د ورايټۍ سوچه والى ( خالص تخم)        

ليكوال:خليل الرحمان ((باور))

سريزه :
زموږ ګران هېواد افغانستان د مساعدې اب او هوا په لرلو سره د زياتو هارټيکلچري نباتاتو د روزنې لپاره مناسب دى له همدې کبله زيات شمېر کروند  ګر د ميوو او سبو د توليد لارې څخه خپلې اړتياوې پوره کوي چې يو ه اندازه يې بهرني هېوادونو ته لېږدول کيږي چې د خارجي اسعارو د لاس ته راتلو اساسي ( ٣٧) فيصده صادرات جوړوي دهېواد زياتې کروندې په سبو ښکلي او ښېرازه ښکاري چې د کرنې سيمې يې لکه ننګرهار ، کونړ ، لغمان ،فراه ، نيمروز ، کندهار ، هلمند او خوست دپسرلي ،مني او ژمي په موسمونو کې سابه توليدوي او دهېواد لوړې سيمې په اوړي کې د سبو توليد لپاره مناسب اقليم لري يعنې افغانستان په خپل کور د سبو د توليد لپاره جوګه دى دهمدې له مخې ورته په ځينو بهرينووګټوروکتابونو کې د ګرين هاوس (شنې خونې)نوم ورکړل شوى دى ددې مساعدو شرايطو سره کرونده ګر ښه کرنيز او اصلاح شوي تخمونه نه لري او په مقابل کې هغه تخمونه کري چې د حاصل د ورکړې توان يې کم او کيمياوي ټکنالوجي ( سرو او درملو ) د کارولو په نتيجه کې ځانګړى عکس العمل نه ښيي او کم حاصل ترې لاس راځي د کرنيزو حاصلاتو لوړونکو نورو فکتورو ترڅنګ د اصلاح شوو تخمونوکارول مهم ارزښت لرونکى فکتور دى دکرنيزو نباتاتو اصلاح کول ، ښوو او لوړلو حاصلاتو ته د هغوو جوګه کول د ماهرينو زياتو هلو ځلو په پايله کې تر سره کيږي چې د ابيا د اصلاح او څېړنې څخه وروسته نورو سيمو ته ورپېژندل کيږي .لکه چې وويل شول چې يو اصلاح شوى تخم او نبات د زياتو هلو ځلو په نتيجه کې رامنځ ته کيږي او اصلاح کيږي نو د ځينو طبيعي پېښو له کبله چې ورسره مخامخ کيږي د يو يا څوو کلنو لپاره دښه حاصل د ورکړې وړتيا لري او دوخت په اوږدو کې يې ورو ، ورو په حاصل کې کمښت راځي او د بزګر دپاملرنې او نه پاملرنې په پايله کې خنډنۍ او ځنډنۍ کيداى شي نو پېښو او ضروري عملياتو ته په پام لرلو سره کولى شو چې ديوه اصلاح شوې ورايټۍ د سوچه او خالص ورکړې ځواک وساتو او هر کال د نوو اصلاح شوو ورايټيوو کرلو ته چې زيات بشري ځواک ، پانګې او وخت لګېدلو لامل کرځي اړتيا راکمه کړو . دا چې بزګران څرنګه ګولاى شي د ورايټۍ سوچه والى وساتي ددې موضوع په ترڅ کې به روښانه شي .
 هيله ده مسلکي مينه وال او کرونده ګر ور څخه ښه ګټه واخلي او پاى کې له ښاغلي او قدرمن استاذ/ پوهنيار رشاداحمد شيرزاد او پوهيالى حكم خان حبيبي  څخه د زړه له تله مننه کووم چې په اړونده موضوع کې اړينې مشورې او معلومات راکړي او د موضوع د لاښکلا په پار (خاطر) يې راته سپارښتنې کړي دي د ښېرازه او نيکمرغه ژوند په هيله دې.

                                                   خليل الرحمان ((باور))

