دهارټيكلچر پيژندنه


دهارټيكلچر دنباتاتو پيژندنه دانسان دتاريخ سره نږدې اړيكې لري . دهارټيكلچر كليمه ډير لرغونتوب نه لري او داوولسمې پيړۍ په ليكنو كې لومړى ځل لپاره استعمال شوېده . دهارټيكلچر نوم دلاتيني ژبى څخه اخيستل شويدى چې (hortus) دباغ او  (Colere) دروزنې معنى لري . داوسني مفهوم په اساس هار ټيكلچر دكرنې هغه برخه ده چې دباغوانۍ دنباتاتو  (Garden Crops) څخه بحث كوي. د
  با غوانۍ نباتات  د ميوو، سبو او ذينتي بوټو څخه عبارت دى . دباغوانۍ نباتات ځانګړى روزنى او پاملرنې لكه نالولو،كرنيزو عملياتو، راټلولو، زيرمه كولو ، پروسس كولواو خرڅولو ته اړتيا لري. هارټيكلچر انسانانو ته غذا او طبيعت ته ښكلا وركوي. پس هار تيكلچر داسې تعريف  كولاى شو: هارتيكلچر دكرنى هغه برخه ده چه دهغوكرنيزو نباتاتو دكرنى، روزنى اوساتنى سره  سرو كار لرى  كوم چه مخامخ   انسانان  دغذا، درملو او دښايست  د مقصدونو لپاره تر استفادى لاندې نيسي . د هارټيكلچر، اګرانومى او دځنګلي محصولاتو ترمينځ  داسى توپير كيږى چه  دهارتيكلچر محصولات  تازه او داوبو مقدار يى  زيات وى او په تازه ډول ترې استفاده كيږي.البته داګرونوميكي او ځنګلي محصولاتو څخه په مړه شكل استفاده كيدلى شي او دوچې مادى مقداريې زيات وى.

