(دكچالو په تكثير كي نوي تكنالوجي)دپوهاند نورګل حمزه خيل ليكنه
 د علم فن مجله د کابل پوهنتون د زراعت د پوهنځی نشریه کال ۱۳۸۲

سريزه:
   
كچالو دسولانيسي Solanaceae  په نباتي مورني پوري اړه لري چي ددي كورني نور مهم كرنيز بوټي د رومي بانجانو،مرچو او تورو بانجانو ځخه عبارت دي ددې كورنې كرنيز بوتي ګلان باسي او دميو په دننه كې تخمونه تشكيلوي.
    مرچ ،توربانجان او رومي بانجان معمولاً دتخم په واسطه تكثيركيږي مګر ځانله دكچالو تكثير دتخمي غوټوSeed tubers   پواسطه په افغانستان او دنړۍ په نورو ډيرو هيوادو كي سرته رسيږي سره ددۍ چۍ كچالو هم دالقاح شوي تخم په وسطه دتكثير كولو وړ دي مګر يو زيات شمير بزګران دافغاني بزګرانو په ګډون يا له دې طريقي بيخي بي خبره دي اويا ډيره لږه استفاده ورځخه كوي.
    په اوسني وخت كې دنړۍ په ۳۶ ځخه په زياتوهيوادونوكې په القاح شوي تخم سره دكچالو دتكثير په هكله ځيړني رواني دي او په پنڅو هيوادونو كې دكچالو القاح شوي تخم په سوداګريز ډول توليد او دحاصل دلاس ته راوړلو لپاره خرځيږي.
    دګلانو دښځينه الوpitils  دالقاح كيد و وروسته دهر ګل تخمدان په ميوه بدليږي چې هغه معمولا ګرد شكله وي مګر دكچالو ځيني ډولونه بيضوي يا مخروط بڼه ميوه هم تشكيلوي دميو و رنګ په عمومي توګه شين وي مګر په ځينو انواعو كې هغه سپين يا خال دار ه يا پټۍ لرونكي وي په هره ميوه كې دتخمونو شمير د ۲۰۰ يا تر دې زيات وي   چې  شمير يي دنوعيت سره توپير كوي  دتخمونو بڼه هواره ،بيضوي  او كوچينۍ وي چې په يوه ګرام كې تقريبا د ۱۰۰۰ نه تر ۱۵۰۰ پوري تخمونه موجود وي القا ج شوي تخم په دوو طريقو سره توليديږي .
1.يا هغه په ازادانه ډول په طبيعي ډول دالقاح كيدو ځخه په لاس راځي.
2.يا هغه ديوه منظم پروګرام لاندي نسل ګيري پواسطه توليد او داستفادي وړ ګرځي.
په عمومي ډول الوړه ارتفاع ،سوړ اقليمى،او ۱۴ -۱۶ ساعته پوري دلمر رڼا په كچالوكې دښه ګل كولو دتخم دښه جوړښت ، دتخم دغټ والي ،دتخم دزيا توالي او غښتلتيا سبب كيږي .

پس منظر:
لكه دمخه وويل شو چې دنړۍ په زيات شمير هيوادونو كي كچالو دتخم د غوټو په واسطه تكثير كيږي مګر  په اوسني وخت كې ديو لړ تباه كوونكو نارغيو مخصوصا وروسي ناروغي دمخنيوي په خاطر په القاح شوي تخم سره كچالو تكثير ته زيات ميلان پيداشوي دي اوحتي په ځينو هيوادونو كې دالقاح شوي تخم په واسطه دكچالو كرني يوه سوداګريزه بڼه نيولي ده.
