د شاتومچيو روزنه

ليكوالان: پوهاند دوكتوربازمحمدشيرزاد او محمدايازحيدري
كال: ۱۳۷۸ ش

فهرست:

سريزه
دشاتو دمچيود روزلز اساسات
د موقعيت او اراضي انتخاب
دشاتو دمچيو سره كاركول
په كندو كې د شاتو د مچيو كتنه
مچيو ته د ملكې د ورپيژندولو طريقه
هغه بوټي چې دشاتو مچۍ ورځخه گټه اخلي
په كليوالي ژوند او اقتصادباندې دشاتو د مچيو دروزنې اغيزې
بيولوژي
ګلان اودشاتو مچې
دشاتو د مچيو ناروغۍ
شات
دشاتو راټولول او پروسس
دشاتو ماركيتنګ
دمچيو موم

سريزه
دشاتو مچۍ يوه حشره ده چې دري جوړې پښې لري . ډير سپيشيزونه لري، د اقتصاد له پلوه د اهميت اوارزښت وړ ګڼل كيږي.
     كورنى جوړښت ئې نر،ملكه او كاريګران تشكيلوي او هر يو ئې جلا دنده سرته رسوي.
د نر مچۍ وظيفه د ملكه القاح كيدل دي او د ملكه دنده ئې  له نر سره يو ځاى كيدل او د هګيو اچول دي.كاريګران نكتار(شيره) او ګرده راټولوي چې د غه عمليه د زراعت او كرنې په توليد كې د اهميت وړده.
    د مچيو شات د غذايي ارزښت له پلوه ښه غذا ګڼل كيږي چې ګلوكوز،فركتوزاو سكروز او يوه اندازه اوبه لري اوله هرحيثه غني دي. د انسانانو لپاره خاصتاً د ماشومانو د ودې لپاره يي سپارښتنه كيږي.
   مچۍ نه يواځې شات توليدوي ، بلكه موم او پروپولس هم توليدوي او نور اضافي مواد چې كولاي شي ماركيټ ته عرضه شي، موم،كريم،صابون او نورو محصولات چې د روزمره معشيت او د اقتصاد د پياوړتيا لپاره ښه وسيله او بهترين مصروفيت ګڼل كيږي په توليد كې د استفادي وړ دي.
   د ګرده افشانۍ په هكله ويلاي شو چې د زراعتي محصولاتو زياتوالي  او د ميوو د ښه كيفيت لوړ حاصل او دشكل او جوړښت  او د ماركيت د ارزښت او پايښت له پلوه د اهميت وړ كار بلل كيږي.
   د شاتو مچې يې د القاح لپاره ښه وسيله ده ، نو له دې حشرې سره په نرمۍ سره كړنه پكارده ځكه چې له يوې خوا د عايد منبع  او له بلي خوا په عمومي توگه  محيط سازګاروي.
    د مچيو د روزنې لپاره بايد له ماهرانو سره ليدنه او كتنه وشي او فني مشوري واخستل شي.د مچيو د بيماريو او روزنې لارې چارې بايد په پوره مهارت زده كړل شي. لومړي ځل بايد په لږ پيمانه كار شروع شي او وروسته وسعت وركړل شي . ځرنګه چې د افغانستان كرنيز سكتور، لكه د نورو سكتورونو په شان د اوږدې مودې تپل شوې جګړې له امله ډير تاوانې شوي اود هغه بيا رغونه حتمي ګڼل كيږي خو پخوا تر دې چې كرنيزې چاري بيا راژوندۍ شي. بايد داسي پلان جوړ شي چې  د كرنيزو چارو ځينو برخو ته پكې د لومړيتوب حق وركول شي، د شاتو مچۍ او چرګان د كرنيزو چاروهغه برخې دي چې بايد د افغانستان په بيا ودانولو او رغولو كې ورته د لومړيتوب حق وركړل شي ځكه چې :
مچۍ په لنډ وخت كې په توليد او عايد پيل كوي
لږسرمائې ته اړتيالري.
ځمكه لرونكي او زمكه نه لرونكي دواړه كولي شي د شاتو مچې ورزي.
د بل كسب ترځنګ كيدلي شي د شاتو مچۍ هم وروزل شي.
هرځوك(ځوان،زوړ او ښځې) كولاي شي د شاتو مچۍ وروزي.
 ځوك چې غواړي د شاتو مچۍ وروزي بايد پخوا تر روزلو ديو بل مچۍ روزنكي شخص نه چې د دروزلو عملي تجربې ولري  د مچيو د روزلو په اړه معلومات تر لاسه كړي. دخلكو د پوهاوي لپاره د شاتو د مچيو د روزلو په هكله علمي او فني ليكونه ته اړتياده د همدې اړتيا پر اساس دا اثر وليكل شو چې زمونږ ګران هيوادوال وكولي شي د شاتو د مچيو د روزلو لپاره يو لارښود تر لاسه كړي اوله دې لارښوده د شاتومچيو په روزلو كې ګټه واخلي.

