دا ښوونکی دا ښوونکی
دا د علم لارښوونکی
د تيارو رڼا کوونکې
دا د جهل ورکوونکی
دا ښوونکی دا ښوونکی
دا د پوهي خپرونکی
د کتاب قلم ساتونکی
د تختی د سر ليکونکی
دا شاباس شاباس ويونکی
دا د ټول ټولګي پالوونکی
دا ښوونکی دا ښوونکی
دا د ميني دا ښودونکی
د ځوانانو هڅوونکی
د ذهنونو ويښوونکی
د فکرونو لوړونکی
د نسلونو دا روزونکی
دا ښوونکی دا ښوونکی
د ملت دا جوړونکی
دا د ژوند آراموونکی
د امیدو زيږونکی
د نړې بيدارونکی
د هيواد آبادونکی
دا ښوونکی دا ښوونکی
د ټولنې دا ژغورونکی
دا د شمع بلوونکی
د شاګردو نازوړونکی
د بشر خدمت کوونکی
د سبا الهام بخښونکی
دا ښوونکی دا ښوونکی
حسن زی يي دی مننوونکی
26.09.2026
- ولي الله ملکزی
آیا ناکامورا او اېډېسن د کرامت خاوندان وو؟ ولي الله ملکزی
زموږ په مذهبي ټولنو کې د تصوف، خانقاه، عرفان او پیرۍ مريدۍ غبرګونونه ډېر کله د خیالي او خارق العاده روایتونو پر ګودر لنګر اچوي. آن تر دې چې له یوې غونډۍ بلې ته د خره الوتل، د مړ ټپوس ژوندي کول، د جمعې په مبارکه ورځ پر دېوال سپاره مکې ته رسېدل او ماښام بېرته راستنېدل او د اوبو د پاسه مزل کول د رښتیني کرامت او غیبي پېرزونو اَوج ګڼل کېږي. د دغه سینه په سینه ولسي افسانو او د اوسني عصر د نوښتګرو پوهانو د ساینسي لاسته راوړنو ترم...
26.09.2026
- سيد عبيدالله نادر
سید عبید الله نادر
په ټولنیزو او اروایی پوهنو کې مضمون !
د عمر په بیلو مرحلو کې په انسانانو کې بدلون !
د عمر په تیریدو او د انسان د زړښت سره ډیر انسانان د خپلې خامۍ څخه ووخي ، او مخ په پخیدو خواته خي یا پوخوالي خواته ځي ،انسان د خپل عمر په پوخوالی سره د عمر په یوې مرحلې کې دا درک کولای شي . چې څومره بدلون په ده کې د ځوانۍ په پرتله راغلی دی . او يا د هلکتوب له دورى تر ننه پورى راغلى ٠
او همداسي د نورو خلکو او په ماحول کښي د مشرانو او کشرانو چې ده ی...