ځوانان او پېغلې په هرې ټولنې کې د بې بریده ظرفیتونو په درلودلو سره د راتلونکي استازي دي. له همدې بابته دوئ د بدلون، نوښت او پرمختګ اصلي لوبغاړي او له ستونزو سره د مقابلې لومړنۍ مورچلې دي. بشري ټولنې د بېلا بېلو عمرونو، فکرونو او کلتوري ارزښتونو مجموعې دي او ځوانان یې تر ټولو مهمه بشري پانګه ده. ځکه ځوانان انرژي لري، خلاقیت لري او د بدلون په ازغنې لیارې، نوي نظریات په چټکۍ سره مني او زاړه دودونه ننګوي.
د ۲۰۲۵م کال د دوو احصائیو او سروې ګانو له مخې، د افغانستان د ۴۳ میلیونه اټکلي نفوس د ۶۶٪ وګړو عمرونه له ۳۰ کلونو څخه کم او د نړۍ د ځوانو هېوادونو په اول کتار کې ځای لري. د ځوانانو دا لوي اکثریت د ټولنیز سم سمکي، مذهبي زغم، اقتصادي ودې او سیاسي ثبات لپاره ډېر مهم عنصر دی. د افغانستان راتلونکې تر ډېره ځایه د همدې ځوانانو له هڅو، پوهې او مشارکت سره تړلی ده. ځواني د انسان د ژوند هغه پړاو دی چې په هغه کې فرد نه یوازې د خپل هویت د جوړولو په لټون پسې مټې رانغاړي؛ بلکې فکري خپلواکي یې وده کوي، انتقادي فکر یې پراخېږي او د خپل لید په چوکاټ کې د ارزښتونو بیا ارزونه کوي.
مدني قوانین، ولسي دودونه او اخلاقي ارزښتونه د مذهبي او عنعنوي ټولنو د مقدساتو انعکاس دی او د ټولنې د ټولو وګړو ګډ میراث بلل کېږي. د تېرې پېړۍ فرانسوی ټولنپوه، امیل درکهایم چې د ګڼ شمېر کتابونو لیکوال او څېړونکی دی وايي: « دودیزې مذهبي ټولنې هغه ټولنیز جوړښتونه دي چې ارزښتونه، نورمونه او چلندونه یې د دیني عقایدو او تاریخي دودونو پر بنسټ ولاړ وي». د ده له نظره، مذهب د ټولنې د یووالي او انسجام بنسټیز اصل دی او په دې ډول ټولنو کې ټولنیز کنټرول قوي وي؛ عنعنات مهم رول لري او د فرد پر ځای، ټولیز هویت ته لومړیتوب ورکول کېږي.
ډېر کله، په دودیزو مذهبي ټولنو کې د ځوانانو او واکمنانو ترمنځ، د عصریت او کلاسیکو ارزښتونو له امله، خپلمنځي لارې جلا کېږي او حتی د تشدد تر پولې رسیږي. ځکه د دغسې ټولنو مشران له خپلې ځوانې طبقې څخه د وچ کلک تقلید غوښتنه کوي چې ګواکې د دوئ خبره د کاڼی کرښه ده؛ خو ځوانان بدلون غواړي او په پټو سترګو منزل ته له مزل څخه ډډه کوي؛ نو طبیعي ده چې ټکر راځي. په کومو ټولنو کې چې مذهب د کلتور، سیاست او ورځني ژوند اساسي برخه وي، هلته عصریت پلوي ځوانان له ځانګړو ننګونو سره مخ کېږي. د بېلګې په توګه د مذهب سره مخالفت، له دین څخه په بغاوت تعبیریږي، په داسې حال کې چې دین د الله تعالی له لوري دی او مذهب انساني اجتهاد او تخلیق دی. د یو کوټلي حقیقت په توګه باید ومنو چې مذهبي ارزښتونه، کلیوال رواجونه او قبیلوي دودونه د ځوانانو پرهویت، نوښت، فکر او ورځني ژوند باندې ژور اغېز کوي او ډېر کله د تعادل، زغم او پوهاوي په وړاندې خنډونه رامنځته کوي.
کله چې یوه ټولنه د مذهب په ځُم کې رنګ شوې وي؛ نو ځوانان یې د ارزښتونو تر اغېز لاندې وده کوي؛ خو بیا هم کولای شي د مثبت بدلون او رغون عامل شي. واکمنه طبقه دې هم هرو مرو په پام کې ونیسي چې مذهب د ځوانانو د فردي او ټولنیز هویت مهمه برخه جوړوي او هغوی خپل ځان د دیني ارزښتونو له مخې تعریفوي. دوهمه دا چې دیني لارښوونې د ښه او بد ترمنځ د توپیر کولو معیار دی او د ځوانانو د اخلاقو او چلند په جوړولو کې مرسته کوي. درېم ټکی دا دی چې مشترک مذهبي ارزښتونه د ټولنې ترمنځ یووالی او همغږي زیاتوي او څلورمه خبره دا ده چې په ځینو مواردو کې سخت دودیز تعبیرونه د ځوانانو د فکر او ازادۍ مخه نیسي. نو په کار ده چې مذهبي مشران باید هغه جدي وګڼي او د اعتدال رسۍ دی نه پرې کوي.