دهارټيكلچر تاريخچه :
دتيږى په لمړنيو دور ه  ( ۵۰۰۰۰ كاله وړاندى) كې انسان په غارونو كى ژوند كاوه او وحشې خواړه ې لاس ته راوړه، ښايى دغه وحشې خواړه ميوې او واښه  وو.  ځكه ددې وحشې ميوو او واښو راټولول  اسان وو. هركله  چه دانسانانو نفوس په زياتيدو شو نو دخوړو كمښت احساس و شو او انسان د وحشي ميوو اوواښو په اهلي كوونه اوكرنه پيل وكړ، دهمغه وخت څخه دكرنى پيل  وشو.
 ډير كرنيز نباتات  د  تاريخى دورى  ( ۲۵۰۰ – ۳۰۰۰ كاله وړاندى ) د پيل څخه وړاندې اهلى  شوو.  مګر دنورو خوراكي نباتاتو د ا هلي كولو لپاره هڅې  روانې  وى. لبلبو په ۱۸ پيړۍ كې ، ربړ او بعضې  غوړ لرونكى خرما په۱۹ پيړۍ كې ، اوسنۍ سټرابيري او مكاډاميا نټ په ۲۰ پيړۍ كې اهلي شوي دى. د نيوز لينډ دكيوى  ميوه  وروستۍ اهلي شوې ميوه ده .
د ډيرو ميوو، سبو او غلو يادونه  په مقدسو اسمانى كتابونو كې شوې ده . په قرآن پاك كى د غنم.، هوږې ، پيازو، ښوون، خرما، انځر، انګور او داسې نورو ذكر شوى دى. چه دا ددې ميوو، غلو اوسبو دلرغوني استعمال نښه ده.  
دهارټيكلچر دبوټو روزنه اوږد تاريخ لري . مصريانو ۲۵۰۰ – ۳۰۰۰ كاله دميلاد ترمخه يو زيات شمير مېوې دخرما ، انار ، كيلې ، ليمو ، ښوون او انار په گډون ترروزنې لاندې نيولې وې . په همدې وخت كې هغوې ډير سابه لكه بادرنگ ، هوږه ، پياز ، گندنه ، كاهو ، ارټيچوك ، زنډايف ، اينلى ، ملۍ ، او دخربوزو او خټكو مختلف ډولونه كرل . دمېوو او سبو دروزنې سره يو ځاى په مصر كې دنوموړو نباتاتو دصنعت مختلفو اړخونو هم پراختيا كړې وه .
دهارټيكلچر دبوټو په روزنه او پراختيا كې دمصريانو رول تقريبا ً ۳۵ پيړيو پوري  دوام وكړ. كله چې
 ( دميلاد څخه ۳ كاله ترمخه ) مصردروم ديوه ولايت په څير راغى نو دنباتاتو دروزنې په هكله يې دنړۍ په دې برخه كې اغيزو مهم وړاندې كړې و .
له بله پلوه دمصر په ختيځ كې دبين النهرين (Mesopetomia ) (دعراق يوه برخه ،  (Babylonia ) دعراق يوه برخه ) او Assyria لرغونو كلتورونو دهارټيكلچر دصنعت په پراختيا خصوصا ً او بخور او دباغونو او پاركونو په احداث كې زياته ونډه درلوده .
دهارټيكلچر دبوټو دروزنې او صنعت په هكله روميانو دمصريانو او يونانيانو څخه زياته استفاده كړې ده . دروميانو په خپلو لرغونو ليكنو كې دښاخ پيوند او زخه پيوند ، دميوو او سبو دمختلفو ډولونو ، دلگيومى بوټو دكرنيز تناوب دسرو استعمال او حتىٰ دميوو لپاره دساړه ساتن ځايونو يادوونه شوې ده . همدارنگه دهغو په ليكنو كې ديو ډول شنې خونې Green house نوم اخيستل شوى دي . چې دشيشو مالگى Mica  څخه جوړه شوې او په ساړه موسم كې دسبو دروزنې لپاره ورڅخه استفاده كيده . برسيره پردي په روم كې دهارټيكلچر يوې مهمې برخې چې دښكلا دبوټو څخه عبارت ده، زيات انكشاف وكړ.
د دود له مخې به بډاى روميانو دخپل هيواد په اطرافى سيمو كې لږ څه ځمكه درلوده چې دميوو او گلانو باغونه به يې وركې جوړول . دهغو په باغونو كې به ډول ډول ميوې او گلان لكه مڼى ، ناك ، انځر ، ښوون ، انار ، مرسل ، انتري ، ماريكولډ ، بنفشه گل او داسې نور موجود وو .
دميلاد څخه نهه پيړۍ ترمخه په بين النهرين (Mesopetomia) كې خلكو دځينو ميوو لكه خرما او انځر دگرده افشانۍ په هكله معلومات درلودل او دګرده افشانۍ په سرته رسيدو كى ورته د مشخصو حشراتو اهميت  څرگندوو .  په   ۱۴۹۲ كال كى دكولمبس په واسطه د نوى  نړۍ (امريكا ) كشف په كرنه كې د يو بل ستر برياليتوب  پيل وو. د مهمو نباتاتو پيژندنه اود هغوۍ راكړه ور كړه پيل شوه او تراوسه دوام لرى . دنوى نړۍ څخه  مهم   معرفى شوى نبا تا ت لكه  جوار ، رومى ، كچالو،  كدو، اواكادو، پاين ايپل ، پيكان ، خوږ كچالو، لوبيا تمبا كو او داسى نور دى.  همدا رنګه دوخت په تيريدو سره خلكو ته دهارټيكلچر دنباتاتو اقتصادې ، غذائى او زينتى ارزښتونه ښكاره شول او دهغو روزنې ته يې خاصه توجه وكړه . نن ورځ دنړۍ په ډيرو هيوادوكى دهارټيكلچر دنباتاتو توليد او صنعت لوړ مقام نيولى دي .
دهارټيكلچر نباتات دلاندې خصوصياتو په لرلو سره دنورو كرنيزو بوټو څخه توپير لري :
1.  دهارټيكلچر دزيات شمير محصولاتو څخه په تازه ډول استفاده كيږي اواوبه يې دكيفيت عمده جز تشكيلوي .
2.  دهارټيكلچر محصولات په عمومي توگه ژرخرابيدونكى Perishable دي .
3.  دهارټيكلچر بوټى په لږه ساحه كې كرل كيږي مگر عايد يې په يوه واحده ځمكه كې دكرنې دنورو نباتاتو په پرتله خورا زيات دي  .
4.  په عمومي توگه دهارټيكلچر نباتات دښكلا له پلوه هم زيات اهميت لري .
5.  دهارټيكلچر نباتات روزنيزې پاملرنې ته زياته اړتيا لري .
له بله پلوه داگرانوميكي او ځنگلي بوټو حاصلات په غير ژوندي حالت كې داستفادي وړ وي . كه ځنگلى ونې دلرگيو او كاغذ جوړولو لپاره په څوواري ډول غوڅې شي په يوه واحد ه ټوټه ځمكه كې دهغو عايد زيات په نظر راځي مگر كه نوموړي عايد دهغو دعمرداوږ دوالي په اساس محاسبه شي په دې صورت كې دهغو عايد دهارټيكلچر دنباتاتو په پرتله خورا لږوي . كه ځنگلى ونې دلږ وخت لپاره په لوړه بيه خرڅې شي په دې صورت كې هغوي دهارټيكلچر دنباتاتو په ډله كې راځى .

دهارټيكلچر شقونهDivision of horticulture
هارټيكلچر دڅلوروعمده شقونو څخه بحث كوي . دميوودروزنې علم دپومالوجى Pomalogy په نوم ياديږي . دسبو روزنې ته او لريكلچر Olerieultuer ويل كيږي . دگلانو او ښايسته بوټو روزنه دفلوريكلچرFloriculture څخه عبارت ده . په ډولى ( زينتى ) بوټو سره په مصنوعى توگه دځايونو ښايسته كيدنه Landscaping يا Landscape horticulture نوميږي . بايد وويل شي چې دهارټيكلچر نوموړي شقونه يو له بله مطلق جلاوالى نه لري . مڼى او الوكه له يوې خوا دخوراك لپاره ميوه توليد وي له بلې خوا د ډولي بوټو په ډله كې هم راځي ځكه چې دهغو گلان او ميوي دښكلا په زياتوالى كې دزيات اهميت وړ گڼل كيږي . غوره بريښى چې دلته دهارټيكلچر دمختلفو شقونو دنباتاتو دپيژندنې په هكله څه ناڅه ضروري لومړنې معلومات وړاندې شي .

