لمړی برخه
د باران د اوبو راټولول:
وچکالي یوه طبیعي پدیده او نړیواله معضله ده چي مخنیوی يي د انسان د وس کار نه دی، خو دا د حکومتونو دنده جوړیږي چې وچکالي په داسي ډول مدیریت یا کنټرول کړي چي د زیانونو کچه يي حد اقل ته ورسیږي او د خلکو په ژوندانه يې منفي اغېزې ډیرې لږ وي.مخکي له دې چې په افغانستان کي د وچکالي په وجه رامنځته شوی بحران لا پیچلي او اعظمی حد ته ورسیږي او د خلکو جمعي مهاجرتونه، چې لا له مخکي نه پیل شوي، له کنتروله ووځي لازمه ده چي په خپله لاس په کار شو دا که د حکومت په کچه وي یا د ولس (ټولیزه) یا د مختصص او مسلکي کسانو او یا د عامو خلکو فردي هڅي وي باید ګړندي شي او یو ولسي سرتاسري مبارزه پیل شي.د و چکالۍ د زیانونو د کچي د کمولو یوخ ښه ساده طریقه د باراني اوبو د رآټولولو یا جمع کولو طریقه ده. د باران د اوبو راټولول په ډیر ساده او ابتدايي وسایلو هم کیدلي شي او دا کار په اشر یا ګروپي شکل هم تر سره کېدای شي.کله چي د موسمي اورښتونو کچه لږ او اوقات يي نامنظم او ګډوډ وي د باران د اوبو راټولول یوه اړینه او ارزښتناکه موضوع ده ځکه دا د وچکالۍ د زیانونو د کچي په کمولو کي ډیر مهم رول لوبوي. د باران د اوبو راټولول او کارول شاوخوا څلور زره کاله پخوانۍ تاریخ لري. د دښتو پخوانیو اوسېدونکو د باران اوبه د غرونو د سطحې په برابرولو سره راټولولې او د کرنې لپاره یې بل ځای ته لېږدولې.په ټولیز ډول، د باران د اوبو راټولول په ځانګړې توګه د هغو سیمو او شرایطو لپاره مناسب دي چې د اوبو نورو سرچینو ته لاسرسی نه وي او یا د لاندې دلایلو له امله اقتصادي نه وي.
د اوبو د نورو سرچینو نشتوالی.
په هغه ځای کې د اوبو نشتوالی.
د اوبو د نورو سرچینو لرې والی.
اوبو په نورو سرچینو تر حده زیات لګښت راتلل.
د اوبو د منابعو مالګینتوب، په کوم سیمو کي چي د اوبو د مالګینتوب کچه دومره زیات وي چې د څارویو او انسانانو له خوا يې د مصرف ممکن نه وي، او د ځمکي د خړوبولو سره حتی د ځانګړو تخنیکونو په کارولو سره، د خاورې د لا زیات مالګین کیدو لامل شي.
د باران د اوبو د راټولولو په برخه کي لازمه ده چي تر هر څه دمخه د ساحې ځانګړتیاوې په پام کي ونیول شي، د ساحي د ځانکړتیاو په برخه کي لاندي ټکو ته توجه وشي.
1. د سیمې اقلیمي ځانګړتیاوې لکه باد، د لمر وړانګې، د هوا د تودوخې درجه، کلنی اورښت، د باران د وریدو ټاکلي وختونه (موسمي ورښتونه)، او داسې نور.
2. سیمه کي د خاورې نوعیت، په ځانګړې توګه خاوره کي د اوبو د نفوذ وړتیا، د هغې په سطحه د اوبو جریان، او د خاورې د تخریب ظرفیت.
3. د ساحې توپوګرافي، په دې حالت کې، په ځانګړې توګه د ساحي میلان او د اوبو د جریان جهت یا لوری په پام کي نیول کیږي.
4. د سیمې نباتي پوښښ، د باران اوبه د وچې ځمکې په سطحه په ډیره چټکۍ سره تیریږي یا د وچې ځمکې څخه په ډیر سرعت سره تیریږي. تر دي چي د 50 مربع کیلومتره مساحت سره په حوزه کې 10 ملی متره باران کولی شي د سیلاب لامل شي په همدي سبب د سیمي د نباتي پوښښ د ساحي پراختیا یوه مهمه موضوع ده چي باید په پام کي ونیول شي.
د باران د اوبو د راټولولو سیسټمونه په 3 عمده ډولونو ویشل شوي:
1. د زراعتي محصولاتو د تولید لپاره د ځمکي د نم او رطوبت ساتنه، د اوبو او خاورې محافظت.
2. د سطحي اوبو د جریان متمرکز کول، د کورنی اهلي او وحشي حیواناتو د څښاک او کر کیلي لپاره.
3. د کورونو د بامونو او د سطحي اوبو راټولول او ذیرمه کول د کورنۍ مصرف او کرنې لپاره.
نور بیا