دې لیکنه کې د افغانستان په ویجاړۍ او ناورین کې، د دوو امریکايې سیاستوالو هر یو زلمي خلیلزاد او زبیګنیو بريژینسکي کړنچار اونقش ته لنډه کتنه شوې.
که څه هم ویل کېږي، دواړو د امریکا د ملي امنیت او ګټو په چوکاټ کې عمل کړی؛ خو د دوی نیت، ستراتیژۍ او د افغانستان لپاره پایلې د پام وړ توپیر لري او زړه بوګنونکې دي. برېژینسکي د جهادي افراطي ډلو هر اړخیز ملاتړ وکړ، په داسې حال کې چې خلیلزاد بیا د طالبانو سره د سولې په خبرو کې د هغه مهال د واکمنۍ، دیموکرات او ملي لوری له پامه وغوځاوه او د دولتي واک په انتقال کې يې د افغانانو نظر ته په سپکه سترګه وکتل او لکه د «بن کنفرانس» پشان يې په پام کې ونه نیو. د بریژینسکي او خلیلزاد دواړو تګلارې افغانستان ته اوږدمهاله ناورینونه رامنځته کړل او افغانستان يي په سیمه او نړۍ کې ګوښه او بې ثباته کړ!
بريژينسکي چې یو پولنډي امریکايې وو، د ۱۹۷۷ څخه تر ۱۹۸۱ پورې د امریکا د ولسمشرجیمي کارتر د ملي امنیت سلاکار وو. بریژینسکي د ۱۹۷۹ په جولای کې، افغانستان ته د شوروي د محدودو قطعاتو تر راتګ شپږ میاشتې مخکې، کارتر ته سلا ورکړه چې افغان مجاهدینو ته تر بډې لاندې او پټه مرسته پیل کړي. دلته موخه دا وه چې د افغان دولت پر ضد مقاومت پیاوړی شي او شوروي اتحاد دې ته وهڅول شي چې نظامي مداخله وکړي. وروسته، شوروي د ۱۹۷۹ په ډیسمبر کې خپل قطعات افغانستان ته واستول او بریژینسکي د شوروي دا عمل د "ویتنام" په نوم یاد کړ.
د بريژينسکي یوه مشهوره جمله دا وه«موږ شوروي اتحاد ته د مداخلې نه وو ویلي، خو موږ دا احتمال قصداً زیات کړ چې هغوی مداخله وکړي.»
جیمي کارتر د بریژینسکي په سلا، د مجاهدینو ملاتړ پیل کړ او وروسته رونالډ ریګن د ولسمشر کیدو پر مهال (۱۹۸۱ــ ۱۹۸۹ ) دا مرسته څو چنده زیاته شوه.
برېژینسکي د جهادي مافیايې ډلو د توپان د عملیاتو "Operation Cyclone"مخکښ ګڼل کېږي. "Operation Cyclone" د متحده ایالاتو د استخباراتي ادارې CIA لخوا یوه پټه نظامي پروژه وه چې د ۱۹۷۹ څخه تر ۱۹۸۹ پورې یې دوام وکړ.
ــ د دې نظامي پروژې موخې دا وې چې د هغه مهال دولت پښو لګېدو او ټينګېدو ته پرینږدي او پر ضد يې په اصطلاح جهادي مقاومت پیاوړی کړي.
ــ د افغانستان له لارې د شوروي پوځ کمزوری کړي او په سیمه کې د شوروي د نفوذ مخه ونیسي.
دا تر ټولو اوږده او ګران استخباراتي عملیات وو. CIA د پاکستان له لارې جهادي ډلو ته وسلې، روزنه او پیسې ورکولې. سعودي عربستان او په ځانګړې توګه د پاکستان (ISI) او نورو لویدیځو هیوادونو يې هم پراخ ملاتړکاوه.
په دې خونړۍ جګړه کې د پاکستان ISI (Inter-Service Intelligence) د امریکا د استخباراتي سازمان (CIA) اصلي سیمه ایز ملګری وو چې وسلې او مرستې یې جهادي ډلو ته ویشلې او له دې لارې يې خپل نفوذ پراخ کړ. د دې پایله دا شوه چې د سختدریزه ډلو لکه( القاعده، داعش او نورو) راتګ ته لارهواره شي او د اوږدې بې ثباتۍ لامل شي.
لاندې هېوادونه او ډلې پر افغان ضد جګړه کې شاملې وې:
د امریکا او د لویدیځ هېوادونو سربېره عربستان، چین او مصر ګډون درلود. عربستان د امریکا سره شریکه مالي مرسته کوله او د جهادي مفکورو د خپرولو دنده يې هم درلوده. چین او مصر زړې وسلې برابرولې چې شوروي وسلو ته ورته وې.