الف : ميوې Fruits يا Pomology
 د بوتانيكى   لحاظه ميوه پوخ شوى تخمدان ته ويل كيږى. البته دهار تيكلچر  له نظره ميوه  هغه غوښينه يا وچه  دخوراك وړ برخه ده چه  دگل يا  دګل سره د تړلو  اجزاؤ دپخيدو څخه لاس ته راځى.
نو له هم دې وجې ځينې سابه د بوتانيكى له نګاه څخه  ميوې ګڼل كيږي لكه رومى بادنجان او داسى نور. توليدونكو ونو عمر څوكلن دي او عموما لرگين ډوله وده لري . دمعتدلو سيمو ميوي عموما ً پاڼريژې Deciduous او داستوايې او نيمه استوايې سيمو ميوې اكثره تل شنې Evergreen وي . دميوو سوداګريز توليد ته باغدارى  orcharding   ويل كيږى .  دانګورو كروندى ته     vineyards او  كرلو ته يى viticulture  ويل كيږى.هدارنګه  د ستروسو كروندى ته  citrus groves  او دستروسو كرلو ته  citiriculture   ويل كيږى.

۱. دمعتدله سيمو پاڼريژې ميوې:
 ۱ – دونوميوې: داډول ميوې په ونوكې توليديږي لكه ناك ، مڼه ، گيلاس او نور . دونوميوې په درې ډوله دي لكه پوم يانرم زړې ميوې Pome fruits چې غوره مثالونه يې مڼه ، ناك ، بهى او لوكاټ دي . ډبرينى يا سخت زړې ميوې Drupe fruits   له گيلاس ، شفتالو ، الو ، شليل ، زردالو او نورو څخه عبارت دي . زړې Nuts چې په دې ډله كې غوزان ( چارمغز) ، پسته ، بادام او ځنغوزي شامل دي .
۲ – د وړو بوټو ميوې:
داډول ميوې په ټيټ قدلرونكو بوټو كې توليديږي چې د هغوۍ يوتعداديې كمزورې ساقى لري او واښه ډوله وي لكه انگور او ځمكنې توت .
۲ – داستوائى او نيمه استوائى سيموتل شنې ميوې.
(۱)   واښه ډوله څوكلنې ميوې لكه كيله او پاين ايپل .
(۲)   دونوميوې لكه سترس (مالټه ، ليمو ، چكوتره).
(۳ )   مختلفى ميوې لكه خرما ، ام .
 (۴)  زړي لكه كيشو او مكاډيما .
 (۵)  كيپسول  لكه اونولا، كرامبولا.

ب : سابه
سابه هغه واښه ډوله بوټى دي چې يوه يا څو برخى يې په  اومه، پاخه  ياپروسس شوي شكل خوړل كيږي او كيداى شى چه دګل سره تړاو ولرى اويا يى ونه لرى . دلته يو شمير سابه دهغو دخوراك وړ برخو سره ښودل كيږي . پالك او كاهو دهغو سبو له ډلى څخه دي چې پاڼې يې دخوراك وړ برخه تشكيلوى . مارچوبه ، كولرابى او كچالو هغه سابه دي چې ساقى يې خوړل كيږى . دځينو سبو لكه رومى بانجانو ، توروبانجانو او مرچو ميوې دخوراك وړ وي . گازرې ، ټيپر او دسلاد چغندر داستفادې وړ برخى ريښى تشكيلوى . گلپى او شين گلپي (براكولى ) هغه سابه دي چې گلونه يې دخوراك وړ دي . دمټراو لوبيا تخمونه او دپښۍ ( رواش) او سيلرې دپاڼو ساقى( ډنډر) دانسان لپاره غذا برابروي . يواځينى سابه چې غوټى يې خوړلې كيږي دارټيچوك څخه عبارت دي . دښى پيژندنې په خاطر سابه په لاندي ډول ويشل كيږې :
۱ – هغه سابه چې دځمكې دپاسه برخى يې خوړلې كيږى .
دكول يا يخ موسم سابه لكه: گلپى ، براكولى ، كرم ، غوزه ايز كرم ، چينايې كرم او كولرابې .
دسولناسى دكورنۍ سابه: لكه رومي بانجان ، توربانجان او مرچ .
تاك ډوله سابه: لكه بادرنگ ، كدو او خربوزه  .
شنه سابه لكه: پالك او چارډ .
لگيومي يا پلي لرونكي سابه: لكه مټر ، لوبيا ، او فاصليا .
۲ – هغه سابه چې دځمكې لاندې برخى يې خوړل كيږي:
دريښوسابه لكه: گازره ، ملۍ ، ټيپر او دسلاد چغندر .
دغوټوسابه ( ټيوبر) لكه: كچالو .
۳- دتودوخې داړتيا په اساس دسبو ويشن :
دساړه موسم سابه Cool Season Crops هغه دي چې په سوړ بخنه هواكې يا په سوړ بخنو سيمو كې روزل كيږي او دفعالې ودې په وخت كې دعادي يخ frost سره مقاومت لري ( ۱ – جدول ) .
دتاوده موسم سابه (warm season Crops) هغه دي چې په تود بخنه هوا كې يا په تود بخنو سيمو كې زياته وده او لوړ حاصل توليدوي او دعادي يخ وهنې څخه ضرر ويني