د شاتو د مچيو د روزلو اساسات
هغه ځوك چې د شاتو مچيو ساتل او روزل غواړي نو تر هرځه د مخه بايد اساسات زده كړي، دا اساسات لاندې بيانيږي:
كه ځوك غواړي د شاتو مچۍ وروزي نو له فني مشورو دې پيروي وكړي.
له دې رشتې سره له سروكارپيداكولو سره سم بايد د مسلك په هكله پوره اشنائي پيداكړي.
 د مچيو د روزلو لپاره د محيط، اراضي او دهغو بوټو مطالعه ضروري ده چې دشاتو مچۍ يې ګلان خوښوي او شات ورځخه توليدوي.
ددې مفيدې او ګټورې حشر د روزنې په باب بايد مچۍ روزنكي فني لارې چارې زده  او هغه وپيژني.
دشاتو مچيو روزونكي ته لازم دي چې د شاتو مچيو د روزلود ماهرانو له علمي تجربو ځخه په استفاده دشاتومچيو د روزنې پورې اساسات زده كړي او هميشه له فني ماهرانو او اشخاصو سره ارتباط ولري.
د هغه چا لپاره چې په لومړي ځل غواړي  د شاتو مچۍ وروزي  كولاي شي د شاتو د مچيو له يوې ځخه تر دوو پورې كالوني يا كورنۍ وروزي.
دشاتو د مچيو د نوعيت په هكله دې پوره معلومات حاصل كړي.
له هر ډول مرض او افت ځخه پاكو مچيو روزنه دې وشي او له مچۍ روزونكى دې خپل ځان مطمئن كړي چې دا مچۍ له مرض او افت ځخه پاكې دي.
دشاتو مچيو دكورنۍ ضعيف والى او قوي والى دې په نظر كې ونيول شي او دا په يوه كندو كې د ملكې، پوره شمير كارګرانو(دښځيو مچيو) او نرو مچيو موجوديت او ساليمتوب پورې اړه لري.
دملكې د عمر په باب چې ځوانه ده ،زړه ده ؟ ايا د نر سره جوړه شويده كه ځنگه؟په دې باب بايد پوره معلومات ولري.
په كندو كې د ذخيره شويو شاتو او دهغه دمقدار په باب پوره خبرتياوې او پوهه بايد موجوده وي.
كه ځوك غواړي چې د مچيو له روزنې سره سرو كار پيداكړي نو د ماهرانو له فني مشوروځخه دې تل استفاده وكړي.

د موقعيت او اراضي انتخاب
دشاتو د مچيو د روزلو  ځاى  او اراضي بايد دا لاندې خصوصيات ولري:
په كوم ځاى كې چې د شاتو د مچيو روزنه تر سره كيږي  نو بايد د شاتو د مچيو د استفادې وړ بوټواو ونو شميرهلته زيات وي.
منطقه بايد باد ونه لري ځكه چې د شاتو مچۍ به بادكې له الوتلوځخه ډډه كوي.
دځاى په انتخاب كې د ګلانو موجوديت او د ګلانو اندازه ضروري شرط دي چې د كال په اوږدو كې ورځخه دشاتو مچۍ استفاده وكړي.
كله چې د شاتو مچۍ له يو ځاى ځخه بل ځاى ته وړل كيږي نو د صندقونو سوري دې بند شي او دشپې په تپه تياره كې دې چې د خلكو غال مغال نه وي صندقونه وتړل شي او بيا دې يوړل شي.
كه چيرې د غذا كموالى محسوسيږي نو مصنوعي غذا دې برابره كړل شي.
منطقه بايد جبه زاره نه وي او نورې ستونزې هم بايد ونه لري.
مچۍ بايد له هر مرض او افت نه خوندي واوسي.
په كوم ځاى كې چې فابريكې موجودې وي هوا ككړه وي او بدبوي موجوده وي هلته دې د مچيو روزنه تر سره نه شي.
د مچيو د روزلو لپاره دې د غرونو لمنې ، ځنګلونه او نورښايسته ځاىونه انتخاب شي.
د شاتو د مچيو د روزلو لپاره مناسب ځاى هغه دې ميوه لرونكو او غير ميوه لرونكو ونو باغونه او ډير ګلان موجود وي. په كوم ځاى كې چې باغونه وي  دروزنې ځاى دې هلته انتخاب شي.

      دشاتو د مچيو لپاره د ځاى  غوره كولو شرايط:
دشاتو د مچيو د روزنې لپاره د ځاى په انتخاب كې بايد روزنكى لاندې ټكي په پام كې ونيسي.
په كوم ځاى كې چې مچۍ روزل كيږي د هغه ځاى په باب پوره معلومات لازم  دي او دشات وركونكو بوټو پيژندل، دشاتو دمچيو د روزنكي لپاره اساسي وظيفه  ګڼل كيږي.
دځاى خوښول  د ونواو بوټو د ګلانوپه موجوديت پورې تړلى دى.
دصندقونو په ترتيب سره ايښودل او انسجام يې د قطارونوجوړول ، دصندقونو دشمارې
 پر اساس سرته رسيدلاي شي.
په هغه ځاىونو كې چې سركونه او كورونه وي او ډير بيربار وي هلته د صندقونو كېښودل پكار نه دي
دشاتو د مچيو صندوق بايد په پايه يا بل شي باندې له ځمكې لوړ كېښودل شي.
دشاتو د مچيو د ژوند كولو ځاى بايد له شاتو وركوونكو بوټوتر يو يا دوه ۲-۱ كيلومترولرې نه وي.
د اوبو منابع بايد د شاتو د مچيو له كورنيوځخه ډيره فاصله ونه لري او بايد هغو ته نږدې وي.
دشاتو د مچيود كالونې ليدنه بايد په يوه ټاكلي وخت كې وشي.
دشاتود توليد مقدار د صندقونو په تناسب پورې اړه لري.
دشاتو توليد او لاس ته راوړنه دشات وركوونكو بوټو پر موجوديت ، نوعې او شمير پورې اړه لري.

