تیره ورځ مې د یو بهرني ټلویزون په پرده د یوې افغانې پیغلې د تیر ژوند یوه عجیبه کیسه وکتله چې په تفصیل او پوره زړورتیا سره یی د خبریال پوښتنې ځوابولې. دغه پیغله عایشه نومیده، کله چې په افغانستان کې وه، په ژوندیني یې ځان په مرګ حساب کړی و، خو اوس په امریکا کې ده او په یوه طبي پوهنتون کې نرسینګ لولي، دا چې څنګه یوه افغانه پیغله د ژوند له سختو ورځو وځي او ځان تر امریکا رسوي، ما یې دلته د ژوند کیسه خلاصه کړی ده، هیله ده چې وی لولئ:
د مور له مرګه وروسته مې څلور خویندې یتیمی پاتې شوی، پلار مې دری نورې خویندې چې له ما مشرانې وی، په خپلو خپلوانو کې یې په ډیر کم عمر کې واده کړی، ان عمرونه یې له لسو کلونو څخه کم و، خو زه ډیره کوچنۍ وم، نو ځکه مې پلار خپلې انا چې زما د پلار مور کیدله ورسپارلم. کلونه ووتل، زه ۱۲ کلنه شوم. یوه ورځ زما د انا کور ته په عمر پوخ سړی چې لویه پزه او غړی شونډې یې لرلې، را دننه شو. زه مې د انا په څنګ کې په حویلۍ کې ناسته وم. انا مې راغلي کس ته په زوی نامه ویلو سره ښه راغلاست ووایه: انا مې وویل چې دا دی پلار اوربل آغا دی. ما په لومړي ځل خپل پلار ولیدلو، خو هیڅ مې احساس نه کړه چې دا شخص دی زما پلار اوسي، خو په واقعیت کې دا سړی زما پلار و.
څو ورځې وروسته مې پلار انا ته وویل چې عایشه زه له ځانه سره کور ته بیایم، نوره پیغله شوی ده او د محمد اغا دوښمنانو هم تر پزی راوستی یم (محمد اغا مې کاکا و چې په کلي کې یې د خپلې خسرګنۍ کوم کس وژلې و)، ویلې چې دوښمنانو خبر ورکړی چې یوه پاتې سوره په دی کال کې غواړم. انا مې پلار ته په سخته وویل چې عایشه لا کوچنۍ ده او ماسره به وي، خو پلار مې انا په سخته وپوهوله چې زه یې له ځانه سره بوځم، بس دی نور ۱۲ کلنه شوه، نه ګوری چې بدرو مې په اوه کلنۍ کې په سوره ورکړه. دا هم پری ورسپارم چې دوښمني مو ختمه شي او ځان له جنجاله خلاص کړم. انا مې چې ډیره ضعیفه وه، له ډیری بیوسۍ یې پلار ته حواله کړم.
د پلار سره د هغه کور ته راغلم چې اوس په کې له خپلې دوهمې ښځې او بچو سره ژوند کوي. ورځې سختې تیریدلې، ځکه ما احساس کړی وه چې زه به هم د بدرو په څیر د دوښمن په کور کې لکه د حیوان ژوند کوم. ورځې تیریدلې، په پنځمه ورځ مې پلار راته وویل چې نور دی اکاخیلو ته سپارم، ځکه نوره پیغله یې، پلار ته می په سوال زارۍ وکړي چې زه هلته نه ځم، هغه کور کې به زه د یو انسان نه د یو حیوان په څير ژوند ولرم، خو پلار مې هیڅ خبره نه اوریده او په مازدیګر یې په سوره کې د خپل خاوند پلار ته پرته له واده وسپارلم. خاوند مې چې عمر یې له ۴۰ کلنو پورته و، په پاکستان کې د خپلې بلې ښځې او بچو سره اوسیده، هغه لا نه و راغلې.
د پلار لخوا پرته له واده څخه په سوره کې د خاوند کور ته حواله شوم. له اولې ورځې مې د عمر سختې شپی او ورځې شروع شوی، د کور هر کار ته به لکه د یوې غلامې په څیر ولاړه وم، خو د دې هر څه سره سره به مې د خواښې او خسر له لاسه وهل کیدم او په سپیره او نورو بدو نومونو به یادیدم. څلور کاله مسلسل همداسې هر څه روان و، نه می له انا څخه خبر درلود او نه مې د خپل پلار او میری څخه.
یوه شپه د خسر له خوا په نه خبره د مرګ تر حده ووهل شوم، بیسده شوی وم، نه پوهیږم چې تر څو ساعتونو په ځان پوهه نه شوم. خو چې کله مې سترګې وغړیدې، د غواوو په کوټه کې پرته وم. له ځانه سره مې پریکړه وکړه چې نور به دا کور د تل لپاره پریږدم.
