ځنګل او د هغې اقتصادي اهميت

ليكوال:خسرو مومند

سريزه
په هيواد کې دځنګلونو پراخوالى د خداي پاک له لوري غوره ډالۍ ګڼل کيږي چې د هسکو غرونو ښکلا د همدغې ځنګلونو منندوي دي که ځنګلونه نه واي چاپيريال بدرنګه او وران معلوميږي . وچې دښتي او بيابانونه د هيڅ درد نه دوا کيږي. که د يوه پلوه شنه فصلونه او باغونه چاپيريال خايسته کوي . له بله پلوه د انسان د ښه ژوند تظمين کوي.
نن ورځ دککړتيا د لړي ګرده نړي انديښمنه کړي ده او ماهيرينو او ماحول او ککړتيا د ختمولو لپار په نړي واله سطحه خپلي هلي ځلي پيل کړي دي .
خو تر دي دمه داسي فرمول نده پيدا کړي چي د خراب او ککړ چاپيريال په پاکه او صفا هوا بدل کړي . هغه چي د چاپيريال د ککړتيا په ختمولو کي مرسته کوي يوازي شنه فصلونه او باغونه او ځنګلونه دي له بده مرغه تر کومه چي انسان په ساينسي تکنالوژي او نورو علومو کي وړاندي تګ کړي او خپل ژوند کي بدلون راوستي د خپل تمدن د اړتياو د پوره کولو لپاره د ځنګلونو په بيرحمانه ډول د پريکولو څخه هم ډده نه د کړي چي تر ټولو ناوړه پايله د ککړ چاپيريال د زمونږ مخ ته پرتي دي .
ځنګلونه چي چاپيريال پاک ساتي د سيلابونو مخه نيسي د وحشي ژوو کورونه په خپل غيږ کي لري د طبي بوټو په وده او نمو کي مهم رول لوبوي. او د زمونږ دپاره پاکه او تازه هوا برابروي .
 
د ځنګل تعريف Forest Definition  :
      ځيني علما وائي چې ځنګل لاتيني کلمه ده يعني Silva څخه اخيستل شوي ده .
ولي ځيني نور بيا وائي چې د Forest څخه اخيستل شوي ده دا هم يو لاتيني کلمه ده چې  ځنګل معنى ورکوي. د نباتاتو د علم خاوندانو د ځنګل مختلف تعريفونه کړي دي . چي په لاندې ډول دي .
١-حسنيار : ځنګل يو د نباتي ټولني څخه عبارت دي چې د ونو، د بوټو د پيچ کولنو چې په يو خاص وخت کې ئي يو ځانګړي ساحه نيولي وي .
٢- کارمين په وينا ځنګل د ژوند Bio ، ځمکي يا Geo او ټولني په معنىٰٰ دي .
٣- موزوف ، د ځنګل لپاره هر اړخيزه تعريف ورکړي دي يعني په يو ځانګړي ساحه کې د ونو د يوې ټولني څخه عبارت دي چې يو ځانګړى ايکوسيسټم ولري.
٤- په عمومي ډول  ځنکل د هغه ټولني څخه عبارت دى چې د ونو يا Trees بوټو يا Shrubs او رنګارنګ وښو يا Grass څخه تشکيل شوي وي .  او په يوځانګړي وخت کې يو خاصه  ساحه پوښلي وي .
ونه : هغه نبات دي چې ځانګړې يا واحده لرګينه تنه ولري او ارتفاع تقريباً د ٢ مترو څخه زياته وي .
بوټي : هغه نباتات دي چې قد يې لنډ او د کرون په برخه کې د اصلي تني څخه څو نورې تني منځ ته راځي .
ګراس يا واښه :په عمومي ډول سره د وښو او علفي نباتانو څخه عبارت دي چې لرګينه برخه نه لري او د حيواناتو د تغذيه په ډول ورڅخه ګټه اخيستل کيږي .

