دشفتالودوني روزنه

لیکوال :رفـــــيــع الله ((جنبش))

سـريـزه

داچي افغانستان يو کرنيز او زراعتي هيواددي چي دخپل موقيعيت او ښه اقليمي شرايطو په درلودلوسره دنباتاتو دزړه پوري ودي اوتوليد لپاره دلوړواوژورو سطحو په شتوالي دمختلفو اقليمونودرلودونکي دي چي په همدي اساس دزياتوسبزيجاتو او ميوه جاتواصلې ټاټوبي ښودل شويدي هغه ميوه جات چي دخپلي ودي اوتوليدلپاره سړي هواته ضرورت لري دهيواد زياتې سيمي ديخ اووچ اقليم لرونکي دي اوهغه ميوه جات چي ګرم وده ايزموسم ته اړتيا لري دهيواد ځنې سيمي دنوموړي اقليم لرونکي دي چي دداډول غوره شرايطوپه لرلوسره په بيلابيلو ولاياتو کي بيلابيلې ميوي روزل کيږي همداعلت دي چي دهيوادپنځه اتيا فيصده وګړي دزراعت په شغل مصروف دي نو لدي څخه معلوميږي چي دهيواد اقتصادفوق العاده دزراعت په مسلک پوري اړه لري اوميوه جات دهيواددزراعتي توليداتويوه ستره برخه تشکيلوي چي هرکال مختليفي ميوي په زيات مقدارسره بهرنيو  او ګاونډيوهيوادوته صادريږي چي په مقابل کي يوڅه اندزه اسعارلاسته راځي او دهيواددخلکوداقتصاددپياوړتياسبب کيږي خومتاسفانه زمونږ هيواد ددوه نيمو لسيزوجنګونو اوناقراريوله امله دزراعت سکتورخورازيانمن شوي دي چي دزراعتې توليداتواومحصولاتو کچه يي مخ ښکته راغلي ده نودميوودروزلو په هکله دعلمي معلوماتوپه وړاندي کولوسره کيداي شي چي دباغ لرونکو اوميوه روزونکوکلنې حاصلات دکميت اوکيفيت له نظره څوځلي زيات اوپه زراعتي محصولاتوکي به دليدلو وړ زياتوالي رامنځته شي

 

دشفتالوتاريخچه

شفتالودسخت زړوميووStone  اویا Drupe  میوو له ډلې خخه شمیرل کیږی. کرونکی او میوه

نیونکی شفتالو د Rosaceae  په نباتی کورنۍ ، د Prunus په جنس او د Persica  په نوعې پورې اړه لری .برسیره په دی نوعې شفتالو دوه نورې نوعې یعنی Prunus daoidiana  او Prunus mira هم لری چې وروستۍ نوعې يې يوازې دنيله بوټي په ډول استعماليږي

دشفتالولومړى کورچين دى اوله چين څخه دنړۍ نورو هيوادونوته وړل شوي دي له چينايي ليکنوڅخه داسې څرګنديږي چې له ميلادڅخه ٢٠٠٠کاله پخواپه چين کې شفتالوموجودوه اوله ميلادڅخه ٣٣٢کاله پخوابيايونان ته يوړل شول اوله ميلادڅخه ٧١کاله وړاندې په روم کې دشفتالوکرنې رواج درلوده.

دشفتالوونه په عمومي ډول د١٥فټه پورې وده کولى شي خودنيله بوټوپه استعمال سره کولاى شوچې لوړوالى يې تر٤فټه پورې ټيټ وساتو اوهمدارنګه دشفتالوونې په دويم اودريم کال په ميوه نيولوراځي.

دشفتالودباغ لپاره اقليم اوخاوره

 دشفتالوونې په عمومي توګه دخپلوغوټيودسپړلولپاره په ژمي کې له ٢٠٠-١٠٠٠ساعتونوپورې دسانتي ګرادله ٥-٧درجوسړې هواته ضرورت لري که چيرې دمحيط تودوخه په ژمي کي ١٦- درجوته و رسيږي دشفتالودنودواومنډانونسجونه مړه کيږي که چيرې په اوړي کې دمحيط لوړه اوياپه اوړي اوياژمي کې دشفتالودونوتنې دلمروړانګوته په مستقيم ډول مخامخ شي نوتنې يې لمرسوځوي اودسن سکيلډ سبب ګرځي .

