زموږ سیالۍ دجهاد له وخت اصلا دخبرو اترو پر مفهوم ولاړې نه دی نوځکه علمی او عملی برخه یې دبن بستونو په ما اوتا ولاړه ده
دوه اړخبزه خبرې اترې، مکالمې، پوهولو راپوهول او دسمو استد لالو له لارې مخ ته تللو ته وایی ترڅو دفضیلت اوبرتری ، برکت اوقدر مفهوم په عامه توګه ارائیه شی. دلته کوښښ کیږی چې دواړه لوری دیو اوبل په مرسته تړلی اصلی هدف ته لاره پرانیزی او د ګفتمان حقیقت را وپلټی چې ستونزه ورغول شی. خو برخلاف دلته دښځو ناندرۍ روانې دی
راځو د مناظری اصطلاحی او لغوی ماناته. مناظره بحث کولوته وایی دیوې قضیی دماهیت اوحقیقت په برخه کې سوال اوځواب .په واقعیت کې ددوه لوری یادرې لوری خبرې اتری دی چې پر ادبی ، اخلاقی ، معلوماتی، او پالیسی پر معېا رونو ولاړې وی.« دحکم ثبوتی اثبات اویا سلب کول په سمو استدلالو»راڅرخی
ګونګوسی نه، احساساتی او ګواښن خصلت نه ، ځان ښودنه نه ، لافوک اودروغجن بحث نه بلکې داداب المناظره !اصولو
هغه نظری صنعت دی چې دانسان کیفیت، ارزښت، دخبرو او اداب علمی معرفت ور سره ملګری وی چې له اهانت، الزام، منت او سپکاوی په کلکه مخنیوی وشی خصم ، خطا او غلبه دلته ځای نه لری.راځی لاړ شو د ابن سینا او خواجه نصیرالدین طوسی مثالونه را واخلو:
متقابلې رایې ته غبر ګون
هر یو دخپلې رایې متکفل په سمو دلایلو
یواوبل ته د مجهولاتو او غامضو پدېدو ته دوضاحت ، مساعدت، او تعاون
ته حل پیداکول
دمنا ظرې هدف دلته مشاجره،مجادله، فرېب، او دلوری د ورکولو په مانا نه دی دلته دوه کسان په متقابله عقیدې باور من دی.دیو اوبل دتیر وتنې قصد نشته دی ددواړو سیالو لورو دحقیقت کشفول دی.
طوسی وایی چې مناظره او ګونګوسی ، دخېټې ګواښ او غیر اخلاقی ناندریو باندې معاند او مغالطه نشی.
له بده مرغه فریدالله محمدی دطلوع چینل کوربه له خلیل زاد معا مله ګر سره مناظره درلوده ډیر وار خطا ، احساساتی او بې ځایه پوښتنې یی کولې که موږ دمکار خلیل بډ بډ کول اولاس ښورول راواخلو چې جټانو ته پاتې کیږی داسې ښیې چې خلیل مجرم دی !خلیل زاد څلویښت ملیونه ولس ته د یوه موږک په سترګو هم
ونه کتل او يو څو قوم ګرا، ژبګرا ، ملا ګرا ، سیمه ګرا دجهل اوتورتم فاسد ګراچې په خپل فرمان کې یې لمن پر سر را اړوی او خپله نارې وهی چې «خوله یې راکړه !»دې ګروه سره یی جوړ جاړی وکړ . داهمغه خلیل زلمی دی چې سهار به له سیاف پغمان کې ، غرمه به زاړه ارګ کې له اشرف غنی ، مازیګر به له کرزی او ګل مر
جان ،دوستم او غیرذلک پیشلمی به له محقق سره ناست وه. دی وایی من به جزیات اش نمی روم
خلیل زاد نابغه دبن په معاهده کې کوم ګلان کرلی وه چې دوحې کې یې له بیسوادو سره لاس یو کړ او ټول ولس یې څو پېړۍ شاته وغورځاوه !
دافغانانو ناندرې ګونګوسې، لافې اوپټاکې د ابن سینا د تیوری پر استناد هیڅ دمناظرې ، طرحې او ارادې ، ثبات او برخلیک بڼه نه لری. دغو افغانانو کې ډیر کم یې اصلی موضوع باندې رڼا اچولی شی دا یو شمېر یوتیوبی مزور لیوان خو هرڅه وایی هغوی په دې خوښ دې چې داخپلې شخصی بې هویته ببولالې او ناندرۍ د جعلی افکارو اماتوری چیغو او ناروTVګانو له لارې بیا خلکو ته وښيې . دغټ القابو کارپوهان نه بلکې شغالان، دنړیوالو چارو منجم من شش ما پیش ګفته بودم من دوسال پیش
دارد ګفته بودم سید الانصاری دشلمبو مچ دا وابی.
نادم تتله دخلیل له شخصیت څخه سندره جوړه کړی ګوګلی خلیل هم خپل سیوری ته ګوری هم کمبود ته داټول دروغجن دشرعې مخالف هغه دعوه جلابان دی چې ۷۰٪ دمړې ګېډې فارسی وایی .. سولر ، امنیت ، او عدالت نشی تلفظ کولی. که ثبوت غواړی چې لینک یې درته ولیکم« فراموش نه کنید » شین ټاغې خپله بستره همدې حجره کې پرته ده .داورزدونکو دنقصان معاند، تفخیم او ستونزې ایجاد کوونکی دی.
پای