ډېره د افسوس او خواشينی خبره ده چې د افغان نجونو اومېرمنودتعليم،تحصيل اوکار نارې دهغه چانه اورېدل کيږي چې دافغانستان د وجود،هويت،استقلال اوديني-ملي-اولسي اقتدار(د ااا)قسم خوړلي دوښمنان دي اوپه تېرو اداروخصوصاا داشغال په وخت کې يې دټول اولس او په ځانګړي توګه د افغان ښځو سره جفا کړې ده .
حال دا چې د افغان نجونو د تعليم او اجتماعي مصيبتباره حالت د بدلولو تمه د ا‌.ا.ا نه کيږي، څو ددې مظلوم او مجبور قشر(افغان ښځينه قشر) تاريخي عذاب( بې تعليمي، جنسيتي توپيري چلند، د توکو په شان اخستل او خرڅول ، د دوهم کلاس انسان په سترګه ورته کتل، د خپل نفس اختيار نه لرل)ختم کړي او الله پاک ورکړئ اسلامي، انساني او طبيعي مقام يې په ټولنه کې تثيبيت ، احيا او وساتل شي .

مګر بدبختانه د ا‌.ا.ا د ټول افغان اولس په ځانګړې توګه د ښځو د توقع خلاف د اناثو ابتدائی حق (تعليم او تحصيل) په نامعلومو او بې بنياده دلايلو ځڼډولئ او د ټولنې د بدن نيمايي قشر يې فلج کړئ دئ او داسې ستونزه يې جوړه کړې ده چې خپل او پردي يې ټول حيران کړي دي.
دوښمنانو ته د مضرو او زهرناکه تبليغاتو زمينه مساعده شوې او دوستان د مايوسۍ،خپګان اوزبونيت په عذاب اخته دي .
په هر رسمي مجلس کې دا موضوع ځنې د پېغور په شکل ، ځنې بيا د ااا د کمزوری، بې اعتبارۍ، بدنامۍ او نور بيا د ښځو سره د همدردۍ په منظور مطرح کيږي . خو د ااا نه معقول ځواب ويلئ شي او نه يې د حل د پاره عاجل او فوري اقدام کوي. يوازيني دليل يې د ځڼډولو په دې موضوع د غور کولو تکراري پلمه ده .

ددې موضوع ځنډولو نه يوازې د ااا حيثيت ته تاوان رسولوئ او هغه معجزه اسا کارونه (د وطن خپلواکي ، سراسري امنيت ، بيا ودانول ، اقتصاد محوره پاليسي، لويې پروژې په کار اچول ، د خپلو داخلي منابعو او عايداتو په وسيله دولتي بودجه ، د شر-فساد جرړی ايستل ، د مخدره موادو دکمښت او کاروبار کچه صفر ته رسول ، د ميليونونو معتادينو درملنه ، داخلي توليدات او صادرات تشويق کول ،ټولنه د خيراتي او چرمي اقتصاد په ځای د توليدي-صادراتي -ابتکاري او خودکفا اقتصاد په لوري سوق کول او ....) چې د ااا په دې کم وخت کې سرته رسولي دي د ښځو د تعليم او تحصيل ځڼډولو پيکه کړي اواهميت يې لکه څنګه چې واقعيت دئ هغسې انعکاس نه دئ پيدا کرئ ،بلکې اسلامي امت او خاصه توګه ښځينه طبقه ئې په ټوله دونيا کې په شک کې اچولې ده ، چې خدای ناخواسته د اسلام دين لکه څنګه چې يې کفار په زن ستيزۍ تورنوي ، په ماهيت کې همداسې نه وي ؟
زه چې د ااا د سياسي او ديني مشرانو دلاځوابۍ ،طفره تللو ، ناتوانۍ او پوښتنې نه د تيښتي حالت په محافلو او مېډيا کې د ژورناليستانو،داخلي او خارجي شخصيتونو او
د جهان د سياسي-ثقافتي-اجتماعي او ديپلوماتيکو هيئتونو سره د نجونو د زده کړو د ځڼډېډو په هکله وينم ، اورم اولولم منحيث د يوه عادي افغان ډېر سخت خپه،خجالت ، مقصر او ځورېږم ، نو هغه څوک چې د ااا په نمايندګۍ ددې سوال سره مخامخ شي ايماناا او وجداناا به په کوم ذهني او روحي حالت کې قرار ولري اود څومره فشار سره به مخامخ وي د؟
هغه متل چې : تر پړ ، مړ ښه دئ. ځکه مرګ يوا وار وي ، خو پړ هره ورځ مړ کيږي نږدې دوه کاله زموږ د ملت او مشرانو همدغه حال دئ .