شپه سبا شوه، که څه هم بدن مې سخت درد کاوه، خو بیا مې هم د کور ټول کارونو ته د نورو ورځو په څیر اوږه ورکړه او کارونه مې خلاص کړل او خپلې کوټی ته چې یوازې یوه زړه سطرنجۍ په کې هواره وه، دننه شوم او په سطرنجۍ پریوتم. سوچونو په مخه کړی وم، مختلف سوچونه مې ذهن ته راتلل، خو بلاخره مې تصمیم مې ونیو چې د شپی ناوخته به دا کور پریږدم. له ځانه سره مې ټول پلان جوړ کړ، کله چې شپه شوه، ټول ویده شول، د کور د کوچنۍ دروازې ځنځیر مې په قرار خلاص کړ او بهر راووتم. شپه وه. هیڅ څوک نه ښکاره کیدل، له ډیر مزل وروسته می د یو کور دروازه ووهله، یوه زړه ښځه دروازی ته راغله، زه یې د کور انګړ ته بوتللم، کور ته د ننوتلو پر مهال مې په موضوع ښه وپوهوله، زړی ښځې هم پرته له انکاره خپلې کوټې ته بوتلم. په دې کور کې یوه همدا زړه ښځه، یوه یې کوچنی زوی او یو سپین ګیری چې د همدغه زړی ښځې خاوند و، اوسیدل. څو ورځې له دوی سره وم. د تقدیر پریکړو ته ګوره، زه بې خبره بوډۍ او د هغه زوړ خاوند په یو بل چا خرڅه کړی وم. یوه ورځ همدې کور ته یوه په عمر زړه ښځه او بله ځوانه انجلۍ راغلې. ماسره کیناستل او زما یې ډیر صفتونه شروع کړل، راته ویل یې چې مور دی ډیره ښه ښځه ده، ځکه خو دی زما ورور ته راکوي.
زه هیرانه شوم، ما ورته وویل دا ښځه زما مور نه ده، څنګه مې تاسو ته درکوي. دوی هم هیران شول، وروسته مې له ټولې کیسی دوی هم خبر کړل. دوی هم ډیر خفه شول، ماسره یې د مرستی ژمنه وکړه او راته یې وویل چې د دې موضوع څخه به موږ پولیس خبر کړو. ما هم ورسره ومنله. دوی لاړل او څو ساعته وروسته پولیس کور ته راغلل، زه او په عمر پخه ښځه او د ښځې کوچنی زوی یې ونیولو او زندان ته یې بوتللو. په زندان کې مې پنځه میاشتی تری شوی، مصیبت پسې مصیبت کې اخته شوم.په زندان کې د خسر د کوره ژوند ښه روان و، ځکه پیغورونه او تعنې په کې نه وی.
څو میاشتی وروسته هغه په عمر پخه ښځه او کوچنی زوی یې ازاد شول او زه لا هم په زندان کې بندۍ وم، په زندان کې مې ځان خوندي احساسوه، یوه ورځ پولیس راغلل او راته یې وویل چې ستا خسر راغلی دی او موږ تا نوره هغه ته سپارو او له زندانه دی ازاده وو، ته به له هغه سره کور ته ځی، ما ورته وویل، زه له هغه سره نه ځم، د هغه کور نه دا زندان ښه دی. خو د پولیسو آمر زما له خسر نه بنډلې پیسی اخیستی وی، ځکه یې زه په لاس ورکولم، څه وخت وروسته یې زه خسر ته په لاس ورکړم. کور ته یې راوستم، چې ګورم هغه خیالي خاوند مې هم له پاکستانه راغلې و چې اصلا ما لیدلې هم نه و. په حجره کې د خلکو شور او زوږ د کور په انګړ کې هم اوریدل کیده. ما احساس کړه چې نن شپه به دوی ما وژني، ځکه ټولو ډیر بد بد راکتل. خاوند مې پرته له دې چې څه ووایی رانږدې شو او له ډیره قهره یې په ځمکه وویشتم، له درده مې په زوره زوره وژړل، راته یې ویلې، زما د پلار نوم دی وشرموه، ژوندۍ دی نه پریږدم.
