په تیر پسي.....
دویمه برخه
د اوبو لګولو د عصري سیستمونو ډولونه:
قطره يي سیستم (( Drip Irrigation System:
په قطره يي سیستم کي اوبه د پایپونو په ذریعه چي د بوټو څنګ ته نږدي ایښودل کیږي او د یو څڅوونکي آلي (قطره چکان) په واسطه چي د کنترولر رول لري مستقیمآ د نبات ریښي ته رسول کیږي د اوبو لګولو په قطره يی سیستم کي ددي دپآره چي اوبه په پایپ کي جریان پیدا کړي د کم فشاره پمپ څخه ګټه اخلي،.د قطره يي سیستم موثریت په دي کي دي چي د بوټي (نبات) د ضرورت وړ اوبه په دقیق ډول تنظیمیږي او اوبه مستقیما د نبات (بوټی) ته رسوي او په دي ډول په خاوره کي د اوبو د جذب ، فلتریشن، تعرق او تبخیر کي د اوبو د ضایعاتو مخنیوي کیږي.
د اوبو لګولو په قطره يی سیستم کي د اوبو د مقدار او فشار محاسبه له کوچنی برخي څخه پیلیږي په ترتیب سره د اوبو منبع ته رسیږي په داسي ډول چي لمړی باید د بوټي د اوبو اړتیا محاسبه شي ورپسي د قطره چکانو تعداد د خاوري د نفوذ پذیری په اساس تعینیږي او په همدي ډول اساسي پایپونو او فرعي پایپونو کي د اوبو د جریان مقدار او فشار محاسبه کیږي په ټولیز ډول په دی سیستم کي محاسبه د کوچني برخي (بوټی ) نه لوي برخي (منبع) ته ترسره کیږي.
د فصل ډول، د خاورې شرایطو، او د نبات د اوبو ضروریاتو په اساس د اوبو لګولو قطره يي سیستم په مختلفو ډولونو ویشل کیږي، .بوټو ته د اوبو د رسولو او د فرعي او اساسي پایپونو د ځاي په ځاي کولو( نصب ) په اساس د اوبو لګولو قطره يی سیستم په دوه ډولو ویشل کیږي لمړی د قطره يي اوبو لګولو سطحي طریقه، دویم د قطره يی اوبو لګولو ځمکي لاندي طریقه. د پایپونو د ترتیب په اساس په یو قطاره، دوه قطاره، حلقه يي شکل باندي طبقه بندي شوي دي.
د قطره يي اوبه لګولو سطحی طریقه:
په سطحی طریقه کي د قطره چکانونو ټیوبونه د خاورې په سطحه کی اېښودل کیږي او اوبه په مستقیم ډول د نبات شاوخوا خاورې ته رسوي.
د ځمکې لاندې قطره يی اوبه لګولو طریقه:
په دي طریقه کي پایپونه په خاوره کې ژور (10-60) سانتی مترو ښخیږي ترڅو اوبه په مستقیم ډول د نباتاتو ریښو ته ورسوي، او په دي ډول د ځمکي په سطحه کي د اوبو د تبخیر مخنیوی وشي.
د قطره يي اوبو لګولو یو قطاره سیستم:
په دي سیستم کي د کښت د هر قطار تر څنګ یو پایپ ایښودل کیږي او په دي ډول ځمکه اوبه کوي یو قطاره سیستم هغو بوټو او ونو دپاره مناسب دی چي لږو اوبو ته ضرورت لري.
دوه قطاره سیستم:
دا سیستم اکثره د ونو دپاره چي د اوبو اړتیاوي زیاتي وي وړاندیز کیږي دوه قطاره سیستم کي د ونو یا باغونو د هر قطار سره دو طرفه پایپ لاینونه ایښودل کیږي.
د قطره يي اوبه لګولو حلقه يي سیستم:
په حلقه يي سیستم کي د 1.6 سانتي متره قطر درلودنکي پایپونه د بوټو د یو ردیف یا قطار څخه په حلقوي شکل تیریږي.
د اوبو زيرمه، د اوبو پمپ يا واتر پمپ، د ويش مرکزي سـيســتم ، عمده پا يپ ، فرعي پا يپ، جانبي پایپونه (لیترالونه) او قطره چکان (اميټرونه) د اوبو لګولو د قطره یی سیستم اصلي او اساسی اجزا دي.
قطره يي سیستم کي د اوبو د زیرمي ټاکلو ته باید پوره توجه ځکه وشي چي مالګیني اوبه، یا هغه اوبه چي خټ الودګي یا معلق ذرات لري چي د جانبي پایپونو او یا د قطره چکان(امیترونو) بندیدو سبب ګرځي ونه کارول شي قطره يی سیستم دپاره باید د رڼو اوبو سرچیني لکه څاه، کاریز، سیند او نور پیدا او تري ګټه واخیستل شي.