د ځنګل اقتصادي اهميت
د ځنګلونو اقتصادي اهميت په دي کې نغښتى دى، چې د ځنګل د هغه طبيعي زيرمو له جملې څخه دى چې د ګټي اخيستني په صورت کې په بشپړه توګه له منځه نه ځي بلکه بيازرغونيدل پکې صورت نيسي. دا په دي معني ده چې کله هم د ځنګل څخه د خپلو اړتياو د پوره کولو لپاره ګټه اخيستل کيږي . بايد د ځنګل راتلونكى په پام کې ونيول شي . په هم دي خاطر د ځنګل اهميت د وخت په تيرودو د صنعت او تکنالوژي د انكشاف په صورت کې پراختيا مومي. ځکه که له يوې خوا د صنعت او تکنالوژۍ د پرمختګ په صورت د ځنګل محصول ته اړتيا ډيريږي. خو له بلې خوا څخه د ځنګلونو احيا او پراختيا د روشت د ورکولو لپاره شرايط برابريږي په خلاصه ډول سره د ځنګل اقتصادي اهميت په لاندې دري برخو کې خلاصه کوو.
د ځنګل اقتصادي اهميت

۱. لرګي                                                  
۲.ميوه                                          
۳.غوښه او نور توليدات

الف : لرګي : په ساختماني چارو کې د لمړي خامو موادو څخه چې په مختلفو موادو لکه کورونو پټولو د کړکيو او دروازو جوړو ل مسطح کول ، کادر جوړولو، د تيليفون دستنو جوړول ، د ګاډي په خطونو ، پولونو او همداراز دکښتيو په جوړولو کې په پراخه پيمانه ګټه ورنه اخيستل کيږي .
علاوه  له دي څخه چې موبل ، سلولوز او کاغذ جوړولو په صنعت کې کار اخيستل کيږي . همدارنګه ددوخې د انرژي د توليد لپاره هم ترې د لمړۍ مادې په توګه کار اخيستل کيږي .
د خوراک او زراعت نړيوال پروګرام ( ايف اي او )ديوراپور په اساس چې په كال ١٣٥٧ كښې خپور کړي.د يو نفر کلنى مصرف د سکرو او لرګيو ٢٥ منه يا ١٨٠ ګرامو ته رسيږي.

ب : د ميوې توليد: د ځنګلونو څخه ډيرې ميوې په لاس راځي چې د غذائي موادو په نوم کارورنه اخيستل کيږي. لکه جلغوزه، پسته ، کنجد، عناب، تور املوک ، ګورګوري  او داسي نور چي خاص اقتصادي اهميت لري.
د پورتنيو ميووله  جملي څخه په هيواد کې جلغوزه او پسته د يادولو وړ ده چې هم په داخل او هم په بهرنيو هيوادونو کې ډير په زړه پوري بازار لري چي له دي درکه يو زياته اندازه ګټه هيواد ته رسيږي ، د هيواد په اقتصاد په لوړولو کې ځانګړى رول لري.

ج:  د غوښي توليد: د ځنګلونو څخه څلور ډوله غوښه په لاس راځي.
١ – د ځمکنۍ غوښې يا مرخيړي : د مړخيړيو يا سمارق دودې لپاره ځنګل په زړه پوري چاپيريال جوړي چې مرخيړي تقريبا يو سلو پنځوس ډوله لري .چې ځنګلونو پيدا کيږي د دې له جملې څخه ئي دريرش نوعي خاص غذائي ارزښت لري . د توس Betala د ونو د يو هکتار ځنګل څخه يو سل پنځوس  ١٥٠ کيلوګرامه ځمکني غوښه يا مرخيړي په لاس راځي .
پټه دې نه وي چې مرخيړي نه يواځي دا  چې غذائي ارزښت لري بلکي خاص طبي اهميت او ارزښت لري .  چې  له دې جملي څخه يو نوع مرخيړي د کونړ او نورستان په ځنګلونو کښي پيدا کيږي . د سيمي  د خلکو په واسطه ټوليږي. د وچولو څخه وروسته يو کيلوګرام ٥٠٠٠ – ٧٠٠٠ افغانيو پوري په بازارونو كښې پلورل کيږي.
د هغو وګړو لپاره چې ځنګلونو ته تږدې ژوند کوي خاص مصروفيت او ځانګړي عايداتي منبع ګڼل کيږي . څرنګه چې پورته ډول اشاره وشوه د ١٥٠ نوعو څخه ديرش نوع غذائي ارزښت لري او د استفادي وړ دي . په نورو ډولونو کې داسي ډولونه شته که چيري د غذائي موادو په ډول استعمال شي. دانسانانو د مړينې سبب ګرځي .  البته زهري خواص لري .

