شاعر: سید عبیدالله نادر
د بری پښتونخواه د آزادۍ او بیداری د لارې یو تن علمبردار او سپه سالار نثار باز ته ډالۍ
!نثار باز ته
د خیبر د غرونو بازه نثار بازه
د خوارانو د زړه رازه نثار بازه
د نهضت علمبر دار یې ته دي دَور کښي
د قامونو یې سر بازه نثار بازه
د جرأت دي مثال نشته دی ،په دي وخت
خدای دي ساته له غمازه نثار بازه
له وینا نه دي ، قومی دردونه اورو
ته خبر له سوزاو سازه نثار بازه
د غمجنو سترګي ستا په لور کږې دي
د دردمن زړونو آوازه نثار بازه
شهامت دي په دریځ کښي دښمن ویني
ته شاهین او لوړ پروازه نثار بازه
ته یو جذبه یې د آزادۍ د خروش
د مظلوم سره همرازه، نثار بازه
د تعلیم هم نښانې لرې وینا کښي
ته لارښود ، ته مو استاذه نثار بازه
خدای دي تا لري ژوندی مونږ ته عمرونه
هم په قام کښي سر فرازه نثار بازه
14.09.2025
- عبدالسمیع واحدي
په تیر پسي..... دویمه برخه د اوبو لګولو د عصري سیستمونو ډولونه: قطره يي سیستم (( Drip Irrigation System: په قطره يي سیستم کي اوبه د پایپونو په ذریعه چي د بوټو څنګ ته نږدي ایښودل کیږي او د یو څڅوونکي آلي (قطره چکان) په واسطه چي د کنترولر رول لري مستقیمآ د نبات ریښي ته رسول کیږي د اوبو لګولو په قطره يی سیستم کي ددي دپآره چي اوبه په پایپ کي جریان پیدا کړي د کم فشاره پمپ څخه ګټه اخلي،.د قطره يي سیستم موثریت په دي کي دي چي د بوټي (نبات) د ضرورت وړ اوبه په دقیق ډول تنظیمیږي او اوبه...
20.09.2025
- سید عبیدالله نادر
د دوه ورونو په زړه پوری کېسه د فارسی ادب څخه ژباړه ژباړن:سید عبیدالله نادر دوه ورونه د یو بل تر څنګه په هغه کروندې کښي چې د پلاره ورته میراث پاتي وو،یو ځای ژوند کاوه .او د یو بل تر څنګه یې ځانونو ته کورونو جوړ کړي وو ، او ښه او ښکلی ژوند یې تیراوه. يو څه مودې د ژوند تیرولو څخه د یو بل تر څنګه وروسته یوه ورځ په یوه مسله باندی د دي خواږه ورونو په مینځ کښي اختلاف پيدا شو. کوچنې ورور د خپل د مشر وروراو د خپل ځمکې تر مینځه یو کانال و ایسته،او هغه یې د اوبو څخه ډک کړ ، په دي نیت...