دریمه برخه:
.....په تیر پسي
1371 کال د ثور په نهمه نیټه سهار چي اربابانو کلي کي د کور د حویلي نه بهر کوڅي ته ووتلم کوڅه کي ټولنیز او سیاسي فضا بدله وه، څڼور، اوږدي ګیرو لرونکي او پکول په سر وسله وال اشخاص او ګروپونه چي هره ډله بیل بیل رنګه بیرغونه او شعارونه ځانو سره لیږدول او هر موټر کي د یو بیل جهادي تنظیم د رهبر عکسونه لګیدلي وي، تګ راتګ په سرک کي ډير زیاد وو دا هغه شمیر مجاهدین وو چي زمونږ محله کي د نږدي خپلوانو کورونه وو او دوي يي لیدو ته راتلل، مګرد څو ورځو په تیریدو د دا رنګه خلکو تګ راتګ سیمي ته کم شو.
زمونږ د کور سره لږه فاصله کي یو باغ وو چي د باغ والي (د والي د باغ ) په نامه مشهوره وو، دې باغ کي فامیلونه اوسیدل، خو د مجاهدینو یو ګروپ همدغه باغ کي ځاي په ځاي شوي وو او باغ نور د عامو خلکو په ځآي د یوي نظامي پوستي میشت ځآي وو، دغه نظامي پوسته د حزب اسلامي ګلبدالدین د وسله والي ډلي اړوند وو ځکه خو يي شین رنګه بیرغ يي د دخولي دروازي او پهره دار دکوټی په سر ځوړند وو اود ملکي خلکو دکورنو منځ کي جوړ شوی وو، ددغه پوسټي قمندان یا ډلګي مشر غالبا سلیم په نامه کس وو (نوم يي ډیر دقیق نه مي دي یاد) دي پوستي ته د وسله والو کسانو تګ راتګ ډیر زیاد وو، او د سیمي فضا يي نا ارامه کړي وه، زمونږ د کور سره نږدي یوه خلاصه شنه ساحه چي چي لږه موده مخکي یعني د داکتر نجیب الله حکومت تر نسګوریدو مخکي مازدیګر او ماښام وخت کي د ځايي خلکو د ناستي او بنډار او د ماشومانو د لوبو محل وو اوس د دغه شته پوستي او نورو سیمو څخه د راغلو مجاهدینو د لفظي کشمکش او غال مغال په ځاي بدل شوی وو، دوي به اکثره د اموال او شتمنیو چي دوي به غنیمت باله د ویش په سر ترمنځ يي ناندري وي، شاید په همدي خاطر وو چي د کور مشران د لوبو ځآی ته د ورتګ څخه منع کولو، یوه ورځ کور کي ووم چي بهر د کلاشینکوف دډزو غږونه شول مور مي راته وویل چی هله ورونه دي بیرون دي ځه چي ورشو مور مي تر دراوزي او زه کوڅي ته ووتلم ورونه مي چي ترهیدلی وو کورته مي دننه کړ دا ډزي باغ والي کي د میشتو کسانو ترمنځ وه چي په اصطلاح د غنیمتونو د ویش په خاطر سره وران شوي وو خبره يي تر فزیکي شخړي رسیدلي وه، په دي ډلګي کي کوم غړی يي د غنیمت مال کي په خپله رسیدلي برخه قانع شوی نه وو او وسلي ته يی لاس کړي وو او د خپل د ډلګي دري تنه يي ځاي په ځاي چي ډلګي مشر هم پکي وو وواژه او یو تن بل ي سخت ټپی کړ. ددوي ترمنځ کیسه چي ما هغه وخت د محل د خلکو اوریده داسي وه چي د دغي پوستي وسله وال کابل تنظیمي جنګونو کي د حزب اسلامي په پلوي جنګیدل، د کابل ښار په ګډوډی کي دوي د کابل پرورشګاه ته ځآنونه رسولي وو د پرورشګاه یو بی سرپرسته ماشومه (انجلي)، یو نوي زلمکی ماشوم چي دا ماشوم تر څو ورځو زمونږ سره کوڅه کي لوبو کي هم برخه اخیسته یو دري ژبی وو، یو جیب موتر، څو میله وسلي او یو مقدار نقدي پیسي غنمیت کړي وي د همدغو اموالو په ویش کي سره برخلافه شوي او خبره يي د یو بل تر وژلو رسیدلی وه. تر پیښي دوه ورځي وروسته وژل شوو کسانو دجنازي، تدفین مراسم اعلان شو، کله چي تابوتونه يي د ددوي کورته راوړه نو تابوتونه يي په شنو ټوټو (رخت) چي کلمه او دقرآن کریم آیاتونه پکي لیکل شوي د هر مړي یو چوکات شوي غټ عکس، دعکس تر لاندي شهرت او د شهادت مبارکي هم پکي ذکر وو پوښل شوي وي.
