سید عبید الله نادر
په ټولنیزو او اروایی پوهنو کې مضمون !
د عمر په بیلو مرحلو کې په انسانانو کې بدلون !
د عمر په تیریدو او د انسان د زړښت سره ډیر انسانان د خپلې خامۍ څخه ووخي ، او مخ په پخیدو خواته خي یا پوخوالي خواته ځي ،انسان د خپل عمر په پوخوالی سره د عمر په یوې مرحلې کې دا درک کولای شي . چې څومره بدلون په ده کې د ځوانۍ په پرتله راغلی دی .
او يا د هلکتوب له دورى تر ننه پورى راغلى ٠
او همداسي د نورو خلکو او په ماحول کښي د مشرانو او کشرانو چې ده یا مونږ په ځوانۍ کې لیدلي , او د عمر په نورو مرحلو کې یې وینو،نو انسانانو کښي ډیر بدلونونه راځي ،که ځیني بد وو خو دیر ښه والی په کې راځي .یا ځیني نور هم بد شي .
ځيني د تصور نه هم آخوا ښه شي چې انسان يې باور نشي کولاى ٠
او د ځان په هکله د عمر په یوې مرحلې کې انسان دا درک کولای شي چې د پخوا په پرتله دي انسان کې څومره بدلون راغلی .نو په دي آئینه کې خپل خامی او پوخوالۍ دواړه ویني ،او همداسي د نورو خلکو هم ویني .
انسان په دي پوهیږي چې ما د عمر په تیریدو سره څومره ټوپیر کړی ،او یا په خپل ماحول کې د مشرانو او کشرانو د عمرپه تیریدو سره د هغوي توپیر مرحله په مرحله ویني چې په هغوي کښي څومره بدلون راغلی .
چې څومره دوي د ماشومتوب ، خوانۍ او زړښت پر مهال ټوپیر کړی.او همداسي یې درواخله د ځان به هکله هم ،او هغوي چې د پوخوالي او درنښت خواته تللي، دا هغه کسان دي چې د زمانې د رفتار څخه عبرت اخلي .او یو څه زده کوي او د تجربو او سير و سياحتونو نه تیریږي ،او یا د نورو د تاریځ څخه عبرت اخلي ٠ د لیکوالانو له پاره خپلې لیکنې هم لکه د یوې هندارې په شان وي چې خپل ځان په کې لیدلای شي ، یعني ویني چې په لمړنیو لیکنو کښي یې څومره خامی وه او اوس څومره پوخوالۍ په کې راغلى دی،یانې د لمړنیو لیکنو نه تر پوخوالي پوري او ورپسي د عمر په تیریدو سره تر د زړښت پر مهال لیکوال پرتله کولای شي چې زما په لیکنو کې څومره توپیر او پوخوالۍ راغلی.او د دي پوخوالي وجهه هم د تیرې شوي تجربو پایله ده ،د تجربو څخه برداشت ، مشاهدات معلومات را غوندول د سترګو په واسطه یا د مشاهداتو په واسطه د دنیا د اشاراتو او تیریدو نه او د زمانې د اشاراتو نه عبرت اخيستل انسان مخ په پخیدو خواته بيايي .او همداسي خپل همزولي ، مشران کشران او استادان او رهبران ویني چې څومره بدلون په دوى کښي د عمر د تېريدو سره راغلی .