۴ – وحشى يا سارانې سابه :
دافغانستان خلك ( خصوصا ً په كليو او بانډو كې ) دزيات شمير وحشي سبو څخه استفاده كوي . دوحشي سبو شمير خوراډير دي او تراوسه پورې دهغوي دنباتې او غذايې خصوصياتو په باب په افغانستان كې كومې علمې څيړنې سرته رسيدلى نه دي . كيداي شي چې دوحشى سبو په ډله كې ځينې يې دغذائى ارزښت له نظره خورا مهم وي . دوحشي سبو دڅرنگوالى په باب بايد علمى څيړنې سرته ورسيږي .

ج : گلان او ښايسته بوټې :
زينتي باغواني دهارتيکلچر يوه برخه ده چه نه يواځې ديو کلنو ، دوه کلنواو  څو کلنو زينتي بوټو دښايست په مقصد په ګل لوخو، باغونو، كورنو اوپټيو کي دکرلو او پالنې څخه بلکه دهغوۍ لپاره  دبازار پيدا کولو او خرڅولو څخه بحث کوى. دګلونوتوليدات په ځايى او لرى  بازارونو کي خرڅول او دپريشوي ګلونو اود ژونديو ګل بوټو او دهغوۍ داقتصادي ارزښت لرونکو  محصولاتو  لکه بوۍ لرونکې مواد ، تيل او  د دوا ګانو صادرول شامل دى .په افغانستان كې معمولا ً گلان بهر په پټيوكې دځايونو دښكلا په منظور توليديږي اوپه لږه اندازه كې په ښارونو كې دپلورولو لپاره په شنو خونو كې توليديږى . په باندينيو هيوادو كې دگلانو روزنې نن ورځ ديوه مهم صنعت بڼه غوره كړې ده او په شنو خونو او ورته ساختمانو كې دكال په هروخت كې زياته اندازه گلان او ښايسته بوټى توليدوي . هغه گلان او بوټې چې په شنو خونوكې روزل كيږى دكيفيت له نظره خورا لوړ وي ځكه چې په دې ډول چاپيريال كې دهغو د ودى او روزنى عوامل په ښه توگه تركنترول لاندې راتلاى شي . په تيرو څو لسيزو كې دگلانو دتوليد په كميت او كيفيت كې لوي بدلون راغلى دي چې په دي هكله ديادونې وړټكې په لاندې ډول دي :
دښوانواعوكرنه .
دروزنې دطريقو اصلاح كيدنه .
دنسل گيرۍ دپروگرامونو پراختيا .
دپلورولو لپاره دماركيټونو مينځ ته راتگ .
گلان او ښايسته بوټې په څوعمده گروپونو ويشل شوي دي چې په هر گروپ كې دهغو يو زيات شمير شامل دي :
۱–   هغه گلان چې له بوټو څخه دپلورلو لپاره پريكول كيږي د cut flowers  په نوم ياديږي . ددې ډلې مهم گلان دميخك گل ، داودې گل او مرسل څخه عبارت دي . همدارنگه نرگس ، ارگيد ، انتري ، گلاډ يو لس او كامليا هم ددې ډلې دگلانو څخه شميرل كيږي . ددې بوټو دتوليد اندازه دماركيټ دتقاضا ،ديوه هيواد داقتصادي بڼى ، دودونو ، موډونو، دتوليد دطريقو په ښه والى يا دگلانو  دډولونو په اساس ټاكله كيږي .

۲–   په گلدانيو كې دروزنې وړ گلان د Pot flower Crops په نوم شهرت لر ي . داډول گلان دكال ديوه خاص موسم يا ځينو رخصتيو لپاره روزل كيږي .په دې ډله كې بگونيا ، افريقائې بنفشه گل ، پواينستيا ، ازبليا ، هايدرنجې او نور شامل دي . ددې گروپ گلان او ښايسته بوټي په لنډ وخت كې روزل كيږي او دكال په اوږدو كې په شنوخونو كې خاص وختونه نه نيسي او روزنه يې دوامداره نه وي . ددې ډول گلانو روزنه لومړي په كوچنيو گلدانيو كې پيل كيږي او بيا دجسامت دغټوالى له امله لويو گلدانيو ته انتقال مومي . په گلدانيو كې دروزنې وړ گلان انتقالي بڼه لري يعنې هغوي له يوه ځاي څخه بل ځاي ته انتقال كيږي . دهغوي انتقال ښائي دجوي حالاتو په نظر كې نيولو سره په ډيرې چټكۍ سره اجراء شي .