له بله پلوه، نړیوالتوب (Globalization) د معلوماتو، کلتورونو او د نظریاتو تبادله ګړندۍ کړېده چې له برکته یې ځوانان له نوو فکرونو سره بلدیږي خو کله ناکله له دودیزو معیارونو سره په بربنډې شخړې کې پرېوځي. ټکنالوژي او ټولنیزې رسنۍ د ځوانانو د فکر په جوړولو کې مهم رول لوبوي او رواجي سرحدونه ننګوي. دوه نور مهم فکتورونه مهاجرتونه او بهرني یرغلونه دي. څه وخت چې یو ځوان یا پېغله له خپل کلي څخه ښار ته، یا له خپل هېواد څخه بل ته کډه کوي، نو کلتوري ټکانونه، نوی چاپېریال او د موډرنې نړۍ ترمنځ تضادونه یې د ذهن تابلو ته نوي رنګونه ورشیندي.
ګڼ شمېر نورې ننګونې هم شته چې له امله یې ځوانان کله د افراط خوا ته ځي او کله د تفریط په لمن کې غورځي. لیدل کېږی چې په ځینو وړو او ثانوي مسائلو کې د واکمنې طبقې افراطي چلند ځوانان اړ باسي چې توند لاري او سخت دریخي شي او یا له مذهب سره چورلټه فاصله ونیسي او هرڅه افسانه او اسطوره وګڼي. دغه ډول تفکر د نسلونو ترمنځ واټن زېږوي او د کورنیو د غړو او ټولنې د افرادو دننه، د شخړو او وینو د توئېدو سبب ګرځي. بله دا چې د پوهاوي کمښت او د مذهب سطحي درک، کولای شي د غلطو تعبیرونو سبب شي او ځوانان د عصري زده‌ کړو او دودیزو باورونو ترمنځ په یوې سرساموونکې تشې کې ځان ترې تم احساس کړي.
د مذهب ژوره، معاصره او متوازنه زده‌ کړه باید ترویج شي، ترڅو افراطیت کم شي. عصري او دیني زده‌ کړې باید یوځای پرمخ ولاړې شي. د خبرو اترو کلتور باید ترویج شي او د نسلونو ترمنځ تفاهم باید وهڅول شي ترڅو یو بل ومني. د زغم او تنوع منل ډېر مهم دي او ځوانان باید د مختلفو نظریاتو درناوی زده کړي. د اغیزمنو دیني او ملي رول ماډلونو معرفي کول هم ډېر وزن لری؛ یعنی هغه شخصیتونه باید زموږ د تعلیمي نصاب برخه وي چې دین او پرمختګ یې په متوازن ډول سره یوځای کړی وي. ټول ګورو چې زموږ د هېواد ځوانه طبقه له ګڼو ستونزو سره مخ ده. بېکاري، رواني او اقتصادي بد حالي، تعلیمي نیمګړتیاوې او د معیاري زده کړو نشتوالی د دوئ د پرمختګ مخه نیسي. نشه اي توکي او روږديتوب بل هغه ګواښ دي چې زموږ د ټولنې بې شمېره ځوانان ورته د یو زهرجن بدیل په سترګه ګوري.
د یوې علمي حللارې په عنوان، منځلارېتوب (Moderation) د کلاسیک دود او عصريت ترمنځ توازن رامنځته کوي. ځوانان باید خپل انتقادي تفکر ته وده ورکړي، خو د دیني او عصري علومو د یوځای کولو مهارتونه هم زده کړي. دودیزې مذهبي ټولنې او ځوانان دواړه مهم ټولنیز عناصر دي. د دوئ ترمنځ لانجه یو نورمال حالت دی، ولی د علمي مدیریت، پوهاوي او متقابل درناوي له لارې، دا ټکر په فرصت بدلیدای شي.
زه شخصا په ټینګه په دې باور یم چې د مذهب په خم کې د رنګ شوو ټولنو ځوانان، هم د ارزښتونو ساتونکي دي او هم د بدلون استازي. که چېرې دوئ ته سمه لارښوونه، متوازن تعلیم او د فکر آزادي ورکړل شي، دوئ کولای شي یوه داسې ټولنه رامنځته کړي چې هم مذهبي ارزښتونه په کې خوندي وي او هم پرمختګ تضمین شوی وي. تعادل، پوهاوی او زغم د دې بریا بنسټیز عناصر دي.
—-------------------------------
پاملرنه: که لوستونکي وخت او علاقه لري، کولاې شي د ملکزي نورې لیکنې او څیړنې د هغه په فیسبوک او یوټیوب چینل کې ولولي او وګوري. ادرس یې دا دی: Wali Malakzay