دشاتو مچيو سره كار كول
د شاتو د مچيو سره د كار كولو په وخت كې د مچيو روزنكى بايد دا لاندې شيان په پام كې ونيسي.
له كندوځخه دشاتو راټولول بايد د اصولو او د فني طريقو په نظركې نيولو سره وشي.
دليدنې ،كتنې او يا دشاتو د راټولولوپه وخت كې دودپمپ وركول ضروري دي او دا ددې لپاره چې مچۍ له كندو ووزي اوسړى ونه چيچي.
دود وركول بايد د دود پمپ په ذريعه وشي.
دضايع كيدو مخنيوى پكار دي ، د شاتو راټولواو دموادو استعمال بايد به ښه طريقه وشي او مواظبت يې ضروري دي.
دكندو د ليدنې ، كتنې او تفتيش كولو په وخت كې بايد د جالۍ له خولۍ ځخه استفاده وشي چې د شاتو د مچيو له چيچلواو نېش وهلو ځخه سړى په امان كې پاتې شي.
دشاتود مچيو سره په ډيره نرمۍ ګوزاره كول پكاره ده او له تندې ګوزارې ځخه بايد ډه ډه وشي.
دصندوق يا كندو د خلاصولو په وخت كې له مچيو سره بايد په نرمۍ رفتار وشي او مچۍ په غصه نه شي او د نېش وهلو شرايط ورته برابر نه شي.
له كندو ځخه د قاب يا چوكاټ پورته كول بايد په ډيره اسانۍ سرته ورسيږي او د خپل ځان په طرف يې ډير ورو او كرار كش كړۍ چې د مچيو د غصې او قهر سبب نه شي.
عطريات بايد استعمال نه شي ځكه د شاتو مچۍ د عطرو بوى نه خوښوي او پرانسان د مچيو د هجوم او حملې سبب ګرځي.
موظف كسان دې له سپين لباس ځخه استفاده وكړي ځكه د شاتو مچۍ له نورو رنګونوځخه ناراحته كيږي او په غصه كيږي.
كله چې سوځيدونكى لمر يار باران وي نو د شاتو د مچيو له كندو سره غرض كول پكارنه دي ځكه چې مچۍ په دغه وختونو كې ډيرې ناراحته وي.
دشاتو د مچيو دعبور او مرور د لارې خيال ساتل پكار دي او دپوره نظم او نسق رعايت دې وشي چې په دې توګه د مچيو له نېش وهلوځخه مخنيوى وشي.

په كندو كې د شاتو د مچيو كتنه
دمچيو د كندو دكتلو په وخت كې بايد دا لاندې ټكو ته كلكه پاملرنه وشي:
دشاتو د مچيو د روزنكي له خوا بايد د مچيو كندو وكتل شي او د ملكې له ژوند او كار دې دشاتو د مچيو رونكى خپل ځان مطمئن كړي.
د شاتو د مچيو روزنكى بايد د مچيو د كتنې ياداشت او ريكارډ واخلي او هم دې د ملكې حقيقي عمرياداشت او ريكارډ كړي.
كه چيرې په كندو يا ځاله كې ملكه مړه شي فوري دې د هغه بكس يا صندوق شماره ياداشت شي او د نوې ملكې چې له نر مچى سره يوځاى شوې وي . صندوق ته برابره او معرفي شي چې له هغې پرته د شاتو د مچيو كندو نيمګړى دي.
دشاتو د مچيو په يوه كندو كې ملكه بايد له دري كلونوځخه د زياتې مودې لپاره ونه ساتل شي او بايد حتماً هغه تبديله شي كه مصنوعي خوړو يا غذا ته چيرې ضرورت او اړتيا وي نو ورته دې برابركړل شي.

مچيو ته د ملكې د ورپيژندولو طريقه
دقوي كورنۍ په نسبت هغې كورنۍ چې ضعيفي وي ملكه په اسانۍ او ژر مني.ځوانې مچۍ ډير ژر او په اسانۍ سره ملكه مني خو زړې مچۍ هغه ژر نه مني، كه چيرې وغواړۍ چې ملكه تبديله كړۍ نو پخوانۍ ملكه بايد مړه شي. له ځلورويشتو ساعتوځخه وروسته دې نوې ملكه تبديله شي ، نوې معرفي شوې ملكه بايد د تخمګذارۍ په حالت كې وي. ځوانه باكره ملكه ممكنه ده چې په پسرلي كې معرفي شي. د ملكې د معرفي ښه وخت په مني كې د ميزان مياشت ده.

اصطلاحات:
كندو: په حقيقت كې د مچۍ دځالې په نوم ياديږي.
كالوني: هغې ډلې ته وايې چې د شاتو دمچۍ په اجتماعي ډول ژوند كوي. دري واړه ملكه،كارګران او نران مچۍ ولري.
بروډ يا بچى: د ژوند هغې مرحلې دي ، لكه تخم، لاروا،پيوپا چې د ځالې په منځ كې ئې تيروي او دبروډ په نامه ياديږي.
فونديشن:  هغه چوكات ته ويل كيږي  چې پكې د ننه د موم برجسته طبقه ځاى پرځاى كيدى شي.
كومبه: يو شپږ ضلعي ساختمان دي چې د مچيو پواسطه جوړيږي او په هغه كې شات ذخيره كيږي او ملكه پكې تخمګذاري كوي.

مواد او سامان آلات
دملكې تخت :  ملكه په اسانۍ كولاي شي له هغه ځخه تيره شي، خو د نر مچۍ دشاتو له خوړولوځخه جلوګيري كيږي.
رولر:  يوه اله ده چې د موم چاپ شوې لوحه د چوكات په سيم پورې محكمه ساتي.
دملكې قفس، روي بند،دستكشې، جالي دار دسمال.
د موم كولو صندوق، موم تراش ، چاقو ګان، صافي او برسونه.
موم تراش ، خوراك داني، دشاتو شانه، دشاتو ايستلو ماشين.