     دنوعيت په مطابق دميوو ځخه په راويستلو وروسته دكچالو تخم دشپږو مياشتو په موده كې د استراحت د دورې به بشپړولوسره كرلو ته چمتو كيږي ددې وخت ځخه مخكې دتخمونه دطبيعي استراحت موده جبريليك اسيد  Gibberellic acid   په استعمال سره له منځه تلاي شي ددې طريقي د اجراكولو لپاره دكچالو تخم دجبريليك اسيد په محلول كې چې غلظت يي په يو ميلون برخو كې ۱۵۰۰ (۱،۵ ګرامه په يو ليتر اوبو كې) وي د۲۴ ساعتو لپاره بايد واچول شي ،القاح شوي تخم دميوو ځخه داستخراج وروسته دسانتي ګراد په ځلودرجو كې تر اتو كلونو پوري دساتني وړتيالري.
     سره ددې چې په افغانستان كې په القاح شوي تخم سره دكچالو دكرني سره بزګران بلدتيا نه لري بيا هم ددې طريقي تكثير زياتي گټې بايد له پامه ونه لويږي دا چې ولي په افغانستان او دنړۍ په زيات شمير هيوادنو كې بزګران دكچالو په توليد كې تخمي غوټي استعمالوي ددې كار لپاره ځو دلايل شته دي.
1. په تخمي غوټوسره دكچالو كرنه تكثير دوديز(عنعنوي) حيثيت لري.
2.دتخمي غوټو كرنه اسانه ده.
3.دتخمي غوټوځخه زرغون كيدونكي بوټي چټكه او غښتلي وده كوي.
4.دپټيو ځخه راټول شوي غوټي (حاصل) هم بڼه ،يو شان او حاصل يي معمولا لوړ وي.
    ددې ښكاره ګټورتيا سره سره دتخمي غوټو كرنه د كچالو دپراخيتا مخه خصوصا مخ په انكشاف هيوادونو كې دلاندينيو دليلونو په بنسټ نيولي ده.
1.كومي تخمي غوټي چې دلوړ كيفيت دلرلو په خاطر دپرمختللوهيوادونوځخه وارديږي  قيمته وي .هغوي په سلو كې دتوليد د۵۰ ځخه زيات لګښت تشكيلوي دا كار دشمالي افريقا او اسيا په هغو هيوادونو كې چې له بهر ځخه تخمي غوټي واردوي واقعيت لري.
2.دكچالو دتخمي غوټو پهاستعمال سره نباتي ناروغي خصوصا ويروسونه دكچالو دمحوه كيدو سبب كيږي.
3.تخم غوټي ژر ګنده كيدونكي اوزيات حجم لرونكي وي او دتوليد لري سيمو ته دكرلو په خاطر دهغه انتقال سخت وي.
4.بر سيره پردې تخمي غوتي زياته اندازه يخچال زيرمه ايزو وسايلو اړتيالري تر ځويي دخوسا كيدني مخه ونيول شي  او دراتلونكي فصل دكرلو تر وخته پوري په ښه فزيالوجيكي  حالت كې پاتي شي .
  
 نتايج او سپارښتني:
تر ټول سمه خبره دا ده چې دتخمي غوټو په كرلو سره زياته اندازه خوراكي مواد بيرته په پټيو كې اچول كيږي  هغه دوه ټنه تخمي غوټي چې په يو هكتار (پنځه جريبه) ځمكه كې كرل كيږي هغه دجنوبي اسيا ديوې كورنۍ ته داتيا كلونه كيفايت كوي . له دې كبله  نوي ميلان دا دي چې دكچالو دتوليد لپاره دتوليد نوري لاري چاري (Alternatives)  لكه دالقاح شوي تخم  كرنه ولټول شي .دتخمي غوټو په پرتله القاح شوي تخم لاندي ګټي لري.

۱ . القاح شوي تخم دعادي تخمي غوټو بر خلاف دانتقال لرونكو نارغيو خصوصا دويروسي ناروغيو چْ دكچالو دتباه كيدو(Degeneration)  سبب كيږي مخه نسي.
۲. القاح شوي تخم په اسان  ډول له يوه فصل ځخه بل فصل ته يا څو كلونه ساتل كيداي شي.
۳. له يوه ځاي ځخه بل ځاي ته دالقاح شوي تخم انتقال اسان او ارزانه وي.