٢- د وحشي حيواناتو او الوتونکو ښکار
 د وحشي حيواناتو د ښکار څخه لکه د مختلفو انواعو او نورو وحشي حيواناتو لکه د مارکوپولو پسه ، هوسۍ د ښکار څخه زياته اندازه غوښه په لاس راځي .
علاوه له دې څخه وحشي حيوانات د باکيفته پوستکو دلرلو له امله هم ښکار کيږي چي پوستکي ورڅخه وباسي اوبياپه لوړ قيمت په بازار کې پلوري

٣- د کورنيو او اهلي حيواناتو د روزلو لپاره د علفي د تحيه کولو امله هم ځنګلونه يو خاص ارزښت او رول لري.  چې په ټوليز ډول هغه خلک چې ځنګلي سيمو ته اوسيږي د څارويو روزل يې پيشه او کسب وي .علت ئي څړ ځاى او دعلفې ډيرښت وي چې له دې لاري څخه نه يوازې داچې غوښه په لاس راځي بلکي نور حيواني محصولات( لبنايات )هم په لاس راځي .چې دا هم يو ستره عايداتي منبع ګڼل کيږي .
په لنډ ډول بايد ووايو چي مالداري لپاره ځنګل يو بهرني چاپيريال ګڼل کيږي .

٤- ماهي نيول : نه يوازي داچې ځنګلونه د څارويو لپاره مناسب چاپيريال جوړوي  بلکي د ماهيانود روزلو لپاره هم ځانګړى ارزښت لري ځکه هغه رودونه، ډندونه او سيندونه چې په ځنګلي سيمو کې موقيعت لري . له يو پلوه د رڼو او پاکو اوبو  په  لرولو او له بله پلوه دغذائي موادو پراخو زيرمو د لرولو له امله د ماهيانو د روزلو او توليد نسل لپاره ډير ښه ګڼل کيږي. چې اوس هم په داسي سيمو کې په طبيعي ډول سره دماهيانومختلفي انواع په پراخه پيمانه پيدا کيږي چې دماهيو د ښکار لپاره ښه محل جوړوي او له دي لاري څخه زياته پيمانه غوښه لاس ته راځي.
چي د اقتصادي په پياوړتيا کې ستر رول لوبوي .