د سبو اهميت
دسبو توليد د زراعتي توليداتو څخه يو مهم بخش دى چې ددې هدف د هغه سبزيو روزل دي چې د هغې وده کوونکى او تکثري عضوي د غذا په ډول په کار وړل کيږي علاوه له دې نه د سبو روزلو علم ډېر پراخه دى سابه پراخه مفهوم دى او تر اوسه پورې ددې کوم علمي تعريف نه دى شوى ليکن (R.bielka)دتعريف له نظره سابه عبارت دټولوهغه توليد اتو څخه دي چې د غله جاتو او ميوه جاتو په محصولاتو پورې اړه ونلري او په باغچې او يا پټي کې د ځانګړو شرايطو لاندې توليد شوي او دهغې ځينې برخې (پاڼې ،ساقې ،ريښې ګلان )
 ټيو برونه ،پنډوکونه ،غوټۍ ،زخې ،ميوې او تخمونه ) په خوړو کې د خام پاخه يا دکنسرو په بڼه په کار وړل کيږي (٦) سابه غذايي ،طبي ، اقتصادي ارزښت لري
الف : دسبو غذايي اهميت :
سابه زموږ په ورځني خوراک کې لويه ونډه لري داسې خواړه به نه وي او که چېرې وي دا به ډېر کم وي چې سابه په کښې نه وي استعمال شوي ځينې سابه لکه خواږه کچالو ، لوبيا او داسې نور د غذا لويه برخه تشکيلوي ځينې خواړه هم شته چې يوازې دسبو څخه تياريږي د هغوئ ځينې د کاربوهايدرايت ،پروتين او ځينې د معدنې موادو غوره منبع ګڼل کيږي له دې امله سابه روغتيا او صحت لپاره زيات ارزښت لري په بېلابېلو هېوادونو کې په يو کال کې د سبو استعمال د ٢٥نه تر ١٤٠کيلو ګرام في نفر ښودل شوې

سابه زيات غذايي ارزښت لري سابه په خپل ترکيب کې کاربو هايدريت ، پروتينونه ، شحميات او همدا رنګه بيوکاتاليتونه ( ويټامينونه ، هارمونونه ، فرمنټونه ) معدنې مواد ( منرالونه ) او مساله جات لري .

١- کاربو هايدريټ :
په کثره سبو کې کاربو هايدريت د غذا عمده برخې تشکيلوي غني ترينه منبع د قندي موادو بېخداره نباتات ( لبلبو ، ګازرې ...) او د باقولي کورنۍ سابه دي
٢- پروټين :
په اکثره سبزيجاتو کې د پروټين اندازه کمه ده .
دبيلګې په ډول په ١٠٠ګرامه پاڼو کې ٢.٢ ګرامه پروتين وجود لري په ميوه لرونکو سبزيجاتو کې ٢ ګرامه او بېخ لرونکو کې ۳،۱ګرامه پروتين شته دي د پروتين اندازه په باقلي ،فاصوليه او تازه مټرو کې زيات دي . (٦)

٣- شحميات :
په سبو کې د شحمياتو اندازه د کتنې وړ نه ده لوبيا ، نخود ، مرچ او ګازرې په اوسط ډول ٣ فيصده شحميات لري او په نورو سبزيجاتو کې د شحم اندازه يو فيصد ته هم نه رسيږي . (٦)
٤- ويټامينونه :
سابه مختلف ويټامينونه لري نو ځکه د ويټامينونو اساسي منبع ګڼل کيږي
د بېلګې په ډو ل  ګازرې ، ملۍ ، سره مرچ ، کدو کروتين لري او ويټامين B( ټيامين ) د ملۍ (پاڼې) ګلپي ، مټر ، باقلي ،مارچوبه کې وجود لري . او ويټامن سي ( ايسکاربيک اسيد ) په روميانو ، مرچو کې وجود لري .
٥-فرمنټونه :
ځانګړي پروټينونه دي چې د کټليست رول لوبوي يعنې هغه مواد دي چې په بدن کې د کيمياوي عملياتو خصوصياتو ته تغير ورکوي .
په سبو کې مختلف فرمنټونه وجود لري لکه : په کچالو کې امايلېز ، په کرم ،ملۍ کې پراکسيديز ، په خويوو ( لشمک ) کې انولېز وجود لري .
_ فرمنټونه يوازې په سبو کې وجود لري او د پخېدلو په وخت کې بېرته غير فعال حالت ته ځي (٦)
٦- معدني توکي (مواد):
معدني توکي د انسان په غړو کې مهم دي لومړى داچې معدني توکي د اسکليټ په جوړښت کې شامل دي او دې ثبات ورکوي  دويم داچې معدني مالګې د انسان فيزيالوژيکي عملې ګړندۍ کوي منحلې مالګې په (.......) ازموتيک فشار د کلويدونو د انبساط په درجه باندې اغېز اچوي او هم د ارګانيزمونو د مايعاتو او د حجرې فزيکي ، کيمياوي ، او حياتي فعاليتونو لپاره ضروري دي درېيم داچې معدني مواد د پيچلي مرکباتو لکه هيمو ګلوبين فرمنټونو هارمونونو برخه ده .
سبزيجات د معدني موادو څخه غني دي چې په دې کې د پنځوسو ( ۵۰)څخه زيات کيمياوي عناصر وجود لري په دې صورت چې د اورګانيزمونو د معدني موادو ضرورت ٧_١٠ فيصدو پورې سابه پوره کوي
(٧% فاسفورس دپاره تقاضا ، ٨% د کلسيم لپاره ، ١٠% د اوسپنې لپاره )
_ کلسيم په کچالو ، ملۍ او جوارو کې زيات دى او فاسفورس د کرم په غوزه ، ملۍ او مټر کې زيات دي اوسپنه په پيازو ، لبلبو اوپالکو کې زياته وي (٦)
زيات سابه   مساله لري په همدې سبب زيات خوندور وي نو ځکه ځينې سابه د مسالو په ډو ل کارول کيږي .