د حکومت تر بدلون یوه یا دوه اوني وروسته د ښونځیو د پيل اعلان وشو او ټول زده کوونکي خپلو درسونو ته ستانه شوول، زه هم ټولګي ته لاړم او د شپږم صنف د درسونو کلني ازمویني ته مو تابیا پيل کړه، د ښوونځي اداري او تشکیلاتي فضا هم تغیر شوي وه، د مکتب مخکنی سرمعلم عجیب الله خان تبدیل او په ځآي يي نوي مدیر محمد ابراهیم په نامه کس ګمارل شوي وو، استادانو په تشکیل هم واضح بدلون راغلي وو، د تیر حکومت بعضي معلمینو دندي پریښي وي یا هم د نه راتلو ورته ویل شوي وو خو ځیني نوي معلمین چي اکثره جهادي سابقه يي درلوده بیا تازه مقرر شوي وو ،مګر د پخواني حکومت د وخت یو شمیر معلمین لا هم په خپلو دندو وول، خو ښځینه معلمیني راتګ نور کمرنګه شوي وو او د مکتب په صحن کي نه تر سترګو کیدل، د انجونو او هلکانو صنفونه هم سره بیل او انجونو ته نوي صنفونه ایجاد شول، زمونږ په ټولګیوالو کي هم ډیر شمیر هغه کسان چي خپلو کورنیو سره له مهاجرته راستانه شوي وو وراضافه شول، پدي ترتیب د یو شمیر هغه زده کوونکو سره مو اشنايی پیدا شوه چي وخت نا وخت يی خپل د پیښور د وخت کیسي کولي ، نوي راغلي استادان حتا د شاګردانو سره هم فاتحانه انداز کي برخورد کول، د شاګرد وهل ټکول ددوي عادت یا که ووایو فرهنګ يي وو غلط به مو نه يي ویلي، مونږ چي د داکتر نجیب الله په حکومت کي ابتدایه لوستي وه هغه وخت د استادانو چلند د شاګرد سره ډير نرم بیا خاص د ښځیه استادانو چلند ډیره عاطفي وه خو اوس د نوي معلمینو تند مجاز په هره کوچني موضوع وهل ټکول او بد رد ویل ماته ډیر ځورونکي وو او زما روحیات يي کمزوری او جرئت يي وژلي وو، سره له دي چي ما او زما زیاد تره ټولګیوال دا کوشش کوه چي د دیني مضامینو د معلمینو پوښتني سم ځواب کړو همدي له خاطره دا مضامین مو ډیر لوسته خو ددي برخي معلمین د شاګردانو د توهین او وهلو دپآره حتما یوه بهانه پیدا کوله، تازه راغلي معلمین د درس په جریان کي به صنف کي د اسلامي انقلاب د بریا، د تیر حکومت د ظلمونو او نواقصو، ددوي له نظره د بي بنده و باره ازادیو، او د جهادي تنظیمونو د کامبیابه مبارزاتو کیسي مونږ ته کولي، د مکتب په تعلیمي نصاب کي هم واضح بدلونونه راغلل ، مونږ ته چي کوم کتابونه وویشل شول په پیښور کی تدوین شوی وول، آبی رنګه پوښ درلودنکي کتابونه ((چی د پوښ تر شا یی لیکل شوي وو د آي آر سي د موسسي (آي ار سي غربي موسسه ده) په همکاري))، شاګردانو باندي وویشل شول، د دینیات او قران کریم مضامینو نه علاوه نوي دیني مضامین لکه تفسیر شریف، حدیث شریف، عقاید، فقه، تجوید او عربي ژبي مضامین هم درسي نصاب کي ور اضافه شول چي معلمین يي اکثره جهادي ډلو اړوند کسان وول، دي وخت کی د پخواني دولت د وخت ځیني مضامین هم حذف شول لکه د وطن دوستی او اخلاقو مضامین له درسي نصاب