په ټولنه کې د لوست او مطالعې پراختیا د هر وګړي ګډ مسؤلیت دی، چې د خپلې کورنۍ غړي، خپلوان او نور ملګري ورته وهڅوو؛ څو د کتابونو لوست او مطالعه خپل ورځنی عادت وګرځوي. ځکه همدا مطالعه ده، چې د فرد او ټولنې د پرمختګ بنسټ کېږدي او انسان له ناپوهۍ څخه راوباسي.
که څه هم په وروستیو کلونو کې د مطالعې پر اهمیت د خلکو پام زیات شوی؛ خو د ټولنیزو شبکو ناسم کارول لا هم یو جدي خنډ بلل کېږي. ډېر کسان خپل زیات وخت په بې‌ګټې بوختیاوو لګوي او له لوست څخه پاتې کېږي، چې دا کار د فکري ودې مخه نیسي.
خو دا هم باید هېر نه کړو، چې ټولنیزې شبکې د وخت د ضایع کېدو یا بې ګټې اسباب هم نه دي، که چېرته په سمه توګه وکارول شي، د پوهې د ترلاسه کولو یوه غوره سرچینه ګرځېدلی شي. اوس مهال ګڼ شمېر لیکوالان، پوهان او فرهنګي کسان په آنلاین بڼه خپل ګټور مطالب خپروي. نو ستونزه یوازې په دې کې ده، چې ډېری خلک ترې سمه او اغېزمنه ګټه نه اخلي.
په پخوانیو وختونو کې سره له دې، چې د ټکنالوژۍ امکانات نه وو او کتابونه هم په آسانه توګه نه پیدا کېدل؛ خو بیا هم د مطالعې ارزښت ته ځانګړې پاملرنه کېدله. یوازینی لامل، چې په هېواد کې د مطالعې دود کمرنګه و، پایله یې د اوږدو جګړو زموږ پر ټولنې ژور اغېز ې وکړې؛ وګړي له زده‌کړو لرې شول، اقتصادي ستونزې زیاتې شوې او علمي چاپېریالونه زیانمن شول.
سره له دې نن ورځ یو ځل بیا زیاترو ځوانانو د مطالعې پر لور مثبت حرکتونه پیل کړي دي. د عامه پوهاوي هڅې روانې دي او خلک ورو ورو د کتابونو او مطالعې ارزښت ته متوجه کېږي. دغه په علمي او فرهنګي ډګر کې يو لوی بدلون دی، چې باید لا نور هم پیاوړی شي.
په اوسنی عصر کې د معلوماتو لاسرسی تر بل هر وخت آسانه شوی، چې له مخې یې ورځپاڼې، مجلې، کتابتونونه او آنلاین سرچینې دا ټول د مطالعې او لوست لپاره زمینه برابروي. په همدې توګه انټرنیټ له ګڼو علمي او فرهنګي موادو ډک دی او هر څوک کولای شي، چې اعظمي ګټه ورڅخه پورته کړي.
مطالعه د فکر د پراخېدو، د حافظې د پیاوړتیا او د پوهې د لوړولو یوه اغېزمنه وسیله ده او دوامداره لوست انسان ته د تحلیل، څېړنې او سم تصمیم نیولو وړتیا ورکوي.
ډېری ټولنیزې ستونزې د ناپوهۍ پایله ده او د دې حالت د بدلولو تر ټولو غوره لار همدا مطالعه او لوست ده. که خلک لوست ته مخه کړي، نو د ټولنې فکري او فرهنګي کچه به په څرګند ډول لوړه شي.
نو اړینه ده، چې د لوست فرهنګ ته لا ډېره وده او پراختیا ورکړو، هر څوک د خپلې ټولنې او کورنۍ غړی وهڅوي، چې لوست د خپلو ورځنیو فعالیتونو په مهال وېش کې ځای ورکړي او په ځانګړي ډول ماشومان دې کارته ځیر کړي، چې دوی له کوچنیوالي د کتاب سره بلد شي او د مطالعې مینه پکې پیدا شي. نو په دې توګه کولای شو، چې له خپل هېواد به مو د ناپوهۍ ټغر ټول او په ځای یې د روښانه او پرمختللي مشالونه غوړولي وي.