په پیل کې غواړم د پروډیوسر د نوم په اړه له تاسو سره لنډې خبرې شریکې کړم. پروډیوسر اصلا تولیدونکي ته ویل کیږي. په تلویزون او راډیو کې هغه مسؤل کس ته ویل کیږي چې یوه خپرونه طرحه، تنظیم او عملي کوي. پروډوسر د خپرونې لپاره مواد برابروي. سکریپټ لیکي او په ټوله کې د خپرونې عمومي چوکاټ جوړوي.
موږ او تاسو که له راډیو څخه یوه خپرونه یا بحث اورو او یا یې په ټلویزون کې ګورو. د دې تر شا په همدې خپرونه پروډیوسر زیات زحمت، هڅه او خوارۍ کښلې وي. دا د پروډیوسر کمال دی چې خپرونه یې تر دې ځایه رارسولې وي چې موږ او تاسو یې په کورونو کې په ارامه ګورو او له هغې خوند اخلو.
هر پروډیوسر د خپلې خپرونې د ښکلا، کیفیت، اغېزمنتیا او په زړه پوري والي لپاره شپه او ورځ کوښښ کوي، تر څو خپرونه یې بریالۍ شي او ډیر لیدونکي او اوریدونکي ولري. که خپرونه ښکلې او ښایسته وي، دا د پروډیوسر د تجربې، هنر او مهارت ښکاره نښه ده. هیڅ خپرونه پرته له پروډیوسره اغېزمنه او بریالۍ کیدای نه شي، ځکه پروډیوسر د خپرونې پیل، منځ او پای تنظیموي چې د خپرونې په کومه برخه کې کوم موضوعات خپاره شي، د خپرونې چلوونکي ته اړینې لارښوونې کوي او خپلې تجربې او مشورې ورسره شریکوي، تر څو یوه ښه، اغېزمنه، بریالۍ او د مسلکي پلوه په هر چوکاټ جوړه خپرونه وړاندې شي.
د هرې برخې پروډیوسر جلا جلا دندې لري. مثلا که د یوې راډیوي خپرونې پروډویسر له ټلویزوني سره پرتله کړو، نو توپیر یې دا دې چې د رادیوي خپرونې پروډیروسر خپله محتوی د اوریدونکو پورې محدودي وي او په غږ، پیغام او تحلیل ډیر تمرکز کوي. خو د تلویزوني خپرونې پروډیوسر د غږ تر څنګ تصویر، صحنه، لایټینګ/رڼا، حرکت او د کیمرې په برخه کې مهم تخنیکونه هم په پام کې نیسي، ځکه چې دلته لیدونکي او اوریدونکي دواړه تر پوښښ لاندې راځي. نو ویلې شو چې د تلویزوني خپرونو پروډیوسر تر راډیوي خپرونو پروډیوسره ډیر کار او مهارت ته اړتیا لري.
که غواړئ د یوه ښه، مسلکي اغېزمن او بریالي پروډیوسر په توګه ښه خپرونه جوړه کړئ، نو لاندې ځانګړتیاوې په خپل ځان کې لا پیاوړې او عملي کړئ.
• د خپرونې د بڼې په اساس څیړنه کول او لومړی لاس معلومات لاسته راوړل
• اړوند کتابونه، مقالې او څیړنیز مطالب لوستل
• ټلویزوني، راډیوي او چاپي رسنۍ تعقیبلول
• د پیښو په اړه ژوره مطالعه او پراخه معلومات درلودل
• له روانو مهمو ملي او نړیوالو پیښو ځان خبرول
• هره ورځ یو څه لیکل، هغه که یاداښت، سکریپټ/د خپرونې متن یا نظر وي.
• د خپل مسلکي پرمختګ لپاره له هرې مثبتې لارې ګټه اخیستل
• د ښې او اغیزمنې خپرونې د جوړولو هنر زده کول
• زده کړي مهارتونه په عملي بڼه کارول
• هره نوی ایډیا یا نظر لیکل او له ځانه سره ساتل
• مهم معلومات بیا بیا تکرارول او تمرین کول
• له لوړو، منځنیو او ټیټ پوړو خلکو سره دوامدارې اړیکې درلودل
که چیرې یو پروډیوسر دا ځانګړتیاوې په ځان کې پیدا کړي او یا یې عملي کړي، نو په خپل کار کې به له نورو متفاوت او بریالی وي. د دې ترڅنګ که د وخت ښه مدیریت، د پریکړې کولو، د ټیم سره د ګډ کار کولو وړتیا، د فشار لاندې کار کولو، خلاقیت، ستونزو ته د حل لار پیدا کولو او د نورو انتقادات واوري، په ارامو دماغو هغوی ته مناسب ځواب ووايي، نو بې له شکه به په خپل مسلک کې له نورو جلا، اغېزمن او بریالی وي او وبه شي کولې چې معیاري، باوري او په زړه پورې خپرونه چمتو کړي.
