دا ستونزه شاید نړیواله وي چې تر کاري فرصتونو نوي فارغان زیات وي. په ځانګړي ډول د دریېمې نړۍ هیوادونه چې اداري فساد، فقر، ناسمه رهبري او نورو یې ژوند ځپلی دی. دلته نو له یوې خوا د کورنۍ هیلې همدغه ځوان ته وي چې له فراغت وروسته به ښه دنده واخلي او د کورنۍ اقتصاد به ورسره وغوړيږي خو له بلې خوا دغه تازه فارغ د دندې پیدا کولو کې پاتې راځي چې د کورنۍ هیلې هم ورسره مړاوې شي.
په داسې حالت کې چې دندې او کاري فرصتونه کم وي، سخته ده چې په دومره سخت رقابت کې یو څوک ځان بریالی او د نورو له منځه دندې ته وټاکل شي، دلته ده چې په دغسې وخت کې ځان جوړونې ته اړتیا لا زیاتیږي او شخص باید له نورو څخه په ډیرو وړتیاوو مالامال وي څو په تنګ کاري فرصت کې هم دندې ته وګمارل شي.
دلته به درې هغه اساسي ټکي درته وړاندې کړم چې د ځان جوړونې او کارموندنې په برخه کې درسره مرسته کوي:
1. ځانګړي مهارتونه ځان کې وروزئ
ادارې او مؤسسات تل د داسې شخص په لټه کې وي چې ادارې ته په راتګ سره د دندې اړوند کاري بوج په خپله اوږه واخلي او په ښه کیفیت او لنډ وخت کې یې ترسره کړي. په ټولنه کې د داسې خلکو کمی هم نشته چې هغوی کافي کاري تجربه لري، کافي مهارتونه لري او مناسبې لوړې زده کړې یې کړي وي. تاسو باید خپل وخت باارزښته وګڼئ او په خپلو مهارتونو کار وکړئ. په کار ده، ټول هغه استعدادونه ولرئ چې په ټولنه کې یې په عام ډول له یوه فارغ التحصیل څخه تمه کیږي. دلته به درته یو څو هغه مهارتونه وړاندیز کړم چې هر ځوان یې باید ولري:
a. په ملي ژبو پوهیدل.
دا به بده وي چې یو څوک په خپل هیواد کې اوسي، مګر په رسمي ژبو یې خبرې ونشي کړای خو له بدۍ ورهاخوا دا ستاسي د دندې په وړاندې هم خنډ ګرځي. اړتیا ده چې په پښتو او دري دواړو روانې خبرې او لیکل وکړای شئ.
b. په انګلیسي ژبه پوره برلاسی
انګلیسي ژبه نن سبا د عصریت ژبه ده او په خپل اړوند مسلک کې د دغې ژبې له یادولو پرته د کمال درجې ته نشئ رسیدلی. انګلیسي تاسي د انټرنیټ له نړۍ سره نښلوي او د معلوماتو نامحدودې ذخیرې ته لاسرسی مومئ. همدا ډول ډير کمپیوټري پروګرامونه او انلاین برنامې له انګلیسي ژبې پرته نشې کارول کیدای نو تاسو چې ځان له نورو مخته کوئ، دغه ډګر هم ترې باید یوسئ. همدارنګه عربي ژبه هم باید له یاده ونه باسو او دا چې موږ د سترې اسلامي ټولنې برخه یو نو پکار ده چې د قرآنکریم ژبه مو هم زده وي او د لیکنې او څیړنې په برخه کې له عربي منابعو څخه کار واخلو.
c. د کمپیوټر له کارونې سره اشنايي او په اداري پروګرامونو بشپړ پوهیدل.
اوس داسې وخت نه دی چې کوم ځوان د دندې لټولو تروخته د کمپیوټر کارونه نه وي زده کړې، مګر تاسو باید په دې برخه کې له نورو ځانګړی مهارت ولرئ. په دې مانا چې له یوې خوا په همدې ابتدايي پروګرامونو (ټایپینګ، آفیس...) کې ماهر واوسئ او له بلې خوا ځیني نور پروګرامونه چې ستاسو د مسلک سره اړه لري، باید په ښه توګه مو زده وي. د بیلګې په توګه د علمي اشخاصو لپاره مکتبة الشاملة، د تحقیقاتي کارونو لپاره SPSS، د ډیزاین په برخه کې فوټوشاپ، کورل ډرا...
ځیني نور انلاین وړیا کورسونه شته چې د هغه تعقیبول هم درته اړین دي، لکه: Coursera, Udemy, Udacity, LinkedIn Learning او نورو له لارې ډیری وړیا انلاین کورسونه چې ستاسو له ژوند او مسلک پورې اړه لري، پیدا او اخستلی شئ. البته دوی کې یې ځیني په وړیا ډول سرتیفیکیټ هم ورکوي.

2. ټولنیزې اړیکې وپالۍ
له فراغت نه وروسته تر یوه کال پورې مې چې هر ځای سی وی لیږله، نه شارت لېست کیدم، حتی هغه بست ته هم چا نه قبلولم چې زه یې په شرایطو پوره برابر وم او ځان کې مې د بست اړوند پوره وړتیا هم لیدله. له یوه کال وروسته مې یوه شناخته ملګري راڅخه سی وي واخسته او یوه لوړ بست ته یې شارت لست کړم، تر هغه وروسته نورې چارې شفافې مخته لاړې او په همغه بست مقرر شوم؛ پوه شوم چې په داسې یوه هیواد کې ژوند کوو چې ډیر نادر به یو څوک له پیژندګلوۍ (په اصطلاح واسطې) پرته خپله د خوښې دنده پیدا کړي، نو باید ټولنیز واوسیږئ، تر هر چا ډیر ملګري او پيژندګلوي ولرئ څو له دې لارې مو د بریا ګامونه ګړندي پورته کړئ.

3. په کوچنۍ دنده/ کاروبار هم مه شرمیږئ.
یاد ساتئ چې د بریا هسکې ته د رسیدو لپاره به په وړو پاټکیو پل ږدئ؛ د تازه فارغ لپاره نوې دنده پیدا کول واقعا سخت کار دی، او بیا ښه او د خوښې وړ دنده خو له تجربې پرته ډیره سخته ده، نو په پیل کې چې د هر ډول دندې/کاروبار فرصت درته برابر شو، زړه نازړه کیږئ ورته مه. په خورا خوښۍ یې قبوله او ځان پکې ثابت کړئ. دا ډیره کمه پیښیږي چې یو څوک دې په اخلاص خپله دنده مخته یوسي خو ترقي دې پکې ونکړي. همدارنګه هر ډول دنده که ډیره ټیټه هم وي، تاسو ته ډیر څه در زده کوي، چې دغه زده کړه ستاسو د راتلونکې جوړولو لپاره ډیره مهمه ده.
خپلې خبرې که رالنډې کړم نو؛ نهیلي کیږئ مه، دنده پیدا کول آسانه دي، فقط ځان کې اړین مهارتونه وروزئ، اړیکې وپالۍ او له کوچنۍ دندې یې پیل کړئ!
بریالی ژوند ولرئ!