د ځنګلونو صحي ارزښت
ځنګلونه د انسانانو د سلامتۍ،  تندرستي او جسمي روحي ارامتيا کې خاص ارزښت لري ځکه چې ځنگل هوا تصفيه کوي مکروبونه جذبوي . او همدارنګه د هوا ترکيب اصلاح کوي. په عمومي توګه ځنګلونه په درى ډوله سره هوا تصفيه کوي.
١- د مضره ګازاتو ګرد او دوړو  جذبولو له امله
٢-د ترسناکو او ويرونکو اوازونو د کمولو له امله
٣- تودوخي د درجي د تغير له امله
ځنګلونه د طبيعي فلتر په ډول کار کوي يعني هوا تصفيه کوي.ګرد غبار جذبوي مکروبونه هم جذب او له منځه ئي وړي . په  يو وخت کې کاربن داي اکسايد  ازادوي . يو هکتار ځنګل کولاى شي ٣٥ ټنه ګرد او غبار جذب کړي همدا علت دى کله چې انسانان په ځنګلونو کې تګ او راتګ کوي د هوا پاکي او لطافت احساسوي . چې روح سکون او ارام ورته حاصلوي او د خوشحالۍ حس کوي .
ډير ځل ليدل شوي دي چې د طيارو(چورلکو) نامطلوبه  اوازونه، ډير صنعتي فابريکي او  د خلکو ګڼه ګوڼه د انسانانو د ناراحتي سبب ګيږ:ي چې دا رنګه ستونزي او مشکلات د انسان صحت لپاره ډيرې ناوړه اغيزي له ځان سره لري .
تجربو ښودلې ده چې هغه وګړي چې په ځنګلونو او يا ځنګلونو ته په نژدي سيمو کې ژوند کوي جسماً او روحاً تکړه او تندرسته وي . نظر هغه کسانو ته چي په صنعتي مرکزونو او هوائي ډګرونو ته نژدي ژوند کوي . همدارنګه د څيړنو په نتيجه کې ثابته شوي ده هغه خلک چې هوائي ميدانونه ته نږدې او يا په صنعتي مرکزونو کې اوسيږي تدريجاً د غوږونو په ناروغيو اخته کيږي چې بلاخره د کوڼ والي سبب ګرځي ولي ځنګلونه د دي ستونزو او مشکلاتو د مخنيوي لپاره د يو ديوال او پردي شکل غوره کړي دي.
همدارنګه څنګلونه کولاى شي چې د تودوخې درجې ته تغير ورکړي يعني د اوړي له ډيرې تودوخې  او د ژمي له سختي يخني څخه مخينوي کوي دا په دي معني چې په ځنګلونو کې د شنو ونو تاجونو او ښاخونو کولاى شي چې د لمر وړانګو د شدت مخنيوي وکړي او دځمکي مخ ته ونه رسيږي
همدا علت دي چې په ځنګلونه د ځمکي د مخ تودوخه د اوړي په موسم کې کموي او هوا يخه ساتي. او    له بل  پلوه ځنګلونه کولاى شي چې په ژمي کې د سختو بادونو د لګيدو څخه مخنيوي وکړي او نه پريږدي چې د ژمي د بادونو سړه هوا ځنګلونو داخل ته ورسيږي چې دا د ځنګل په داخل کي د يخني د کموالي سبب ګرځي نظر هغه سيمو ته چي ساړه بادونه پکي لګيږي په همدې اساس ويلاي شو هغه سيمه او ساحه چې په اوړي کې ډيره تودوخه لري کولاى شو چې د ځنګلونو په جوړولو او د سيمي په شينوالي سره د تودوخې درجه کې د پام وړ تغير راوړو. همدارنګه کولاى شو چې د ډيرو سختو او سړو بادونود مخنيوى لپاره له ځنګلونونه دمخنيوي کمر بند  کړو .
د جلال اباد ښار د سر سبزۍ وروسته تقريباً ٥ درجه فارنهايډ تودوخه په داوړي په موسم  کې کمه شوې ده.

ځنګلونو  مکروبونه وژني
د ځنګلونو ونې کولاى شي چې ځيني داسي مواد توليد کړي  چې فرا ر کوونکي وي او مکروبونه له منځه يوسي مثلا د ناجو يا  د نښتر ونې کولاى شي  ځيني  مکروب وژونکي مواد هوا ته چې د سل يا ټي بي مرض د عامل د مکروب وژلو سبب وګرځي،ازادكړي.. همدا علت چي په بادنيو هيوادونو کې په سل اخته ناروغان په هغه ځايونو کې تداوي کيږي چې د ناجو د ونو ځنګلونو وي . همداراز د يو کالفتيس د ونو ځنګلونه کولاي شي د ملاريا غوماشې له منځه يوسي.
ډير مکروبونو ته وژونکي مواد د ځنګلونو څخه ترشح کيږي. چې مضره مکروبونه له منځه وړي