۳ –   پاڼيزبوټى Foliage Plants  هغه دي چې په كورونو كې دننه دښايسته پاڼو او تنو ددرلودلو له كبله روزل كيږي . داډول بوټي دطبيعي توافق په اساس په كورونو ، تعميراتو او خوندي ځايونو كې لږ تر لږه څواونۍ يا څومياشتې دروزنې وړ وي . په زياتو حالاتو كې ممكن نوموړي بوټى دننه دلږې رڼا، لږ نسبتى لمدبل ، ډيرې ټيټى يا لوړي تودوخي دموجوديت په صورت كې فعاله وده ونكړي او په لومړني حالت كې پاتې شي . البته داډول حالت يې گنې نه دي ځكه چې بوټې دگلدانيو دظرفيت څخه زياته وده كولى نه شي . پاڼيزبوټى ډيرى انواعى لري چې غوره مثالونه يې پمنكې (زقوم) ستروس خصوصا ً Citrus nitis او سرخسونه دي . زيات شمير دانځر سپيشزونه ، دخرما ځينى ډولونه ، فيلوډنډران ،فيكس اليك، سانسويرا او نور دي . زيات شمير پاڼيز بوټى په استوائي سيمو كې مينځ ته راغلي دي چې دملايم اقليم سره توافق لري . په هر نوي چاپيريال كې بايد دهغو لپاره داصلي چاپيريال دودي شرايط برابر شي.دتوافق له نظره دپاڼيزو بوټو ډولونه يو له بله توپير لري . ځينې يي په اوبو كې روزل كيږي لكه چينائي تل شين بوټي . يو شمير نور يې دډيرو وچو شرايطو لاندي وده كوي لكـــــــــــه پمنكى او ځينى يې ډيري لږي رڼا ته اړتيا لري لكــــــــــه يو  ډول انځر بوټى  (Ficus elastica) .
۴ –   په پټيوكې دروزنې وړ گلان Bedding Plants : عموما ً په منظرو او ښايسته سيمو كې كرل كيږي. ځينې يې څوكلن دي مگر زيات شمير يې يو كلن عمر لري، ددې ډول گلانو زيات شمير په ژمي كې په سړو سيمو كې ژوند كولي نه شي . له همدي كبله هرپسرلى هغوي په پټيو كې كرل كيږي . په تودو سيمو كې دهغو كرنه په ژمي كې وي . ددې ډول بوټو زيات ډولونه او انواع دتخم په واسطه تكثير كيږي او دمناسبو شرايطو لاندي دتكثير داطريقه ډيره اقتصادي وي . په پټو كې دروزنې وړ گلان چې له هغو څخه په زياته پيمانه استفاده كيږي . له پتونې او جريبن څخه عبارت دي . داصلى نوعيت دادامى لپاره ښايې چې ددې گروپ ځينې بوټې دقلمو په واسطه تكثير شي . هغه بوټې چې دتخم په واسطه تكثيريږي بايد دتكثيري ساختمانو څخه مطلوبو ځايوته  دكوچنيوالى په پړاوكې انتقال شي.
 
د : دځايونو ښايسته كيدنه :
دځايونو ښايسته كيدنه دمنظرو دانكشاف ، دتعميرونو دتنظيم دځمكې دجوړښت او سمون او دبڼونو ، دلوبو دميدانو او ډنډ ونو داحداث څخه بحث كوي . هغه دځانگړو كورونو او ټول ولس لپاره دپاركونو او لارو دجوړښت سره اړه لري . دځايونو ښايسته كيدنه انسان ، اباد يو او منظرو ته يو نه شليدونكې ارتباط وركوي او دي هدف ته درسيدو لپاره انسان دي ته رابولي چې له نباتاتو او ځمكې څخه معقوله استفاده وكړي .
۱ –  نباتات او ډيزاين :
سره ددې چې دځايونو دښايسته كيدنې دمتخصيصنو په اختيار كې تيږي ، اسفالټ او لرگې موجود وي مگر عمده اجزائې دهارټيكلچر نباتات دي چې دهغو بڼه دموسم او وخت سره توپير كوي . دځايونو دښايسته كيدنې په هكله ښائې چې دهر وده ايزفصل په اوږدو كې دنباتاتو دپاڼو ، پوټكي گلانو او ميوو رنگ په نظر كې ونيول شي . دمثال په توگه د ريمه ونې دښكلا له نظره په ژمې او پسرلى كې بيل بيل ډول بريښى . همدارنگه دكراب ډول مڼې په پسرلې كې دگلانو په واسطه او په منې كې دميوو په واسطه يوه ځاي ته ښكلا وركوي ، برسيره پردې دهرځاى لپاره بايد دنباتاتو ، ښكلا ، بڼې او ترتيب ته خاصه پاملرنه وشي ذينتي نباتات ځايونو ته دښايسته كيدنې پرته نور اهميت هم لري :
(۱)–  هغوي دخاوري دتخريب مخه نيسي او دتفريحي مقاصدو لپاره يې گرده او ساړه ځايونه مينځ ته راوړي . كبل ځمكې ته يو ښكلې زړ ه وړونكې فرش برابروي چې روزنه يې په دوامداره توگه هم اسانه وي .
(۲)  ونې او بوټې يوه سيمه يا كور له نورو څخه بيلوي او په پرده كې يې ساتې . دنباتاتو منظم تركيب او ترتيب دبيلتون او دبدنې ( برم ) احساس ته راوړي .
(۳)  دبوټو يوه بله مهمه دنده داده چې دسيوري په مينځ ته راوړو سره يوځاى دلمر دزياتې ځلا او تودوخې څخه ساتې . ښائې چې ونې په داسې ډول وكرل شي چې تعميرونوته ضرر ونه رسوي . په مناسبه فاصله كرل شوي ونې بهرنې چاپيريال ته په زړه پورې چتربرابروي . پاڼريژي ونې داگټه لري چې په اوړي كې سيوري تشكيل كړي او په ژمې كې دلمر مخه ونه نيسي.