نه حذف شول، خو ټوله کي ديني مضامینو شمیر اتو 8 ته ورسیده، په دي ډول د ښوونځي د مضامینو شمیر اتلسو ته رسیده، (د ښوونځي د یو متعلم دپآره په دومره تعداد زیاد کتابونو لوستل او زده کول آسانه نه ده او نه دا ډول نصاب جوړول یا تطبیقول منطقي کار دی) زه د لیسي په دوره کي متوجه شوم چي اسلامي ثقافت مضامین لکه د قرآن تفسیر او حدیث کتابونه د آی آر سي د غربي یا امریکايی موسسي په تخنیکي همکاري څنګه چآپیدای شي آیا نصارا او یهود هم زمونږ دديني ارزښتونو په ترویج کي مونږ سره همکار دي، دا پوښتنه تر ننه هم ماسره سم او منطقي حل نه لري چي زه پری قانع شم. ځکه هغه وخت د اسلامي ثفافت اړوند مضامینو استادان به اکثره وخت مونږ ته ویل یهود او نصارا د مسلمانانو دوستان کیدلي نشي خو بیا هماغه دیني اسلامي کتاب يي لاس کی وو چي همدا یهود و نصارا چاپ او تدوین کي برخه اخیستي وه او همدا کتابونه شاګردانو ته چي د مسلماني ټولني اینده نسلونه دي، تدریس کوي. دومره لوي تضاد او ضد و نقیض خبري یعني څه؟ دلته دا هم د یادولو دی چي په دغه دیني کتابونو کي جي د افغانستان د معارف د برخي رسمي نصاب وو اکثره د جهاد اړوند نصوص لکه د غنیمتونو، شهادت او د غازيانو فضایل او په دي رابطه ديني روایات تشریح او ذکر شوي وو، مګر د امانت داري، سولي، صله رحمي،ګاونډي حقوق، زغم، شفقت، متقابل احترام، ټولنیز عدالت او نور د انساني ژوند اړوند موضوعاتو ته د اسلام ددين د احکامو له زوايي، کم یا بیخي اشاره نه وه شوي، د اسلامي تاریخ به رابطه یو مضمون چي لیکوال يي سید عیسی زربچه وال په نامه کس وو تدریس کیدله، دي تاریخ کي اکثره د پیامبر ع د غزواتو اړوند داسي کیسي او روایتونه وو چي ځوانان يي جهاد او جنګ ته تشویقول، مګر دا چي له هجرت نه وروسته د حضرت محمد ص په واسطه مدینه کي څنګه د یو مقتدر عادلانه نظام بنیادونه جوړ شول چي وروسته په یوه لویه امپراطوري بدله شوه روایتونه یا نه وو یا هم ډیره لږه اشاره ورته شوي وه، د مثال په ډول د غنیمت د اموالو د ترلاسه کولو، او ویشلو په رابطه مفصل بحثونه وو، د قرآن ایات او تفسیر، مشهور احادیث، د مجتهدینو او امامانو نقل قول هر څه د غنیمت د اموالو په رابطه په وضاحت تشریح شوي وو خو د بیت المال د ایجاد، ساتني، ګټه اخیستني، لګښتونو په رابطه ډيره کمه اشاره وه یا اکثر تري عمدا صرف نظر شوی وو.د ساینسي مضامینو په متن او مفاهیمو کي هم د تیري دوري سره واضح تغیرات تر سترګو کیدل مثلا د ریاضی مضمون د عبارتي تمرین او پوښتنو برخه کي داسي مثالونه وړاندي کیدل او لیکل شوي وو چي مستقمآ د جنګ سره يی ارتباط او اړیکه درلوده، د مثال په ډول یو د ریاضی کتاب وو چي غالبا د اووم صنف ریاضي وو پکي لیکل شوي وو چي یو مجاهد ټوپک لري په ټوپک کي دیرش مرمي لري، 15 مرمۍ یوي