ب : د سبو طبي اهميت
سابه  په طبابت کې زيات ارزښتمن رول لري د کيمياوي درمل جوړنونې په صنعت کې چې کوم درمل جوړيږي په هغه کې ٤٠% د نباتاتو څخه جوړيږي سابه په دې برخه کې ځانګړى ځاى لري (٦)
پخوا هم له سابه په محلي او هم په عملي طب کې زيات کارول کېدل نننيو څيړنو ښودلې ده چې د ډېرو ناروغيو په درملنه کې د سبو اغېز زيات دى د بېلګې په ډول
دکرم پاڼې چې نږدې ١،٦٣% سلولوز لري د کلمو د هاضمې د فعاليتونو لپاره ګټورې دي او همدارنګه د کرم په تېزابو کې تارتاريک وجود لري چې د بدن د چاغوالي مخنيوى کوي .(٦)
_ همدارنګه پياز هم د زياتو ناروغيو په درملنه کې په کار وړل کيږي د پيازو خوراک ملا محکموي درد او تبه له منځه وړي ډاکټر امر وايي (( پياز په يوه وخت کې هم خواړه دي او هم درمل)) ډاکټران پياز د   ادرار   د زياتېدلو او پښتورګو د درملنې لپاره په کار وړل کېږي پياز د ماشي ،مچۍ د زهرو د له منځه وړلو لپاره ښه اغېزناک ګڼل کېږي (٣)
په هندوستان کې د تازه پيازو شربت ( جوس ) د ګېډې د باد ، اسهال او کولرا د درملنې لپاره کارول کېږي (٧)
_. د هوږې په استعمال سره د وينې فشار کميږي او هوږه د زړه عضلات تقويه کوي اشتها راولي او صفرا دفعه کوي .
د اسلام ستر پيغمبر حضرت محمد صلي الله عليه وسلم فرمايلي دي (( کلو الثوم فانه شفاء من سبعين ))ژباړه : هوږه وخورئ د اوياوو ناروغيو لپاره درملنه ده ( ٣)
_ ګازرې کروتين لري او دا بيا د انسان په جګر کې په ويټامن اى بدليږي نو له دې کبله د سترګو ديد او د شوکورۍ لپاره ښه درملنه ده  هغه وګړي چې سلسل بول لري بايد خامې ګازرې ، سپينې ملۍ او ګلپي په اومه ډول وخوري (٣)
_ کاهو صفرا دفعه کوي او د زيړي لپاره ښه درمل دي وينه پاکوي او عصابو ته سکون ور بښي (٣_ پالک د وينې سره حجرات زياتوي او بدن ته قوت ورکوي او تنده ماتوي (٤)
_ دڼيا (ګشنيز) زړه او دماغ تقويه کوي روحي اندېښنې او تشوېشونه له منځه وړي د دڼيا د تخم جوشانده دستونې درد او د معدې چيجي د له منځه وړلو لپاره ګټوره ده .

ج .د سبو اقتصادي ارزښت
يوازې دا نه چې سابه غذايي او طبي ارزښت لري بلکې سابه له ډېرو اقتصادي ګټو درلودونکى هم دى د سبو د کرنې په دې ورستيو څوو کلنو کې تجارتي بڼه غوره کړې ده او زيات بزګران ورڅخه يو څه اندازه ګټه هم لاس ته راوړي څرنګه چې سابه د خوراک مهم جز تشکيلوي او په ورځنيو خوړو کې کارول کېږي نو په دې اساس هره کورنۍ يې له مارکېټ څخه پېري او همدارنګه د سبو توليدونکي وګړي سابه په پراخه
پيمانه روزي او توليد شوي سابه مارکېټ ته وړاندې کوي او له سبو څخه خپل عايدات لاس ته راوړي څرنګه چې سابه په صنعت کې هم په کاريږي او په رنګ جوړونه کې هم ترې ګټه اخستل کېږي ( د غاليو د تار رنګ )نو په دې اساس سابه د ډېر زيات اقتصادي ارزښت لرونکي دي څرنګه چې سابه زيات حاصل ورکوي او هم ښه بيه لري نو د ملک د اقتصاد په پياوړتيا کې مرسته کوي دا چې سابه د في واحد ځمکې څخه د نورو حاصلاتو په کچه زيات حاصل ورکوي او ښه بيه لري نو په همدې اساس يې د بزګرانو په منځ کې ځانګړى مقام ګټلى دى . سابه نسبت غلو ته زياته لاس ته راوړنه لري څرنګه چې په اوسنيو وختونو کې سابه پروسس کېږي او په مختلفو بڼو کارول کېږي لکه تازه سابه ، اوچ سابه ، دروب په ډول اچار او.پروسس کول هم د سبو اقتصادي ارزښت په پياوړتيا کې لويه ونډه لري .

