د شاتو د مچيو روزنه


 دشاتو د مچيو د كندو ايښودلو ځاى:
دشاتو ددمچيو د صندقونو د ايښودلو د ځاى په انتخاب كې بايد دا لاندې ټكو ته پاملرنه وشي.
اوبه بايد ډير وي اودشاتو مچيو كندوانو ته نږدې وي.
بايد هلته ډيرې ونې ، بوټي او ګلان موجود وي.
د شاتو د مچيو كندوان بايد دتند باد له لګيدوځخه خوندي ځاى كې وي.
دشاتو مچيو كندوان بايد د لمر له مستقيمو وړانګو ژغورل شوي وي يعني دا چې په سيوري كې اوسي يا سيورى ورباندې جوړشي.
دشاتو مچۍ بايد د انسان له تګ راتګ ځخه لرې وي.
دشاتو مچۍ بايد د ونو له ځانګو  ځخه د باران دځاځكو له ځځيدو خوندي وي.
 لومړۍ په يو ځاى كې د شاتو د مچيو لس كورنۍ يا كالونۍ يا كندوان كښيږدۍ او بيا وروسته وګورۍ چې په دې ساحه كې د مچيو نورې كورنۍ هم تغذيه كولى شي او كه نه ، كه چيرې نورې كورنۍ هم ساتلي شي نو بيا نورې كورنۍ هم پرې اضافه كړۍ.

دشاتو مچيو ته د سيوري جوړول:
د شاتو د مچيو كالوني بايد ډيره ګرمه نه شي . كه چيرې د كندو تودوخه لوړه شي نو په داسي حالت كې بيا كارګرانې مچۍ د نباتي شيرې د راټولولو پرځاى او به راوړي چې په دې ډول د ځالې تودوخه سړه كړي. د شاتو د مچيو هغه كالونۍ چې تر سيورې لاندې وي د شاتو د مچيو دهغو كالونيو په پرتله چې تر سيورې لاندې نه وي په سلو برخو كې ۵۰ برخې ډير شات جوړوي. له دې امله د شاتو د مچيو روزونكي كولى شي د اوبو منبع ته نږدې د كندوانو په ايښودلو او له ډيرې لوړې تودوخې ځخه يي په ژغورلو سره زيات شات توليد كړي. د سيوري چت بايد لوړ وي تر دې چې مچۍ په ازادډول كندوته تګ راتګ وكړاى شي او كه چيرې سيورى جوړيږي نو بايد چې لوديځ او ختيځ لورو ته جوړ شي. دمچيو كندوان بايد په چمن  زاره ځاى كې دونو تر سيوري لاندې كيښودل شي او يا پرې  په مصنوعي توګه سيورى جوړ شي. ددې لپاره چې د شاتو مچيو كندوان له ځمكې ځخه د تودوخې له جذبيدو وژغورل شي نو كندوان بايد په شنو بوټو باندې كيښودل شي او يا ورته سپين رنګ وركړل شي چې تودوخه جذب نه كړي.

دشاتو د مچيو لپاره اوبه:
دشاتو هغه مچۍ چې په وحشي توګه ځالې جوړوي، هغوى د خپلو ځالو لپاره داسي ځاى غوره كوي چې اوبو ته نږدې وي. دشاتو د مچيو روزنكي بايد هميشه هځه وكړي چې د مچيو لپاره اوبه پريمانه او ډيرې نږدې وي، ځكه چې د شاتو مچۍ له اوبو پرته ژوندۍ پاتې كيدلى نه شي. دشاتو مچۍ بايد ددې لاندې دليلونو له مخې اوبه ولري او اوبو ته نږدې وي:
· دشاتو مچۍ بايد د خپلې ځالې تودوخه د سانتي ګريدد ۳۵  درجو په شاو خوا كې وساتي ،·  كله چې مچۍ نوي او ځوان بچي ولري اودابچي د انكشاف په حالت كې وي نو بايد چې يې د ځالې تودوخه لوړه نه شي ځكه چې بيا د ځالې موم ويلي كيږي او په نتيجه كې دشاتو د مچيو د كالونۍ د مچيو شمير ډير كميږي. دشاتو مچۍ خپلې ځالې ته اوبه راوړي او كله چې او به په بړاس تبديليږي نو د كندو تودوخه ټيټه ساتي. نوې انكشافي مچۍ چې كوم خواړه خوري د كارګرو مچيو په واسطه ترشح كيږي چې په سلو برخو كې ۷۰ برخې اوبه لري. ددې لپاره چې كارګرې مچۍ د نووتوليد شويو مچيو لپاره داخواړه برابر كړي. نو كارګرې مچۍ شاتو،· ګردې او اوبو ته اړتيالري،·  كله چې د شاتو مچۍ په شاتو،· شكرې ،·  شربت يا نكټار باندې تغذيه كوي (چې په سلو كې برخو كې له ۵۰ برخو زياته شكره لري) نويې د  رقيقولولپاره اوبوته اړتيا ده. دځينومچيو عمده دنده په خپل ژوند كې د اوبو وړل دي. هر مچۍ ښايي په يوه ورځ كې پنځوس  ځلې والوزي او هر ځلې ۲۵ ملي ګرامه اوبه ځالې ته راوړي. كه چيرې دشاتو د مچيو كالوني داوبو په كمبود اخته وي نو نورې كارګرې مچۍ هم د نباتي ګردې او نكتار د راټولو پر ځاى په اوبو پسې ځي او خپلې ځالې ته اوبه راوړي. په ډير تاوده اقليم كې د مچيو يوه كالوني هر ورځ ځو ليتره اوبو ته اړتيالري. ددې لپاره چې د شاتو مچۍ دوه ليتره اوبه راوړي نو بايد هغوي ددې كار لپاره د اوبو راوړلواتيا زره ۸۰۰۰۰ سفرونه تر سره كړي. دشاتو مچيو لپاره بايد دپاكو او روانو اوبو منبع موجوده وي دشاتو مچۍ په نيم كيلو متر مسافه كې اوبه راوړلى شي،·  كه چيرې روانې اوبه نژدې نه وي نو بايد د شاتو د مچيو لپاره په لاندې ډول اوبه برابرې شي:
· د اوبو ظرف بايد لوى وي. يعنې حد اقل يو متر قطر ولري. د شاتو مچۍ اوبه داوبو له پاسه دلوړنښتي لندبل په واسطه پيژني نو له دې امله د اوبو كوچينى لوښى مچۍ نه شي پيداكولى.
· داوبو په لوښي بايد دازادو سوريو سيمي جالۍ غوړيدلې وي چې نور حيوانات يې استعمال نه كړي.
· كه چيرې دشاتو مچۍ په اوبو كې ډوبې شي نومړې كيږي. په سر خلاصي لوښي كې كيدلى شي مچۍ په اوبو كې ډوبه شي،·  د اوبو په منبع باندې بايد د سوارو خله كي،·  لرګي او نور واړه شيان واچول شي چې د شاتو مچۍ د كيناستو لپاره زمينه برابره شي.
· هر ځومره چې د شاتو مچيو ته د اوبو منبع نژدې وي په همغه اندازه د مچيو لږ انرژي مصرفيږي  او ډير شات توليدوي.
· اوبه بايد پاكې وي.
· مچۍ هر ورځ اوبو ته اړتيا لري نو بايد چې اوبه وچې نه شي.
· كه چيرې يوازې يو ځو كالوني موجودې وي نو كيدلۍ شي په تاوده موسم كې په داسې لوښو كې مچيو ته په كندو كې اوبه كيښودل شي چې مچۍ په اوبو كې ډوبې نه شي.
   دشاتو د مچيوروزنكي مجبوره دي چې د شاتو مچيو لپاره كافي اوبه برابرې كړي.

