دیو جانس کلبي او انځور ګر (نقاش)
دیو جانس کلبي د یونان د مشهورو فلاسفه وو او حکیمانو نه دی ،چې د تاریځ په اوږدو کې ،د ده حکیمانه او فیلسوفانه خبرو ډیر د حکمت او معرفت خاوندان ،په حیرت کښي پریښي ، او ډیرو د ده د حکیمانه او پند و حکمت نه ډکو خبرو څخه ټکان خوړلی او په خود راغلي ،نو وايی چې دیو جانس کلبي ته یو انځورګر ورغی او ورته یی ووییل : چې ما انځورګري (نقاشي) پریښوده او اوس د طبابت د علم په حصول کې میشته یم ، دیو جانس کلبي چې حاضر جوابه ،نکته سنجه ، او حاضرالذهن انسان وو ،نو په خورا انتباهي انداز کې یي ورته ووییل :چې انځور ګری پریښودل او د طبابت علم اختیارول ،دا د عقل په زیات والي دلالت کوي ،ولی هغه خطا چې په تصویر یا انځور کې مینځ ته راځي د هر چا نظر او سترګي هغه خطا ویني ،لیکن هغه خطا چې په طب کې مینځ ته راځي یا واقع کیږي ، هغه خاورې پوښي
سید عبید الله نادر
28.10.2026
- سید عبیدالله نادر
کال ۱۳۷۶ پیښاور
د اوهامو څلور لار کې
نن د حــــــــــــــــالاتو له ناخـوالو ژړیدلی یمه
د زمــــــــــــــــــانی له بی دردانـو کړیدلی یمه
هغه پتنـــــــــګ یم چې له کـور او له دیاره لری
چې د بیلتون په سرو لمــــبو کې سـوځیدلی یمه
خلاص می له لو می د وسواس کړه، لیونتوبه راشه
چې څلـــــــــــــور لار کې د اوهامو دریدلی یمه
زه هغه پاڼه، په چمــــــــــــــن د ارمانو کې یمه
چې د خزان د راتلو مخــــــــکی ،غورځیدلی یمه...
30.10.2026
- ولي الله ملکزی
دا څو اوښکې ، د هغې لپاره ولي الله ملکزی
د سترګو له نم څخه راولاړې شوې وړې وړې قطرې چې کله د بڼو له غشو تېرېږي، لومړی یوه شېبه تم شي بیا ورو ورو د مخ پر کاسې راتوئ شي، ترڅو خپل پټ درد څرګند کړي. دلته هر څاڅکی یوه کیسه لري؛ داسې کیسه چې ښايي ژبه یې د ویلو توان ونه لري. بیا چې د ګریوان له تارونو سره د ګیلو مانو مزي وتړي، نو د خپلو چوپو سلګیو ټول نا ویلي رازونه ورسره شریک کړي. ډېر ځلې، اوښکې د غم، حسرت، پښېمانۍ، بېوسۍ او نامراده هیلو استازیتوب کوي؛ خو کله نا کله د خوښۍ، وصال او ب...