د تخم د سوچه (خالص) ساتلو اړتيا
ديو نبات اصلاح او د هغه جوګه کول اصلاح شوي تخم توليد ته ډېرو هلو ځلو د پيسو لګښت او وخت اړتيا لري خو يوه ورايټي ديو او يا څوو کلنو په کرلو د طبعي پېښو سره په مخامخ کېدو کې خپل غوره ځانګړنې له لاسه ورکو ي او حاصل يي کال په کال کميږي .د ورايټۍ يا ډو ل د خالص ساتلو ( د هغوئ د جنټکي ځانګړنو ساتل ) لپاره بايد ځينې عملې په پام کې ونيول شي تر څو ورڅخه ښه حاصلات راټول شي له بلې خوا د هغو د تخم په بيا پېرلو ( اخستلو ) کې پيسې و نه لګيږي او همدارنګه ساينس
پوهانو ته اړتيا پيدا نه شي چې هر کال د تخم نوې ورايټۍ او ډول د بزګرانو ټولنې ته وړاندې کړي .
نن سبا زموږ بزګران هر کال د هندوانو ، بادرنګو ، کدوانو ، لېړو ، پيازو روزل شوو رايټوو تخمونه په لوړه بيه پېري خو دراتلونکي کال لپاره بيا هغه نه کاروي ځکه چې د هغه پوره څارنه ، ساتنه او لازم تعقيب نه شي کولى چې په پاى کې د داسې محصول جنټکي او فزيکي ځانګړنو کې بدلونونه راځي او د نوموړو څخه بيا کرونکي تخمونه ښه حاصل نه شي ورکولى .
په دې ډول څرګنده شوه چې د ځينو عمليو اجراتو په څارنې سره د کرل شوو تخمونو او فصلونو د غوره جنټکي او فزيکي ځانګړنو ساتنه وشي کال په کال به ورڅخه ډېر حاصلات واخستل شي (٥)
 
د تخم تعريف او د غوره تخم ځانګړنې
-دتخم تعريف:کله چې په ونو ، بوټو او نورو کوچنيو نباتاتو کې د ګلانو د ګرده اچونې له کبله د ګل د نارينه آلې ( د ګردې کڅوړې ) څخه د ګردې دانې د ګل د ښځينه آلو ( سټيګما ) له پاسه ولويږي او دغه ګرده د ښځينه آلې د غړي او تنې دننه ورسيږي او ځان په تخمدان کې غير القاح شوې تخمې  ته ورسوي  د هغه سره يوځاى کېږي اوپاى کې القاح صورت نيسې او تخم جوړيږي .
په دې ډول ويلى شوو چې تخم د نارينه او ښځينه ګامېټونو د يو ځايوالي او اتحاد په نتيجه کې منځ ته راځي د القاح شوې تخمه چې د راتلونکې تلپاتې کېدو د پل حيثيت لري که چېرې همدا پخه تخمه د تکثير د ارګان په ډول وکارول شي نو تخم  ( Seed ) اوکه خوراکي او غير تکثيري نورو پروګرامونو لپاره وکارول شي نو دانه ، غله  (  Grain  )   او حبوبات بلل ګڼل کېږي ( ٥ )
_ د تخم د استراحت په حالت کې يو غير انګشافيافته نبات دى چې د تخم د پوښ     seed coat))     په واسطه پوښل شوى دىاو کله چې ورته مناسبه تودوخه لنده بل او روښنايي ورسيږي نو په بشپړ نبات بدليږي تخم د ګردې او د تخمې د يوځاى کېدو څخه لاس ته راځي (٢)
_ تخم د بوتاني له مخې يو پخې او القاح شوې تخمې ته وايي او د برېډينګBreeding  له مخې تخم يوه پخه القاح شوې تخمه ده چې د تګثير لپاره په کار وړل کېږي او راتلونکي نسل ته د پاېښت لپاره د پل حيثيت لري (٥)
تخمونه د جوړښت له مخې د پوستکي (seed coat) نطفې (embryo) او غذايي موادو (endosperm) لرونکي وي هغه تخمونه ژوندۍ نطفې لري او بشپړ غذاي مواد ولري د شين کېدو ځواک يې زيات وي .
 