هغه بوټي چې د شاتو مچۍ ورځخه استفاده كوي
دشاتومچۍ فطرتاً د خپل شوق او ذوق مطابق او د خپل مزاج مطابق خپله غذا له مختلفو رنګارنګ ګلانو، ميوه دارو او بې ميوو بوټوځخه تر لاسه كوي ، لكه شينشوبى او د وحشي بوټو له ګلانو ځخه حاصلوي او د شاتو مواد او موم ټولوي  او د دوراني مرحلوله تيرولو وروسته په شاتو او موم بدليږي. همدارنګه د خپلې غذا د راټولولو لپاره له ښودل شوې لارې الوتنه كوي  او بيرته خپلې ځالې ته راځي .
د شاتو د مچيو غذا د اهلي او وحشي بوټو د تناسلي آلاتو او د ميوه لرونكو او بې ميو بوټو او دبعضې ونو د پاڼو له ترشحاتو ځخه په لاس راتلاي شي.
دشاتو مچۍ د ځينوبوټوله ګلانو ، لكه ګل خار، د كچالو گل ، كونځله،دشړشم ګل، د كوكنارګل،
 د بادرنګ ګل، دولې ګل،دلوكاټ ګل، د نرګس ګل او د نسترين ګل ځخه زياته ګټه اخلي.
    انتري ګل ،شين شوبى ګل ،ځمكني توت، دباقلي خاندان ګل، دليمو ګل، بهي، زعفرانو ګل، انځر ګل، نارنج ګل ، پيچك ګل،شبو ګل، پتوني ګل، زيتون ګل، شتر خار، شوتلې ګل، لوبيا ، اكاسي، شفتالو، بادام ګل، د زردالو ګل،د تورومرچكو ګل ، دځيړۍ ګل، خاتمي ګل، ارغوان ګل، د شينګل ګل، د انارګل، لاله ګل، دپلوسي ګل، دپيازګل او د ستروس د كورنۍ له ګلانو ځخه په پراخه  پيمانه استفاده كوي.

    شات:
كله چې د نباتي شيرې يو مقدار اوبه دشاتو د مچيو پواسطه تحليل او جذب شي او يوځه نور مربوط مواد ، لكه انزايم پرې علاوه شي نو شات ترې جوړيږي.

                په كليوالي ژوند او اقتصادباندې
                د شاتو د مچيو دروزنې اغيزې
مونږ ولي د شاتو د مچيو روزنې ته انكشاف وركوو؟داځكه چې د شاتود مچۍ دروزنې له لارې ډير ښه محصولات توليديږي او د خر ځلاولپاره عرضه كيدلى شي او هم د ټولنې د ودې او پراختيا او دكليو دپراختيا د پروګرام او د كليوالي ژوند او اقتصاد پياوړتيا پكې نغښتې ده.
    د شاتو د مچيو روزنه د كليوالي ژوند سطح لوړه وي او اقتصاد پياوړى كوي او د ځينو بوټواو ونو ميوې زياتوي او هغه دا چې كوم اهلي او وحشي بوټي چې په خپله نه القاح كيږي او يا القاح كيدلى نه شي د شاتو مچۍ هغه القاح كوي او په دې توګه د غلودانو او ميوو حاصل زياتيږي.او هم ورځنې شات توليديږي، شات له يوې خوا غوره انساني خواړه دي او له بلې خوا دټولنې اقتصادپياوړى كوي.
دشاتو د مچيو واكس يا موم هم د اهميت او ارزښت وړ دي. ځكه چې د صابون،شمعې،كريم، او نوروشيانو په جوړولو كې ورځخه  كار اخستل كيږي.
     ځرنګه چې د شاتو د مچيو روزنه او پالنه اسانه ده او په ډير كم لګښت ډيرعايد لاس ته راتلاى شي او هم ضروري مواد له محلاتوځخه چې هلته په محلاتو كې په بنيادي ډول موجود دي استفاده كيدى شي او د صاديراتو ته زمينه مساعدوي او واردات كموي  نو ځكه حتي په خپل ځاى متكي او په اساني سره خود كفا كيدلي شي.
  د شاتو د مچيو روزل بې بضاعته ،بې ځمكو ، كم ځمكو او غريبو خلكو لپاره د كار ښه زمينه برابروي.
نور حيوانات نشي كولاى چې نكټار او ګرده راټوله كړي فقط د شاتو مچۍ كولى شي چې نكټار او ګرده له نباتاتو ځخه راټول كړي  اوشات ورځخه جوړ كړي. دشاتو مچۍ د عايد مهمه ذريعه او منبع ګڼل كيږي
دشاتو د مچيو روزنه په هر سن او سال كې ممكنه ده او روزنه يي ډير احتياط او كار ته اړتيا نه لري.
له بهر ځخه د وسايلواو نورو سامان آلات واردولو ته كوم ضرورت  نه ليدل كيږي او په محلاتو كې له موجوده اسباب او وسايلو ځخه پوره استفاده كيداي شي.
داسي ممكن ډير شيان وي چې په كليو كې موجود وي او د كليوالي ژوند او د جامعې په پشرفت او د اقتصاد په پياوړتيا كې اغيزه ولري. خو د شاتو مچۍ روزنه هميشه مثبت او ښه اثر او اغيزه پريږدي.
ډير كم مصرفه موادوته اړتيا پيښيږي او له نورو زراعتي عملياتو سره رقابت نه كوي اواهلي او وحشي نباتات ګرده افشاني كوي.
دشاتو مچيو روزنه په لنډ ه موده يعنې اول كال كې عايد لاس ته راوړي او بيا هر كال توليد صورت مومي.
همدارنګه نورو كسب ګروته د كار زمينه برابريږي، لكه خياطي،نجاري،حلبي سازي، او نورو پلورونكو او پيرودونكو خلكوته مصروفيت او د كار زمينه برابروي.
دشاتو د مچيو روزل ډير اسانه دي ، لږ ځمكولرونكو، بې ځمكې او غريبو خلكوته  موقع په لاس وركوي چې د خپل ژوندانه  روز مره اړتياوې  پوره او يوه اندازه عايد تر لاسه كړي او سپما وكولاي شي. دشاتوتوليد د بين المللي ماركيټونو د تشويق ،ښه والي او پياوړتيا باعث ګرځي. همدارنګه د ميوه دارو بوټو د حاصلاتود لوړوالي سبب كيږي.