د ځنګلونو مضره او ناوړه ګازاتو دجذبولو  توان
دا يو څرګنده حقيقت دي چې د صنعت او تکنالوژي په وده او پراختيا سره د چاپيريال د ککړتيا تر څنګ هواهم ككړه شوې ده.ځکه هر کال ٦٠٠٠ متر ه متريک ټنه څخه زيات د کاربن داي اکسايد دصنعتي تاسيساتو څخه هوا ته ازاديږي  چې د هوا د ککړتيا سبب ګرځي د چاپيريال ساتني د حفظ الصحي د متخصيصنو د راپور په اساس هره ورځ ٥٠٠٫٠٠٠  ټنه کاربن مونو اکسايد ، ١٠٠٫٠٠٠ هايدورجن سلفايد، ٢٦٠٫٠٠٠٠ نايتروجن اکسايد د اتمي بټيو څخه هوا ته الوزي . چي په هوا کي د نوموړو ګازاتو د حجم په زياتوالي سره په تيره بيا د کاربن داي اکسايد زياتوالي سره د ځمکي د کره د تودوخه درجه زياتيږي. که چيري دا لړۍ داسۍ دوام ولري نو ځمکه ته به ئي ډير خطرناک عواقب پاتي شي، چې په نتيجه کې به د شمال او جنوب قطبونو واورې په تدريج سره ويلي شي، چې د بحرونو د اوبو سطحي د لوړوالي سبب ګرځي او په نتيجه کې به تقريباً لس فيصده ځمکه تر اوبو لاندي شي . او همدارنګه د خوږو اوبو فيصدي به هم کمه شي.
که چيرې انسانان ککړه هوا تنفس کړي د سږوپه سرطان به اخته شي مګر ځنګلونه دي چې د کاربن داي اکسايد او نورو مضره ګازات جذبوي او له منځه يي وړي او انساني نړۍ د هر يو خطر څخه ژغوري. يو هکتار ځنګل کولاى شي د اوړي په مناسبو ورځو کي د ٢٢٠ – ٢٧٥ کيلوګرامه کاربن داي اکسايد غاز جذب او ١٨٠ – ٢١٥ کيلوګرامه پوري د اکسيجن غاز هوا ته ازادكړي .
په عمومي ډول د ځمکي د مخ ټول نباتات په يو کال کې د ١٨٠ ميليارد ټنه کاربن داي اکسايد غاز جذبوي چې له دې جمله څخه تقريباً ٢٥ ميلونه د ځنګلونو په واسطه جذبوي .

د جنګل په موجوديت کې د مچيو روزل د اقتصاد له اړخه
د شاتو د مچيو د روزلو لپاره ځنګلونو يو مناسب چاپيريال ګڼل کيږي د شاتو مچۍ يو خوږه ماده نکتار يا شيره ګڼل کيږي چۍ په ګلانو کۍ وجود لري د غذا په ډول  ورنه استفاده کوي . او په شاتو باندې يې  اړوي. د ځنګلونو ونې کولاى شي چې د ګلانو او نکتار يو ښه غذائئ منبع د شاتو د مچيو لپاره برابره کړي او ور څخه با کيفيته عسل لاس ته راشي  او په ښه قيمت بازار ته وړاندې شي د مثال په ډول په دې  وروستيو کې د پاکستان د بيري د ځنګلونو د شاتو بازارونه ډير تاوده دي چې د يوكيلوګرام شاتو قيمت ئي د ٣٠٠ – ٦٠٠ کلدارو پوريې  رسيږي.

د ځنګلونو محافظوي اهميت
په اوسنيو وختونوکي ځنګلونه د انسانانو اوځمکې لپاره يو ساتونکي کارډ وظيفه په غاړه لري تر دې پوري چې د ځنګلونو محافظوي ارزښت ته قيمت ورکول  يو ګران کاردي .
د ځنګلونو محافظوي اهميت په لاند ې ډول دي .
١- د غرونو په لمنو کې د خاوري د تخريب څخه مخنيوي کوي ( د باد او باران څخه )
٢-د سيندونو او رودونو او ويالو د سمت د تغير څخه مخنيوي کوي .
٣- د اوبو د منابعو ساتل
٤- د سيلابونو او سختو بادونو څخه مخنيوى کوي .
٥- د وحشي حيواناتو لپاره ساتن ځاي دي .
٦- چاپيريال ته  ښکلا ورکوي .
٧-  په هوا کې د اکسيجن تعادل ساتي
٨- د تدريجي ساحو ساتل
٩- د طبيعي بوټو  انواعو ساتل

ماخذونه
١- حسنيار، سيد امير شاه _ په افغانستان کي چاپيريال ساتنه
٢- حسنيار،سيد امير شاه _ د افغانستان طبيعي ځنګلونه
٣- ځواکمن، رحمت ګل _ د افغانستان کرنيزه جغرافيه
٤- د ننګرهار ولايت د زيتون مجله
٥- د چاپيريال ساتنه

 

ديو داسې شين افغانستان په هيله


http://www.tolafghan.com/petawona لومړى مخ