دشفتالو د ونو شاخه بري Pruning of Peach trees

 تاریخچه:

په اول او دوهم قرن کي د چين د شپږمي سلسلي په دوران کي د ونو لنډول او شاخه بري په پراخه توګه تر سره کيده . دغه طريقه د زينتي بوټو Ornamental Plant   لپاره طرخه شوي وه د يو لسم نه تر ديارلسم قرن نه را په ديخوا هم د تانګ دسلسلي په دوران کي د شکل ورکولو يا Panjing   اوج ته ورسيده . او د کرل شو ونو د ډولونو په ميځ کي د زردالو او مڼو وني شاملي وي . د ميوه دارو ونو د شکل ورکولو شروع په څوارلسم او پينځلسم قرن کي شوي دي . په شلم قرن کي  loretteد فرانسي په Wagnonville  کي د اوړي شاخه بري سيستم يعني  Summer Pruning د مڼوپه ونو د هغي د ګل د زخمي يعنيFlower bud د سريع نمو لپاره تر سره کړه ددغه عملي کار تر سره کول د اوړي د زخي اخستلو په شان وه چي د 19 قرن په نيمايي کي  چي په مجموعي توګه ګلاب او الو په ونو کي تر سره کيده او له هغه څخه را پديخوا نوموړي تګ لاري عملي پراختيا ومنده . تقريبا د 1915 کال نه را پديخوا د ونو فزيالوژيکي عکس العمل د شاخه بري په نسبت د پاملرني وړ وګرځيده او دغه لاسته راوړني په 1986  کال کي د Mika  په واسطه شوي دي .

 

د شفتالو د ونو شاخه بري    

د شاخه بري مقصدونه    Purpose Of  Pruning

دشفتالو ځواني او کوچني وني بايد شاخه بري شي تر څو چي د هغوي وني چوکات توليد او د راتلونکي وخت لپاره د ښه جنسيت او کيفيت لوړ خاصل ورکونکي وني  ور-څخه جوړ شي چي بيا د اوږدي مودي لپاره ميوي ونيسي ميوه نيونکي وني بايد هر کال شاخه بري شي . 

 

د شفتالو ونو د شاخه بري اساسات

Rules for Peach tree pruning

1 – د ونو عمومي وده کموي او ميوه نيولو کي ځنډراولي.

2 – دشاخه بري حاصل کموي.

3 - شاخه بري زړي وني تاندوي.                                      

4 – شاخه بري شفتالونيول زياتوي.

5- په ونو کي د شاخه بري تاثير ځاي په ځاي وي.

6 – د منډانو او تنو تر منځ زاوي د هغوي په ژوندانه کي خورا زيات رول لري.

که چيري د شفتالو وني په مني کي شاخه بري شي نو ډير امکان شته چي نوموړي وني د ژمي د سړي هوا په واسطه ضرر ومومي .  نو له دي کبله بايد د شفتالو وني د ژمي په اخر او د پسرلي په سر کي شاخه بري شي .

 

دشاخه بري اصول

1 – ټولي ميوه لرونکي وني دي د کرلو په وخت کي پري شي چي د ريښو او څانګو تر منځ يو مناسب نسبت پيدا شي. نوموړي نيالګي دي په داسي لوړوالي سره پري شي چي د نيالګي څخه لانديني زرغون شوي څانګي بايد د ځمکي د سطحي سره 12 انچه فاصله ولري

2 – د کرلو په لومړيو کلنو کي نيالګي بايد وروزل شي چي په راتلونکي کي د قوي او دوني شاخه بري مخه نيول شوي وي  .

3 – ځواني وني بايد په سطحي ډول شاخه بري شي .

4 – پخه وني دي درنه او قوي شاخه بري شي په ځانګړ ي ډول هغه وني چي کمزوري وده او نمو کوي

5 –د وني پورتني برخه دي ډيره شاخه بري شي نسبت لانديني برخي ته

6 – د شاخه بري مناسب وخت د پسرلي سر دي يعني ټولي وني دي د پسرلي په سر کي شاخه بري شي ځکه چي د مني او يا د ژمي د سر شاخه بري ډير مشکلات منځته راوړي . لکه د يخ  وهنه او يا او يا د يخ په وسيله د ټپونو زيانمن کيدل

