اشكاشم وپيژنۍ

اشكاشم د افغانسان  د نقشې  تر ټولو ننوتلې  برخه  كښې  د لرې پروت ولايت  بدخشان يوه لرې  د جګو غرو ترمنځ حصاره شوې ،سرحدي ولسوالي ده،چې دګاونډي هيوادتاجكستان سره ګډه پوله لري
ولسوالي  د ولايت  له مركزفيض اباد سره د۱۴۵ كيلو مترو په واټن فاصله لري.
د ولايت مركز او ولسوالۍ ترمنځ غزيدلى خام سرك د ولايت له دريو نور ولسواليو( بهارك، وردوج او زيباك ) څخه تيرشوى. چې همدا سرك بيا په لوړ پامير باندې ورخيژي.
اشكاشم او ګاونډى هيوادتاجكستان  د آمو سيند په واسطه يو له بل نه بيليږي. مګر د آمو د سيند د پاسه تيرشوى پول  د دواړو هيوادونو تر منځ  د تلو راتلوګډه لاره جوړوي.
د پام وړ خبره دا ده چې دهرې شنبه په ورځ په نوړموې سرحدي سيمه كښې د افغانستان او ګاونډي هيواد تاجكستان د وګړوترمنځ  يو ګډبازار جوړيږي . چې د دواړو هيوادونو  كوچيني او لوى تجاران ،هټيوال  او عام وګړي خپل او دپردو توليدات د خرځلاو لپاره راوړي چې د يوشميراخستونكواو سيلانيانو پام يې ځان ته اړولى دي .
بازار د آمو د سيند د دوو خاښونو تر منځ وچ پاتې شوي ځاى كښې جوړيږي  چې اوس محال د تاجكستان خاوره ګڼل كيږي.
دپراخوالي له اړخه نومړې  ولسوالي ډيره تنګه ده هرې خواته يې دنګ دنگ غرونه  ولاړ دى. چې د كال په اوږدوكښې ډيروخت په سپينو وارو پټ وي.
كرهڼې  پكښې  هيځ پرمختګ نه دي كړى . وګړى خپل  عايدد مالدارى او تجارتي كړنو څخه لاس ته راوړي.

د وردوج  ولسوالي د يو كلي انځور د اشكاشم ولسوالي په لاره ديو پراته كلي انځورغژګاوداشكاشم ولسوالي يوه طبيعي منظرهدولسوالي بازارګډبازار ته تلونكي هټيوال د پامير غرونه ښي طرف ته رحمت او ګڼ طرف ته عزت الله نوري

 

 

 

http://www.tolafghan.com/petawona لومړى مخ