کال ۱۳۷۶ پیښاور

د اوهامو څلور لار کې

نن د حــــــــــــــــالاتو له ناخـوالو ژړیدلی یمه

د زمــــــــــــــــــانی له بی دردانـو کړیدلی یمه

هغه پتنـــــــــګ یم چې له کـور او له دیاره لری

چې د بیلتون په سرو لمــــبو کې سـوځیدلی یمه

خلاص می له لو می د وسواس کړه، لیونتوبه راشه

چې څلـــــــــــــور لار کې د اوهامو دریدلی یمه

زه هغه پاڼه، په چمــــــــــــــن د ارمانو کې یمه

چې د خزان د راتلو مخــــــــکی ،غورځیدلی یمه

ما نه پښتنه ،زمـــــــا د حـال او د احوال مه کوه

زه د خـــپل قام په درد و غم کې کړیـدلی یــــمه

که په حضــور کې می غلیم، شــرم و حیا نه کوی

ځــــــــــــکه چې زه، له پښتنی برم لـویدلی یمه

خلاصـــــه لا نه وي ، یو غـــوټی د ارمانـونـو زما

چې په ګلـشن د ارمـــــــــانـو کې ، رژیدلی یــمه

سید عبیدالله نادر