کار دوامدار ترسره کړئ
په ژوند کې دوامداره او سخت کار کول د پرمختګ، ودې، کامیابي او اهدافو ترلاسه کولو لپاره ارزښت لرونکی عمل دی، ځکه سخت کار کول مرسته کوي چې د اهدافو ترلاسه کولو لپاره دقیقه او با جرئته مبارزه ترسره کړئ.
په ژوند کې هیڅ شی په اسانه او یوازې د چانس له لارې نه ترلاسه کېږي، سخت کار کول، دوامداره هڅه او صبر کول یا حوصله لرل د کامیابۍ لاسته راوړلو کلي ده.
د سخت کار کولو په پایله کې نوي مهارتونه ترلاسه کېږي، ورځ تر بلې له فزیکي او معنوي او آن مادي اړخ څخه خلک پیاوړي کېږي او په ژوند کې خپلو ټاکل شویو موخو ته رسیږي.
سخت کار کول د صبر زده کړه راکوي، د ژوند اهدافو باندې تمرکز ډیروي او په ژوند کې د کامیابۍ لارې چارې هواروي او په پایله کې تجربه ترلاسه کوئ چې څنګه وکولای شئ د هغو خلکو په کتار کې راشئ چې کامیابي یې تجربه کړې او د نورو کسانو په پرتله لس قدمه مخ ته وي.
ژوند کې خلک له بیلا بېلو ستونزو او ننګونو سره مخ کېږي، خو هغه څوک چې سخت کار کوي ورځ تربلې یې د ژوند په ترڅ کې مشکلات کمېږي، ژوند کې د آرامۍ او خوشحالۍ احساس کوي، په ځان یې اعتماد او باور زیاتیږي او ورځ تربلې د ژوند په اړه ټاکل شویو موخو ته رسیږي.
هغه کسان چې په ژوند کې سخت کار کولو سره عادت شوي وي، دوامداره کار کوي او د چارو په ترسره کولو کې اصول مراعتوي او په اسانۍ له کار کولو نه خسته کېږي دا هغه کسان دي چې د ژوند له چانسونو او پرمختګونو څخه ښه ګټه اخلي.
په ژوند کې کامیابه کسان خوش چانسه یا نیک مرغه کسان نه دي، بلکې هغه کسان چې سخت کار کوي د خپلو تیروتنو او اشتباهاتو زده کړه ترلاسه کوي او بیا بیا هڅه کوي چې خپلو اهدافو ته ورسیږي له ډیرو کمو تاوانونو سره مخ کېږي او تل یې د چارو پایلې مثبتې وي.
د ژوند له تجربو او معلوماتو ترلاسه کولو څخه څرګندیږي چې سخت کار کوونکي او په دوامداره توګه کوښښ کوونکي او د صبر او حوصلې خاوندان په ژوند کې په دقیقه، اصولي توګه چارې ترسره کوي او تل د پروژو خاتمه یې د نورو په پرتله پنځوس سلنه ګټوره وي.
د ډیرو چارو یا پروژو د پایلو ترلاسه کول وخت نیسي، خو د سخت کارکولو پایله تل ګټوره وي، انسانان هڅوي چې خپلو هیلو ته امید واره شي او خپلو اهدافو د رسیدو لارې چارې برابرې کړي او ورځ تربلې خپلو اهدافو ته نږدې کېږي.
د اسلام له پلوه هم د کار او ګارګر حقوقو باندې ټینګار شوی دی او کار ته یې ځانګړی اهمیت ورکړی، ځکه د کار مفهوم په اسلام کې یوازې یو فزیکي فعالیت نه دی، بلکې د فرد د شخصیت جوړولو، د ټولنې پرمختګ او د انسانۍ ارزښتونو د پراختیا لپاره یو اړین عمل ګڼل شوی دی.
اسلام د کار او ګارګر موضوع یوازې فزیکي یا اخلاقي مسئولیت نه، بلکې عبادتي عمل کڼلی دی او د حلالې روزي ترلاسه کول یې ستر عبادت شمېرلی دی. د حدیث شریف له مخې، رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: یعنې له ټولو غوره رزق هغه دی چې انسان د خپلو لاسونو په کار پیدا کړی وي. لدې څخه جوتیږي چې کار د انبیاوو سنت دی.
کار هم د الله تعالی د نعمتونو څخه یو نعمت دی او ددې نعمت قدر یوازي هغه څوک ښه پیژنې چي دغه نعمت یې د مریضۍ یا څه بل عذر له کبله د لاسه ورکړی وي، خو په مقابل کې اسلام هغه کسان ډیر ځلیل او ټیټ معرفي کړې دي چې د کار توانایي لري او نورو ته لاس نیسي، څو ورسره مرسته وکړي.
په سخت توګه کار کول او دوامداره توګه د ژوند د چارو لپاره هڅه کول او په چارو کې نورو سره مرسته او د بیوزله کسانو لاسنیوی دا ټول هغه کارونه دي چې تاسو زده کړه ترلاسه کوئ چې خپل ژوند ته ارزښت ورکړئ او د ژوند د موخو د ترلاسه کولو لپاره هغه چارې تعقیب او وڅارئ چې تاسو بریالیتوب ته رسوي.
ستاسو په سخت او دامداره توګه کارکولو سره نور کسان هم تشویق کېږي چې له تاسو سره اوږه په اوږه سخت کارکولو ته مخ کړي او تر ټولو ښه او دقیق کار ترسره کړي، ځکه دا مهمه نه وي چې څومره ستر یا لوی کار تاسو ته سپارل کېږي، بلکې مهمه دا وي چې څومره ژر کولای شئ عالي پایله ترلاسه کړئ.
سخت کار کول ستاسو په ژوند شخصیت او آن کار کولو کې بدلون راولي او په دې کار سره تاسو د ژوند راتلونکې چارې هم ښې پلان کړئ او ژوند په چارو کې بریالي اوسئ چې بیلګه یې د دنیا د مشهور شتمن جک ما وینا ده چې « هغه څوک چې اته ساعته کار کوي خپل ژوند مخ ته بیایې او هغه کسان چې دولس ساعته کار کوي د شتمن کیدو په فکر کې دي او هغه کسان چې شپاړس ساعته کار کوي ډیر ژر شتمن کېږي». داپه داسې حال کې ده چې ویلي شو په ژوند کې کامیابي په بخت او طالعو پورې تړلې نه ده، بلکې په سخت کار، هڅه کولو او په دوامداره توګه کار کول، صبر او زغم پورې تړاو لري چې څومره سخت کار ترسره کړئ او څومره صبر او زغم ولرئ هغومره ژر خپلو اهدافو او بریالیتوب ته رسیږئ.
که چیرې غواړئ چې په ژوند کې بریاليتوب مو میلمه شي: هڅه وکړئ، صبر ولرئ، د کار کولو پوهه ترلاسه کړئ، احساسات مو کنټرول کړئ، په خپلو اهدافو تمرکز وکړئ، د ورځنیو چارو لپاره پلان جوړ کړئ، له وخت څخه اعظمه ګټه ترلاسه کړئ، اصول مراعت کړئ، ځکه کامیابي په آسانه توګه نه ترلاسه کېږي، د ځان لپاره اهداف ټاکلو او د ترلاسه کولو لپاره یې شپه ورځ کلکې مبارزې، مثبت فکر کولو ته اړتیا لري.
سرچینې:
https://www.scribd.com/document/178039964/The-Value-of-Hard-Work
https://www.becomingminimalist.com/work-hard/
https://visitjeromeidaho.com/2022/04/the-value-of-hard-work/