د جهادي ډلو مشهور مشران لکه:
ګلبدین حکمتیار د ISI نږدې ملګری، احمدشا مسعود چې د (مسعود) نوم هم پرې د پاکستان استخباراتو ایښي او نور لکه یونس خالص، صبغت الله مجددي، عبدالرب رسول سیاف، برهان الدین رباني او پیر سید احمد ګیلاني.
د بریژینسکې تر څنګ زلمي خلیلزاد هم د افغانستان په معاصر بحران کې یو جنجالي او مهم کرکټر پاتې شوی. د بريژينسکي د (Operation Cyclone) پروژه په ۱۹۸۹ کې پایته رسېږي او تر دې تاریخ وروسته د افغانستان لپاره د خلیلزاد پروژه ورو ورو غوښنه او پیاوړې کېږي او ډګر ته راوځي.
خلیلزاد په ۱۹۸۸ کال کې د جهادي ډلو پاکستان میشتي سرخېلان لکه برهان الدین رباني، صبغت الله مجددي، پیر سید احمد ګیلاني، ملا یونس خالص او محمد نبي محمدي د امریکا د هغه مهال ولسمشر ریګن ته معرفي کوي او خپله لومړی د ژباړن په جامه کې او وروسته د افغانستان په چارو کې د امریکا لپاره د هرکاره په رول کې ماموریت تر لاسه کوي.
خلیلزاد لکه شترمرغ هم د مرغه او هم د اوښ دوه ګونی نقش لوبوي. کله نا کله ځان افغان بولي او وايي چې مور ورته ویلي چې افغانستان هېر نکړې، خو په حقیقت کې د بل هر امریکايې څخه يې افغانستان ته زیات تاوان او ضرر رسولی. د(بن کنفرانس) کې یې هم افغانستان ته د پخواني پاچا محمد ظاهرشا د بیا واک مخه ډب کړه او دولتي واک يې د یو واحد حکومت پرځای، په بیلو بېلو ډلو تقسیم کړ چې د دغه ویش په فورمول اوس هم ځینې پخوانۍ فاسدې ډلې شخوند وهي او د واحد مرکزي حکومت په وړاندې خنډ ګرځي. د یوه واحد او متمرکز حکومت پرځای، په حکومت کې ونډې او برخې د بن کنفرانس وروسته رادود شوې چې فعال بنستګر يې خلیلزاد ګڼلی شو.
تر بن کنفرانس وروسته، بل تر ټولو فاسد رول يې د پخواني افغان دولت او طالبانو ترمنځ د واک په ویش کې بیا ولوباوه، خو دا ځل په بله بڼه. مخکې ځل يې طالبان له واکه ګوښه کړی ول، شل کاله يې افغانستان په جګړه کې وساته، دا ځل يې د افغان دولت دیموکرات او ملي قوتونه د دوحا په شرمیدلي تړون کې له واک او هېواده وشړل او د واک او دایمي ثبات د یو بل ناورین بنسټ يې کېښود!
ښای ځینې ووايې چې دا کړنلار خو د امریکا د حکومت ده، نه د خلیلزاد! دا خبره سمه ده، خو خلیلزاد په تېرو ۴۰ــ ۵۰ کلونو کې د افغانستان په چارو کې د امریکا نازولي مشاور او هرکاره لوبېدلی او نن هم چې هیڅ رسمي دنده نه لري، د افغانستان په اړه تر هر بل امریکايې مخکې او لومړی غږېږي. نن سبا يې امریکايې میرمن اغلې شرل بنارد هم د افغانستان په چارو کې تر هر چا بړه غږېږي!
په تېرو څو لسیزو کې د هغه کړنلارې او پریکړې د افغانستان د سقوط، د مشروع حکومت د کمزورتیا او د طالبانو د بیا راختو یو لامل ګڼل کېږي!
که برېژینسکي افغانستان ته د جګړې میدان وکوت، نه د ملت جوړونې مرکز. ده که شوروي اتحاد ته د "ویتنام" تجربه برابروله، خو افغان ولس یې قرباني شو. خلیلزاد بیا، که څه هم د سولې په نامه راغی، خو د طالبانو سره د نه شفافو خبرو له امله، په افغانستان کې جوړ حکومت منزوي او د طالبانو راتګ ته يې لار هواره کړه.
دغه دواړو سیاستوالو ځان د امریکا د ګټو ساتونکي ګڼل، خو د افغان ولس لپاره یې اقدامات په یو لوی ناورین تمام شول. برېژینسکي جګړه پیل کړه، خلیلزاد بیا د هغې نامناسبه پایله راوویسته. له دې دواړو تجربو څخه زده کړه دا ده چې بهرنی سیاست باید د ملتونو د ریښتینو اړتیاوو پر بنسټ وي، نه یوازې د ستراتیژیکو ګټو!
د ۲۰۲۵ کال د جون ۵ مه
سرلوڅ مرادزی