بيولوژي
په كالوني كې د شاتو د مچيو ګډ ژوند:
دشاتو د مچيو يوه صحتمنده روغه رمټه كالوني بايد يوه ملكه ولري او تقريباً ۵۰۰۰۰ كارګران (ښځې مچۍ) او اقلاً ۱۰۰۰ نران مچۍ پكې موجوده وي.
ملكه:
يوه ښځينه القاح شوې مچۍ ده او په يوه كالوني كې فقط يوه ملكه موجوده وي او د ملكې وظيفه داده چې د نر سره يوځاى شي او هګۍ واچوي. يوه ملكه كولاى شي چې په عام ډول په ورځ كې تر ۲۰۰۰ پورې هګۍ واچوي.
ملكه پاكيږي،تغذيه كيږي او البته كارګران (ښځې مچۍ ) دا كارونه تر سره كوي. دملكې لپاره كارګران په خپلو معدو كې خواړه جوړوي  او بيا ملكه خپله ژبه د كارګرانو په ستونو كې ښكته كوي او تيارجوړ شوي خواړه اخلي يوه ملكه كولاي شي چې له ځلورونه تر پنځو كالو پورې ژوندۍ پاتي شي.
ترهغې چې ژوندۍ وي تخميناً هر ورځ په تقريبي ډول ۱۰۰۰ هګۍ اچولى شي.
   ملكه د ګارګرو او نرانو مچيو په پرتله اوږده وي ځكه چې د هغې خيټه اوږده ده او وزرونه يې  د خيټې په پرتله لنډ او سريې ګرد وي  په داسي  حال كې چې د كارګرانو او نرانو مچيو سرونه مثلثي شكل لري.
 د مچيو روزنكي ځيني هر كال ملكه تبدلوي او ځيني خلك دوه كاله وروسته او بعضې يې طبيعت ته پريږدي. د مچيو روزنكي ته په كار ده چې ملكه، كاګران (ښځينه مچۍ) او نران مچۍ وپيژني .
ملكه د نباتي ګردې  د انتقال لپاره جوړښت (Pollen Basket)  نه لري او ډير په ندرت سره نېش وهي . سره له دې  چې ملكه له نورومچيوځخه غټه ده خو بياهم په كم وخت كې يعني ځينې په شپاړسو(۱۶) ورځو كې انكشاف كوي په داسې حال كې چې كارګران په ۲۱ ورځو او نران مچۍ په ۲۴  ورځو كې انكشاف كوي. يوه ملكه په تقريبي ډول د ورځې له ۱۵۰۰ ځخه تر ۳۰۰۰ پورې هګۍ اچوي.ملكه كولاي شي تر دريو كلونو پورې هګۍ واچوي او په دويم كال كې په اعظمي  حد هګۍ اچوي او په دريم كال كې د نرانو مچيو د توليد هګۍ اچوي چې په دې اساس په دريم كال كې بايد ملكه له منځه يوړل شي او كه نه نود  نرانو مچيو شمير به زيات شي چې هغوي د ملكې له القاح پرته بل هيځ كارنه كوي او خواړه خوري.
    ملكه په خپل ټول ژوند كې له ۵۰۰۰۰ ځخه تر ۱۰۰۰۰۰۰ هګې اچوي او په خپل ژوند كې يو ځلې له نرانو مچيو سره يوځاى (جفتګيري) كيږي. ددې كار لپاره ملكه په بې باده، آرامه اوله لمر ځخه ډكې ورځې  په ماسپښين كې الوزي او د نرانو مچيو له خوا تعقيبيږي  او په هوا كې سره يوځاى كيږي. يوځاى شوي نران مچۍ له يو ځاى كيدو وروسته مړه كيږي او ملكه شل دقيقي وروسته بيرته كندو ته راځي.
كارګران (ښځې مچۍ) :
كارګران القاح كيدونكې ښځينه مچۍ دي چې په ځاله كې مختلفې دندې ، لكه د حجرو(ځالو) جوړول، د خوړو برابرول، د مچيو د بچو روزنه، دګردې راټولول او دشاتو جوړول، كارګران هګۍ نه اچوي او كه چيرې ملكه نه وي نو هګۍ هم اچوي خو البته دا ټول به نران راپيداشي او نران د ملكې له القاح پرته نورهيځ نه كوي.

ډورن يا نران مچۍ:
هغه نران مچۍ دي چې د ډورن( Drone) په نامه ياديږي.
نران مچۍ د كارګرانو مچيو په پرتله غټ وي او غټې سترګې لري او چيچل نه شي كولاى. د كال په اكثرو اوقاتو كې نران په كالوني كې نه ليدل كيږي، خو له ملكې سره د يوځاى كيدو په وخت كې د هغوي شمير تر زرو ۱۰۰۰ پورې رسيږي.د نرانو مچيو سترګې غټې وي او ډير ارام وي او زهر او نېش نه لري. نران مچۍ له غير القاح شوو هګيو ځخه زيږيږي يعنې د پلار په ځير عمل كوي خو خپله پلار نه لري. نران مچۍ  له ملكې سره د القاح عمل ترسره كوي او د كالوني تودوخه ثابته ساتي.

دملكې القاح:
د ملكې ديوځاى كيدو طرف او ځاى تقريباً له ۱۰۰ ځخه تر ۲۰۰ مترو پورې له ځمكې ځخه پورته په هوا كې وي.د مختلفو كالونيو ټول نران  مچۍ همغه ځاى ته ځي چې تقريباً ۲ځخه تر ۳ كيلو متره له خپلې ځالې ځخه وړاندې وي او باكره ملكه  خپله ځاله پريږدي او هغه ځاى ته راوزي چې نران يې انتخابوي.
  ملكه تقريباً تر لسو پورې نرانو سره يوځاى كيدي شي.كله چې نران له ملكې سره يو ځاى شي نو هغه نران مړه كيږي او كوم نران چې كامياب نه شي چې له ملكې سره يو ځاى شي نو هغه بيرته خپلې ځاې ته راځي او ملكه هم له يو ځاى كيدوځخه وروسته بيرته ځالې ته راځي او په هګۍ اچولو شروع كوي.
  كله چې كالونۍ ډيرې قوي شي او غذا هم ډيره شي او ډير نفوس موجو د وي ، نو د ملكې د منځ ته راتګ ښه موقع ده  چې راپيداشي . كله ناكله چې په يوه كندو كې نوې ملكه پيداشي نو زړه ملكه مړه كيږي او يايې كارګران وژني او د هغې ځاى نوې ملكه نيسي.