د ښه تخم ځانګړنې :
هغه پخه تخمه چې موجوده کرل شويوو ورايټيو په پرتله د ښوو او غوره ارثي او فزيکي ځانګړنو نباتاتو څخه تر لاسه او بيا د تکثير لپاره وکارول شي اصلاح شوى تخم ګڼل کېږي .
اصلاح شوي تخمونه د جنټکي ( ارثي) اړخ د پوروالي پر اساس بايد دلاندې ځانګړنو لرونکى وي

د تخم جنټکي ځانګړنې
١- دلوړ حاصل د ورکړې توان (high yield):
يو اصلاح شوى تخم بايد د محلي او کرل کېدونکو په پرتله د ١٠_١٥% زيات حاصل ورکړې ځواک ولري .
٢- پراخه توافق (wider adaptabilty.) يو اصلاح شوى تخم بايد دمحلي ورايټو په پرتله د ډېرو موقيعتونو ، بېلابېلو خاورو او اقلمي شرايطو په پام کې نيولو سره د توافق وړتيا ولري .
٣- دمناسبې پخېدنې وړتيا ( proper maturity )
د اقليمې شرايطو په پام کې نيولو سره بايد په يو مناسب وخت کې د پخېدو وړتيا ولري .
٤- د ناروغيو او افتونو په وړاندې مقاومت :
د محلي او موروجو ورايټيو په نسبت د ناروغيو او افتونو د حملې په وړاندې مقاومت ولري
٥- د کرنيزو عمليو د اجرا په وړاندې ښه عکس العمل وښيي يعنې د خېشاوې ، اوبو ورکولو ، سرې ورکولو ، د ګډ کښت او داسې نورو عمليو د اجرا په صورت کې زيانمن نه شي .
٦- د ښوو غذايي ارزښت ، خوند او څرنګوالى ( کيفيت ) لرونکى وي .
د يو تخم ددغوو پورته ذکر شوو صفاتو او ځانګړنو په لرلو سره هم يو اصلاح شوى تخم نه بلل کېږي نو د ښوو جنټکي ځانګړنو تر څنګ بايد د غوره فزيکي ځانګړنو لرونکى وي چې بيا اصلاح شوى تخم وبلل شي .

د تخم فزيکي ځانګړنې : د تخم فزيکي ځانګړنې په لاندې ډول خلاصه کېږي
١- زيات خالصوالى ( higher in purity ) د اصلاح  شوي تخم کتله بايد د هرزه ګياوو ، تخمونو ، خاورو ، دوړو ، ماتو تخمونو او نورو کرنيزو تخمونو څخه پاک وي
٢- د ښه شنه کېدو او ټوکېدلو ځواک ( good germination ) دمحلي تخمونو په پرتله د اصلاح شوي تخم دانې بايد د ټوکېدو لوړ او ښه وړتيا ولري او ټوکېدنه يې په سلو کې ٩٠% وي
٣- مناسب لمده بل (  optimum moisture  ) اصلاح شوي تخمونه بايد د لمده بل ډېره ښه  فيصدي ولري د تخم په جوړښت کې د اوبو زياتوالى او له حده کموالى دواړه ناوړه اغېزې لري .
٤-  دتخم ورته والى ( uniformity ) د يو اصلاح شوي تخم د کتلې ټولې دانې د شکل ، سايز (جسامت ) ،رنګ او وزن له پلو ه ورتوالى ولري .
٥- د ناروغيو او افتونو څخه پاکوالى ( diseases and insect free.)اصلاح شوى تخم بايد په ناروغۍ ککړ نه وي او همدارنګه د حشراتو تر حملې لاندې نه وي راغلى .
_که چېرې يو تخم د پورته ذکر شوو جنټکي او فزيکي ځانګړنو لرونکى وي او د تکثير لپاره وکارول شي اصلاح شوى تخم بلل کېږي .