پوستي خواته فیر کوي چی پوسته کي شپږ کمونستي رژیم عسکر دي دي کي دوه مرمۍ په دوه کمونست عسکر لګیږي یو عسکر ټپی او بل وژل کیږي، ټوپک کي څو مرمي او پوسته کي څو عسکر پاتي شول، دا د هماغه نصاب برخه وه چي د هغه وخت شاګردانو ته تدریس کیدله. یا د اول صنف پښتو مضمون کي د ټ ټوپک موضوع چي بیا وروسته ډیره مشهوره شوه. یوه مهمه موضوع دا هم وه چي په پیښور کي موسسات او غربي انجوګاني د ملګرو ملتونو د کمیشنري تر څار لاندي هر جهادي تنظیم ته په جلا محتویات او متن نصاب چاپ کړی وو او د هري ډلي اړوند کمپونو کي چي دوي خپل پلویان پکي میشت کړی وو د هماغه تنظیم دپاره جوړ شوی نصاب ورته تدریس کیده، افغانستان ته په راتګ دغو تنظیمونو خپلي ډلي ته جوړ شوی نصاب هم را وارده کړه او هر سیمه کي به چي د کوم تنظیم د نفوذ ساحه وه خپله ترتیب شوي نصاب به يي ښوونځیو کي په خلکو منله، شاید همدا د نصاب تفاوت وو چي د تنظیمونو په ځوان نسل کي عمیق اختلافات لیدل کیده، د ځینو جهادي ډلو لارویان لکه د نجات ملي اسلامی یا محاذ ملي اسلامي لارویان نسبي معتدله او د ځينو نورو ډلو ځوان پلویان ډير تندلاري او کلک افراطي جنګیالي وو.
له اتم د ثور نه ډیر وخت نه وو تیر چي ننګرهار د ملي تلویزون خپروني بندی شوي په اولو شپو کي، د مجاهدینو د بریاو په رابطه او د تیر دولت د نابرابریو په اړه تلویزوني خپروني یا ځيني جهادي تراني، یا د کوم دیني عالم بیانيي خپریدلي خو تر لږ وخت ورسته تلویزیون په بشپړ ډول بند شو مګر ننګرهار رادیو بیا تر ډیره وخته خو لنډ فعالیت درلود.
یوه بله موضوع چي زه د لیسي په دوره کي د مجاهدینو تر راتګ دري څلور کاله ورسته ورته ډيره متوجه شوم او زما ذهن يي بوخت کړ، دلته د تیر دولت د معلمینو او یا شاګردانو او د پاکستان څخه د راستانه شوو مهاجرینو د ډلي زمونږ د استادانو او د ټولګیوالو ترمنځ فرهنګي، ادبي، دیني متنونو او روایتونو څخه د تفسیر او تعبیر یا د رایجو ټرمونو او اصطلاحاتو ترمنځ تفاوتونو ته وو، د داکتر نجیب الله د حکومت په دور کي زمونږ استادان چي په روزمره ژوند کي کوم اصطلاحات کاروه او یا يي خپلو شاګردانو ته تشریح کول یا هغه څه چي مونږ د کور د مشرانو څخه د ټولنیز او اجمتاعي ژوند په رابطه اوریده او هغه څه چي نوي راستانه شوي کډوالو نه مو اوریده ډير زیاد متفاوت وو، یا که داسي ووایم مونږ ته د نصیحت کولو په وخت کي د کورني مشران، د مکتب استادان او دجوماتونو امامان خپلو خبرو کي داسي جملات استعمالوه چي د نوي حاکمیت په راتلو سره ددي مصطلاحاتو سرچپه ته اشاره کیدله، د مثال په ډول مونږ ته د ابتدايي دوري استادان یا د کورني مشران د پرمختګ، تکامل، تمدن او مدنیت په رابطه خبري کولي دوي يو انساني ژوند ته د رسیدو دپآره، سره د ټولو سیاسي، اجتماعي، کلتوري