د شاتو مچۍ ځاله:
د كالونۍ ښه انتظام:  د شاتو مچۍ د ښه انتظام لپاره فيرومون ځخه كار اخلي كه چيرې ملكه ووژل شي نو په ۱۵ دقيقو كې كالوني كولاى شي چې دا معلومه كړي چې ملكه نشته.
    په كالوني كې ملكه د كارګرانو مچيو په واسطه احاطه او ورځخه راچاپيره وي.كارګران د خپل انتينا(Antenna ) ، ژبې او الاشې پواسطه ارتباط نيولى شي. كله چې كالوني غټه شي نويې بيا د فيرومون (Pheromone)  په ذريعه كنترولولاي شي.
   فيرومون يوه كيمياوي ماده چې د شاتو مچيويابل حيوان په واسطه توليديږي او دهغې په واسطه د سپيشيزبل غړي ته دقيق پيغام رسوي.

دنويو كاګرانو منځ ته راتگ:
ملكه د ځالې په بيخ كې هګۍ اچوي او د دريمې ورځې په اخر كې دا هګۍ د لومړۍ مرحلې په لاروا (Larvae) بدليږي او ۲۱ ورځې وروسته د لاروا او غوزې ( Pupa) ټولې مرحلې پاي ته رسيږي  او كارګران تياره رنګ غوره كوي او له ځالې ځخه راوځي . د خدمتګارو كارګرانومچيو د هايپوفارنجيل
 ( Hypoharyngealglanl ) غدې ځخه د شاهي جيلي (Royaljelly) په نوم  خواړه ترشح كيږي او په ځاله كې ږدي چې د نورو توليد شوو كارګرانو لارواوي په هغه تغذيه وكړي. د نوموړو خوړو نورې برخې د كارګرانو مچيو له نورو غدوځخه توليديږي. شاهي جيلى د پرتينواو غوړو ځخه غني خواړه دي، نوموړو خوړو او د لاروا دانكشاف په وخت كې د ۱۴ ورځو په موده كې نوې ملكه  زيږي.
 د ملكې ځاله د موم پلي شكل لري، د اپيس سېرانا (Apis Cerana) سپيشيز ملكه د هميشه لپاره د ځالې ( جوړښت چې د موم ځخه د شپږ ضلعي په شكل جوړ شوى وي هغه ځاى چې د شاتو مچۍ زيږيږي او د هغه خواړه ذخيره كيږي) په بيخ كې وي.

نباتي ګرده:
نباتي ګرده Pollen  د مچيو د پيدا كيدو يا زيږيدو په ځالې (Brood comb) كې ذخيره كيږي او په سر يې يوه اندازه شات اچول كيږي تر هغو چې ګرده له تخم ځخه وژغول شي.
كارګرانې مچۍ نباتي ګرده د خپلو ويښتانو چې د هغوى وجود يې پوښلى وي او په پښو كې د ګردې د كچوړو په واسطه راټولوي. نباتي ګرده مختلف رنګونه او شكلونه لري او په ځالى كې هغوى په  فنګسي ناروغيو نه اخته كيږي . خدمتګاران نران مچۍ نباتي ګرده خوري او هغه بيا په خپلو خيټوكې د ملكې او لاروا په خوړو تبدلوي چې د ملكې او لارواوو لپاره تياشوي خواړه برابرشي. نباتي ګرده پروتين ، شحم، نكتار او كاربوهايدريت لري.

د شاتو د مچيو نځا:
كله چې كارګران مچۍ د خوړو نوې منبع پيداكړي نو كندوته د راګرځيدو په وخت كې د كندو نورو مچيو ته دا معلومات د نځا يا رقص په شكل مخابره كوي. په دې ترتيب دوى د خوړو د نوې منبع مسافه او طرف ( د لمر په نسبت د زاويې)  يو له بل سره مخابره كوي. د خوړو په نوې منبع كې د خوړو مقدار او اندازه په دې تخمين كوي چې په ځه شمير مچۍ عين احوال راوړي. د مثال په ډول كه چيرې لس مچۍ عين احوال راوړي نو د يوې مچۍ دا حوال په پرتله د هغې تخمين ډير صحيح بلل كيږي. په همدې ترتيب مچۍ داډول معلومات د ځالې ښورولو په واسطه  هم يو بل ته مخابره كوي.
ګارډمچۍ:
ډيرې هوښيارې مچۍ دي چې د ځالې محافظت كوي او چيچل كوي. دوى چيچل نه خوښوي تر هغه چې ډيرې مجبورې نه شي ځكه كله چې چيچل وكړي د وجود اخري برخه ټوله راوزي . تر هغه چې مچۍ مړه شي  نو ځكه نه غواړي ځوك وچيچي .كه چيچل وكړي نو خپل ژوند يې تباه كيږي.كله چې مچۍ چيچل شروع كړي  نو د فيرومون  يعني كيمياوي موادو د ترشح پواسطه اخطار پيل كوي او خبر وركوي چې نورې مچۍ هم تشويق كړي چې چيچل وكړي. كه چيرې مچيو ته د دود پمپ په واسطه لوږى  وشي نو بيا د فيرومون  كيمياوي موادو د ترشح مخه نيول كيدلى شي او كله چې فيرومون د توليد مخه ونيول شي نو د شاتو مچۍ خپل خوراك شروع كړي.

