې پر اساس د هغو تخمونو شمير دې چې په يو متر مربع کې کرل کيږي.
S: دمتر مربع په اساس هغه واحده ټوټه ځمکه چې بايد وکرل شي لکه يو جريب ( ۲۰۰۰) متره مربع کيږي

D:  په يوکيلو ګرام کې په اوسط ډول د تخمونو تعداد.
P: په سلوبرخوکې د تخمونو د خالصوالي يا سوچه والي برخې دي.
G: په سلو برخو کې د هغه تخمونو شمير دې چې له ټوکيدنې وروسته د موسم په اخر کې ژوندي پاتې شويدي.
او دځمکې  د مساحت ۶/۱ برخه د سړک،لارو او ٦/٥ برخه ئې بايد د تخم لپاره  جداشي.

  کله چي روزنځاى ډيزاين کيږي بايد چي د 10 – 15% پورې تخمونه د پلان څخه زيات حساب شي ځکه کيداى شي د بوټو د انتقال په وخت کي يو تعداد نيالگي  خراب شي او يا په ښه کيفيت سره نمو او وده ونه کړي.

د مثال په توګه: د 1000 نيالگيو د توليد لپاره به  څومره تخم ته ضرورت وي؟

حل:-که  د 10 – 15% پورې زيات نيالگي توليد شي نو لرو چې په فرضي توګه د لس فيصده د سلو سره مساوي نيسو .

1000 + 10% = 1000 + 100 = 1100

1000 + 15% = 1000 + 150 = 1150

پداسي حالت کي د تخمونو د تيغ وهنې فيصدي بايد معلومه وي اوس که چيرې د تيغ وهنې فيصدي 80% فرض کړو لرو چې:

10%        1100/80*100 = 1375

15%        1150/80*100 = 1438

د وزن په اساس د لاندې فورمول څخه په استفادې سره د تخمونو ضرورت معلوموو:

مثال: د 400 نيالگيو د توليد لپاره د څومره وزن په اساس تخمونه پکار دي که چيرې په يو کيلو گرام کې 500 تخمونه موجود وې او د تيغ وهنې فيصدي ېې 85% وي؟

حل: فورمول لرو چي

په يو کيلو گرام کې د تخم اندازه = 125*n/p*w+c

n = د ونو تعداد چې مونږ يي غواړو

P = د ټوکيدنې فيصدي

W = په کيلوگرام کې د تخمونو شمير

C = د ا ضافي تخم اندازه

دلازياتو معلومات لپاره لاندې ارقاموته پاملرنه وکړۍ خو زمونږ داصلي موضوع پورې يې يواځې دزردالو ارقام اړه لري.

د ډول ډول ميوو د تخمونو تعداد په اوسط ډول په يو کيلو ګرام کې:

ميوې                                    په يو کيلو ګرام کې د تخمونو تعداد
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
زردالو                                                    ۵۰۰- ۶۰۰

مڼې                                                     ۳۰۰۰- ۳۲۰۰
ناک                                                     ۳۰۰۰- ۳۲۰۰
شفتالو                                               ۲۵۰-    ۳۵۰
 بادام                                                    ۳۵۰-  ۴۰۰
چهار مغز                                                    ۱۵۰

که چيرې څوک نه غواړي چې په وزن د ميوو د تخونو مقدار معلوم کړي اوياله پورتني فارمول څخه ګټه اخستلې نشي  نو کولاى شي چې د شمير پر اساس د پورتني جدول  له مخې د خپل ضرورت وړ تخمونه معلوم کړي او بيا هغه په بوزغلي کې وکري .

