شخصي حریم او د لاسوهنې زیانمن کلتور
ولي الله ملکزی

د فطري جوړښت له مخې، انسان یو خپلواک او باعزته موجود دی چې د ژوند، فکر، عقیدې او شخصي انتخاب حق لري. د همدې حقوقو د خوندي ساتلو لپاره په دین او قانون کې د «شخصي حریم» مفهوم رامنځته شوی دی. شخصي حریم د یو وګړي ذاتي ژوند، باورونو، اړیکو، پرېکړو او د راز او نیاز هغه قلمرو ته ویل کېږي چې بل څوک له اجازې پرته د لاسوهنې حق په کې نه لري. البته، دا هم د هېرولو نه ده چې غلبه، عجله، هوس، ځان‌ ښودنه او حق ناحقه د خلکو په چارو کې ګوتې وهل داسې غریزه ده چې زموږ په وینه کې ځغلي راځغلي او ډېر کله په اختیار کې نه وي.
لاسوهنه په فردي بڼې وي، په ټولنیزې کچې او که د پوځي یرغل په ډول وي، په اصل کې یوه فکري ناروغي،‌ زیانمن کلتور او د بدمرغۍ سمبول دی. که څه هم دا پدیده په هرځای کې شتون لري، خو زموږ په ټولنو کې یې ځالې او هګۍ اچولې دي. د اروا پوهانو له نظره، فکري انډوخر او په هرڅه کې ځان ښکېلول زیاتره هغه کسان کوي چې د تعلیم سطحه یې ټیټه وي، په محروم چاپېریال کې لوی شوي وي، عقده‌ مند وي، مذهبي افراطي وي او یا هم د نورو خوښي او ښېرازي نه شي زغملای. دغه ډول چلند احساسات او عزت نفس ژوبلوي، د ملګرو او ګاونډیانو ترمنځ واټن رامنځته کوي او د متقابل درناوي پیاوړي مزي پرې کوي.
څرنګه چې هر انسان جلا طبیعت، ځانګړې غوښتنې او طبیعي مېلان لري؛ نو د عبادت او عقیدې په ګډون د هر فرد شخصي انتخاب، شعور او ذوق ته باید درناوی وشي. بې‌ ځایه مشورې ورکول او په هرڅه کې ځان شریک ګڼل، سپین‌ سترګي او د غرض نښه ده. لاسوهنه د کورنۍ د غړو او دفتري همکارانو ترمنځ وي که د ولسونو او هېوادونو په سطحه وي، پایلې یې تل ترخې، بدرنګې او ډېر ځله نه جبرانېدونکې وي. زموږ په څېر په وروسته پاتې، بېوزلو او مذهبي ټولنو کې چې ډېر خلک بې‌ کاره ناست وي او له شنو نصوارو یې خولې ډکې وي، نه یوازې د لارویانو په جامو، وېښتانو او څپلیو منفي تبصرې کوي او ملنډې وهي، بلکې همدا ورته کمال او سړیتوب ښکاري.
په اسلام کې د ږیرې او پګړۍ شرعي حکم او ارزښت هرچا ته معلوم دی. زه (ملکزی) د تاریخ د څانګې شاګرد یم، ما هېڅ چېرې نه دي لوستي چې رسول الله (ص) پخپله، یا د هغه راشدو خلفاوو، امویانو په خپل ۹۰ کلن او عباسیانو په ۵۲۴ کلن خلافت کې څوک د ږیړې پرېښودلو او پټکي په سر کولو ته اړ کړی وي. ځکه په دین کې عبادت د شخصي حریم برخه ده چې د بنده او خالق ترمنځ اړیکه ګڼل کېږي. قرآن کریم مسلمانان د جَبر، بدګومانۍ او د رعیت په شخصي چارو کې له بې‌ ځایه مداخلې څخه منع کوي او په پرمختللو ټولنو کې د فردي ازادۍ د خوندي کولو لپاره ځانګړي قوانین وضع شوي او سړغړونکي یې مجازات کېږي.
رسول الله (ص) د نیک مسلمان د غوره کرکټر په هکله خپلو ملګرو ته توصیه کوي چې: « د ښه مسلمان نښه دا ده چې د نورو په کارونو کې له لاسوهنې ډډه وکړي او په هغه څه کې ځان ښکېل نه کړي چې ورسره تړاو نه لرئ» زموږ دیني ارزښتونه د فردي حقوقو په اصل ډېر ټینګار کوي. مذهب، سیاسي لید لوری، کلتور، دودونه، هنرونه، لباس، خواړه، ناسته‌ پاسته، د ځیرک تلیفون کارول او د ژوند تګلاره د هر انسان خپله خوښه، سلیقه او د مدني حقوقو برخه ده. له همدې امله، هغه کسان چې د نورو په کارونو کې مداخله کوي، خلک ترې ځان ساتي، خوا ته یې نه ورځي او په ټولنه کې ګوښه او یوازې پاتې کېږي.
څېړنې ښيي هغه کسان چې د شخصي حریم درناوی کوي، معمولاً پر ځان لوړ باور لري، له غوره رواني هوساینې برخمن وي او له نورو سره سالمې او متوازنې اړیکې ساتي. برعکس، په شخصي چارو کې بې‌ ځایه لاسوهنه د فرد پر شخصیت، عاطفي او هوساینې اغېزې پرې باسي او د رواني فشارونو د زیاتېدو لامل ګرځي. د شخصي حریم درناوی او له غیر ضروري مداخلې څخه ډډه کول د سالمو خپلمنځي اړیکو له مهمو بنسټونو څخه ګڼل کېږي. انسانان تل د یوې بوختیا او موخې په لټه کې وي؛ نو که د ګټورو او رغنده فعالیتونو زمینه ورته برابره نه شي، د ناسمو او زیانمنو کړنو د ترسره کولو احتمال یې زیاتېږي چې بې ضرورته لاسوهنه یې په سر کې راځي.
څومره به غوره وي که موږ د یو فرد یا نظام په توګه؛ خپل مخ لومړی د شریعت په هندارې او بیا د وضعي قوانینو په تله کې وتلو، ترڅو وګورو چې زموږ اخلاق، دریځ او چلند په رښتیا هم له دین او قانون سره سمون لري او کنه ؟ د یوې ژوندۍ او پیاوړې ټولنې د رغښت لپاره لازمه ده چې د غندنې او لاسوهنې د دود پر ځای، د متقابل باور، زغم او د انسانانو د وګړني حریم د خوندیتوب کلتور وپالو. هر انسان د خپل برخلیک او د ژوند د پرېکړو مالک دی او پر نورو لازمه ده چې د هغه د فردي انتخاب او طبیعي آزادۍ درناوی وکړي. نو راځئ چې ژوند وکړو او نور هم خپل ژوند ته پرېږدو!
الله مې دې زاړه ایمان ته خېر کړي!
—--------------------------
پاملرنه: که لوستونکي وخت او علاقه لري، کولاې شي د ملکزي نورې لیکنې او څیړنې د هغه په فیسبوک او یوټیوب چینل کې ولولي او وګوري. ادرس یې دا دی: Wali Malakzay