د سبو د ډولونو د ګرده اچونې راز
ګرده اچونه د ګردې د انتقال څخه عبارت ده چې د نارينه الې ( دګردې کڅوړې ) څخه د ښځينه الې (stigma  ) ته تر سره کېږي او د يوځاى کېدو عمليه يې د (fertilization  )په نامه ياديږي . په عمومي ډول په سبو کې دوه ډوله ګرده اچونه ترسره کېږي ، چې يو يې په خپله ګرده ، ګرده اچونه ( self pollination) ده او بل يې د پردۍ ګردۍ په وسيله ګرده اچونه cross pollination ).) ده .
الف : په خپله ګرده ، ګرده اچونه ( naturally self pollination.) :
دغه ډول ګرده اچونه کې د ګردې لېږدول د نارينه الې څخه دهماغه ګل ښځينه الې ته ،يا دهمدې نبات د بل ګل ښځينه الې ته او يا هم د هماغې اورايټۍ بل بوټې ښځينه الې ته لکه روميان ، کاهو ، لوبيا ، مټر ، نخود او داسې نورو کې (٥)
ب : د پردۍ ګردې په وسيله ګرده اچونه :( naturally cross pollination) :
دا ډول ګرده اچونه د بلې ورايټۍ د ګلانو څخه د ګردې انتقال ته ويل کېږي چي په يو او يا څوو خواصو کې يو له بل سره فرق لري ( ٥)
_ دا ډول ګرده اچونه د باد ، حشرو ، او نورو عواملو په وسيله صورت نيسي چې نږدې ٩٦% دنورو ګردو په وسيله القاح کېږي لکه : ګلپي ، شلغم ، ملۍ ، ګازرې ،پياز ، لبلبو ،پالک او دکدوانو کورنۍ .
دتخم د خالص لاس ته راوړلو لپاره لازمه ده چې د نباتاتو د ګردي اچونې په راز وپوهېږو او بوټې وپېژنو چې د ګرد اچونې په کوم ډو ل القاح کېږي . د يادونې وړ ده  چې ځينې کرنيز نباتات د خپلې ګردې تر څنګ د ځينو لاملونو ( لکه حشرات ،باد اوداسې نور ) دپردۍ ګردې په وسيله القاح کېدونکې وي چې دا ډول ګرد اچونه ( often cross pollination ) بلل کېږي چې دا ډول نباتات کېداى شي چې د ٥% څخه زيات د پرديو ګردو په وسيله القاح شي لکه تور بانجان ، خواږه او ترخه مرچ ، لېړو.
همدارنګه هغه نباتات چې دباد په وسيله ګرده اچونه په کې صورت نيسي (anemophilous.) په نامه ياديږي لکه حقيقي پالک ،لبلبو ، جاپاني پالک .
هغه نباتات چې د حشرو په وسيله ګرد اچونه په کې صورت نيسي د (entemophilous) په نامه ياديږي لکه هندوانه ، بادرنګ ، کدوان ، ګلپي ، کرم ، ملۍ ، ټېپر ، ګازرې ، پياز ،چينايي کرم
د تخم د سوچه ساتلو لپاره بايد د ګردې انتقالونکي عوامل ( حشري ،باد ، مږې او مږک ،مرغان ، اوبه ، د ځمکې د جاذبې قوه ، نژدې اړيکې )وپېژنو او هم د ګل جوړښت په هکله معلومات ولرو په (cross pollination .) نباتاتو کې ګرده د باد او حشرو په وسيله لېږدول کېږي خو په (self pollination ) نباتاتو کې ممکن د باد او حشرو په وسيله ولېږل شي لکه مرچ ، تور بانجان او.. .
هغه نباتات چې (self pollination.) دي او رنګه ګلان يې د ښه بوى نکتار شيره لرونکى وي حشرات ځان ته جلبوي په دې ډول نباتاتو کې د کراس (cross.) احتمال وجود لري .

د تخم د تشکيل راز:
د ګلانو په وخت کې ګرده (pllen) دنارينه الې (anther) څخه د تخمدان سر (stigma.) ته انتقال مومي چې داعمليه د (pollination) په نوم ياديږي .
ګرده چې کله د تخمدان سرته ورسيږي نو د اوبو ، شکرې اونورو موادو د جذبولو څخه وروسته زرغونيږي او يوه ميله جوړوي چې هغه د تخمدان په ميله (style) کې د تخمدان (ovory) لاندې برخې ته اوږديږي تر څو د جنين کڅوړې (embryo sac) ته ورسيږي د تخمدان په ميله کې د ګردې ميله وده کوي او دجنين تر کڅوړې پورې د (ehimotrophy substances) په واسطه اداره کېږي مخکې له دې چې دګردې مېله د جنين کڅوړې ته داخل شي د ګردې د دوو هستو يوه زېږونکې (gene rative nucleus) انقسام کوي او دوه نطفې (sperm nuclei..) تشکيلوي د ګردې د ميلې هسته (tub nuclous) په خپل حال پاتې کېږي او نقسام نه کوي . کله چې د ګردې ميله د جنين کڅوړې ته داخل شي په دې وخت کې يو مذکر ګمېټ د مونث ګمېټ سره او بل مذکر ګمېټ د دوو پول هستو(polar nuclous) سره يوځاى کېږي چې دې عملې ته ډبله القاح (double fertilization)
د تخم د تشکيل لپاره ګرده اچونه او القاح دواړه ضروري دي .