دشفتالودښې ميوې دتوليد لپاره په دوبي کې ٢٧-٣٠درجوسانتي ګريد مناسبه تودوخه ده

دشفتالوونې په ٦٠٠-١٥٠٠متره ارتفاع کې روزل کيدلاى شي ترنوروټولوسخت زړوميوودداسې  لري اوياپه کې داوسپنې کموالې موجودوي زيات حساسيت لريph خاوروپه مقابل کې چې لوړ

برسيره پردې کومې خاورې چې دهميش لپاره لمدې وي اوياپه کې اوبه ډنډيږي هم دشفتالود ونولپاره زيات تاوان لري خوبه داسې ځايونوکې بايدشفتالوپه الوچه پيوندشي .که چيرې شفتالو دبادام په بوټي باندې پيوند شوي وي بايدشفتالوپه وچو او سپکوخاوروکې وکرل شي.

دشفتالودښې ودې لپاره بايدځمکه دشګلنولومي خاوروله ډلې څخه اوپي ايچ يې له ٥،٥-٦،٥ پورې وي که چيرې شفتالوپه لوم خاوروکې کرل کيږي بايددشفتالوپه پيوندبوټي باندې پيوند شي.

په عمومي ډول شفتالوپه ښې زهکشي شوې ،غني اولوم خاوروکې چې ښې ژورې وي روزل کيږي .کله چې دمحيط تودوخه دسانتي ګراد٢٧درجو وي اودشفتالودځوانوونوپه باغ کې ديو څوورځولپاره اوبه ډنډشي نودنوموړوونودمرګ  سبب کيږي ددې اصلي علت دادى چې دنيلو ) ) په ونوکې ازادشيHydrolyzing Enzymeلپاره داکسيجن نشتوالى ددې سبب کيږي چې (

) پشان عمل کوي اوهايدروجن سينايد Cyanogenic Glucosideچې بيانوموړى انزايمد(

ازاديږي چې په پاى کې دونودمرګ  سبب ګرځي.

دشفتالودباغ ځاى انتخابول

دشفتالودباغ له پاره بايدحتما داسې ځاى انتخاب شي چې ګيرچاپيره له ځمکې څخه يوڅه لوړوالى ولري ځکه په داسې ځاى کې دپسرلي دسړې هوادتاوان امکانات يوڅه ناڅه کميږي.

برسيره پردې په داسې وادې کې چې دسړې هوادجريان لپاره لاره موجوده نه وي بايدهيڅکله شفتالوونه کرل شي .

که چيرې يوه ځمکه له نوروشااوخواځمکوڅخه ٩متره لوړوالى ولري اودهواجريان په کې امکان ولري نونوموړى لوړځاى دشفتالودکرلولپاره مناسب ښکاري .

دشفتالوباغ بايد هيڅکله دشمال اولويديځي خواکومه پناه(تعميرياکوراويالوړې ونې)ونه لري کومه سيمه چې داوړي دميوې دپخوالي په وخت کې سړه هواولري دشفتالوباغ بايدپه کې ونه کرل شي .کومې سيمي چې الکلي خاورې لري اويادنوموړوسيموپه خاوروکې اوبه ډنډيږي بايد دشفتالودباغ لپاره انتخاب نه شي ځکه چې دشفتالوونې دنوروسخت زړوميووپه پرتله دداسې خاوروپه مقابل کې زيات حساسيت ښکاره کوي.په کومه سيمه کې چې يوځلي دشفتالوباغونه جوړشوي وي بايدپه نوموړې سيمه کې ددوهم ځل لپاره دشفتالوباغونه جوړنه شي ځکه چې داسې سيموکې دنيماتودوخطرموجودوي .

دشفتالودباغ کرل

) هم شته چې دواړه يې دنيماتودوپه Suncling) او(Elbrtaدنيله بوټوځينې نورقسمونه لکه (

 دسړې هواپه مقابل کې مقاومت لري.Lovell او Elbrtaمقابل کې حساسيت لري خو

دشفتالوزړي لکه لکه دنوروپاڼريژوميوودزړوپه شان کله چې له ميووڅخه جلاشي اوسمدستي وکرل شي نه شنه کيږي نوددې لپاره چې نوموړي زړي شنه شي بايدديوې معلومې مودې لپاره په يوه لانده ځاې کې چې تودوخه يې د سانتي ګراديوه يا دوه درجې وي کيښودل شي يعنې دشفتالوديوزيات شمير قسمونوزړي پخوا له کرلوڅخه دسانتي ګرادديوې نه تردوه درجوتودوخه اولانده ځاى کې له لسونه تردولسوهفتوپورې وساتل شي

دشفتالولپاره دنيله بوټوځيني قسمونه

 ٣٧اوکيناوازردالو=لول ،نمګادرډ،رانکم مقاومت لرونکي ،اس

) لپارهLeaf hopperدشفتالوباغ بايددالوبخاراباغ ته نږدې جوړنه شي ځکه چې الوبخاراد (

) ناروغي له يوځاىpeach yellow or phony diseaseخوراښه ميزبان دى نوموړې حشره د(

څخه بل ځاى ته وړل کيږي.