د مچيو د نوې كالونې منځ ته راتگ:
د مچيو نوې كالونۍ ( Swarm) چې كله منځ ته راځي نو د نوى كندو او كور په لټه كې وي . كله چې نوې كالوني يا د مچيو كورنۍ منځ ته راشي نو دهغوي مچۍ چيچل نه كوي. دنوې كالونۍ منځ ته راتګ  ته ګروه هم وايي.
    كله چې ګروه نوې ملكه جوړه كړي، نو زړه ملكه كور پريږدي او تقريباً نيمايي كارګران له ځان سره بيايي او نوې ملكه  پخواني كور كې پاتې كيږي او زړه ملكه له كارګرانو سره يو ځاى پريږدي او وزي.

د شاتو مچيو ترمنځ ارتباط ټينګول:
د مچيو د ارتباط ټينګولو موضوع ډيره مغلقه ده او په دې باب ډيرې زياتې ليكنې شويدي. خو په عمومي صورت فيرومون د ملكې پواسطه توليديږي او دا ددې لپاره چې كالوني كنترول كړي اود كارګرانو په واسطه يو له بل سره رابطه وساتي . د مچيو د وجود ډيرې غدې كولاي شي فيرومون جوړ كړي . دمثال په ډول د كارګرانو د شا د ناستو( Nasanov) غدې د بيرته راتګ  په وخت كې كارګران ګرده او نكتار راوړي او د نځا پواسطه ارتباط ټينګوي. د شاتو مچۍ دوه قسمه سترګي لري، دوه مركبې سترګې د سر دواړو خواوو ته واقع دي او درې نورې سترګې يې د سر له پاسه موقعيت لري.
      دشاتو مچۍ سور رنګ نشي ليدلى خو ابي رنګ ښه ليدلى شي د هغود ليدلو شعاع  د انسان له ليدلو سره نژدې شباهت لري.

دشاتو مچيو سپيشيزونه :
دشاتو ټولې مچۍ د اپيس (Apis)  په جينس پورې اړه لري او بې نېشه مچۍ له پنځو ځخه يوه د ملي فونيا Meliponae  په جينس پورې اړه لري. نورسپيشيزونه په لاندې ډول دي:
Apis cerana
Apis dorsata
Apis florae
Apis mellifera
دشاتود مچيو نور سپيشيزونه هم ليدل شويدي او معرفي شويدي.

دشاتو د مچيو محلي ډولونه:
    اپيس سېرانا( Apis cerana):
اپيس سېرانا په افغانستان كې پيداكيږي او د افغانستان په ختيځ زون كې په ديوالوكې كورونه  جوړوي.
   د وجود اندازه يې وړه ده او متوسط وجود لري او كله چې ځالې ته راځي نو حركت يې كوږ ووږ وي  چې دوښمن وغلوي او ځان وژغوري. كله چې له ځالې ځخه وځي نو پورته خواته  حركت كوي. چې ديرې په چټكۍ سره الوزي او په ځاله كې موازي خطونه جوړوي يعني په كندو كې موازي خطونه جوړوي  د ديوالونو په سوريو اود كورونو د ننه ژوند كوي.دسېرانا سپيشيز Apis cerana لومړى ځل په افغانستان كې پيداشوې او دمچيو د ميلفيرا (Apis mellifera ) سپيشيز  له خارج ځخه افغانستان ته راوړل شوې چې په افغانستان كې په ايتالوي مچيو مشهورې دي.

اپيس فلورا (Apis florae) :
د اپيس فلورا (Apis florae) مچيو سپيشيزونه  لومړى په اردن كې پيداشوي چې د كوچنۍ مچۍ په نوم هم ياديږي او وجود يې پنځه ملي متره وي او په كندو كې يوه ځاله جوړوي او هغه هم دونې په ښاخونو پورې تړلې وي.

دشاتو د مچيو د اپيس دورساتا سپيشيزونه (Apis dorsata):
ډيرې غټې مچۍ په يوه لوى كندو كې يوه ځاله جوړوي چې ښايي ددغه كندو سور يو متر اوسي او د ونو په ښاخونو پورې نښتې وي. د ځنګلو د ونوښاخونو كې ځالي جوړوي چې د هغه شات او موم د ښكاريانو په واسطه راټوليږي. يوازې د اپيس ميليفرا او اپيس سيرانا په ځاله كې ژوند كوي او په تياره ځاى كې كندو جوړوي چې په هغې كې بيا ډيرې كوچينۍ ځالي جوړوي.
خو نور سپيشيزونه په كندو كې يوازې يوه ځاله او هغه هم په لمريزه ساحه كې  چې د لمر روښنايي موجوده وي جوړوي. اپيس سيرانا ځيني وختونه د اپيس انديكا په نامه ياديږي چې دانوم يي بالكل غلظ دي او سم نه دي.يو ډول مچۍ چې نيش نه لري او چيچل نه شي كولاي. هغه ته تريګونا
(Trigona spp) وايي چې په مركزي آسيا كې پيداكيږي او  په ډيره كمه پيمانه شات توليدوي. په اكثرو ټولنو كې د درمل په توګه ورځخه استفاده كيږي.

