د یوه هېواد د پرمختګ، آبادۍ او سمسورتیا مسوولیت یوازې د حکومت پر اوږو نه وي؛ بلکې ولس هم باید پکې خپل فعال رول ولوبوي. هر وګړی مسوول دی، چې د خپل هېواد د پرمختګ لپاره هڅې وکړي او ځان د دې خاورې په آبادولو کې شریک وبولي. لکه څنګه، چې انسان د خپل کور پاکوالي، سمون او ښکلا ته پاملرنه کوي، همداسې باید د خپل هېواد د ښېرازۍ لپاره هم احساس او فکر ولري، ځکه هېواد د ټولو ګډ کور ګڼل کېږي.
په نړۍ کې داسې کوم پرمختللی هېواد نه لیدل کېږي، چې یوازې حکومتونو جوړ کړی وي؛ بلکې د هغو هېوادونو ولسونو له خپلو نظامونو سره اوږې ورکړي او همکارۍ یې کړي دي، چې له امله یې د سوکالۍ او پرمختګ لوړو پوړیو ته رسولي دي.
له بده مرغه زموږ په ټولنه کې ډېری خلک دا فکر کوي، چې د هر کار مسوولیت یوازې حکومت پورې تړلي وي. خلک تمه لري، چې حکومت دې ټولې ستونزې حل کړي، خو خپله د ټولنیزو مسوولیتونو ادا کولو ته چندان پاملرنه نه کوي.
کله کله لیدل کېږي، چې خلک د خپلو کورونو کثافات پر کوڅو او سړکونو غورځوي، خو بیا هم له حکومته غواړي، چې چاپېریال پاک وساتي.
دا ډول چلند د پرمختګ پر وړاندې خنډ جوړوي، که ولس له حکومت سره همکاري ونه کړي او یوازې غوښتنې ولري، نو پرمختګ ستونزمن کېږي. اړتیا ده، چې موږ د بېپروايۍ له حالت څخه راووځو او د مسوولیت احساس پیاوړی کړو، نړۍ ورځ تر بلې مخته روانه ده، نو موږ هم باید د پرمختګ له کاروان سره یو ځای شو.
که غواړو راتلونکو نسلونو ته یو آباد او پرمختللی افغانستان جوړ کړو، نو باید هر څوک د هېواد په جوړولو کې خپله ونډه واخلي. کار کول، زحمت ګالل او د هېواد لپاره خدمت کول نه یوازې ملي وجیبه ده؛ بلکې د خپلې کورنۍ لپاره د حلال رزق د ترلاسه کولو غوره لار هم ده.
هغه ملتونه، چې نن د پرمختګ او سوکالۍ بېلګې بلل کېږي، د خپلو ولسونو او حکومتونو د ګډو هڅو پایله ده، خلکو یې له ستونزو سره مبارزې، هڅې او د هېواد د آبادۍ لپاره یې نه ستړې کېدونکې هلې ځلې کړې دي.
نن ورځ افغانانو ته هم لازمه ده، چې د هېواد په رغونه او پرمختګ کې نوښت، کار او ګډ احساس رامنځته کړي، ترڅو افغانستان د نړۍ د پرمختللو هېوادونو په کتار کې ودریږي او زموږ خلک له فقر، بېکارۍ او اقتصادي ستونزو څخه خلاص شي.
یوه بله مهمه موضوع دا ده، چې باید د (پر ما یې څه؟) فکر له منځه ولاړ شي، که هر څوک یوازې خپل محدود مسوولیت ته وګوري او د ټولنې چارو ته شا واړوي، نو پرمختګ به ناشونی وي. ټول افغانان باید د خپل وس او توان مطابق د هېواد د ابادۍ لپاره کار وکړي.
همدارنګه حکومت ته پکار ده، چې خلکو ته د کار زمینه برابره کړي او د ژوند آسانتیاوې رامنځته کړي، خو ولس هم باید د چارو په ښه ترسره کولو کې ځان شریک او مسوول وګڼي. کله، چې حکومت او ولس په ګډه کار وکړي، نو د پرمختګ بهیر چټکېږي او مثبتې پایلې به رامنځته شي.
د پاکوالي فرهنګ ته هم ځانګړې پاملرنه اړینه ده، اسلام پاکوالي ته ډېر ارزښت ورکړی او هغه یې د ایمان برخه بللې ده. نو لازمه ده، چې د خپل ښار، کلي او چاپېریال پاک ساتلو ته جدي پاملرنه وکړو او د عامه پوهاوي له لارې دا فرهنګ نورو سیمو ته هم وغځوو.
راځئ، چې نور د غفلت او بېغورۍ حالت پرېږدو، د خپل هېواد د پرمختګ لپاره یو موټی شو، له یو بل سره سلا مشورې وکړو او ځانونه د افغانستان په آبادۍ، سوکالۍ او پرمختګ کې شریک وبولو، ترڅو زموږ هېواد د ورورګلوۍ، خوشحالۍ او ودې پر لور چټک ګامونه واخلي.