د ورايټۍ سوچه والى ( خالص تخم)        

دوهمه برخه

ليكوال:خليل الرحمان ((باور))

دفيلډ معيارونه:
د اصلاح شوو تخمونو تصديق کوونکو منابعو د تخمونو د توليد لپاره په ساحه او لابراتو ار کې ځينې معيارونه ټاکلي دي چې هر نبات بايد د هغه معيار پوره کړي تر څو اصلاح شوى تخم وګڼل شي او تصديق وړ وګرځي چې نوموړى معيار په لاندې جدولونو کې واضح شوى دى .

فيلډ معيارونه ، (٣) جدول:


 


لابراتواري معيارونه  (۴) جدول


د مېوې راټولونه
د مېوې (تخم ) راټولول بايد په داسې حالت کې صورت ونيسي چې تخم پوخ شوى وي د تخم د توليد لپاره مېوې په داسې حالت کې راټولې شي چې ښايي پخې شوې وي که چېرې مېوې خامې راټولې شي نو تخم به يې هم خام وي او تخم به يې ښه کافي غذايي مواد نه لري او د شنه کېدو وړتيا به يې هم کم وي يعني د شنه کېدو امکانات به يې کم وي اويا دا چې شنه کېدو فيصدي به يې کمه وي .
دلته د بادرنګو ،هندوانو ، روميانو ، توربانجان ،لېړوګان او پيازڅخه د ميوو (تخم ) راټولول د بېلګې په ډول ذکر کوو .
١- بادرنګ : د بادرنګو مېوې بايد هغه وخت راټولې شي چې رنګ يې ژېړ شوى وي او مېوې يې نرۍ شوې وي نو په دې وخت کې تخم ښه پوخ شوى وي .
٢- هندوانې : هندوانې هغه وخت له بوټې څخه راټوليږي چې ښې پخې شوې وي ظاهري بڼې له پلوه د خامو او پخو مېوو تر منځ کوم د کتنې وړ توپير نه تر سترګو کېږي خو تجربه ناک کسان کولى شي چې پخه او خامه هندوانه سره جلا کړي د هندوانو په ځينو ډولونو کې پخې مېوې د هغه له اواز څخه پېژندل کېږي چې د ګوتو په وسيله د هنداونو وهلو څخه پيدا کېږي دهندوانو د پخېدو معلومولو بله لاره د مېوې د جړانګې وچېدل دي کله مو چې هندوانه را وشكوله نو ماته به يې کړو او تخم به ترې د چاقو په واسطه وباسو و به يې وينځو او بيا به يې وچ کړو .

٣- روميان : کله چې روميان ښه پاخه شي او رنګ يې تک سور شي بايد له بوټي څخه راټول شي او د رومي مغز واېستل شي او په اوبو کې واچول شي او بايد ښه ومښل شي او بيا چاڼ شي نو پورتنى تخم  ( د چاڼ له پاسه تخم ) وچ کړاى شي او وساتل شي .
٤- تور بانجان : کله چې تور بانجان ښه پاخه شي او رنګ يې ژېړ شي او لږ نسواري خاپونه په کې موجود وي نو مېوې له بوټې نه را ټولې شي او مغز ترې واېستل شي يانې تور بانجان دې د چاقو په واسطه غوڅ کړاى شي او مغز ( زړي) ترې راواېستل شي او دا زړي دې په اوبو کې واچول شي او ښه دې ومښل شي ترڅو نور مواد ترې جلا شي او بيا دا تخم وچ کړاى شي او ودې ساتل شي .
٥- لېړوګان : کله چې لېړو په بوټي کې ښه پاخه شي او وچ شي نو له بوټي څخه دې غوڅې او راټولى کړاى شي او راټولې شوې بنډۍ ټولې رايوځاى کړاى شي له پوښ څخه دى تخم د ټکولو او يا دلاس په واسطه واېستل شي او تخم دې پاک کړاى شي او ودې ساتل شي .
٦- پياز : کله چې د پيازو د ګلانو غوزې پخې شي نو د بوټي څخه دې راټولې شي تخم دې ترې واېستل شي او بيادې تخم پاک کړاى شي او ودې ساتل شي .