 دشفتالودباغ دخاورې ساتنه

دشفتالودباغ دخاورو له ساتنې څخه مومقصد دالاندې څوټکي دي؛

لومړى:داچې بايددونولپاره په خاوروکې دهميشه لپاره مناسب لنده بل وساتل شي .

دوهم:دونودښې اوحاصل لپاره په خاوروکې بايددضروري عناصروساتنه وشي.

دريم:بايددشفتالودباغونوپه خاوروکې عضوي موادزيات شي .

څلورم:دشفتالودباغ دخاورودبې ځايه کولومخنيوي بايدپه ښه توګه وشي .

په عمومي ډول بايددشفتالوميوې ورکونکي باغونه دپسرلي اوياداوړي په لومړيووختوکې قلبه شي ټول تاوان اړونکي بوټي ورځيني پاک اوبياداوړي په ورستيوکې وربشې اوجودروکرل شي په دې اساس هم دباغ دخاورودبې ځايه کيدلومخنيوى کيږي اوهم په خاوروکې عضوي مواد زياتيږي.

 

دشفتالوتکثير

دشفتالونيله بوټي بايددبوټولپاره استعمال شي خوبادام او الوچه هم کله نا کله استعماليدى شي دشفتالومحلي زيړډول دزردالواو الوچې په پرتله دشفتالودنيله بوټي لپاره په ښه ډول استعماليږي

 دژمي Cleft Graftingپه دوبي کې اوRing Budding , Shelled Budding په شفتالوکې د

په وروستيوکې استعماليږي

 

دشفتالودونوشاخه بري

دشفتالوشاخه بري په باغ کې څلورمهيمې وظيفې سرته رسوي

١-دځوانوونودروزنې په واسطه دونوقوي چوکاټ رامنځ ته کيږي .

٢-دشفتالوونوته داسې شکل ورکول کيداى شي چې بياپه باغ کې هرډول زراعتي عملياتولپاره اسانتيابرابريږي .

٣-دشاخه برۍ په واسطه په هرې ميوه نيوونکې ونه کې هرکال په مناسبه اندازه بدني وده توليديږي .

٤-دشاخه برۍ په وسيله يوه مناسبه اندازه ميوه ړنګي کيږي.

دشفتالودځوانوونوشاخه بري

دشفتالو ونې دنوروټولوپاڼريژوميووپه پرتله ډيرې شاخه برۍ ته اړتيالري اودشاخبرۍ په مقابل کې مثبت عکس العمل ښکاره کوي.

)سيستمونوپه واسطه شاخبري کيږيModified Central Leader,Open centerدشفتالو ونې (

دشفتالوپيوندشوي نيالګي دکينولوپه وخت کې بايدد٦٠سانتي متروپه لوړوالي سره لنډشي .
په لومړي ژمي کې درې ياڅلورقوي نودې چې پراخه زاويه اوله يوبل څخه د٢٠سانتي متروپه اندازه په تنوباندې ديوې بلې په مقابل کې لري پرتې وي انتخاب شي اواضافه نودې له بيخه غوڅې شي مرکزي لويه څانګه بايد له څنګونو له انتخاب شوو څانګوڅخه يواندازه څوکې څخه لوړه غوڅه شي دونې دراتلونکي وخت دمنډانواوچوکاټ لپاره انتخاب شوې څانګې يانودې بايد دڅوکوڅخه د٥٠يا٦٠سانتي متروپه اندازه لنډې شي دشفتالوونودتنودځمکې لاندې برخو ) اودځمکې دپاسه برخوباندې توليدشوې نودې Suckersباندې توليدشوې نودې يعنې (

 بايدهيڅ وخت پرې نه ښودل شي اوهروخت بايدله منځه يوړل شي په Water Sprouts

دوهم يادريم کال کې هم بايددشفتالوونې دلومړي کال په شان شاخبري شي .

دشفتالودميوه نيوونکوونوشاخبري

دشاخبرۍ په واسطه دشفتالوميوه نيونکي نودې او څانګې دونوپه ټولوشااوخواباندې په مساوي توګه تقسيم شي ترڅوچې غوټۍ اودښه رنګ اوجنسيت ميوې توليدشي دشفتالوونې له ٥-١٠ کلنۍ پورې دشاخبرۍ زياتره برخه دځينې کوچنيونودوړنګي کولواودلوړوڅانګودلنډولولپاره کيږي له لس کلنۍ څخه وروسته بايدکوښښ وشي چې هرکال يوزيات شميرنودې اوڅانګې له څوکوڅخه پرې کړل شي ترڅوچې په کافي اندازه ميوه نيونکي بدني وده توليدشي بايد کوښښ وشي چې ونې ډيرې لوڅې نه شي ځکه چې تنې اوغټ منډان دلمرپه واسطه سوځي.