7 – د دوبي شاخه بري نسبت ژمي ته د وني لوړوالي په ډيره پيمانه ټيټوي که چيري غواړي چي د يوي وني قد مو ټيټ وي نو په دوبي کي شاهع بري کولاي شي چي ستاسي غوښتني ته مثبت ځواب وايي

8 – د ځوانو ونو د لوړوالي د مخنوي لپاره د نايتروجن استعمال په دفيق ډول تنظيم کړي ځکه چي د ډير نايتروجن استعمال د وني وده زياتوي او د زياتي شاخه بري کولو لامل ګرځي

9 – ټولي نوي نودي چي د وني د کمزوري کيدو لامل ګرځي بايد پري شي په ځانګړي ډول د ښاخ د پري کړل شوي ساحي سره چي نږدي وي

10 – که چيري غواړي چي غټ ښاخ پري کړي نو لومړي د ښاخ څخه ځيني څانګي پري کړل شي چي نوموړي ښاخ سپک شي بيايي د لاندي خوانه تر يوي اندازي پوري پري کړي چي د وني څخه د پوستکي ويستلو مخنيوي وکړي د پري کولو څخه وروسته په ونه  او يا پري شوي ساحه کي بايد کونده يا سټه پاتي نشي

11 – د شاخه بري په وخت کي په ټپو باندي د دوا استعمال په کوچنيو څانګو کومه ګټه نه لري خو که چيري د ښاخ پنډوالي د 2 انچه څخه زيات وي نو بيا د دوا استعمال ګټور وي د شاخه بري د ټپونو د پوښلو له پاره دي Asphalt-Emulsion او Polyvinyl acetate مرکبات چي په بازار کي پيداکيږي د استعمال وړدي خو که چيري عام تيل لرونکي رنګونه استعمال شي نو پدي صورت کي ښاخ او ټپ له پاره زهرجن ګرځيدلي شي 

د شاخه بري ګټي

 1 – د شاخو پاڼو ، او ريښو د شمير تر منځ بايد تعادل رامنځته شي او هم د غذايي موادو تنظيم د نبات په مختلفو برخو کي چي دغه تنظيم او تعادل د شاخه بري په واسطه تنظيم کيداي شي

 

2 – د ميوي توليد يا عالي جنسيت                       

د شاخه بري په اثر يو شمير پڼدکونه او د ميوي ښاخونه او د هغه غذايي موادو اندازه چي په ونه کي زخيره کيږي په کافي اندازه پاتي ميو ته رسيږي او د ميو اندازه غټيږي او که دغه شاخه بري د ستراحت په وخت کي صورت ونيسي ډيره بهتره او مفيده به وي د هغي ميوه داري وني په مقايسه چي د غټوالي په منظور يکه کاري کيږي ځکه چي يوه اندازه جوړ شوي غذايي مواد د ونو د ستراحت د وخت پوري د غذايي موادو د ضايع  کيدو مخنوي کوي

3- په ښه رنګ سره د ميوي توليد  

منظمه شاخه بري د ميوي د رنګ سبب ګرځي چي د ميوي رنګ د مارکيټ د يو ښه خصوصاتو له جملي څخه دي

 

4 – د وني ځوانول

د شاخه بري په اثر موسن او زاړه شاخونه په تدريجي ډول قطع کيږي او نوي شاخونه په نمو او حاصل باندي راځي البته چي ميوه د ښه رنګ لرونکي دي

5 – د امراضو او افاتو کنترول

شاخه بري د امراضو او افاتو په کنترول کي کومک کوي له يو طرفه نه د وني مرکزي برخه خلاصيږي په اساني سره دوا پاشي کيږي او دوا د وني ټولي برخي ته رسيږي او له بلي خوا د لمر شعاع د ټولي وني مرکزي برخي ته رسيږي او شاخونو تر منځ د رطوبت مانع ګرځي

6 – د سالبري څخه کنترول

که د ميوي سالبري د وني جنټکي خاصيت نه وي کولاي شو په منظمي شاخه بري سره د سالبري څخه مخنوي وکړو

 

7 – وني ته شکل ورکول

د شاخه بري په اساس وني ته يو منظم شکل ورکول کيږي او د کنترول لاندي راځي دوا پاشي په وخت دوا نه ضايع کيږي 

8 – د ميو د زياتوالي په اساس د شاخونو د ماتيدو څخه مخنيوي

 