ګلان او د شاتو مچۍ
د شاتو مچۍ له ګلانو ځخه مواد راټولوي چې خپله ځاله جوړه كړي او هم خپله غذا لاس ته راوړي او په خپل ځان پورې متكي شي.
كاربوهايدريت د ګلانو له نكتارځخه لاس ته راځي چې په سلو برخو كې تقريباً ۹۷ برخې اوبه لري او په سلو برخو كې له ۲ ځخه تر ۳ برخو شكره لري او پروتين او شحم له نباتي ګردې ځخه لاس ته راځي. نباتي ګرده د شاتو د مچيو په واسطه استعماليږي . تردې چې موم جوړ كړي او له هغه موم ځخه د ځالي په جوړولو كې كار واخلي.
د شاتو مچۍ هميشه د نبات په يوه سپيشيز كار كوي او بالاخره پكې هغه د ګرده افشانۍ عمليه سرته رسوي چې كه چيرې ګرده افشاني ونه شي نه ميوه اونه تخم توليديږي.كه چيرې ګرده افشاني په ښه ډول وشي نو كومه ميوه چې د ګرده افشانۍ پواسطه لاس ته راځي د ښه كيفيت لرونكې وي. كه ګرده افشاني په صحيح ډول ونه شي نودميوې شكل اواندازه ښه نه وي او هم ډير حاصلات لاس ته نه راځي  او په ماركيټ كې هم خپل ارزښت له لاسه وركوي.د ميوو ځيني ډولونه، لكه مڼې ،ګيلاس او بادام ګدې ګرده افشانۍ ته اړتيالري او په نوموړو ميووكې هغه يعنې ګرده افشاني له مچيو پرته سرته نه رسيږي. د شاتو مچۍ، لكه اپيس سېرانا په سهار او مازديګر كې فعاليت كوي او اپيس ميليفيرا د ورځې په نيمايي كې خپل كار كوي.
   ځرنګه چې د شاتو مچۍ او به هم راوړي نو د اوبو منبع بايد له ځالې سره نږدې وي چې د وخت دضايع كيدو مخه ونيوله شي او انرژي هم سپماشي. يوه ښځه كارګره مچۍ په خپل هر سفركې دونو او بوټو د ګلانو شل ۲۰ ملي ګرامه شيره كندوته له خپل ځان سره راوړي. په دې حساب كه چيرې د يو كيلو ګرام
 نا خالصه شاتو توليد په پام كې وي نو بايدچې پنځوس زره كارګرانې مچۍ په ورځ كې يو ځلې والوزي او هره يوه يې شل ملي ګرامه شيره راټوله او كندوته راورسوي. د پورتني مقصد لپاره بايد دا مچۍ له ځو مره ګلانو ځخه شيره راټوله كړي . كه چيرې د شوتلو۶۰ ګلان يو ګرام شيره برابره كړي نو د يو كيلوګرام شاتود توليد لپاره بايد دشاتو مچۍ له شپيته زره ۶۰۰۰۰  دشوتلو ګلان و سره په تماس كې راشي.

ګرده افشاني:
دګل د نارينه الې انتر Anther له برخې ځخه د ګل د ښځينه الې ستګما ته د ګردې انتقال ته وايي. كه چيرې د نبات ديوې ورايتي يا ډول له ګل ځخه همدې ورايتي د نبات د ګل ستګما ته انتقال شي نو دې ته ځانګړې ګرده افشاني (Self Pollination) وايي او كه چيرې ديوې ورايټي د نبات د ګل ګرده د بلي ورايټي د نبات د ګل ستګما ته انتقال او القاح تر سره شي نو دې ته ګډه ګرده افشاني (Cross Pollination) وايي. ګډه ګرده افشاني د ميوود ځينې ډولونو، لكه مڼو، ګيلاسو، خربوزو او بادامو لپاره ضروري ګڼل كيږي او دا يوازې د شاتو مچيو په واسطه تر سره كيدلى شي.

اعظمي ګرده افشاني:
  ددې لپاره چې اعظمي ګرده افشاني وشي نو دشاتو د مچيو كالوني دې په هغه ځاى كې ځاى كړل شي چې په يوه تناسب سره كيښودل شي او كالوني بايد په باغ يا مزرعه كې تقسيم كړل شي او په يوه ځاى كې بايد كيښودل شي او مساويانه ډول  دې مزرعه كې وويشل شي.
    ددې لپاره چې بزګران يا د مچيو روزنكي وكړاي شي د خپلو نباتاتو حاصل زيات كړي او هم سالمې مچۍ وروزي بايد د حشرې وژونكي درمل د ګل په وخت كې په نباتاتو ونه پاشل شي او يا د ماښام او يا سهار د وخته وپاشل شي چې د شاتو مچيو او نورو ګرده افشاني كوونكو حشرو ته تاوان ونه رسيږي.
    كله چې د شاتو د مچيوډله غټه وي او په يوه ځاى كې كېښودل شي نو د شاتو مچۍ په يوه ځاى كې راټوليږي.، يعنې د ځالې په شاوخوا راټوليږي چې په دې صورت كې ټوله مزرعه ورځخه استفاده نشي كولاي او ګرده افشاني  په ښه  صورت نه مومي او بالاخره د ميوو او بوټو حاصلات لږيږي.
  د شاتو د مچۍ كالوني بايد د ګرده افشانۍ لپاره تشويق شي چې ګرده راټوله كړي.د كرنيزو چارو عصري تكنالوژي نه يوازې دا چې د ګرده افشانۍكوونكووحشي مچيو شمير كموي، بلكې د ګرده افشانۍ كوونكو حشرو د استعمال  اړتيا هم ډيروي. په معتدلو هيوادونو كې چې له يوې خوا ديو ډول نباتاتو كرل زياتيږي او له بلې خوا د مچيو لپاره نور ګلان  كوونكي بوټي  هم نشته نو د نوموړو هيوادو نباتاتو د ګرده افشانۍ لپاره د مچيو د برابرولو اړتيا نوره هم زياتيږي. په استوايي او نيمه استوايي سيمو كې چې وحشي ګلان ډير پيداكيږي او ځينې ونې د كال په اوږدو كې ګلان توليدوي نو د معتدلو سيمو په پرتله ډيرې وحشي مچۍ پيداكيږي او د ګرده افشانۍ لپاره د مچيو زيات برابرولو ته اړتيا نه ليدل كيږي. د ميوو په لسوجريبوباغ ځلور يا پنځه د شاتو د مچيو كندوانو يا صندقونو ايښدلو ته اړتيا ليدل كيږي. د شاتو مچۍ كولى شي د ګرده افشانۍ په واسطه دمڼو، بادامو،زردالو،ګلپيو،كرمو، ګازرو،توروبانجانو،كدوانو،پيازو،شفتالو،ناكو،الوچو،خربوزو،سنګترو اوامو حاصلات زيات كړي.
پاتې (دومه برخه)

دونو په خاخونو باندی دشاتو دمچیو کالونی

دشاتو مچی له گل نه گرده او نکتار تولوی