دشاتو مچيو لپاره د خوړو برابرول:
د شاتو مچۍ په دې لاندې لارو چارو تغذيه كيږي.
دمچيويوه كالوني بايد تشويق شي چې نوې بچي وزيږوي او دابچي انكشاف ومومي اونباتي ګرده او نكتار راټول كړي او له موم ځخه د ځوانو بچيو د روزنې او خوړو د زيرمه كولو لپاره شپږ ضلعي جوړښتونه جوړكړي.
د مچيو د ناروغۍ په وخت كې دې له كالوني سره مرسته وشي چې سختې شپې او ورځې تيرې كړي او د ګردې اونكتار راټولولو لپاره كمې تګ راتګ وكړي.
ژر او د وخته دې د مچيو كالوني تشكيل شي ( په تيره بيا د ګرده افشانۍ لپاره)
د هغو شاتو مقدار دې عوض شي . چې دشاتو د مچيو د روزونكي له خوا له كند ځخه راټول شوي وي.
دشاتو مچۍ كندو پريښودلوته اړتيا پيدانه كړي دشاتو مچۍ كيدلى شي له كاربوهايدريت     ( شات يا خالصې شكرې) او پروتين(ګرده) تغذيه شي.
الف: د شكرې شربت:
شكره        اوبه               تناسب يې د حجم په اساس
۱   :    ۱     دپسرلي وخت كې د تغذيه كولو لپاره استعماليږي.
۲   :    ۱     د ژمې موسم كې د تغذيه كولو لپاره( دمعتدل وزن).
۱   :    ۲     ترهغې چې نوي توليد شوي بچي انكشاف وكړي.
د شكرې د شربت جوړولو اسانه او ساده طريقه داسې ده چې لومړى ديوستل دوه په دري برخې له شكرې ډك شي او دهغې پاسنۍ سطحه په نخښه او بيا له مساوي اندازې تودو اوبو ډګ شي او انتظار وايستل شي چې ټوله شكره په اوبو كې حل شي.
ب: شرينۍ جوړول:
يو ټاكلى حجم اوبه ځوښ كړۍ او كله چې اوبه ځوښ شوې نوبيا د ټاكلي حجم شكره پكې واچوۍ كله چې د شكرې حجم حل شو نو بيا د شكرې بل ټاكلى حجم او بالاخره دشكرې پنځه ټاكلي حجمونه په دغو اوبو كې حل كړۍ. وروسته تر هغې حرارت وركړۍ چې لويې او غټې پوكڼې جوړې شي او د شربت تودوخه بايد دسانتي ګريد۱۱۷ درجې اوسي. اركاره يا دشربت لوښى له حرارت ځخه لرې كړۍ او شربت ترهغې پورې لړۍ چې سوړشي. دا په اعظمي توګه مشبوع محلول دي او ژر دپتريو جوړول پكې پيل كيږي. كله چې شربت ټينګ شو نو هغه په لرګين لوښي اويا فلزي لوښي كې. چې د غوړو د نه جذبيدو خاصيت ولري او چپه كړۍ.