1.داستعمال شوي تخم استعمال لږ لګښت غواړي ديوه هكتار ځمكې دكرلو لپاره بزګران ۱۰۰  ګرامه القاح شوي تخم ته اوړتيا لري حال دا چې دنوموړي اندازه ځمكې دكرلو لپاره دوه ټنه تخمي غوټي پكار دي .حيړنو ښودلي ده چې په هندوستان كې ۱۰۰ ګرامه دوه رګه القاح شوي تخم ۴۵ دالره لګښت سره او طبيعي ازادانه القاح شوي تخم د ۲ ډالره په لګښت سره توليدكيداي شي .
   په ډيو مخ پر انكشاف هيوداونو كې په مناسبه بيي سره  دسالمو تكثيري تخمي غوټو دلاس ته راوړنه دپام وړ ستونزه ګڼل كيږي ځكه چې دسالمو تخمي غوټي يا په لوړ قيمت سره بايد له بهرنيو هيوادونو ځخه راوړل  شي اويا  دسيمه ايزو په ناروغيو اخته تخمي غوټي ځخه كار واخستل شي په هغو سيمو كۍې چې دكچالودلوړ كيفيت ساليمي تخمي غوټې موجودي نه وي او په مناسبه بيه سره ئي اخستل ګران وي غوره به داوي چۍ القاح شوي تخم په كار واچول شي څكه هغه له ډيرو ناروغيو ځخه خالي وي ځرنګه چې دكچالو دالقاح شوي تخم كرنه زياته پاملرنه غواړي دلږ ځمكو يعني كم زيمنه بزګرانو په واسطه دهغو كرنه ګټوره بريښي ځكه چې هغوي معمولا په كرنيزو چاروكې زيات مهارت لرونكي وي او دكورنۍ ټول غړي  دالقاح شوي تخم دكرنيزو چارو په سمبالولو كې ونډه اخستي شي دالقاح شوي تخم كرنه په هغو سيمو كې ډيره ګټوره ده چيرته ويروسي ناروغي  دعنعنوي يعني دوديزو تخمي غوټو په كرنه سره حاصلات دمنلو وړ اندازي ځخه ټيته وي دالقاح شوي تخم ځخه لاس ته راغلې تخمي غوټي كيداي شي چې پنځه يا شپږ پرلپسې وده ايز فصلونو كې وكرل شي  ځكه چې په دومره موده كې دويروسي ناروغۍ دمصاب كيدني بار دزغم وړ وي مګر تر دې زيات دوام دويروس دمصاب كيدو له كبله دكچالو حاصل دمنلو وړ حد ځخه ټيټيميږ او ښايي چې دكچالو توليد بيرته له القاح شوي تخم ځخه له سره پيل شي .
دكچالو دالقاح شوي تخم كرنه په لاندې ډول سرته رسيږي .
2.دحاصل دتوليد پخاطر القاح شوي تخم مستقيما په پټيو كې كرل كيږي دښو او غورو شرايطو لاندې له كرل شويو تخمونو ځخه ډير بوټي زرغونيږي مګر بيا هم په دې طريقه كې دزيات شمير بوټو دضايع كيدو چانس موجود وي .
1.دخاصو غوره شرايطو لاندي دكچالو دالقاح شوي تخم ځخه په بزغلي كې دكرلو ورسته نيالګي seedlings  توليديږي  او هغه دكرلو ځخه د35-40  ورځو په موده كې پټيو ته انتقاليږي.