او دیني توپیرونو د یو بل زغمل او د ټولني رنګارنګي يي مدنیت ګڼله او مدني ژوند يي تمدن(ښآري ژوند) ته ویلي، ټولګي کي استادان یا د کور محیط کي مشران مونږ ته دا راښوده چي هغه وخت یوه ټولنه پرمختګ کوي چي متمدن وي یعني د ښاري ژوند فرهنګ ولري، او د ګاونډي حقوق وپیژڼي، ویل به يي تکامل د تیرو تجاربو نه زده کړه ده او راته به نصیحت وخت کي ویل د تیرو خلکو د تجاربو نه زده کړه وکړئ او غلطي تجربي مه تکراروئ! مګر له پاکستانه په نویو راستانه شوو خلکو کي دا جمله مشهوره وه چي ورځ بدتري (یوم البدتر) دي یعني پرمختګ نشته او تکامل هم کفري نظریه ده، دوي کي به اکثره دا هم ویل د ځمکي په سر بازارونه تر ټولو بد ځآیونه دي، دوي دغه جمله حدیث ګڼله او ویل يي دا د پیامبر خبري دي منګر يي کافر کیږي، او مخالفت يی ګناه ده، ما سره تل دا پوښته پیدا وه چي پیامبر (ع ) خو د مکي نه (چی اطراف وو) یثرب ته چي وروسته پیامبر ع مدینه ( ښار) ونوموله هجرت وکړ، مونږ د ګناه د احساس له وجي یا د استادانو یا همزولو سره چی استاد ته مو ونښايي د ډار نه دا پوښتنه نشوه مطرح کولي.
مونږ ته به په ابتدایه دوره کي استادان یا استاداني مو ویل:
لکه څنګه چي استاد د شاګرد معنوی پلار دی همدا ډول استاده (معلمه) هم د شاګرد معنوي مور ده، لکه خپلو اصلي والدینو د معنوي والدینو احترام په تاسي حتمي دي او استادان هم د شاګرد سره د مهربانه والدینو په شان چلند باید وکړي، او لکه څنګه چي کور کي تاسۍ خویندي لری او سره ګډ ژوند کوئ همدا ډول ټولګیوالي هم ستاسي خویندي دي او نجونو ته هلکان ورونه دي د یو بل احترام په تاسي ټولو لازم او د ضرورت وخت کي د یو بل لاسنیوی ستاسي ایماني مسولیت دي په دې رابطه به يی ډیري مثبتي خبری مونږ ته کولي.
مګر په دې نوي دور کي دا برعکس خبره شوه، راستانه شوو مهاجرینو کي دا جمله ډيره مشهوره وه چي ښځه یا د کور ده یا د ګور او حتا ځینو خو يي ویل:
که سکني خور سره هم په خلوت کي شوی د زنا یا جنسي اړیکی خطر شته او د حضرت علي (رض) پوري منصوب یوه معقوله يي په دي اړه تشریح کوه.
زمونږ مشر تره غلام دستګر خان چي خپله د سیاسي اند څښتن انسان دی دایم يي مونږ ته ویلي:
سیاست د عدالت د تامین، ټولنیزي رفاه او د خلکو (رعیت ) د خدمت دپآره وي او همدا د خداي امر او ددین اصل دی.
خو دي وخت کي ما د خپل د تره د خبري سرچپه اوریده، دوی (نوي راستانه شوي ) به ویل سیاست درواغو ته ویل کیږي سیاست وال که درواغ هم وايي دي کی به د امت خیر او د مسلمانو سیاستوالو مصلحت وي.
دادا مو تل راته ویل:
بچو! د شرک نه پس تر ټولو ستره ګناه په الله ج پسي درواغ تړل دي، له حقیقیت ویلو به نه تیریږي و لو که د سر خطر مو هم وي او دي په دي اړه به يي ویل قرآن کریم کي په درواغجنو د الله (ج) لعنت ویل شوي.