دشاتو د مچيو ناروغۍ
او افتونه


دشاتو مچيوښكاريان،انسان،دموم چينچي(تاروګان)،ميږيان،موږكان،كنې او نور دي.
دشاتو د مچيو ويروسي ناروغۍ دادي: ساك بروډ(Sac brood)، تاي ساك بروډ(Thai Sacbrood)، چينائي ساك بروډ(Chines Sacbrood)،كشميرى مچۍ ويروس، كوږشوى وزر ويروس
 (Detormeel wing virus) او نور دي.
دشاتو د مچيو مشهورې فنګسي ناروغۍ: چاك بروډ(Chalkbrood) نوميږي او مشهورې بكتريايي ناروغۍ دادي: امريكايي غولوونكى بروډ(American Foulbrood) او ارويايي غولوونكى بروډ
 ( Europian Foulbrood).
   دشاتو د مچيو پروتوزوايي ناروغۍ نوسيما(Nosema) اواميبا(Amoeba).
1.  بكتريائي ناروغۍ:
په ۱۹۶۰ م عيسوي كال كې د امريكايي او اروپايي پوهانو له خوا ځرګنده شوه چې د شاتود مچيو دميليفراسپيشيزونه (Apis mellifera) په كالونيو كې دوه ډوله بكتريايي ناروغۍپه يوه سالمه كالوني كې، ملكه په هره حجره كې هګۍ اچوي او كيدلي شي يوازې په ځو حجرو كې هګۍ وانه چوي.

الف: امريكايي فول بروډ(American foulbrood)
       (1)    د ناروغۍ عامل:
دناروغۍ عامل Paenibacillus larvae دي او د ميليفرا په كالوني كې پيداكيږي.

د ناروغۍ علامۍ:
دا ناروغي له موم ځخه جوړشوى جوړښت  كې چې د شاتو مچۍ انكشاف پكې مومي راپيداكيږي. په نوموړي جوړښت كې ډير بد او ناوړه بوى پيداكيږي ځينې حجرې خالي وي  او دموم ساختمان تخريب شوى معلوميږي. كله چې حجرې وتړل شي نو په ناروغۍ اخته د مچيو لارواوې مړې كيږي . كه ځه هم لارواوې انكشاف ومومي اود غوزې(Pupa) مرحلې ته رسيږي. اويادغوزې په مرحله كې مړې كيږي.
پيوپا توره سكاره كيږي او د ځالې بيخ ته پريوزي. كله چې په نوموړې ځاله كې د ګوګرو دقوطي لرګى ټيټ شي نو هغه هم بوى پيداكوي.
    دنوموړې ناروغۍ له منځه وړل امكان نه لري ځكه چې د نوموړې بكترياسپورونه تر پنځوسو ۵۰  كلونوپورې ژوندي پاتې كيدلى شي. په نوموړې ناروغۍ اخته  د( Apis mellifera) ټولې كالونۍ او كندوان بايد وسوزول شي او له منځه يوړل شي او ټول هغه كالي او سامان آلات چې ورسره په تماس كې راغلي وي وسوزول شي او له منځه يوړل شي.دافغانستان د مچيو روزنكي بايد يوه ټولنه جوړه كړي او د يو بل په مشوره همدلته دموم تختې جوړې كړي او له خارج ځخه  موم راونه غواړي ځكه چې بهرني موم كيدلۍ شي ديادشوې ناروغۍ لپاره ښه زمينه برابره كړي.

ب  :-  ارويايي فول بروډ( Europian Foulbrood):
 ( 1)   د ناروغۍ عامل:
ددې ناروغۍ عامل Melissococcus pluton  دي.
(  2)   دناروغۍ علامې:
په خوا تردې چې حجرې( ځالې)  وتړل شي نو لارواوې مړې كيږي او مړې لارواوې په حجرو كې ليدل كيدلى شي. مړې لارواوې تور غوره كوې  اودحجرو په بيخ كې پرتې وي او پر ديوالونو پورې يې نه نښلي نوله دې امله په اسانۍ سره راجلا كيدلى شي.
  ( 3 ) مخنيوى:
دشاتو مچيو ځينې روزونكي ناروغه كالونۍ او كندوان سوزې او له منځه يې وړي. مګر كارګرې مچۍ ناروغه لارواوې له كالونۍ ځخه راباسي پرته له دې چې مچۍ روزنكي كومه مداخله وكړي كله كله كالوني جوړيږي . د مچيو كومې كالونۍ چې كمزورې وي او داوبو په كمبود اخته وي هغوي ډيرې په دې ناروغۍ اخته كيږي  مګر قوي كالونۍ په دې ناروغۍ نه اخته كيږي. ځينې د شاتو د مچيو روزونكي انتي بيوتيك لكه ترامايسين (Terramycin)  دشكرې له شربت سره ګډوي او بيايې په كالونۍ پاشي چې دا دارو د بكترياوو شمير كموي. په غربي هيوادونو كې ددغو داروګانو استعمال منع شوى ځكه چې له خوړو سره ګډيږي  او بيا كومې ناروغۍ چې په انسان حمله كوي. د نوموړو دارو په مقابل كې مقاومت ځرګندوي.

