دځارويو د مصنوعي القاح اهميت

دپوهندوي دوكتور مسعود پټان د كابل پوهنتون د كرهڼې پوهنځۍ د ځارويو د روزنې د ځانګه داستادليكنه د علم فن مجله د کابل پوهنتون د زراعت د پوهنځی نشريه کال ۱۳۸۲

سريزه:
د ځارويو روزنه د انسانانو په ژوند كې ډير اهميت لري د ځارويو ځخه د لوړ غذائي ارزښت لرونكي خوراكي مواد لكه غوښې،شيدي ،هګۍ ،شات، او نور لاس ته راځي چې بيله هغو د انسانانو روغتيا له خطر سره مخامخ كيږي. ځاروي د انسانانود پوښاك په برابرولو كې لويه ونډه اخلي د مختلفو فابريكو لپاره وړۍ، وژغونې، پوستكي(ځرمنې) او وريښم د ځارويو ځخه لاس ته راځي. په كرونده كې د ځمكې ديوې كولو، بارو نو د انتقال او په نورو برخو كې د ځارويو د انرژي ځخه كار اخستل كيږي. ځاروي په خارجي تجارت كې او د يوه مملكت په اقتصادكې ډير اهميت لري ځكه چې د ژونديو حيواناتو،غوښو، هګيو،لبنياتو،وړيو،پړستكواو نورو حيواني محصولاتو لپاره هميشه په نړيوال بازار كې ډير اخيستونكي موجود وي.  د حيواني سرو په واسطه كرنيزه ځمكې اصلاح او د دوي حاصل لوړيږي. ځاروي په ورزش او سورلۍ كې هم اهميت لري. د ځارويو د فرعي محصولاتو ځخه دواګاني او ځيني نور موادجوړيږي.
     ځرنګه چې پورته ذكر شوه د ځارويو روزنه د انسانانو په ژوندكې ډير اهميت لري  زمونږ په ګران هيواد افغانستان كې د كرنو د نورو برخو ترځنګ ځاروي هم زياته اندازه روزل كيږي ،خوځرنګه چې د توليد لپاره د ځارويو ارثي ظرفيت ډير ټيټ دي او له بلي خوا ځاروي په غير علمي او دوديزه توګه روزل كيږي. ځارويو ته پوره او معياري غذانه وركول كيږي همدارنګه د دوي د روزنې شرايط خراب او د ناروغۍ يي په ښه توګه نه كنترول كيږي. نو ځكه د هغوي ځخه په زياته اندازه او په زړه پوري حاصلات لاس ته نه راځي. كه نوموړو ځارويو د تغذئي او روزني ټول شرايط بهتر هم شي خو تر ځو چې د دوي نسلونه اصلاح نه شي او د توليد ارثي ظرفيت يي لوړ نه شي . د دوي ځخه لوړ او ښه حاصل په لاس راتلاي نه شي نو له دي امله بايد زمونږ په ګران هيواد كې د ځارويو موجوده نسلونه اصلاح او نوي نسلونه جوړ شي چې ددي كار اساسي كړۍ مصنوعي القاح تشكيلوي.

1.   د ځارويو د مصنوعي القاح اهميت د نسلګيرۍ په برخه كې:
الف: دمصنوعي القاح اهميت د نسلګيري په مختلفو ګړنلاروكې:

•   د مصنوعي القاح اهميت د ځارويو د انتخاب او دهغوي د جوړو د انتخاب په برخه كې:
د ځارويو په انتخاب كې چې د دوي  دحاصلاتو د كميت (اندازه)  او كيفيت(ځرنګوالى) د ښه والي لپاره يوه وسيله ده،مصنوعي القاح زيات اهميت لري، دمثال په توګه  د رزو ۱۰۰۰ ميږو د القاح لپاره په طبيعي ډول د ديرشو زرو ځخه تر ځلويښتو زرو(۴۰۰۰۰-۳۰۰۰۰) پوري نسلي پسونه پكار دي نو ځرنګه چې ددوي شمير ډير دي نو دوي حتماً د كيفيت له نظره سره توپير لري او كيداي شي چي د ډير ټيټ كيفيت درلودونكي پسونه به هم پكې موجود وي.
د غه حالت  د نسل د اصلاح پروسه او په اولادونو كې د غوره خواصو د راټوليدو عمليه ورو كوي  خو د مصنوعي القاح په صورت كې د رزو ۱۰۰۰ ميږو د القاح لپاره يوازي يو يا دوه نسلي پسونه پكار دي چي دوي به حتماً د ډيرو ښو خواصو درلودونكي وي نو په دي توګه اولادونو ته د ښو خواصو د انتقال پروسه چابكوي.