دسوچه تخم کرنه (ورايټي)
تعريف :
دا د طبقه بندۍ يو واحد دى او د بوټو او يا نباتاتو هغې ډلې ته ويل کېږي چې د يوې ټولنې افراد يې ( ټول بوټي يې ) يوشان ځانګړتياوې ، کيفيتونه ، قد ،رنګ ،پاڼو او دانو لرونکى وي او دنوعې له نورو ډولونو سره په يو يا څو ځانګړتياوو کې فرق ولري لکه د شاهين ډول دجوارو دانې سپينې او سرحد يلو دانې ژيړې دي . د تورو بانجانو (purple long.) ډول ورايټۍ اوږدې مېوې نيسي خو
 (black beauty .) ډول ګردې مېوې نيسي چې دهمدې يا نورو ځانګړنو په لرلو يو له بله څخه توپير لري او هريو يې ورايټي بلل کېږي په داسې حال کې چې د جوارو ټولې وراټۍ (zea mays) او دتورو بانجانو ټولې ورايټۍ ،(ډولونه )solanum malongena. په نوعې پورې اړه لري (٥)                            
                         
   د تخم ګروپونه (classes of seed.):
١- (pre basic seed.):
دغه تخم د برېډر تخم په نامه هم ياديږي چې د بريډر په واسطه توليديږي او جنټکي خالصوالى يې زيات ( ١٠٠%) دى او ددې ټولګي تخم په بوريو کې چې سپين لېبل 
(tag.) چې اړخونه يې شنه خطونه ولري زخيره کېږي .
٢- (basic seed): بنيادي تخم :
دا د (pre basic seed.) دکرلو څخه تر لاسه کېږي او په فارمونو کې د ځانګړې نظارت لاندې تو ليديږي په بوريو کې يې سپينې tag  نښې وي .
٣- (certified seed.) تصديق شوى تخم :
د بنيادي تخم د کرلو څخه چې د ماهرو بزګرانو په وسيله د هغو ئ پر ځمکو ا فارمونو کې کرل او توليديږي چې د توزيع اوېش لپاره بزګرې ټولنې ته وړاندې کېږي .
۴- (approved seed .) اصلاح شوى تخم :
که چېرې د تصديق شوي تخم مقدار کافي اندازه نه وي او هغه د دويم ځل لپاره وکرل شي دغه توليد شوى تخم د اصلاح شوي تخم په نامه ياديږي .
٥- (declear quality seed) :
هغه ګروپ چې د بزګرانو په  وسيله کرل شوى او د هغې کيفي او جنټکي سوچوالي لپاره د بزګرو په وسيله په ځانګړې لارښوونې لاندې هلې ځلې تر سره شوې وي .
٦- (commercial seed) تجارتي تخم :
کله چې په شخصي ځمکو کې تخم د جنټکي مقرراتو په پام کې نيولو سره توليد اوهغه بيا تصديق ورکوونکو ادارو له خوا تصديق شي (certified seed) په نامه ياديږي او دا تخم د پېرلو په منظور توليديږي .
٧-(nucleus seed) د برېډور په واسطه لومړى توليد شوى تخم په دې نامه ياديږي   (٥).
٨- (...................................) د تخم کلى دا په دې مانا چې پو خاص کلي ته يو خاص تخم ورکړل شي او د يوخاص تخم د توليد لپاره نوموړى کلى مختص کړاى شي .

جلاوالى ، فاصله ( isolation)
په خپلو کې د دوو القاح شوو ورايټو او يادوه  همډوله يو له بل سره په خپلو کې دومره واټن (فاصله )ولري چې يو بل ته يې ګرده ونه رسيږي .او دا کار د ځينو تطبقاتو له امله شونى ښکاري او په څوو طريقو لاس ته راځي .

١- د موقيعت له مخې د فاصلې لرې والى (distance isolation) :
په خپلو کې القاح کېدونکې ورايټۍ او ډولونه يو له بله سره په دومره فاصله کې واقع وي تر څو د باد او حشراتو په وسيله يو بل ته د ګردې انتقال صورت ونه نيسي دغه فاصله د بېلابېلو نباتاتو تر منځ فرق کوي .
_دحشرو او باد د شتوالي او ددې عواملو په وسيله القاح کېدونکو نباتاتو کرل شوې دساحې اندازه د تخمونو د ګروپونو او داسې نورو عواملو پورې اړه لري بايد د سوچه تخمونو د ترلاسه کولو لپاره د کرنيزو نباتاتو لپاره د بېلابېلو ورايټيوو د فارمونو د تخمونو دګروپونو په تفکيک فاصلې په پام کې ونيول شي دا موضوع به په لاندې جدول کې په مشرح ډول سره د هر نبات او بايد دهغوئ ترمنځ د فاصلې په ښودلو سره شرح شي (٥)

 