2. ويروسي ناروغۍ:
الف:  دساك بروډ ويروس ناروغۍ (Sac brood virus) :
دناروغۍ عامل: 
          ددې ناروغې عامل ويروس دي او علاج هم نه لري.
د ناروغۍ علامې:
    دا ناروغۍ يوازې تړلې ځالې كې پيښيږي. كله چې د بياتۍ په واسطه له حجرو ځخه ناروغه لارواوې راوايستل شي نود لندې سپينې بوجۍ غوندې ښكاري.
   حجره سورى لري. كه چيرې كالونۍ له دغه كندو ځخه راوايستل شي او نوې ملكه ورسره شي ښايي روغتيا ومومي. داسي نور ويروسۍ ناروغۍ هم شته چې په دې وروستيو وختونو كې پيژندل شويدي او دشاتو د مچيو خواص بدلوي. د مثال په توګه مچۍ ددې پرځاى چې والوزي په ځمكه ګرځي اونه الوزي.دالاندې نورې ويروسي ناروغۍ هم پيداكيږي:
Bee Pavalysis Virus
Chronic bee Virus
Black queen cell Virus
دويروسي ناروغيو د مخنيوي لپاره كيداى شي صندقونه تبديل شي او مرضي صندقونه له منځه ولاړ شي او نوي صندقونه  جوړ كړل شي او په دې ډول يې مخه ونيول شي.

3.  پروتوزوايي ناروغۍ:
الف:نوسيما( Nosema) ددې ناروغۍ عامل Nosema apis  دې دا ناروغي د نس ناستې د ناروغۍ په نامه هم ياديږي.
علايم:   نصوراي رنګه ،خال دار اوتقطه مانند داغونه كالونۍ په مچيو د ننوتلو په ځاى كې او هم فاضله موادو ليدل كيږي اودا په هغه صورت كې چې مچيوته مصنوعۍ غذا وركړل شوې وي.
د كنترول او معالجې لپاره د صندوق مچۍ قوي ساتل پكار دي او غذا وركول دې يي فوري تبديل شي.


4. فنګسي ناروغۍ:
الف:  چاك بروډ (Chalk brood): ددې ناروغۍ عامل يو فنګس دي چې د Asscosphaera Apis په نامه ياديږي. دامرض د شاتو مچيو دبچيانو هغه سربسته او سيل شوې حجرې له منځه  وړي. لاروا له منځه ځي او د تباشير رنګ اختياروي. هغه لاروا چې په مرض اخته شويده او مړه شويده نو د نرس مچيو په واسطه بيرون اچول كيږي.
كنترول: د مچيو له قوي صندقونوكې كوم مشكل نه ليدل كيږي او ټوله حفظ الصحه بايد مراعات شي.

5.  حشرې او افتونه:
الف: د موم تارو ( پروانه)
 (  1   ) عامل: Gulleria mellonella دي . عقيده پر دې ده چې دغه چينچي موم خوري، دغه چينچي د شاتو د مچيو د ژوندانه له دوران سره موافق او پوره توافق حاصل كړى دي. او كله چې د شاتو مچۍ ټولې په ژمي كې او يا كله چې ګلان نه وي د ځالې مركزي برخې كې راټوليږي نو په دې وخت كې دا چينچي پر موم حمله كوي اوتغذيه كيږي. كه كالوني كمزورې وي نو دا چينچي غټ مشكل ګڼل كيږي.
كنترول (مخنيوى):  
نفتالين (Naphthalene)  په كاغذ باندې پاشل كيږي او بيا د كاغذ تختې د كندو په روكونو چې يو په بل عمودي ايښودل شوي وي ، ترمنځ ايښودل كيږي. دا كيمياوي مواد نوموړې حشرې شړي.كله چې د نوموړي  كندو روكونه بيا د شاتو د مچيو لپاره استعماليږي نو بايد ډير پام وشي. ددغو كيمياوي موادو بوي موجود نه وي ځكه چې بيا دابوى ښايي شاتو ته انتقال شي. په ميخانيكي طريقي سره هم كيدلى شي چې ددې حشرې چينچي يا لارواوې راټولې او مړې شي. ميخانيكي كنترول  هم داسې كيداي شي يعنې په هغو ځالو كې چې د موم چينچي ليدل كيږي نو فوراً د هغو چوكاټونه دې وسوزول شي او له منځه دې ولاړ شي او په دې ترتيب دغه مشكيلات رفع شي.