۲ –  دكورونو دشااوخوا ښايسته كيدنه :
دكورونو دښايسته كيدنې ډيزاين بايد داسې طرح شي چې ديوې كورنۍ اړتياوي او خواهشات پوره كړي . كوربايد داسې ساختمان نه وي چې ځان له دخوراك او خوب په وسايلو سره سمبال وي . دهغه دتعميرونو او شاوخوا ځايونو ترمنځ بايد دښكلا اړيكې په ښه ډول موجودې وي . دډيزاين دبرياليتوب په صورت كې دكوراو احاطې دواړو ترمنځ يو ځانگړى كورني واحد ( ديوې دروازي دواړه خواوې ) مينځ ته راځى . دښايسته كيدنې له نظره دزياتو كورونو دري برخو ته بايد خاصه پاملرنه وشي.
(۱)–   دكور مخه هغه ځاي دي چې تيريدونكې ، ميلمانه او عام خلك يې گوري او كورته رنگ او جلب وركوي . هغه بايد دومره فاصله ولري چې كور په ښه ډول له سرك څخه بيل كړي . هغه بايد دموټرو ددريدو لپاره پوره اندازه محفوظ ځاى ولري .
(۲)–   هركور ښائي يوه خدماتې ساحه ولري چه هلته مختلفې چارې لكه دفضوله موادو اچول ، دكاليووچول ، دسبوروزنه ، حيواناتو ساتنه ، دماشينواو غذائې موادو ساتنه په ښه ډول سرته ورسيږي
(۳)–   دكور انگړ كورته ډير نږدې موقعيت لري او هلته دامكان په صورت كې دبوټو دروزنې لپاره دكوچنيو ښيښه ايزو او پلاستيكې شنوخونو احداث دښكلا دزياتوالى سبب كيږي .