2.  د مصنوعي القاح اهميت په كراسبريدينګ كې:
ځرنګه چې د مصنوعي القاح په واسطه د يوه نارينه حيوان ځخه  زيات شمير اولادونه  په لاس راځي نو ځكه هغه د كراسبريدينګ په ټولو كړندلارو كې غوځ اهميت لري.

3.  د مصنوعي القاح اهميت د حيواناتو د مختلفو ډولونو (Species) په جوړولو كې:
ډير ځل د حيواناتو د مختلفو ډولونو (نوعو) ترمنځ جوړه كيدل شونى وي  داځكه چې د دوي تر منځ جنسي تحريك موجود نوي خو د مصنوعي القاح په صورت كې د منى د اخستلو پواسطه نوموړي ستونزه له منځه ځي. د مصنوعي القاح پواسطه د مختلفو ډولونو حيواناتو ديو ځاي كولو پواسطه د حيواناتو دډولونو منځنى شكلونه منځ ته راتلاي شي.يعنې هغه دو رګه حيوان چي د دې ډول جوړه كيدو په نتيجه كې لاس ته راڅي د دواړو ډولونو حيواناتو د خواصو لرونكى وي.

ب: د مصنوعي القاح اهميت د حيواناتو د نسلونو د اصلاح په برخه كې:
د مصنوعي القاح پواسطه د ډيرو ښو نسلي نارينه حيواناتو غوره او ښه خواص زيات شمير اولادونوته نقل كيږي  نو په دې توګه د كرنيزو حيواناتو د توليدكميت او كيفيت په ډيره چابكۍ سره ښه كيږي د مصنوعي القاح  پواسطه د طبيعي القاح په پرتله يو نارينه نسلي ځاروي زيات شمير ښځينه ځاروي  القاح كوي  او په نتيجه كې  زيات شمير اولادونه ورځخه لاس ته راځي  د مثال په توګه يو غوئى په طبيعي ډول په يوه كال كې د ۸۰ – ۱۰۰ پوري غواوې القاح كوي  خو په مصنوعي توګه په يوه كال كې د ۱۲۰۰۰-۱۵۰۰۰ پوري غواوې القاح كولاي شي.
همدارنګه يو نسلي پسه په طبيعي ډول په يوه نسلي موسم كې د ۴۰-۵۰ پوري ميږي القاح كولاي شي خو نوموړى شمير د مصنوعي القاح په صورت كې د ۱۰۰۰-۱۵۰۰ پوري رسيږي د مني د منجمد كولو د يخولو د تكنالوژي په صورت  ديوه سخوندر ځخه په يوه كال كې ۲۴۰۰۰ اولادونه او د ده د نسلي عمر په دوره كې نيږدې ۱۵۰۰۰ اولادونه ورځخه  لاس ته راتلاي شي. همدارنګه په پخواني شوروي اتحاد كې د مصنوعي القاح ديوه نسلي پسه ځخه د شپږو كلونو په موده كې ۵۰۰۰۰ اولادونه په لاس راغلي دي.
د مني د منجمد كولو او ذخيره كولو له امله همدارنګه د هغو لوړ نسلي ارزش لرونكي نارينه  حيواناتو پواسطه چې په ډيرو ليرو واټنونو ( مختلفو مملكتونو او مختلفو براعظمونو) كې وي  هم حيوانات القاح كيداي شي.
     همدارنګه  د مصنوعي القاح په صورت كې د لوړ كيفيت لرونكي سپرمونو پواسطه ځاروي القاح كيږي  چې په نتيجه كې د ښه كيفيت لرونكي اولادونه وركوي.

د مصنوعي القاح اهميت د ارثي ، ساري او پرازيتي ناروغيو د مخنيوي په برخه:
ځرنګه چې د مصنوعي القاح په صورت كې د نارينه او ښځينه حيواناتو تر منځ مستقيم جنسي تماس موجود نه وي  او له بلي خوا د مني  وركونكي حيوان او د ده د مني او همدارنګه د ښځينه حيواناتو ناروغۍ كنتروليږي . نو په دې توګه نورو حيواناتو ته د ناروغيو د انتقال او پراختيا ځخه مخنيوي كيږي.