  ب : كـــــــــــنــــــــــې : ډيرې پرازيتي كنې شته دي چې د شاتو د مچيو لپاره يې مشكل پيداكړى  دي او داكنې په زياته اندازه د شاتو د مچيو د ميليفرا سپيشيزونه  باندې حمله كوي.
    د شاتو د مچيو لپاره مضرې كنې  د وودي (Acarapis woodi) ، واروVarroa Jacobsoni او كلري
Tropilaelaps Clareae  كــــــــنــــــې دي.وارو كنې د شاتو د مچيو د سيراناA. cerana  د سپيشيز په مچيو حمله كوي او د كلري كنې د شاتو دمچيو د ډورساتا A.dorsata سپيشيز په مچيو حمله كوي. ځرنګه چې د مچيو پورتنۍ دوه سپيشيزونه پخپله په اسيا كې ددغو دوو كنو په موجوديت كې منځ ته راغلې نو له دې امله نه د شاتو  دا مچۍ او نه دا كنې بيخي له منځه تللى شي، په داسې حال كې چې شاتو د مچيو د ميليفرا سپيشيز ددغو كنو په موجوديت كې پيداشوې نه دي نو له دې امله ددغو كنو په مقابل كې مقاومت نه لري.
(  1  )  وارويا Varroa Jacobsoni كنـــــــــه:
دا كنه يو خارجي پراوزيت دي چې ښځينه كنه يې سور رنګ لري او ځلور جوړې پښې لري او نارينه كنه بيا كوچنۍ ده او سپين رنګ لري. كله چې بچيان جوړيږي او يو لږ د هګۍ ځخه راوزي نو ښځينه كنه د مچيو له بچيو سره يو ځاى كيږي فقط ښځينه كنه ډير عمر لري او يوازې ښځينه كنې په مچيو باندې حمله كوي.
الف: علامې:  نوموړې كنې هم د مچيو پر لاروا او هم په مچيو باندې تغذيه كوي. كله چې دا كنه په ځاله كې د مچيو په لاروا حمله وكړي نو ځوانې مچۍ چې له حجرو(ځالو) ځخه راوزي كږې وږې وي او داعمليه د كنو په شمير پورې اړه لري. كه چيرې كنې ډيرې زياتي وي نو مچۍ  مړې كيږي.
ب :   د كــــــــــنـــــــــــــــې د ژوند دوران:
      القاح شوې ښځينه كنه هغه وخت د مچيو ځالو ته داخليږي كله چې د مچۍ بچي يا لاروا وې  د ژوندانه د دوران په لسمه ورځ كې وي او هلته خپلې هګۍ اچوي. نارينه كنې لومړى زيږيږي او له ښځينه كنو سره يوځاى كيږي او كله چې د مچيو په غوزو(Pupae) انكشاف مومي نوكنې هم انكشاف كوي. كله چې كارګرانې ښځې مچۍ خپله د غوزو مرحله تيروي اوله غوزو راوزي ددغو كنو ترحملې لاندې راځي. ښځينه مچۍ يا كارګر په ۲۱ ورځو او نارينه مچۍ (Drones) په ۲۵ ورځو كې انكشاف مومي چې په نتيجه كې نارينه مچۍ د ښځينه مچيو په پرتله ډيرې كنې لري. نو له دې امله كنې كولاي شي چې د نارينه مچيو ځالې تشخيص كړي. د كنترول يوه طريقه داده چې د نارينه مچيو ځالې راويستل شي. دوارو كنې په بالغو مچيو ژوند كوي.
 كنې د مچيو وينې ځښي او مچۍ كولى شي د كنو مقابل كې مقاومت وكړي. په دې شرط چې په مچۍ كې له ۳  ځخه لږ كنې موجودې وي. مګر كه چيرې دوه كنې د مچيو په يوه لاروا باندې  حمله وكړي نو نوموړې لاروا مړه كيږي. له اتيا ۸۰  ځخه زياتې دواګانې شته چې دوارو كنو مقابل كې استعمال شي چې يوه يې هم تر هغې پورې اغيزمنه نه ده تر دې چې د مچيو ښه ساتنه او هغوۍ ته كلكه پاملرنه ونه شي.
( 2   )  تروپيليلاپس كلري  Tropilaelaps Clarae  كـــــــنـــــــــــــــــــې:
دا كنه هم د شاتو د مچيو په بچيو تغذيه كوي خو كله چې د مچيو بچي له ځالو راوكاږل شي نو نوموړې كنه كنتروليدلي شي. كه چيرې طبيعي ژمى موجود وي نو دا كنې په دې طريقې سره كنتروليږي. د مچيو د ژوند په دوران كې درې ورځې ځنډ كيدى شي دوارو كنې كنترول كړي او يا داچې بله طريقه داده چې پرمچيو د دريو ورځو لپاره خوراك بند شي نو كنه پخپله مري او له منځه ځي.
سپارښتنه كيږي چې د هر نوع مرض او افت او ددوي د كنترول لپاره لومړى حفظ الصحه مراعات شي او له پوره دقت ځخه كار واخستل شي او د كيمياوي دواګانو استعمال  ته اجازه ورنه كړي شي ځكه ډير خطرناك دي  او خراب عواقب لري. كوشش دې وشي چې له ميخانيكي طريقو ځخه اود ماهرانو سفارشات دې په غور سره واوري او تطبيق دې كړې تر دې جې دغه مشكيلات لرې شي.

