پوره نوم یې برېنډن بېري مککولم دی، نوموړی په کال ۱۹۸۱ د سپټمبر میاشت په ۲۷ نېټه په نوي زیلانډ کې ژېږېدلی دی. تراوسه یې په دې لوبډلو کې لوبې ترسره کړې دي: 

نوي زیلانډ، برېسبن هیټ، کنټربیري، چېنای سوپر کینګز، ګلامورګن، ګوجرات لاینز، لاهور قلندرز، کلکته نایټ رایډرز ، نیو سوت وېلز او نورو ډېري لوبډلو کې یې لوبې ترسره کړي دي. 

مککولم د نوي زیلانډ د لوبډلې د درې واړو فارمټ (ټېسټ، یوورځنې، شل اوریزه) لوبو لوبډلمشر هم پاتې شوې دی، چې د نړې یو له مهمو،مشهورو او غټو شاټونو وهونکو لوبغاړو څخه شمېرل کېږي. 

مککولم په ټېسټ لوبو کې هم له نورو مخکښ دی چې په ټېسټ لوبو کې تر ټولو چټکه سلیزه هم د مککولم په نوم ثبت ده چې په ۲۰۱۶ کال کې یې د آسټرلیا په خلاف په ۵۴ توپونو سلیزه ووهله. 

مککولم د نوي زیلانډ د ټیم یو له مهمو او بریالیو لوبډلمشرانو څخه شمېرل کېږي. 

نوموړی په شل اوریزه نړیوالو لوبو کې تر ټولو لوبغاړو بیا هم مخکښ دي مککولم یوازېنی لوبغاړی دی چې ۲۱۴۰ مندې یې جوړې کړي بل کوم لوبغاړي بیا تر دې دمه دومره منډې ندي جوړې کړي، همدازار نوموړی لومړنی لوبغاړی دی چې په شل اوریزه نړېوالو لوبو کې یې دوه  سلیزې ووهلي چې بیا ورورسته کریس ګېل هم دوه سلیزې ووهلې. 

مککولم د نوي زیلانډ په تیم کې یوازنی لوبغاړی دی چې په ټېسټ لوبو کې یې درې غبرګه (Triple) سلیزه د هندوستان په خلاف ووهله. 

 

برېنډن مککولم لوبیز ژوند: 

یوورځنې نړېوالي لوبې: 

مککولم خپله لومړۍ یوورځنۍ نړیواله لوبه ۲۰۰۲ کال د اسټرلیا په خلاف ترسره کړه چې په یاده لوبه کې یې یوازې ۵ منډې وکړې او د بریټ لي لخوا رت اوټ شو. 

مککولم په ۲۶۰ یوورځنیو نړیوالو لوبو کې ګډون کړی چې ټولې یې۶۰۸۳ منډې جوړې کړې، چې های سکر یا زیاتې منډې یې په یوه لوبه کې ۱۶۶ دي، نوموړي په په بادو لوبو کې پنځه سلیزې او۳۲ نيمه سلیزې جوړې کړي دي، همداراز یې په یادو لوبو کې۵۷۷ څلورېزې او  ۲۰۰ شپږېزې وهلي دي، ۲۶۲ کیچونه او ۱۵ سټمپونه یې هم ترسره کړي دي. 

 

برېنډن مککولم په یوورځنیو لوبو کې ۵ ځله د لوبې د غوره لوبغاړي جایزه ترلاسه کړې ده او په همدغو لوبو کې بیا یو ځل د سېریز د غوره لوبغاړي جایزه ترلاسه هم کړې ده. 

 

 

ټېسټ لوبې: 

 

برېنډن مککولم خپله لومړۍ ټېسټ لوبه په ۲۰۰۴ کال کې د سوېلي افریقا په خلاف ترسره کړه، نوموړي په یاده لوبه کې ټولټال ۷۶ منډې یې جوړې کړې چې خپله لومړۍ نیمه سلیزه یې هم په دې لوبه کې جوړه کړه. 

برېنډن مککولم په ۱۰۱ ټېسټ لوبو  او ۱۷۶ پاڼیو کې ټولې۶۴۵۳ منډې جوړې کړي چې۱۲ سلیزې او ۳۱ نیمه سلیزې هم په کې شاملې دي، په دې لوبو کې یې۱۰۷ شپږېزې او ۷۷۶ څلورېزې هم وهلي، په ټېسټ لوبو کې د نوموړي های سکور یا زیاتې منډې په یوه لوبه کې ۳۰۱ منډې دي 

په تیسټ لوبو کې نوموړی پنځه ځلي د لوبې د غوره لوبغاړي جایزې ترلاسه کړي دي. 

 

 

شل اوریزه نړېوالې لوبې: 

 

برېنډن مککولم خپله لومړې شل اوریزه نړېواله لوبه په کال ۲۰۰۵ کې د  آسټرلیا په خلاف ترسره کړه چې په یاده لوبه کې یې ۳۶ منډې وکړې  او د وېکټ ساتونکي په حیث یې یو لوبغاړی سټمپ اوټ هم کړ. 

 

 

بلاخره ددې ټولو بریاوو سره سره برېنډن مککولم په ۲۰۱۵ کال کې اعلان وکړ چې نوموړی غواړي له نړېوال کرېکټ سره مخه ښه وکړي، او نوموړي په  ۲۴ م د فېبروري ۲۰۱۶ کال کې له نړېوال کرېکټ سره مخه ښه وکړه، او نوموړي په خپله وروستې ټېسټ لوبه کې په ۱۷۰ منډو جوړولو سره له نړېوال کرېکټ سره خدای پاماني وکړه. 

د یادونې وړ ده چې برېنډن مککولم اوس هم په ځینو سوداګریزو لیګونو کې او لوبې ترسره کوي.