2.ځيني وختونه وړي تخمي غوټې چې دالقاح شوي تخم دكرلو ځخه د عادي وخت پرته په ګلخانو كې توليديږي او داستراحت دوره ئي  بشپړه كړي وي  او يا ددې وقصد لپاره داستراحت دبشپړولو په خاطر له جبريليك اسيد سره معامله شوي وي كرل كيږي  دبزغلي په ډول دالقاح شوي تخم كرنه اوبياپټيو ته دهغو انتقال  په پټو كې دتخم دمستقيمې كرنې په پرتله ډيثرې ګټي لري دبزغلي ځخه دبوتو انتقال دپټي ځمكه دلم وخت لپاره اشغالوي او په دې صورت كې  ځمكه دنورو كرنيزو مقاصدو لپاره استعماليداي شي  دهرزه ګياه سره دكچالو دنازكو نيالګيو سيالي لږه وي  او كرنيزي چاري ورسره اسانيږي  . القاح شوي تخمونه تبنګونو يا كوچنيو پټيو كې دبزغلي په شكل كرل كيږي  په توده هوا كې دتخمونو دكرلو دپيل ځخه د 15-20 ورځو  پورې دكرل شويو ساحي دپاسه دسيوري موجوديت دتخمونو دښه زرغونيدو او منډلو(غښتلو) نيالګيو  دتوليد سبب كيږي سيوري تودوخه ټيټوي مګر هغه بايد په سلو كې د20-30 برخو ځخه دلمر رڼا لږه نكړي  ځكه دنيالكيو دسپين كيدو او اوږديدو Etivlation  اوضعيف والي سبب كيږي  له بزغليو ځخه دبوټو دانتقلولو  د ۷-۱۵ ورځي ترمخه سيوري بايد له بټو ځخه په تدريجي ډول لري شي ترځو هغوي دناوړه چاپيريالي سره په ښه ډول مقابله وكړي  دكرلو ورسته د القاح شويو تخمونه د۸-۱۰ ورځو په مودهخ كې زرغونيږي په تودو سيمو كې دزرغونيدو  عمليه ورو وي د زرغونيد ځخه  يوه اوني يا لس ورځي وروسته بايد نيالګي ړنګي شي  دقطارونو تر منځ فاصله ۵ سانتي متره او په قطارونو كې دننه دړنګي كولو ورسته دبوتو ترمنځ فاصله دري سانتي متره پريښودل كيږي دكرلو ځخه تقريبا ۳۵ ورځي  ورسته نيالګي پټيو يا بلي پراخيپ  ساحي ته دانتقال لپاره چمتاو كيږي دانتقال په وخت كې ښ يي دنيالګيو ريښو سره ډيره خاوره واخستل شي  كه چيرته دروزني ټولي چاري په ښه ډول تنظيم شي دتخم ځخه لاس ته راغلي نسلونه   په يوه هكتار ځمكه كې د ۳۰ ټنو ځڅه زيات حاصل وركولاي شي په افغانستان كې دلومخړي ځل لپاره دكچالو دالقاح شوي تخم ځخه ځو ډولو نه په ۱۳۸۱ كال كې دقرغې دسبزيجاتو په تجريبوي فارم كې وكرل شو سره ددې چې تخمونه د وده ايز فصل په نمائئ كې تر لاسه او وكرل شو مګر دهغو وده او حاصل دزيات ډآډ وړ وه ځيني په لږ وخت كې (نيمايي وده ايز ) فصل كې د وطني كچالو  په اندازه غوزټيپ توليد كړي  كه چجيري هغوي د وده ايز فصل دپيل ځخه تر پايه پوري وده كړي واي  په دې صورت كې به دهغو د غوټو پندوالي او دحاصل اندازه خورا لو ړوو.
  بايد وويل چۍ اوس په افغانستان كې دكچالو دمختلفو اړخونو دمطالعي په دريو سيمو كې لكه  ننګرهار (ټيټه سيمه) كابل ( منځنۍ ارتفاع سيمه) غزني (لوړه ارتفاع سيمه ) كې اساسي تجريبي پيل شوي دي  او دكچالو دري ډولونه دنړۍ دمختلفو هيوادونو ځڅه وارد شوي دي دهغهو تجريبوي چارو په بشپړولو سذره دالف\قاح شوي تخم په كړون اميد دي چې داسي انواع دكرني لپاره مشخص  شي چې هغه دافغانستان داقليمي شرايطو  سره سمون وخوري او لوړ با كيفيته حاصل توليد كړي.