                                          شات
1. شات ځه شي دي:
د مچيو په ذريعه  له ګل ځخه نكتار راټوليږي او كله چې مچۍ نكتار راټول كړي بيرته خپلې ځالې ته راځي او هغه راټول شوي نكټار د خپلې خولې په ذريعه بلې مچۍ ته او د يوه ځنځير په شكل يې تبادله كوي ترهغې چې د شاتو په حجره كې كيښودل شي.
    كله چې د شاتو مچۍ له ګلانو ځخه د خپلې خولې د پروبوسيز(Proboscis  )  په واسطه نكتار ياشيره راواخلي اود شاتو كځوړې ته يې رسوي. نو بيا يو كوچينى مقدار پروتين پرې اضافه او اوبه ورځينې تبخيرشي. كوم پروتين چې د مچيو په واسطه په نكتار وراضافه كيږي. دا هغه انزايمونه دي چې د نكتاروقندي مواد په مختلفو شكرو باندې تبديلوي چې داشكرې ډير ډولونه لري او دنكټار په منبع پورې اړه نيسي.  كله چې نكتار په ځاله كې كيښودل شي نو مچۍ هغه نور هم پروسيس كوي او اوبه ورځينې تبخيريږي. د مچيو د كندو او دشاتو د ذخيرې په ساحه كې تودوخه د سانتي ګريد۳۵ درجې اوسي. نودا تودوخه اوهغه هواكشي چې دپكې وهوونكو مچيو په واسطه برابريږي له شاتو ځخه نورې هم اوبه تبخيروي چې شات په سلو برخو كې له شلو برخوځخه لږ اوبه ولري نو بيا د شاتو د مچيو په واسطه د حجرو خولې د موم په واسطه بنديږي. دې شاتوته رسيدلي شات وايي او په دې حالت كې شات تخمر كيږي.
شات له ځه ځخه جوړ شوي دي؟
شات د شكرو يو مخلوط يا ګډوله ده چې زيات ګلوكوز، فركتوز او شكرې لري، له اوبو سربيره (په سلو كې ۱۷- ۲۰برخې) كوچنۍ مقدار نور مواد ، لكه معدني عناصر،ويټامينونه ، پروتين او امينواسيدونه لري.
شات يو لږ مقدارت نباتي ګرده هم لري. سره له دې چې د شاتو د مچيو په واسطه نباتي ګرده په كندو كې له نكتار ځخه جلا ذخيره كيږي خو بيا هم دهغوى ډير لږ مقدار له شاتو سره ګډيږي. د مچيو ډير سپيشيزونه نكتار راټولوي او پرشاتويې بدلوي او د خوړو د منبع په ډول هغه زيرمه كوي.مګر يوازې هغه مچۍ چې د لويې كالونۍ په ډول ژوند كوي دشاتو ډير مقدار ذخيره كوي. د كومو مچيو سپيشيزونه چې د اپيس (Apis) په جنس پورې او ځينې چې په ميليپونيني( Meliponinae) پورې اړه لري شات جوړوي او انسان له ډيرې زمانې ځخه راپدې خوا شات د خوړو په توګه استعمالوي.

دشاتو كيفيت:
دشاتو مزه او بوى د شاتو كيفيت ټاكي ، مګر زيات وخت پرشاتودرنګ له مخې هم قضاوت كيږي. دشاتو تور رنګ دنكتار په منبع او دنبات په شيرې پورې اړه لري. بالعموم تياره رنګه شات ډير قوي مزه لري څو پيكه رنګه شات د خوښۍ وړ مزه لري. دشاتو رنګ دشاتو كيفيت په ښه توګه ټاكلى شي ځكه چې شات په زيرمه او تودوخې وركولو كې تياره رنګ  غوره كوي. مګر كيدلى شي ځينې مكمل تازه شات هم چې حرارت وركول شوى نه وي او ملوث شوى هم نه وي تياره رنګ لري.

دشاتو د كيفيت معلومول:
 دا يوه ناممكنه خبره ده چې دشاتو مزې او بوى ته مقايسه يي اهميت وركړل شي مګر بيا هم كيدلې شي د لاندنيو عواملو په نظركې نيولوسره د شاتو كيفيت معلوم شي.
 الف: بوى اوخوند: مختلف مواد لكه الكول،الديهايد،عضوي تيزاب او ريسترونه دشاتو د مزې او اووما(بوى) لپاره د ډيراهميت وړ دي.دا مواد فراركوونكي دي او په ډيره اسانۍ سره دسانتي ګراد د ۳۵ درجو كې فراركوي. ځينې نباتات زهرناك اويا ترخه شات وركوي. دا نباتات
 Euphorbiasp, Datura sp, Agavesp. دي. په ځينو ټولنوكې دا ترخه شات ډير شهرت لري.
ب :  رنگ:دشاتو رنګ دپوفونډ(Pfund) درجه كوونكي  په واسطه اندازه كيږي. په دې اله كې رنګونو ته نمرې وركول كيږي  په دې ډول د شاتو رنګ د سپين اوبه رنګه ځخه تر تياره امبر او تياره رنګ پورې رسيږي.
ج  :  داوبو مقدار: كه چيرې  په شاتو كې  په سلو برخو كې له ۱۹ برخو ځخه اوبه زياتې وي نو نوموړي شات تخمر كوي، په شاتو كې د اوبو مقدار دشعاع منعكس كوونكي يا ريفراكتونتر
(Refractooneter)  په واسطه اندازه كيږي. په شاتو كې په سلو برخو كې ۲۳ برخې اوبه بين المللي ستنډرډ دي، مګر تجاران لږ اوبه  چې په سلو كې ۱۷ برخې اوبه ولري خوښوي اونه غواړي چې اوبه واخلي.

دشاتو تخمر:
دا لاندې عوامل د شاتو په تخمر كې برخه اخلي:
· په سلو كې اتلسو برخوځخه زياتې اوبه.
· لوړه تودوخه يعنې د سانتي كريد۱۱ درجې.
· په شاتو كې زياتې چڼاسكى چې په ګرام كې له ۱۰ ځخه زياتې وي.
· دشاتو پي اچ له 3,7 ځخه تر4,5 پورې وي.