په پورته ډول  د فاصلو په پام کې نيول د حشرو او باد په وسيله د ګردې لېږدېدو مخنيوى کوي اويا يې محدودوي خو ددغو فاصلو په پام کې نيول په بېلو بېلو هېوادنو کې فرق کوي
٢-د کرلو د وخت توپير ( time isolation) :
د دوو القاح کېدونکو ورايټيو او نوعوو تر منځ د موقعيت له پلوه فاصله يا لرې والى نه مرعات کېږي نو د کرلو وخت يې سره  بايد فرق ولري دا په دې ډول چې يوه ورايټي دې دومره دمخه وکرل شي چې د دويمې ورايټۍ څخه دې دمخه ګلان وسپړي او ګرده اچونه يې بشپړه شي په دې اړه بايد سوچه تخم توليدونکي سړى
ددواړو ورايټيو ځانګړتياوو سره اشنا او په اړه يې پوره معلومات ولري
۳- دکڅوړو او جاليو په واسطه د ګل يا نبات پوښول (baging and caging.):
ددې لپاره چې د کرل شوې ورايټي سوچه تخم په لاس راشي نو دپردۍ ګردې په وسيله بايد دهغې د ګردې اچونې او لقاح مخنيوى وشي د نورو عمليو تر څنک د نبات ګل جوړښت د مطالعې پر بنسټ ناسپړ شوىګل يا ګلان اويا ټول نبات په مخصوصو کڅوړو او جاليو کې پوښول کېږي تر څو ورته دباد يا سرو په واسطه پردۍ ګردې را نه وړل شي او ددې ګلانو ګرده اچونه دلاس په وسيله اويا هم دانسان په واسطه وشي او يا هم د شاتو د مچيو يه مرسته . (٥)
په کڅوړنو باندې د انفرادي ګلانو يا د ټولې ګلڅانګې پوښوول ، د باد په وسيله ګرده اچونه کېدونکى نباتاتو او جاليو په وسيله د څوو بوټو پوښوول د حشرو په وسيله ګرده اچوني شوي نباتا تو لکه مرچ ،توربانجانو کې معمول وي ددې عمل لپاره د ځانګړو کاغذونو کارول يا دکړکيو جالۍ کارول کېږي د ګرده اچونې نه وروسته د کاغذي کڅوړې او جالۍ له ګلانو او نباتاتو نه لرې کېږي. (٥)
٤- د ګردې د انتقال څخه د مخنيوي لپاره طبعي سرچينې کارول:
ځينې طبعي سرچينې لکه غرونه ، سيندونه ، غونډۍ او ځنګلونه او د فارمونو اړخونو  ته د ونو اونو ګردې مخنيونکي نباتاتو هم د باد د حشرو په وسيله دګردې د وړلو مخنيوى کوي نوکه د دوو القاح کېدونګو ورايټيو ترمنځ دا ډول موانع وجود
ولري  له هغې نه د سوچه تخم لاس ته راوړل  امکان لري د فارم څلور لوريو ( سرحدونو ) د نباتاتو نه تخم وانه خستل شي ځکه د باد او حشرو په وسيله انتقال شوې ګردې د همدې سرحدي نباتاتو سره اړيکې پيدا کوي ممکن ددې د ګرده اچونې سبب ګرځېدلي وي .
روګينګ کول (roguing ):
د اړوندې ورايټۍ نه پرته نور ټول بدل بوټي هرزه ګياوې په ناروغيو او افتونو اخته بوټي ، تناسح شوو بوټو لرې کولو ته  (roguing) وايي .
کله چې يوه ورايټي د تخم لپاره کرل کېږي نو تخم تولېدونکى بايد د هغې په موفولوجي ( بڼه) باندې پوه وي دا خبره به د بدلو نباتاتو د پېژندنې او د هغو د اېستلو او له پټي نه دلرې کولو لپاره کاروي  د ورايټيو نه پرته د نورو بدلوبوټو لرې کول د تخم جنټکي او فزيکي ځانګړنو ا و دسوچه ساتلو مانا لري .

د روګنګ  مراحل
دهر نبات  لپار ه دروکنګ کولوحاص پړاونه  ډول دنباتاتو دنمو په مر حلوکې ترسره کيږۍ او روګينګ په  جسمې نمو مرحله (vegetative stage)له ګلانو څخه محکې مرحله
(pre flowering stage )او دګلانو څخه وروسته مرحله (post flowering stage)
کې ترسره کيږي د روګينګ په اجرا کې اتنخاب شوي نبات د تخم لپاره بايد  ځينې معيارونه وټاکل شي د روګينګ لپاره. د بېلابېلو بوټو ځانګړې مرحلې او غوره کولو لپاره معپارونه په دې بل مخ کې په جدول کې ښودل شوي دي .

دويم جدول ، روګينګ لپاره د بېلو بېلو بوټو ځانګړې مرحلې او غوره كولو لپاره معيارونه (۵)

د دوهمې برخې لپاره په لينك كليك وكړئ

http://www.tolafghan.com/petawona/index.php?action=detail&post_id=6536&b_id=19

http://www.tolafghan.com/petawona لومړى مخ