په پلمو ، دستونزو نه تېښتو او يا ځڼډولو مشکل نه حل کيږي ، بلکې نور هم پېچيده او غټيږي . نو هوښياران يې د حل کولو د پاره جرائتمندانه او عاجل اقدام کوي ، څو د ضرر او تاوان مخه يې سمدستي ونيول شي .

دا څنګه مغلقه موضوع ده چې نږدې دوه نيم کاله جيد علماء ، سکالران ،مفسرين ،شيخ الحديثان او ديني متفکرين يې نه شي بررسي کولئ او يو جامع حل يې نه شي را ايستلئ.
که د ښځو تعليم ،تحصيل او کار کوم شرعي ممانعت لري ، بيا بايد واضح ، په جرائت او جديت شرعي اسناد او دلايل وړاندې کړل شي، څو ټول منجمله ښځې په دې موضوع پوه شي او نور يې په دې هکله زړونه صبر شي .
که نه دا څنګه کيسه ده چې ښځې په کروندو ، ګودرونو ،دفترونو ، مغازو ، بازار ، ترانسپورتي وسائلو کې تګ راتګ،سرکونو ،پارکونو ،سفرونو ،حجونو او زيارتونو کې ازادې ګرزي ، خو په ښوونځی، پوهنتون او زده کړو مرکزونو د تعليم او په توليدي -خدماتي برخو کې د فعاليت اجازه نه لري؟

ايا ښوونځی ، پوهنتون ،مدرسه او د کار ماحول دومره خطرناک ،فاسد او مضر ځايونه دي ، چې د ښځو ورتګ او تعليم-کار يې خپله د ښځو او ټولنې اخلاقي،عزتي ، نظمي ،ثباتي او کرامتي ژوند ګډوډوي او ټولنه د فساد او زوال سره مخامخ کوي؟
که خدای ناخواسته تعليمي مراکزو کې دا خطر وي ،نو بيا نارينه هم بايد ترې منع شي. څو فاسد او مضر نه شي .
لاکن که ښوونځی ،پوهنتون ،مدرسه او اکادمي د انساني ټولنې د علم ،فنونو،مهارتونو ، معلوماتو ،تحقيقاتو ، اکتشافاتو ، اختراعاتو او ابداعاتو دزده کولو،هوښيارتيا ،بېدارتيا او د استعدادونو د ودې او پراختيا ځای او د ژوند د حياتي ضرورتونو څخه وي ،بيا خو ښځه هم انسان او د همدې ټولنې نيمائي برخه ده ، ولې دا نيمايي برخه د استعدادونو او ظرفيتونو د روزنې ،پالنې او ودې نه قصداا جامده او راکده پاته شي ؟
ايا نيمايي بدن فلج کول او د فعاليت نه غورځول به غير له معنوي او مادي تاوان نه څه پايله ولري او کوم سالم عقل به دا شان چلند تاييد او تاکيد کړي ؟
د نجونو د تعليم او تحصيل د پاره بنسټيز جوړښتونه شته ،کدري پرسونل(ښوونکي،استاذان او مدرسين) شته ،درسي مواد او وسايل (کتابونه ،لابراتوارونه ،ټولکي ،کتابتونونه ) شته.ضرورت او علاقه د ټولنې د غړيو(نارينه او ښځينه) د زده کړو شته ، بيا مشکل څه شئ دئ ، چې دا کيسه دومره ځنډيږي ؟
دا سمه ده چې د ښځو د تعليم ،حقوقو او ازادۍ تر نامه لاندې غربي امپرياليستانو او زموږ تېرو فاسدو او خايينو رژيمونو غيراسلامي ،غير اخلاقي او غير انساني چلندونه او ظلمونه د خپلو نامشروعو سياسي اهدافو د پاره د ښځينه قشر په حق کې کړي دي او د ښځو انساني کرامت او حيثيت يې د لغړتوب، جنسي استثمار ، تجارتي اشتهارونو او نفسي-شيطاني هوسونو د پوره کېدو د پاره پايمال او ښځې يې نه د انسان ،بلکې د توکو او وسائلو په توګه استعمال کړي دي .
نو اوس د ااا د پاره د تېرو ادارو جنايتي او خيانتي سلوک د ښځو په هکله دليل ،اساس او پلمه کېدلائ شي ، چې د هغوی د ناوړو او ظالمانه اعمالو په تکراري يادولو د ښځو د تعليم ځڼډول توجيه کړي ؟
نه ابداا نه .
موږ (افغان اولس او زعامت يې) نور ډېر مهم ، ستر او ضروري ستونزې( سياسي-اقتصادي-اجتماعي- ثقافتي او امنيتي) لرو چې خپل جسمي او فکري قوت او ظرفيت يې بايد د حل کولو د پاره په کار واچوو ، نه د ښځو د تعليم او کار اضافي ،بې مانا، بې ضرورته ، بې ګټې او سراسر تاواني موضوع باندې وخت ضايع کړو.