د شاخه بري سيستمونه       

شاخه بري په دري سيتمونو صورت نيسي چي انتخاب يي باغدار پوري اړه لري

A – منځ خالي سيستم Open center system

B – مرکزي سيستم Central leader system

C – مرکزي ليدر اصلاح شوي سيستم Modified leader system

A- Open center system

په دغه سيستم کي د وني مرکزي برخه خلاصه ساتل کيږي تر څو ټول شاخونه د خپلي نمو په خاطر د لمر شعاع نه استفاده وکړي او عموماََ د زردالو ، شفتالو ، ګيلاس ،شفتالواو ناک وني پدي سيستم شاخه بري کيږي او همدارنګه د مڼو او پستو ونو ته پدي سيستم شکل ورکول کيږي          

 

B - Central leader system

په دغه نوعه شاخه بري کي يو ښاخ د ليدر Leader   په صورت انتخابيږي هغه شاخونه چي د هغه په جانبي برخو کي واقع وي د 15-20cm لنډ شاخه بري او د leader  په مخ کي يو مناسبه فاصله کي پريښودل کيږي . د تير کال پورتني برخه د نمو له منځه وړل کيږي او فرعي شاخونه چي د عمده شاخونو له پاسه قرار لري له منځه وړل کيږي ددي په خاطر چي ونه مخروطي شکل غوره کړي هره طبقه نظر لاندي طبقي ته لنډشکل ورکول کيږي

 

Modified Leader system-C

ددي سيستم لپاره لاندي ټکي په نظر کي نيول شوي دي

1 – يوازي يوه مرکزي تنه په نيالگي بايد پريښودل شي

2 – د تنګو زاويو ټولي څانګي يا هغه چي د 60 درجو څخه کمه زاويه ولري لمنځه يوړل شي

3 – يو د بل د پاسه واقع شوي ځانکي دي ټولي بايد لري شي

4 – د مرکزي ښاخ په تنه دي په مناسبو فاصلو سره ځانګي پريښودل شي


د شاخه بري عمليه او د ضرورت وړ سامان الات

1 – شاخه بري بايد په تيره سامان الاتو نر سره شي لکه وړه قيچي ،غټه قيچي ،کوچني اره ،غټه اره ،د باغ زينه ،روغني رنګ او برس ،د کار په جريان کي ډيري اسانتاوي راولي مثال:

الف : په کم وخت کي زيات کار صورت نيسي

ب : په کاري کي زيات سهولت منځ ته راوړي اوانرژي کمه مصرف کيږي

ج : زياتي حجري نه تخربيږي

د : د شاخچو قطع کول په يو مايل شکل سره قطع شي چي د اوبو د راټوليدو مخنوي وشي او هم د امراضو او حشراتو مخنوي وشي

2 – شاخه بري د پوستکي سره هم سطحه صورت ونيسي تر څو قطع شوي برخه زر ترميم شي او د بل طرف نه Stub باقي پاتي نشي

3 – د شاخه بري په موقع کي شاخونه لاندي طرف ته زيات کش نشي تر څو د شاخونو د ماتيدو او د وني د پوستکي د جدا کيدو باعث نشي

4 – قطع شوي نقطه بايد د موم او يا د روغني رنګ له واسطه وپوښول شي

5 – ددي لپاره چي د شاخ د مقاومت څخه مخنوي وشي لازم دي چي په يو لاس د شاخه بري اله او په بل لاس شاه کلک ونيول شي او په کلاره لاندي خواته فشار ورکړي چ

6 – دغټو ښاخونو د قطع کولو په وخت کي ددي لپاره چي ښاخ څيري نه شي غټ ښاخ له دوه يا دري نقطو څخه قطع شي تر څو چي ښاخ څيري نشي

7 – په هغه منطقو کي چي د باد په واسطه د ښاخ د ماتيدو خطر وي بهتره ده چي په اول کال کي اصلي ښاخونه د باد په سمت انتخاب شي او په هغه منطقو کي چي د لمر وهني خطره موجوده وي نو پدي صورت کي د لمر وهني څخه مخنوي ضروري دي تر څو اولي ښاخ دلمر په سمت انتخاب شي

هغه څه چي پورته وويل شول عمومي شکل لري او ضروري دي چي تر څو هر نبات په بيل ډول تر څيړني لاندي ونيول شي

 

د ميوي په تشکيل باندي د شاخه بري اثر :