د پایپونو او قظره چکانو تر ډیزان او د اصطکاکی مقاومت او د سیستم د نورو اجزاو کي فشار د ضایعاتو (Head los) تر معلومولو وروسته د اوبو جریان کي د یو مناسب فشار د تولید دپآره د واټر پمپ نصبول اړین او مهم کار دي چي په دي صورت کي د اوبو لګولو فشار لرونکي سیستم نه باید کار واخیستل شي، خو که د اوبو زیرمه په داسي یو لوړ ځآي او د اوبه خور ساحه تري کافي اندازه ټیټه کي موقیعت ولري چي وکولي شي پایپونو کي لازم فشار تولید کړي کم فشاره پمپونه لګوي یا حتا ځينیو ساحو کي چی د منبع او اوبه خور ترمنځ نپور یا فشار زیاد وي د اوبو پمپ ته اړتیا نشته چي د اوبو لګولو دغه وروستي ډول ته د قطره يی اوبو لګولو ثقل (جاذبي قوه لرونکي )سیستم ویل کیږي.
د اوبو لګولو په قطره يي سیستم کي د جریان د مقدار او فشار د کنترول دنده د ویش مرکزي سیستم په غاړه ده، همدارنګه د ویش مرکزی سیستم د اوبو د فلتر کولو او د کیمیاوی سری په ویشلو کي هم کارنده رول لوبوي، په مرکزي سيستم کي د ټولو ملحقاتو قطر بايد يو شان او د فلتر د دخولي مجرا د قطر مطابق او د هغه سره برابر انتخاب شي.
د اوبو د فشار او جريان کنترولوونکي(Pressure Regulator & Flow Regulator).
د کيمياوي موادو د تطبيق دستگاه(Chemigation Unit ).، فلترونه (Filters).، د فشار او د اوبو د جريان د اندازه کولو گيجونه ( Pressure & Flow Gauges ).، والونه ( Valve ) د ويش د مرکزي سيستم مهمي برخي دي.
عمده پایپونه Main lineهغه پایپونه دي چي له منبع څخه فرعي پایپونو ته یا که فرعي پایپونه نه وي نصب جانبي لیترالونو ته د اوبو د انتقال دنده اجرا کوي، عمده پایپونه د پي وي سي یا هم د فلز او یا پولي اتلیین موادو څخه جوړیږي، پی وي سي عمده پایپونه 25 ځخه تر 75 ملی متره قطر لري، په فرعی او جانبي پایبونو او قطره چکانو کي د فشار تر پیدا کولو وروسته د اساسي یا عمده پایپ قطر تعینیږي.
فرعي پاپیپونه یا sub Mains د عمده یا اساسي پایپونو څخه جانبي پایپونو ته اوبه رسوي، د فرعي پایپونو قطر له 25 څخه تر 50 ملی متره پوري وي، د فرعي پایپونو ډول د ليترالونو په ډول پورې اړه لري. د فرعي پايپونو شمير او طول د بلاکونو په شمير، د پتي مساحت او توپوگرافي او داسي نورو عواملو پوري او قطر يي د اړتيا وړ اوبو د جريان او فشار پر اساس د جانبي او قطره چکانو کي د فشار تر محاسبی وروسته ټاکل کيږي، ددي دپاره چي عمده او فرعي پایپونه زیان ونه ویني د ځمکي لاندي ښخیږي.
جانبی پایپونه یا لیترالونه (Drip Line) دکم کثافت لرونکي پولي ایتلین موادو څخه جوړیږي او دنده يي داده چي له فرعي یا عمده پایپونو څخه د قطره چکان د لاري اوبه د بوټو ( نباتاتو) ریښي ته ورسوي. د ليترالونو د ديزاين په وخت کي دې ټکي ته باید جدي توجه وشي چي قطره چکانو ته په پوره فشار سره يو شان اوبه ورسول شي. د اوبو لګولو په قطره يی سيستم کي د قطره چکانو (ډریپر) يو شانواليUniformity بايد تر 90 فيصده کم نه وي په بل عبارت ، د قطره چکانونو د اوبو د جريان تر مينځ تو پير بايد تر 10 فيصده زيات نه وي.
اميترونه کيداى شي د جانبي پایپونو په دننه کې يا دهغو پر سطحه باندې نصب شي يا داچې په فابریکه کي په دایمی شکل د ليترالونو په ديوالونو کې ځاى پر ځاى شوي وي. په لومړي او دوهم حالت کې د اميترونو تر مينځ فاصله د هغو د استعمالوونکو د ميل مطابق ټاکل کيداى شي، په داسې حال کي چې په وروستي حالت کې د اميترونو تر مينځ فاصله تغير نه خوري او ثابته وي ځکه چي اميترونه د ليترالونو دايمي جز وي، د ليترالونو د دطول او قطرد ټاکلو په وخت کي د پټي شکل او مساحت، د ځمکې توپوگرافي ، د کانال ، سرک او نورو ساختمانونوموقعيت ، د نباتاتو ډول او تخنيکي او مالي ملحوظات په پام کې نيول کيږي. د ليترالونو طول او قطر د اميترونو تر ديزاين وروسته ټاکل کيږي.