د ااا د علم(ديني او دنياوي) د طلب کوونکو، مدرسينو ، محققينو ،مفسرينو ، محدثينو او استاذانو د علم او معرفت په اساس د مبارزې او تلاش ثمره ده ، چې تر ټولو ستره دنده او وجيبه يې ټولنه د جهالت ، بې علمۍ،بې سوادۍ او ناپوهۍ د تيارو نه را ايستل او د علم او معرفت په رڼا مزيين کول دي او دا رڼا راوستل فقط او فقط د تعليم (نر او ښځه)په وسيله ممکن دي.
په ټولنه‌کې تر ټولو ستره منبع د شر-فساد (اخلاقي،سياسي،اقتصادي،اجتماعي ،امنيتي او ثقافتي ...) بې علمي ، بې سوادي او د ټولنې د افرادو بې خبرې د خپلو حقوقو او مسؤليتونو نه ده .
د ااا چې د شر-فساد سره مبارزه يې شعور او شعار وو او دئ او د همدې هدف ډ لاسته راوستلو د پاره د اولس قاطع حمايت ،تاييد او تاکيد ور سره دئ ،بايد د شر-فساد ددې منبع (بې علمي) د ريښو ايستلو د پاره خپل شعور او شعار ته عملي جامه ور واغوندي او نه يوازې د ښځو د تعليم او تحصيل په هکله خنډوڼه لېرې او ځڼډول يې ختم کړي ، بلکې بايد تعليم (په نارينه او ښځينه قشر) جبري او حتمي وګرزوي . ځکه د يوې سالمې ټولنې جوړول ، ټولنه د شر-فساد نه خلاصول ، ټولنيز عدالت پياده کول او رفاه راوستل يوازې د علومو او فنونو په وسيله په واقعيت بدليږي ، نه په غيرمؤجه، غير معقولو دلايلو او يا شخصي-ګروپي او تنظيمي ذوقونو ،ميلونو، هوسونو او د سياسي واکمنۍ په نيشه توب .
د افغانستان د تعليمي کال شروع ته څو ورځې پاته دي ، اميد دئ چې مسؤلين نور دا د نجونو د تعليم ،تحصيل او کار د ځڼډ بې خونده او بې ګټې ډرامه ختمه او د تعليم دروازې زموږ د خويندو او لوڼو په مخ خلاصې کړي او دې بېعدالتۍ ته د تل د پاره د پای ټکی کېښودل شي.ښځينه قشر او په مجموع کې ټول اولس ددې اضافي جنجال ،نانډريو او عذاب نه خلاص کړي .

#دابادۍاوخدمت ج هاد