۳ – دښاري ښايسته كيدنې پلانونه:
ښائي چې ښارونه نامنظم ، چټل او بدرنگ نه وي . ديوه ښارفزيكې انكشاف بايد دهغه دټولنيز او اقتصادي اړتيا و په اساس طرح شي ، ځينې خاص ټكې لكه دځمكې درست استعمال ، دمخابراتي او انتقالي چارو كنترول ، تعميراتي ډيزاين ، تفريحي وسايل او دبندرونو انكشاف په نظر كې ونيول شي . دټولنيز ضرورت داهميت له مخې بايد ښارونه ښكلي وي . هغوي بايد ښكلي تعميرونه، يادگارونه او پاركونه ولري. ښكلايو په زړه پوري هدف دي او له دې كبله هر شين بوټى دښار په ښايسته كېدنه كې لوي رول لوبوي . څنگه چې ونې كورونو ته ښكلا وركوي هغوي دښارونو په ښكلا كې هم خورا ضرور دي.
۴ –  پاركونه:
سره ددې چه دښارونو دخالي ځايونو څخه له لرغونې وخت را په دې خوا خلكو استفاده كړې ده. مگر دښارونو دپاركونو او دلوبو دځايونو دسيستم مينځ ته راتگ يو نوى انكشاف گڼلى كيږي . صنعتي انقلاب دهغو مينځ ته راتگ حتمي گڼلى دي . پاركونه او تفريحى ځايونه دهغو دغټوالي او استعمال په اساس پيژندل كيږي . مربع گانې Squares او پلازاگانې Plazas په پاركونو كې دښكلا او استراحت خورا كوچنې سيستمونه گڼل كيږي . دلوبو ځايونه Playgrounds او ورزشي ميدانونه Athletic fields تفريحى ساحې تشكيلوي چې دپارك دسيستم په ډله كې به يا شامل وي او يابه نه وي . گاونډي پاركونه Neighborhood parks  دهغو ځايونو په خدمت كې وي چې دلويو پاركونو څخه لري موقيعت لري او يا هغوي دمحلي منظرو دتشكيل په خاطر احداث كيږي . له بلې خوا لوي پاركونه ( د ۲۰۰ جريبه څخه لوي ) داسې ډيزاين شوي وي چې دټول ښاروگړي ورڅخه استفاده كوي . هغوي دخاصو تفريحى فعاليتونو ( لكه داسونو سورلۍ ، دگلف لوبې ، لمبا ، بيړۍ چلوونه ) په وسايلو سره مجهزوي ، برسيره پردې په هغو كې اكثرا ً موزيمونه ، ژوبڼونه او نمايشي نباتي باغونه موجود وي . دولتې او ملي پاركونه دنوي ښارونو په خدمت كې وي .
۵ – دنورو مختلفو ځايونو ښايسته كيدنه :
په دې ډله كې دعامه گټو تاسيسات لكه ښوونځى ، فابريكې ، او سركونه شامل دي ، دښوونځۍ شاوخوا ځاى چې دپارك په څير ساحه تمثيل كړي . په ونو او بوټو سره دفابريكو او سركونو ښايسته كيدنه زړه وړونكې منظرې تشكيلوي .
   ۶-  بونسايى   Bonsai
بونسايي دجاپان د نباتاتو دتربيي فن دي. بونسى ديو نبات په ځانګړى او کوچني شکل سره دکور په باغ يا په ګل لوښو کې تربيه  کولوته ويل کيږي.دا ډول تر بيه د کور په باغونو ، په نوى ځمکې پوښنه، رستورانتونو او هوټلونو کې دخاص اهميت وړده. مختلف نباتات لکه ستروس
 ( ليمو،نارنج وغيره) ، انار، صبرونه،رابر ونه او داسى نور ددى مقصد لپاره استعماليدلاى شي او ددي لاري زياتى پيسى ګټل کيدلاى شي. 
  دافغانستان مختلف اقليمي شرايط  دا ايجابوي چه دهيواد په يو نه يو سيمه کې دټول کال په اوږدو کې ډول ډول ګلونه توليد کړاى شي. دبيلګې په ډول مختلف ګلونه لکه دګلاب ګل، داودي، غاټول ، ګل نرګس ، زنبق او داسى نور دهيواد په ختيځو او جنوبي سيمو(جلال اباد، خوست ) دژمي او دپسرلي په فصل کى په اسانۍ سره روزل كيدلاى شي.ولې هم دا ګلونه په غريزو اوجګو سيمو ( کابل او نور مرکزي ولايتونه) کې په دوبي کې روزل كيدلاى شي.د ګلونو دودې دوره  په ځانګړو  چاپيريال کنترولونکو ساختمانونو (شنو خونو) كې په روزلو سره  زياتيږي. دافغانستان په ټولو سيمو کې په هر موسم کې ډول ډول ګلونه روزل کيدلاى شي.او افغانستان د ډيرو ګلونو لکه غانټول(ګل لاله)، شينګل، ريديګل، زيړ ګل  اوداسى نورو دپيدايش ټاټوبى دى.     
                                                              