امیترونه يا قطره چکان يوه پلاستيکي ضميمه يا وسيله ده چي د ارتجاعي پايپ تر مينځ ، په دننه کي يا پر سطحه باندي نصبيږي او په کراره او يا ډير کم جريان د ځانگړي څاڅکي تر حده پوري اوبه ورکوي. هغه اوبه چي په قطره چکان کي تيريږي خپله انرجي دلا سه ورکوي او په نتيجه کي پرته له کوم فشار څخه په ډيري کراري او په کم جريان د ځانگړي څاڅکي تر حده د قطره چکان څخه راوزي. په قطره چکان کي داوبو د جريان اندازه په ساعت کې په ليتر سره اندازه کيږي او په مختلفو قطره چکانونو کې معمولا په ساعت کې د يوه څخه تر اتو ليترو پوري فرق کوي. په ليترالونوکې د دريپرونو تر ميتځ فاصله او همدارنگه د ليترالونو تر مينځ فاصله د قطره چکان د جريان په اندازي او د خاوري او نبات په ډول پوري اړه لري . څاڅکي (قطره چکانونه) مختلف ډولونه لري چي بیلا بیلو بوټو او ونو ته یی مختلف نوعي کارول کیږي لکه د اوږده لاري درلودنکي قطره چکان، د پیچلي لاري لرونکي قطره چکان، د ختيني لوښي په طریقه اوبو لګولو سیستم قطره چکان او وریځ ماننده دریپرونه (قطره چکان).
د اوږدې لارې قطره چکان (څاڅکي):
هغه څاڅکي چې نسبتا اوږده، نیمه ټربولر لارې لري، کوم چې د فشار بدلونونو او رسوباتو سره ډیر حساس دي.
د پیچلي لارې درلودونکي قطره چکان:
هغه څاڅکي چې پیچلي لارې لري چې د اوبو جریان ګډوډوي او رسوبات له مینځه وړلو کې مرسته کوي، او پدې توګه د بندیدو خطر کموي.
د غبار یا وریځو قطره چکان(څاڅکی):
قطره چکان کي د اوبو لګولو یو ډول سیسټم چې اوبه په ښه غبار یا سپری په شکل د نبات شاوخوا پاشي.
د خټیني لوښي طریقه:
د څاڅکو اوبو لګولو خټین یا جار طریقه کي د قطره چکانونو (ډریپر) پرځای، ځانګړي خټېینی لوښي یا جارونه کارول کیږي چې شاوخوا 15 څخه تر 25 سانتي مترو پورې اوږدوالی او شاوخوا 5 څخه تر 10 سانتي مترو پورې قطر لري.

د اوبو او کیمیاوي سرې په لګښت کې سپما، په میلان داره او ناهمواره ځمکو کې د تطبیق قابلیت، د بیا کارول شوي غیر څښاک اوبو کارولو وړتیا، مستقیما د نبات (بوتي) ریښي ته د رطوبت رسول، د کرنیزي ځمکي د خاورې د تخریب مخنیوي، د هرزه او ناکاره بوټو او واښو د شنه کیدو مخنیوي، د کار په لګښتونه کي سپما، ټولو بوټو ته د اوبو یو شان ویش، په ارزان او آسانه ډول کروندو ته د اوبو رسول، د نباتي ناروغیو مخنیوي، کمه انرژی مصرفول، د اوبو لګولو د قطره يي سیستم له نور ښګیڼو څخه شمیرل کیږي.
د اوبو لګولو د قطره يی سیستم نیمګړتیا په دي کي چي قطره يي سیستم کي باید رڼي او صافي اوبه وکارول شي او هغه اوبه چي معلق ذرات، لکه د شګي میده زرات یا خټ الودګي ولري یا مالګیني اوبه په قطره یی سیستم کي ځکه خلل پیدا کوي چي نیزلونو خولي بندیږي او په دي ډول د سیستم عمر لنډیږي، تر یوي مودي تیریدلو وروسته قطره چکان او پایپونو کي ګچ او سپین رنګه رسوبات تجمع کوي او اجازه نه ورکوي چی کافی مقدار اوبه بوټو ته ورسیږي چي دغه رسوبات اکثره وخت د کیمیاوي سري د تزریق د وجهی چي د ویش دمرکزي سیستم او د کمیاوی سري د ویش د دستګاه په واسطه تر سره کیږي رامنځته کیږي، ددي دپاره چي رسوبات د منځه یوسو باید پآیپونه او قطره چکانونه د تیزاب په واسطه ووینځل شي چي دا خپله وخت ګیر او مالي لګښتونه لري، همدا ډول په قطره يی سیستم کي د تجهیزاتو حفظ و مراقبت کي اضافي لګښتونه، او د قطره يی سیستم د اصلي اجزاوو لوړ قیمتونه ددي سیستم د مهمو نیمګړتیاو څخه شمیرل کیږي.....
نور بیا