هايدرواكسي ميتايل فرفرال:
هايدرواكسي فرفرال د شاتودعمده شكرې يعنې فركتوز له تجزيې ځخه په لاس راځي چې په ډيرې اهستګۍ سره په زيرمه شوو شاتو كې توليديږي خو كومو شاتو ته چې حرارات وركول شوى وي نو په هغوكې په ډيره چټكۍ توليديږي.
    هر ځومره چې په شاتو كې د هايدرواكسي ميتايل فرفرال مقدار ډير وي په همغه اندازه زيارت حرارت وركول شوي وي او د خرابه كيفيت شات ګڼل كيږي.
    هايدرواكسي ميتايل فرفرال د لابراتواري تجزيې پواسطه معلوميږي. ځينې هيوادونه په شاتو كې د هايدرواكسي ميتايل فرفرال د مقدار پر اساس شات اخلي او كه چيرې په يو كيلو ګرام شاتو كې له ۴۰ ملي ګراموځخه دهايدرواكسي فرافرال مقدار زيات وي نو هغه شات ځوك نه اخلي.
انزايمونه:
په شاتو كې ځينې انزايمونه لكه انورټيز(Invertase)، ګلوكور اكسيدايز(Glucose oxidase)، اماليز
( Amylase) او داسې نور شته دي چې د شاتو خوراكي اهميت زياتوي اود خوړو  په هضم كې برخه اخلي.  كه چيرې شاتو ته حرارت وركړل شي نو نوموړي انزايمونه له منځه ځي او داسې غوره شات نه ګڼل كيږي.

دافغاني شاتو ځيني خواص:
دافغاني شاتوځينې خواص په لاندې ډول دي:
په شاتو كې د اوبو مقدار ډير توپير لري.
په شاتوكې د هايدرواكسي ميتايل فرفرال مقدار ډير وي.
په شاتو كې ډير انزايمونه موجود دي.
په شاتو كې نباتي ګرده ډيره ده( پروتين،ويټامين او معدني عناصر).
دشاتو رنګ تياره وي.
 كه چيرې شات د سانتي كريد له ۱۱ ځخه تر ۱۵ درجو تودوخې سره مخ شي،دګلوكوزغلطت يې لوړ وي او نباتي ګرده، كرستلي مواد او دوړې ولري نو كنډوكي كيږي. دشاتو خوږوالى د فركتوز په غلظت ،د تودوخې درجه او اسيديت يې ټاكي.

دشاتو كيمياوي تركيب:
دشاتوكيمياوي تركيب په ۱۰۶۳ نمونوكې چې له ۴ هيوادوځخه ټولې شوې وې لاندې ډول دي:
عمده مواد چې په سلوكې ۹۹ برخې جوړوي  په سلو برخو كې
اوبه                                               17
فركتوز                                        39,3
ګلوكوز                                        32,9
سكروز                                         2,3
نورې شكرې                                 8,5

لږ مواد چې پكې يوه برخه جوړوي                       په سلو كې ديوې برخې په سلو برخو كې

اسيدونه ( ګلولونيك)                                                        0,17 – 1,17
معدنې مواد                                                                   0,02 – 1,03
نايتروجن( پروتين)                                                         0,002 – 0,13
انزايمونه                                                                               0,1>
اروما                                                                                    0,1>  
نور( هايدرواكسي ميتايل فرفرال                                               0.1 >

يو كيلو ګرام شات ۳۰۴۰ كيلوكالوري انرژي لري.
په شاتو كې كلسيم، مس، اوسپنه، مګنيزيم، منګانيز، پوتاشيم،لوډيم،كلورايدونه، فاسفيتونه سليكيتونه او سلفيتونه شته دي.

دشاتو ځينې ضد عفوني خواص:
بكترياوې په شاتو كې ژوند كولى نه شي ځكه چې شات لوړازموتيكي پوتنشيل لري. د شاتو تيزابيت او په شاتوكې انزايمي فعاليتونه( ګلوكوزاكسيديز) او هايدروجن پراكسايد ددې سبب كيږي چې د شاتو د خوړو او استعمال په واسطه زخمونه او د اور په واسطه سوى ژر جوړيږي. ځرنګه چې اوبه (رطوبت ) جذبوي  نو له دې كبله زخمونه وچ ساتي اوهغه ژر جوړيږي. په شاتو كې اكسيجن نفوذ كولى شي چې دا خاصيت هم د زخمونو په جوړولو كې مرسته كوي. شات له پنبې ځخه جوړې شوې تكي ځخه بايد چاڼ شي خارجي مواد ورځنې جلاشي.

دشاتو راټولو او پروسس
د شاتود مچيو له كندو ځخه د شاتو راټولول د پسرلي له وروستيو وختونوځخه پيل او دمنې تر اخره پورې دوام مومي.  پخواتر دې چې له كندو ځخه شات راټول شي لومړى بايد دلوګي پمپ په واسطه لوګى وشي چې مچۍ ارامې شي او چيچل ونه كړي.  د لوګي لپاره كيدلى شي د حيواناتو له فضله موادو ځخه ګټه واخستل شي .
له لوګي كولو وروسته بيا بايد په ډير احتياط سره د كندو چوكاټونه له هغې ځخه راوايستل شي  او له كندو ليرې د شاتو دايستلو ماشين له انتقال شي
د چاكو يا پنجې په واسطه د چوكات ځخه نازكه  طبقه تخريبيږي او بيا چوكاتونه د شاتو ايستلو په ماشين كې داخليږي. شات د شاتوايستلو ماشين لاندې ايښودل شويو شيشئي يا حلبي لوښو كې راټوليږي او مسي لوښى د شاتو د راټولولو لپاره بايد هيځ استعمال نه شي. راټول شوي شات بايد په ساړه او وچ ځاى كې زيرمه شي او كه نه نو بيا تخمر كوي.
ځينې خلك فقط د موم تختې له شاتو جلاكوي او په دې توګه  تازه شات چې هوا ورته نه وي رسيدلې خرځوي چې داډول شات هيځ تاوان نه لري.  دشاتو ايستلو ماشين پخپله د موم تختې له شاتو جلا كوي او نوموړې تختې كيدى شي بيرته كندوته انتقال شي، ايستل شوي شات د پنبې له ټوكر ځخه د چاڼوونكى په ځير چاڼيږي او په دې توګه ورځينې اضافه مواد جلا كيږي.