دهارټيكلچر دنباتاتو طبقه بندي
الف : علمي عصري طبقه بندي:
بشرپه دې هڅه كې دي چې په نړۍ كې طبيعي انسجام كشف كړي . په همدې لړكې يوه سويډني طبيب كارل وان لينوس داتلسمې پيړۍ په نيمائي كې دنباتاتو او حيواناتو په طبقه بندۍ كې يو فوق العاده بدلون مينځ ته راوړ . هغه دساختمان يا مورفولوجيك شباهتونو او توپيرونو په اساس ژوند ي موجودات په لويو او كوچنيو گروپونو سره جلاكړل . نباتات ئې دجنس يا زوجي برخو د مورفولوجي له مخې طبقه بندي كړل ځكه چې نوموړي برخې دمحيطي شرايطو په واسطه احتمالا لږې متاثرې كيږي . لينوس دنړۍ په مختلفو برخو كى د۱۳۰۰ څخه زيات نباتات او په عين اندازه حيوانات طبقه بندي كړل او هغوي ته يې نومونه وټاكل .
دنولسمې پيړۍ په نيمائې كې دچارلس ډاروين ليكنه (دسپيشزونوپيدايښت )ترعنوان لاندې دنباتاتو او حيواناتو طبقه بندي دزياتې پاملرنې وړ وگرځيده او دتدريجې تكامل مفهوم دطبقه بندي لپاره يوه غوره تگ لاره وشميرل شوه . دډاروين دتيوري له مخې داسې څرگنديږي چې دټولو نباتاتو ترمينځ جنيټيكي ( ارثې) رابطې موجودې دي او اوسني نباتات دلرغونو نباتاتو څخه ددوامداره نسلونو په اساس مينځ ته راغلي دي . البته دا احتمال موجود دي چې نباتات په مجموعي ډول له يوه څخه زياتو لرغونو ابتدائي موجوداتو څخه راپيدا شوي دي . داسې فرض شوې ده چې دځمكې دتاريخ په اوږدوكې او هم په اوسنې وخت كې دنباتاتو په خواصو كې تدريجې تكامل مينځ ته راغلى او راځي او په دې توگه دبوټو ساختمان دارثي انسجام يوه مغلقه بڼه غوره كړيده .
 ټول ژوندي موجودات په نباتي او حيواني kingdom باندې ويشل شوي دي . نباتى kingdom دولس عمده فايلمونه Phylam يا ډيويژنونه Divisions لري . په دې ډله كې دباغوانۍ په ساحه كې دسپرماتوفايتا Spermatophyta  ډيويژن چې تخم توليدوونكي نباتات ورپورې اړه لري خورا مهم دي . ددې ډيويژن بوټى ، ريښى ، ساقې ، پاڼې او دانتقالي انساجو سيستم لري . په علمي طبقه بندۍ كې ديوه Kingdom نباتات په (Division) ، كلاس Class ، اردرOrder  ، فاميلي Family  ، Genus  ، سپيشز Species ، ورايټى (Var) Variety ، فارم Form  يا Race  او ځانگړي بوټى Individual باندي ويشل شوي دي . دسپرماتوفايتا ډيويژن ددولس كلاسونو څخه متشكل دي چې په كرنه كې ځانله دجمنوسپرمي (Gymnospermae غوزه توليدوونكې بوټى( او انجنوسپرمى Angiespermae )گل توليدوونكى بوټى ) كلاسونه دزيات اهميت وړ بريښى . په اوسنيو وختونو كې ګل يا تخم توليدونكي نباتات ( Gymnosperms  او Angiosperms ) دواړه يوځاى  په واحد   Division كى  چه   د Magnoliophyta ( د division Anthophyta  په نوم هم ياديږى ) اچول شوي دي . دانجيو سپرمى كلاس(  Magnoliophyta )په دوه ټيټو كلاسونو Sub-Classes باندې ويشل شوي دي چې هغه له ډاى كاټيلډن Dicotyledoneae         او مونوكاټيلډن Monocotyledoneae څخه عبارت دي .  په اوسنى وخت كى مانوكاټيليډن د  Liliopsida  اوډاى كاټيليډن د  magnoliopsida  په نومونو ياديږي.. هر يو كلاس په څوارډرونو او هر ارډر دڅوفاميلو څخه جوړ وي.  د Division   ، كلاس Class ، Order  او Family  كټگوري گانې د Major taxa او د Genus څخه لاندې كټگوري گانې د Minor taxa  په نوم ياديږى. غوره بريښى چې دلته دنمونې په توگه دخواږه جوار مكمله علمى طبقه بندي وښودله شي .


Kingdom: - Plant
Division (phylum): - Spermatophyta
Class: - Angiospermeae
Sub-Class: - Manocotyledoneae
Order: - Grassinales
Family: - Graminaceae
Scientific name: Zea mays var. Saccharata


په دې توگه دخواږه جوار علمى نوم ديZea mays var.saccharta   
 كرنيزورايټي دكلتيوار (Cultivted Vartety) Cultivar په نوم ياديږي او هر بوټانيكي ورايټي په درې نومونو Trinomial  سره مشخص كيږي . دمثال په ډول دكرم او گلپى ورايټى گانې په لاندې ډول ليكل كيږي .
گلپي Brassica Cleraeca var.botrytis
كرم Brassica elersacea var . Capitata
كلتيوار د يوه كرنيز سپيشزهغه شمير بوټى دي چې ديوه يا يو گروپ خواصو په واسطه مشخص كيږي . كه كوم بوټى خاصه ورايټى ونه لري نو هغه ځانله دجينس او سپيشز په نومونو سره پيژندل كيږي . او دي كارته دوه نومه سيستم Binomial system  ويل كيږي لكه گازره Daveus Carota  كه چيرته په يوه سپيشز كې يو شمير افراد ( نفوس ) دنورو څخه دورايټى په اندازه توپيرونه لري نو هغه دRace يا فورم Form  په نوم ياديږي لكه دسور لرگى Yew لاندينې دوه ډولونه دفورم په سويه يو له بله توپيرلري .
نيغ سور لرگى Taxus euspidata f.densa
پلن سور لرگى Taxus euspidata f. nana
هغه بوټى چې عموماً په غيرزوجي ډول تكثير كيږي لكه كچالو او مختلفى ميوى دهغو كرنيزه ورايټى دكلون Clone يا كلونل ورايټى Clonal variety  په نوم ياديږي . ديوه كلون ټول افراد په غير زوجې ډول ديوى منبع څخه لاس ته راځي او دهغو ارثي ساختمان په هر ځاي كې چې وي يو له بله توپيرنه لري . دتگاب بيدانه انار ، امري  زردالو او حسيني انگور هر يو يى ځانگړى كلونل ورايټي تشكيلوي . ډير اصلاح شوي كلونل ورايټى گانې دمطلوبو ارثى بدلونو څخه چې بډسپورټ Bud sport نوميږي لاس ته راځى .

نور بيا........