مګر د اسلامي دولت د واکمنۍ په کلونو کي دا خیره پرته له دې چي د حدیث د حیثیت او اعتبار اړوند وضاحت ورکړي مستقیم په يی روایت ذکر او تشریح کوله چي ویل يي پیامبر ع ویلي چي مسلمان ته په دري حالتونو کي درواغ ویل رواه دی، میړه ښځي ته درواغ ویلي شي، سیاست وال یا د دولت مشر خپل رعیت ته دوراغ ویلي شي او قومي مشر ملک او یا یو شاهد ته د دوه کسانو ترمنځ د روغي جوړي د خاطره یا د یو کس د ځآن ژغورلو دپآره درواغ ویل رواه دی.
اوس نو یو ځوان مسلمان د قرآن او حدیث ترمنځ دومره لوي تضاد څنګه په خپل ذهن کي توجیه کړي؟
ښه مي په یاد دي چي ابتدایه دوره کي وم او افغان حکومت لا په ځآي وو، نیکه سره یوځاي د کلی جومات ته د جمعي لمانځه ته ولاړم د جمعي په وعظ کي ملا امام خپل د خبرو پیل له دي ټکو وکړل او مقتدیانو ته وویل:
(د خداي ج د خوا ټول مسلمان نارینه او ښځینه په دي مکلف ګرځول شوي چي د خپلو سترګو حیا وساتي او د خپل شرمګاه حفاظت وکړي) ، او دي اړوند نوري ډیری تفصیلي خبري وکړي د قرآن کریم ایاتونه يي تلاوت کړل ورپسی حدیث او څو روایتونه يي ذکر کړ، د جومات د امام هدف دا وو چي وګړي باید خپل ټولینز اخلاق سم کړي د کور نه بهر عامه ځایونو کي د ګرځیدو وخت کي باید نارینه او ښځینه د یو بل مزاحم نشي، مګر کله چي د لیسي د دوري لسم ټولګي کي وم او د برهان الدین رباني حکومت وو زمونږ د تفسیر شریف یو معلم وو مولوي معتصم بالله نومیده چي د ننګرهار ولایت د کوټ ولسوالی د ښایسته خیل د کلي اوسیدونکي وو یوه ورځ په داسي حال کي چي ددوو ټولګیو متعلمین يی یوه درسي خونه یا صنف کي راټول کړي وو صنف کي د همواره شوي ټغر په منځ کي استاد او مونږ تري چاپیره ناست وو استاد قرآن کریم خپل غیږ کی ایښی وو شاګردانو ته يي د النسا صورت د څو ایاتونو ژباړه او تفسیر يي کوه د خپل خبرو منځ کي وویل:
( کابلي ښځو ته چي په بازار کي ګرځي د خر شوق هم کیږي زه خو لا انسان یم).
دا جمله د قرآن په تفسیر کي نه وو ذکر خو د استاد قیاس او فکر همداسي جوړ شوی وو او خپل احساسات يي نشوه کنترول کولي ځکه دا رنګه خبري يي د خولي نه راوتلي ،د مولوي معتصم بالله د خبرو څخه موخه دا وه چي ښځي باید کور کي پاتي شي، نوموړي همدا فکر توجیه کوه او دلایل يي ورته تراشله. خو دومره لوي صلیقوي یا فکري توپیرونه له کومه ځايه سرچینه اخیسته اوس يي درک کولي شم هغه وخت زما د درک نه پورته وو.
ماشومان او زلمکي دموم په شان نرم وي څه ډول يي چي تربیه کړي هماغسي تربیه اخلي مونږ همداسي روزل شوي وو او مهاجر شوي ټولګیوال هماغسي، بنا زمونږ په همزولو کي څوک هم ملامت او سلامت نه وو، داسي په سلګونه یا حتا زرګونه فکري، کلتوري او ادبي تفاوتونه وو خو د وخت په تیریدو سره مونږ یو بل ته نږدي کیدلو ځیني خبري هغوي منلي او دهغو ځیني خبري نورو ته د منښت وړ ګرځیده. ....
نور بیا