اوس د ښې او اغېزمنې خپرونې د تولید لپاره عملي لارې چارې درښايم:
که تاسو په راډیو یا ټلویزون کې د پروډیوسر په توګه دنده لرئ او غواړئ چې په دې برخه کې کار وکړئ، نو دا عملي لارې چارې قدم په قدم تعقیب کړئ او په خپرونه کې هیرانوونکي بدلونونه راولئ.
1. د خپرون موخه
که تاسو د هرې خپرونې پروډیوسر یاست، لومړې د ځان لپاره موخه وټاکئ چې د دې خپرونې موخه څه دی، ځکه موخه د خپرونې بنسټ او اساس جوړوي او کله چې د یوې خپرونې اساس قوي کیښودل شي، نو د خپرونې د کیفیت ګراف هم ورسره لوړیږي او لیدونکي هم ورسره زیاتیږي. د خپرونې موخه باید روښانه، ساده، مشخصه او د خپلو لیدونکو او اوریدونکو د اړتیا پوره کوونکي وي. بې موخې خپرونه نه اوریدونکي لري او نه هم په ټولنه اغېز لري.
2. څیړنه
د ښې خپرونې د وړاندې کولو لپاره څیړنه او معلومات راټولول ډیر اړین دي. د خپرونې د موضوع مطابق باید اړوند کتابونه، ویبسايټونه، راپورونه، مرکې او معتبر اسناد وکتل شي او اړین معلومات راټول کړل شي. پرته له څیړنې خپرونه کمزورې او غیرې معیارې وي.
3. اوریدونکي/لیدونکي
د پروډیوسر په توګه باید وپوهیږو چې هره خپرونه جلا جلا مخاطبین لري. مثلا؛ د سیاسي، اقتصادي، تفریحي او ټولنیزو خپرونو اوریدونکي جلا جلا ذوق لري او ټول یوه خپرونه نه تعقیبوي. بلکې د خپل ذوق په اساس خپرونه ګوري. په دې اساس د خپرونې بڼې ته په کتو سره باید خپل اوریدونکي او لیدونکي هم وپیژنې.
4. موضوع
د خپرونې موضوع باید د مخاطبینو د پوهاوې وړ وسي، د هغوی د ورځني ژوند سره تړلې وي، نوې او ګټوره او په هغوی کې ښه احساس، فکر او پوهاوې رامنځته کړي.
5. د خپرونې طرحه
لکه څنګه چې مو مخکې هم یادونه وکړه، هره خپرونه باید په درې برخو وویشل شي لکه: پیل، منځ او پای
د خپرونې لپاره ښه طرحه جوړول د ښې او بریالۍ خپرونې په مانا ده. ښه طرحه د خپرونې وخت، ژبه او اصلي پیغام په ښه توګه وړاندې کوي.
6. تخنیکي او مالي چارې
د خپرونې تخنیکي او مالي چارې د ښې خپرونې په وړاندې کولې کې مهمه ونډه لري. لکه ثبت، غږ، موسیقي، افکټونه، اډیټ، وخت او بودیجه. د خپرونې تخنیکي نظم د خپرونې کیفیت لوړوي.
7. بیا کتنه
کله چې د خپرونې د وړاندې کولو ټولې مرحلې بشپړې شوی، نو له هغې وروسته د پروډیوسر لخوا بیا کتل کیږي، اوریدل کیږي، لیدل کیږي، نیمګړتیاوې یې په نښه او سمیږي. کله چې پروډیوسر وپوهیږي چې د خپرونې موخه او موضوع یې خپل مخاطب ته په ښه بڼه رسولې ده، نو له هغې وروسته خپرونه نشر/خپرولو ته ځي او خپریږي.
په ټوله کې ویلې شو چې ښه او غوره پروډیوسر هغه دی چې خپرونه یې روښانه موخه ولري، خپل مخاطب ته ښه پیغام او معلومات ورسوي، په لیکنه کې ساده، روانه او اغېزمنه ژبه وکاروي، د مخاطب په فکر او احساس ښه او مثبت اغېز وکړي.