د نور شدت او د وني قدرت د هغه  مهمو عواملو څخه دي چي د شاخه بري په وخت کي په نظر کي نيول کيږي ځکه چي دغه دوه فکتورونه د ميوي په ورکړه کي مستقمااثر لري

د Jackson د زياتو نظرياتو له کبله چي د ژمي شاخه بري د هغه ګلانو غوټي چي ميوه تشکيلوي فيصدي زياتيږي چند لر په 1919 کال کي وښودله چي شاخه بري شوي وني د ښه ميوي تشکيل په ونه کي د نايتروجن او اوبو د زياتوالي د وجي دي

 

د ميوي په کيفيت باندې د شاخه بري اغیزې  :

د ميوي کيفيت د څو عمده عواملو په واسطه مشخص کيږي

1- اندازه

2 – رنګ

3- د ميوي د کيفيت ساتنه چي مستقيما دکلسيم په اندازه پوري اړه لري چي دغه نوموړي عوامل د ميوو د کيفيت په مشخص کيدو کي حسابيږي چي دا په شاخه تبري پوري ارتباط لري ميکا په 1987 کال د ژمي شاخه بري د ميو اندازه باندي د تحقيق او غور لاندي ونيوله او دي نتيجي ته ورسيده چي ژمي شاخه بري د ميوو اندازه په کي کموي ليکن په مقابل د هغي کيفيت ښه کوي د ژمي شاخه بري اکثره وخت د ميوي په کيقيت او رنګ باندي مثبت تاثير لري او بعضي مطالعاتو په اساس د ژمي شاخه بري د ميوي د ښه والي سبب ګرځي . د لومړي شاخه بري په اکثره مواردو کي د ميوي داخل ته د نور نفوذ زياتوي او په نتيجه کي د ميوي په رنګ موثره وي لينز 1980 کال کي داسي وويل چه يوازي نور نشي کولي د ميوي د رنګ د ښه والي باعث وګرځي بايد نور عوامل هم اماده شي . د کلسيم مقدار راسا د ميوي په کيفيت باندي اغيزه کويپرستول 1974 کال کي وښودله چي د لوړي شاخه بري د هغه څوکنيو شاخونه چي د رشد په حال کي دي اودکلسيم د مصرف مهم ځايونه دي لمنځه وړي او په نتيجه کي د ميوي داخل ته د کلسيم انتقال زياتوي او د هغه همکارنو په 1979 کال کي دغه نتايج تايد کړل او په وروسته کلنو کي بهتره کيږي

په دريم او ځلورم کال کي په نظر نيولو سره د وني توازن  او جانبي نمو د وني پورته خواته ادامه پيداکوي

 

د وني عمر د شاخه بري په تناسب :

شاخه بري اصلا په دوه شکله صورت نيسي

الف – سپکه شاخه بري   Light Pruning

ب – ثقيله شاخه بري Heavy pruning

1 – سپکه شاخه بري Light pruning

سپکه شاخه بري د وني د نمو په وخت د استراحت په وخت کي او يا هر وخت کي صورت نيسي

چي په دغه نوعه شاخه بري کي هغه شاخونه قطع کيږي چي مرض باندي اخته وي عمودي وي او يا که د ريښو نه نمو کړي وي چي د Sucker  په نوم ياديږي له منځه وړل کيږي

 

2 – ثقيله شاخه بري   Heavy pruning

ثقيله شاخه بري د استراحت په اوله دوره کي د پاڼو د رژيدو نه بعد او عموما په ژمي او يا د پسرلي په اوايلو کي عملي کيږي او دغه شاخه بري د ميوي داري وني د نوعي او د وني د عمودي پور ي فرق کوي او دغه نوعه شاخه بري د 20 -70%  پوري په ټولو ميوه لرونکو ونو باندي اجرا کيږي

 

د وني د نموي خواصو په نظر کې نيولو سره شاخه بري

د شاخه بري په عمليه کي د وني نموي خاصيت او د ميوه دارو شاخونو نوعه د هر جنس ډير مهم دي

د مثال په توګه د ناکو او الو په ونو کي نموي ميلان پورته خواته وي او عمودي شاخونه توليدوي شاخه بري بايد پدي شکل صورت ونيسي .  تر څو د وني نمو اطراف او جانب ته ميلان پيداکړي

بعضي نوري لکه اکثره شفتالو نوعي جانبي نمو لري د شاخه بري په وخت کي هغه شاخونه چي همواره زاويه لري قطع شي تر څو ونه پورته خواته نمو وکړي