د تخمونو پروسس:
د مېوو څخه د او ترېشر کولو وروسته  هره ورايټي په ځانګړو بوجيو کې چې د ورايټۍ تخمونو اېستلو او وچولو وروسته او د ځينو سبو د غوبل نوم ورباندې ليکل شوى وي په کې واچول شي او په ځانګړو کوټو کې  ذخيره شي او د تخم پاکوونکي ماشين په وسيله چې نوموړى ماشين د ټولو غله جاتو ،حبوباتو او سبو دانو د سورت کولو لپاره ځانګړې جالۍ لري پاک شي نوموړي تخمونه بايد په افت وژونکو، يا ضد عفوني شي چې تخم سره د ناروغيو د لېږدېدو مخه ونيول شي او د کرل کېدو په صورت کې د ناروغيو د يرغل لاندې را نه شي هغه افت وژونکي چې تخم ورسره معامله او لړل کېږي دا دي :
 Captan,ceresin ,thiram,vitavax, banlate او داسې نور  
که نوموړو افت وژونکو څخه هر يو تر لاسه شي بايد دوه ګرامه له يو کيلو ګرام تخم سره ګډ شي (٥ )

د تخم ساتنه
کله چې تخم د ضد افاتو سره ( افت وژونکو) سره يو ځاى شي د ذخيره کولو ځاى (زېر متون ) ته يوړل شي او زېر متون بايد وچ ،هواداره ،دېوالونه چت او ځمکه يې سمنټ شوې او درزونه ونه لري تر څو حشرې په کې ځاى ونه نيسي او که چېرې زېرمتون زېم ولري نو پلاسټک دې پرې وغوړول شي .

_ د تخم د زېرمه کولو لپاره مخکې له مخکې ټول دېوالونه چونې سره سپين کړاى شي او د ملتين محول په واسطه چې سل ګرامه مواد په يو لېټر اوبو کې ګډيږي وپاشل شي
د تخم بورۍ په ٠،١% ملتين محلول کې لمدې او له وچولو وروسته د تخم څخه ډکې شي همدارنګه کېداى شي د ګدام د موجوده افاتو او ناروغيو عاملينو د وژولو لپاره د ګدام د تودوخې درجه د ٤٨ ساعتو لپاره د سانتي ګراد ٦٦ درجو ته ورسول شي .
د يادولو وړ ده چې د ګدام د تودوخې درجه د ٢٧ درجو د سانتي ګراد څخه لوړه نه شي د زېرمه او ذخيره شويو تخمونو د لنده بل له ١٢% څخه لوړه نه شي زېرمه او ذخيره شوو تخمونو د ذخيرې په موده کې ممکن د ځينو دلايلو له مخې ګدام د افت له حملې لاندې راشي نود افت په ليدو بايد په ګدام کې ( phostoxine ) ټابلېټونه چې په غاز بد ليږي وکارول شي دهر ټن تخم لپاره دوه ټابلېټه او هم د هر ١٠٠٠ فټ مکعبې ساحې لپاره ٢٨ ټابلېټه وکارول شي
د ګدام ټولې کړکۍ ، دروازې او تهويه کړکۍ د يوې اونۍ لپاره کلکې بندې شي ددې ګوليو په کارولو سره د ګدام ټول حشرات او افات له منځه ځي .(٥)