ماښام نږدې و. له حجری ګونګوسی اوریدل کیدلې. لږه شیبه وروسته می خسر راغلی او راته یې وویل چې تاته به ستا د کړي عمل سزا درکول کیږي، خو ما هیڅ ونه ویل، ځکه ما ځان په مړو شمیرلې و او هر ډول سزا ته تسلیمه وم. خاوند او خسر می په زوره د کور د حیواناتو کوټی ته بوتلم، یو کس راغلې او دوی ته یې وویل چې د دی بی شرمی سزا د دواړو غوږونو او پزی پری کول دي. ځکه پرته له محرم نه د کور نه د باندې وتی وه. ما دا هر څه اوریدل، خو لاس او پښو مې هیڅ کار نه کاوه، خسر مې لومړی یو غوږ او بیا یې راله بل غوږ په تیره چاړه پری کړ، وروسته مې خاوند پزه را پریکړه. زه هیڅ نه پوهیدم چې څه روان دي. لږه شیبه وروسته می واوریدل چې دا مرداره دلته پریږدئ، چې همدلته مړه شي. له دې ځایه یې بل ځای ته مه وړئ. همدا می واوریدل نوره بی هوشه شوم.
ډیر وخت وروسته راپاڅيدم، چې په ځان وپوهیدم، شپه وه او سپوږمۍ هم ټوله سیمه رڼا کړی وه، شاوخوا مې وکتل هیڅوک نه ښکاریدل، په زخمي ځان مې بیا د تیښتی اراده وکړه، په شپه شپه کې په ډیره سختۍ له کوره راووتم. هر څه لکه د ورځې په څیر راته ښکاریدل. د کاکا کور ته ورغلم، هغه کاکا چې د دوښمن له کور څخه یې مړی کړی و او زه او زما خور په کې د ده له لاسه سوره ورکړل شوی وو.
دروازه مې ټک ټک کړه، کاکا مې د دروازی له چولې اواز وکړ چې څوک یې، ما وویل زه یم، عایشه، ویل یې ته څه کوی په دا توره شپه کې؟
ورته ومې ویل چې خسر او خاوند مې پزه او غوږونه راپری کړی دي، وژلم یې، دروازه خلاصه کړه، هر څه به په خپلو سترګو ووینی.
خو کاکا مې دروازه خلاصه نه کړه او وویل چې له کوم کوره راغلې یې هلته بیرته لاړه شه، زه په ناهیلې ډول روانه شوم. هیڅ نه پوهیدم چې د شپی به څو بجی وی، خو د خپلې میری یا د پلار دوهمی ښځې د پلار کور ته ورغلم. هغوی راته دروازه خلاصه کړه، خو په ډیرو سپکو سپورو یې زما ښه راغلاست ووایو، خو د میری مور مې ډیره ښه ښځه وه، زه یې چې ولیدم، ډیره ودردیدله، په کورکمن او نورو کورنیو دواوو یې زما د پری شویو غوږنو او پزی زخمونه ټکور کړل.
دوه ورځې وروسته یې زه د ولایت صحت عامی ته بوتلم، زما پلار یې هم را خبر کړی و. هلته د بتدايي تداوي لاندې وم چې پلار مې صحت عامی ته راغلې. پلار مې چې زه ولیدم، وی ویل؛ کاشکې ته مړه شوی وای، ما به د دوښمن له کوره دوه سوری راوستی وای.
اصلا زما پلا نه غوښتل چې زه ژوندۍ پاتی شم، زه یې له صحت عامی څخه وویستم او نږدې د امریکایانو هسپتال ته یې انتقال کړم. امریکایي ډاکترانو زما ډیره مرسته وکړه او ولایت نه یې کابل ته په الوتکه کې واستولم. کابل کې د ډير وخت لپاره د تداويي لاندې وم. امریکايي ډاکتران چې پوه شول، زما تداويي نور په افغانستان کې نه کیږي، نو امریکا ته د تګ لپاره یې راته پاسپورت او نور اسناد جوړ کړل، زه یې امریکا ته راوستلم او دلته یې زما تداويي په ډیره ښه بڼه وکړه، زما د غوږونو او پزی جراحي یې وکړه. کله چې زه روغه شوم، دوی غوښتل چې ما بیرته افغانستان ته واستوي، خو ما انکار وکړ او امریکا مې د ژوند کولو لپاره ښه وګڼله، اوس د دی پیښې څخه لسګونه کاله تیر شوی دي او لا هم زما کورنۍ په دی نه پوهیږي چې زه چیرته یم، مړه یم که ژوندۍ، اوس مې ژوند ډیر ښه دی، خو کله چې هغه ترخې ورځې رایادوم، ډیره دردیږم او وایم چې زما په څیر به نورې پیغلې هم د انسان په شکل کې د حیواناتو لاس ته ورغلې وي او دا ډول ظلمونه به ورسره کوي.