دشاتو ماركيټنګ
كله چې شات له كندو ځخه راټول شول نو بايد سمدستي پروسس شي.ځرنګه چې شات خواړه دي نو له دې امله د شاتو پروسس كولو ټول سامانونه او ماشينونه بايد پاك اوسي. شات اوبه خوښوونكې ماده ده چې اوبه جذبوي  نو بايد چې د شاتو د پروسس سامانونه ښه وچ وي چې شات اوبه جذب نه كړي ځكه چې بيا تخمر كوي. په كومو لوښو كې  چې شات د خرځلاو لپاره خوندي كيږي بايد وزن يې لږ وي  بيه يې ټيټه وي او روښانه اوسي چې دننه پكې شات په اسانۍ سره اخستونكى وليدلى شي.
ښيښه يي بوتلونه د شاتو د خوندي كولو لپاره د لوښو په توګه استعماليږي خو د ښيښه يي بوتلونو تاوان په دې كې دي چې درانده وي.ماتيږي او خالي يو په بل سره نه كيښودل كيږي. پلاستيكي لوښي هم سپك دي او هم يو په بل ايښودل كيدلى شي خوپه ځينو هيوادونو لكه افغانستان كې نه پيداكيږي.
دشاتو په بوتل بايد دا لاندې خبرې ليكل شوې وي :
دبوتل محتويات يعنې شات.
دشاتو منبع د مثال په توګه د شوتلو ،شينشوبي اووداسې نورو شات.
دهيواد يا منطقې نوم.
دتوليدونكي يا مچۍ روزونكي نوم او پته.
په لوښى كې دشاتو خالص وزن.
دشاتو د باربندي نېټه يا خپل كود.

دمچيو موم
1.    دمچۍ موم ځه شى دى:
دمچۍ موم يوه كريمي رنګه ماده ده چې د مچۍ په واسطه د شاتو د ګبين د جوړولو لپاره استعماليږي، ډير خالص موم سپين وي  نباتي ګرده اونور هغه ژيړرنګه  كوي.
   دمچۍ موم يو ارزښتناكه محصول دي. ديو كيلوګرام د مچيو دموم بيه ديو كيلو ګرام شاتو ځخه لوړه ده. په كومو كندوانو كې چې د مچيو د ځالو جوړولو لپاره د موم تختې ايښودل كيږي نو په داسې كندوانو كې مچۍ ډير لږ د مچۍ موم جوړوي چې د شاتو سره يي تناسب75:1 دي مګر  هغه كندوان چې حركت وركول كيږي نو د شاتود ايستلو په وخت كې ماتيږي او د شاتو راټولولو وروسته بيا بيرته په كندو كې نه ځاى پرځاى كيږي چې په دې ډول كندوانو كې د شاتو او د مچۍ د موم تناسب 1:10  وي
ځينې هيوادو كې دشاتو پر ځاى د مچۍ موم ته ډيره تقاضا موجوده ده.

دمچۍ موم ځنګه جوړيږي:
دمچۍ موم دشاتو مچيو د ځوانو كارګرو مچيو په واسطه ددې لپاره جوړيږي چې بيا له هغې ځخه كور يا ځاله جوړه كړي. موم د مايع په ډول د نوموړو مچيو د موم له غدو ځخه ترشح كيږي. كله چې نوې ترشح شوي موم له هوا سره په تماس كې شي كلكيږي او پردې يا بڅركى ورځنې جوړيږي چې مچيو په لاندنيو برخو كې ليدل كيږي. په هرو دولسو ۱۲ساعتو د مچۍ د كيډې په شا( محدبه برخه) كې ځلور د موم غدې د موم اته ۸ پردې يا بځركي توليدوي. د موم يو ميليون پردې يا بځركي تقريباً يو كيلو ګرام موم جوړوي. مچۍ د وروستيو پښو او شخو ويښتانو په واسطه د موم پردې يا بځركي منځنيو پښو ته تيروي او بالاخره ژامې ته ، چيرته چې موم ژوول كيږي. پخوا تر دې چې د ځالې په جوړولوكې ترې كار واخلي. كله چې په كندو كې شات ډير شي او موم نه وي چې دهغو دزيرمې لپاره ورځنې زيرمه جوړه شي نو مچۍ تشويقيږي چې نور موم توليد كړي.
كومه ځاله چې د مچيو په واسطه له مومو ځخه جوړيږي په هغه كې مچۍ بچي زيږوي، شات او ګرده ذخيره كوي چې په انګليسي كې ورته كومب(Comb) وايي.د هريو كيلو ګرام مچۍ موم د توليدلپاره مچۍ 8,4كيلو ګرامه شات په مصرف رسوي. هرځومره چې د موم توليد لږ وي  په همغه اندازه د شاتو توليد زياتيږي او هرځومره چې د موم توليد زيات وي همغومره د شاتو توليد كميږي.
دمچۍ موم له 300 ځخه زيات د استعمال ځاىونه لري، موم په كازماتيكي موادو، داروګانو، شمعې جوړولو اوداسې نورو كې ډير استعماليږي

پای

نورمو کور له شاتو دک شه
رحمت بیتاوال

 شات دمومو تخته کی شات په بوتلونو کی