مطالعه او د کتابونو لوستل د پرمختګ، پوهې او بریا مهم بنسټونه ګڼل کېږي. هغه ملتونه، چې د علم، ټکنالوژۍ او پرمختګ په ډګر کې بریالي شوي، د مطالعې فرهنګ ته یې ځانګړې پاملرنه کړې ده. کتاب لوستل انسان ته فکر، پوهه او د نړۍ له پرمختګونو سره د سیالۍ توان ورکوي.
په نړۍ کې ډېر پرمختللي هېوادونه داسې دي، چې خلک یې له کوچنیوالي د مطالعې له ارزښت سره بلد وي او د کتاب لوستل د ژوند یوه مهمه برخه ګڼي. همدا لامل دی، چې هغوی د علم او پوهې له لارې ستر پرمختګونه کړي دي. خو په افغانستان کې د مطالعې فرهنګ یو څه ګمرنګه برېښي او ډېر خلک په ځانګړي ډول ځوانان له کتاب او مطالعې سره کمه لېوالتیا لري.
په افغانستان کې تېرو جګړو هم د مطالعې او زده کړو پر وړاندې لوی خنډونه رامنځته کړي وو، چې له امله یې ډېر ځوانان بهرنیو هېوادونو ته کډوال شول، ښوونځي او پوهنتونونه وتړل شول او د زده کړو فرصت ډېر په کم بلل کېده.
د هېواد کمزوری اقتصاد هم د مطالعې پر فرهنګ منفي اغېزې وکړې، ډېری کورنۍ اړې شوې، چې خپل تنکي ځوانان د کار لپاره بهرنیو هېوادونو ته واستوي، څو د کورنۍ اړتیاوې پوره کړي. نو په داسې حالاتو کې ځوانانو د کتاب لوستلو او مطالعې لپاره وخت او فرصت نه شوای پیدا کولای.
اوس مهال د ټکنالوژۍ عصر دی او ډېر ځوانان خپل زیات وخت په ټولنیزو شبکو لکه فېسبوک، ټویټر، انسټاګرام او نورو انټرنېټي شبکو کې تېروي. که څه هم ټکنالوژي د معلوماتو ترلاسه کولو یوه اسانه وسیله ده، خو بې‌ګټې او زیات استعمال یې ځوانان له مطالعې لرې ساتي.
په ښوونځیو، پوهنتونونو او نورو تعلیمي مرکزونو کې استادان زده‌کوونکو ته بېلابېلې موضوعګانې ورکوي، خو ځینې زده‌کوونکي د کتابونو او ماخذونو پر ځای هر څه له انټرنېټه په اسانه ترلاسه کوي.
دا کار که څه هم وخت سپموي، خو د ژورې مطالعې، څېړنې او فکري ودې مخه نیسي. که ځوانان کتابونه، مجلې، ورځپاڼې او علمي لیکنې مطالعه کړي، نو په راتلونکې کې به د پوهې او علم په ډګر کې ستر مقامونه ترلاسه کړي.
اوس مهال خلکو مطالعې ته مخه کړې ده او دغه بهیر باید نور هم وده ومومي او د مطالعې دود باید له کورنۍ څخه پیل شي. مور او پلار باید خپل ماشومان له کوچنیوالي د کتابونو لوستلو ته وهڅوي، د زده کړو ارزښت ورته بیان کړي او د روښانه راتلونکي هیله ورکړي. همدارنګه د جوماتونو ملا امامان، د کليو مشران او سپین ‌ږیري هم کولای شي د مطالعې د ترویج لپاره مهم رول ولوبوي او ماشومان د کتابونو، مجلو او اخبارونو لوستلو ته وهڅوي.
د مطالعې فرهنګ د پیاوړتیا لپاره باید سیمینارونه، علمي غونډې او د عامه پوهاوي پروګرامونه جوړ شي، څو ځوانان د مطالعې له ګټو او ارزښتونو سره بلد شي.
که چېرته پر تکړه زده‌کوونکو د ډالۍ په توګه قلم، کتابچه یا کتابونه ووېشل شي، نو نور ماشومان هم هڅول کېږي، چې مطالعه وکړي او له کتاب سره مینه پیدا کړي.
راځئ، چې له نن ورځې د کتاب لوستلو عادت پیل کړو، که هره ورځ یوازې یو څو مخونه هم ولولو، ورو ورو به له مطالعې سره عادت شو او د پوهې لویه خزانه به ترلاسه کړو.