دریمه برخه:
تابعیت یوازې په حکومت « Government» پورې اړه نه لري، بلکې د دولت «State» له وجود سره زیات تړاو لري. په عمومي توګه د حکومت یا نظام په بدلون سره تابعیت او ملي هویت په اتومات ډول نه بدلېږي، ځکه حکومت په نسبي توګه لنډمهاله سیاسي جوړښت دی، خو تابعیت او په تېره بیا ملي هویت بیا تر هغه (حکومت) ژور او دوامداره مفاهیم دي.
د نظامونو بدلون په نسبي توګه په اوږ مهال کې کولای شي د تابعیت تعریف، د ملي هویت بڼه او د خلکو د تعلق احساس تر اغیز لاندې راولي. که په یو هېواد کې کودتا وشي، حکومت بدل شي،
سلطنت په جمهوریت بدل شي یا د حکومتونو بېلا بېلې بڼې لکه افغانستان کې اسلامي جمهوریت یا امارت رامنځته شي؛ تابعیت اکثره د پخوا پشان پاتې کېږي او تغییر نه خوري.
افغانانو ولېدل په هېواد کې شاهي نظام، بیا جمهوریت، د ا، خ، د، ګ حکومت، د جهادي ډلو حکومت، طالبان، بیا جمهوریت رامنځته شول، خو د خلکو افغان تابعیت په اتومات ډول نه دی بدل شوی او دا ځکه چې تابعیت د دولت د وجود سره تړاو لري. که دولت دوام وکړي، سرحدونه او نړیوال شخصیت پاتې وي نو تابعیت هم په عمومي توګه دوام کوي. تابعیت هغه وخت ژر بدلېږي چې دولت پخپله تجزیه شي، نوی دولت جوړ شي یا حاکمیت بنسټيز بدلون ومومي. د بېلګې پتوګه پخوانی شوروی دولت له منځه لاړ، شوروي تابعیت ختم شو او خلکو روسي، قزاقستاني، تاجکي، ازبکی او نور تابعیتونه ترلاسه کړل. دلته یوازې حکومت نه، بلکې دولت بدل شو.
له هغه ځایه چې ملي هویت په تاریخ، ژبې، فرهنګ، تاریخي حافظې او ګډ احساس پورې تړلی، حکومتونه یې سملاسي نه شي بدلولای. خو د حکومتونو بدلون کولای شي نصاب، ملي سمبولونه بدل کړي، تاریخي روایتونه بیا تفسیر کړي یا نوی ایډیولوژیک هویت جوړ کړي. همدارنګه د ملي هویت تعبیر او رسمیت بدلولای شي، خو اصل هویت اکثره ژور او تدریجي بدلېږي.
د ملي هویت د بدلون لپاره اوږده موده لګېږي لکه انقلابونه، ښکېلاک، لویې جګړې، تجزیه یا د څو نسلونو تعلیمي او فرهنګي بدلون. د بېلګې پتوګه په ترکیه کې د مصطفی کمال تر اصطلاحاتو وروسته عثماني اسلامي هویت ورو ورو بدل او ځای یې ترکي ملي هویت ونیو. خو دا بدلون ژر پېښ نه شو، بلکې څو لسیزې یې ونېولې.
حکومتونه قانون بدلولای شي، خو د خلکو حافظه، احساس او هویت سملاسي نه شي بدلولای. ځیني نظامونه سقوط کوي، خو ملتونه او هویتونه پاتې کېږي.
ایا د طالبانو حکومت په راتګ سره په افغان تابعیت او ملي هویت کې کوم تغییر راغلی؟
تر اوسه په اساسي حقوقي معنا سره د افغانستان تابعیت نه دی بدل شوی. افغانان لا هم په نړیواله کچه د افغانستان اتباع ګڼل کېږي. پاسپورټونه د افغان دولت په نوم صادرېږي او نړیوال نظام، افغانستان د یوه دولت پتوګه له منځه نه دی وړی. د دولت دوام پاتې دی، که څه هم حکومت بدل شوی دی.
خو یو شمېر بدلونونه پېښ شوی. د دولت رسمي بڼه بدله شوې، اسلامي جمهوریت په امارت اوښتي
او دا د نظام په رسمي سیمبولونو او سیاسي مشروعیت په تعبیر اغیز ښندي. د اساسي قانون وضعیت مبهم دی، د پخواني اسلامي جمهوریت اساسي قانون په عملي توګه لغوه یا تعلیق شوی او د تابعیت او دولت د تعریف ځینې حقوقي بنسټونه مبهم دي. نړیوال رسمیت محدود شوی، خو افغانستان د دولت پتوګه موجود ګڼي. نو ویلای شو چې تابعیت بشپړ له منځه نه دی تللی.
بلخوا د افغانستان ژور تاریخي ملي هویت نه دی بدل شوی، خو د ملي هویت پر تعبیر او رسمي روایت اغیز راغلی. طالبان زیاتره اسلامي هویت، دیني مشروعیت او د امارت مفهوم مرکزي کوي، یعني دیني هویت ته نسبتآ تر ملي ــ مدني هویت ډېر اهمیت ورکول کېږي.
په دې ورځو کې یو شمېر افغانان فکر کوي چې د جمهوریت په تغییر او د امارت په راتګ سره بویه په اتومات ډول د افغانستان تابعیت او د افغان ملي هویت بدل شوی، خو د اوس لپاره دا حقیقت نه لري. که څه هم د جمهوریت اساسي قانون لغوه یا تعلیق شوی، نوی اساسي قانون نه دی نافذ شوی، د حکومت او دولت دندې او مسوولیتونه د قانون له مخې څرګندې نه دی، د افرادو حقوق او مسوولیتونه د قانون له مخې نه دي تسجیل او هېواد عملآ په قانوني خلا کې پروت دی، خو تابعیت او ملي هویت تر اوسه پرځای دي.
که څه هم د افغان ملت ستونزې نورې هم زیاتې دي، خو په ۲۱ مه پېړۍ کې نږدې پنځه کاله هېواد په قانوني خلا کې پاتې کېدل د ډېرو ستونزو مور ګڼل کېږي.
د اسلامي امارت د چارواکو دنده ده، چې هېواد کې د اساسي قانون خلا ته د پای ټکی کېږدي او ژر تر ژره د افغانانو د عنعنوي لویې جرګې له لارې نوی اساسي قانون تصویب کړي. د قانون په تصویب سره به د افغانانو هغه اندیښنې چې د افغان تابعیت او ملي هویت په اړه یې لري له منځه لاړې شي.
نور بیا
د ۲۰۲۶ کال د مۍ ۲۳ مه
سرلوڅ مرادزی