ماشومان په کورونو کې د نن ورځې کوچني غړي دي؛ خو د سبا ورځې د ټولنې پراخ، پیاوړي او روښانه راتلونکی جوړوي. له همدې امله اړینه ده، چې خپل اولادونه له همدا اوس نه په سمه، سالمه او په ښه تربیت سره وروزو. د ماشوم ښه روزنه یوازې د ښوونځي یا تعلیمي بنسټونو مسئولیت نه دی؛ بلکې تر هر څه وړاندې د مور او پلار اساسي دنده او ستر مسئولیت ګڼل کېږي.
د ماشوم شخصیت جوړونه د ژوند له لومړیو شېبو پیلېږي. د مور غېږه د ماشوم لپاره لومړنی ښوونځی دی، ځکه د ماشوم ذهن په دې پړاو کې د سپین کاغذ په څېر وي. هغه څه چې ماشوم په دې وخت کې ویني، اوري او احساسوي، د هغه پر راتلونکي ژوند ژور اغېز کوي. له همدې امله مور او پلار باید د خپلو خبرو، کړنو او چلند په اړه ډېر هوښیار او محتاط واوسي.
ماشومان باید په مینه، زغم او صبر وروزل شي. هر ډول توند غبرګون، وهل، سپکاوی او پرلهپسې له یوه کاره منعه کول د ماشوم په ذهن کې ضدیت، ویره او بېباوري پیدا کوي. غوره دا ده چې ماشوم ته په آرامه لهجه، ښه مثال او منطقي دلایلو سره لارښوونې وشي، څو پخپله د سم او ناسم تر منځ توپیر زده کړي.
د فکري ودې تر څنګ، ماشومانو لپاره دیني، اخلاقي او ټولنیزه روزنه هم ځانګړی اهمیت لري. ماشومان باید له کوچنیوالي د دین له بنسټیزو ارزښتونو، د خدای تعالی له پېژندنې، رښتینولۍ، امانتدارۍ او د عبادت له مفهوم سره بلد شي. همدارنګه د هېواد سره مینه او ټولنیز مسوولیت باید ورو ورو د هغوی په ذهن کې ځای پر ځای شي.
ماشوم د کور له چاپېریاله زده کړه کوي، که په کور کې بدې خبرې، جګړې، دروغ، سپکاوی او بېاحترامي موجودې وي، ماشوم هم دا کړنې عادي ګڼي او په خپله یې هم عملي کوي.
له همدې امله اړینه ده، چې د کورنۍ فضا د مینې، درناوي، تفاهم او یو بل د منلو پر بنسټ ولاړه وي. ماشوم ته ښکنځل ورښودل یا ناوړه خبرې ورسره کول د روزنې او پالنې پر وړاندې ستره تېروتنه ده.
کله، چې ماشوم ناسم کار ترسره کړي، باید په نرمه، عاقلانه او ښوونیزه طریقه ورسره چلند وشي. د وهلو او سزا پر ځای باید د هغه کار پایلې، زیانونه او بدې اغېزې ورته تشریح شي. دا ډول چلند د ماشوم فکر پیاوړی کوي او هغه د سرکشۍ، وېرې او کینې له احساسه ژغوري.
ماشومان باید د خبرو کولو، پوښتنو کولو او خپل نظر څرګندولو فرصت ولري. که یې خبرې ناسمې هم وي، باید په درناوي، حوصلې او نرمۍ اصلاح شي، نه په سپکو او توهین لرونکو خبرو باندې. دا طریقه نه یوازې د ماشوم اعتماد او ځانباوري پیاوړې کوي؛ بلکې ټولنې ته یو متوازن، بااخلاقه او مسوول انسان وړاندې کوي.
په پایله کې ویلی شو، چې د ماشوم سالمه روزنه د یوې سالمې ټولنې بنسټ جوړوي. که مور او پلار له کوچنیوالي د مینې، اخلاقو، دیني ارزښتونو او سمې لارښوونې له لارې خپل اولادونه وروزي، نو راتلونکې یې روښانه، خوشحاله او هوسا ژوند به ولري.