 

د ميوي د توليد د پو هيدلو په اساس شاخه بري

ددي لپاره چي مونږ درسته شاخه بري کړي وي بايد د هري ورايټي په خاصيت او پو هيږو . ځکه چي د ميوه جاتو توليد مختلف خاصيتونه لري او د وني په نوعه فرق کوي

د مثال په توګه د شفتالو ،زردالو ،ګيلاس ،شفتالو ،الوچه ، انځر ،او بهي وني اکثر زخي خپلي ميوي د ښاخ د پاسه په جانبي شکل ميځ په راوړي او د مڼو ،ناک او انارو وني اکثره زخي خپله ميوه د ترمينلي Terminally  په شکل د ښاخ په اخره برخه کي توليدږي . د ميوو پنډوکونه د هغه اوږدو يو کلنو ښاخونو له پاسه نوليديږي لکه شفتالو ، بهي ،زيتون  او بعضي وني لکه زردالو ،ګيلاس ،مڼه ،ناک ،چارمغز يو تعداد ونو د نيو زخي لکه مڼه ،ناک د اږدو يو کلنوشاخونو په اخر کي توليديږي

 

کوم شاخونه د شاخه بري په وخت کي قطع کيږي؟

1 – هغه شاخونه چي د 45 درجو څخه کمه زاويه ولري قطع شي

2 – هغه شاخونه چي د لويو زاويو لرونکي او د ماتيدو امکانات يي وي او هغه شاخونه چي د وني نمو اطراف او جانب ته ښکلي وي قطع شي

3 – هغه شاخونه چي يود بل له پاسه قرار ولري

4 – هغه شاخونه چي لاندي يا عمودي نمو کړي وي

5 – هغه شاخونه چي په مرض اخته وي

6 – هغه شاخونه چي يو د بل سره موازي وي او په اينده کي يو د بل مزاحمت ونکړي

7 – مات شاخونه بايد قطع شي

8 – هغه وچ شاخونه بايدقطع شي چي د وني مرکزي برخي ته د لمر شعاع د مانع کيدو سبب کيږي

9 – Sucker يا هغه شاخونه چي د ريښو څخه نمو کړي وي قطع شي

 

دشفتالودونوشاخبري :

دشفتالوشاخبري دشفتالوپه باغ کي څلورمهمي وظيفي سرته رسوي :

لومړي دځوانوونودروزني په واسطه دونوقوت چوکاټ تشکيږي .

دوهم .دشفتالوونوته داسي شکل ورکول کيدلي شي چي بياپه باغ کي دهرډول زراعتي عملياتولپاره اسانتياوي برابريږي .دريم .شاخبري په واسطه په هري ميوه نيوونکي ونه کي هرکال په مناسبه اندازه بدني وده توليديږي .څلورم .دشاخبري په وسيله يوه مناسبه اندازه ميوه ړنګۍ کيږي .

 

د شاخه بري شدت

سپکه او درنده شاخه بري د نوعي د رشد د شراطو ، عمر ، توانايي ،او د نهال د کرلو په شرايطو پوري اړه لري عموما د بالغو ونو.

د بالغو ونوشاخه بري عموما عبارت ده د ښاخونو ځانته کول د وني په داخل کي د نور د تامينولو په منظور او د ليدر د کنترول او قطع کولو څخه او يا مرکزي محور دي په حاصه توګه په هغه وحت کي چي نوه تقويت ته ضرورت ولري . او د ځوانو او حاصل ورکونکو شاخونو په خوا کي ځاي نيولي وي لدي څخه پرته هغه اضافي شاخونه چي دوني په نا مناسبه ځايونو کي ټوکيدلي وي بايد حزف او يا رنګړي کيږي

پاتي بي ميوي شاخونه کولاي شو ډير ژر د کمان غوندي قات کولو سره په ميوه لرونکو شاخونو باندي بدل کړو

 

د شفتالوو د شاخه بري وخت      

بهترين فصل د شاخه بري ژمي د ي. يعني هغه وخت دي چي دوني پاڼي رژيدل وي او د ژمني استراحت په حال کي وي

يو ټکي بل د پاملرني وړ دي چي داسي ونه شي چي شديده شاخه بري په يو کال تر سره شي او په بل کال کي شاخه بري صورت ونه نيسي بهترينه لاره د شاخه بري هغه ده چي هر کال په صحي خفيف او منظم ډول شاخه بري تر سره شي

 

دشفتالودځوانوونوشاخبري :

دشفتال وني دنوروټولوپاڼريژوميووپه پرتله ډيري شاخبري ته اړتيالري اودشاخبري په مقابل کي مثبت عکس العمل ښکاره کوي .