د مصنوعي القاح اهميت د ځارويو د شنډوالي  سره د مبارزې په برخه كې:
د حيواناتو د شنډوالي له امله د نړۍ په ډيرو مملكتونو كې زيات اقتصادي تاوانونه رسيږي. مصنوعي القاح د طبيعي  القاح په پرتله د لاندي دليلونو له امله د ښځينه حيواناتو شنډوالي كموي:
•   د ښځينه حيواناتو د جنسي  سيستم د ځينو ناروغيو له امله لكه د سرويكس كږوالى، د فرج سيستونو او نورو په صورت كې په طبيعي توګه حيوانات القاح كيداي  نشي. خو د مصنوعي القاح په واسطه ددې ډول ځارويو د القاح امكان شته دي.
•   د مني په ذخيره كولو كې داسي سپرمونه پاتي كيږي، چې د دوي حركت او د القاح وړتيا زياته وي. او همدارنګه  د سيمين د ارزيابي په صورت كې يوازې د لوړ كيفيت لرونكي سپرمونو د حيواناتو القاح كولو لپاره پكار وړل كيږي.
•  دسيمين د دخيره كولو په صورت كې مناسب رقيق كوونكي (تمديدكوونكي) مواد چې د سپرمونو د ژوندبهترين چاپيريال دي پكار وړل كيږي، او نوموړي مواد د سپرمونو د ژوند دوام زياتوي.
•   د مصنوعي القاح په صورت كې ځرنګه چې  مني د ښځينه حيوان د جنسي سيستم په مناسب ژوروالي كې پكار وړل كيږي په نتيجه كې ئي د القاح فيصدي لوړيږي.
•   د مصنوعي القاح په صورت كې د هغو ځارويو درملنه كيږي چې د جنسي سيستم ناروغۍ لري. او كه د درملني  وړ نه وي په تكثير كې ورځخه كار نه اخستل كيږي.
•  د مصنوعي القاح په صورت كې د ريكتم او يا فرج له لاري  د بقه طلب حيوان( په جنسي اشتها راغلى حيوان)  د القاح كولو ډير مناسب وخت ټاكل كيږي  چې په دې توګه د القاح فيصدي ډيره لوړيږي.
•  د طبيعي القاح په صورت كې ځرنګه چې د نارينه  حيواناتو شمير كم وي او په تكثير كې بيله كوم منظم سيستم ځخه پكار وړل كيږي  هغوي ته ډير ژر جنسي ستړيا پيدا كيږي . همدارنګه  د مناسبو او فعاله سخوندرانو د نشتوالي له امله زيات شمير غواوې وچې پاتي كيږي. خو كه د مصنوعي القاح په صورت كې نوموړې نمګړتياوي لمنځه ځي.

د مصنوعي القاح اقتصادي اغيزمنتوب:
     د مصنوعي القاح اقتصادي اغيزمنتوب  په لاندي  برخو كې دي.

الف: ځرنګه چې د مصنوعي القاح پواسطه زيات شمير حيواناتو ته بهتر خواص انتقاليږي  ډير ژر د حيواني محصولاتو كميت او كيفيت ښه كيږي. د مثال په توګه د مرينوس پسونو پواسطه  د محلي ميږو القاح كول او په ډير كم وخت كې د هغوي د وړيو د كيفيت ښه كول. اويا د اصلاح شوو نژادونو سخوندر انوپواسطه د محلي غواوو د شيدو او دغوښود محصولاتو زياتول او داسي نور.
ب: ځرنګه چې د مصنوعي القاح پواسطه د حيواناتو د القاح كولو لپاره كم شمير نارينه حيوانات په كار دي نو د دوي د خوراكي، روزني، ځاي ، كارګرانو اجره او نورو لګښتونه ډير كميږي.

نتيجې:
•   مصنوعي القاح د ځارويو د محلي نسلونو په اصلاح كولو او د نورو نسلونو په جوړولو كې لويه ونډه لري.
•   د مصنوعي القاح په صورت كې د ځارويو د ساري  او پرازيتي ناروغيو د خپريدو مخنيوي كيږي.
•   د مصنوعي القاح په واسطه د ځارويو د وچوالي مخه نيول كيږي او د هغوي د تكثير اندازه زياتيږي .
•   مصنوعي القاح ډيرې اقتصادي ګټې لري.

وړانديزونه:
•  ځرنګه چې زمونږ په ګران هيوادكې د ځارويو حاصلات ډير كم دي بايد د مصنوعي القاح  له لاري د دوي نسلونو د ښه كولو او دحاصلاتو د لوړولو لپاره چابك ګامونه واخستل شي.
•  د ځارويو د مصنوعي القاح لپاره بايد د نورو پرمختللو هيوادونو ځخه سامانونه او وسايل راوړل شي.
•  دځارويو د مصنوعي القاح په برخه كې بايد مسلكي كدرونه و روزل شي.
•  د هيواد په مختلفو ولايتونوكې د ځارويو د القاح كولو لپاره بايد د مصنوعي القاح مركزونه جوړشي.