نتيجه ګيري
 داچې زموږ هېواد زيات شمېر سبو د روزلو لپاره مناسب دى او د وګړو زيات دار اومدار په کرکيله پورې تړلى دي خو کرنه مو تر اوسه ډېره روسته پاتې او عنعنوي بڼه لري نو ځکه زموږ خلک نه شي کولى د خپلو ځمکو څخه د ښوو هلو ځلو سره سره لازم حاصلات واخلي .
د لوړو حاصلاتو د تر لاسه کولو لپاره اصلاح شو ي تخمونه يو مهم شرط ګڼل کېږي چې وروسته پاتې هېوادونه يې په لوړه اندازه کې د توليد وس اوتوان نه لري د اځکه چې دا کار پوره پانګه ، فني پرسونل او ځانګړې ساحې ته اړتيا لري موږ دا ټول امکانات نه لرو خو بيا هم که چېر ې له نورو هېوادونه څخه اصلاح شوي تخمونه او ورايټۍ وارد او وکرل شي او لازمه مناسبه څارنه يې وشي نو د زيات شمېر کلنو لپاره همدا ورايټۍ په کار اچولى شو چې لوړ حاصل به ولري (٥)
_ خو تجربو ښودلې ده چې له داسې اصلاح شوي ورايټۍ د لازمې څارنې د نشتوالي له کبله د اصلاح شوي تخم وروسته له لنډې مودې خپل ښه خواص بايلي او حاصلات يې کال په کال کميږي  او موږ اړ کېږو چې د نورو کلنو لپاره تخم وارد کړو چې د ا غير اقتصادي تمامېږي .
دې ته کولى شوو چې د وراي مضون او مقالې له محتوا څخه ( د معلوماتو دلرلو ) په استفاده دوايټيو دتخمونو سوچه والى وساتو او هغه زيات شمېر کلنو لپاره وکارو نو له يوې خوا به د لوړو حاصلاتو لرونکي شوو له بلې خوا به د هغې د ژر ژر پېرودلو څخه بې غمه او له بلې خو ا به اقتصادي کار شوى وي .
 
سپـــارښــتـــنې
١- حکومت بايد د اصلاح شوو تخمونو د توليد لپاره او هم داصلاح شوو تخمونو د سوچه ساتلو لپاره تحقيقاتي مرکزونه جوړ کړي او لاس ته راغلي تخمونه چې پوره پاملرنه يې شوي وي بزګر يې ټولنې ته وړاندې کړي تر څو د غير اصلاح شوو تخمونو ځاى ونيسي .
٢- بايد حکومت بزګرانو ته د تخمونو د سوچه ساتلو لپاره لار ښوونه وکړي تر څو دوئ وکولى شي خپل تخمونه سوچه وساتي او څو کلنو لپاره سوچه تخم وکاروي
٣- حکومت فني کارکونکي ( توسعه کاران) خلکو ته توسعه وکړي چې اصلاح شوي تخمونه وکاروي .
٤- د تخمونو د ساتنې لپاره بايد ګدامونه او سټورونه جوړ شي .
٥- تخمونه په ګودامونو کې له نم ، رطو بت او دتودوخې له  زياتوالي څخه بايد وساتل شي.
پاى.
 
اخستنې ( ماخذونه ):

١- ((حيسني )) ډاکـــــــټر سکندر .........سابه  (١٣٧٩لمريز)
٢-((سعادت)) محمداسماعـــيل .............دسبو روزنې پنځم سمسټر ( ١٣٧٩ل ) لکچرنوټ؛
٣- (( شينوارى)) صالح،  صالح ګل.......... غذا او صحت
٤- (( شينوارى)) صالح،  صالح ګل ..... د سبو او مېوو په وسيله علاج
٥-(( عتيق عبدياني)) سيداجان .......... دکرنيزو نباتاتو د تخم دساتلو لارې چارې  لکچر نوټ (١٣٨٠ ل )          
٦-(( نيطاقي)) و ((ح)) دهپور ............... سبزي جات حاره و نيمه حاره
٧-(( حمزه خېل)) پوهاند ډاکټر نورګل ......... سبو روزنه  (١٣٦٢ ل )

انځورونه

دجلال اباد ښار كښې د تخم دسوچه تخمونو پلورنځيد سوچه ورايټۍ  حاصل

http://www.tolafghan.com/petawona لومړى مخ