دشفتالووني د (Modified Central Leader Open Center) سيستمونوپه واسطه شاخبري کيږي .دشفتالوپيوندشوي نيالګي دکښينيولوپه وخت کي بايدد٦٠ سانتي متروپه لوړوالي سره لنډشي .په لمړي ژمي کي دري ياڅلورقوي نودي چي پراخه زاويه اوله يوبل څخه د٢٠ سانتي متروپه اندازه په تنوباندي ديوي بلي په مقابل کي لري پرتي وي انتخاب شي اواضافه نودي له بيخه غوڅي شي مرکزي لوبه څانګه بايدله څنګونوله انتخاب شووڅانګوڅخه يواندازه څوکي څوکي څخه لوړه غوڅه شي دونودراتلونکي وخت دمنډانواوچوکاټ لپاره انتخاب شوي څانګي اويانودي بايدڅوکوڅخه د٥٠ يا ٦٠ سانتي متروپه اندازه لنډي شي دشفتالوونودتنودځمکي ﻻندي برخوباندي توليدشوي نودي يعني  (Suckers) اودځمکي له پاسه برخوباندي توليدشوي نودي (Water Sprouts) بايدهيڅ وخت پرينښودل شي اوبايدهروخت له منځه يووړل شي په دوهم يادريم کال کي هم بايددشفتالووني دلمړي کال  په شان شاخبري شي .

 

دشفتالودميوي نيونکوونوشاخبري :

دشاخبري په واسطه دشفتالوميوه نيونکي نودي اوڅانګي دونوپه ټولوشااوخواباندي په مساوي توګه تقسيم شي ترڅوچي غوټي اودښه رنګ اوجنسيت ميوي توليدشي دشفتالووني له ٥ کلني څخه تر١٠ کلني پوري دشاخبري زياتره برخه دځيني کوچنيونودوړنګي کولواودلوړوڅانګودلنډولولپاره کيږي ،له ١٠ کلني څخه وروسته باندي کوښښ وشي چي هرکال يوزيات شميرنودي اوڅانګي له څوکوڅخه پريکړل شي ترڅوچي په کافي اندازه ميوه نيونکي بدني وره توليد شي بايدکوښښ وشي چي وني ډيري لوڅي نشي ځکه چي تني اوغټ منډان دلمرپه واسطه سوځي .


نتيجه گيري    

*   څرنګه چي د 1915 کال را پدي خوا د ونو فزيالوژيکي عکس العمل د شاخه بري په نسبت پاملرني وړ وګرځيده او دغه لاسته راوړني په1986  کال کي د Mika په واسطه خلاصه شوي دي

*   د شاخه بري عمده مقصد د وني چوکات توليد او د راتلونکي وخت لپاره د ښه جنسيت او کيفيت لوړ حاصل ورکونکي وني ورڅخه جوړي شي

*   که چيري د شفتالو وني په اوړي کي شاخه بري شي نو ډير امکان شته چي نوموړي وني د ژمي د سړ ي هوا په واسطه ضرر ومومي نو له دي کبله بايد د شفتالو وني د ژمي په اخر او د پسرلي په سر کي شاخه بري شي

*   ټولي ميوه لرونکي وني دي د کرلو په وخت کي پريکړي شي . د کرلو په لومړيو کلنو کي نيالګي بايد وروزل شي . ځواني وني بايد په سطحي ډول شاخه بري شي پخه ونه درنه او قوي شاخه بري شي . د وني پورتني برخه دي ډيره شاخه بري شي د شاخه بري مناسب وخت د پسرلي سر دي . د دوبي شاخه بري نسبت ژمي ته د وني لوړوالي ټيټوي

*   د شاخونو ، پاڼو او ريښو د شمير تر منځ بايد تعادل رامنځته شي ، منظمه شاخه بري د ميوي د رنګ سبب ګرځي ، د شاخه بري په اثر موسنه او زاړه شاخونه په تدريجي ډول قطع کيږي ، شاخه بري د امراضو او افاتو په کنترول کي کومک کوي همدارنګه د سالبري خخه کنترول ، د شاخه بري په اساس وني ته يو منظم شکل ورکول کيږي ، د ميو د زياتوالي په اساس د شاخو د ماتيدو څخه مخنوي