  ګرده افشاني

دشفتالوونې په خپله ګرده القاح کيږي نوپه باغ کې دګردې برابرونکوونوته اړتيانه ليدل کيږي د شفتالودګل په هره زخه ياګل کې يوازې يوکارپل وجودلري نوموړى کارپل يوازې دوه اويوله يعنې غيرالقاح شوي تخمونه لري يويې پخواله القاح څخه له منځه ځي اوبل يې وروسته دالقاح څخه په زړي بدليږي چې په دې ترتيب دشفتالودميوې زړي لرونکي برخه غټه وي .

دشفتالودخاموميوودکنډتوليديدل په درې ډوله کيږي،

١-کله چې دشفتالوخامه ميوه دکوم شي په واسطه کله دونودڅانګواوياحشراتوپه واسطه ژوبله شي .

٢-کله چې دشفتالودميوې دودې دوهمه مرحله شروع شي نودهغې له شروع کيدوڅخه لږڅه دمخه کنډجوړيدل شروع کيږي چې هم دزړي برخه ترې ډکيږي اوهم دميوې پرسطحې ښکاريږي داډول ميوې دکنډدجوړيدو څخه د٧يا١٠ورځوپه موده کې له ونوڅخه توييږي.

٣-کله چې دشفتالودزړي دسخت پوستکي دڅوکې دسختوالي دشروع کيدوڅخه دوه اونۍ تيرې شي نودکنډ جوړيدل شروع کيږي.

دشفتالودخاموميوودکنډجوړيدل کوم مکروبي عمل نه دى

دشفتالودباغ خړوبول

شفتالودښې ميوې دتوليدلپاره منظم اوبه خور ته ضرورت لري چې داندازې نه کمې اوبه دميوې سايزاواندازه کموي اوزياتې اوبه دپاڼودزيړيدواوتوييدولامل ګرځي.

په کوموسيموکې چې په منځنۍ اندازه ٥٠٠ ملي متروته رسيږي دشفتالوونې خړوبولوته اړتيالري

په خاوره کې داوبوکموالې دشفتالودميوې په غټوالي هم اغيزه کوي دشفتالودونودباڼو،تنو، څانګواونيلوپه نسجونوکې دسحرله ٦بجوپورې داوبوکموالى ليدل کيږي

 دشفتالوباغ ته سره ورکول

په عمومي توګه دشفتالوباغ ته بايدهرکال سره ورکول شي دسرې مقداراوقسم په ځيني نوروعواملولکه دخاوروقسم اودهغوې قوي توب،کمزورتوب،دخاوروجوړښت ،دخاورودعضوې موادواندازه،اقليمي شرايط اونوروپورې اړه لري.

دشفتالوونه دتيرکال په نوده ميوه نيسي ددې لپاره بايدنوې نودې توليدشي چې ددې دتوليد لپاره منظم نايتروجن ،شاخبرۍ او اوبه کولوته زياته پاملرنه په کارده .

دکيمياوي سروترڅنګ بايد دشفتالوونوته دحيواني سرې د٦٠-٨٠کيلوګرامه هرې ونې ته په يو کال کې داستراحت په مرحله کې واچول شي .

نايتروجن

شفتالويونايتروجن غوښتونکي ميوه بلل کيږي دشفتالوپه ونوکې دنايتروجن کموالى دکوچنيو ميووسبب ګرځي چې نوموړې ميوې ښه رنګ لري اوزرپخوالي ته رسيږي.

نايتروجن لرونکې سره بايد دپسرلي په لومړيووختوکې باغ ته ورکول شي له دې کبله د نايتروجن  لرونکې سرې اندازه په داسې شيانولکه دونوترمنځ مسافه دخاورې ژوروالى دخاورې ساتنه دخاورې قسم دونوعمر دشفتالوقسم،دونوحالات،دنودوديوکلنې ودې اندازه،دشاخبرۍ طريقه اودابوموجودوالي پورې اړه لري .

که چيرې نايتروجن لرونکې سره داوړي په ورستيوکې دشفتالوباغ ته ورکړل شي نودميوې دبدشکله کيدوسبب کيږي او په پخوالي کې يې ځنډ راځي.