لومړي د خوښې وړ مسافه او بيا دهغې له مخې په متر مربع کې  د تخمونو شمير معلوم کړي او بيا دټولې کرونکې ساحې لپاره د تخمونو شمير معلوم کړي.
   د تخمونو دکرلو ژوروالې د تخمونو په غټوالي او کوچينوالي  پورې اړه لري . که چيرې تخمونه په مناسب  ژوروالي  ونه کرل شي  ښائې  هلته په خاوره کې ئې اوبه تبخير شي او ونه ټوکيږي.
   که چيرې تخمونه ډير سر سري يا په لږ ژور والي وکرل شي ښائي هلته په خاوره کې ئې اوبه تبخير کړې وي  او خاوره پوره لنده بل ونه لري چې په دې توګه بيا تخمونه ټوکيدلې نه شي. که چيرې تخمونه ډير ژور وکرل شي نو ښائې چې بيا هم ونشي ټوکيدلي . ځکه ښائې دهغوې ذخيروي غذائي مواد خلاص شي او دځمکې سرته راو نه ختلي شي.
     د کلک زړو ميوو 
Stone fruit   لکه زردالو،شفتالو، الوتخمونه په نرمو او پستو خاوروکې له ۵ څخه تر ۸ سانتي مترو په ژوروالي کې کرل کيږي . په بوزغلي کې بايد د ميوو تخمونه دپولې په دواړو غاړو وکرل شي ځکه چې لاندې فايدې لري.
   1.  د
Budding   او Grafting   لپاره به اسانه وي.
   2.   د خشاوې (للون) لپاره به اسانه وي.
د دوو قطارونو تر منځ فاصله بايد ۷۵ سانتي متره او دتخمونو ترمنځ فاصله
بايد ۱٠ سانتي متره پريښودل شي.

Seed Stratification

Stratification: - د هغې عمليې څخه عبارت ده چې د تخمونو د استراحت د مودې د مينځه وړلو او ودې ته د هڅولو لپاره ضروري دي چې هغوې د اوږدې مودې لپاره د ټيټو مثبتو درجو او لوند چاپيريال سره چې کافي هوا ولري په ساړه او لوند ځاى کې واچول شي .چې  مقصد ترې  داوي چې تخمونه ژر او يو شانته وټوکيږي.

د تودوخې لوړه درجه د بې وخته ټوکيدو سبب گرځي او د تودوخې ټيټه درجه د ساتني وخت اوږدوي او د بي وخته ټوکيدو مخه نيسي.

تقريبا هر هغه مواد چي لنده بل او هوا ساتي او د زهرناکو موادو څخه خالي وي د تخمونو د وچولو په مقصد مناسب بريښي مطلوب او مروج مواد عبارت دي له:(پاکې شگې) ، Peatmas ، Sphagnum mas ، Jermiculit ،او د اريد بورو څخه چې د حجم له مخې درې برخې مواد او يوه برخه تخم گډ  وي يا به تخمونه د حجم له مخې په لنده بل ساتونکي موادو کې اچوي چې يوه طبقه لنده بل ساتونکي مواد او بله طبقه تخم چې د هرې طبقې پنډوالې 1 – 7.5 cm پورې وې نوموړي تخمونه به د ځمکې په 30 cm ژوروالي کې چې سوړ او لوند وي ساتل کيږي.

خو په يخو منطقو کې په مستقيم ډول Direct Sowing تخمونه هم کرل کيږي چې د قوس (ليندې) په مياشت کې کرل کيږي په دې توگه د لندې سړي هوا اړتيا پوره کيږي.

د زردالو زړي لکه د نورو سخت زړو ميوو د تخمونو په شان لندې سړې هوا ته ضرورت لري چې زړي بايد د دوه يا درې مياشتو لپاره د سانتي گراد په يوه درجه کې په سړه هوا او لندو شگو کې وساتل شي.

الف :د تخمونو د ټوکيدو په عمل کي چټکتيا پيدا کول:

A. د تخمونو سره د ځينو موادو مږل يا چغزي کول:

     په دې طريقې سره کولاى شو ځينې تخمونه چې کلک او پنډ پوستکې ولري چغزي يا 

   يي  ومږو  چې په دې شکلونو سره عملي کيدلاى شي.

1. Nicking off د تخم د پوستکي يوه کوچنې برخه د چاقو په ذريعه سورى کوو

2. د ستنې په ذريعه د پوستکي پنچرول

3. د تخم مږل د ريگمال يا بل کوم ځيگ شي په ذريعه

    په دې طريقې سره بايد احتياط وشي چې د ز?