لیکنه: نبي حبیبي- کاناډا – د کوین پوهنتون
د ډاکټر مېتیو فورډ او مایکل یون اوسنی بحث په رڼا کې ویلای شم چی په افغانستان کې سمارټ یا هوښیار تلفون نور یوازې د اړیکو وسیله نه ده، بلکې د نن د جګړې د چاپېریال یوه مهمه برخه ګرځېدلې ده. د ددي لیکوالانو په اند، سمارټ تلفون د دځای موندنې انټرنېټ، ټولنیزو رسنیو او ډیجیټلي معلوماتو له لارې د استخباراتو، څارنې او د هدف ټاکلو بهیر کې مهم رول لوبوي. د نننۍ جګړی ترڅنګ معلومات د وسلو تر څنګ یو مهم ځواک ګڼل کېږي، او همدا معلومات ډېر وخت د خلکو له سمارټ تلفونونو څخه لاس ته راوړل کېږي.
د افغانستان د تېرو شلو کلونو جګړه کی دښمن خصوصا همسایګانو او په جکړه کی بېلابېلو ښکېلو اړخونو د تکنالوژی په استعمال د خلکو له موبایلونو او ټولنیزو رسنیو څخه د معلوماتو د راټولولو لپاره خورا ګټه پورته کړی ده. که یو څوک خپل موقعیت، د سفر انځورونه، دندې یا ورځني فعالیتونه په انټرنېټ کې خپاره کړي، نو دا معلومات په حقیقت کی د مخالف لوري لپاره کیدای شی ارزښتناک استخباراتي معلومات وي. په دې توګه، هغه څه چې یو عادي کاروونکی یې بلکل بېضرره ګڼي، په جګړه ای موسم کې د هدف د پېژندلو مهمه وسیله ګرځېدای شي. دواړه لیکوالان فودرډ او یون پدی ټینګار کوي چې د سمارټ تلفون جي پي ایس او نورې ډیجیټلي نښې د یو شخص د تګ راتګ او موقعی په معلومولو کې ډیر مرسته کوي معلومات بلکل خوندي ندي نو پوځي ځواکونه، استخباراتي ادارې او نور ښکېل لوري کولای شي د همدی وسیلی له لارې د اشخاصو یا ځایونو په اړه دقیق معلومات ترلاسه کړي. له همدې امله، پوځیان، دولتي کارمندان، خبریالان او مرستندویه کارکوونکي باید د خپل موقعیت او شخصي معلوماتو په خپرولو کې له ډېر احتیاط څخه کار واخلي. د فورډ او یون په اند، (اوسینت) ټولنیزې رسنۍ هم د جګړې د ډګر برخه ګرځېدلې دي. عکسونه، ویډیوګانې او نور معلومات د خلاصو سرچینو د استخباراتو له لارې راټولېږي او د اشخاصو، وسایطو او ځایونو د پېژندلو لپاره کارول کېدای شي. په دې معنا، سمارټ یا هوښیار تلفون یوازې د معلوماتو د خپرولو وسیله نه ده، بلکې د جګړې د معلوماتي چاپېریال یوه فعاله برخه ده او یو عادي وګړی د جګړی یوه برخه ګرځولی شي. سره له دې، فورډ او یون د بین الدول قوانینو په رڼا کی دا هم روښانه کوي چې یوازې د سمارټ تلفون لرل یا ټولنیزې رسنۍ کارول یو ملکي وګړی د جګړې ګډونوال یا قانوني پوځي هدف نه ګرځوي. او د نړیوال بشري قانون له مخې، ملکي وګړي تر هغه وخته خوندي دي چې په مستقیم ډول په جګړه کې برخه وانخلي. خو که یو څوک په قصدي ډول د پوځي هدفونو موقعیت، استخباراتي معلومات یا نور داسې معلومات ولېږي چې په جګړه کې مستقیمه مرسته وکړي، نو د هغه کس حقوقي وضعیت بدلېدای شي او د مستقیم ګډون له امله ځانګړي قانوني پایلې لرلای شي..
د فورډ او یون د بحث اساسي پیغام دا دی چې په ډیجیټلي جګړه کې هر سمارټ تلفون د معلوماتو یوه مهمه سرچینه ده. همدا لامل دی چې د موقعیت نه شریکول، د محرمیت ساتل، د امنیتي ترتیباتو کارول او د شخصي معلوماتو په خپرولو کې احتیاط د جګړه ځپلو سیمو د خلکو لپاره خورا مهم دي. د دی لیکوالانو په آند، هوښیار تلفون د ټانک، الوتکې یا توپ ځای نه نیسي، خو د دغو ټولو وسایلو ترمنځ د معلوماتو د نښلولو، استخباراتو او همغږۍ وسیله ګرځېدلې ده، او همدې بدلون د معاصرې جګړې بڼه بدله کړې ده. د ایران او اوکراین جګړی د فورډ او یون دا تیوري ثابته کړه. لکه څرنګه چی افغانستان د همسایه متداوم پوځي یرغل مرکز ګرځیدلای، کیدای شي د دقیقو معلوماتو اصلی سرچينه یی همد هوښیار تلفونونه وي چی اوسني حکومت یی استعمال لپاره بعضی قوانین وضعه کړي.