دافغانستان لانجه په خپله افغانانو ګندنه هو تازه ګندنې ! بن بست او ګونګوسیو ته ټیل وهلې ده بل څوک دلته زموږ په ببولالو دومره نه پوهېدل. او نه دومره زړه ور ول . دپاکستان جاسوسانو .ایرانی ایت الله ګانو ، کې جې بې والا هوراګانو ، دانګریز او امریکا منافقو ته موږ خپله دازمینه برابره کړه چې پر افغانستان یرغل وکړی خو هیڅوک خپله ناروا او ملامته نه اخلی له کرزی نیولې بیا تر چپراسی پورې دافرهنګ اصلا موږ کې نشته . ایا تاسې داډول دروغجن مسلمان لیدلی چې ګناه وکړی خو عفوه او پیښېمانی بیا نه غواړی ! اسلام ناپېښمانه ګناهکار ته څنګه عفوه وکړی؟
په هر رژیم کې ښه وه اوکه بد له غوږو مو رانیولی او دپاڼ یا پړانګ مخې ته مو اچولی زه به یو مثال تاسې ته راوړم ښه په دقت یې واوری مشت نمونه خروار.
سمېع سادات هسې نام نهاد جنرال یو ماشو دخبریال سره مرکه درلوده کوم شیان چې دی وایی یو بقال هم ددې استعداد لری چې دخپل تولید په هکله څه ډول دریځ غوره کړی خوًجنرال دروغ وایی او دبل چا په الوتکه کې تښتی . تیار ولس اوحکومت پرېږدی اوبیا له سره ملاتړی اورژیم راچپه کوی . دروغ او باټ خو هم حدلری. سعادات بچه است ! بچه څنګه یو مجاهد ولس کنترولولی شی ! وایی چې دروغ ووایه خو په شرع روغ. سادات خپل سوری ته خوښ دی . یو څو لنډغرو په میډیا کې ستایلی حال داچې سادات او سیاست . خبریال هم یوڅه کونډ وه اصلا چې څه ډول پوښتنه وکړی . اکثره تلویزیونو کې دغه سیالی روانه ده ما تراوسه نه دامارت یو ستر عالم لیدلی او نه مرکچی پوښتنه کوونکی په تیره بیا دسړو خبرو متصدی محمدی دې ته بیاراځو!
کور ودان فلانکی صاحب اوبستانکی صاحب ! موږ ولس په خپلو نارواوو تر دې حده په جنګ جګړو، خشونت ، پټکو او ګواښونو په ملیینو ووژل د څه لپاره دقدرت او مقام په خاطر . داوژونکی دکوم اسلام لپار ه دوژنې «دعامه قتل اوقتال» جواز لری ؟
ایا تاسې داحسن الکلام په کومه صفحه کې دغه افراطی امتیاز او ملوک الطوایفی ، بدویت او غیر انسانی عمل لیدلی؟ په دې دومره دروغجنو لافو اوباټو ، دما اوتا په معما کې ، دومره سیاستولی ، فلسفی اوواهی بحثونو کې ۲۰ سلنه اسلامی اخوت، سوله، مساوات ، عدم تشدد، او عاقلانه مناظره لیدلې ؟
همدغه تکراری تکیه کلا مه جاسوسانو دلته په هر تلویزیون کې دمرداری بسترې اچولی چې څه ډول دولس مغزونه د منافقت او شیطانت هسیې بړاسونه بوځی . دغه څېرې داسلام روڼ واقعیت طالبانو ته نه ښیی دا خپله ساری ناروغی دی چې علاج غواړی. نیمه پېړۍ دغه بن بست لافو او باټو خپل ماهیت له لاسه نه دی ورکړی اورې هم پیاوړې شی . ملایان چې له حکومت په تمامه نابلد دی په میډیا کې سل په سلو کې ناکام دی . وایی خرکاری هنر دارد کاغذ نیست که فرفر بخوانی!
طالبانو ژوندۍ بشری بالقوه کتله اونفوس له خپلې حلقې وویستلې چې هغه ښځې دی دا کار یی هم له جهالته وکړ.
په جنګ کې حلوا نه ویشل کیږی خو ملا چې په حکومتی معاملو کې دمشروطی نمرې هم نشی اخیستلی ناکام او بدرنګه کار ته لاس واچووه.
تعلیم او تربیه دیوه ملت ستون فقرات ګڼل کیږی خو له بده مرغه دپیتاوی خبریالً ذبیح الله خان یی نا اګاهانه دداخلی موضوع په نوم جوابوی حال داچې له بهرنۍ مؤلفې هم لوړ دی سمه ده کورنۍ موضوع ده خو دمشروعیت په چوکات کې دقانو اونصاب. په چوکات کې دلارښوونې او شرایطو په اعتبار کې .