دشفتالوونې ته بايد د تنې دقطر د٣سانتي متره په حساب سره دنايتروجن ٢٠%لرونکي سرې ١٥٠-٢٢٥ګرامه پورې واچول شي 

فاسفورس

دشفتالوپه ونوکې دفاسفورس کموالى دزړو پاڼودتويدوسبب کيږي اودپاڼوتنې ابې غوندې رنګ اختياروي چې په پاى کې دحاصل دکموالي سبب کيږي.

دفاسفورس لرونکې سرې داستعمال ښه اوپه زړه پورې طريقه داسې ده چې بايددشفتالودهرې ونې ګردچاپيره په خاوروکې د٢٠سانتي متروپه ژوروالي سره سوري جوړشي اوبياپه هرسوري کې يوه اندازه فاسفورس لرونکي سره واچول شي اوياپه ژورډول دبيلچې په واسطه په خاوروکې پټه شي .دفاسفورس دکمبوددپوره کولولپاره په يوه هکټارځمکه کې د٦-١١کيلوګرامه خالص فاسفورس پورې په کال کې يوځل استعمال شي

 پوتاشيم

پوتاشيم دشفتالوپه ونوکې دزياتوکاربوهايداريتوسبب ګرځي دوميوې جنسيت يې ښه کوي او دسړې هوااومرضونوپه مقابل کې دشفتالو مقاومت زياتوي.

دشفتالوپه ونوکې دپوتاشيم کموالى دکوچنيوونوسبب کيږي دنوموړو ونو پاڼې کوچنۍ اونرۍ وي او څنډې يې پورته خواته تاوې شوې وي .

 

دشفتالو حشرې ا وناروغۍ:

حشرې:

 دى نوموړې حشره دBrachycaudus persica چې عامل يېBlock Peach Aphids١-

شفتالوپاڼې تاووي زيړرنګ غوره کوي اودوخت نه مخکې پريوځي که چيرته ناروغي زياته شي نو بياهغه خوږې غوټۍ چې دونې څخه راوځي دتوروچڼاسکوپه څيرمالوميږي ميږيان هم په دې وخت کې دنوموړې ونې لپاره يوه ستونزه وي.

 دى دونې دپاڼې څخه شيره څښي چې Bryobia rubrioculusچې عامل يې Brown Mite٢-

په نتيجه کې نبات خپل دودې اوژونداستعدادکمزورى کوي اوپه همدې ډول دميوې سايز کوچنى کوي دکنودکم يرغل اوکم شميرپه مقابل کې ونې کولاى شي چې مقاومت وکړي خود زيات يرغل په نتيجه کې پاڼې کلوروفيل دلاسه ورکوي اوزيړيږي.

   دى دګلانواوپاڼوڅخهArchips argyrospilaچې عامل يې  Fruit trees leaf roller٣-

تغذيه کوي.

فنګسي ناروغۍ

 دى نوموړىArmillaria melleaچې عامل يې Armillaria root rot(oak root fungus)١-

فنګس دپوستکي اولرګي ترمنځ سپين زيړته ورته رنګ تشکيلوي.

 دى چې په ريښه باندې غيرAgrobacterium tumefaciensچې عامل يې Crown gall٢-

عادي داغونه ،زيږزيږجوړښتونه رامنځته کوي چې ډيرنرم اوسفنجي داغونه اوغوټې وي سختوالى نه لري چې ځوانې ونې وده نه کوي اوزړې ونې دويمي ريښې توليدوي.

 

سپارښتنې

١-شفتالوبايدپه هغوسيموکې چې اوبه ډنډيږي اوياجبه زاروي ونه کرل شي .

٢-دشفتالوباغونه بايدپه هغوسيموکې وکرل شي چې نسبت نوروسيموته يوڅه لوړه وي اودهواجريان په کې په ښه ډول وجودولري.

٣-داچې دشفتالوونې دنوروپاڼريژوپه نسبت زياتې شاخبرۍ ته ضرورت لري اودشاخبرۍ په مقابل کې مثبت عکس العمل ښئ نوبايدپه دوامدارډول شاخبري په کې صورت ونيسي.

٤-دشفتالوباغ بايد هيڅکله دشمال اولويديځ له خواکومه پناګاه ونه لري اوپه کوموسيموکې چې دميوې دپخوالي په وخت کې سړه هواچليږي ونه کرل شي.

٥-په کوموسيموکې چې يوځلې دشفتالوباغونه جوړشوي وي نوبايدپه نوموړې سيمه کې ددوهم ځل لپاره باغ جوړنه شي .

لومړی مخ: http://shenban.bloguna.tolafghan.com