*   شاخه بري په دري سيستم صورت نيسي ، مينځ خالي سيستم ، مرکزي سيستم ، او مرکزي ليدر اصلاح شوي سيستم شاخه بري بايد په تيره سامان الاتو تر سره شي،شاخه بري  د پوستکي سره هم سطحه صورت ونيسي د شاخه بري په وخت کي شاخونه لاندي طرف ډير کش نشي

قطع شوي نقطه د موم او يا د روغني رنګ په واسطه وپوښول شي ، غټ ښاخ د دوه يا دري نقطو څخه قطع شي

*   د وني قدرت او د نور شدت دا دوه فکتورونه د ميوي په ورکړه باندي مستقما اثر لري

*   د ميوي کيفيت د څو عمده عواملو په واسطه مشخص کيږي ،اندازه ، رنګ ، د ميوي د کيفيت ساتنه

*   شاخه بري اصلا په دوه ډوله صورت نيسي سپکه شاخه بري ، او درنه شاخه بري

*   شاخه بري عمليه د وني نموي خاصيت اود ميوه دارو شاخونو نوعه د هر جنس ډير مهم دي

*   ددي لپاره چي مونږ درسته شاخه بري کړي وي بايدد هري ورايټي په خاصيت وپوهيږو

*   هغه شاخونه چي د 45 درجو څخه کمه زاويه ولري قطع شي ، هغه شاخونه چي د لويو زاويو لرونکي او ماتيدو امکان يي وي بايد قطع شي ، هغه شاخونه چي يو د بل له پاسه قرار ولري ،هغه شاخونه چي لاندي يا عمودي نمو کړي وي اومرضي شاخونه بايد قطع شي ، همدارنګه مات شاخونه اوSucker بايد قطع شي

*   د شفتالو وني چوکات بندي يو جامي شکل دي ، اصلي هدف د وني داخلي اندام ته د لمر رسيدل دي تر څو د هغوي په حاصل ورکولو کي يو لازمه هماهنګي رامنځته شي

*   سپکه او درنده شاخه بري د نوعي د رشد د شرايطو ،عمر ، توانايي او د نهال د کرلو په شرايطو پوري اړه لري عموما د بالغو ونو

*   د شفتالو د شاخه بري بهترين وخت ژمي دي چي د وني پاڼي رژيدلي وي او د ژمي استراحت په حال کي وي

*   کله چي يو باغ زيات وخت نه وي شاخه بري شوي د سر قطع کول يعني د وني اصلي تني قطع کول د ځمکي څخه 150cm په ارتفاع هغه طريقه ده چي مونږ کولي شو د وني  د بازسازي او احيا لپاره تر سره کړو .

سپارښتني                   

1 – لکه څرنګه چي د شفتالو روزنه د هيواد په مختلفو برخو کي ښه توافق کړي نو په کار ده چي باغداران د افغانستان د شفتالو د مشهورو او ښه نوعي څخه استفاده وکړي

2 – لکه څرنګه چي شفتالود هيواد اقتصادي پرمختيا کي مهم رول لوبوي نو په کار ده چي د شفتالو روزنه او شاخه بري په نوي او عصري تکنالوژي سره سرته ورسيږي تر ځو خلک ورڅخه عظمي استفاده وکړي

3 – په اخر کي د کرهني وزارت ته دا پشنهاد کوم چي دوي باغدارانو ته د شفتالو د روزلو او شاخه بري نوي عصري تکنالوژي برابره کړي تر څو باغداران د هغي څخه په عطمي توګه استفاده وکړي او د ښه جنسيت شفتالوتر لاسه کړي

 

ماخذونه

1 – ثمين (عبدالقهار) کورس مامورين ترويج افغان ايډسال 1378 هجري شمسي صفحه 65         

2 – سالک (نقيب الله) کورديناتور باغداري HLP شاخه بري درختان شفتالو، زردالو و انار     

وزارت زراعت و ابياري سال 2007 م صفحه 1-13

3 – راحل (زيارت گل) پانريژي ميوي ننګرهار پوهنتون د باغداري څانګه کال 1386 هجري شمسي صفحه 9-20-21

 

http://shenban.bloguna.tolafghan.com   لومړی مخ